Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
امريکا مشروعه او طالبان نامشروعه دي
ډاکټر خاموش
افغانستان ته دامريکا دملي امنيت دسلاکار ملک مسټر دسفر يو هدف داوه چې په راتلونکى کې روسيه دطالبانو سره داړيکو په نږديوالي هغوي ته مشروعيت ورکوي ملک مسټر افغانستان ته دخپل سفر په دوران کې ډير اهداف لري چې دامريکا نوي حکومت ته دافغانستان دروانو حالاتو په اړه پوره معلومات ورکړي څو په اړه يې نوي پاليسي اعلان کړې ملک مسټر دطالبانو سره دروسيې داړيکو کوم ثبوت نه درلود خو انديښنه يې داوه چې په مسکو کې دافغانستان په اړه جوړه شوى غونډه کې دافغانستان گاونډيو او د منځنۍ اسيا هېوادونو طالبانو ته دمشروعيت بڼه ورکړه . دروسيې دبهرنيو چارو وزير سرگي لاورف د روسيې رسنيو ته ويلى چې مونږ دافغان حکومت پر خلاف اقدام نه کوو بلکه دخپلې دفاع لپاره حق لرو چې لاس په کار شو . په دې وروستيو کې غربي رسنيو ليکلي چې طالبانو د روسيې چارواکو سره ليدنې کړي دي او دروسيې لخوا په نوي ډول سپکې ، درنې او دوربين لرونکى وسلې دشمال په ولاياتو کې دطالبانو سره ليدل شويدي چې طالبانو دغربي رسنيو ټول راپورونه بې بنسټه بللي دي . روسيه په افغانستان کې فکر نه کوم بيا لاسوهنه وکړي البته دروس پلوه کمونستانو او په موجوده حکومت کې يو شمير چارواکو سره چې په لوړو پوستونو کار کوي خواخوږي لري خپله دروسيې دپارلمان پخواني غړي سيمون باگدا ساروف اعتراف کړيدى چې په افغانستان کې مداخله او داحمد شاه مسعود پلوي دروسانو يوه لويه تېروتنه وه دا چې اشرف غني دمک مسټر په نوي مشوره روس پلوه کسانو په گوښه کولو سره پيل په احمد ضياء وکړ دامريکا لخوا جوړ نامشروعه حکومت د دوام لپاره يې خپل مخالف اشخاص تر تهديدل لاندې ونيول پدې عمل سره به اشرف غني دطالبانو په وړاندې خپله دتسليميدا زمينه برابره کړي . اوس خو په غربي رسني په ظاهره په افغانستان کې دزرگونو کيلو متره لري دامريکا مداخله او په افغانستان کې دامريکا حضور شرعي معرفي کوي او طالبان چې افغانان او دخپلې خاورې دفاع يې له روسانو او اوس يې له امريکا کوي نامشروعه بلې . امريکا په کوم مشروعيت پر افغانستان يرغل وکړ او کوم اقدام دى چې غربي رسنۍ طالبان نامشروع بلې البته دا يوه خبره شته چې کوم افغانان دامريکا د بيرغ لاندې ژوند کوي هغه به مشروع او کوم چې دامريکا دبيرغ لاندې ژوند نه کوي هغه به نامشروع دي . که دې موضوع ته په ژور نظر وگورو په حکومت کې دگوتو په شمير د څو پارلماني غړو او وزيرانو بغير يا دشمالي ټلوالي بغير چې امريکا يې پوځ يې افغانستان نه د افغانانو وژلو او تباهيو ته راوباله نور ټول ولس دامريکا دپاليسي په افغانستان کې د امريکايي او نورو بهرنيو پوځونو مخالف دي خو غربي رسنۍ بايد داهم ومني چې ټول افغانان نا مشروع دي امريکا او دامريکا پلوي به مشروع وي چې په هېواد کې يې دجگړو او د اور لمبې بلې کړي دي .
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې