Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
دمصلحتونو په حکومت کې دضياء مسعود بې مصلحته گوښه کيدا
دمبصر په قلم
داشرف غني او عبدالله دولسمشريزو ټاکنو پر مهال چې درايو په اکثريت ناندرې پيل شوى دولس رايه په نظر کې ونه نيول شوه جانکيرى د دواړو ترمنځ په مصلحت حکومت جوړ کړ داجرائيه رياست پوست چې په اساسي قانون کې نه ؤ جان کيرى ورته نوى جوړ کړ وزارتونه ، سفيران او لړ پوستونه دمصلحت له مخې وويشل چې تر دوه کالو پورې په هېواد کې ددفاع وزير ونه ټاکل شو حکومت په سرپرستو وزيرانو او واليانو مات کوډ څرخ تاواوه . اشرف غني دخپلو گټو لپاره دهېواد دښمنانو( کمونستانو) سره خوږونه نږدې کړل چې دوستم يې بيا دواک په تمه له ځانه سره يوځاى کړ احمد ضياء مسعود دخپل گوند جمعيت پر خلاف داشرف غني ملاتړ اعلان کړ . دا نده څرگنده چې ضياء مسعود په کوم اساس له دندې گوښه کړل شو خو ارگ وائې چې ضياء مسعود په خپلو کارونو کې ناکام او پر حکومت يې وخت په وخت نيوکې کولې . دا چې داشرف غني حکومت دمصلحتونو جوړ حکومت دى او بې له مصلحته يې احمد ضياء مسعود له دندې گوښه کړ دکومو ستونزو سره به مخ شي . يو شمېر مبصرين په دې نظر دي چې اشرف غني دعطا محمد نور سره دجمعيت گوند په مشرتابه دلمنې لاندې گوتې شميرلي او اوس احمد ضياء مسعود په جمعيت گوند کې دمعاون نه بلکې ديوه غړي حيثيت لري . له بلې خوا اشرف غني غواړي دشمالي ټلوالى لاس په حکومت کې راکم کړي کيداى شي د احمد ضياء مسعود وروسته دبل کوم جمعيتي په گوښه کيدل هم اقدام وکړي ځکه عطا محمد نور ورته دجمعيت دمشرتابه سينه ډبولي چې څوک يې مخې ته نه شي دريدلي بله دا چې پخوانيو کمونستانو بيا ډاکټر نجيب الله د لور په مشوره دجمعيت گوند سره يووالي داشرف غني پر خلاف لاسونه يو کړي اشرف غني دهمدې ورته خطرونو له مخې احمد ضياء مسعود له دندې گوښه کړ چې په حکومت کې به يې دنورو جمعيتي ډلې دواک په راکميدا اشرف غني ته ډاډ ترلاسه شي . داشرف غني دحکومت پښې ښويدلي دي او اوس داپوزسيون عملي اقدام ته اړتيا ده داشرف غني دحکومت اپوزسيون چې دجمعيت گوند ، پخواني جهادي مشرانو او د ډاکټر نجيب الله پلويان درې واړه په يوه خوله دموجوده حکومت پر خلاف دي . اوسني حکومت چې مشرى يې اشرف غني او عبدالله دمصلحتونو پر بنسټ جوړ شويدى خو چې ضياء مسعود يې بې له مصلحته گوښه کړ شايد پښې يې نورى هم وخوييږي .
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې