Tuesday, 23 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
چې کرزی مو دوکه نه کړي!
عطاء الله مبارز
حامدکرزی د افغانستان د معاصر تاریخ هغه څیره ده چې د امریکایانو په ټانګونو سپور کابل ته ننووت او په خپله یوه لسیزه واکمنۍ کې یي د امریکایانو په بمبارونو او شپنیو چاپو کې په لسګونه زره افغانان شهیدان، زخمیان، بندیان او د اشغالګرو عسکرو له لوري د سلګونو مسلمانو افغاني خویندو عزتونه لوټ شول، په سپیو وداړل شوې او….. د حامد کرزی لخوا د اسلامي امت ستر دښمن وحشي قاتل (بوش) او افغانستان ته د راغلو نیږدې ټولو صلیبي جنرالانو په سینو د غازي میډالونه وټومبل شول. حامد کرزی به ډیرکله د عامه ذهنیت ګټلو لپاره د امریکا وحشیانه بمبارونه غندل او مکارانه دروغجنه ژړا به یي پري کوله. کرزي ته چې کله معلومه شوه، چې په افغانانو کې سخت بدنام شوی نو د واک په وروستیو کلونو کې یي د امریکایانو په لارښوونه امریکایانو سره اړیکې ظاهراً ترخې کړې او امریکا سره یې امنیتي تړون لاسلیک نه کړ. په داسې حال کې چې د یاد تړون ټول کارونه دکرزي په وخت کې ترسره شوي و یواځې تشریفاتي لاسلیک یې خپل ځاي ناستي ګوډاګي اشرف غني ته پریښود او ډاکټرغني د واک د ترلاسه کولو څخه وروسته په ډیره بیړه یاد تړون لاسلیک کړ. د اپریل په ۱۳ کله چې امریکایانو د ننګرهار په اچین کې خپل تر ټولو ستربم چې د بمونو مور هم ورته وایي وکارولو نو کرزی له اوږدې چوپتیا وروسته بیا راښکاره شو او یاده موکه یې مناسبه وګڼله، د امریکایانو برید یې په سختو ټکو وغانده او ژمنه یې وکړه، چې له افغانستان څخه به امریکایي عسکر وباسم. کرزي ته معلومه ده، چې دستوري انتخابات را روان دي نو د ځان په ګټه یې د عامه ذهنیت د جوړولو هڅې پیل کړې، ترڅو یوځل بیا ځان واک ته ورسوي. افغان مسلمان اولس ته وریادوم چې د کرزي په شمول په هیڅ صلیبي غلام دې نه دوکه کیږي، کرزی هغه څوک و چې په۲۰۰۱م کې یي د C.I.A اوامریکایي خاصو ځواکونو په ملاتړ په ارزګان کې د افغانانو په وړاندې صلیبي جګړه پیل کړه او تر ننه دوام لري، کرزی آرام کیناست او په ملت لا هم اورونه بلیږي!
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې