Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ښاغلي انتونیو ګوتیرس ته یو لڼډ او سر خلاصی لیک
دکتور حمیدالله زړه ور ساپی
ښاغلیه!دوبثایټونوله لارې ستاسو له بیوګرافۍ چې پخوا د پورتګال د سوسیالیست پارټۍ مشر او بیا دهغه هیواد صدراعظم پاتې شوي یۍ ،اواوس د ملګرو ملتونو د نړیوالې موسسسې مشر یاست یو څو لڼډې پوښتنې او لڼډ وړاندیزونه په دې وسیله درړسوم، خدای وکړي د لوستلو او فکر او ځوابولو لپاره ېې وخت پیدا کړئ! ۱-آیا فکر نه کوئ چې دنیا د ۳مې جګړې خواته روانه ده؟ او باعث ېې هم تر ډیره د امریکا متحده ایالتونه، او نور سوپر قدرتونه دي؟؟ ۲- آیا م.م. د هغو اهدافو لپاره چې جوړ سوي و څومره بریالی او څومره پاتې راغلي دي؟؟ ۳-په داسې حال کې چې ډیري انسانان د مرګ، لوږې، تندې، ناروغیو، فقر، بیکورۍ، مهاجرتونو ا. د.ن. سره لاس او ګریوان دي ، دا لازمه ده چې امریکا+انګلستان+اسراییل+فرانسه+پاکستاین... او یا روسیه+چین+ایران +کوریا... په بلیونهاوو پیسې په سلاح جوړولو، په ترهګرو ډلو جوړولو او د انسانانو د پورتنیو بدبختیو د لا زیاتیدو لامل وګرځي ؟ ا ۴- د م.م. منشور او د بشر د حقونو اعلامیه په دې اړوند څه پیغامونه درلودل او لري ېې ؟ ولې نه عملي کېږي؟ ۵- په دې وروستیو کالونو کې پر افغانستان، عراق، سورېې، لیبیا، یمن، صومالیا، سوډان ،فلسطین، ... د ډول ډول عام وژنو اسلحو له استعمال نه ولې م.م. مخنیوی نه کوي؟ او حتی په ۲۰۰۱ کې څنګه اجازه ورکړې چې ۴۸ هیوادونه په یو بیچاره او غریب هیواد د ب-۵۲ او کروز او دا څو ورځې مخکې د (امریکا او د بریتانیا د ټولو مور!بمب) صرف د یو څو پاکستاني! داعشیانو د ځپلو په بهانه د ڼنګرهار همیشه بهار باندې په ډیرې سپین سترګۍ ورغوزار کړي ، او دا چې په اوږد مهال کې څومره ځاني، زراعتي، محیطي ، اروايي پرابلمونه زیژوي ، ستاسو د م.م. ډول ډول ریاستونو کار کوونکي د ې علمي څیړنې او د هاګ بینالمللي محکمه دې قضاوت وکړي؟؟؟ ۶- آیا ستاسې سوسیالیسته پارټۍ او یا په نړۍ کې نورې ډیموکرتیکې او سوسیالیسي پارټۍ ګانې صلحې ته پر جنګ ترجیح نه ورکوله او یا ېې نه ورکوئ؟ اوس نو ولې زیاتره چوپه خوله یاست؟؟؟ ۷- او آخري پوښتنه مې دا چې آیا په م.م.م. کې د افغانستان اوسنی نماینده تاسو وړ بولئ چې د افغانستان د اوسنیو غټو کرکیچونو د حل لپاره استازیتوب کولای شي؟ * زما وړاندیز د انساني ټولنې د یو کوچني غړي په حیث دا دی چې: د نړۍ هغه ثروت چې د یو څو میلیاردرانو په جیبونو کې راټول سوی ، په عدالت او سوسیال شکل د ډیرۍ فقیرو او غریبو انسانانو د ژوند اولیه احتیاجاتو ته وقف شي ، همدا اوس ستاسو خپل امریکاییان د ښاغلي ډونالد ټرمپ د دارایی ګانو او مالیې د سپینوالۍ غوښتنه کوي، همداسې به روسان د پوتین خان! او انګریزان به د ملکه الیزابت او نورو کینګانو (پاچایانو) ، عربان به د شیخانو او فارسیان به د آخوندانو او افغانان به د وار-لاړدانو ( جنګي- ملیاردرانو)، پاکستیانیان به د شریفانو او ترکان به هم د حق او عدالتچیانو نه د حقیقي عدالت پوښتنې او غوښتنې کوي!
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې