Tuesday, 23 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
ايا د بمونو مور به مو راويښ کړي؟
حمزه حسيني
ستر فرعون د خپلو دجالي کړنو بېلګې ورځ تر بلې په مظلوم ملت باندې ازموي، کبرجن وحشي دښمن لګیا دی د خپلو وحشيانه کړنو ستاینې کوي او وایي چې دا پر ځای عمل دی. غلام دښمن هم دغه ظلمونه ورسره بدرګه کړل او په چینګه خوله یې د بادارانو ظلمونه وستايل؛ او دا یې د هیواد د بیا رغونې لپاره ستر کار وباله. خو زه د زړه له درده هغو بې احساسه ځوانانو، مشرانو او د مظلوم هیواد هیوادوالو ته وایم چې کفار لګیا دي زمونږ په دین، ناموس او وطن تجاوزونه کوي او مونږ د فیل په غوږ کې ویده یوو، کوم ظلم او کوم وحشت به مو د غفلت له خوبه را بیداروي الله جل جلاله دې هغه وخت زر راولي چې زمونږ ویده احساس را بیدار شي او د غفلت ځنځیر په عمري توره مات کاندي او د دښمن هر چل او فریب ته غاښ ماتونکی ځواب ووایو. هوکــــې! که د کفارو دغه په زرګونه ټنه بمونه مونږ را ویښ نه کړي بیا زهر باید وخورو چې له مسؤلیت خو خلاص شو. کنه وي د قیامت په ورځ به د مظلومو مسلمانانو لاس وي او زمونږ به ګرېوان وي. باید را ویښ شو او د انتقام جذبه په ځان کې راولو. ډېر د خجالت ځای دی هغو په اصطلاح انسانانو ته چې د کفارو د ظلمونو ستاینه کوي او لا د نورو ظلمونو کولو زمینه ساري ورته کوي مرګ په وطن پروشو غلامانو او په درواغجنو مفکرانو. په آخر کې دا وایم چې ایا د بمونو مور به مو راويښ کړي او که نه؟ ځواب یې پر تاسو.
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې