Tuesday, 23 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
د افغانستان په اړه دسرې او سپنې ماڼۍ متضاد نظرونه
س سيرت
مسکو تېره ورځ دافغانستان دسولې او امن په اړ دسيمې دهېوادونو په گډون دويمه غونډه وکړه خو په افغانستان کې دجگړې په مهار کولو د افغانستان گاونډي او دسيمې هېوادونه له خطره وژغورل شي دتېرې ورځې په مسکو کې جوړې شوې غونډه کې افغانستان ، پاکستان ، تاجکستان ، ازبکستان ، ترکمنستان ، قرغستان ، قزاقستان ، هند ، چين او نورو هېوادونو مشرانو او استازو برخه واخيسته . اوس په افغانستان کې دسولې او ثبات په اړه دمسکو هلې ځلې گړندۍ شويدى چې مسکو غواړي په افغانستان کې مخ په زياتيدو جگړه مهار کړل شي . دمسکو په غونډه کې پريکړه وشوه چې طالب وسله وال دى افغانستان حکومت سره سولې ته وهڅول شي چې دا پريکړه په افغانستان کې دامريکې دهلو ځلو پر خلاف پريکړه ده څه وخت چې روسانو پر افغانستان پوځي يرغل کړې و امريکا دروسيې پر خلاف افغانستان مجاهدينو سره مرسته کوله اوس چې امريکا پر افغانستان يرغل کړيدى روسيه غواړي افغان حکومت سره دطالبانو په پخلاينه په افغانستان کې دجگړې مخه ونيسي که روسيه پردې بريالۍ شوه چې په افغانستان کې دحکومت او طالبانو په پخلاينه جگړه پاى ته ورسيږي نو په افغانستان کې به دامريکا ټولې هيلې دخاورو سره خاورې شي . په افغانستان کې د ٢٠١٤ راپديخوا داعش را پيدا شويدى چې په ٢٠١٥ فبرى وري په دفراه ولايت دخاک سفيد په ولسوالۍ کې نظامي روزنيز مرکز کشف شو خو امريکا په افغانستان او په ځانگړي توگه کونړ او ننگرهار کې د داعش پر خلاف پريکنده عمليات نه کول . تيره ورځ چې په مسکو کې دافغانستان دسولې او ثبات په نامه غونډه وشوه امريکا په ننگرهار کې تر ټولو ستر غير اتومي لس زره کيلو گرامه وزن لرونکى بم پر داعش استعمال کړ د ٣٠ کالو دمخه سيالي يوځل بيا په افغانستان کې روسيې او امريکا پيل کړه ٣٠ کاله دمخه افغانستان دروسيې او امريکا د جگړه ييزو سياليو ډگر ؤ اوس هم د دواړو ښکر ورو هېوادونو دسيالۍ ډگر گرځول کيږي خو دا اوسنى ډگر تر پخواني ډگر زيات خطرناک دي . دمخه يواځې افغانستان پورى جگړه محدوده گرځول شوى وه خو اوس ټوله اسيا په نظر کې نيول شوى چې امريکا غواړي دافغانستان جگړه منځنى اسيا ته ورسوي روسيې په مسکو کې په همدې خاطر غونډې پيل کړيدى چې دافغانستان جگړه دامريکا لخوا دداعش په رامنځ ته کولو له افغانستان منځنۍ اسيا ته ونه رسول شي او امريکا په افغانستان کې جگړه پيل کړى نه غواړي امن او سوله رامنځ ته شي دپخوا په څير سره او سپينه ماڼۍ په افغانستان کې متضاد نظرونه لري مسکو دځان دژغورني په خاطر په افغانستان کې دسولې او امريکا دجگړې د دوام نظر لري چې غواړي جگړه روسيې او منځنۍ اسيا ته ورسوي .
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې