Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
د جمعې لمونځ او لوی بم!!!
خیرالله شینواری
جومات ته لاړم، خطیب صیب په مستحباتو او قصایصو تبلیغ تېر که، خطبه یې وویله او جَمع وشوه، له جمعې سمدستي وروسته مونږ ټول په وارخطایي پورته شوو، جای نمازونه مو هملته وڅنډل او په ګردونو کې ځوړند څټونه مخ په کور روان شوو. هیچا د هیواد د مسلمانانو په حال نه څه وویل، نه یې تدبیر ونیوه، نه یې مشوره وکړه او نه یې جرأت د وینا وکړ، ما ته په ذهن کې یو څو سواله را وګرځېدل چې……… ۱- آیا اسلام په اونۍ کې یو ځل د جُمعې د لمانځه لپاره د مسلمانو راټولېدو حکمت یواځې دوه رکعته لمونځ ښودلی؟؟ ۲- آیا اسلام د لویو جَمعو دائرولو توصیه یواځې د عبادت په موخه کړې؟؟ ۳- آیا مونږ په دومره لوی تعداد کې احساس د مسؤلیت قدرې وکړ چې بېګا په اچین کې د بمونو مور څنګه امتحان شوه؟؟ ۴- آیا اسلام علماوو او خطیبانو ته یواځې د مستحباتو او افسانوي قیصو توصیه کړې چې د جُمعې ورځې وعظ او تبلیغ پې تېر کړي؟؟ ۵- آیا د مملکت او خلکو په وړاندې مسؤلیت یواځې د حاکمانو دی او کنه رعیت به هم د ځان پوښتنه کوي؟ ۶- آیا مونږ د هیوادوالو په توګه د خپلو خلکو او خاورې پر ضد د نړیوالو استخباراتي لوبو، خیانتونو او دسیسو په وړاندې دداسې چوپتیا په اختیارولو ګرم نه یو؟؟ ۷- آیا د الهي احکامو د پرځای کولو څخه یو هم د ځان ساتنه او د ظلم او جبر په مقابل کې ودرېدل فرض ندي؟؟ او تر ټولو مهمه دا چې تر څو له ممبر څخه د ولس ژغورنې غږ را پورته نشي، چې علماء ددې ټولنې په درد فریاد ونکړي او د ولسي بیدارۍ لپاره مټې را وننغاړي، د نجات پرښتې خو ولاکه د افغانستان په اسمان ووینو، هغه ځکه چې الله پاک پخپله فرمایي! «ان الله لا یغیر ما بقوم حتی یغیروا بانفسهم»
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې