Tuesday, 23 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
پر ننګرهار د امریکا ستر بم / ما فکر کاوه
محمود مرهون
سهار وختي به له ملا اذان سره يويشت توپه فير شي رئيس جمهور به د غازي امان ګرد کميس او پرتوګ اغوستى وي، د لونګۍ شمله به يې باد وهي پر يوه څنګ به يې وزير دفاع وي پر بل څنګ وزيري داخله د چمن حضوري پر لوى سټيج به ولاړ وي او پر ملت به ږغ کوي چي په ملک کي مو هر بهرني وليدئ وې باسئ که نه وتى مړ يې کئ. ما فکر کاوه استاد عطا به د شمال ټول شا زلمي د تاشقرغان درې ته را ټول کړي وي او ورته وايي به چي تر څو به د غلامۍ ژوند کوو له اچين وروسته دوهم نوبت د شمال دئ، موږ لسګونه کاله د پردو په مقابل کي و جنګېدلو اوس مو بيرته جوړ هيواد د پردو د جنګ ډګر سو.. ما فکر کاوه ګلا اغا شيرزي، عارف خان نورزى، حکمت خليل کرزى او نور کندهاري مشران به په ميوند کي را ټول سوي وي او ځوانان به يې څلور ډلي کړي وي يوه ډله به يې استولي وي چي د لوى کندهار سرحدونه و نيسئ بله به يې استولې وي چي په خپل منځ کي اخته جنګيالي را ټول کي بلي ډلي ته به يې امر کړئ وي چي بهرنيان و شړي او څلورمه ډله به د مرکز پر لور را روانه کړې وي چي د هيواد د ملي استقلاليت د ساتلو په منظور د مرکزي ادارې ملاتړ و کړي. ما فکر کاوه د طالبانو پخواني مشران به کابل ته را ټول سوي، ملا سلام راکټي به غونډه نيولې وي ملا سلام ضعيف او متوکل صاب به پر منبر ناست وي او ملا هيبت الله اخوند به پر لاري وي او سهار وختي به يې لا فتوا خپره کړې وي چي له هيچا امکانات نه اخلو او د افغانان په مقابل کي نه جنګېږي ګډ دښمن هر بهرنۍ دئ چي موږ وژني. ما فکر کاوه د لوي پکتیا زمري ولسونه به د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجیب الله پر قبر را ټول وي پاچا خان ځدراڼ به کټوازی صاب تر لاس نیولی وي اکرم خپلواک به د ځلمو پوجونه تیار کړي وي د مشرانو امر ته به تیار سئ وي او دخپل تاریخي برم د را ژوندي کولو پر پار به د هر بهرني د شړلو له پاره په یوه خوله سوي وي. ما فکر کاوه سهار وختي به د دښتي برچي په لويه عيدګاه کي استاد محمد محقيق او خليلي صاب د دانش صاب سره را ټول واى مدبر صاب او نورو مشرانو به يې د يا علي زرغونې پټې پر سر تړلي وي او د وطن يا کفن ناره به پورته کوي او د بهرنيانو د شړلو قسم به پورته کوي. ما فکر کاوه احمد ضيا مسعود به بسم الله خان محمدي، حاجي الماس، امرالله صالح، امان الله ګذر د خيرى خانې کوتل څخه د سالنګ تر خولې ټول جهادي مشران د پنجشير درې ته ور ټول کړي وي او د شهيد احمد شاه مسعود پر قبر به يې قسم سره کاوه چي تر څو يو بهرنۍ په ملک کي وي ارام به نه کښېني. ما فکر کاوه حاجي ظاهر قدير او حاجي دين محمد به د غازى امان پر قبر د لوى ننګرهار ټول شير بريتي را ټول کړي وي او له ټوله شرقه به يې د بهرنيو داعشي، طالبي، روسي او نورو ټولو ډلو د ايستل په نيامت کفنونه پر سر کړي وي. ما فکر کاوه د لوى ترکمن تبار به دوستم ته را ټول سوي وه او د ګوډ تيمور، شاهرخ ميراز او نور ترک تبارانو قهرمانۍ به يې تازه کولې او د بهرني ګډ دښمن پر ضد به يې ملا ورتړله. ما فکر کاوه تورن اسماعيل خان به د ټولو غرب مبارز مجاهدينو سره د هرات د قيام پر منبر درېدلى يي کفن به يې پر سر تړلى وي او د خپلو مبارزو شا زلمو ته به امر کوي چي د هريوا له لمنو پردي اهريمنان و باسئ. ما فکر کاوه سهار وخت به پرطاق ظفر باندي استاد سياف د لوى منبر تيارى نيوى، حکمتيار صاب به سره له خپلو زرګونو پلويان او د هيواد د ټولو جيدو علماو سره را ټول سوي وي او د پغمان په لرغوني مسجد جامع کي به بيعت روان وي او د جمعي په خطبه کي به د ټولو بهرنيو کړيو پر ضد چي افغانان وژني فتوا ورکړي او له هغه ځايه به د هيواد د ملي استقلاليت ږغ پورته سي. ما فکر کاوه سهار وختي به په ټول ورځپاڼو، اونيزو، تلويزونو کي د پردي و شړى شعار خپور وي سړکونه او واټونه به له خلکو ډک وي او دا شعار به ور کوي چي بهرني و شړئ. بالاخره ما فکر کاوه چي د دغه ټول کارو د سمېدو سره به سم خلقي وطن پرستان، افغان ملتي افغان پالان او ټول لوستي کسان په ټولو رسنيو کي نړۍ ته د خپل قلمه په زور دا ثابتوي چي موږ په رښتيا هم ازادي غوښتل……. خو کله چي را کښېنستم مشرانو په فيسبوک کي د اى پي ايل د تيري شپې مبارکياني ليکلې، ځوانانو د ميلې عسکونه پورته کول، رئيس جمهور په تدارکاتي غونډي کي دئ، استاد سياف به چيري د جمعي د لمانځه له پاره په غسل اخته وي، تورن صاب اسماعيل به له کوم وکيل سره ناست وي او د خپلو حسابونو د تصفيې په کيس اخته دئ، استاد عطا چيري اخته دئ چي په را روان حکومت کي يې تشکيل څنګه کېږي، حکمتيار صاب کابل ته د راتګ په امادګۍ اخته دئ، حاجي ظآهر به نن خامخا د درونټې د ماهيانو ميله کوي د جمعې ورځه ده حق يې دئ او ها زما تر کور لاندي د کلي ملک ناست دئ غچي يې برېتو ته نيولې ده کښته او پورته يې ور سموي. موږ دونه بې حسه سوي يو چي اوس هم د دغه ليکني په ويلو کي وايو چي ولي د فلانکي خان نوم سته د فلانکي خان ولي فلانکى خان شا ته دئ ولي مخ ته چي مخ او ذهن ته راغلل هغه ليکل سوي دي. شېروئ يې مه چي د مرګ په خوب بيده خلک د تلفون په شرنګ را ويښ نه سي خوب يې خراب نسي د شپې تر ناوخته یې ورقي او مجلسونه کړي دي.
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې