Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
پکتيا په سرو لمبو کې
محمد عمر منصور
د پکتيا ولايت مرکز ګرديز د دينارخيلو ښکلى کلى بدرنګ شوى و، هغه شنه باغونه او رغونه وچ شوي وو، د کلي د منځ لوى جماعت کښې څوک نه ٶ، د لوبو لوبغالي کې هم زلمي نه ښکاريدل، د مخکې په څېر شور نه و، د چپې چپتيا له کبله د وهم څادر غوړېدلى ٶ، هو رېښتيا هغه ښکلي کورونه چې د لسګونو لکو روپو په لګښت جوړ شوي وو دروازې ماتې او بامونه لوڅ شوي وو. ملګرى مې کيسه کوي واى کله چې د رباط د اربکيانو ظلمونه اوج ته ورسيدل نو کليوالو کډې بار کړې او همدا خواښنونکى منظر جوړ شو. زما د همدا کلي بد حال لا له سترګو او ذهن څخه وتلى نه و چې په ټولنيزو رسنيو کښې مې هغه ويډيو وکتله چې د ګران افغانستان د همدې سيمې سليمانزو کلي ته د سيمه ايزو اربکيانو مشر (ثمود) چې په غله، قتل، زنا کې ځانګړى شهرت لري د نږدې درنګ د اردو کمپاين په ملتيا او حمايت اور اچولى او د نورو کليو څخه يې ملکي وګړي برمته کړي. غم د پاسه غم خو هلته راباندي جوړ شو چې د پېښې د خواوشا کليو څخه ښار ته ، د ولايت مقام ته د شکايت لپاره راغلي خلکو څخه چې په مخ کې يې د دروند غم او زياتې غوسې نښې څرګندي وې له غم و درد ډکې کيسې واوريدې. د سوځول شوي کلي و هغه چاغ دنګ سړي و سترګو ته مې هيڅ نه شواى کتلى چې ياد پلېت اربکيانو يې د کور سوځولو سربېره د درو مياشتو ماشوم هم سوځولى ٶ، د اربکيانو له خوا د نيول شوو هغه دوه ماشومانو پلار د اوښلنو سترګو او ژړه غونې غږ، د نورو نېول شويو د کورنيو غړو د خبرو په جريان کښي د هغوى له قهره ډک اه سويليو څخه څرګنديدله چې نور يې غم د زغم څخه وتلى او د درديدلي زړو څړکي يې د الله تعالى په در کښې د ثموديانو (اربکيانو) او د هغوى د مرستندوى اردو کمپاين په خلاف غمژنه عارضه درج کوي. متأسفانه د پکتيا والي د دې په ځاى چې ځناور صفته مجرم اربکيان د قانون منګولو ته وسپاري، د همدې غمځپلي ولس سره په وروستۍ ناسته کښې ډيرې بې مسٶليته، غير قانوني او خندونکي خبري کړې وې. واى ( تاسو د طالبانو له خوا په جنګ کې نيول شوى اربکى چې د ثمود زوى کيږي راخلاص کړئ او مونږ به ستاسو نيول شوي زاړه، واړه او ځوانان در پريږدو). د زيانمن شوو په نمايندګي د قوم مشرانو له يوې ترخې مسکا وروسته ور غبرګه کړې وه؛ ( دا يوه نيمه لسيزه ستاسو او طالبانو تر منځ جګړه ده، دلته به مونږ، نه طرف کوئ او نه د قانون له مخې له مونږ څخه داسې نامشروع غوښتنه مطرح کولاى شئ). والي صاحب خبردار! په خپل ولس ستا د پسخند توري د ثمود له ډزو کم نه دي او ستا دا ټوکه د همدې غمژنو خلکو په زخمونو د مالګې په مانا ده. چې ته د مقرر والي په حيث د افغانستان په شمول د نړۍ له ټولو قوانينو خلاف غوښتنې کوې، نو په اطرافو کې اچول شوي د انسانانو په جامه کې ليوني سپي خو به دي خود هم انسانان داړي. که حکومت د خپل ولس د بې عزته کولو لپاره د يوه غل، زاني، لواطت کار او راهزن مرسته او ساتنه کوي. که حکومت د خپل ولس د وهلو، ټکولو، سوځولو، تېښتولو لپاره د يوه بې رحمه، ځناورصفته اربکسپي مرسته او ساتنه کوي. که حکومت د خپل ولس د بشپړ کلي د سوځولو لپاره د وحشي، ظالم مرسته او ساتنه کوي. نو زه په همداسي حکومت او حکومتوالۍ باندي توکم او مرګ ـ مرګ ـ مرګ په وايم. هغه رسنۍ او ليکوالان چې پرون يې په جلال آباد کښې د داعش له خوا د سوځول شويو کورونو او تېښتول شويو افغانانو پېښه په پراخه کچه رسنيزه کړه او وې غندله، نن د همدوى خاموشه ننداره د دوى په خپلواکي لوى سواليه نښـــــان پريږدي. والي صاحب! په خپل واک او ځواک مه غوليږه، د شملو وطن پکتيا و غيور ولس ته په کمه سترګه مه ګوره. نن چې د همدې سيمې لسګونه خلک د خبرو له لارې د ستونځې حل درڅخه غواړي د ځان لپاره يې ښه فرصت وګڼه ګنې دا لسګونه خلک به په ځانګړي ډول د خپلو قومونو او په مجموع کې د ټولو ګرديزانو په مرسته د سلګونو په شمېر کې راځي او په يوه پراخ لاريون سره به د ګرديز لاري بندوي خو خبردار که خداى مکړه د لاريون په ترڅ کې کومه بده پېښه را منځ ته شوه د همدې مسٶليت به ستا او نورو چارواکو په غاړه وي. ټېټ مې مه بوله غورځنګ راباندي مکړه زه په دې افتادګي کې لــــــوى ګړنګ يم
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې