Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
رسنیزه جګړه
ابو یاسر افغان
د القاعدې د نړیوال جهادي تنظیم د مشهوري څېرې چې اوس نشته (ابو مصعب الزرقاوي) هغه وینا به مو اوریدلي یا لوستلي وي چې ویلي یې و: نیمه جګړه په مطبوعاتو یا رسنیو کې کېږي؛ هوکې دا یو جوت حقیقت دی چې رسنیزه یا رواني جګړه که د نظامي هغې نه زیاته مؤثره نه وي، نو ترې کمه هم نه ده، نن ورځ موږ ګورو چې په زرګونو انلاین او چاپي رسنۍ د غربي یرغلګرو قوتونو لخوا د روانې صلیبي جګړې لپاره استخدام شوي، مشهور تلویزیونونه لکه cnn, bbc, abc news, al arbia … د صلیبي جګړې قوي ملاتړ کوي، یاهو، فیسبوک، یوټیوب او ټویټر هم په زیاته اندازه د صلیبي یرغلګرو خواخوږي دي، دغه شبکې د دې لپاره چې د اسلامپالو د رواني جګړې اثرات له منځه یوسي په ډېره سپین سترګۍ د اسلامي فکر لرونکو حسابونه یا ادرسونه تړي او په ځینو مواردو کې د CIA, FBI او انټرپول پولیسو سره مرسته کوي چې د اسلامي فعالانو میشت ځایونه پیدا او ترور یې کړي؛ همداسې که وګورو امریکایي رسنیو نه یواځې دا چې امریکایي ولس یې د روانې صلیبي جګړې تلفاتو نه تر ډېره ناخبره ساتلې، بلکې همدغو رسنیو په افغانستان، پاکستان، ایران، عراق، سعودي او په اروپا کې هم ولسونه د هغه څه نه ناخبره ساتلي چې د جګړې حقیقي تصویر یې بولي. روانه نړیواله کفري جګړه چې هدف یې د اسلام له منځه وړل دي، رسنۍ او حکومتونه یو له بل سره همکاري کوي تر څو د ولسونو په سترګو کې خاورې واچوي او د نړیوال کفر پرضد را پورته شوی هر مقاومت او تحریک بدنام کړي، پلویان یې ناپوه او متعصب معرفي کړي؛ همدا رسنۍ بیا په اسلامي ټولنو کې د لوبو، سریالونو،.فلمونو، کیسو او ډرامو په توسط فحاشي، بې دیني او ګډوډي خپروي، د مسلمانانو په منځ کې هغه خلک چې د اسلام پر ځای د لویدیځ ګټو ته ژمن وي، تشویقوي، دنده ورته سپاري او نور وګړي دې ته هڅوي چې د هغو په څېر شي. که د رسنیو په هکله بحث کوو، نو دا لیکنه به پوره کتاب شي، ځکه خو راځو خپل د مطلب ټکي ته او هغه دا چې څرنګه غربي رسنۍ او په اسلامي هېوادونو کې فعال غرب پلوه مطبوعاتیان هڅه کوي چې د صلیبي جګړې پله درنه، اسلام، اسلامي مراکز، اسلامي فکر او جهاد بدنام کړي همدې ټکي ته په پام سره اسلامپالو لیکوالانو او فعالانو ته هم اړینه ده چې د رسنیو په استعمال او ارزښت ځان پوه کړي او څومره چې کولای شي په دغه رواني یا رسنیزه جګړه کې دی د غرب د فکري او رواني جګړې د اغیزو مخه ډب کړي، په رښتوني بڼه د اسلام حقیقت تر خلکو ورسوي، د جهاد د حقیقت په هکله مستند معلومات نشر کړي او د غرب د پټو اهدافو او مقاصدو په هکله دی په اسلامي ټولنو کې د عامه پوهاوي چاره پلي کړي. هیڅ یو د اسلامي فکر او احساس درلودونکې باید د مطبوعاتو یا رسنیو له اثر او اغیز څخه ناخبره نه وي، غرب چې څومره په نظامي ډګر کې ماتې خوري، یا په مخامخ وسله والو نښتو کې څومره تلفات ګوري، د هغو لسمه برخه معلومات هم نشر ته نه سپاري، مثلاً دلته په افغانستان کې تاسو دا حقیقت کتلې او اوریدلې شئ چې کله د امریکایانو لس عسکر ووژل شي، شېبه وروسته په رسنیو کې داسې راپور راځي چې په دغه پېښه کې یو امریکایي عسکر سرسري ټپي دی او لس تنه مخالف وسله وال په متقابلو ډزو کې وژل شوي دي، د دا ډول درواغجنو تبلیغاتو زوروره څپه ۲۰۰۱م کال د یوولسم سپتمبر له پېښې وروسته پیل شوه، همغه وخت بي بي سي او امریکا غږ راډیوګانو داسې تبلیغات کول چې امریکا سره دومره پرمختللې ټیکنالوژي ده چې هیڅوک او بالخصوص طالبان خو یې بیخي مقابله نه شي کولې، دغو تبلیغاتو رښتیا هم په افغان ولس کې ویره خپره کړی وه، مګر کله چې امریکایان راغلل او خلکو ولیدل چې د مجاهدینو په لاس جوړ شوی کورنې بم چې دوی یې “زیړه بوشکه” بولي او یواځې ۳۰ یا ۴۰$ ډالر مصرف پرې راځي، د امریکایي ځواکونو پرمختللي زغروال او د میلیونونو ډالرو قیمت درلودونکي ټانګونه دړي وړي کړل، نو وروسته خلکو ته د رسنیو درواغ بربنډ شول او ورته معلومه شوه چې “اسمان څومره غوریږي هومره نه وریږي”. اوس هم غرب د تبلیغاتي جګړې ارزښت ته په کتو په رسنیو هر کال میلیاردونه ډالره مصرفوي، د دې خبرې ښه دلیل دادی چې کوم خلک په پښتو ژبه د هېواد په داخل یا خارج کې د ټولنیزو رسنیو له لیارې د امریکا او ډیموکراسۍ پر ګټه نشرات کوي، هغه که سریالونه، ساز او سرود وي، یا که تبلیغاتي پوسټونه او ویډیو ګانې، دغو کسانو ته د امریکایي او اروپایي مؤسسو لخوا د میاشتې له ۵۰ تر ۱۰۰$ ډالرو معاش ورکول کېږي، ځینو ته خو آن تر ۱۰۰۰$ ډالرو هم زیات معاش حواله دی، همدا رسنۍ او فعالان بیا په ډېر اخلاص د امریکایانو ګټو ته کار کوي. د دغو حقایقو له درک وروسته لوستونکي شاید پوهېدلي وي چې، که رسنۍ ولسونه ویده ساتلې او په ډار کې اچولې شي، همدا رسنۍ که په سم ډول استعمال شي، د ولسونو په بیدارۍ او پرمختګ کې مهم نقش رول لوبوي او دا چې نن ورځ اسلامي امت تر هر څه زیات ویښتابه، اتحاد او حرکت ته ضرورت لري، دا نو د هر حقیقي مسلمان دنده او مسؤلیت جوړیږي چې تر خپله وسه د دغه مؤثرې وسیلې له لیاری مبارزه وکړي او په اړینو موضوعاتو نشرات وکړي، که موږ په اخلاص دغه ډګر ته را ووځو او مبارزې ته زور ورکړو، حتماً به د غرب سره د نظامي هغې نه وروسته په رسنیز ډګر کې هم لویې لاسته راوړنې ولرو. ان شاءالله
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې