Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
ټرمپ سوریه دعراق په برخلیک اخته کوي
'''
دمبصرپه قلم په ۱۹۸۲م کال کې امریکا د عراق د جمهوررئیس صدام حسین پرخلاف کردان راوپارول چې کردان په عراق کې کابودرې میلونه نفوس لرې کردانو د امریکا په لمسه د خپلواک کردستان لپاره د صدام پرخلاف مبارزه پیل کړه اوصدام ته ېې س رخوګی جوړکړ ترڅه وخته کردان د صدام پر خلاف وجنګیدل خو هغه وخت د صدام حکومت ډیر غښتلی و په امریکا کې د وخت جمهور رئیس رونالد ریګن صدام صدام ته دکردانو د ځپلولپاره کیمیاوي مواد ورکړل اوپه همغه کال صدام په حلبچه ښار کیمیاوي مواد استعمال کړل چې د ښځواوماشومانوپه ګډون ېې پنځه زره کردان دکمییاوي موادو په استعمال ووژل. په دویم ځل ېې د ترکې د حکومت په څیر چې د ګولن لخواېې کود تا رهبري کوله د صدام پرخلاف ېې پوځي کودا پیل کړه خود صدام حکومت ېې ړنګ نه کړ صدام دخپلوزوم په شمول د کودتا ګرو ۷۲ تنه مشران اعدام کړل چې بالاخره امریکا صدام په کیمیاوي موادو دکردانوپه وژلوتورن اوپرعراق ېې دکویت په پلمه پوځي وکړ امریکا صدام دپنځه زره کردانو او ۷۲ کودتا ګرمشرانو د وژلو په تور اعدام کړ. له ۲۰۱۱ میلادی کال راپدیخوا امریکا په سوریه کې د بشارالا سد د حکومت پرخلاف شپږ وسله وال ګوندونه منظم کړل په ۲۰۱۴م کال کې ېې داعش هم ورته راپورته کړ خوچې د حلب ښارد اسد پلوو ځواکونو له داعشه بیرته ونیو امریکا د اسد حکومت تیره سه شنبه تورن کړ چې په سوریه کې ېې پر ولسې وګړو کیمیاوي مواد استعمال کړیدي اوپرخلاف ېې په ادلیب هوايي اډه پنځوس توغندې وتوغول. ټرمپ غواړي سوریه د عراق په برخلیک اخته کړي داسد سره هم هغه عمل وکړي کوم چې ېې امریکا د صدام سره وکړ او د ځان لپاره د ټولو بین المللي نورومونو خلاف پرسوریه د تیري جواز پیداکړي، امکان لري ترهغې داسد پر هوایي او ځمکنیوپوځي مرکزوو توغوندي وولي څو داسد حکومت ړنګ کړي. امریکا په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ پرخلاف ترهګري پېل کړیده په افغانستان کې ېې د امن را وستلو په نامه شپاړس کاله جګړه وکړه او لا روانه ده په عراق کې ېې کورنه یا کلي نه بلکې ښارونه او ولایتونه ېې د جګړې په اورکې وسوزول امریکا په نظرکې لري چې په افغانستان کې د سورېې اوعراق حالات او سوریه د عراق په برخلیک اخته کړي. روسې او ایران د اسد پرخلاف د امریکا توغوندويي برید غندلی اودا عمل ېې د تروریزم دله منځه وړلو پرخلاف ناسم بللی، روسېې پرسوریه د امریکا د توغوندوېې برید په غبرګون کې ویلي چې د امریکا داعمل په نړۍ کې د تروریزم سره مبارزه نوره هم پیچلې کوي. دا ټوله نړۍ مني چې امریکا د سورېې پرخلپواک هیواد برید وکړ خو د ایران او روسېې په څیرېې ښکاره غبرګون ېې نه دی ښوولې که یوشمیر هېوادونو لکه سعودي عربستان، ترکیه، بریتانیا، فرانسه، ایټالیا او اسرائیلوپرسوریه دامریکا د برید ملاتړکړې دي خوهغه اسلامي هیوادونوچې دامریکا د برید ملاتړېې کړې اویا ېې کوي هغوۍ دې هم په دې پوهه شی چې برخلیک به ېې د عراق، افغانستان اوسورېې په څیروي.
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې