Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
ټرمپ ولې اسد ونه ویشت
ژباړن: فضل باري مشفق
یو امریکايي چارواکي په ډاګه کړه، چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سوریې د برید ارزولو ناسته کې، د سوریې د ولسمشر بشارالاسد په ماڼۍ برید هم پلان کړی و او په همدې تړاو یې له امریکايي چارواکو سره خبرې کړې وې. د امریکې د ملي امنیت سلاکار هربرټ ماکماسټر ویلي: ټرمپ په سوریې له برید وړاندې د امریکې د ملي امنیت شورا له غړو او څوو جنرالانو سره په کتنه کې، په درېیو مواردو بحث کړی و. مهم بحث يې له واکه د اسد لیرې کول و چې ټرمپ د دغو طرحو له منځه یوه ټاکې وه؛ (اجازه راکړئ چې د راکېټ له توغولو یې پیل کړو). یو بل امریکايي چارواکي بیا د سوریې په الشعیرات هوايي هډې برید ته په اشارې ویلي: د امریکې ادارې فوق العاده طرحې جوړې کړي؛ څو ددې برید په تړاو د بشارالاسد د غبرګون په صورت کې، هغه ټولې اجراء کړي. یو بل جګپوړي امریکايي چارواکي بیا ویلي، چې ځینې نورو امریکايي چارواکو د سې شنبې له غرمې وروسته له ټرمپ سره کتلي او بېلا بېلې طرحې يې لکه د بندیزونو لګول، سیاسي فشارونه او توغندیز بریدونه وړاندې کړې وې. د چارواکو په وینا، د بشارالاسد په ماڼۍ د برید طرحه ( د سر غوڅول ) له مهمو او جدي طرحو وه؛ خو ټرمپ په دې تړاو بېلا بېلې پوښتنې لرې او ویلي یې: غواړي په دې اړه ډېر فکرو کړي. خو په پای کې بیا په سوریې د برید طرحه ټرمپ لاسلیک کړه او که چېرې روسیه بیا غبرګون وښایي؛ ښایې د اسد ماڼۍ وولي.
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې