Tuesday, 25 April, 2017
 
 
  • د ملي دفاع سرپرست وزير او لوى درستيز وټاکل شول
  • په خوست کې طالبانو بريد کړى
  • په اچين کې ٣٧ داعش وسله وال وژل شوي
  • د امريکا ددفاع وزير ناڅاپي کابل ته راغلى دى
  • د دفاع وزير او لوى درستيز استعفاوې کړه
  • ميا افتخار حسين :فغانستان او پاکستان سوله يوله بله سره تړلې ده
مديريت بايد له طالبانو زده شي
امين وردګ
راځئ چې حق او حقيقت ووايو ! زه چې هره ورځ له کوره وزم نو ارو مرو مې د طالبانو په يوه کړنه سترګې لګيږي او يا مې تر غوږونو را رسيږي ؛ يا خو حد اقل د دوى په اداره او نظم کې فکر کوم . طالبان اوس داسې حساسو پړاونو ته ننوتلي دي ؛ چې د نړۍ هېڅ خپلواکي غوښتونکى ټولى نه دى ننوتى ؛ ځکه چې له يوې خوا يې نږدې له ټولې نړۍ سره په داسې اکر (حالت) کې جګړه ده ؛ چې د دوى لاسونو نسبتاً هغوى ته تش دي. له بلې خوا د نړۍ په هېڅ ګوټ کې هم د انتظام او مديريت د پاره رسمي او علني مراکز نه لري. طالبان (پرته له دافع هوا) له هوايي ځواکونو سره ډغرې وهي. طالبان هېڅ داسې مرکز نه لري ؛ چې اغزن تار ترې تاو وي. طالبانو د عامو خلکو زړونه ګټلي دي. د حکومت ډېره پانګه د جاسوسۍ په شبکه لګيږي ؛ مګر باالعکس ! د طالبانو استخباراتي کارکوونکي پرته له معاشونو او نورو امتيازونو څخه دوى ته خدمت کوي. د طالبانو سم په نيمايي ملګري په ښارونو او لويو لارو کې آزاد ګرځي. امنيتي لګښتونه يې دومره محدود دي ؛ چې د سړي خندا ورته راشي ؛ ځکه چې د يوه کلي پر سر يو کس کافي دى ؛ هغه هم له يوې مخابرې او يوه موټرسايکل سره. هغه د ملکي کميسيون مشر يې له يوې بدلې توپانچې سره (پرته له نورو ساتونکو) د زرګونو کورونو کړکېچن موضعات حلولاى شي. وړوکي مشران خو يې پر ځاى پرېږدئ ؛ آن واليان يې هم د ولايتونو په ټولو ولسواليو کې يوازې او يا هم له ((يوه ملګري)) سره په يوه موټرسيکل او يا يوه موټر کې ګرځي راګرځي. تر ټولو جالبه يې لا دا ده ؛ چې که د طالبانو کوم مسئول د داسې يوه شخص په نوم د جلب ورقه وليکي ؛ چې هغه د ښار په مينځ کې استوږنه ولري ؛ نو ارو مرو به را حاضريږي او يا به په کوم روحي تکليف اخته کيږي. زموږ يو ملګرى دى ؛ هغه د سيدآباد د ولسوالۍ په څنګ کې دوکان لري ؛ هغه ويل : وايي عسکر ماته راغى او يو شى يې پکار وو ؛ مال ولې له هغه فلاني سره شته کنه ؛ وايي ټول دوکانونه بند دي ؛ مال ولې ؟ وايي ولې ته نه يې خبر ؟ مال نه ؛ وايي طالبانو ټول دوکانداران جلب کړي دي ، که ته هم ورنشې سر د غوڅوي ګوره ! واى ما ورته وخندل ؛ چې زه هم دا دى دوکان تړم او ورځم. نه يوازې دا چې طالبان په امنيت او ښه اداره کې پياوړي دي ؛ بلکې په دپلوماسۍ کې هم داسې تعجب کارونو کوي ؛ چې د نړۍ ديپلوماتان ورته هکپک دي. په٢٠٠١١ م کال کې طالبان هغه ډله بلل کېدله ؛ چې بايد نوم او نښان يې ورک شوي واى ؛ مګر نن بيا نړۍ ورته په يوه سوپر طاقت قائله ده : ځکه چې نړيوال سوپر طاقتونه يې صفر ته را ښکته کړل. ملکي کميسيون يې هر قسم حقوقي دعوې په يوه اونۍ کې بايد حل کړي ؛ که چيرې مسئله جزائي وي ؛ نو نظامي کميسيون ته راجع کيږي ؛ چې بايد حل يې تر دوو ورځو وانوړي. همدارنګه د دوى نظامي تشکيلات هم څه عجب دي ! په لسګونو واليان خو څه چې آن ټول واليان هم په يوه ورځ کې تبديلولاى شي. داسې يو اداري سستم يې رغوولى ؛ چې عمومي امير يې هم سرکشي نه شي کولاى او نه د امير په له لاسه ورکولو کې د دوى تر مينځ نفاق راځي. هر نوى زعيم چې وټاکي ؛ له اختلاف او انتقاد پرته د ټولو مشرانو او کشرانو د سترګو تور شي ؛ په همغه ورځ هم نظامي کارونه ښه ګړندي روان وي : په کومه ورځ چې د دوى عمومي امير شهيد شوى وي. د نړۍ په تاريخ کې داسې نه ده پېښه شوې ؛ چې په مياشتو مياشتو هم د عمومي امير په مرګ څوک نه وي خبر شوي ؛ هغه هم په داسې حال کې ؛ چې جګړه له ټولې نړۍ سره روانه وي. کله چې په افغانستان کې واګې د اسلامي امارت په واک کې وې ؛ نو د افغانستان ټولې سرحدي پولې يې (د ډيورنډ په ګډون) داسې وساتلې : چې لس متره هم چا غصب ته زړه ښه نه کړ. داسې مکتوب چې فقط يو کږه وږه د امير امضا وي پرې ؛ په ټول قلمرو کې يې څوک د سرغړونې جرئت نه لري. که هر څومره سرکشه انسان وي ؛ يوازې په يوه ساده جلب د دوى د غوښتنې ځاى ته حاضريږي. نظامي کسان يې هم پر چا تعرض ته زړه نه شي ښه کولاى. هو ! ځينې ملګري يې د فساد د پاره هم کار کوي تر څو دغه پياوړى نظام خچن کړي ؛ چې ممکن دا کومه پروژه وي ! مګر ناکام ناکام شي او يا سخت وشرميږي. زما عقيده دا ده : چې په دغه لښکر کې د آسمان خلک خامخا شته.
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې