Tuesday, 25 April, 2017
 
 
  • د ملي دفاع سرپرست وزير او لوى درستيز وټاکل شول
  • په خوست کې طالبانو بريد کړى
  • په اچين کې ٣٧ داعش وسله وال وژل شوي
  • د امريکا ددفاع وزير ناڅاپي کابل ته راغلى دى
  • د دفاع وزير او لوى درستيز استعفاوې کړه
  • ميا افتخار حسين :فغانستان او پاکستان سوله يوله بله سره تړلې ده
نوروز د مجوسيانو اختر دئ او لمانځل ئې حرام دي ـ
محمد الله روان
يادونه:نوروز لمانځوونکي ملګري دې دا ليکنه په غور او دقت سره ولولي او بيا دې قضاوت وکړي د نوروز مبارکي او د نوروز په مناسبت خوراکونه ، هفت ميوې ، لباسونه، ډالۍګانې ، رخصتي کول خپل ورځني کارونه ځنډول او ميلو ته تلل حرام دي. ځکه دا د مجوسيانو سره مشابهت دئ او نوروز د مجوسانو اختر دئ په دې تفصيلي بحث ابن تيمية رحمه الله په اقتضاء الصراط المستقيم اول جلد او ٢٢٧-٢٢٦- ٢٤٩ ٢٦٩) صفحو کي ليکلي دي، د قران او سنت او د علماوو د اقوالو له مخې د نوروز لمانځلو حرام والي دلايل : ١:- الله (ج) فرمايلي :ولاتکونو کاالذين نسوا الله فانسهم انفسهم اوليئک هم الفاسقون سورة حشر(١٩ اية ) ترجمه:او تاسو مه کيږى په شان دهغو کسانو چي الله (جل جلاله) ئې هير کړى دئ نو الله(جل جلاله) د دوى څخه ځانونه هير کړي دي او دا کسان پوره نافرمانه دي . (يهودو نصاراو او مجوسیانو الله (ج) هير کړيدي). ٢:- الله(جل جلاله) فرمايي : والذين لا يشهدون الذور سورة الفرقان ٧٢ اية .تفسير ابن کثير ٣ جلد ٤٥٢،تفسېر قرطبى ١٣جز٦٢ص،مجموع الفتاوي٢٥جز١٤٧ صفحه کي دابن عباس ، مجاهد ربيع بن انس،ضحاک(رضى الله عنه) مفسرينو څخه نقل کړي دي چي معنى د دې ايت داده مومنان دې د مشرکانو اخترونو او ميلو ته نه حاضريږي او په هغې کي دې برخه نه اخلي . ٣:- قال رسول الله (ص) من تشبه بقوم فهومنهم.ابو داؤد کتاپ الباس ٤٠٣١ نمبر حديث ترجمه: چا چي مشابهت وکړ د يوقوم سره نو هغه د هغوى څخه دى، ابن تيمية(رح) اقتضاء الصراط المستقيم ١-٢٣١ ص او فتاوي الجنة ادائمة ٣-٤٢٩ کي ليکلې چي مشابهت په عباداتو ، عاداتو او اخترونو کي هم راځي نو ځکه د نوروز جشن لمانځل د مجوسيانو سره شباهت دئ . ٤:- ابو داؤد حديث نمبر ١١٣٤ نسائي ١٥٥٦ ، مشکاة امصابيح باب العيدين کي حديث ذکر کړى دئ چي د جاهليت د زمانې څخه خلکو د نوروز او مهرجان په ورځ لوبې کولې نو رسول الله(صلى الله عليه وسلم) ورته وفرمائيل: چي الله(جل جلاله) د دې دوو ورځو په مقابل کي تاسوته د کوچني او لوى اختر ورځې درکړي دي مرقات شرح المشکوة ٣ ج ٤٩٠ ص کي همداسې ليکلي او وايي چي انبياوو د دغه جاهلانو حکماوو دغه لمانځنه با طله کړيده. ٥:- بيهقي په سنن الکبري ١٤ج ١١٣ص ١٩٣٧٤ نمبر کي ليکلي دي چي عمر فاروق(رضى الله عنه)وايي: د مشرکانو عبادت خانو ته د اخترونو په ورځ مه ورځئ ځکه په دوى د الله(جل جلاله )غضب نازليږى دا د ورتلو حال دئ، د لمانځوونکى حال به څه وي؟ ٦:- بيهقي په سنن الکبري ١٤ج ١١٣ او ٣٧٥ص ١٩٣٧٥ نمبر روايت کړى دئ چي عمر فاروق(رضى الله عنه) ووئيل : د الله(جل جلاله ) د دښمنانو څخه ځان وساتئ د دوى په اخترونو او ميلو کي ګډون مه کوئ . . ٧:- په سنن الکبري کي ١٤ج ١١٣ص او ٧٦-١٩٣٧٧ نمبر روايت کړى دئ چي هر هغه شخص چي ژوند ئې غوره کړى وو د مشرکانو په وطن کي او د دوى نوروز او مهرجان لمانځي او له دوى سره مشابهت کوي او په همدغه ژوند کي مړ شو نو د قيامت په ورځ به د مشرکانو سره پورته شي . ٨:- بيهقي په سنن الکبري ١٤جلد ١١٤ص او ١٩٣٧٨نمبر کي علي(رضى الله عنه) څخه روايت کړى دئ چي هغه ته د نوروز په ورځ ډالى وړاندې شوه نو هغه منعه کړه او داسې ئې وويل: خپل کارونه او اسلامي عادات جاري ساتئ هره ورځ نوروز دئ د دې حديث راوي ابو اسامه فرمايي على(رضى الله عنه)د نوروز نوم هم بد وګڼلو چي دا نوم نوى ايجاد شوى دئ بيهقي وايې چي د کراهت وجه ئې داده چي دا ورځ شريعت نه ده خاص کړې او دوى ئې د ځان څخه خاصوي . ٩:- شيخ الاسلام ابن تيمية (رضى الله عنه)په مجموع الفتاوي٢٥جز ١٤٧ص کي د عمر(رضى الله عنه) او عبدالله بن عمرو(رضى الله عنه) د رواياتو د ذکر کولو څخه وروسته ليکلي دي چي: څوک نوروزي اعمال ترسره کوي نو د الله(جل جلاله ) عذاب په ځان وړاندې کوي او بيا ئې د مجموع الفتاوي ٢٥جز١٤٩ص کي ليکلي دي چي د دغې ورځې په مناسب چې کومې ذبحې او حلالي کيږي ناجايز او حرامې دي او په ما اهل به لغير الله او ماذبح علي النصب حرمه) کي داخلي دي نو پدې ورځ غسل،ميلې،د ماشومانو د لوبو اسباب جوړول او د هغه شيانو خرڅول او اخيستل د نوروز په ميلو کي استعماليږي ناروا دي بلکې بعضې علماء ئې کفر ګڼي ځکه په دې کي د کفر د شعايرو تعظيم او احترام دئ . ١٠:- ملاعلي قاري په مرقات شرح مشکوة ١٤ج ٤٩١ص کي وايي چي ابو حفص الکبير الحنفى وايې که چا د نوروز په ورځ يوه هگۍ هم مشرک ته ډالۍ کړه نو دا شخص د الله(جل جلاله ) په نزد کافر شو او ټول اعمال ئې برباد شول او حسن بن منصور وايي که چا د دې ورځې تعظيم په خاطر څه واخيستل نو کافر دئ او که مقصد ئې د رزق پراخې وي نو بيا هم مکروه او حرام دي ،ځکه د کافرو سره مشابهت دئ، شيعه گان نوروز د دې لپاره هم لمانځي چي په دې ورځ عثمان(رضى الله عنه) شهيد شوي دئ او على(رضى الله عنه) ته خلافت په لاس ورغلى دئ. په مرقات شرح مشکوة کي ليکلي دي چي د نوروز په بعضې لمانځوونکو باندې د هغوى ښځې زورورې شي او ورته وايي چي ما ته به هم نن دغسې ميلې جوړوي لکه دا نور خلک او کافران ئې چي جوړوي نو دا د هغې خبره ومني . علماء کرامو ته عرض دئ چي عوام خلک د لاس يا بيان په واسطه د دغه منکراتو څخه منع کړي .
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې