Friday, 26 May, 2017
 
 
  • د سردار محمد داوود خان روغتون دبريد پرتور ځيني پوځيان محاکمه شول
  • دهېلمند په واشير ولسوالۍ کې بريد شوى
  • ملگروملتونو ښکيلې خواووې اوربند ته راوبللې
  • پاکستان ناقانونه افغانان قانوني کوي
  • په کوټې کې ٢ چينايان تښتول شوى
  • د بشري حقونو سازمان وايي یمن کي امریکایانو ولسي وګړي وژلي
د نوروز په اړه يو وضاحت
زبيرافغان
زما د مشاهدې له مخې د نوروز په اړه زموږ خلګ پر درو ډلو ويشلي دي. يوه ډله د نوروز لمانځل مطلق حرام ګڼي او ځيني يې يو ګام وړاندي ږدي او په دې ورځ ډالۍ ور کول، منل او تشویق يې کفر بولي. بله ډله يې لمانځل روا بولي او په دې ورځ کېدونکي ناسم اعمال بد ګڼي مګر د نوروز حرمت ته دا بیل اعمال نه بانه کوي. د عوامو يوه لویه ډله بیا د دواړو ډلو ترمنځ د شک پر میدان هکه پکه ولاړه ده. که د هري ډلي له ژبورو سره مخ شي نو د هغي ډلي/کس دريځ د نيمي ورځي لپاره ور سره مني او د ورځي په اخیر کي بیا پر نوی دريځ ليدله کېږي. په دې لیکنه کي به د لومړۍ ډلې هغه دلایل راوړم چي له هغو په استناد دوئ هڅه کوي د نوروز لمانځل خلګو ته د شريعت له مخې حرام ثابت کړي. په دې میدان کي يو روايت چي ډېر لاس پر لاس کېږي او د نورو موضوعاتو په اړه هم له هغه څخه استناد کېږي؛ دا دی. من تشبه بقوم فهو منهم. (ابوداؤد: ۳۴۰۱) که څوک يو قوم سره تشبیه غوره کړي، نو دی هم د هغه قوم حکم لري. دا حدیث په اصحابو کي يوازي عبد الله بن عمر رض روايت کړی. د محدثينو د دې اصل له مخې چي د عمومي پيښي په اړه بايد روايت يوازي يو صحابي ونه کړي، نو دلته هم پوښتنه کېږي چي د داسي عمومي قانون په اړه يوازي ابن عمر ولي دا روايت اورېدلی او په اصحابو کي بل چا دا قانون نه دی نقل کړی؟ که څه هم حذیفه ته هم يو روايت منسوب دی مګر د هغه سند دومره ضعيف دی چي ګواکي روايت بیخي نه شته. دويم دا چي د دې روايت سند تر ابن عمره هم کره نه دی. محدث صنعاني په سبل السلام(۴/ ۲۶۷) کي وايي: د دې روايت په سند کي ضعف دی او شواهد يې هم ټول ضعيف دي. دارنګه امام عجلوني په کشف الخفاء (۲/ ۳۱۴) کي وايي: په سند کي يې کمزوري ده. امام زرقاني پسي وايي: د شاهد په مټ د حسن درجه لري. یاني حسن لغیره دی. (مختصر المقاصد: ۱۰۱۲) د همدې درجې په رواياتو هيڅ ځای دلیل نه نیول کېږي البته د بل صحيح روايت په څنګ کي راوړل کېدای شي. مګر دلته د حرمت په اړه ترې استدلال کېږي چي په هيڅ توګه د منلو نه دی. امام هیثمي وايي چي په يوه بله کمزورې طریقه دا روايت له حذیفه بن یمان رض څخه هم شوی مګر د علي بن غراب په نوم راوي کمزوری دی.(مجمع الزوائد: ۱۰/ ۲۷۴) زرکشي يې په اړه وايي: سند يې کمزوری دی. (اللآلي المنثورة: ۱۰۱) وتلی مشهور حنفي مذهبه محدث امام زیلعي وايي: فیه ابن ثوبان ضعيف. ابن ثوبان راوي کمزوری دی. (نصب الرایه: ۴/ ۳۴۷) همدا شان دوو وروستيو پوهانو حسان عبد المنان او شعيب الارنووط هم د دې روايت سندونه کمزوري ګڼلي. درېيم دا چي که دا يو عام قانون وبولو نو بیا زموږ په هر شي کي له نورو سره مشابهت راځي. په تګ، جامو، خوراک، څښاک، پر کټ ناسته او داسي بیخي ډېر شیان. همدې ته په کتو ځينو کسانو هڅه کړې چي مشابهت دوه ډوله کړي. يو يې حرام او بل يې مباح بللی. مباح يې هغه څه بللي چي له ورځني ژوند سره تړلي وي. لکه همدا یاد شیان او حرام يې هغه ګڼلي چي په دين او شريعت کي مشابهت وي. د دې روايت په اړه که تر دوو اولو ټکو را تېر سو، بیا هم د نوروز په اړه د حرمت استناد نه شي ځني کېدای. ځکه نوروز له فرهنګ سره اړه لري چي شريعت يې په اړه د حرمت فیصله نه کوي. یاني نوروز دين نه دی، بلکي له پخوا څخه را پاته کلتوري خوشالي ده چي شريعت يې په اړه ساکت دی او د هر ساکت شي په اړه د مباح پريکړه د ټولو اصولينو متفقه فیصله ده. په دويم قدم کي د مسند احمد او ابوداؤد هغه روايت وړاندي کېږي چي انس وايي رسول الله د مدينې له خلګو د هغو دوو ورځو په اړه پوښتنه وکړه چي دوئ په کي خوشالۍ کولې. (ما هذان الیومان؟) دوئ ورته وویل چي زموږ د جاهلیت د وخت هغه ورځې دي چي موږ په کي خوشالي کوله. رسول الله ورته وویل: ان الله قد ابدلکم بهما خیرا منهما: يوم الاضحی ويوم الفطر. یاني الله هغه دوې ورځي په غوره دوو در بدلې کړي چي لوی او کوچنی اخترونه دي. که د روايت دې متن ته ځير شو نو د نورزو یا بلي خوشالۍ حرمت په کوم ځای کي دی؟ دلته ویل شوي چي هغه د خوشالۍ ورځې تر دې ځکه ښې دي چي يو خو خوشالي په کي شته او بل د الله له لوري ټاکل شوې دي چي عبادت هم په کي شته. له دې متن څخه دا ثابتول چي د نورو لمانځل نور حرام دي، بیخي بې انصافي ده. يو به عبادت او رواج نه سره ګډوو او بل به د غوره او ناغوره له تورو د حرمت او نارواوالي مفهوم نه اخلو. که دې ټکو ته متوجې شو نو بیا په دې حدیث کي هيڅ د حرمت مفهوم نه شته او د نوروز په اړه يې راوړل لویه بې انصافي ده. يو مهم ټکی دا هم دی چي که له اخترونو پرته د خوشالۍ نوري ورځې د شرعي حکم پر اساس ونه لمانځلي شي، نو د ټولي اسلامي نړۍ په کچه چي د خپلواکۍ کومې ورځې لمانځل کېږي، ایا هغه هم له نامسلمانو سره د تشابه له کبله ناروا دي؟ په داسي حال کي چي دا دود هم موږ له نورو اخیستی او د اسلام په پیل کي یې هیڅ راز شواهد نه سته؟ ان دغه ډول ورځ د ملایانو او طالبانو په واکمنۍ کي هم لمانځل کېده، خو د هغه ګډ علت پر بنا یې هیچا مخالفت ونه کړ چي د ازادۍ د ورځې او نوروز تر منځ موجود دی او په مصر کي اوس هم د (شم النسیم) په نوم د خوشالۍ يوه ورځ شته چي د الازهر د مفتیانو په شمول ډېری نورو علماؤ هم اجازه ور کړېده. که د ازادۍ د ورځي جشن روا وي، نو نوروز څه ګنا کړېده؟ که هدف دلته د عربي او ایراني کلتورنو ټکر وي، نو چي عربي کلتور ته د پاتېدا او لمانځنې اجازه شته(لکه: لنګوټه، اوږده کالي، پر سرونو يو ډول دسملونه اچول او)، ایراني یا زموږ خپل رواج ته د بقا اجازه ولي نه ور کوو؟ د استاد محمد محق له قوله چي د ملګرو ملتونو په يو را پور کي د هغو کسانو شمېر درې سوه میلونه ښودل سوی چي نوروز لمانځي.. دا په داسي حال کي چي دا ټول کسان له يوه دين یا مفکورې سره تړاو نه لري. له دې ښه ثابتېږي چي نوروز له دين یا شريعتونو سره تړلی عمل نه دی او دا د ډېری خلګو لپاره نن هم او په تېر کي هم د کال لومړۍ ورځ وه او په دې سره د کال يو نوی فصل پيلېږي. نو انسانانو دا دخپلي خوښۍ ورځ نومولې. دا يو ګډ فرهنګ دی چي له اديانو سره يې هيڅ سر و کار نه شته او نه هم اديان د دې ډول میلو د حرمت ټاپې له ځان سره لري. له دې امله نو علي کرم الله وجهه ته د نوروز په ورځ راغلې تحفې هغه منلې دي. ابن تیميه وايي: واما قبول الهدية منهم یوم عیدهم فقد قدمنا عن علي بن ابي طالب رضی الله عنه أتي بهدية النیروز فقبلها. یاني د دوئ د اختر په ورځ يې ډالۍ منل کېدای شي، ځکه علي رض ته يې ډالۍ راوړې او هغه ترې منلې. له عائشې څخه هم په مصنف ابن ابي شیبه کي روايت دی چي د ډالۍ منلو توصیه يې کړې. ابو برزة هم روايت شته چي د مجوسیانو د اختر په ورځ يې ډالۍ ترې منلې. د حراموالي لپاره يو بل مهم ټکی هغه ناسم اعمال دي چي په دې ورځ تر سره کېږي. خو د دې ناسمو کړنو له امله يو بیل شی له څه دلیل پرته نه شو حرامولای. دا منو چي پر زیارتونو شرکي اعمال د منلو نه دي، مګر دا هم بايد ومنو چي د دې اعمالو یوازینی سبب نوروز نه دی، ځکه اخترونو کي هم خلګ قبرونو ته ځي، هلته زارۍ کوي او ميخونه لرګيو کي ټکوهي او غوښتنې ترې کوي. نو ايا له دې وجي به سبا د اختر د نه لمانځلو فتوا ور کوو؟ په اختر کي هم خلګ مصارف کوي، میلو ته ځي، کارونه ټول رخصت وي او په دې خوښي کي د افراط تر حده خوښياني کېږي چي له دې امله تر ننه هم چا د اختر لمانځل ناروا نه دي بللي. د قران کریم او نبوي احادیثو لارښوونه دا ده چي که په کوم څه نه پوهیږئ او یا پکي شکمن یاست، هغه مه کوئ. له دې را ته ثابتېږي چي په ډېرو ضعيفو، واهي، کمزورو او هغو رواياتو چي مفهوم يې د خپل چوکاټ لپاره بدل کړل شي باوري شیان نه شي حرامېدای. قران هم امر کوي چي له علم پرته په څه مه پسې کېږئ او حدیث هم وايي چي باوري ومنه او شکمن ایله کړه. نو دې اصولو ته په کتو ویلای شم چي د نوروز حرمت د شرعي نصوصو غوښتنه نه ده. زما په ګومان دا يوه کلتوري مسله ده چي ځيني ملتونه د نورو ملتونو کلتور د پراخېدا په حال کي نه شي لیدلای. له دې امله نو د هغه د ور کولو لپاره له ټولو ور سره وسیلو په ګټې اخیستنې هڅه کوي چي دا رواج ورک کړي. د ډېر افسوس ځای دا دی چي ګڼ شمېر حکومتونه او ملتونه ديني متون خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره کاروي. له نوروز سره هم دا ډېر وخت همدا معامله روانه ده چي کله يې د هغه عالم په خوله ناروا کوي او کله د دغه. د نوروز په شمول موږ نوري خوښۍ هم لرو چي ديني یا شرعي جنبه نه لري، البته لمانځل يې له شريعت سره ټکر هم نه دی. بلکي خوښي په اسلامي شريعت کي ډېره مطلوبه ده. په يوه نبوي حدیث کي دي: ما رأيت احدا اکثر تبسما من رسول الله. (الترمذي) تر رسول الله ډېر حندېونکی کس مي بل هيڅ نه دی ليدلی. جریر بن عبد الله هم وايي: ما حجبني رسول الله منذ اسلمتُ ولا رأني الا تبسم في وجهي. (مسلم) کله چي زه مسلمان شوی يم نو رسول الله له ما ځان نه دی ګوښه کړی او هر وخت يې زما تر مخ تبسم کاوه. ابو ذر هم وايي: تبسمک في وجه اخیک لک صدقة. (ترمذي) یاني رسول الله وايي: د خپل ورور په مخکي خندا دي هم صدقه ده. له دې ټولو رواياتو ښکاري چي خندا، خوشالي او خوښۍ په اسلامي شريعت کي مطلوب دي. انسانانو ته خوشالي ور کول ډېره اساسي مسله ده چي شريعتونو هيڅکله هم د خدای او رسول په نوم له انسانانو د خوښۍ وړلو هڅه نه ده کړې. ۲۰۱۷/ ۳/ ۱۲
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې