Monday, 24 April, 2017
 
 
  • طالبان: دکابل ادارې سرتيرو د کندز په ځينو سيمو کې کيمياوي موادو لاسي بمونه غورځولي دي
  • ډاکټر اشرف غني مزارشريف ته تللى
  • د ولسي جرگې د ځينو غړو امتيازات وځنډول شول
  • طالبانو پر شاهين ٢٠٩ قول اردو بريد دخپلو ٢ واليانوغچ اخيستل ښودلي دي
  • د مزارشريف د طالبانو په بريد کې ٥٠ تنه وژل شوي دي
  • طالبانو د بلخ ٢٠٩ قول اردو په قوماندانۍ بريد کړى
راځئ چې سره یو شو
ابویاسر افغان
دا کینې او تربګنۍ به شاته کړو او د خپل تېر برم، تمدن، سلطنت، حاکمیت او عظمت د تر لاسه کولو لپاره به یو بل ته د اتحاد او ورورولۍ لاسونه ورکړو؛ دا خپل منځي شخصي اختلافونه او عقدې نورې پریږدو، خپل منزل به معلوم او د وخت د زبرځواکونو د غلامۍ کړۍ له غاړو وغورځوو. راځئ چې: خپلې تېروتنې، د کومو له سببه چې اسلامي امت د عروج له هسکو د زوال ژورو ته پریوت، جبران کړو، قرباني ورکړو، خپل نوی نسل په اسلامي فکر وروزو او راتلونکي اسلامي نسلونه د خپل ځان په څېر د کفارو له احتیاج نه وساتو. راځئ! چې د الله جل جلاله د راکړي نعمت(اسلام) قدر وکړو، حق یې پوره او په دې برخه کې له هر ډول سستۍ او تمبلۍ له بېکاره امراضو ځانونه وژغورو، تر هغه وخت چې مسلمانان ویښ او څک ول د عروج پړاونه یې یو پر بل پسې طی کول، خو کله چې د ناراستۍ، تمبلۍ او غفلت امراضو پرې غلبه وموندله، نو د ذلت داسې ژورو کندو ته ور پرېوتل چې اوس ترې راوتل پرته له ځان ځارونې او قربانۍ ناشوني بریښي. راځئ! چې هر یو، نارینه او ښځینه، ځوان او بوډا خپل مسؤلیتونه درک او د اسلامي امت د ښې راتلونکي خوبونو ته د تعبیر جامې ور واغوندو، د خیال پلاوونو او تشو فکرونو پر ځای د عمل او قربانۍ ډګر ته ور ودانګو او هغه نیمګړتیاوی اصلاح کړو چې له امله یې موږ شلګونه کاله وروسته پاتې شوي یو. راځئ! چې خپل تنکی نسل د عصري او دیني علومو په داسې ګاڼه سمبال کړو چې زموږ ډاکټران، انجینران، فروفیسران، پیلوټان، پولیس، څارونکي، وکیلان، استادان او په ټوله کې لوړ منصب ته رسیدلي وګړي هم د اسلامي فکر لرونکي، د اسلامي امت د پرمختګ لپاره هوډمن، د دښمن د دسیسو او فریبونو پر وړاندې څک او د خپل مسؤلیت پېژندونکي جوړ شي. راځئ! چې د یوه پراخ اسلامي انقلاب لپاره د ډلو او ټپلو دا مردوده پالیسي پریږدو او اجتماعي فکر وکړو، د خپلو اسلافو تګلاره تعقیب او د هغوی د قربانیو درناوی وکړو، د هغو د نیمګړو ارمانونو پوره کولو ته مټې را ونغاړو او د وخت د فرعوني ځواکونو د غلامۍ پرځای، پخپله دوی د اسلام پر وړاندې تسلیمېدو ته اړ کړو، کټ مټ لکه موږ یې چې د خپل فرعونیت منلو ته اړ کړي یو. راځئ! چې د مادیاتو او معنویاتو ترمنځ په فرق کولو د مادیانو مینه له زړونو وباسو، که موږ معنویات غوره کړل، نو مادیات به زموږ لپاره پریمانه وي، اما که موږ معنویات هیر او مادیات غوره کړو، د ذلت له موجوده ژورو څخه د راوتلو پرځای به نور هم په کې ژور ولاړ شو. راځئ! چې د لویدیځ د لویدلي شیطاني کلتور د تقلید څخه ځانونه وژغورو، خپل صورت او سیرت په اسلامي ارشاداتو برابر او د غرب سره د ساینس او ټیکنالوژۍ په ډګر کې مقابله وکړو، تر هغه وخته چې موږ اسلامپالي وو، غرب زموږ باج منلې و، مګر کله چې غرب پالي او ماده پرست شولو، نو غرب مو په ستوني پښې را کېښودې او د خپلو ناروا شیطاني غوښتنو منلو ته یې اړمن کړو. راځئ! چې د موجوده غلامو او منافقو حاکمانو له غلامۍ څخه خپل ځانونه وباسو او داسې قیادت رامنځته کړو چې د اسلام رښتونې خدمت یې تر ټولو لومړنې انتخاب وي، دا کار به سخت وي، خو ناممکن نه دی. راځئ! چې د غرب د نظامي او فکري یرغل پر وړاندې خپل مسؤلیتونه درک، د غفلت څخه را بیدار او د اسلامي فکر او عمل سنګرونه فعال او تاوده وساتو. په پای کې همدومره وایم چې تر څو موږ ځانځاني پرینږدو، پرمختګ او عروج مو ناشونې دی، راځئ چې سره یو شو. د نړیوال کفر د بشپړ شکست په هیله
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې