Friday, 26 May, 2017
 
 
  • د سردار محمد داوود خان روغتون دبريد پرتور ځيني پوځيان محاکمه شول
  • دهېلمند په واشير ولسوالۍ کې بريد شوى
  • ملگروملتونو ښکيلې خواووې اوربند ته راوبللې
  • پاکستان ناقانونه افغانان قانوني کوي
  • په کوټې کې ٢ چينايان تښتول شوى
  • د بشري حقونو سازمان وايي یمن کي امریکایانو ولسي وګړي وژلي
د نوروز لمانځلو شرعي حیثیت
مولوي رحیم الله اندړ
د نوروز ورځ لا نه وه را رسېدلې، چې زموږ ځینو مفتیانو د خپل زړه بړاس د فتوا په بڼه قیح کړ. چا لیکلي چې نوروز لمانځل مطلقاً حرام دی، چا لیکلي چې په همدې ورځ چا ته مبارکي ورکول حرام دي، چا لیکلي چې زموږ ناپوه وروڼه به د خپل جهل له امله په را تلونکو ورځو کې مشرکان شي... د دې صاحبانو دلایلو ته چې پاملرنه وکړې، یو غر یې پر بل غر ویشتلی. چا ویلي چې دا بدعت دی، چا لیکلي چې په اسلام کې دوه د اختر ورځې دي، او د نوروز ورځ په هماغو ورځو کې نه شمېرل کېږي. لنډه دا چې په دې خبره ټول متفق دي، چې د نوروز لمانځل بدعت دی، او بدعت په اسلام کې جواز نه لري، بلکې حرام دی. تر دې له مخه چې نوموړې موضوع د قرآن او حدیث په رڼا کې روښانه کړم، یوې لنډې خبرې ته ستاسې پاملرنه غواړم. هغه دا چې زموږ ځینې اجتهادي مسایل (هغه مسایل چې په جواز او نه جواز کې یې صریح نص نه وي موجود)، هر څوک د خپل سیاسي میلان او سیاسي حزب په شریعت کې تفسیر کوي. مطلب دا چې که د ده سیاسي حزب نوموړې مسأله حرامه ګڼله، دی یې هم حرامه ګڼي، او که هغه ورته د جواز لارې لټولې، دی یې هم روا ګڼي. مثلاً، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د پیدایښت ورځ لمانځل، چې له نوروز سره هیڅ توپير هم نه لري. دواړه ورځې په صدر اسلام کې نه دې لمانځل شوي. صحابه کرامو، تابعینو، او امامانو نه دې لمانځلي. نن سبا، که هر سړی نوموړې ورځې لمانخي، یا یې نه لمانځي، د اسلامي شریعت په رڼا کې نه ورته ګوري، بلکې د خپل سیاسي میلان او د ده د سیاسي حزب په تشریع او موافقت کې یې ګوري، او هماغسې یې څېړي، او دا په اصل کې د یوه شي حقیقت بدلول دي. دیني مسائل باید دیني محور ولري، په سیاسي یا شخصي محور تاو نشي، ځکه حقیقت یې بدلېږي، له دینې مسألې سیاسي مسأله جوړېږي، او هر سیاسي حزب یې د خپل حزب په ګټه تفسیروي، او خلکو ته یې دین معرفي کوي. را به شو اصلي موضوع ته، چې نوروز لمانځل په اسلامي شریعت کې څه حیثیت لري؟ بدعت دی، او کنه؟ د بدعت لغوي معنا: د مسلمانانو په ژوندانه کې هر هغه نوې کار ته بدعت ویل کېږي چې نه نبي کریم صلی الله علیه وسلم او نه صحابه کرامو کړی وي، او نه د دوی په وړاندې ترسره شوی وي. که بدعت په لغوي معنا حرام وي، نو د مسلمانانو نن سبا ژوند ټول په حرامو کې تېرېږي، او داسې حرام چې مسلمانان ور څخه د نجات لاره هم نه لري، د کور جوړونې طریقه یې بدعت ده، د جامو جوړولو طریقه یې بدعت ده، کلتوري غونډې یې بدعت دي، ترانسپورتي سیسټم یې بدعت دی، خوراک او څښاک یې بدعت دي... دا یواځې د نن سبا مسلمانانو لپاره نه، بلکې د صحابه کرامو له زمانې وروسته په همدې بدعاتو کې اخته دي. آن تر دې چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په زمانه کې هم ژوند جامد او راکد نه و، د یوه نوې تمدن او تطور مرحله وه، خو دهغې زمانې د بخت ستوری لا پخوا ځلېدلی و، ځکه چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د دوی په مینځ کې و. د ډېرو نوښتونو تأیید یې کړی. همدا رنګه صحابه کرامو ډېر نوي اکتشافات، چې له دیني اصولو سره په ټکر کې نه ول، تأیید کړي، او د خپل ژوند د اسانتیا لپاره یې ښې لارې لټولي دي. له همدې امله د اسلامي شریعت علماوو دا قاعده وضعه کړې ده چې "الاصل في الأشیاء الإباحة". اصل په اشیاوو کې اباحت یا روا والی دی. همدا راز حنفي علمای کرامو د نوموړي قاعدې پراساس، عرف ته په شریعت کې لوړ اعتبار ورکړی، نو دا هیڅکله ممکنه نه ده چې له بدعت څخه دې مراد د بدعت همدغه عامه لغوي معنا وي، چې موږ یې پورته ذکر کړی دی. بلکې یوه عالم او فقیه هم د بدعت دغه رنګ تفسیر نه دی کړی. اصلي خبره د بدعت په اصطلاحي معنا کې ده. اوس راځو د بدعت اصطلاحي معنا ته. ګڼو علماوو د بدعت بېلابېل تعریفونه کړي دي، که څه هم دغه تعریفونه په الفاظو کې سره بېل دي، خو معنا یې یوه ده. زه غواړم د امام شاطبي رحمه الله تعریف ستاسې مخ ته کېږدم. ځکه امام شاطبي رحمه الله لومړنی امام دی چې د بدعت په موضوع یې بحث کړی دی. دوهم دا چې نوموړی امام په ټولو متقدمینو علماوو کې د بدعت پر خلاف ډېر متشدد او له بدعته لري ګڼل کېده. امام شاطبي په خپل کتاب الإعتصام کې د بدعت اصطلاحي تعریف داسې کړی دی: ((طريقة في الدين مخترعة تضاهي الشريعة، يقصد بالسلوك عليها ما يقصد بالطريقة الشرعية)) ژباړه: بدعت په دین کې را پیدا شوې هغې طریقې ته ویل کېږي چې له شریعت سره ورته والی ولري، او د شرعي طریقې په نیت کارول کېږي. د ذکر شوي تعریف په تناظر کې ویلای شو چې هغې طریقې ته اصطلاحي بدعت ویل کېږي، چې موږ یې په دین کې داخله، او د دین برخه وګڼو، او په حقیقت کې هغه شرعي طریقه نه وي، او همدغه د بدعت روح هم دی، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم یې په کلکه ممانعت کړی دی، او فرمایلي یې دي: ((من أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو رد". چا چې زموږ په دغه کار (دین) کې کوم نوي څه را پیدا کړل، چې د دین برخه نه وي، نو هغه مردود دي.)) له حدیث شریف څخه هم دا معلومېږي چې څوک په دین کې نوی کار ایجاد کړي، په هغه کار باندې د شارع له لوري کوم دلیل موجود نه وي، نوموړی کار مردود او ناروا دی، ځکه چې شارع الله تعالی دی، او په شریعت کې زیادت او تغییر د الله تعالی کار دی. د دې ډول بدعت مثالونه ډېر دي. لکه د روژې لپاره یوه ځانګړې ورځ ټاکل، چې کوم شرعي دلیل ورباندې موجود نه وي، یا د صدقې او خیرات لپاره ځانګړې ورځ ټاکل، او دا ټول کارونه د دین برخه ګڼل، او په دیني سترګه ورته کتل. دغسې افعال د اصطلاحي بدعت او ذکر شوي حدیث مصداق دي، او په اسلامي شریعت کې مردود دي، او هیڅ جواز نه لري. بلې خوا ته، هغه افعال او تصرفات چې له انسانه صادرېږي، او انسان یې د دین برخه نه ګڼي، او نه یې د دین له احکامو شمېري، بلکې د یوه دیني، یا دنیوي مصلحت له امله یې کوي، دغسې افعالو او تصرفاتو ته اصطلاحي بدعت نه شو ویلای، که څه هم نوی او مستحدث کار دی. دغسې اعمال او افعال د اسلامي شریعت په رڼا کې په یوه بله تله تلل کېږي. یا "سنة حسنة" یعنې ښه طریقه، او یا "سنة سيئة" یعنې بده طریقه ورته ویل کېږي. لکه څنګه چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «من سن في الإسلام سنة حسنة فله أجرها وأجر من عمل بها من بعده من غير أن ينقص من أجورهم شيء، ومن سن في الإسلام سنة سيئة فعليه وزرها ووزر من عمل بهامن بعده من غير أن ينقص من أوزارهم شيء» رواه مسلم. ژباړه: "چا چې په اسلام کې یوه ښه طریقه رواج کړه، خدای به ده ته د دې نېکې طریقې أجر، او د ټولو هغو کسانو اجر ورکړي چې په دې ښه طریقه عمل کوي، له دې پرته چې د هغو له اجر څخه څه کم شي، او چا چې په اسلام کې یوه ناسمه طریقه رواج کړه، خدای پاک به ده ته دې بدې طریقې، او ټولو هغو کسانو ګناه ور لغاړې کړي چې تر ده وروسته په دغې بدې طریقې عمل کوي، له دې پرته چې د هغو له ګناه څخه څه کم شي." مسلم روایت کړی دی. په پورتني حدیث شریف کې له سنت حسنه څخه هغه نوې طریقه یا کار مراد دی چې د مسلمانانو ګټې پکې خوندي وي، او په صدر اسلام کې موجود نه وي، او سنت سیئه د دې بالعکس دی. که نوموړې مسئله غورچاڼ کړو، په لنډ ډول به داسې ووایو: "د انسانانو ټول هغه افعال او تصرفات چې په اصطلاحي معنا بدعت نه وي، دوه حالته لري: ۱-: یا به له هغو اوامرو او نواهیو سره په ټکر کې وي چې په شریعت ثابت دي. دې ډول افعالو او تصرفاتو ته حرام او مکروه ویل کېږي، ځکه چې له شریعت سره په ټکر کې دي، او دلته کوم توپیر هم نشته. که نوموړي تصرفات نوي وي، یا زاړه. لکه بد اخلاق، یا هغه مجالس چې فحشا او منکر پکې خپرېږي، او داسې نور... ۲:- دوهم هغه تصرفات او افعال چې د اسلامي شریعت له احکامو او آدابو سره نه په ټکر کې وي، او نه یې ثبوت راغل وي. د دې ډول تصرفاتو او افعالو حکم د هغوی په نتایجو او آثارو پورې تړل کېږي. که د انسانیت هغه پنځه مصالح چې د دین، ژوند، عقل، نسل، او مال مصلحت دی، په کې خوندي وي، دې طریقې ته سنت حسنه یعنې ښه طریقه او کار ویل کېږي. او که بالعکس وي، یعنې نوموړیو مصالحو ته زیان پکې رسېږي، بیا سنت سیئه بده طریقه او بد کار دی، او په اسلامي شریعت کې جواز نه لري. که لیکنه مو په غور لوستې وي نو دې پایلې ته به ضرور رسېدلي یاست چې په اسلامي شریعت کې حسنه بدعت – لکه ځینې خلک چې وایي - نشته، ځکه بدعت په دین کې زیادت ته وایي، او دا له ضلالت پرته بل څه کېدای نشي. البته، ځینې خلک ځینو ښو کارونو ته حسنه بدعتونه وایي، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم دې ډول کارونو ته سنت حسنه یعنې ښه طریقه ویلې ده، او د اصول فقه علماء یې مصالح مرسله بولي او مثالونه یې ډېر زیات دي. لکه په مدرسه، ښوونځي، او پوهنتون کې زده کړې کول، چې دیني او د ژوندانه مصالح پکې خوندي دي، یا ځینې علمي مجالس ترتیبول، یا د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د پیدایښت ورځ، یا د هجرې سنې لومړۍ ورځ، یانورې دا ډول ورځې لمانځل. نوموړي ټول کارونه په دې شرط روا دي چې د انسانیت هغو پنځو مصالحو ته چې مخکې ذکر شول، پکې زیان ونه رسېږي. دا زما شخصي تحقیق او نظریه نه ده، بلکې د اسلامي نړۍ د لوی عالم او ستر مفتي، شهید دکتور محمد سعید رمضان البوطي تحقیق کټ مټ همداسې دی. الله تعالی دې د ده شهادت قبول کړي. په پای کې یو ځلې بیا د نوروز خبره در یادوم. د نوروز، یا نوروز ته ورته ورځې په لمانځلو کې که کوم دیني یا دنیوي مصلحت نغښتی وي، روا او ښه کار دی، او که نوموړیو مصالحو ته پکې زیان رسېږي، بد کار دی، او ناروا دی. او که په لمانځلو کې یې نه مصلحت وي، او نه نوموړیو مصالحو ته پکې زیان رسېږي، بیا هم روا دی، او مباح عمل شمېرل کېږي. اوس نو د نوروز لمانځل په تاسې پورې اړه لري، چې څنګه یې لمانځئ، په څه یې لمانځئ، په رواو، که نارواوو.
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې