Friday, 26 May, 2017
 
 
  • د سردار محمد داوود خان روغتون دبريد پرتور ځيني پوځيان محاکمه شول
  • دهېلمند په واشير ولسوالۍ کې بريد شوى
  • ملگروملتونو ښکيلې خواووې اوربند ته راوبللې
  • پاکستان ناقانونه افغانان قانوني کوي
  • په کوټې کې ٢ چينايان تښتول شوى
  • د بشري حقونو سازمان وايي یمن کي امریکایانو ولسي وګړي وژلي
ښځه هم د کور او هم د دفتر مرستیاله
ثناء انډيوال
موږ په یوه داسې ټولنه کې ژوند کوو که راته وویل شې چې ښځه دکور میرمن منل او ورسره دکور واکمنه هم ده د دې وینا سره به زما په نظر ډیر کم نارینه اتفاق وکړي خو په حقیقت کې ښخه دکورهم میرمن،مرستیاله او هم واکمنه ده داچې موږ دې حقیقت ته غاړه نه ږدو دابیله خبره ده خوپه حقیقت کې ښځه دکور واکمنه ده. دنارینه وترمنځ بیاله کوره بهرځنې موضوعات شته چې هغه دکورد میرمنې پورې هیڅ اړه نه لري په هغه موضوعاتوکې چې دښخې پورې اړه نه لري یوشخص له ښځې مشوره اخلي هغه دیوه شخص بې کفایتي ده چې پرځان دیوې مسئلې دحل باور اوتوان نه لري. که لږڅه نارینه ته به خپل واک کې زیاتوالی وساتو او ورته ووایو چې په کورکې نارینه واکمن اودکورټول غړي د نارينه دحکم تابع، خوپه ځنې کارونوکې دښځې مشوره اړینه ده په دې صرت کې ښځه بیا َهم دکورمرستیاله شوه په مرستیالۍ کې به ببا هم ډیر کم نارینه دښځې مرستیالۍ ته دهوسر وخوزوي. دنارینه ژوند دومره له سختیو اوکړاوونوډک دی چې په یواځې سر دبهر او کور چارې نه شی سمبالولای دکورپه چارو اوپه ځنې وختونوکې دکوردمیرمن پورې اړونده چاروکې دښخې مرستیالي اړینه ده چې ځنې وخت دکم ذهنه نارینه په پرتله دښخو مشورې ګټورې تمامې شویدي . داذربایجان نوي منتخب ولسمشر الهام علیوف خپله مېرمن مهربان د ولسمشرۍ لپاره د مرستیالې په توګه ټاکلې ده چې په اذربایجان کې یوشمیر وګړې مهربان ته د کوردواکمنۍ ترڅنګ دحکومت مرستیالي ورکول یوعجیبه عمل بولي او . دې ټاکنې ته پر واک د عليوف د کورنۍ د منګولو ټینګولو په سترګه کتل شوي. تېر کال د ولسمشر د مرستیال پوست د اذربایجان د اساسی قانون د بدلولو ټولپوښتنې په پایله کې رامنځ ته شو او د ولسمشر کاري پړاو پنځو کلونو ته وغځول شو.. دالهام علیوف دکورمیرمن مهربان عارف قزي علیوف د اذربایجان د یوې ډېرې نفوذ لرونکې "پاشایف" کورنۍ څخه ده او د پارلمان غړې ده، چې د حیدر علیوف د بنسټ مشري هم پرغاړه لري. دالهام علیوف دکورمرستیاله چې اوس ېې په حکومتي چاروکې هم مرستیاله شوه په سیاست کې دومره تجربه نه لري خو داذربایجان ولس ته ېې په تیرکې دستاینې وړخدمتونه کړیدی ځکه پرې داعتراض کوونکو شمیر کم دی اوبله دا چې دمهربانی علیوف سره داذربایجان دښځوملاتړ هم شته چې الهام علیوف دهغه ملاتړپه ډاډ خپله دکورمرستیاله دحکومت مرستیاله کړه . مهربان علیوف دسترګوډاکټره ده او داذربایجان ښځوته په ځانګړي توګه غربت ځپلوښځوسره ېې ډیره خواخوږي موجوده ده ، دمهربانی علیوف میرمن له دندې داثابته شوه چې که ښځه دکورمییرمن،واکمنه او مرستیاله کیدای شی نوپه دولتي چاروکې هم دنارینه مرستیالي سرته رسولای شي زموږ په ټولنه کې ډیرې ښځې شته چې هم دکورمیرمنې او هم دکورواکمنې دي که په حقیقت سترګې پټې نه کړو په کورونو کې میندي د اولادونو سرپرستې پالونکي اودکورواکمنې دي نیکبخته به هغه کوروي چې میرمن ېې دنارینه سره دکورپه چاروکې مرستیاله وي . الهام علیوف دخپل پلار حیدرعلیوف له مړنی وروسته چې پخوانې شوروی اتحاد ړنګ شو واک ته ورسید او دادې اوس ېې خپله ښخه مهربان دکوراوحکومت مرستیاله کړه.
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې