Thursday, 23 March, 2017
 
 
  • په بلخ کې ترافيکي پېښه شوى
  • دتورخم لاره پرانستل شوه
  • يو پوليس نور ٧ پوليسه وژلي دي
  • نوازشريف له افغانستان سره تړلو لارو د خلاصون امر کړى
  • ظفرجگړا د نوروزد جشن په مراسمو کې گډون کوي
  • په روسيه کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کيږي
دشمالي ټلوالي رابللى ميلمانه افغان ولس بمباروي
ډاکټر احسان
تير کال ٢٠١٥ داکتوبر په مياشت کې چې طالبانو کندوز ښار ونيوه ترڅلورو ورځو خو امريکايي او دناټو قواو په ښار کې دافغان امنيتى ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ دجګړې ننداره کوله او چې ښار په بشپړ توګه طالب وسله والو ونيوه په ځاى ددې چې الوتکې په خپلو هدفونو بمبار وکړي دکندوز روغتون يې بمبار کړ چې پکې يې تر ٦٣ زيات مريضان ، ډاکټران ا و دروغتون امله په خپلو وينو کې ولمبوله . همدارنگه چې په ٢٠١٥ ميلادي کال داگست په مياشت کې دموسى کلا د نيولو پرسر دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ يوه اوونۍ جگړه روانه وه امريکايي هوايي ځواک يې ننداره کوله چې په پاى کې د موسى کلا دکلابندۍ دماتولو په غرض امريکايي هوايي قواو په کلو بمبارى وکړه او ملکي وگړي يې شهيدان کړ. داکتوبر ٢٠١٥ ميلادي کال په ٢٨ مه چې په تخار او کندوز دارچي په ولسواليو درنې جگړې روانې وي دشمالي ټلوالې رابللو ميلمنو امريکايې هوائي ځواکونو پرې غرض نه درلود خو څو وروسته يې دتصفيوي عملياتو په نامه دسيمي اوسيدونکى شهيدان او کورونه يې ور ويجاړ کړ . اوس دادى دپکتيکا ولايت په ارگون ولسوالۍ کې په دې نامه چې دطالب وسله وال جنازه ادا کيږي په جنازه کې دسيمې اوسيدونکو باندې يې بمبار وکړ او دارګون په ولسوالۍ کې يې دبې ګناه ملکي وګړو په کورونو کې دغم ټغر وغواړه ددې نه دا څرګنده شوه چې دشمالي ټلوالي رابلل شوى امريکائې او ناټو هوائي پلې قواوي يواځې دطالب وسله والو نه بله دافغانستان دعام ولس بې گناه افغانانو دمرگ او ژوبلې پسې ئې راخيستې ده چې نه يې کلي ، بازرونه ، جوماتونه او دکليوالو دخوښيو ودونه پريښودل او نه يې روغتونونه بلکه دافغانانو جنازې هم دشمالي ټلوالي درابللو شوو ميلمنو دهوايي بريدونو څخه په امن ندى مونږ به دا ومنو چې دکوم طالب په مخالفت کې که دهغوى پر مرکز بمبار وکړل شي يوه پلمه خو جوړولاى شي دجنازى په مراسمو کې پر عام او بې گناه ولس بمبارى خودا معنى لري چې دشمالي ټلوالي رابلل شوى امريکايې ځواکونه دټول افغان ولس دښمنان دي خو يواځي اعلان پاتې دى چې دشمالي ټلوالي په مرسته او ملاتړ امريکايي ځواکونو دافغانستان دنورو قومونو او وگړو سره جگړه پيل کړيده . يوه خبره چې تراوسه روښانه شوى نه ده هغه داده چې تراوسه افغان مجاهد اولس دبهرنيو قواو پر خلاف سياسي او وسله واله مبارزه کوي که دا پټ راز چې دشمالي ټلوالي او امريکايي ترمنځ موافقه چې نور قومونه په ځانگړي توګه دپښتنو کلي ، کور ، جومات ، ودونه او جنازې دى بمبار کيږي بيا به خداى مه کړه د افغانستان دولس او تباهو دجگړى بل پړاو پيل شي . خو بيا هم افغان ولس ازمايل شويدى دمخه شمالي ټلوالى له روسانو سره دجگړى نه کولو موافقه دهغوى دامر په ژوند کړى وه روسانو به هم پښتون ميشتې سيمې بمبارولي او امريکايي هوايي قواوي هم پښتون ميشتو سيمو باندې بمبار کوي خو چې روسان په تيښته شول دشمالي ټلوالي هم لاره ورکه شوه چې ان شاء الله بيا پرې هغه ورځ را روانه ده .
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې