Thursday, 23 March, 2017
 
 
  • په بلخ کې ترافيکي پېښه شوى
  • دتورخم لاره پرانستل شوه
  • يو پوليس نور ٧ پوليسه وژلي دي
  • نوازشريف له افغانستان سره تړلو لارو د خلاصون امر کړى
  • ظفرجگړا د نوروزد جشن په مراسمو کې گډون کوي
  • په روسيه کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کيږي
که طالبان نه وي؟
محمدامين بسمل
که طالبان نه وي باور مو وشه، چې زموږ د کلیو اوبانډو اوسېدونکو ته به نه ننګ پاته شي نه ناموس. طالبانو د خپلو دوولسیزو حماسو او ویاړونو ترڅنګ وکولای شول د خپلو اتلو اومېړنیو نیکونو تاریخ یو ځل بیا وځلوي، د خپل اولس اوهیواد ننګه وکړي. د طالبانو د امارت په واکمني کې دهیواد له ختیځه ترلوېدیځه له سهیله ترشماله حتی کور په کور زموږ د باناموسه اولس سر، مال اوناموس خوندي و. دکابل په شهزاده سرای کې به دلمانځه د اداکولو په وخت سرافانو بنډل بنډل لوټونه په خپلو څادرونو همداسې پرېښودل او ځان به یې جومات ته رساوه. له لمانځه څخه به چې راوګرځېدل یو لوټ به یې هم نه و غلا شوی. همداسې به دې له پیسو ډکه بوجۍ شا ته واچوله دهیواد ترهرې برخې به چې تلې زړه دې ډاډه و ځکه، چې طالب واکمن و. هغه طالب، چې دخپل دروند اولس په اخلاقي جاموپوښلی و هغه طالب، چې د انسان عزت او ثروت ورته دیو لوی امانت په ډول برېښېده. هغه طالب، چې نه یې موډرنې زده کړې لرلې او نه تر پوهنتون پورې رسېدلی و. نه یې نېکټایي لرله او نه په تورو شیشه لرونکو موټرو کې ګرځېده. طالب جان دا ټول کابل په یو کېبل اداره کاوه. تاسې او خدای (ج) همداسې نه و؟ لکه پاس ، چې زمو د دروند اولس د اخلاقي جامې کلیمه ذکر شوې طالب په همدومره لوړه معنوي جامه سمبال او له هغه وراخوا د خپل مقدس دین د رڼا په کرښه روان و او دی. زه تاسو ته سوګند یادوم، چې ترنن ورځې مې د یوې ثانې په اندازه هم له کوم طالب سره ملاقات نه دی شوی نه مې کومه تلیفوني اړیکه ورسره نیولې خو د دوی له کړنو چې خبرېږم داسې فکر کوم لکه له نږدې څخه یې چې وینم. په هرصورت راځم اصل مطلب ته هغه دا چې دا ګړۍ د شپې دوه بجې کېدونکې دي یو ناڅاپه مې د تاند په یو نوي خبر سترګې ولګېدې نور مې نو خوب وتښتېد دا مې په ځان فرض وګڼله چې څو کرښې خپلو باعزته او درنو هیوادوالو ته وړاندې کړم په تاند کې خبر داسې راغلی دی: په تېرو ۲۰ ورځو کې د کابل نړیوال هوایي ډګر مخې ته ۵کسان په رڼا ورځ لوټل شوي دي تاند – د تېرو شلو ورځو په جریان کې د کابل د نړیوال هوایي ډګر او ښار تر منځ لنډه لاره کې په بېلابېلو پېښو کې د ۵ کسانو جیبونه او بیکونه لوټل شوي دي. ویل کیږي چې لوټل شوي کسان چې ډېر یې د لویې پکتیا د ولایتونو اوسېدونکي دي او په خلیجي هېوادونو کې مزدوري کوي کورونو ته په رخصتۍ د راتګ پر وخت لوټل شوي دي. د خبري راپورونو له مخې، له یوه کس څخه شپېته زره عربي ریال لوټل شوي دي. د لوټل شويو له جملې څخه دوه کسانو وویل چې کله له هوایي ډګر څخه ښار ته تلل، ټکسي یې د دوه رنجر موټرو له خوا ودرول شوه او ورته وویل شول چې باید تلاشي ورکړي. د تلاشۍ پر وخت یې له جېبونو څخه ۶۰ زره عربي ریال ووهل شول. افغان فعالان وایي چې په دغو غلاوو او شکونو کې د کابل هوایي ډګر مسؤلین لاس لري ځکه په هوایي ډګر کې د راتلونکیو مسافرونو تلاشي کیږي او دا ورته معلومېږي چې له چا سره څه او څومره توکي دي. ویل کیږي چې د کابل هوایي ډګر مسؤلین تر ډېره د پخوانۍ شمال ټلوالې پاتې شوني دي چې له یو شمېر افغانانو سره په تعصب ولاړ چلند کوي. د ټولنیزو رسنیو یوه فعال قاري عیسی محمدي په خپله فیسبوک پاڼه په دې موضوع په یوه ژوندي پروګرام کې وویل چې د کابل هوایي ډګر مسؤلین په دې برخه کې مسؤل دي او په کار دی چې استجواب کړای شي. درنو او قدرمنو لوستونکو! اوس نو تاسو دخپل وجدان له مخې خړ او ځیږ طالب د نیکټايي او کثیفې دیموکراسي د دور له دې لشمکیانو سره مقایسه کړئ. پورتنی خبر خو یوه وړه بېلګه ده تاسو دا دیوې نیمې لسیزې چور، چپاول، انسان تښتونې ، بې ناموسۍ او نور هزار هزار ډول جنایتونو ته هم لږ توجه وکړئ. طالب چې نن دخاورې لویه برخه په کنترول کې لري همدا یې وجه ده چې اولس ورسره همغږی دی. اولس په طالب باور لري اولس خپل منځي شخړې په طالب فیصله کوي او طالب هم د الله ج په پار د حق فیصله کوي، چې زه ورڅخه بار بار مشکور یم. نو کله چې اولس له طالب سره دی، خاوره له طالب سره ده حکم له طالب سره دی د ارګ نشه یانو ته نو بیا کومه واکمني او دولت ور پاته شو؟ زه په ارګ کې خماریانو او له دوی سره یوځای نورو پلورل شویو وطنفروشانو په تېره بیا هغو بې وجدانه خرڅ شویو لیکوالو ته په زغرده وایم، چې که طالب نه وي دتاسې په شمول به د ډېرو شهري وګړو ننګ او ناموس تبا او برباد شي. زه له ټولو خواو په درنښت هیله کوم، چې دهیواد په راتلونکې باندې زړه وسوځوي، موږ په دا ټوله نړۍ کې یو دوست هم نه لرو. دا څوک چې تللي یا راغلي دا د خپلو شومو اغراضو لپاره وو او دي. د سړې جګړې په جریان کې د جهاد د ملاتړو مردارې څېرې هرچاته څرګندې او د القاعدې او بلاخره د اسامه او نیویارک له تیاتري ډرامو څخه مو هم ډېر څه زده کړل. طالبان نه چا رامینځ ته کړي وو او نه یې له مینځه وړای شي، ځکه چې طالبان اوږده تاریخي ماضي لري. دا چې پنجابیانو په خورا نامردي ورڅخه بده استفاده وکړه دا نه یوازې د انګرېز او امریکا له له لاسه، بلکې زموږ ټولو افغانانو ګناه هم وه او ده. که موږ یو له بل سره سرونه نه وای ټمبه کړي او پخپل مینځ کې سره جوړ راغلي وای نن به مو داحال نه وای. اوس هم ناوخته نه ده ارګ والا دې د ګران هیواد د خپلواکي اوسرلوړی په خاطر له خپلو شرطونو څخه تېر او په ماهرانه ډول دې امنیتي ارګانونه طالبانو ته ورتسلیم کړي ترڅو د روس او امریکا ظالمانه پلانونه ځای په ځای شنډ اویو بل ته د ورورۍ غېږي خلاصې کړو. زه باور لرم، چې طالبان د قدرت شوقیان نه دي هغوی مجبورشوي چې وجنګيږي او ترهغه وخته وجګیږي چې نه به ارګ درپاته وي نه مرګ بس د رباني په ډول به مو چوکۍ ترشا تړلې او نه پوهېږم په کوم شېلو کې به سلګۍ وهئ. په پای کې یوځل بیا له ټولو خواوو هیله کوم، چې د یو افغاني نوښت په ترځ کې په ګډه د اشغال لمن ورټوله کړي. د یو خپلواک او سر لوړي افغانستان په هیله.
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې