Friday, 26 May, 2017
 
 
  • د سردار محمد داوود خان روغتون دبريد پرتور ځيني پوځيان محاکمه شول
  • دهېلمند په واشير ولسوالۍ کې بريد شوى
  • ملگروملتونو ښکيلې خواووې اوربند ته راوبللې
  • پاکستان ناقانونه افغانان قانوني کوي
  • په کوټې کې ٢ چينايان تښتول شوى
  • د بشري حقونو سازمان وايي یمن کي امریکایانو ولسي وګړي وژلي
دا ۷ عادتونه پرېږدئ چې، ژوند مو پرمختګ وکړي!
عبدالوحيد عابد
۱-له خپلو ستونزو څخه مه تښتئ. تل دا هڅه وکړئ، چې خپلو ستونزو لپاره د حل لاره پیدا کړئ، هیڅکله ترې تېښته مه کوئ ځکه؛ داسې ستونزه نشته چې د حل لاره ونه لري، په لټه کې شئ او ځان ترې وباسئ چې ژوند کې پرمختګ وکړي. ۲-ځان ته مو دروغ مه وایئ. هېڅکله دا هڅه مه کوئ چې، ځانته مو دروغ ووایئ؛ تل پدې لټه کې واوسئ هر څه مو چې، د ژوند په اړه رښتیا دي، هغه مو تل په ذهن کې د ځان لپاره وساتئ او تل یې د خپلو ستونزو او اشتبهاتو په مقابل کې ځانته رامخته کړئ او خپل ژوند ته مو پرمختګ ورکړئ. ۳-تېر وخت مو هېر کړئ. تل مو خپل تېر وخت هېر کړئ، هغه ماتې چې په ژوند کې مو خوړلې دي، له یاده وباسئ او هر سهار د نوي پیل په تمه اوسئ او د یوه نوي پیل په هڅه کې واوسئ چې، ژوند مو پرمختک وکړي. ۴-نورو خلکو ته مو د ځان په معرفي کولو وخت مه ضایع کوئ. ځینې خلک تقریباً ټول ژوند یې د ځان په معرفي کولو کې تېر شي؛ خو له دې ډېرې معرفۍ سره یې د مرګ تر ورځې هیڅوک ونه پېژني، تل هڅه وکړئ چې خلکو ته ځان په عمل کې معرفي کړئ، ستا د خولې څخه د خپل ځان معرفي کولو ارزښت ډېر کم دی؛ نو تل دا هڅه وکړئ چې، خلک دې په معرفي کولو ځانونه ستړي کړي، دا هېڅ ستونزمنه نده چې، خپل ځان د خلکو په منځ کې د ستایلو وړ کړې. ۵-ډېر مه ورخطا کېږئ. ځینې کسان ورخطا پیدا شوي دي او ورخطا مړه شي، د هر څه په اړه چې فکر کوې او تل ورته ورخطا وې، دا اصل مو له ژونده وباسئ چې د ژوند په ارزښت باندې پوه شې او ژوند مو پرمختګ وکړي. ۶-د هغه څه په اړه فکر مه کوئ چې په راتلونکي کې یې د پېښېدو احتمال ګورۍ. ځینې خلک پدې فکر کې وي چې، په راتلونکي وخت کې به څه راته پیښ شي او څه به راسره وشي، دا د راتلونکو ستونزو د حل لاره نه شي کېدای، د همداوس وخت په اړه فکر وکړئ او راتلونکي ته هیله ولرئ او تل د راتلونکي لپاره خوشحاله او مثبت فکر وکړئ. ۷-د تېرو غلطیو او تېروتنو لپاره مو تشویش مه کوئ. هر څه چې تېر شول هغه بېرته نه راګرځي او نه هم بیرته اصلاح کېږي؛ نو هېڅکله یې په اړه فکر مه کوئ، د اوسني حال په فکر کې اوسئ او راتلونکي ته هیله ولرئ؛ نو هېڅ کله به د تېر وخت او د هغه ستونزو او تېروتنو په اړه فکر مه کوئ چې، ژوند کې مو بریاليتوب او پرمختګ راشي. ګرانو ورونو! او زما خویندو زما معلوماتو په خپرولو کې راسره مرسته وکړئ، الله تعالی به یې ستر اجرونه درکړي.
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې