Thursday, 23 March, 2017
 
 
  • په بلخ کې ترافيکي پېښه شوى
  • دتورخم لاره پرانستل شوه
  • يو پوليس نور ٧ پوليسه وژلي دي
  • نوازشريف له افغانستان سره تړلو لارو د خلاصون امر کړى
  • ظفرجگړا د نوروزد جشن په مراسمو کې گډون کوي
  • په روسيه کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کيږي
امريکا له شپاړس کلنې جگړې پاتې هيواد هم ويجاړوي
...
ليک :س سيرت دامريکا د دفاع وزارت په نظرکې لري هغه يوڅه له روسانو او امريکايي هوايي ځواکونولخوا په هيوادکې يوڅه پاتې ودانۍ چې تراوسه پورې ېې ورته دبمباريو پلمه نه ده جوړه کړې دخپلو نورو پوځونو په راليږلو هم ويجاړوي . د منځني ختیځ لپاره د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جوزف ووټل دسنامجلس په پرونۍ غونډه کې په افغانستان کې دامريکايي پوځونو دقوماندان نيکولسن هغه غوښتنو ته دځواب ويلو غوښتنه کړې چې څه موده دمخه ېې په افغانستان کې دپوځونو دزياتوالي په اړه کړې وه . ووټل ويلي که افغانستان ته دامريکايي نورو پوځونه وليږل شي نو په افغانستان کې چې دا مهال جگړه په ټپه ولاړه ده ددې حالت څخه به راووځي حال داچې دتيرو کلونوپه نسبت په افغانستان کې دجگړې اور بل او هره ورځ له کورونو په يوه اوبله پيښه کې جنازې پورته کيږي . امريکايي جنرالان نه غواړي په افغانستان کې امن او سوله راشي تل په دې فکر کې دي چې په افغانستان کې ددوې دګټوپه خاطر جګړه دوامداره پاتې وي. دامريکا د دفاع وزارت او س په دې غور کوي چې په افغانستان کې دجګړې د دوام لپاره څه ډول ستراتيژي جوړه کړي څو په افغانستان کې په هرحالت کې جگړه دوامداره وي . ووټل په دې باور دى که افغانستان ته نور امريکايي ځواکونه ونه ليږل شي نوپه افغانستان کې دناټو غوڅ ماموريت اغيز به کم کړل شي يعنى هغه څه به لاس ته رانه شي کوم چې موږ ېې دافغانستان په اړه په نظر کې لرو . امريکايي جنرالان دخپل پلان له مخې غواړي په افغانستان کې دسولې لپاره هيڅ زمينه برابره نه کړل شي او که دافغانانو لخوا دسولې په اړه کوم قدم پورته کړل شي بايدپه پافغانستان کې ميشت امريکايي پوځونه دسولې لپاره پيل کړل شوې هڅې وخت نه دمخه ناکامې کړي. دامها ل که په افغانستان کې ريښينې سروې وشي هغه اشخاص (شمالي ټلواله ) چې امريکايي او دناتو پوځونه ېې افغانستان ته رابللي دي هغوى هم نور په افغانستان کې دامريکاپوځونه دافغانستان په ګټو خو ېې دمخه سودا بازي کړيده نور ېې دځان په ګټه هم نه بولي. امریکایي ځواکونه له ۱۶ کلونو راهیسې افغانستان کې حضور لري او د افغانستان جګړه د امریکا تاریخ کې تر ټولو اوږد مهاله بهرنۍ جګړه بلل کېږي او هم يوه په افغانستان يرغلګر هېواد په دومره شمير کې افغانان په يوه او بل نامه نه وو وژلي . افغانستان ته شمالي ټلوالې امريکايي او ورسره دناتو په چوکاټ کې اشرګړو هيوادونو پوځيانو ددې لپاره رابللې چې شتون ېې ددوى په گته تمام وي خو اوس امريکايان په افغانستان کې دخپلو پلويانو او مخالفينو توپير نه کوي هرافغان ورته هغه که مجاهد دې او که ېې غلام د دښمن په سترګه ورته ګوري او غواړي دخپلو اهدافو ترپوره کولو پورې په افغانستان کې موجوده روانه جګړه نوره هم دوامداره پاتې شي.
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې