Thursday, 20 July, 2017
 
 
  • پاکستان : د حقاني شبکه په افغانستان کې ده
  • جان مکين دمعزو پر سرطان اخته دى
  • د ناراجسټر افغان کډوالو د راجسټرولو بهير نن پیلېږي
  • طالبانو په گرشک کې بريدونه پيل کړي دي
  • کویت د ایران د سفارت نظامي او کلتوري دفترونه وتړل
  • په ننگرهار کې ٢٤ داعش وسله وال وژل شوي
د حديث او علم الحديث پيژندنه
فضل قادر انډيوال
دا ليکنه دد١٣٨٠ لمريزکال د چنگاښ پر٣١ چې د ٢٠٠١ کال د جولاى له ٢٢ سره سمون خوري دپېښور په (سهار)ورځپاڼه کې خپره شوې ده اوس يې يو ځل بيا وړاندى کوم حديث معنا خبرې دي او داد حضرت محمد صلى الله عليه وسلم خبرې دي نو ځکه نن ورځ په اسلامي نړۍ کې ورته حديث ويل کيږي که څوک په دې خبرو باندې اعتراف وکړي چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم احوال او افعال خو خبرې نه دي نو بيا ولې په حديث کې شميرل شوى دي ددغه اعتراض په اړه د اسلامي امت علماء دغه ځواب غوره گڼلې چې احوال او افعال د کثرت له امله يې په حديث کې شميرلي دى او بله دا چې علماى کرامو ليکلي دي چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم اقوالو ، احوالو او افعالو ته حديث ويل خو دساخته او له ځانه جوړه شوې اصطلاح نه ده بلکه دقرانکريم څخه استنباط او راخستل شوېده او همدا رنگه چې دحضرت محمدصلى الله عليه وسلم ټولو ارشاداتو ته حديث ويل کيږي او دين بلل کيږي . او په سورت ضحى کې يې تعبير په دې ډول کړي دى (( اما بنعمة ربک فحدث )) علماء کرام دنعمت څخه مراد دين اخلي او په نورو آياتونو کې حديث او احاديث او ورته الفاظ راغلي دي د(علم حديث) څخه وړاندې بايد لومړى د(نفس حديث) تعريف او پيژنده وړاندې شي ځکه چې په (علم حديث) کې(حديث) ديو علم په ډول لوستل کيږي بل ( نفس حديث) دى چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم اقوالو ، افعالو ، اصولو او تقريرانو ته ويل کيږي چې ددغه نفس حديث څخه وروسته علم جوړ شو چې په اوس مهال کې ( علم الحديث)يا حديث پوهنې) په نامه ياديږي بيا علم الحديث په څو برخو ويشل شوى او هره برخه يې ځان ته تعريف ، موضوع او غرض (هدف ) لري .روايت الحديث ، درايۀ الحديث يا علم الحديث روايه ، علم الحديث درايه دعلم الحديث په باب چې څومره کتابونه په مدارسو کې لوستل کيږي او دوره حديث کې ترې څخه کار اخيستل کيږي دغه ټول درواية الحديث پورې اړه لري . حديث دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم اقوالو ، افعالو ، احوالو او تقريراتو ته ويل کيږي هدف او مطلب دادى چې کوم يو امتي دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم په هغه کار باندې دمنع کيدو حکم نه مخکې کړې وي او نه وروسته دې ته د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم تقرير ويل کيږي او کوم شي يا کار چې په دې ډول ثابت شي ويل کيږي چې داد حديث څخه ثابت شوى دى دتقرير څخه ثابت شويدى ددې خبرې اساسي او بنسټيز لامل دادى چې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د مبارک شان څخه داخبره ډير ليرې وه چې دهغه په مخکې دې کوم غلط کار يا ناجايز کار وشي او هغه دې پرې چپ پاتې شي نو داخبره څرگنده شوه چې لکه څرنگه چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم اقوال ، افعال او احوال حجت دى نو همدارنگه سکوت او تقرير هم حجت دى . دحديث پوهانو او داصول الفقهې دپوهانو په اتفاق او يووالي سره دحديث په تعريف کې داخل دي ځکه چې دا حجت دى احوال يې په دوه ډوله دي . ١- اختياري احوال ٢- غير اختياري احوال لکه د نبي عليه السلام خلق او اخلاق چې داد حديث په تعريف کې دعلماء په اتفاق سره داخل دي غير اختياري دخلقيه احوال چې مونږ يې په پيدايشي احوال سره پيژنو لکه دنبي عليه السلام سر، قد او ويښته او ... دغه احوال دحديث پوهانو په رايه دحديث په تعريف کې داخل دي دوى وايي کل ما نسب الى النبى عليه حتى الحرکات ، السکنات فى اليقظه والمنام . ژباړه : هر هغه شى چې نسبت يې نبى عليه اسلام ته کيږي ان چې ويښته ، خوب ، حرکات او سکنات ټول حديث دى خو داصولو فقه علماء په نزد او اصطلاح کې غير اختيارى او خلقيه احوال د حديث په تعريف کې داخل نه دي دغه اصولين يا داصولو الغت علما وايي چې مونږ دهغه شې څخه بحث کوو چې په حجت او دليل ولاړ وي او زمونږ لپاره دنبي عليه السلام لارښونې ، ارشادات او اخلاقي صفتونه هدف او مراد دى . او خلقي غير اختيارى صفتونه زمونږ دبحث وړ نه دى او په شريعت کې دليل نه گرځي او نه پرې حکم مرتب کيږي او هغه حجت هم نه دى داوه د نفس حديث يوه لنډه پيژندنه . دحديث پوهنې پيژندنه : علم الحديث په تعريف کې د اسلامي امت دجيدو علماء ترمينځه يوڅه اختلاف شته او لا تر دې دمه ډول ډول تعريفونه يې شوى چې په پاى کې په دغه تعريف باندې اکتفا شوى ده او دزياترو نيوکو ، اعتراضونو او اشکالاتو څخه خلاص دى . حديث پوهنه هغه پوهه ده چې پرې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم اقوال ، افعال ، احوال معلوم شي ځکه چې ديو حديث په روايت کې د روايت کوونکى که صحابي وي که تابعي دهغه هم ټول حالات تر څيړنې لاندې نيول کيږي که چيرې روايت کوونکي ضعيف هم وي دنورو علماى کرامو تعريفونه په دې ډول دي دنورو علماى کرامو تعريفونه په دې ډول دي . دمتقدمينو علماو څڅه ځنې وايې علم حديث (حديث پوهنه) دهغه قوانينو نوم دى چې په هغه سره دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم د اقوالو ، افعالو او احوالو صحت او نه صحت معلوم شي ځينې علما وايي چې دغه تعريف د مطلق علم الحديث نه دى داد اصول الحديث پيژندنه ده دوهم تعريف يې دا شويدى : علم حديث هغه فن دى چې پرې د روايت درجه معلومه شي او دغه هم دحديث پوهنې تعريف نه دى بلکه داد علم العليل الحديث تعريف بلل کيږي . دريم تعريف يې په دې ډول سره شوى دى علم الحديث هغه علم دى چې پر هغه سره د نبي ويناوو ، کارونو او حالاتو ، شرحه معلومه شي دغه تعريف دروايت الحديث دى ځکه چې حديث پوهنه٦٠ ډولونه او څانگې لري چې هر ډول او څانگه يې جلا جلا تعريفونه لري لکه روايت الحديث ، داريت حديث ، اصول الحديث ، علل الحديث .... دعلم الحديث دموضوع په باب علماى کرام وايي چې دعلم حديث موضوع ذات الرسول الله من وصف الرساله . ژباړه : دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم مبارک ذات درسالت له مخې دى دموضوع په تعريف سره ټول اعتراضونه ځواب کيږي چې پرې وارد دى دعلم الحديث دهدف اوغرض دټاکلو لپاره هم ډير هدفونه ټاکل شوىدي مولانا محمد ذکريا دعلم الحديث لپاره درې هدفونه ښودلى دى هغه زيرى ، فضليتونه ترلاسه کول چې داحاديثو زده کوونکو او ښوونکو ته په حديثونو کې راغلي دي ددې هدف لپاره مولانا ذکريا درې احاديث د استدلال لپاره وړاندې کوي دوه دعبدالله ابن مسعود روايتونه او يو دابن عباس روايت دى . دعبدالله ابن مسعود څخه روايت دى چې محمد صلى الله عليه وسلم دې ترو تازه او خوشحاله وي الله تعالى د هغه چا ساتنه کوي چې زما خبره واوري ددغه حديث لاندې ځينې علما وايې چې څوک په رښتينې ډول دحديث طالب او زده کوونکي وي نو دهغه له مخ څخه يوه نوراني رڼا پورته کيږي او دليل پرې دغه آيت وړاندې کوي تعرف فى وجوههم نضرة النعيم ژباړه پيژندل کيږي په مخونو ددوى تازگي دنعمتونو . دابن عباس څخه روايت دى : حضرت محمد صلى الله عليه وسلم وفرمايل اى الله زما په خلفا باندې رحم وکړه ١- اصحابو ترې پوښتنه وکړه چې ستا خلفا څوک دى حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ځواب ورکړ الذين يروون حديثى ويعلمونها الناس ) هغه کسان دي چې زما احاديث روايت کوي او نورو خلکو ته يې ښيې . ٢- دا چې ددين او شريعت ټول اساس په قران کريم ولاړ دى او په قران کې ټول اصول ښودل شوي دي خو دومره خبره ده چې په قران کې دغه ټول اصول اجمالي دي او دجزيياتو تشريح يې بشپړه نه ده او په احاديثو سره يې تشريح شوې ده نو معلومه شوه چې دحديث پرته نه پر پوره قران پوهه حاصليږي او نه پرې په اساسي ډول عمل کيداى شي او دحديث پرته په ديني امورو او کارونو هم اساسي پوهه نشي ترلاسه کولاى نو ځکه په علم الحديث باندې ځان خبرول لازمي دى . ٣- دحديث دلوستو اساسي هدف دادى چې يو مومن څنگه دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم په لارښوونو او نقش قدم باندې عمل وکړي نو دنبي صلى الله عليه وسلم د سنتو دطريقو(لارو) پيژندل دعلم حديث دزده کړى اساسي هدف دى چې حديثو دشرحو په ډيرو کتابونو کې سړى کتلاى شي . دحديث، خبر ، اثر او سنت ترمنځه توپير . دجمهور علماو، محدثينو او دحديث پوهانو په رايه حديث او خبر دواړه مترادف الفاظ دى چې معنا يې واحده ده خو د حديث تعريف بيا جلا دى ،ځينو حديث دمحمد صلى الله عليه وسلم اقوالو ، احوالو ته ځانگړى کړى ځينو په کې د اصحابو اقوال هم دحديث په تعريف کې داخل کړي دي، ځينو علماء دتابعينو اقوال هم دحديث په تعريف کې شميرلي دي دځينو حديث پوهانو رايه داده چې دحديث او خبر ترمنځه توپير شته حديث (ما جاء عن النبى صلى الله عليه وسلم) حديث هغه دى چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته يې نسبت کيږي او دغه نسبت دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم ځانگړنه ده خبر( ما جاء عن غيره) او خبر هغه ته ويل کيږي چې نسبت يې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم پرته بل ته وشي ځينې بيا لا داخبره کوي حديث نسبت خاص نبي صلى الله عليه وسلم ته کيږي او د خبر نسبت بيا عام دى که حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته وي او که بل چاته . دحديث او سنت ترمنځه توپير ځيني علماى کرام د حديث او سنت معنا يوه گڼي . دوهمه خبره داده چې حديث اطلاق په ځانگړي ډول د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په اقوالو او ويناوو کيږي او سنت عام دى چې اطلاق يې دنبي صلى الله عليه وسلم په اقوالو ، افعالو ، احوالو او د نورو خلکو باندې هم کيږي . د اثر اطلاق : حديث پوهان حديث مرفوع او موقوف پر دواړو کوي امام طحاوي په خپل کتاب شرح معاني آثار ايښى دى په دې کې يې ټول هغه مرفوعه او موقوفه روايات راوړي دى چې ځينو علماء اثر گڼلى دى .
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې