Friday, 26 May, 2017
 
 
  • د سردار محمد داوود خان روغتون دبريد پرتور ځيني پوځيان محاکمه شول
  • دهېلمند په واشير ولسوالۍ کې بريد شوى
  • ملگروملتونو ښکيلې خواووې اوربند ته راوبللې
  • پاکستان ناقانونه افغانان قانوني کوي
  • په کوټې کې ٢ چينايان تښتول شوى
  • د بشري حقونو سازمان وايي یمن کي امریکایانو ولسي وګړي وژلي
دکابل چاودنو مسئوله امريکا ده
ډاکټر خاموش
دکابل ښار يوځل بيا دافغانانو په وينو سور شو يوځل بيا له کورونو دجسدونو دټوټو او دچاودنې دقربانيو جنازې پورته شوې يوځل بيا رسنيو دخپل سرقلمونو لومړى موضوع دکابل چاودنه وګرځوله څو ورځې به پرې غندنې ، خواشينۍ دخواشينۍ پيغامونه او دغمونو په ټغر ددعا لاسونه پورته شي تر يوې اوونۍ او لږ څه نور ورځې به همدا موضوع وي بيا غم دهغه چا چې دچا په کور غم جوړ شو . بيا ترې دا ټول مخ وګرځوي تر هغې چې بله دا ډول مرګونې پېښه نه وي شوي زمونږ په برخه همدا غمونه ، جنازې په کورونو او جوماتونو کې فاتحې په کورونو کې دوير ساندې مونږ به تر هغې دا ناخوالي او مرگوني پېښې گالو ترڅو زمونږ خاوره دپرديو پوځونو ، پرديو ذهنونو ، پرديو پروسو ، پرديو پروگرامونو او دپرديو مشورى روانې وي . دمخه هم په کابل مرکز او ټولو ولاياتوکې دا ډول مرګونې پېښې شوي دى پړې يې منل شوى خو دتيرو مرګونو پېښو ادرس او دنوو پېښو ترمنځ دا توپير شته چې دنورو پېښو عاملين به دولت هم غندل او امريکا هم اما دا چې کومه پېښه دسردار محمد داود خان په روغتون کې وشوه . په ٢٠١٥ داکتوبر په دريمه چې دناټو پوځونو په کندوز کې پر روغتون بمبارى وکړه او پکې يې تر ٦٠ زيات مريضان او دروغتون امله ووژله دا دامريکا کړنې دي خو توپير يې دادى چې دکندوز پېښه دامريکا او ناټو هوايي ځواک وکړه پر روغتون يې بمبار وکړ او اوس چې پر سردرا محمد داود خان روغتون ځمکنې بريد وشو دا يې پلي ځواک وکړه دواړه پېښې او بريدونه امريکا وکړه بايد پړه يې امريکا ومني . دامريکا دسنا مجلس غړو تائيد کړيده چې داعش دامريکا لخوا رامنځ ته شوى خپله افغاني چارواکي اعتراف کوي چې داعش امريکا افغانستان ته راليږلي پر سردار محمد داود خان روغتون چې د بريد پړ يې داعش ومنله دا هم بايد امريکا ومني . افغانان به ترڅو پدې بربختيو اخته وي چې دهوا او ځمکى دواړو خواو ئې امريکا وژني بيا هم خپل غږ نه پورته کوي دا او ديته ورته پېښې ټولې دامريکا دتړلولو شوو پلانونو برخه ده او که افغانانو دخپلې راتلونکى په اړه تصميم ونه نيوه افغانستان به دعراق په برخه کې اخته شي چې داعش به بيا دهېواد بيلا بيلو برخو کنترول په لاس کې لري او پر سر به يې جگړې روانې وي چې لکه دعراق د ټول دسر او مالونو تاوانو افغانانو ته اوړي .
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې