Thursday, 23 March, 2017
 
 
  • په بلخ کې ترافيکي پېښه شوى
  • دتورخم لاره پرانستل شوه
  • يو پوليس نور ٧ پوليسه وژلي دي
  • نوازشريف له افغانستان سره تړلو لارو د خلاصون امر کړى
  • ظفرجگړا د نوروزد جشن په مراسمو کې گډون کوي
  • په روسيه کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کيږي
دمارچ اتمه دښځودپیوستون نړیواله ورځ
ابراهیم نعیمی
که ددی ورځی دتاریخچی څخه تیرشم نوویلای شم چی یووخت داورځ په سوسیالیستی اولویدیزوهیوادونوکی په بیلا بیل ډول نمانځل کیده. که څه هم ماپخوانی شوروی اتحاداونوروسوسیالیستی هیوادونوته سفرنه دی کړی ولی ددوستانودمعلوماتوله مخی په همدغه ورځ دښځولپاره ځانګړی جشنونه اود خوښیومجلسونه جوړیده. په دغوخوښیوکی نارینووهم په پراخه پیمانه برخه اخیسته. په دی هیوادونوکی په همدغه ورځ ښځوته ډیرسوغاتونه دنارینووله لوری ورکول کیده. که ووایودښځوموضوع ته په دغه ځانګړی ورځ ځانګړی پاملرنه کیده. په وروستیوشلوکلونوکی چی دلویدیزوهیوادونو په یوه هیوادکی استوګنه کوم، کوم ځانګړی پروګرام می په دی ورځ کی ترسترګوشوی نه دی. ډیرځل می ښځوته په همدی ورځ مبارکی ویلی ده، ولی په ځواب کی راته ویلی دی چی زما هیڅ په حافظه کی نه وه چی نن داسی یوه ورځ ده. تلویزیونی شبکی یوازی په څو لنډومرکوبسنه کوی. سره ددی چی دکارګرانودنړیوال پیستون په ورځ (دمی د میاشتی په لومړی ورځ) لار یونونه اودورځی په پای کی دخوښیو په خاطرواړه، زاړه، پیغلی او میرمنی په شنوپارکونوکی راټولیږی، ژوندی موزیک وی اودکوم ګوندمشرویناهم کوی. په ټولولویوښارونوکی دمی لومړی نیټه دجشن په ډول د کارګرانواوځوانانولخواپه خوښی سره نمانځل کیږی. په دغه ورځ ځوانان د سیاست سره ډیره علاقه نه ښیی یوازی په نڅاه، د موزیک په ارویدواونورو خوښیوسره همدغه ورځ تیره وی . زموږپه ګران هیوادافغانستان کی دښځونړیواله ورځ په تشریفاتی ډول دچارواکو لخواپه غونډواویا د ځینوښځینه زندانیانوپه خوشی کولوسره نمانځل کیږی. په اوسنی وخت کی دنوی تکنالوجی په برکت دهیوادډیرلیکوالان بریښنایی ویبپانوته دښځود درناوی اوستونزوپه بیان رنګارنګ لیکنی دخپریدلولپاره لیږی. داهم غنیمت دی چی دهیوادروښان اندی دخپله زړه بړاس په خوږواوګټورولیکنوباسی. اوس به دی پوښتنی ته ځواب ووایم چی ایازموږد هیوادغمجنی پیغلی اومیرمنی په کومه کچه ددی تاریخی ورځی په ارزښت پوه دی اوداهم بایدڅرګنده کړم چی لږتر لږه زموږهغه ښځی چی لوړی زده کړی لری اواوس دهیوادپه لیری سیمو کی استوګنه کوی دروانو ناخوالوپه وجه ددی امکان لری چی دښځودحقونوپه اړوندپه دومره لوړه کچه سوچ وکړی اوکه هره ورځ دخپلوعزیزانوقبرونوته په ژړااو فریادشپی سباکوی؟ زموږدهیوادتقریباً ټولی ښځی په یوه یابله سیمه کی میړونه، بچی، پیغلی لوڼی، خویندی اومیندی ترمړستونوپوری بدرګه کوی. دی مظلوموښځوته دا توپیر نشته چی دډیموکراسی راوستونکی ددوی عزیزان مړستونوته لیږی اوکه د ډیموکراسی مخالفین یانی په مروجه اصطلاح القاعده اویاطالبان داکړنه کوی. ځکه په وروسته څه دپاسه دیرشوکلونوکی زموږمیرمنو، خویندواولوڼوهره ورځ دخپلوعزیزانوپرقبرونوباندی ژړلی اواوښکی توی کړی دی. زماپه انددافغانستان اوسنی واکدارانوته په کارده چی دمارچ اتمی نیټی دنمانځلو څخه ډه ډه وکړی په بدل کی هغه بهرنی فوځیان چی دوی یی دوستان ګڼی، اړ باسی چی دماشومانواو بی ګناه غیری فوځی ښځواونارینوودوژنی څخه ډه ډه وکړی. زموږپه هیوادکی تراوسه دا زمینه برابره نه ده چی موږدښځودنړیوال پیوستون ورځ په خوښیوونمانځو. زماوړاندیزدښځودنړیوالی ورځی په تړاوپه افغانستان کی حکومتی واکدارانوته په لاندی ډول دی: - په دغه ورځ دی هغه لوړچارواکی چی دخپل واک څخه په ناوړه ګټه اخیستو سره پرماشومونجونوجنسی تیری کوی، دهغوبی وزلوښځوداوښکوپاکولوپه خاطر دغه ډول وحشی انسانانوته سخته سزا اعلان کړی. - ټولوهغوغمجنوکورنیوته چی دغه ناوړه کړنه ورسره شوی ده په څرګندډول مالی اومعنوی مرستی ورسره وشی. - دافغانستان داوسنیواوبشری قوانینوپربنسټ ټولوهغه واکدارانوچی په جبرد ماشومو نجونوسره دخپل نارواهوسونودپوره کولولپاره ودونه کړی دی په زندان کیدوسره مجازات کړی. - هغه ځوانی نجونی چی یوازی په دی ګناه چی دخپل شرعی میړه سره دکورنه تښتیدلی دی. دانجونی ماخپله دکابل په ښځینه زندان کی ولیدی، ددغه ورځی په ویاړدزندان څخه ازادی شی. - هغه مجرمین چی دخپل واک په زمانه کی دښځوتیان پریکوله اویابه یی لڅی لپړی په دهمزنګ کی دترافیکودریاست مخی ته ځوندی کړی وی اونورورته جنایات یی دافغانی باعزته ښځوپه وړاندی کړیدی. لږترلږه یویادوه دغه ډول مجرمین دسږکال دښځودنړیوال پیوستون په ورځ په سزاورسوی. - دڅوورځوپه جریان کی چی ښځواوماشومانودړندوبمباریوپه جریان کی ژوندد لاسه ورکړی دی، دسیندپه شان دډالرنوڅخه چی لویه برخه یی واکداران جیپونوته اچوی دیوی ورځی لپاره دی دخپلوجیبنوخولی بندی په بدل کی دی یوه اندازه دغه ډالرونه ددغوبی وزلوشهیدانوکورنیوته ورکړی. ددی ورځی په ویاړدلویدیزوهیوادونودفوځیانوڅخه غواړم چی ددغی ورځی په ویاړدړندو بمباریوڅخه دهمیش لپاره ډه ډه وکړی که په رښتیاپه افغانستان کی دډموکراسی پیاده کول غواړی اودښځورښتیانی حقوقوورکولوته ژمن وی. غواړم بیالویدیزوهیوادونوته په دی اړوندپام واړوم: څوورځی مخکی می په یوه معتبره ډنمارکی ورځپاڼه Politiken,d.27.2.2011 کی دمارچ داتمی نیټی په اړوندیوه لیکنه ولوسته چی لنډیزیی وړاندی کوم : « دبرابروحقونودڅارنی وزیره Lykke Friisپه ډنمارک کی وایی چی نوردښځود پیوستون نړیواله ورځ چی ددوی دمبارزی ورځ هم ګڼل کیږی، یوازی دښځوله لوری یی نمانځنه ونشی. بایدنارینه هم ددغی موخی دبریالیتوب لپاره راوبلل شی. داورځ دنراوښځود برابرو حقوقودلاسته راوړنی ګډه ورځ وګڼل شی. په دغه تړاو نوموړی غواړی دنارینوویوکمیټه وټاکی چی ددواړوجنسونودبرابروحقوقوپه اړوند خبری اوپریکړی وشی. څه دپاسه سل کاله کیږی چی موږپه ډنمارک کی دښځو نړیواله ورځ یوازی دښځودحقوقودراژوندی کولوپه امیدنمانځو. اړینه ده چی په دغه بحث کی نارینه هم شریک شی اوپه ټول ډول ددواړو جنسونوټولنیزی اوجنسی غوښتنی، عمراونوراړوندمسایل وڅیړل شی. تراوسه یوازی ښځو په دغه بحثونوکی ګډون کاوه. دابحثونه بایددټولی ټولنی لپاره وی. کله چی نارینه په خپل منځ کی بحث وکړی بایدداراپه ګوته کړی چی نارینه کوموامکاناتوته لاس رسی نلری کوم چی ښځی یی لری. همدااوس دکوچنی دزیږیدنی پرمهال درخصتی موضوع مهمه ده چی ځنی نارینووهم په ورستیوکلونوکی ددغه ډول رخصتیوڅخه ګټه اخیستی ده. درخصتی دغه موده بایدپه ښه ډول دنارینوواوښځوترمنځ وویشل شی. یوه موده میړه هم دکوچنی دروزنی لپاره په کورکی وی، ترڅومیرمن یی په خپله دنده پیل وکړی.» پورته څوټکی می ددی لپاره ولیکل چی په لویدیزوهیوادونوکی اندیښنه داده چی کیدای شی دنارینه حقوق دښځوله لوری ترپښولاندی شوی وی. که څه هم زموږد هیوادونوسیاستوال دلویدیزی نړی دموکراسی بی بندوباری ګڼی چی زه نه غواړم زموږدسیاستوالو پرنظریاتو بحث وکړم. اصلی خبره زموږدافغانی ښځودکړاونواوستونزوډک ژونددی چی روانی جګړی نورهم دښځوژونددکړاونواوغمونوډک کړی دی. په دی هیله به لیکنه پای ته ورسوم چی افغانی میرمنی، پیغلی، خویندی اومیندی دافغانی ځانګړی کلتورپه رعایت سره دعزت نه ډک ژوندوکړی اودخپل افغانی کلتوردمثبتواړخونوپه نظر کی نیولوسره دنارینووسره اوږه پراوږه په هیوادکی سوله راولی اودنړی دتمدن دکاروان سره داصیلوافغانوښځوپه ډول ورګډی شی. سرلوړی دی افغانی ښځی په درناوی پای
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې