Thursday, 20 July, 2017
 
 
  • پاکستان : د حقاني شبکه په افغانستان کې ده
  • جان مکين دمعزو پر سرطان اخته دى
  • د ناراجسټر افغان کډوالو د راجسټرولو بهير نن پیلېږي
  • طالبانو په گرشک کې بريدونه پيل کړي دي
  • کویت د ایران د سفارت نظامي او کلتوري دفترونه وتړل
  • په ننگرهار کې ٢٤ داعش وسله وال وژل شوي
ډیموکراتان-سیکولران او جهاد
فاتح کاروان
امریکایي صلیبي درنده ګان دلته ظلمونه کوي، زموږ وطني ډیموکراتان پرې د تایید مهر وهي، امریکایان ړندې بمبارۍ کوي، دا خاوره یې اشغال کړی، د بې دینۍ او فحاشۍ یو سیلاب ته ورته کمپاین یې پیل کړی او زموږ جنابان ورته دوستان وایي، پرون همدا ملت د روسي دهريانو د رضا د حصول په موخه خلقي او پرچمي وحشیانو په بې رحمۍ سره وژلو او نن هم هماغه خلقي او پرچمي د اسلام او ملت دښمن، د ډیموکرات او سيکولر په شکل کې راغلې د صلیبي امریکا وحشي عسکرو ته جاسوسي کوي، عسکري کوي، په دې غلام رژیم کې د قاضي، وکیل او څارونکي دنده پرمخ وړي ،خپلو صلیبي بادارانو ته د اسلامي اهدافو کوردینات ورکوي، پرون هم زموږ جرم اسلام ؤ نن هم، پرون هم د پردیو غلامانو دا لوبه پرمخ وړه خپل هر د فکر او عمل مخالف به یې په ډېر وحشت د خاد او پلیګون په تورو خونړیو مرکزونو کې په شهادت رساوه د پاسه به یې پرې د پنجاب ټاپه سریښ کړه بس خبره به ختمه شوه، نن هم زما د وطن ووړ او زوړ، ځوان او ماشوم، خویندې او ورونه د اسلامي فکر په جرم یا زندانونو ته اچول کېږي او یا په شهادت رسیږي، خو د پاسه پرې د پنجاب ټاپه او مهر وهل کېږي او که خارجي یرغلګر یې په شهادت ورسوي، نو بیا پرې د تروریست ټاپه وهل کېږي او ډیموکرات، سيکولر و امثالهم پرې د شاهد او ګواه په توګه خپل اقرار او اعتراف لیکي، خبره اصلاً داده چې امریکایان ولاکه زموږ د وطن له غمه مړه وي او نه زموږ سره کومه دوستي او خواخوږي لري، بلکې هغوی خپل دجالي میشن پرمخ وړي او یا د فریمیسن( پټ یهودي دجالي نړیوال تنظیم) د اهدافو لپاره جګړه کوي، دا هم نه چې یواځې نظامي تګلاره یې خپله کړی بلکې د فکري استعمار لپاره یې هم سلګونه مولټي نیشنل یا یهودي انجیوګانو ته د فعالیت زمینه برابره کړی ده. ډیموکرات او سيکولر دواړه یو دي، خبره ټوله د اسلام د له منځه وړلو ده، غرب کله دا منلې شي چې په افغانستان کې دی نصراني او یهودي ټولنې نه وي، دا خاوره دی د اسلام مرکز وي او ټول نفوس دی مسلمان وي! نن ورځ موږ ګورو چې صلیبي درنده ګانو دلته د جاسوسانو او غلامانو یوه لویه ګله روزلې د دې لپاره چې دا سرشاره او غیور ملت پرې مهار کړي، د واک په ګدۍ یې هم هغه خوسا فکره خلک ورټومبلي چې شپه ورځ د صلیب په چوپړ بوخت وي؛ که دی دغو خلکو نه پوښتنه وکړه چې د امریکا او روس د یرغلونو ترمنځ څه فرق دی وایي به دا خو د ملګرو ملتونو د منشور په اساس راغلي!! اه څومره د تعجب ځای دی چې زموږ د ټولنې سیکولران او ډیموکراتان اوس هم په دې هڅه کې دي چې ملګري ملتونه د یوې قانوني نړیوالې مرجع په توګه ولس ته ور و پېژني، مګر د دې ولس ویښه او با احساسه طبقه له دې حقیقته اوس خبره ده چې په فلسطین کې یهودي ریاست د ملګرو ملتونو د منشور په اساس رامنځته شو، د سوډان ویش د ملګرو ملتونو کارنامه وه، د برما او نایجیریا وحشي واکمنان د ملګرو ملتونو له ملاتړه برخمن دي، د عراق، لیبیا او سوریې قیامت نما تباهي د ملګرو ملتونو د سترګو په وړاندې وشوه، ملګري ملتونه چې د مسلمانانو جوړ کورونه ورانوي او بیا خیمې ورکوي د پاسه پرې خپل احسان هم باروي د یهودو د ګټو د ساتلو په موخه رامنځته شوی سازمان دی، واک او ځواک یې د یهودو او نصاراو په لاسو کې دی، بس د دوی لویه توره دا وي چې په یو مسلمان هېواد بندیزونه ولګوه او په بل مسلمان هېواد د حملې جواز ورکړه، دا فلج شوي ملتونه، خو له تېرو شپېتو بلکې ۸۰ کالو راهیسې د اسرائیلو د وحشتونو او یرغلونو ننداره کوي، تر اوسه یې د فلسطین کشاله حل نه کړه زموږ ستونزه به څه را حل کړي؟ نو چې اوس هم د ملګرو ملحدونو( ملتونو) په حقیقت څوک نه پوهیږي او دعوه د هوښیارتوب کوي له مرکب جاهل پرته بل څه یې نه شو بللای. راځئ! د دې وطن د ډیموکراتانو نه د دې پوښتنې ځواب وغواړو چې زموږ د واک او محاکمې دا واک چا امریکا او ملګرو ملحدونو ته ورکړ؟ په داسې حال کې چې موږ مسلمانان یو امریکا له لس زره کېلومتره لرې نه دلته راځي موږ ته د ښځو او بشر حقوق ښایي دا دومره جرأت یې له کومه کړ؟ خپله خو د اقتصادي ګټو لپاره نارینه وژني، زندانونه یې ترې ډک کړل، نړۍ ته یې اور اچولې او له ښځو یې د پیسو ګټلو ماشینونه جوړ کړي، د کلنۍ بودیجې ۵۰ سلنه یې د فحاشۍ او عریانۍ له کاروباره تر لاسه کېږي، موږ ته د ښځو حقوق راښایي آیا دا د پوښتنې ځای نه دی؟ موږ ته وایي سړي او ښځې برابر حقوق لري، خو خپله په امریکا کې سپین پوستو ته تور پوستي خلک انسانان هم نه ښکاري، دلته کومه پوښتنه نه پیدا کیږي؟؟ روانه جګړه د امریکا په مشرۍ د نړیوال کفر له لوري پیل شوی او یو په بل پسې اسلامي هېوادونه د دې جګړې قرباني کېږي، د عراق، لیبیا، یمن، سوریې، سوډان، افغانستان او… نه یې د جګړو او زور ازمایلو میدانونه جوړ کړي دي، خو ملګري ملتونه یواځې مسلمان او مجاهد، اسلامي هېوادونو، تنظیونو او اسلامي حدودو پسې را لګېدلي!! تیره اونۍ د نړیوالو خبرونو مهم خبر دا ؤ چې روسیي په ډاګه اعتراف وکړ او و یې ویل سوریه کې یې جګړه د زور ښودلو او لسګونه ډوله وسلو د تجربه کولو لپاره پیل کړی ده، چېرته دي ملګري ملتونه چې اوس له روسيې نه د دې خبرې سپیناوی وغواړي؟؟ حقیقت خو دادی که ملګري ملتونه وغواړي هم د روسیې څه نه شي کولای ځکه چې د دوی قوانین خو د کمزورو او په خاص ډول اسلامي هېوادونو لپاره دي، امریکا، روس او چین خو له قانون نه مبرا دي په دغو طاقتونو، خو قانون نه تطبیقیږي، دا قوانین خو د مسلمه امت د مهار کولو لپاره یهودي طرحې دي، قانون له کومه شي، آیا اوس یې هم د مسلمان امت ډېره برخه له حقیقته خبره نه ده؟؟ پایله دا چې د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو خلاف مبارزه او مجاهده د دې ملت او په ټوله کې د درست اسلامي امت په فرد فرد فرض ده کټ مټ لکه پرون مو چې د سره ښکېلاک د اشغال خلاف مبارزه وکړه، نن به د دې صلیبي یرغلګرو خلاف هم زموږ مبارزه دوام لري. ان شاءالله د نړیوال کفر د بشپړ شکست په هیله
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې