Thursday, 20 July, 2017
 
 
  • پاکستان : د حقاني شبکه په افغانستان کې ده
  • جان مکين دمعزو پر سرطان اخته دى
  • د ناراجسټر افغان کډوالو د راجسټرولو بهير نن پیلېږي
  • طالبانو په گرشک کې بريدونه پيل کړي دي
  • کویت د ایران د سفارت نظامي او کلتوري دفترونه وتړل
  • په ننگرهار کې ٢٤ داعش وسله وال وژل شوي
زموږ دنده او مسؤلیت
فاتح کاروان
وَعِبَادُ الرَّحْمٰنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجٰهِلُونَ قَالُوا سَلٰمًا سورة الفرقان ۶۳ ایت ژباړه: د الرحمان اصلي بندګان هغه څوک دي چي پر ځمکه باندي په ورو (په عاجزي) ځي او كه جاهلان یې مخي ته راشي، نو ورته وايي: “تاسي ته سلام.” د یوه مسلمان په حیث په دنیا کې زموږ تر ټولو مهمه او اساسي دنده د الله تعالی جل جلاله عبادت او بنده ګي ده، د عبادت او نورو هغو خلکو لپاره د اسلام دعوت چې مسلمانان نه دي، ترمنځ یو نه بېلېدونکې تړون دی، خو دلته چې موږ کومې خبرې باندې رڼا اچوو هغه دا ده چې بې له شکه غیر مسلمو ته دی د اسلام دعوت ورکړل شي، په خاص ډول نن ورځ د اروپا او امریکا خلکو ته چې د ژوند ټولې هڅې یې د یوه سکون د نه لرلو په سبب بې ګټې او بې خونده دي، هغه سکون اسلام دی چې الله جل جلاله پر موږ لورولې نو لازمه ده چې موږ یې هغوی ته هم ورسوو، مګر دلته د پام وړ یو څه شته چې موږ ورته ډېر پام نه کوو او هغه دا چې زموږ یواځنې کار باید دا نه وي چې موږ دی شپه او ورځ د اسلام د حقانیت ثابتولو ته خو مهم کار ووایو، مګر د دغه حقانیت د ساتنې او یا په بله اصطلاح د دغه حقانیت د منونکو د ساتنې او دفاع خبرې ته دی شا کړو، همدا نن چې زموږ د مسلمانانو شمېر نږدې یو نیم میلیارد ته رسېږي د ساتونکو( رښتوني عسکرو) تعداد یې لکونو ته هم نه رسیږي، فرضاً که موږ کله یو غیر مسلمان ته د اسلام د منلو دعوت ورکوو ښه خبره ده، خو که هغه له موږ نه پوښتنه وکړي چې دا دومره زیات شمېر مسلمانان د خپل ګڼ تعداد، پراخو او ستراتیژیکو ځمکو او نورو شتمنیو د درلودو با وجود بیا هم ولې هر چېرته مظلوم او د دفاع حالت کې قرار لري؟ فکر وکړئ چې د دې پوښتنې ځواب څومره سخت دی او سخت به ولې نه وي موږ اصلاً د دې پوښتنې لپاره وړ ځواب نلرو، ځکه چې موږ خو کور جوړوو مګر دروازه ورته نه ږدو، رمه ساتو، خو شپون ورته نه لرو او د لیوانو رحم ته یې پرېږدو، موږ دعوت چلوو، روزانه لسګونه تنه غیر مسلمانان په اسلام مشرف کیږي، خو دغه نوي مسلمانان چې زیاتره یې د قیمتي مهارتونو درلودونکي وي د یو نیم میلیاردیز اسلامي امت د هغه کاروان سره ملګري کېږي چې له ډېره وخته بې سر پرسته او له هرې خوا د دښمنانونو تر ګوزارونو لاندې دی او فعال وګړي هم د فعالیت لپاره وس او توان نلري. تر یوه ځایه به درانه لوستونکي زما د لیکنې په موضوع پوه شوي وي او که په ساده ټکو یې درته ووایم نو هدف مې دا و چې موږ یو واحد مرکز نلرو، موږ د دښمن د تیریو په وړاندې د دفاع حالت نه لا نه یو راوتلي، د نویو مسلمانانو له مهارتونو او زده کړو دومره ګټل اخیستل کېدای شي چې پوره اتقلاب به منځ ته راولي، مګر په داسې یو حالت کې چې موږ واحد قیادت نلرو دا شونی ده چې موږ دې د دفاعي حالت نه را ووځو او په خپلو مټو دی تکیه وکړو؟ که خبره د دې شي چې موږ دی د مهدي اخر زمان رحمه الله په تمه کېنو، نو دا خو بیخي نا مناسب انتخاب دی، یهود لګیا دي د خپل دجال لپاره لاره پاکوي او موږ د مهدي په تمه په همغه لاره ناست یو چې دوی یې جارو کوي، بیا نو د یهودو د جاروګانو په یوه ګوزار مو لسګونه بلکې سلګونه تنه د دغې لارې نه پړمخې یو لوري ته لویږي چې موږ یې یواځې جنازې کوو او بس!! موږ خپل حیثیت هېر کړی، کله چې موږ کې د تعرض زور او جرأت ؤ، نو دعوت کې مو هم اثر ؤ او کله چې موږ د مکار دښمن پر وړاندې یواځې د دعوت او دفاع لاره غوره او د تعرض چاره مو ترک کړه، نو ژوند مو په دې لویه ځمکه کې داسې راتنګ شو چې موږ یې مخکې تصور هم نه ؤ کړی. که د اسلامي دعوت د فعالانو له ستونزو خبر شئ نو د وجود ویښتان به مو نیغ ودریږي، سره د هغه ټولو ستونزو چې زموږ د دعوت د برخې مشران یې په ځان مني بیا هم د اسلام دعوت روان دی، خو موږ هم باید د خپل ژوند هدف و پېژنو، داسې فکر وکړئ چې یو نفر لګیا دی په خپلو خبرو، دلایلو او هڅو خلک یو ډول عسکرۍ(اسلام منلو) ته رابولي، کله چې یو ټولې خلک تیار شي، نو هغوی راولي او د تدریب( اتحاد، اتفاق او انسجام) د برخې مسؤلینو ته یې سپاري، نور نو داعي په خپل دعوت بیرته پیل کوي او د دغه راغلیو کسانو ښه روزنه او د دوی له مهارتونو زده کړه او نورو ته رسول بیا د تدریب د برخې د مسؤلینو( زموږ د ټولو) په ذمه واریو کې راځي، خو که د تدریب یا جنګي تعلیم مرکز( اسلامي تربیې) ته راغلي نوي کسان یواځې په ډالیو ونازول شي او نور یې څوک په کیسه کې نه وي، له دوی نه به هم یواځې د دفاعي حالت لرونکي( لکه موږ) جوړ شي، کفارو ته به نور فرصت هم په لاس ورشي چې خپلو خلکو ته ووایي: تاسو وګورئ هغه خلک مسلمانان شول، سره د مهارتونو او زده کړو بیا هم زموږ پر وړاندې د درېدو توان نلري او زموږ له غچ نه ژغورل کېدای هم نه شي، که هر څوک مسلمانیږي دغه به یې حال وي. خبره رانه اوږده شوه، خو لنډه یې درته وایم: اسلام د نن، پرون، یو کال وړاندې، لس کاله او حتی یوې پېړۍ وړاندې راغلې دین نه دی، چې موږ یې ټوله ورځ او شپه غیر دینو ته په داسې حال کې چې هغوی مو څټونه راوهي، حقانیت ثابت کړو، بیا هغه خلک چې شپه ورځ په رسنیو کې د اسلام په خلاف لګیا دي، واضحه خبره ده چې په دغو خلکو کې یوه لویه برخه د اسلام د حقانیت نه پوره اګاه دي خو د ابوجهل ضد نیولي او د مسلمان امت سره له ملګرتیا نه ورته د مسلمان امت سره دښمني ډېره دلچسپه ده، دغسې خلکو ته دعوت کول بې ګټې دي دوی ته، خو باید د اسلام د مقدساتو د د توهین سزا ورکړل شي، مګر دا سزا به څوک ورکوي؟ همدغه ځای دی چې موږ لا ځوابه کېږو او د دې پوښتنې ځواب موږ هغه وخت پیدا کولې شو چې کله موږ د دفاعي حالت نه ووځو او د تعرضي حالت میدان ته شو، دعوت دی وي، خو جهاد دی هم وي، د دعوت اصولو کې درې ټکي اساسي دي، اول دا چې داعي د حق باید کافر ته ووایي: چې اسلام قبول کړه سر او مال به دی محفوظ شي، دویم: جزیه راکوه موږ دی د مال او ځان ساتنه کوو او دریم: که دا دوه وړاندیزونه نه منې، نو راځه را میدان ته شه چې د اسلام د توري زور هم درته وښایم، عجیبه ده چې پیدا کړی الله جل جلاله یې او بنده ګي د شیطان کوی، اوس به د دې مزه در وڅکم! موږ دغه دوه نقطې هېرې کړي چې جزیه یا جهاد، بس یواځې د دعوت چاره مو تر یوه حده روانه ساتلې چې هغه هم پوره پاملرنه او زیاتونه غواړي، خو موږ یې نه کوو او کولای یې نه شو، ځکه چې واحد قیادت نلرو، خپل اصلي مسؤلیت مو د یاده ویستلې دی. یو خو هغه دي چې نه دي مسلمانان شوي ( له اوله غیر دیني دي) او دویم هغه خلک دي چې د دین له احکامو خبر نه دي او مسلمانان دي، دغو دواړو ډلو کې دعوت چلول مهمه فریضه ده تر څو دا غیر دینو ته دین ورسیږي او دې مسلمانانو ته د دین زده کړه، خو هغوی چې د اسلام د دین په هکله کافي معلومات لري، مګر د مادیاتو او قدرت په تمه یې دین پریښې او د کفر علني ملګرتیا کوي، دغه طبقه خلک چې ځیني یې په رسنیو کې هم ډېر فعال دي، دوی ته ایت او حدیث مه لیکئ او مه ورسره وخت ضایع کوئ، دوی ته دا هر څه معلوم دي خو د مستشرقینو دنده یې منلې او د امتیازاتو په لالچ کې راغلي دي، دغو ته مرتدین ویل کېږي چې سزا یې په اسلام کې مرګ دی، خو دا سزا به څوک ورکوي؟ بیا هم ناځوابه کېږو، ولې چې اتفاق نلرو، واحد قیادت نلرو، د قیادت واحد مرکز نلرو او دا لا څه چې تر اوسه خو د یو واحد قیادت فکر هم دومره نلرو څومره چې په کار دی، ځکه خو موږ دفاعي پوزیشن کې یو او چې له دې پوزیشن یا موقف او موقعیت نه مخکې تګ ونکړو همداسې به مو حالت دردوونکې وي. موږ د دې پر ځای چې کرۍ ورځ د هغو خلکو سره په بحثونو تېره کړو چې علني مرتد او کافران شوي، غوره به دا وي چې دوی ته ارزښت ورنکړو، سلام ورته وکړو او د خپل مسیر پر لور حرکت روان وساتو، ځکه چې که موږ هر معترض ته دریږو او د هغه د اعتراضونو ځواب ورکوو هغه هم د داسې خلکو چې اصلي هدف یې د خپل منزل په لور زموږ د مزل ټکني کول دي، نو مړه به شو خو د دې لارې مزل به پای ته و نه رسوو او نه به هم د دې معترضینو اعتراضونه پای ته ورسیږي، همدا بیا هغه څه دي چې د کفارو دغه مزدوران( په اسلام معترضین) ملګري یې غواړي. هغوی چې نه پوهیږي( له دیني پوهې محروم مسلمانان) طبعاً دین نه د اوښتو خطر یې زیات وي، دوی ته زده کړه ورکول او پوښتنې یې ځوابول زموږ د ټولو دیني فریضه ده، خو هغوی چې پوهېږي او د دین دښمنان شوي، د مادیاتو او امتیازاتو دغو لیونیو ته هیڅ ارزښت مه ورکوئ او مه ورته وارخطا کېږئ، دوی که هندوان شي، د هندو غلامي به کوي ځکه چې هندوان د اصلي هندوانو پرته دغو نورو ته د حیوان نه هم سپک نظر کوي په خاص ډول که له بل دین نه د دوی عقیدی ته څوک ورځي هغه، خو بیخي بې ارزښته ګڼي، نصرانیان او یهودیان هم دې ته محتاج نه دي چې نور خلک دی نصرانیت یا یهودیت ومني، ځکه چې هغوی خپله خپل دین ته وفادار پاتې نه شول، نو نور خلک به څه ورداخل کړي او نه ورسره د قناعت وړ دلایل شته چې که څوک د دوی عقیده مني، نو کومو دلایلو باندې باید ایمان راوړي، بلکې د هغوی هدف د نصرانیت او یهودیت د تبلیغ نه یواځې د خلکو مرتد کول دي له خپل دین نه او بیا یې دومره سپک ګڼي وایي ده چې خپل حق دین سره خیانت وکړ موږ سره به څه وفا وکړي، په نتیجه کې مرتد د دغو خلکو د رضایت په خاطر د خپل لومړني دین یعنې اسلام سره په ډغره وهلو وهلو کې خپل د دنیا ژوند هم سرګردانه تیر کړي او اخرت ته هم نا مراده لاړ شي، نو دوی ته د دعوت او دوی سره د مباحثو پر ځای مخکې ولاړ شئ او د امت د یو والي او ویښتابه غورځنګ پیل کړئ، کله چې مونږ د دې امت په بیا را ویښولو باندې الله جل جلاله کامیاب کړو، نو بیا به هغه ورځ موږ د خپل ژوند( د یوه مسلمان ژوند) دنیاوي هدف تر لاسه کړی وي، اخرت به مو هم ګټلې او پاک خدای جل جلاله به رانه راضي وي. ان شاءالله د نړیوال اسلامي نظام د منځته راتګ په هیله
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې