Tuesday, 28 March, 2017
 
 
  • پاکستان د مسکو په غونډه کې برخه اخلي
  • امريکا د مسکو په غونډه کې گډون نه کوي
  • طالبانودفراه دپشترود پر پوسته بريد کړى
  • شاهد اپریدي له پېښور زلمي لوبډلې څخه استغفا وکړه
دارواښاد حداد په اړه ځانگړې ليکنې
بيلابيل ليکوال

 

دپښتواوپښتنوپه بڼ كې  وروستى  ګل هم ورژيد.

مرحوم خادم وايي:دمېندوسرغوړيږي دزامنوپه بلوغ

                          وطن دښوځلموپه سرفخر كوي

ګرانولوستونكونه پوهيږم دكوم ځاى  څخه يې  شروع كړم قلم دهغه چاپه وير دغم اوښكې تويوي چې  دهغه  دپښتون،باغيرته،بايمانه،باناموسه،دينداره، په وطن اوخپلواكۍ مين،داصيلواوسوچه پښتنودلارې  مشال اودپښتنودملي فلسفې دڅيړونكى اوښوونكى  په ناڅاپي مړينه ژاړي چې دروان كال اوروانې  مياشتې  په پنځلسمه نيټه (١٥)داسمان هغه ستورى راپريوت چې په اوريدويې  غوږونه كاڼه اوسترګووينې تويې  كړې  دادقلمي تورې خاوند مرحوم قدرت الله حدادفرهادو،د ده دشخصيت سره هرافغان اشنايي لري  چي زما اړيكې   ورسره پخوانۍ وىځکه مومږ په زړونوکي يو ملي درد و،اوددى ملي درپه لرولو سره زموږ ترمنځ هروخت دنظرونوتبادلې،مشورې او اړيکې ساتل شوي دي، مګر وروستي يولس كاله ديادونې  وړبولم.

ګرانولوستونكو.

داموداسې  ترتيب كړې  وو چې  هره شپه مو بغيردځنډه له  څلويښت دقيقوڅخه تريونيم ساعت پورې  تيليفوني بنډاركاوه ړومبى  به يې  دګران هېواد ورځني  حالات څيړل اوهم به يې  يوې  نيمې  ټوكې  اودتيرومشرانويادونه راتازه كول

چي داسلسله دروانې  مياشتې  څوارلسمې  نيټې  ته راورسيده اودښه قسمته

چي په اخري شپه مودټيليفون  پواسطه خبرې  وشوي نورې  خبرې موبلې

شپې  ته پريښودې  ځكه زمازوي كنشكاء وركره ميلمه وواوهلته دغرمې  ډوډۍ

وخت ونومخه ښه موسره وكړه اوبيامې چې  هرڅومره تيلفون وشرنګاوه

فايده يې  ونكړه چې  بلاخره يي دمرګ جرنګې  وټينګيده په هرتقديرګرانو وطنوالوماچې  په دومره اوږده موده كې  چې  اوريدلې دي پس دشاربلويي كوچ ستاسوحضورته ږدم.

١ .سپيڅلتيا:ده پخپل ټول ژوند كې  هيڅ نوع اختلاس،رشوت اوټګي برګي

په ورسپارل شوودندو كې  نه ده كړې  اومادياتوته تسليم شوي نه  و،اود

رحمن باباد دې  شعرڅخه متاثرو.

پادشاهانوكه قصرونه كړل اباد

مادعشق عمارتونه كړل اباد

نوم دكوم يوه پادشاه هسي ياديږي

لكه نوم  چىدمجنون اودفرهاد

زه رحمن دزمانې  له جوره درومم

خپل صاحب لره په درداوپه فرياد

٢ .متانت:ارواښاد  دومره متين شخص ووچي هيڅكله قدرت،پيسواودوطن په سر

معاملې  ته تسليم شوى نه و  تل هسكه غاړه ولاړو.

٣ .ريښتنولې:   دى  دومره رښتينې  وچې  په غونډو، ادبي بنډارونو،او ددوستانوسره به ناسته اوخپلوليكنوكې  يي اړولى  خبرې نه کولې

٤. پښتونولي: ده هرڅه.شرافت،ښه شخصيت په پښتنولۍ  كې  ليده.

٥. پوهه:د ده دپوهې كچه دومره لوړه وه چې  داسياډيروتاريخ پوهانوورته

ځانونه تسليم کړي وو.

٦.خوي اوعادت:دې  دومره خاكساره اوبې  كبره انسان ووچي دحضرت؛ عمرفاروق (رض)دلارويانوپه صف كې  شميرل كيدى  شوخپله خاکساري يې  هرچاته دعمل په ډګرکي ثابته کړى وه ،

٧.كورنۍ:اولادونوته ښه پلار ميرمنې ته څښتن وواودفرهادكورنۍ ته دهغوى  دوياړنوښه ساتونكي و،چى يوازې دهغه کورنئ نه بلکه ټول پښتون اولس به يې په پښتونولئ دتل دپاره وياړي.

٨.دوستان:دوستانوته يو ښه دوست،وروراوپوخ ملاتړى و.

٩.ټولنه:افغاني  ټولنې  ته ريښتونى  خادم اوپه چوپړكې  يي نه ستړى كيدونكى

مبارزوچى سپيڅلى مبارزي ته يى نړيوال قانع شوي وو.

 ١٠.پښتانه:پښتنوته دسراومال تيراوديوې  ښې  راتلونكى  په اميدليكنې  كولې

اوديوروڼ سباپه ارمان وو.

١١.اسلام:په اسلامي اصولوپابنداوداوسني  كړكيچ اواشغال څخه دخلاصون

لاريې  داوسني  ملي مقاومت اوداسلام دلارې  دسرښندونكواوديويشتمې  پيړۍ داسلام دلارې  مجاهداودحربي قوماندان ملا محمدعمرمجاهدپه لارښوونه كې   ليدله.

ګرانوعزيزانوكه هرڅومره وليكل شي بياهم قلم اوكاغذبه يي توانايي ونه لري

خوپه پاى  كې  راځئ  راسره د دعالاسونه دالله تعالى (ج) دربارته لپه كړوچې مرحوم

حداد فرهادته دې  په جنت فردوس اودانبياوواواولياوپه صف كې ځاى  ورکړي.

 كورنۍ اودوستانواوپه مجموع كې  ټولوپښتنوته دزړه صبروركړي، دپښتنوسترمبارزاو ستره هسي ارواښاد قدرت الله حداد که نن زمونږ په منځ کي نشته نو خپل پښتون اولس ته کړي کړي خدمتونه او يادونه به يې  دتل دپاره زمونږ په زړونوکې  پاتي وي .

 زه خپلې  خبري دمرحوم خليق په شعر راټولوم.

اي اسمانه ولي نه شوي رانسكور

اى افتابه ولي نه يي دغمه تور

لويوغرونوولي ريزمريزنه شوئ.

 ونوبوټوولي نه سوزئ په اور

ځمكې ،پړق له ډيره درده ولي نه چوي

ستادپاسه څومره ويردى  څومره شور

ستاكاسه خوډكه شوي معلوميږي.

يقين نه دى  چي ته وپاى  څه نور

نن دى  واردى  چي څوك وژنى  اوڅوك نيسى

تل به نه وي ستادظلم باغ سمسور..

                  الحاج امام الدين ساپى

قدرت الله حداد فرهاد بابا ته ډالۍ

د افغان ملت ګوند رهبر ، ملي شخصيت ، دروند پښتون مشر ، تاريخ پوه، ليکوال

او دنورو ډيرو ښو صفاتو خاوند قدرت الله حداد په ناڅاپي توګه دد فاني دنيا

سترګې پټې کړې.

انا لله و انا اليه راجعون

د حداد صاحب مړينه ټولو افغانانو ، د نړۍ ټولو پښتنو او په خاص ډول د افغان

ملت مترقي ګوند لپاره ستره او نه جبران کيدونکې ضايعه ده . حداد صاحب د تيرو

پنځوس کلو راهيڅې د افغانستان د پت او عزت ، په هيواد کې د ديموکراسۍ د تحقق

او د پښتو او پښتنو د حقوقو خوندي کولو لپاره په ډيره ميړانه او جرات هراړخيزه

مبارزه کوله . د نيږدې  پنځلس کلو د تحقيق او زيار نه ورورسته يی د افغان ملي

تاريخ کتاب تکميل کړچې دا يی په ټول افغان او پښتون ولس لوی احسان دی.

حداد صاحب د تيرو څو کلو راهيڅې په مسلسله توګه هره ورځ د افغانستان د شانداره

تاريخ او روانو چارو په اړه يوه مقاله په ويب پاڼو او اخبارو کې نشروله تر دې

چې يوه ورځ هم پکې قضايی نه وه راغلې.  حداد صاحب خپل ټول ژوند د دين وطن او

افغان ملت خدمت ته وقف کړی وو . دده په مړينه ټول وطنپال افغانان او په خاص

ډول پښتانه ويرجن دي او په پښتون قيادت کي لويه خلا را منځته شوې. ارواښاد

قدرت الله حداد او ارواښاد شمس الهدا شمس دواړه د يوې ليارې ملګري وو او نن

دواړه زمونږترمنځ نشته خو کارنامې او يادونه به يی تل له مونږسره وي.

د مرحوم حداد صاحب  زامنو ښاغليو ايمل فرهاد ، ولي فرهاد ، منصور فرهاد او

ټول محترمې کورنۍ ته د زړه له کومې دغمرازۍ مراتب وړاندې کوم  او حداد صاحب

ته د خدای (ج) له درباره جنت الفردوس غواړم.

انجينير اجمل شمس

د افغان ملت ملي مترقي ګوند مشر

د لوى غم د زغم نه دى خو؟

ليک صفي الله سرورزى

هاى ربه....! ستا فيصله مونږ په سر او سترگو منو، منلې مو ده او منو يې، ستا هره فيصله د حکمت نه ډکه وې، خو مونږ پرې نه پوهيږو او وايو کاش داسې نه واى شوى.... کاش دا کارپه دې او په هغه ترتيب شوى واى..... دا خو زمونږ کمزورتيا او د ورکوټي فکر خبرې دي، ته بې نيازه، بې پروا او د هر څه نه پاک يې....! خو مونږ د وطن په گټه، د اسلام په گټه. د ولس په گټه او د خپل ځان په گټه ستا تر سيوري لاندې ستا په الهام پر مخ روان. ستا په کرم او پوره پوهې د ځان پېژندونکي کس د قام، خاورې، دود دستور، خپلواکۍ او تاريخ ژوندى ساتونکى، کس د ځان اسره گڼو، احترام او درناوى يې کوو، شمله او دستار ورته د عزت او وقار لپاره په سر ږدو، هر چيرې چې يې وگورو د درناوي لپاره ورته ودريږو، لاسونه يې ښکلوو، مينه ورسره کوو او وايو ده ته الله جل جلاله لوى علم او پوهه ورکړې ده، د درناوي وړ يې ځکه بولو چې تا دروند کړى، عزت ورکول ستا کرم بولو او د سر په سړيو کې يې شمېرو، چې يو له دې شملورو څخه ستا په کرم په مخ روان، يو مخې ارواښاد فرهاد، حداد، قدرت الله صاحب وو، چې د خپل رب په بې نيازۍ يې پوره باور او يقين وو، د هر ظالم، جابر، اسلام او وطن پلورونکي يې د قلم په بې باکه او تېره څوکه واهه، او خپل مظلوم او بې وسه ولس ته يې څېرې بربنډولې، د وخت فرعون يې تر مرگه په قرار او ساه اخيستو ته نه پرېښودل، او تل يې خپلو غلطو تگلارو وطن پلورلو، څخه په نره منع کول، نر او سترگه ور مشر وو د وطن لپاره له هر څه تېر وو. ځان ته يې ځان نه ويلو، د وطن لوټې، تيږې او اغزي يې د سپينې ماڼۍ په دنگو، دنگو منارونو  نه ورکول....... کرزى به اوس ډېر خوښ وي چې د يو نارينه او شمله ور پښتون له پنجو خلاص شو ځکه چې د کرزي هر قدم يې په غړېدلو سترگو څارلو او هره تېروتنه يې ولس ته په گوته کوله. تل به يې د تېر تاريخ يادونه، ميړانه او هغه ميړانې وريادول، چې په هغوى تاريخ وياړي، وطن پرې وياړي، او شاه زلمي پرې وياړي. او هغه د پردو لاس پوڅو تاريخي تېروتنو او له شرمه ډک ژوند به يې وريادولو چې د پېړيو په تېرېدلو يې خپل خپلوان ، مرگ  تر ژونده  غوره گڼي، تل ښکته سرونه گرځي، ........ تر مرگه يې دا يو مخى، بې باکه او سترگه ور قلم د لاسه لرې نه کړو، هره ورځ به يې تاريخي لوټمار د کلام او مضمون د ښکلا خالونه ول ..... ټولو پښتنو به يې  دا د ښکلا خالونه په ډېره مينه لوستل او خپل قومي او تاريخي غله او لوټمار به يې د حداد بابا په اشارو پېژندل. دا لوى غم د زغم نه دى خو د خپل رب په هره پرېکړه رضا يوو، او هره پرېکړه يې زمونږ لپاره د احترام او درناوي وړ ده، نو اوس هم دا لوى غم په صبر زغموو او خپله د عاجزۍ ډکه لپه د خپل بې نيازه رب لوى دربار ته نيسو، او د امين په ويلو د خپل بې نيازه رب څخه يو بل ((حداد)) غواړو چې مونږ د خپلواکۍ، اسلام پالنې، هېواد پالنې په درناوي پوه کړي .....

اوس همدا. روح يې ښاد او ياد يې تر قيامته.

حداد ومړ

ومړ په پښتون مين پښتون حداد

ومړ تاريخ پوه، ومړ  مجنون حداد

خدايه دغه تشه به څوک ډکه کړي

څوک شته لکه نن چې وو پرون حداد

پاتې شو نيمگړى د افغان تاريخ

ژاړي الف، با د ځيگر خون حداد

راشئ دا د وير په ټغر وژاړئ

راشئ چې ژوندى کړو په ژوندون حداد

وهڅوئ ونازوئ دا زلمي

کوم به چې ستايل په خپل مضمون حداد

څه شو، ها، يو مخى سترگه ور څه شو

څه شو د پښتون زوى افلاطون حداد

اه په پرديسۍ کې سترگې پټې کړې

خوار يې پرېښود خوار او وکړ يون حداد

څوک شته چې ظالم له گريوان ونيسي

هغه چې نيول به په قانون حداد

تل يې په ميړانه ميړني ستايل

تل به وو ملگري د سمون حداد

څوک شته؟ چې قدم باندې قدم کيږدي

وخوړ سرورزيه خپل لړمون حداد

(پېښور يکه توت- پښتونخوا)

@٢٢@@@@@@@

ذبيح الله" خوږياڼى

 ربـــــــه  ژوندى لـــــرې  حـــــــداد غــــوندې رښتينى بابا

د احمـــــــد شاه ميرويس نمسى دى ډک لــــه مينې بابا

هــــــره ورځ ژاړي د وطـــــن زخمــي زخمـي گــــرېوان ته

غــــــواړي پښتون تــــه ژوندون تــــل د هوساينې بابا

راتــــــه راوښيه !  دښمـــــن زمــــونږ د دين ټـــــاټــــوبي

تــــا ســــره شتــــه تــــاريخي شتون ډک د ساتنــــې بابا

چــــاپــــلوسي نـــه کړمه حداده !  چاپلوس گر نه يمــــه

يمـــــــه ملگرى ستـــــا د خيــــال او پېـــــرزوينــــې بابا

د بـــــوش، زامنـــــــو راتـــه نن مخونه خړ ښــــکاريږي

دي مـــــلامتـــــه خپـــــل ضميـــــــر ته په دې کړنې بابا

ستا په ليکنـــــو نن د هر پښتو ضميـــــــر ويښ شوى

کــــــــــوه اړخيـــــــــزه راتـــــــه نـــــــن خبرې سپينې بابا

چې پښتني احساس ژوندى وي د افغـــان په خـــونه

ډېــــــرې بــــــه وگــــــورې په غرونو کېږدۍ پلنې بابا

د اقتـــــــدار لپـــــــاره دوى پښتـــــــون وژنــــې کـوي

پاتــــې تاريخ تـــــه به تور مـــــخ وي دا واکمنــې بابا

دوى ميعدې نه لـــــــــــري د اوسپنې غاښونه فولاد

ډېــــــــرونه  ويستــــــې غټ کپونه مونږ له ستنې بابا

دوى چې د بل په خوښه زمونږ پېغلې سرتورې کړلې

ځـــــکه حـــــــداد او امـــان دوى نه کړو پوښتنې بابا

دپښتو ژبې تکړه لیکوال  او تاریخ پوهه قدرت الله حداد دمړینې په اړه دمیدان

وردګو والي محمد حلیم فدايي دخواشینۍ پیغام

*په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړو چې دپښتو ژبې تکړه لیکوال، مفکر،فلسفه

لیکونکی او تکړه تاریخ پوه قدرت الله حداد دورپیښې ناروغۍ له امله د۸۰ کلو په

عمر له هېواد  بهر دامریکا دویرجینا په ایالت کې بیګاه ناوخت ومړ.*

*انالله ونا الیه راجعون* ارواښاد قدرت الله حداد دزياتې مودې راپديخواناروغه و اوسره له ناروغۍ يې هره

ورځ دافغانستان په ملي تاريخ اوملي فلسفې په اړه  ليکنې کولې چې ددي فاني

دنيانه دتل لپاره ولاړ.* *

*دمیدان وردګو والي دارواښاد مړینه د افغانستان ټولو ولسونو، او په ځانګړې ډول

دمیدان وردګو ولایت ولسونو او فرهنګپالو مفکرینو لپاره یوه ستره ضایع بولې،

ارواښآد ته  دخداي (ج) له دربار څخه دفروس جنت او دافغان ملت ګوند او دارښاد

کورنۍ  ته یي دجمیل صبر غوښتنه کوي.*

قدرت الله حداد د افغان ملت ګوند د موسس غلام محمد فرهاد ورور و ، چې له اره  د

میدان وردګو ولایت  اوسېدونکی و، د ۱۹۳۰ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه په کابل

کې زېږېدلی،قدرت الله حداد په ١٣٣٠ ل هـ کال د انيس په جريدې کې کار کړى، بيا

د ښاروالۍ په رياست کې د پامير جريدې خپرول ورته  وسپارل شول، وروسته د اقتصاد د جريدې مرستيال شو.

ښاغلى حداد ((فرهاد)) څلور کاله د ژورناليزم کورس ولوست، رسمي سند يې ترلاسه کړ

او د رحمان بابا لومړنۍ جايزه ور په برخه شوه، بيا د سرې مياشتې د تبليغاتو

مدير شو، لس کاله يې ماموريت کړى او د پښتو ملي ژبې ښوونيز کورسونه يې هم چلولي دي .

ښاغلي حداد دوه يمه درجه مطبوعاتي جايزه هم اخيستې او د ټولنيزو، کلتوري او

تاريخي څېړنو تل ته ورکوز شوى دى. .

په ١٣٥٧ ل هـ کال کې د ثور د خونړۍ کودتا پر مهال اتلس مياشتې بندي شو؛ خو په تقدیر

کې یې هلته مرګ نه و لیکل شوي، ژوندى ترې راووت. په ١٣٦٠ ل هـ کال کې پېښور ته

مهاجر شو، په کلېفورنیا کې دمهاجرت په وخت کې د(افغان ملي تاریخ ) په دوه ټوکو

کې  دپښتنو او د پښتنو خواخوږو لپاره ولیکل.

*روح یې ښاد او یاد یې تل

دارواښاد حداد په  مړينه دناروغۍ له بستره د قتيل خوږياڼې د خواږۍ پيغام

دروان تاريخي پړاوودپت ،خپلواکۍ،او اسلام ساتنې هڅاندقدرت الله حداد فرهادله دردوونکې مړينې قتيل زوى څلور ورځې وروسته خبرکړم ،پاک الله دې ددغه لوى غم زغم دفرهاداوپښتون کورنيو(ساپي مرکزاودرمنو افغانانوپه برخه کړي ،هېله ده ځوانان دحداد پوهنې هېوادنۍ تاريخي غوښتنې اوڅرگندونې بشپړې وڅاري روح يې ياد او تاند

دارواښادحداد په مړينه دداکټرثريا خادم او  ځاڅي د خواږۍ پيغام

 دساپی پښتو څیړنواو پراختیادمرکز مشرانو جناب حاجی صاحب او عزتمن انډیوال صاحب او ددې مرکزټولو خواخوږو کارکوونکو او په ټوله کی د افغان ولس هغه ویرجنو هیوادوالو او دستر پاپا فرهادصاحب درندې غم ځپلې  کورنۍ ټولولویانو اوکوچنیانو ته چې زمونږ دستر پیاوړي  بابا خدای بخښلی ګران مشر ( قدرت الله حداد فرهاد ) د غم به ټغرناست دی ، په ډیرې خواشینۍ سره په دی ویر او ماتم کې ځان شریک بولواو ددی نه جبیره کیدونکی پیښې ،چې نه یوازې  مونږ بلکې  ټول ملت ته دهیواد دپاره په دی حساسو او تاریخي  شیبو کې  یو لویه تشه ور پر برخه شوی ، مونږ مسلمان یو د الله جل جلاله رضاوه ،چې نن مو ددې لویې ملي  هستۍ څخه بې برخې شوو،هغه مرحوم دژوند تر اخیرینۍ  شېبې خپل قلم د خپل ولس اوملت دپاره وچلاوه ،الله جلجلاله به اجرونه ور پربرخه کړی . خدای ج ، وطن او ملت ته خدمت دده شعار وه . جنتونه یې نصیب او پر مخه یې دجنت ګلونه ، ټول کهول او ولس ته دزړه صبر . انا الله و انا الیه راجعون

د مرحوم حداد کورنۍ ته  د عجب خان اکرامي د  تسليت پيغام

د مرحوم حداد کورنۍ ته د تسليت پيغام په ډيره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هېواد پياوړي ليکوال، سياستوال او روڼ اندى قدرت الله حداد فرهاد له دې فاني دنيا څخه سترګې پټې کړې. قدرت الله حداد چې پښتو او پښتنو ته يې نه هيريدونکي خدمتونه کړي تل به زموږ په زړونو کې ژوندى وي او پښتانه به تل پرې وياړي. د قدرت الله حداد فرهاد له ارزښتناكو ليکنو د تل لپاره محروم شوو، چې له اوږدې مودې راهيسې د (ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز) پر ويبپاڼه او همدا راز د پښتونخوا په ورځپاڼو وحدت او خبرونه کې د (پېښې، اندېښنې او څرګندونې) په سرليکونو خپريدې. د (ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز) ورته په خپله مالي مرسته د افغان ملي تاريخ لومړي او دوهم ټوک کتابونه چاپ کړي دي. د دې ترڅنګ يې د ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد هغو ورځنيو مقالو ته يې چې د (پېښې، اندېښنې او څرګندونې) تر عنوان لاندې د (ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز) ويبپاڼې له لارې خپريدې کتابي بڼه ورکړې او د همدې لړۍ ځينې نورې ټولګې يې د چاپ لاندې دي. د ارواښاد مړينه د افغانستان او په ځانګړې توګه د پښتنو لپاره لويه ضايعه ده. زه عجب خان اکرامي د خداى بښلي حداد فرهاد له کورنۍ سره په دې غم کې شريک يم او پاتې کورنۍ ته يې د جميل صبرغوښتونکى يم.

دحدادفرهاد،یاداوفریاد!

ليک سیدسعید

هغه چې  ټول پښتانه يي د خوږو ليکلو سره اشنا وه  ملي شخصيت دروند پښتون قدرت الله حداد له فاني دنيا سترګي پټي کړي. انا لله و انا اليه راجعوند حداد صاحب مړينه ټولو افغانانو ته خصوصا د پښتون قو م لپاره ډيره دردونکيتمامه  شوه پښتون قوم يوداسي شخصيت له لاس ورکړي چې  دپښتون قوم لپاره يي ټولژوند وقف کړي وه .چې  دژوند اخيري لحظه پوري دپښتنو لپاره نه هيريدونکيخدمت وکړه. د مرحوم حداد صاحبزامنو ښاغليو ايمل فرهاد ، ولي فرهاد ، منصور فرهاد اوټولې محترمې کورنۍ ته د زړه له کومې دغمرازۍ مراتب وړاندې کوماو حدادصاحب ته د خدای (ج) له درباره جنت الفردوس غواړم محمدولي طوطاخيلپکتيا ، افغانستان

دحداد فرهاد،یاداوفریاد! سیدسعیدډیرتفاوت شته په انسان کي دمعني په لحاظواړه لګیادي ځیني ځان ځیني جهان جوړويالفتپه خواشینۍ سره مي خبرترلاسه کړچي نومیالي مؤرخ ،تکړه لیکوال اوغښتلیمبارزارواښادقدرت الله حدادفرهادچي په ۱۹۳۰ز،کال کابل کي زوکړیؤ،د۱۳۹۰ل،دلیندۍ په ۲۵مه نیټه دامریکاپه ویرجیناایالت کي ملک الموت ته خپلهساه وسپارله ، هسک څښتن (ج)دي مرحوم ته خپله رضاء ورنصیب کړي ،کورنۍ،دوستانواوقریبانوته دې صبرجمیل ورپه برخه کړي .روح دې ښاد،یاددې تل ويارواښادحداددشلمي میلادي پیړۍ په وروستۍ نیمایې اودیویشتمي هغې په لومړۍلسیزه کيدافغان مظلوم ولس لپاره په سیاسي ،فرهنګي اوټولنیزوبرخوکي بېساريخدمتونه ترسره کړي دي .په ۱۳۵۷ل،کال دثورکودتاچیانوبندي کړاواتلس میاشتيیې دزندان دتوروتموشاته تېري کړې .نوموړي دتېروڅوکلونوراهیسي د«پیښي،اندېښنې اوڅرګندوني »ترسرلیک لاندي دګران هیوادپرروانوحالاتوزیاتي لیکنيکړي چي زیاته برخه یېدساپي دپښتوڅیړنواوپراختيامرکزپه ویبپاڼهwww.scprd.com،وحدت ورځپاڼه اونوروکيپه پرله پسې توګه خپرې شوي اوبیاپهکتابي بڼه چاپ شويدي ،دغه رازیې په وروستیوپنځلسوکلونوکي د«افغان مليتاریخ »په نوم په دوه ټوکه کي خوارمعتمداومفصلتاریخ لیکلی اودنیکه مرغهچاپ شو ی هم دی. خدای بخښلی حدادفرهاد دسپېڅلي احساس ،ټینګي ارادې ،استقامت اوشجاعت څښتنمشرؤ،تل یې داسلام اوهیوادڅخه دفاع کړې اوددښمنانوپرضدیې پرېکنده دریځدرلود،هغه دزیاتروګوندي ملګروبرعکس وافغانستان ته دامریکا- ناټوپوځیانوراتګدنړیوالوبین الدولي اوبشري نورمونوخلاف بربنډیرغل باله ،دکرزي په مشريدکابل رژیم یې کاملایوه بلواکه اوګوډاګۍ اداره بلله .دکابل رژیم اودهغهدیرغلګروبادارانوپرضدمقاومت کونکي یې ستایل ،په کړونویې ویاړکاوه ، په هغوی(طالبانو)پوري یې دافغانستان دخپلواکۍ اودافغان ولس دسوکالۍ هیلي غوټه کړيوېآن چي دهغوی ددریځ ننګه اوکلک ملاتړیې کاوه ،دطالبانوتحریک یېدافغانستان اسلامي امارتاورهبریې دعالیقدرامیرالمؤمین ملامحمدعمرمجاهدپهالقابویاداوه .داؤدمرحوم حدادفرهادیاد،په لاندي کرښوکي یې فریادته غوږشئ! ۱-دناټو يوه ټانکر باندې چاودنه، پنځه ويشت نور بشپړ سوځولي دي۲-په ٢٠٠١د ٩/١١ کې چې کومه پېښه په نيويارک او واشنګټن کې شوې وه) دافغانستان اسلامي امارت سره يې هيڅ اړه نه درلوده۳-د تاريخ د خپلواکۍ څلى همدغه شپږ طالبان دي چې د ناټو او امريکا لهپوځونو سره يې د ١٣٩٠د وږي په ٢٤ شل ساعته جگړه وه. ۴-د اکتوبرپر ٧ اود تلې ١٥ د امريکا يرغل پرامن او روښانه افغانستان باندېوشودلوي جرګي پهنامه غونډه۵-بلواکي خپلواکي نه شي کيداى ، له تاريخه زده کول په سياست کې لومړى ګامدى۶-د امريکا ددفاع وزير داخبره چې دافغانستان جګړه به وګتيڅه مانا لري ؟دافغانستان جګړه لکه چې سکندر گټلى وه يا چنګيز ، بيا انګريزانو او پخوانىشوروي اتحاد کوم ښيى ؟ دى دې له کوم تاريخپوه سره وغږيږى په نړۍ کې په هرپوهنتون کې تاريخپوهان او دتاريخ څانګېشته دکتابونو اتلسونو شمېر ډير دى ،ليکوال سره څه کتابونه او تاريخياتلسونه شته په دې برخه کې له ځانه څهنه وايي. کله چې سکندر پاکتيسياPoctyciaته راغى ، ده يو بډاى موړ ودان هېواد وليد ،تر دې چې هغه يونانيان دلته وليدل چې دکار او غريبۍدپاره راغليؤ ساکوپښتنو دسکندر لښکرېوشړلېاو پاکتيسيا يې خپلواکه کړوبيا لوى افغانستانتر شماليهند پراخهشو. دپاکتيسياPoctyciaنوم په دغه نوم املا او تلفظ دهيرودت په کتاب کې ليکلشوى چې هغه دتاريخ پلار بلل شوى او لومړنى تاريخ دى . نو دغه نوم دلته کارول کيږي چې دهيرودت کتاب په ټولې نړۍ کې شته او په ټولو ژبو ژباړل شوى. بيا چې دپاکتيسيا هېواد ډيرېپيړۍ ؤ څو دچنګيز افت راغى له هغه سره جګړېوېچنګيز له افغانستان څخه سلطان محمد خوارزم شاه وغوښت چې ده ته يې پهلاس ورکړى هغه يې په لاس ورنکړ . دسکندر او چنګيز ترمينځ مودېکې چې ډيرېپيړى وى لس ملي افغان امپراتوۍتيرېشويلوى افغانستان او افغانان پهخپل قوت ؤ اوس هم هماغه ملي فلسفه ده چې ژوندۍ ده . دامريکا ددفاع وزير بلهخبره داده چې جګړه دپاکستان له مرستې پرتهنه شى ګټلى که داسې وي ،پاکستان هم په اسلامي روحيه جوړ شوى دى له اسلام سره به څومره جفا کوي ؟ چېپښتانه ووژني پښتنو داسلام دپاره پاکستان منلى دى چې اسلام نه وي . پهپاکستان کې پښتانه خپله لار ګوريبيا به افغانستان او پاکستان په دې حالنه وى پښتنون به شتون لري په لارى سم . ځکه سربيره له اسلام پښتونوليدهچې له اسلام سره يوشانى ده. ګرشاسب بابد دسيستان دتاريخ له مخې داسلام زيرى ورکړى ؤ چې مونږ بهمسلمانان يو کله چې اسلام راشى موږ به داسلام دپاره قربانيورکړو دسيستانتاريخ يو معتبره تاريخ دى ملک الشعرا بهار تصحيح کړى او لغات يې شرحهکړيديدسيستان تاريخ يو بې سارىسند دى چې په مهال ليکل شويدى. پاکستان او هندوستان کې ډير مسلمانان دى دهغو هم خاطر ساتل په کار دىترکشمېر پورې . امريکا او ناټو دواړه دښه حکومت کولوخبره کوي ښهحکومت ښهخلک کولاى شى له فاسدو خلکو ښه حکومت غوښتل شونى نه دى دکابل خلکو په خپلولاريونونوکې وغوښتل چې اوسنى چارواکي خپله بويه محاکمه شيدافغانستانخلک په لومړيسر کې له چارواکو تقوى او سپيڅلتيا غواړي چې اوس داسې نه دهاو تقووى نه ليدل کيږي . په کندهار کې داعتضا الدوله په وينا څومرهانګليسى اسيران چې غازيانو نيولى هغه يې ونه وژل هغوى يې داسلام دين تهراوبلل په هغو کې يو شمېر چې په اسلام مشرف شول هغويې پرېښودل هغوى چېاسلام ونه مانه هغوى ووژل شول په هغه لښکر کې د هندوستان له بيلو برخوانګليسى پوځ سره ؤ غازيانووويل چې درې ورځې دى څوک له خپلو کورونوڅڅه وځى. بيا به هغه خلک ونيول چې ښکارهافغانان ؤ له انګليسانو يې پېسې اوانعامونه اخستى ؤ هغوى يې ټول کړل بيا يې ووژل او تارومار کړل ددغو مليخاينانو دځينو نومونه يې ليکلى ديلکه محمد کلان خانپوپل زى محمد رحيمنورزى ، مير افضل پوپل زى دا هغه مشران ؤ چې ولس ته يې ويل چې انګليس لوىدولت دى څوک يې زور نه لري ځانونه مه بربادوئدوى په همدې وبال ووژل اوتاسى وګورئ دين او دنياييبايلودل کرغړن نومونه يې په تاريخ کې پاتى شولاوس بيا هغه حال دى دوى چې خپل ملت ووژني او دخلکو کورونه او ځمکېاخليډير ژر به داسې شي. بيامحمد عطا خان له خپل لښکر سره دابوالحسن کلي ته راغى په همدې وختشهزاده صفدر جنګ ته خبر ورسيد چې يو شمېر انګليسان له خزانېاو نور سامانسره له شکار پور څخه شالکوټته راغلياو له هغه ځاى نه کندهار ته تلل ،شهزاد صالو خان اچکزيمحمد صديقخان باميزيمير افضل خان اڅکزياوکاکړان او دتيزين خلکو خزانېاو سامان ترلاسه کړل انګليسان يې ووژل افغانپوځيانو په کچلاغ کې پهانګليسانو باندې بريد وکړاو هغوى ته يې کلکهماته ورکړه چې اوهسوه انګليسان ووژل شول دافغانانو له پلوه ديرش تنهشهيدان او ټپيان شول پاتې انګليس پوځ دپاينده خان دکلا په لور وتښتيداوهلته يې خپلې پاتېخزانېاو سامان وسوځول. دافغانستان په تاريخ کېډيرېخبرېچې نه ديليکل شوى په دغې ليکنېلوستل کيږي چې يو شمېر په صورت کې افغان ياديدل به ماهيت کې نه ؤ دادى پهدې څير بيا ديبهيرد حمزه بابا ګلپاڼېستا په مينه کې چې تيرېڅو لهجېديهم هغه مې دژوند ځلندېنقطېدينن وسواس راسره مل کړو ستا خبرودومره ډيرېخوږېلګيچې ترخې ديدا رڼا دسباون ده که يار راغىحمزه ګوره ډيوېبلېديکه مړېديبلواکي خپلواکي نه شي کيداى ، له تاريخه زده کول په سياست کې لومړى ګام دىپاکتيسياPocticyلوى افغانستان ، تاريخ ، جغرافيه او ملي فلسفه: ١٣٩٠هـ ل، عقرب ٢٨، د 2011م نومبر١٩بلواکي خپلواکي نه شى کيداى وګورئ دا مير شيرعليخان کتنه ( له لاردارلميو) دهند انګليسي حاکم سره : امير شير علي خان وويل زما دپلار لوى اميردوست محمد خان تړون له جانس لارنس سره په جمرود کې په يوه ماده کې داسېراغلې ؤ دبرتانيېدولت ستاسو په کورنيو شخړو کې دچا پلوي نه کوي هرڅوک چېامير شي هر ګوره هغه به دبرتانيېله دوست سره دوست وي او دښمن سره يې دښمن. امير شير عليخان وويل : دومره په کار دى چې دافغانستان نوم هم وييعنى دافغانستان دولت او دښمن به دبرتانيېدوست او دښمن وي لارميودشيرعلى خان داخبره ونه منله چې داسې کيداى نه شي او ته په دې برخه کې څه نه شىويلى دا به زمونږ سياست وي . سياسيټکى دادى چې ستا دوست بۀ زما دښمن وييا دښمن دى زما دوست اوس ځينې افغانستان کې وايي پاکستان زموږ دښمن دى ياايران کيداى شي دواړو هېوادونو سره دامريکا انګليس دوستيوى له تاريخ يېزده کړيکه دا تړون وشي دا په کې نه شى کيداىاو بلواکي بلواکي وي هغهخپلې ګټېاو تاوان ته ګوريسره له دې چې حامد کرزى يې نورېخبرې کويهغوى سره نورې. پاکستان او ايران هغوى ته تر افغانستان ډير ارزښت لري . دامير شير عليخانخبره چې ونه منله شوه ډير پښمانه او خواشينى بيرته کابلته راغى په دېکې يې ځوى هم مړ شو شير على خان غوښتل چې روسيې سره خبرېوکړيانګليسانودويم بريد په افغانستان باندې پيل کړ او افغان انګليس دويمه جګړه شوه بياپه ميوند کې افغانان ، کندهاريانو جګړه وکړه. که په ميوند کې شهيد نه شوىخدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينهدا زمونږ خور ملالۍوه زمونږ وروروڼو ته عزيزهوهميوند يې وساته دغهدامير شير عليخان داستان ډير دى په سراج التواريخ کې ثبت دى. دلوي جرګيپهنامه غونډهدافغانستان تاريخ او ځانګړېورځ : له بده مرغه ١٣٩٠هـ ل دلړم٢٥او ٢٠١١ مدنومبر ١٦ هغه ورځ ده چې لس کاله وړاندې ١١،٩ ورځ وه له هغې نن دافغانستانپه کابل کې دهغه موخېڅرګندېشوې ، افغانستان ته نورې ستونزېزرغونې شوى ځکه دافغانستان ملي فلسفه له هغه پردۍده کومهچېدلويې جرګېپه نامه غونډه کې وويل شول امريکا انګليس سره پوځي اډې په يو څير ومنل شوى، نو افغانستان چې له دې ځان باسي بيا هغه اوږد مهاله جګړېراغلېوي. استاد احمد عليکهزاد وايي پهافغانستان کې له لرغونيمهالونوتراوسهملي اصول ديچې تراوسه ساتل شوى هغه يې په مادى چاپيريال کې هم ښودلي ديوايي کله چې سکندر راغى هغه اباد ښارونه او ښه قوانين دلته وليدل هر څوک پهخپل کار پوهيده ښه نظم او امنيت ؤ . استاد کهزادداو ستايي اصولو خبرهکوي وايي : درڼا او تياره په برخه کې رڼا ښه بولي په ککړ او سپيڅليکېسپيڅلى په دروغ او رښتيا کې رښتيا ښه بولي په حلال او حرام کې حلال همداسېپه ټولو چارو کې په خپلواکۍاو بلوا کۍ،کېخپلواکي غوره بولي . نندلويې جرګې په غونډېکې داصول وغورځول شول درښتيا په ځاى دروغ ومنل شولدخپلواکۍپر ځاى بلواکي خوښه شوه . هرڅه واوښتل همدادى چې دغه پريکړى نهمنل کيږي نو سوله به هم نه وي جګړى به وي څو تاريخي سپيڅلىپير راشي ،دمګړۍ خودا وشول بيا پاتې کيدى نه شي دتاريخ په اږدو کې چې جګړېوي هغههمدې باندې وي . افغانانو چې پهاتلسمېپيړۍ کې له ايران سره جګړه وکړهدواړه خواوي مسلمانان ؤ خو بلوا کياو تيرى ؤ نو ميرويس نيکه دعدالت اوسپيڅلتيا غږ وکړ کله چې داسې شو خپل او نور ورسره شول ملي يوالي جوړ شو ځکههوډ او هدف لوړ وټاکل شو دا يو ښکلى او په زړه پورې تاريخ دى چې دايران اوهند په نيولو کې ميرويس نيکه او احمد شاه سره يوازې پښتانه ؤ دوى دظلمدلرېکولو او دعدالت دراوستو دپاره کار وکړ . دا چې خپل امنيت نه شي ساتلىپه امريکا او انګليس ځان وساتي ته خوبه وساتل شي هغوى له تا څه غواړي ؟رحمان بابا وايي: څه سياليبرابرى دهدطالب او دمطلوبمونږ ته مشرانو خبرېکړيدياو لارې يې ښودلى نو څوک چې دپلار او نيکه نهاوري هغوى غله او سوالګر شيناخلفه مشه لوى دچا په دربله مهمه خبره په دغهلويې جرگې کې دا شوى چې کرزى له لويې جرګې پوښتنهکوي هم طالبانو سره څنګه سولهوشي ؟ دا خبره څرګنده ده طالبانو ويلى دىپه کومه توګه خبرو ته چمتو دي لومړى بهرني عسکر دېوايستل شياساسيقانون دېلغوهشياو دوى چې حکومت ځان بوليپه افغانستانکې تلپاتېبهرنۍپوځي اډېغواړي . همدغه اساسي قانون بهساتي ، شماليټلواله او ستميان به چارواکي وي دوه مخالفېخواوي دىطالبانو چې لس کاله يې ټولې نړۍ سره جګړه کړيده په پوځي توان کې له هيچابيرته نه دى خداى دى وساتي يو ملت څه غواړي دين ، ناموس او خپلواکي ولريدغو دريو غوښتنو ته څوک ټټر وهلى شي ؟ دا هغه درې غوښتنېديچې دحامدکرزى دولت يې نه شى کولاى او نه يې غواړي دحضرت صاحب دعا گانېيې هم پهلارېکولاى نه شى. خوى که په داشان وي دل ازار ستاڅه ښاديبه کانديطلبګار ستاحيف چې اوريدى شيليدى نه شىحسن ولطافت پرېوار ستاخداى زدهچې تهيار دکوم يوه يېهر طرف ياران ديصدهزار ستاد اکتوبرپر ٧ اود تلې ١٥ د امريکا يرغل پرامن او روښانه افغانستان باندېوشو. پاکتيسياPoctyciaلوى افغانستان، تاريخ، جغرافيه او ملي فلسفه. ١٣٩٠هـ ل، تله ١٥، د ٢٠١١م اکتوبر٠٧ نن وروسته له لسو کلونو جگړې، وينې اوويجاړ هېواد دى فاسد بې کفايته لاسپوځى حکومت، وچکالياو سوالگرىدولتدى. له پوهنتون تر کليو د خلکو نيول دي ښځې، نارينه او ماشومان په شهادترسيږي، نن په کابل کې لاريون و، چې امريکااو ناټو دې له افغانستان څخهووځي، څوک چې پردى خپل، خپل پردى وبولي هغه به داسې وي. لس کاله وړاندې د بريد په مهال په يوه بمبارۍ کې د امريکايي الوتکو کورونهوران کړلخاورو لاندې يو ټپي سپين ږيرى کندهارى په تلويزيونو کې وليدل شو. په خاورو سپېره رنگ سور په وينو و يوه خبره يې وکړه : ((دلته نه القاعدهشته، نه طالب خبره بل څه ده دا نه ده)) د شهيد خبره وهچې خداى پوهېدلي ووخپلې غاړې يېدژوند په وروستۍ شېبې کې خلاصې کړې.د شمالي ټلوالې ستميانخوشحاله و حامد کرزى په خپلې وينا کې وويل :د افغانستان د نيک مرغۍ پېر دى. کوم شهادتونه ويجاړتياوې فساد، غلا، غصب تالان، ناورين دومره چې شمارل يېگران شو. عاليقدر اميرالمؤمنين ملامحمد عمر مجاهد او اسلامي امارت طالبانو د لوىافغانستان تاريخ وساته، يرغلگر يې له خوځېدو وغورځول، دوى باندې ليکوال سرهنور څه نه و د افغانستان، پاکتيسيا تاريخ و له هغه پوهيده څه روان دي. خوهغه سپين ږيرى ټپي او بيا شهيد کندهاري ته حيران دي، چې هغه څنگه پوهيدهپرته له دې هم د افغانستان عامو خلکو خپل تاريخ تل ساتلى دى. د دانگليستانسفير بيا وويل چې هغه (بې ادبه کلمه يې وويله) نه پريږدو چې طالبان بېرتهراشي. PressTvيو خبر و چې انگليسي ورځپاڼې گارډين نه اخستل شوى و. انګليسانو دېرشملکي خلک شهيدان د دوى په خوله وژلي ښځې او ماشومان په کې و دوه څلوېښتټپيان و. دا پوځ د انگلستان شاهي پوځ دى. د گډو پوځونو افغان لاسپوڅو ناټوامريکا په يوه عملياتو کې اووه کسه شهيدان کړي يو دېرش يې نيولي دي په دې دبشر د حقوقو مؤسسې خپله اندېښنه ښودلې ده. د تاريخ د خپلواکۍ څلى همدغه شپږ طالبان دي چې د ناټو او امريکا له پوځونوسره يې د ١٣٩٠د وږي په ٢٤ شل ساعته جگړه وه. پاکتيسياPoctyciaلوى افغانستان، تاريخ، جغرافيه او ملي فلسفه. ١٣٩٠هـ ل د وږي٢٣ د ٢٠١١م د اګست ١٦نن په تبصرو کې ماتو خلکو حقاني او پاکستان باندې خبرې کولې چې دا شپږفدايان د حقاني له خلکو ؤ، او جوړو نه يې پاکستان کېشوې وه، دا څه ويناده د شپږو تنو او شل ساعته لويه جگړه يادوي چې الوتکې هوا کې الوتلي پهځمکه امريکا، اروپا او افغان بې دمې اردو او پوليس ؤ، چې وايي سارى نه لري،دمه او سارى نه لري، پنډ پنډ جنرالان لري، د ناټو او امريکا پوځي مشران دغچ او بدل اخستو خبرې کوي، چې هغه به د شپې له مخې عام خلک په بمباريوووژني او شهيدان به يې کړي، د کابل د تلويزيون په وياړ ويل چې وروسته لهشلو ساعتو مهاجمين ووژل شول، چې عکسونه بدرنګه ؤ و نه ښودل شول، دوى لهښکته تر پورته رنګ نه پېژني، تاريخ دا رنګ پېژني او ملي فلسفه يې پېژني. محبت هم حمزه څورنګ بدل شيپه اول کې اطمينان ؤ اوس خطر شوحمزه بابا د غزل بابا دى خو د ملي فلسفې هم بابا دى، دا هر چا ته اول کېاطمينان بيا خطر شي،که تاريخ وپوښتل شي هغه يې وايي، يرغلگرو دا ځله سبق واخيست، دوى به رنګبدل کړي چې د دوى رنګ د تاريخ سيلابونو يوړ. ته چې خپله بې عقلي هوښياري بوليکاشکې بيامومې د غوښتو په نرخشولېپه امريکا کې څه حال دى؟ ليکوال څو کرښې له سمو سرچينو ليکي ځکه: قناعت مې تر خرقې لاندې اطلس دىپټ له درست جهان پادشاه ظاهر ګدا يمله ٩/١١ وروسته چې لس کاله ووتل امريکا ته نوى نورې اړتياوې زرغونه شوي ديچې ډېرې دي او وخت غواړي، هغه د اقتصاد بيرته ښه کول دي، چې نه يوازې د نناو سبا د خپلو راتلونکي نسلونو ته خوشحالي راولي او له نظر نه عمل ته پلىشي. پانګه داسې وکارول شي چې د امريکا راتلونکي سم شي؟ له هغو اړتياو يود سونپاکود موادو موندل دي چاپيريال سپېڅلى او د تېلو ځاى ونيسي او نوىژوندون به لاس راشي، زامن مو په کراروي مصيبتونه وشړل شي بيا به دې تهاړتيا نه وي نورو هيوادونو ته لاړ شو، مونږ دا وکړو او دا به آسانه نه وياو ژر به و نه شي بيا بويه وشي تر څو به پوځي عمليات کوو کله به دافغانستان له جگړې تېر شو. امريکايان چې اوس هغه گوري څه يې تر لاسه نه کړل يو حکومت يې و نه دراوه چېخپل کار وکولاى شي په غلا، غصب هيواد دښمنه ؤ د امريکا خلک چې د جگړې لګښتيې اوږو باندې دى، د همدغې تېرې جگړې پور به ورکوي هغه هم په لسو کلونوکې... نور کمزورى، مارشال، سترجنرال ډگر جنرال... کابينه واليان ولسي جرگه،مشرانو جرگه دې فکر وکړي چې امريکالهبل ملت نه پور وړى دى، مونږ دپاره څهوکړي؟ بې شرمه خلک ډېرې دومره فکر نه چې د يوه بل ملت له ربړ او خوارۍ نهچړچې کوي، د امريکا اقتصاد تر هغه ويجاړ دى چې دوى فکر کاؤه ، اته ميليونهکارونه تللي دي، يو فيلسوف ويلي: تاسې يو حقيقت په ښکنځلو ورک کولى نه شي،يا خپلې سترگې پټې کړي، هغه به وي چې وي. د افغانستان اسلامي امارت په خپل مهال د يوه امنيت نمونه وښوده، د خلکودين، سر، مال او ناموس خوندي ؤ. مثالونه يې د خلکو په ياد دي، اوس هماغه هيواد په نړۍ کې لومړى فاسد هيواددى، مفسدان په کې ناست دى، په اخبارو کې يې نومونه لوستل کيږي، پهراډيوگانو کې اورېدل کيږي او تلويزيونو کې ليدل کيږي. په ٢٠٠١د ٩/١١ کې چې کومه پېښه په نيويارک او واشنګټن کې شوې وه) دافغانستان اسلامي امارت سره يې هيڅ اړه نه درلوده. پاکتيسياPoctyciaلوى افغانستان، تاريخ، جغرافيه او ملي فلسفه. ١٣٩هـ ل د وږي ١٨ د ٢٠١١م د اګست ٩٩/١١په پېښې کې هيڅ يوه نخښه نه وه چې په افغانستانسره يې اړه وي، خلکوليدل چې هلته څه ؤ؟ په همغه ورځ له څلورو اسرائيلي کارکوونکو يو هم کار تهنه ؤ راغلى او نه ؤ وژل شوى (غوا که توره ده شيدې يې سپينې دي) دا حقيقت بههيڅکله بدل نه شي. نهم د سپتمبر ٢٠٠١نه وروسته (اووه ويشت ورځې) افغانستان باندې چې بشپړ امن ؤبريد وشو او اسلامي امارت يې بې ځايه کړ، بيا هم شته او وي به، په دې مودهکې وليدل شول امن په ځاى نا امني د نظم په ځاى بې نظمي د صداقت په ځاىخيانت، چپا و غصب راغى څوک چې لږ ملي وجدان ولري دې ته ښه او هغه ته بد نهشي ويلاى. حيران يم د آشنا را ته جرګې دي چې راځياو ما ته بوږنونکي وسوسې دي چې راځيعاجز ليکوال چې له افغانستان نه وتلى بيا نه دى تللى، خو تاريخ چې څه واييهغه يې ګوري، ٩/١١ باندې څېړنېشوي، هغه کې هم څه نه دي موندل شوي، نړۍبدله شوه، افغانستان کې څومره خلک شهيدان شول؟ تر ماشومانو ښځو پورې،پريوتى دولت وايي هر څه ښه دي، ملي اردو پياوړې ده، او د ناټو دا خبره نهمني چې څلورويشت زره عسکر ترې تښتېدلي، هره ورځ وژل کيږي، پريوتي چارواکييو سړى (مسعود ) شهيد بولي نور نه دي، هره ورځ په دروغو وايي دومره يې ووژلاو دومره يې ونيول. د بنديانو ځورول او په ځورولو يې يوه خبره ده. خبر جوړول په دې هر څوک پوهيږي، په کمونستي حکومتونو کې هم دا کېدل، څنګهچې هغوى پاتې راغلل، پريوتى دولت مخکې له مخکې پرېوتى دى، د حامد کرزي د بلپر مټدولت او د افغانستان تاريخ بدل کړ چې د دسيسې دولت شو هرو مرو بهافغانان خپل ملي دولت جوړوي او په شريعت به يې چلوي، پاکستان کې به هم داوشي که زور ؤ، همدا دى که وژل دي همدا دي، که پيسې دي همدا دي. پريوتى دولت چې خپل سرداران يې پريوتي بولي له دې بل نوم نه شي ګټلى. د افغانستان کاني زيرمې: د دغو زيرمو واک د افغانستان د ملت دى، پريوتى دولت نه شي کولاى، د هغو پهبرخه کې به خبرې وکړي، بهرنيو دولتونو دا غوښتل خو يو شرط يې ؤ او هغهامنيت ؤ، چې دوى يې نه شي راوستى، بيا هوايي خبرې شوې، رښتيا نه دي. په امريکا کې يو ځانګړى حالت دى چې د بل کال د ټاکنو دپاره دواړه ګوندونههلې ځلې کوي، که څه هم وايي چې افغانستان مرسته نه شي کولاى، افغانستان کهوکولاى شي امنيت راولي او اقتصاديپلان ولري نو اقتصادي مرسته کوي، له هغهد مخه د افغانستان له پريوتي دولت نه يو حساب غواړي څو بيا غلبيل نه وي،چې ټول تويې شي، دا دواړه اوسنى دولت نه شي کولاى، نه هغې کې پاتې دى، چېترې وتلى نه شي. په امريکا کې ډېرې اقتصادي ويجاړۍ دي لکه د امريکايانودروغتيا بيمه او دزړو خلکو ساتل چې ټول عمر يې امريکا ته کار کړى دى، خو زاړه شوي، کوم عقلدا مني چې دوى به پرېږدي، پريوتي افغان چارواکو ته پيسې ورکوي، مرسته اوساتل سره بيل دي، امريکا دې ته ګوري حامد کرزى او نور پريوتي هر چا ته لاسغځوي او پيسې غواړي او هغوى په کومو شرطونو مرسته ورکوي، لومړى به يېپلانامريکا ته څرګند وي، څنګه چې په سيمې کې وليدل شو خلک تاريخ پسې ګرځي. استاد احمد علي کهزاد لومړى تاريخپوه چې د افغانانو پام تاريخ ته راگرځوياو د افغانستان تاريخ يې په سمه توګه ليکلى دى په ډېرې زړورتيا ګرشاسب بابااو ګرشاسبنامه يې تحليل او تعبير کړى دهد ګرديز تاريخ او د طبقات ناصري باندې پوهاند حبيبي تعليقات ليکلي دي. حامد کرزي ډيرمشاورينلري هغوى په تاريخي خط نه دي خبر چې هغه ته يې وښييپخپله يو سوداگر دى هوښيار نه دى. طغرل شاه يو پادشاه ؤ چې له آرى په ترک شمېره کېده، د بابا ظاهر عريان دکتاب په سريزه کې يېليکلي دي چې طغرل شاه له خپلو لښکرو سره چېرته روان ؤپه لار يې وليدل چې يوې غونډۍباندې درې فقيران هلته گرځي، طغرل له خپليوه سلاکار نه وپوښتلدا څوک دي؟او څه کوي هغه وويل: دا درې پېژندل شوي فقيران دي، طغرل له آس نه کوز شو. په پښو د فقيرانو په لور وخوځېد، بابا ظاهر ته ودرېد ظاهر ورباندې غږ وکړاوه ترکه د خداى له بندګانو سره څه کوي؟طغرل وويل: هر څه چې ته را ته ووايې؟ بابا ظاهر، نه يې هر څه چې خداى ويليخداى تعالى فرمايي چې له بندګانو سره يې عدل او احسان وکړه، طغرل شاه ترېنورې خبرې وغوښتې، بابا وويل: همدا بس، مطلب له دې لنډ حکايت دا دى چې طغرشاه يو پادشاه ؤ، ترک ؤ خو د ترک او پښتون خبره نه ده، د عدل او احسان خبرهده چې د هيواد مشران يېبايد ولري. پښتانه د اسلام په ارشاداتو پوهيږي او له پخوا پوهېدل، اوس عاليقدراميرالمؤمنين ملامحمد عمرمجاهد په دې مهال تر هر چا په عدل او احسان ښهپوهيږي، په نړۍکې يې پلى کولاى شي، او دا له ده ليدل شوي، تر کله بهپرېوتى له هغه سترگې پټوي. کله چې د طالبانو د حکومت په مهال پهټول افغانستان کې امنيت ؤ بيامفسدينودا خبره پههر ځاى رواج کړه چې امنيت په محبس کې هم وي، که محبس کېهم امنيت بيا بيا محبس ښه دى. مه غوږ باسه د نا اهلو قيل و قالپه کار نه ده قيل و قال د بد سګاليا به هسې پوچ ګويي کاندې آغازهچې مضمون يې نه مردار وي نه حلالد دنيا چارې به تل په خواب و خيال ويڅوک به څه کا اعتماد په خوب و خياللکه دود چې غرونه غرونه څرګنديږيتار په تار شي پهيوهنريشمالرحمان بابادناټو يوه ټانکر باندې چاودنه، پنځه ويشت نور بشپړ سوځولي ديپاکتيسياPocticyلوى افغانستان ، تاريخ ، جغرافيه او ملي فلسفه: ١٣٩٠هـ ل، د ليندى٢٢، د 2011م دسمبر ١٠دکويټېپه لاره دناټو يوه ټانکر باندې چاودنه شوى، پنځه ويشت نور ټانکونهيېبشپړ سوځوليديدا مثال ديوې ورځې دى چې دا جګړه دلويديځې پانګهڅومره ګرانهپريوزي؟ ناټو امريکا که دا جګړه وغځوي بشپړله پښو پاتې شيلويديځه پانګه واله نړۍ چې اوس يې پانګه له لاس وتلىډيره بې رحمه دهبلخبردادى چې يوه انګليسي عسکر يو افغان ماشوم په چاړه وهلى دى دتصوير له مخېماشوم دپنځو کلونو ښکاريده ،ددوى د زړه له کومې کينه له افغان سره ښيى. چې په نامه پښتون غوڅيږي پرې خوښيږياورنګ زيب هسې پادشاه دى داسلامخوشحال بابا ديرغلګرو په نيت پوهيدلى ؤ که ماشوم هم وى يرغلګر چې اوسامريکااو اروپا ديله سړيتوب وتليدى په همدې حال يو شمېر لاسپوڅي يېپهپېسو اخيستى دياو پلورل شويدي چې وپلورل شي له هرڅه يې لاس وخيږي بيانه سړى نه مسلمان او نه افغان دى يو شى دى چې اخيستل شويدى بل تعريف نه لريدوى فکر کوي چې افغان او مسلمان به وي دبن په خبرو کې يو بل خبر داؤ چېنړيوالو رسنيو کې راغلى او وليدل شو. په لنډو کې خبر داسې دى : دکونړ په ولايت کې په يوه جومات کې بريد شوى پههغه کې امنيه قوماندان او داستخباراتو مدير وژل شوى سپږ نور پوليسPress tv. يو څو چې دناټو امريکا دپاره خپل هېوادوال ، پښتون، مسلمان دامريکا دپارهوژني دهغه له جومات او دجمعى مبارکې له لمانځه سره څه دى دغه لمانځه دى ،لمانځه نه هسى ښکانځه شىزمونږ ملى ادب کې درې سوه کاله وړاندې ويل شوى له مليتاريخ او ملي ادبهناخبره کله افغان کيداى شي څوک چې دين ، ناموس او خپلواکي نه غواړي. په لسو کلونو کې کوموړ بدلون نه ليدل کيږي : بل خبردادى چې کارپوهان وايي: ناامنيدوام لري ، جګړهپاى ته نه دهرسيدلى هغه جګړهچې هره ورځاقتصاد لاندې راولى دپرس ټى وى خبر دى چې دانګلستان دشاهى اردو يو انجنيروژل شوى بيا هم انګلستان واييپه هلمند کې دامن سيمې پراخوي افغانانپوهيږي چې له انګلستانو سره ددوى دښمنى پاى نه لرى درې پيړيو کې دافغانانګليس جګړېديلاسپوڅي دولت بيا هم له انګليس سره ددوستۍلاس ورکوي اوله هغه مرسته غواړي په حقيقت کې همدغه دولت دافغانستان لوى غليم دىدادهېښتيا ځاى دى چې دغه ډول سوله هم غواړي چې طالبانو سره وشي. طالبانو دهېواد تاريخ ساتلى دىکه داسې نه وي کوم هېوادونه چې افغانستان ته راغلى سره پرتله کيداى نه شيهماغه الهى حکمت دى چې افغان سره ؤ. په کندهار او کشمېر کېلهانګليسانو سره جګړې: د اهغه جګړېديچېتاريخ ډيرېخبرېورباندې نه ديکړيکله چې کابل کې د ١٨٤٢م ملى پاڅونوشو او دانګلستانو ټول پوځ ووژل شو دا ډيره مشهوره ده دا چې په همدغه مهالکې کندهار او کشمېر کې څه تيريدل هغه پاتې ده په دې برخه کې دايران يوهشهزاده چې عليقلى ميرانوا(اعتضادالسلطنه ) ؤ ډير په زړه پورې تاريخ ليکلىدى او ښه تصويرونه يې هم ورسره چاپ کړيدى په هغهکې دوه تصويره دامير دوستمحمد خان دى په يوه کې امير دوست خان مکناټن ته ځا ن تسليمويپه بل تصويرکې امير دوست محمد دانګليس له مشرانو سره دخبرو په حال کې ولاړ دى١- دلومړى تصوير لاندې يې ليکلى دى : امير دوست محمد خان خودرا به ويليامهى مک ناتن تسليم مې کند. ٢- دويم تصوير لاندې ليکل شوى انگليسى ها ناچار از پذير فتن امير دوستمحمد خان وديگر شرايط مې شوند. دا ډول خلک اوس دغه ګړۍهم شته چې هره ورځ يې خبرونه راځي او ټول يېويني. په دې برخې کې چې کشمير او کندهار دکابل له ملي پاڅون سره دانګلستان پهمقابل کې وو، په يو مهال وشودا دملي تاريخ غوره برخه ده ،ددې موضوع يادولاړينه ده چې کورني هېواد پلورونکي وپيژندل شينن دافغانستان دپېښو اوجګړو خبرونه ډير ؤ دافغانستان خلک خواشينى دى چې پېښې ډيريږي. په کابل کې دعاشورا دوير ژلو غونډه وه چې ډير غمجن سره غونډه شوى ؤ په دېغونډى کې څو تنو خبرى وکړى لکه محقق دوحدت له ګوند ، عبدالله عبدالله ،ضياء مسعود له خپل توان نه يې پورته وېدوى دى دغه دولت ته وګورى چې پهڅومره درغليو دامريکا او ناټو په خوا کې جوړ شوى اودريدلى يادرول شوى .پهپاکستان کې دولت او ملت بيل دى په افغانستان کې هم دادى نه دولت څه کولاىشى او نه ملت څوک چې په عمل کې له يرغلګرو سره جګړه کوي او دهغو له لاسپوڅي سره هغه طالبان ديڅو په دواړو هېوادونو ملت او دولت يو نه شى غورهڅه شى کيداى. څنګه شوى اشنا د نا اشنا په څيرنن خوراته ښکاري دبل چا په څيرحمزه بابا

 د پښتو ادب ستر ليکوال او تاريخ پوه قدرت الله حداد فرهاد ومړ.

ليک س.سيرت

د محرم الحرام په يوويشتمه، د ليندۍ ٢٥ مه ١٣٩٠ل،هـ، د دسمبر په ١٦ ٢٠١١ع  د جمعې مبارکې ورځې د سهار په اتو بجو په پېښور کې د ساپي پښتو څېړنو د پراختيا مرکز لخوا ټولو چاپي، غږيزو او ليدونکو رسنيو کې دا ډول خبر خپور شو چې د افغانستان په داخل او بهر کې يې د پښتو ادب مينه وال د غم او  وير په ټغر کښېنول: (د پښتوژبې  ستراديب اوتاريخپوه قدرالله حداد ومړ) د افغان ملت سترلارښود او د افغان ملي تاريخ او ملي فلسفې  راژوندي کونکي تاريخپوه قدرت الله حداد د افغانستان په وخت بيګا ماښام  د امريکا په ورجينيا ښار کې ومړ ارواښاد قدرت الله حداد د زياتې مودې  راپديخواناروغه و اوسره له ناروغۍ  يې  هره ورځ د افغانستان په ملي تاريخ او ملي فلسفه د ساپي ويبپاڼې ته  ليکنه کوله د دې فاني دنيا نه د تل لپاره ولاړ خداى بخښلي حداد د ناروغتيا پر وخت خپلى کورنۍ ته ويلي وو که امکان يي درلود خپلي خاورې ته مې ورسوئ او که تاسې ته زياته مشکله وه نو په ويرجينيا کې مې خاورو ته وسپارئ دا اوس نه د څرگنده  چي کورنۍ به يې څه ډول تصميم نيسي. د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا د مرکز بنسټوال امام الدين ساپي، د هغه کورنۍ او د دفتر ټول کارکوونکي يې په مړينه د ارواښاد د کورنۍ سره دا غم  شريک بولي. اروا يې ښاده د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز پيښور

د دې خبر په خپريدو سره په ادبي دنيا کې ټولو رسنيو ته دا د غم نه ډک خبر ورسيد. د هر ليکوال ذهن ته د خداى بخښلي حداد صاحب د مبارزې ډک ژوند ورسيد چې قدرت الله حداد يو رښتينى مبارز و خپل ټول عمر يې د خپلې پاکې خاورې او ولس لپاره وقف کړى و. د امريکا په نوي او د اسانتياو نه ډک ژوند ورته د بې وطنۍ او بې وسۍ سره سره د اندېښنو ژوند ښکاريده. ښاغلى حداد په جسمي توگه په امريکا کې اوسيده خو روحاً په افغانستان او په افغانستان کې د هر ولايت، هرې ولسوالۍ او هرې درې په پېښه يې زړه درديدلى او د قلم په اوښکو يې ژړلي دي.په افغانستان کې د هرې پېښې، هرې موافقې او هرې پرېکړې راتلونکي ته يې خپل نظر څرگند کړى دى او پايلې يې په گوته کړي دي. د ارواښاد قدرت الله حداد د ژوند لنډ تاريخ په دې ډول يادولى شو. قدرت الله حداد د افغان ملت ګوند د موسس غلام محمد فرهاد، چې په پاپا مشهور و، ورور و قدرت الله حداد، چې له اره د ميدان اوسېدونکی و، د ۱۹۳۰ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه په کابل کې زېږېدلی. قدرت الله حداد په ١٣٣٠ ل هـ کال د انيس په جريدې کې کار کړى، بيا د ښاروالۍ په رياست کې د پامير جريدې خپرول ورته سپارل شوي، وروسته د اقتصاد د جريدې مرستيال شوى دى.

ښاغلى حداد ((فرهاد)) څلور کاله د ژورناليزم کورس ولوست، رسمي سند يې ترلاسه کړ او د رحمان بابا لومړنۍ جايزه ور په برخه شوه، بيا د سرې مياشتې د تبليغاتو مدير شو، لس کاله يې ماموريت کړى او د پښتو ملي ژبې ښوونيز کورسونه يې هم چلولي دي .

په ١٣٤٥ ل هـ کال کې د ((افغان ملت)) د جريدې مسوول چلوونکى وټاکل شواو د ملي پيدايښت پر ارزښتونو يې د مشرانو اندونه راټول کړل. د ده د کار په بهير کې ((افغان ملت)) جريده دوه ځلي مصادره شوې او دى محکمې ته غوښتل شوى دى. ښاغلي حداد دوه يمه درجه مطبوعاتي جايزه هم اخيستې او د ټولنيزو، کلتوري او تاريخي څېړنو تل ته ورکوز شوى دى.هغه وخت چې د افغان سرې مياشتې د تبليغاتو مسوول و د ايران زلزله ځپلو ته يې پنځه ويشت زره ډالره نغدي مرسته رسولې او هلته يې له ايراني تکړه ليکوال علي دشتي او شاعر رهي معيري سره کتلي او د پښتو ژبې په باره کې يې ورسره بحثونه کړي دي. په ١٣٥٠ ل هـ کال کې د بنگله دېش نړيوال سيمينار ته لاړاو د سولې د ټينگولو په بحث کې يې برخه واخيسته. دغه راز يې په کلکته کې د مهاجرو کمپونه ليدلي دي . په ١٣٥٧ ل هـ کال کې د ثور د خونړۍ کودتا پر مهال اتلس مياشتې بندي شو؛ خو په تقدير کې يې هلته مرګ نه و ليکل شوي، ژوندى ترې راووت. په ١٣٦٠ ل هـ کال کې پېښور ته په کډه شو او په دې ښار کې يې په داسي حال کې د افغان ملت ګوند مشرۍ ته دوام ورکاوه چې تر سختې څارنې لاندې و. کله چې له پېښوره کلېفورنيا ته کډوال شو افغانانو پرېښود، اندېښنو او تاريخي شتون يې ((د افغان ملي تاريخ)) دوه ټوکه د پښتو او پښتنوخوا خوږو ته وليکل او ((د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز)) پر لگښت چاپ او خپاره شول چې د لوستونکيو له تاوده هرکلي سره مخامخ شوي دي. ارواښاد قدرت الله حداد د افغانستان په روانو حالاتو او په هېواد کې دننه پښتنو ته په ژور نظر کتل. داسې ليکنه يې کوله چې د هر افغان د زړه آواز و. په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو د عملياتو او بمباريو هره پېښه يې په بېلو بېلو اړخونو څېړله. په افغانستان کې يې د امريکا د پوځونو په دايمي اډو اندېښه دومره زياته وه چې تصور يې نه کيده. تر هرې پېښې يې د امريکا په دايمي اډو زيات ژړلي و د ژوند وروستۍ ليکنه يې د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز کې په دې شکل چاپ شوې ده چې د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز لخوا ټولو رسنيو ته د تل په شان رسيدلې ده. د ارواښاد د وروستۍ ليکنې څه برخه په دې ډول ده. د امريکا ددفاع وزير چې دافغانستان دجګړې دګټلو خبره کوي څه معنى لري ؟       قدرت الله حدادفرهاد

پنجشنبه (زيارت)   ١٥ / ١٢ / ٢٠١١

پاکتيسيا Pocticyلوى افغانستان ، تاريخ ، جغرافيه او ملي فلسفه :

١٣٩٠هـ ل، د ليندى٢٦، د 2011م دسمبر ١٥ د امريکا د دفاع وزير دا خبره چې دافغانستان جګړه به وګتي  څه مانا لري ؟ دافغانستان جګړه لکه چې سکندر گټلى وه يا چنګيز، بيا انګريزانو او پخوانى شوروي اتحاد کوم ښيى؟ دى دې له کوم تاريخپوه سره وغږيږى په نړۍ کې په هر پوهنتون کې تاريخپوهان او د تاريخ څانګې شته د کتابونو اتلسونو شمېر ډير دى، ليکوال سره څه کتابونه او تاريخي اتلسونه شته په دې برخه کې له ځانه څه نه وايي. کله چې سکندر پاکتيسيا Poctyciaته راغى، ده يو بډاى موړ ودان هېواد وليد، تر دې چې هغه يونانيان دلته وليدل چې د کار او غريبۍ  دپاره راغلي  ؤ ساکو پښتنو دسکندر لښکرې  وشړلې او پاکتيسيا يې خپلواکه کړو بيا لوى افغانستان تر شمالي هند پراخه  شو. د پاکتيسيا Poctyciaنوم په دغه نوم املا او تلفظ د هيرودت په کتاب کې ليکل شوى چې هغه د تاريخ پلار بلل شوى او لومړنى تاريخ دى. نو دغه نوم دلته کار ول کيږي چې د هيرودت کتاب په ټولې نړۍ کې شته او په ټولو ژبو ژباړل شوى. بيا چې د پاکتيسيا هېواد ډيرې پيړۍ ؤ څو د چنګيز افت راغى له هغه سره جګړې وې چنګيز له افغانستان څخه سلطان محمد خوارزم شاه وغوښت چې ده ته يې په لاس ورکړى هغه يې په لاس ورنکړ. د سکندر او چنګيز ترمنځ مودې کې چې ډيرې  پيړۍ وې لس ملي افغان امپراتوۍ  تيرې  شوي لوى افغانستان او افغانان په خپل قوت ؤ اوس هم هماغه ملي فلسفه ده چې ژوندۍ ده. د امريکا د دفاع وزير بله خبره دا ده چې جګړه د پاکستان له مرستې پرته  نه شي ګټلې که داسې وي، پاکستان هم په اسلامي روحيه جوړ شوى دى له اسلام سره به څومره جفا کوي؟ چې پښتانه ووژني پښتنو د اسلام د پاره پاکستان منلى دى چې اسلام نه وي. په پاکستان کې پښتانه خپله لار ګوري بيا به افغانستان او پاکستان په دې حال نه وي پښتنون به شتون لري په لارى سم. ځکه سربيره له اسلام پښتونولي ده چې له اسلام سره يوشانې ده.))

د حداد صاحب په یا

ليک :اسدالله غضنفر

 د سراج الاخبار د زمانې او د ثور د کودتا تر منځ په افغانستان کې د داسې کسانو یو قشر راپیدا شو چې د افغانستان په خلکو، په تاریخ او په کلتور کې یې عظمت لید خو د تجدد ارزومن هم وو. مهذب اوسیدل مګر په بیوزلۍ نه شرمېدل او غلا ورته ډیره بده ښکاریده. د دې قشر دوه ډیر څرګند استازي غلام محمد فرهاد او د ده کشر ورور قدرت الله حداد وو.  پلار مې وایي چې په دیارلس سوه څودیرشمو کلونو کې یې د هغه وخت کابل ښاروال غلام محمد فرهاد (پاپا) یادیږي چې له اشرباڼو زلمو سره یې اوږه په اوږه د مېوند واټ په جوړولو کې برخه اخیسته او چې غرمه به شوه، په یوه لاس کې به یې  ګندنه وه ،په بل لاس کې وچه ډوډۍ، مړۍ به یې په ولاړو، ژر ژر تر ستوني تېروله چې کار ته ژر وزګاره شي.  ما پاپا نه و لیدلی خو د ده ورور قدرت الله حداد مې په پیښور کې د نولس سوه اتیا لسیزې په لومړۍ نیمه کې ډیر ځله ولید.  په افغانستان کې د ببرک کارمل حکومت و. په پیښور کې جهادي تنظیمونه په  قدرت کې وو. د حداد صاحب خپل ګوند ،افغان ملت، دوه یا شاید څو ټوټې شوی و. حداد صاحب په سیاسي او اجتماعی ژوند کې یوازیتوب احساساوه او په اقتصادي ژوند کې یې ممکن هغومره بیوسي بل هیڅ وخت نه وه لیدلې. یوه ورځ یې میرمن ( چې د کابل پوهنتون د ادب پوهنځي د دري څانګې د نامتو استاد پوهاند محمد نسیم نګهت سعیدي خور وه) په خوشحالۍ راته وویل چې زوی ته یې په درملتون کې د میاشتې په څلور سوه روپیو کار پیدا شوی دی. زوی به یې په هغه وخت کې پنځلس کلن و. حداد صاحب خپل فکري نظام د افغانستان په چوکاټ کې جوړ کړی و، خو اوس افغانستان له ده پاتې او نیول شوی ملک و. ده چې د ملي کلتور، ملي وحدت او ملي تاریخ په باره کې کومې نظریې لرلې، هغه په پاکستان کې او هغه هم د ضیا الحق په پاکستان کې د جرم او ګناه نظریې وې  د دې لپاره چې پاکستان خوشحاله شي، په تنظیمي مجلو کې  به مثلا داسې مصرعې په جلي خط لیکل کیدلې: زه بنده د خاورو د اوبو نه یم. د دې لپاره چې جهادي مشران پاکستان ته ډیر وفادار ثابت شي، د مکتب په کتابونو کې به حتی الوسعه هڅه کیده چې د افغانستان نوم رانه شي. د ایران د خوشحالولو په سر هم کشمکش روان و. مثلا د پیښور ساخت یوه تنظیم په هغو مطبوعاتو کې چې په ایران کې یې چاپ کړي وو، سید جمال الدین ته د افغاني په ځای اسلامي ولیکل چې ایران ته ځان تر نورو سکنی وښیي.  حداد صاحب په نشنلیزم میین و او نشنلیزم په هغه وخت کې تر سوسیالیزم بدتره بلا بلل کیدله. د غلام الله په نوم یوه تنظیمي ملا په دې باندې اوږد تحقیق وکړ چې  د نشنلیزم اصلي سرچینه ومومي. ملا صاحب ډیر ژور لاړ او بالاخره دې نتیجې ته ورسید چې نشنلیزم د فرعون مفکوره وه. امان الله خان چې د حداد صاحب یو آیډیال شخصیت و، د پیښور په تنظیم شاهي کې د خدای لوی ګناهګار و. امان الله خان ډیر وغندل شو، خو د غندلو په مخ کې یې صرف یو خنډ و او هغه دا چې علامه اقبال د امان الله خان او نادرخان ستاینې کړې وې او علامه اقبال چې د پاکستان خوب یې لیدلی و، تر تنقید پورته مقام درلود. په دې منځ کې یو تنظیمي لیکوال راپاڅېد او د دې خبرې د ثابتولو کوښښ یې وکړ چې د علامه اقبال مقصد  خو د امان الله خان او نادر خان ستاینې نه وې بلکې اصلی مقصد یې دا و چې دوی ته نصیحت وکړي.   قاعده ده چې د وطن په ننګ راپاڅیدلي خلک د وطن بیرغ ته ډیر درناوی کوي، مګر د هغه وخت په پیښور کې رنګارنګ بیرغونه راووتل. حداد صاحب به په دې خپه وو چې هغه درې رنګه بیرغ د هېریدو په حال کې دی. ده به ویل، بیرغ مقدس شی دی، مونږ به بیرغ علم شریف باله حداد صاحب د بیوسۍ او مایوسۍ په اوج کې هم هغه څه ویل چې زړه یې منل. یوه ورځ یې د افغانستان د جګړې په اړه  د باچا خان دا خبره د خپل اخبار په تندي باندې ولیکله او ځان ته یې جنجال جوړ کړ: جنګ دی د هاتیانو ، ژوبل  کې سنډا ګان شول. بل ځل یې د ظاهر شاه غټ عکس چاپ کړ او د هغه د راتلو ارزو یې وکوله. د هغه وخت په پیښور کې له تنظیمونو سره مخالفت د دین او دنیا تاوان و. حداد صاحب دا تاوان منلی و. یوه ورځ یې راته ویل چې شورویان که د حنفي فقه په اساس په ملګرو ملتونو کې د شفعې دعوه راباندې وکړي، وطن رانه ګټي، ځکه که عرض وکړي چې تاسې وطن هسې هم خرڅوئ نو چې زه ګاونډی یم اول حق زما کیږي، نه د دنیا په  بل سرکې د بل چا، مونږ یې ځواب نه لرو ،د حداد صاحب تر ټولو لوی مشکل دا و چې په کلونو کلونو یې د پښتونستان غوښتنه کړې وه . په هغه وخت کې یو بل تنظیمي لیکوال سید مخدوم رهین د پاکستان په مقابل کې د افغانستان د تیرو حکومتونو دریځ وغانده  او په یوه مقاله  کې یې ولیکل چې مونږ څومره بد کار کاوه چې خپل مسلمان او دوست ګاونډی پاکستان مو خوابدی کړی و. د سید مخدوم رهین دغه مقاله په هماغه کلونو کې  د رهین صاحب په کتاب (اشک خراسان) کې هم چاپ شوې ده. یوه ورځ چې حداد صاحب ته ورغلم، راته کړه یې چې لږ مخکې د پاکستان د استخباراتو یو سړی راغلی و، ویل یې چې ته خو د هغې ډلې یې چې پښتونستان یې غوښت. حداد صاحب ورته ویلي وو: اوس یې نه غواړو. هغه پوښتلی و: داسې څنګه کیدای شي؟ حداد صاحب ورته ویلي وو، د پیغمبر ص د رسالت په څوویشتو کلنو کې څو آیتونه منسوخ شول، آیا مونږ اجازه نه لرو چې د خپل مرام له ایکې یوې مادې تیر شو؟ حداد صاحب ظریف سړی و. ما تر ده دنګ او تر ده ظریف کس په ژوند کې کم لیدلی دی. ګومان کوم که د ظرافت هنر ورسره نه وای، سکته به یې په اتیا کلنۍ کې په ورجنیا کې نه بلکې په څو پنځوس کلنۍ کې په پیښور کې کړې وه.د اپریل د میاشتې یوه جمعه مې یادیږي ، چې د پیښور په کبابیان کې د هغه کور ته  ورغلم. راته ویې ویل: په دې اونۍ کې مې دوه مهم کارونه کړي دي. یو مې جنتري بیرته شمسي کړه او بل مې ساعت، نیم ساعت وروسته کړ چې له افغانستان سره برابر شي. دی په خپل ورک کړي افغانستان پسې ګرځيد. دی چې اوس له خپل وطنه په زرګونو کیلومتره لرې د امریکا په خاوره کې د ابد په خوب ویده دی، یو ابدي غم خو به یې نه ځوروي؟

 حداد ماوما: ليک استاد سعدالدین شــــپون

ماوماو بېدرکه مړه خوا او مستغني و. د پېژندګلوۍ په ټوله نیمه پېړۍ کې یې له هېچا، حتی له ما د  حبه دینار تمه  و نه کړه، خو لکه هر نېستمن پښتون یې مېلمه پالنه له لاسه نه ورکوله، عذر یې کاوه چې پیاز دې وي، په نیاز دې وي. د درونټې له پله چې جلال آباد پلو تېر شې، هماغلته یې کور و، یا به چا ملګري ورکړی و. څو ځلی چې ورپېښ شوی وم، نور څه نه و، پرېمانه چای یې را کاوه، چې به یوه چاینکه ختمه شوه بله را روانه وه. خو دې چای نه رنګ درلود نه خوند. پوښتنه مې وکړه چې ماوماو، دا څه خېل چای دي؟ دی موسک شو ویې ویل، دې ته اپا کلب تېس وایي. که غواړې، څو پاڼې به درکړم. ګړۍ پس یې په دسمال کې راته راوړل.بس د ولې د پاڼو په شان وې. بیا چې روانېدم، په سرای کې یې یوه ونه را وښوده، ویل یې چې همدا ونه د چا یو ده، سړی، تندرست ساتي، د بدن خیرې مینځي. دا یې  و نه ویل چې د بازار د چایو پیسې نه لري. ماوماو پرېمانه ټوکې کولې، حتی جدي بحث یې د ټوکو په متل شروع کاوه، خو د الهام خبره په شعر کې یې د سېلابونو شمېر زیاتاوه او کماوه. کله به یې چې کوم بیت وایه، الهام به ویل، ماما د خدای پار دی، د سعدي او فردوسي د کلام سره به زنا نه کوې، که نه صبرېږې نو ابراهیم خلیل راګیر کړه یا یوسف آیینه.

وايي د ګاونډ نجلۍ چخمټه وي، موږ یارانو  فکر کاوه چې ماما هسې د ځا نه لګیا دی، نه د پښتنو تاریخ ورمعلوم دی نه څه، هسې یې په جګ قد خلک غولېږي، خو یوه ورځ مې د بست د کلا د تارخ پوښتنه ورنه وکړه. قریب نیم ساعت لکچر یې پرې راکړ. چې ما د ده معلومات د معتبرو تاریخي لیکنو سره پرتله کول، د ده معلومات پر زیات و. یوه خبره چې یې شامدام کوله دا وه چې پښتانه له آراه ساکان دي. د سکندر له زمانې به یې نومونه سره اړول را اړول تر څو به یې د کابل سهاکو ته راوست.ما بابیزه واخیسته خو تېره میا شت چې د ډا کټر حسن کاکړ سره غږېدم، هغه هم همدا ډمامه وغږوله. حال دا چې  ماوماو په تاریخ کې کوم  رسمي لېسنس نه درلود. وزیر صیب محمد ګل مومند بابا مې هم د ماوماو له برکته ولېد،هغه وخت زه خبر نه وم چې یو وخت به په موږ او وزیر صیب د فاشېزم کاڼی راګوزارېږي. څو ځلي یې زیارت ته ورغلو. ښایسته سپینه خواجه خذري ږیره یې د سپین صفا مخ سره بېټ نیکه را یاداوه. بیا مې له پلار نه د مومند بابا پوښتنه کوله. هغه ډېر وستایه، ویل یې مومند صب او داوی صیب دواړه ملي شخصیتونه دي، داوی د ترکیې د اتاتورک په شان ملي او دهري، مومند صیب ملي او مسلمان، خودواړه بېجوړې دي. حتی پلار مې یو ځلي د ماوماو سره لېدو ته ورغی. هلته لکه چې پلار مې د وکاندار یاد کړی و خو وزیر صیب ویلي وو چې د دوکان په ځای هټۍ وایه چې پښتو توری دی، پلار مې ورسره استدلال کړی و چې هټۍ هم اردو توری دی. ماوماو د کابلي سره پوخ کابلی و. لهجه یې د کابل د بویناکو کوڅو د کاکه ګانو پاړسي وه، پښتو یې بیا تر احمدزو کوچیانو هم کراړه وه، خو موږ سره یې میداني پښتو ویله. د کاکا رضا په نامه یو کاکه شیعه ملګری یې هم و چې د ده حجرې ته به راته. یوه ورځ یې په دېوال باندې ځړېدلې جنتري لېدلې وه چې د پښتونستان د تحریک مشرانو وراستولې وه. ورباندې د خان عبدالغفارخان لوی عکس و، چې تر لاندې یې لیکلي وو: باچا خان کلېنډر. کاکا رضا ډېر وخت ورته ځیر و او بیا یې ویلي وو، فدایت شوم پاچا خان قلندر، قربان تمام قلندرا شوم. بیا نو کاکا رضا پاڅید، په ګډا شو او په ښکلي غږ  یې تکراروله چې، دمه دم مست قلندر. امریکا کې ، نه پوهېږم څنګه شوه چې ماو ماو تلفون کې راته وویل زه او ته د وروڼو له لا سه غرق شوو. هېڅوک  پخپله ما نه ویني، د پاپا فرهاد په نامه مې نازوي، تا د ګهیځ له پاره. ما ورته وویل ماوماو، غم یې مه کوه صدیق پسرلي هم خپل زامن خراب کړل، که شاهکار هم ولیکي وايي دا د مشر پسرلي برکت دی. ماوماو تلفون کې و خندل،« دومره برکت دې به ښادۍ شي چې هېڅ ختمیدن نه لری، دا مې ایمل شو، دا اجمل، دا بخمل، دا ململ. مګر غضنفر یې په رښتیا هم چې لویه اروا ده.»  مېرمنې ته مې وویل، ځان سینګار کړه چې په یوه بجه د ماوماو فاتحه ده. که ژوند و د خاطرو بل لړ به هم کوم وخت درته وپېرم. هغه چې د سینګار خونې ته روانېده شا ته یې وکتل، « ارمان چې فاتحه د پښتنو په جومات کې وای. دا ملا ماتي پښتانه بس لافو ته پرېږده.»

حدادصاحب هم مړسوليک  استاد محمد معصوم هوتک
په افغانستان کي د مصیبتودپیل لومړي کلونه ول،چي زمادخیالونو تاج محل، د پلارونیکه ټاټوبی، د کندهارښارراته سوراورسو. پلرنۍ مېنه مي اور و اوبوته کړه اوپه نه څه مي وپلورله. پرکډه مي لرگی واچاوه اومخ پرکابل دنامعلومي راتلونکي پرلوررهي سوم. دکابل ښارپه دغه وخت کي دهیواددنوروښارونوپه پرتله یوڅه دگوزارې وو. ومي غوښته چي له پلاره دراپاته سوي کوردخرڅلاوله بابته لاس ته راغلي خوشمړي، په دغه ښارکي پریوه کورولگوم. دخپل پخواني اشنااودماواروبې لاس وبې پښوکسانوله پاره د"مشکل کشا" عبدالولي په مرسته مي دکوردموندلولټه پیل کړه. په دې کوڅه ننوزه، ترهابلي راووزه، داکوروگوره، هاکوروگوره، خپل جېب ته به مي وکتل، تروس به خبره تېره وه، ماښام به بیرته کراهي کورته ستون سوم اوسبابه بیاهمداکیسه وه. په دې لټه کي مي یوه ورځ  پریوه کورباندي د" خانه فروشی" کاغذولید، له عبدالولي سره یوځای ورغلم. یوماشوم راووت،دکورراښوولوله پاره مخ ته سو.یوه خونه، بله خونه راوښووله.دکورپه سالون کي مي پرمیزباندي سترگي د"پاپا" پر عکس ولگېدې. ترسرمي دود ووت. حال مي بل سو. دهغه چاکور ته یاد هغه دکوم قریب کورته درانیولوپه نیت ننوتلی وم، چي له سهاره ترماښامه به ئې دکابل ښاردودانولوپه نیت له مزدورانوسره وچه ډوډۍ اوگندنه خوړله، زمبېلونه به ئې چلول، خاوري به ئې تنفس کولې، له تندي به ئې خولې بهېدلې، خودی به خوښ خوشاله وو. ځکه ښارئې وداناوه، جاده ئې جوړوله، هیوادوالوته ئې چوپړکاوه اوپه ویاړئې کاوه. نه ئې جیبونه ډکول، نه ئې دوطن سرمایه خارجي بانکوته لېږدوله، نه ئې دوطن بچیان داورلمبوته اچول اونه ئې دوطن پرسرسوداکوله. همدې چورتواخیستی وم چي سالون ته مي دیوچا د راننوتلوږغ ترغوږسواودملگري له خولې مي واورېدل چي" حداد صاحب، سلام علیکم". حدادصاحب وارخطاغوندي سو، بې مقدمې ئې وویل :" داکورراباندي لوی دئ، ماشومان وایي چي خیرخانې ته به کډه شو، دوستانوته به نزدې یو،..." موږدرک کړل چي له دې توضیحاتوڅخه ئې مراددادئ چي گویاراته وایي له وطنه نه وزم. فاجعه خودلته وه، چي هم به دي له ناکامه خپله مېنه پرېښووله، اوهم به دي ددغه بېلتون پرسردخاداونوروجاسوسي سازمانودتعقیب ریسک پرځان مانه . حدادصاحب تازه له بنده خوشي سوی وو. ماته دده دکورپه کتلوکي ځان ډېرگناهکارښکاره سو. که څه هم ده خوبې هغه هم کورخرڅاوه. که پرمانه وای، پربل چائې پلورئ، خوماته ددغه کوررانیول ډېرسخت ایسېدل."خدای په امان" مي ورته ووایه اوپه خواشیني زړه مي په دغه ورځ دکورلټه پرېښووله اوسیده خپل ټاټوبي ته ولاړم.دغه کلونه دمصیبت کلونه ول. دهیوادمنورشخصیتونه، پوهان، روښانفکران، تعلیم یافته اوپه ژبه پوه خلک ټول وتل.ددغه ډله ییزمهاجرت ناوړه اغېزه موږاوس پرخپل پلرني ټاټوبي باندي وینو، چي څومره ستره وه.څوکاله وروسته زه هم دهیواددنورومیلیونونوکسانوپه څېردمهاجرت ددغه اوږده کاروان مل سوم. په کاناډاکي مي ترڅوکلونووروسته ویرجینیا ته ددوستانودلیدوله پاره سفروکړ. هورې پریوه واده پېښ سوم. د واده په مېلمنوکي حدادصاحب مرحوم هم راغلی وو. دامان الله خان دوخت یوه سیکه ئې په تارپېیلې اوپه غاړه کړې وه. هرچاته ئې ورښووله . ترډوډۍ خوړلو وروسته دهوټل له سالون څخه دباندي راووتلواوپریوه چوکۍ څنگ پرڅنگ کښېنستلو. دحال احوال پوښتنه مي ځنی وکړه. ویل ئې" زړه مي ډېرراته تنگ دئ".پردې کتنه دادئ نورڅوکاله هم واوښتل اوپرون احمدشاه هوتکي په یوه ایمیل کي راته کښلي ول چي" حدادصاحب وفات سو". ماته ئې هغه جمله راپه یادسوه چي دوې کرښي پاس مي کښلې ده. که څوک زما څخه هم دحال پوښتنه همدااوس وکړي، جواب به مي هماغه وي. په پردېسي کي مړینه له ناکامه وي.پاک خدای دې وبخښي. رښتینی افغان وو.محمدمعصوم هوتکآشاوا ــ کاناډا

۱۷ دډسمبر ۲۰۱۱ع

طالبانو خپل خواخوږى ونه پيژانده

ليک  اطهر الله اطهر

له ټول افغان نه په مننه

20.12.2011 12:00

((د الله مرسته له طالبانو سره ده، د آسمان ملايکې د طالبانو مرسته کوي، د ملي تاريخ له مخې طالبان په حقه دي، افغان ولس د طالبانو تر شا ولاړ دى، طالبان پښتانه دي او امريکا د پښتنو د له منځه وړلو لپاره راغلې ده، پښتانه د امريکا يرغل نه مني، پر خلاف يې د حربي نابغه عاليقدر امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ راپاڅيدلي دي، ملي پاڅون يې کړى دى، که د اسلام خبره وي طالبان سوچه مسلمانان دي، په افغانستان کې يې اسلامي شريعت پلي کړى و، او خلک ترې خوښ وو ، ټول افغانان غواړي او د دغه ارمان لپاره سپيڅلې مبارزه کوي)) (د قدرت الله حداد د ليکنو لنډيز))

د دليل لپاره يې د پاکتيسيا، سپېڅلتيا او لرغوني تاريخ په رڼا کې د ملي فلسفې مثالونه وړاندې کول او په هر ځاى کښې به يې د پښتون قام د سرلوړۍ لپاره د اسلامي امارت په درنښت خبره کوله، خو اوس چې هغه د طالبانو په صفت او ملاتړ کې د وروستۍ ليکنه کې قلم له گوتو پريوت او خپل روح يې څېښتن تعالى ته وسپاره او آن چې سياسي مخالفينو يې هم پر غم اوښکې تويې کړې خو د سياسي ډگر کمزورو طالبانو د خپلې ناپوهۍ ستر دليل وړاندې کړ، چې د خدا بخښلي قدرت الله حداد په ناڅاپي مړينه يې د فرهنگي کميسيون يا د رهبري شورا له خوا د خواشينۍ يو پيغام هم خپور نه کړ او د هغه حق يې په مړينه ادا نه کړ. څومره چې دى په اسلامي امارت مين و هومره ورته اسلامي امارت درنښت او قدر ورنه کړ. دا د دې خبرې ثبوت دى، چې طالبان خپل خواخوږي نه پيژني. که دى په واشنگټن کې ناست و خو په ټوله معنا د طالبانو مدافع وکيل و او په اصطلاح د يو وياند بڼه يې خپله کړې وه ، د طالبانو هره خبره يې رښتيا گڼله او ځينو کمزورو خبرو ته يې توجيه کوله او په پوره دلايلو به يې په حق ثابتول، خو د طالبانو له چوپتيا څخه ښه څرگنديږي، چې طالبان د حداد د کړو په ارزښت نه پوهيدل او يا يې طالبانو د پوهيدلو وړتيا نه لرله. خو يوه خبره څرگنده شوه، چې قدرت الله حداد الله، رسول او وطن ته پر رښتيني شعارخپله غاړه خلاصه کړه او په ځانگړې توگه يې ملي تاريخ او ملي فلسفه ښه روښانه کړل.

قدرت الله حداد په خپل ټول ژوند کې د هر مسلمان، افغان اوپه ځانگړي ډول پښتون په اړه دروند نظر ساتلى دى، خو کاش چې د قدرت الله حداد د سترې هستۍ قدرداني څنگه چې لازمه وه هغسې شواى

Comment ID: 22085اشناپال 22.12.2011 16:57

ګرانه اطهر صاحب سلام.

وروره طالبان پريده هغه نازولي ماشومان ياد كړه چي مرحوم حدادپه خپل

غيږكي روزلي اولوي كړي وواواوس دهغه اودهغه دوروردبركته دموټرو،

قصرونو،پيسو،اوپه ګوډاګي دولت كي دلوړورتبوخاوندان دي اوپه هغه ګوند

چي اساس يي په خپلواكۍ،اسلام اوناموسداري ايښودل شوي ووپه اشغالګرويي په

ارزانه قيمت خرڅ كړهغوتراوسه پوري چپه خوله دي اود

قاتيلانواوجانيانوپه صفت اومداخئ كي يي خولي وشكيدي .

دطالبانوپه هكله هغي مرحوم خپل تاريخي مسوليت داوږوسپك كړي دي

اوكه هغويادونه نه وي كړي داهم دمرحوم دناخلفه پيروانوبركت څخه به خالي

نه وي .

اشناپال

Comment ID: 22082یوسفزی 22.12.2011 16:21

ګرانه اطهر جانه وروره طالبانو خوپښتنو ته ډیرخدمتونه کړی اوهغه داچی دپښتنو په مناطقوکی یی ټول ښوونځی و سوځول اویایی وتړل روغتنونه ییی دحملی لاندی راوستل تردی چی بانکونوکی یی هم عامی وژنی وکړی چی مهم مثال یی درته ننګرهارکابل بانک باندی حمله وایم او په کونړکی یی مسجدکی اوداسی نوروځایو کی انتحاریانی وکړی داخولا اوس په کامل قدرت کی نه دی چی دومره خدمتونه یی و کړل که داقدرت ته ورسیږی داباقی سرکونه او پلونه به هم والو ځوی ملی حاکمیت به پاکستان ته تسلیم کړی او پښتانه به نورهم نړیوالوته یو وحشی انسان وژونکی معرفی کړی ددی نه به نور کوم غټ خدمت وی چی ترسره یی کړی افرین دی وی ددوی په خدمت چی پښتنو ته یی کړی .........................................نو دااوس خدمت دی اوکه ............................................؟

Comment ID: 22034جاویدپوپل 21.12.2011 11:11

اطهرصیب ښاداوسئ !له شک پرته مرحوم حدادصیب دین اووطن ته زښت زیات خدمتونه کړي دي خدای (ج)دي جنت الفردوس ورنصیب کړي پاته شوه داچي طالبانویې په اړه کومه دغمرازۍ اعلامیه خپره نکړه ریښتیاچي ډیره غټه تېروتنه یې وکړه ،خوراتلونکي کي بایدوداسي مسایلوته ځیراوسې کنه نودتربل هرچادوی ته خپله زیان رسیږي ،متأسفانه دطالبانودهمداډول کړنوڅخه ښکاري چي دوی تراوسه لاهم دشلمي پیړۍ په ګردونوکي - دهغه لادرکه مسافرپه څېرچي لاترې ورکه وي - سترګي موږي دوی (طالبانو) چي خپل تحریک دافغانستان په اسلامي امارت ونوماوه ،نونه ښایې چي دهرملااوچڼي په مړینه مرثیې اواعلامیې خپروي اودهيواددنورووفادارومؤرخینواوپوهانوپه اړه خولي ګنډي ،په خاص ډول دحدادپه شان اشخاص چي ددوی دریځ هم تاېیدوي ،دامارت چارواکي بایددطالب اومکتبي ،معلم اوملا،مؤرخینو،پوهانواوشیخ الحدیثانوترمنخ دمورمیرې چلندونکړي .دطالبانودویښتیاپه هیله

Comment ID: 22031حفیظ 21.12.2011 05:23

زه نه پوهیږم ولې تر اوسه هم بې خبره پاتي شوي یی.

طالبان په غزني کې د پښتنو ښوونځي او مدرسې سوځوي او ماشومان یې نه پریږدي چې سبق ووایي، خو هز اره ګان او تاجکان پریږدي چې سبق ووایي. تاسو په کوم منطق دا وایئ چې طالبان د پښتنو د دفاع لپاره راپورته شوي دي؟

Comment ID: 22030میوند 21.12.2011 04:59

حداد صاحب دی خدای وبښی. خو افسوس چه حداد صاحب چه د پښتنو د حقوقو مدافع وه او دا ډله ئی صرفآ ددی په خاطر چه بادارانو ئی پښتانه مخکی کړی ستایله اما افسوس چه دی سپین گیری وه او نه پوهیده چه ددی وحشی ډله مرسته کوونکی ملایکی نه بلکه د پنجاب شیطانان دی،ټول پښتون اولس ئی در په دره او خاوری په سر کړی د پښتنو په سیمو کی ښوونخی سیخلی او یا بند کړی په دی تیرو لسو کلونو کی په سل ها و زره پښتانه ماشومان د بی علمی او جهالت کندی ته سپارلی، په پښتنو کی غربت، فقر، بد بینی او بی سوادی خپل اوج ته رسیدلی.

ددوی په انتحاری او بمی بریدونو کی 90 سلنه پښتانه ماشومان سیاه سری او بوډاگان شهیدانیږی. او داسی نور په سلگونو جنایات.

د کوم ملا عمر چه خدای بخلی حداد صاحب زکر کړی ، کاشکی موجود وای خکه چه شجاع پاشا خو ورته دعا نه شی کولای.

Comment ID: 22020عبدالرحمن (ميدانې) 20.12.2011 15:17

په اوله کښي مونږ هم دافکر درلود ,کله چه په خپلو سترګو مې وليدل ,چه طالب په بڼه داسمان ملايکې او فرښتې نه بلکې داسلام اباد کمانډوئې ځواکونه دطالب په څهره او شکل تورپټکې اوښي غټې سوچه ګيري او سترګې په رنجو توري کړي په لمړنې تعارض خط کښي جنګيدل,او په ډيره بي رحمانه توګه افغانان په خپلو کورنو کښي وژل ,ونې او باغونه يې دمنځه وړل ,جيټ الوتکو په افغا نستان بيدريغه او بي رحمانه بمبارۍ کړي دي او دا هر څه ما په خپلو سترګو ليدلې دي٠

الله تعالې دي احداد صاحب وبخښې ځکه دبخښلو دي,سره ددي چه ستاسي دوينا په اساس دطالب په مورد کښي ورسره زياته خوش باوري ؤه٠

Comment ID: 22017طالب فدایي 20.12.2011 14:26

زه چې څومره معلومات لرم ، حداد صاحب هم داستاد اصف صمیم ، مرحوم رشاد ، نثارصمد ، روستارترکی ، کاروان صاحب او ځینو نورو واقعي افغاني لیکوالو غوندې په طالبانو خورا قدرمن وو ، او همدا اوس هم دطالبانو یوه لیکوال ښاغلي سید سعید دحداد مرحوم په اړه یو په زړه پورې مضمون لیکلی چې د الاماره ویب پاڼې او ټول افغان په لومړیو مخونو یې لوستلی شئ .

خو خبره داده چې که دحداد صاحب د ناخلفه نسل اوسنیو افغان ملتیانو بي ننګي او سپېګانه نه وای ، نو ښایي حداد صاحب تردې هم ډیر په افغانانو قدرمن وو .

نن سبا متاسفانه افغان ملتیانو او دنشنلیزم نورو دعوه ګیرو داسې کور کړی ، چې تاو یې ترحداد صاحب هم رسیدلی او دنوموړي ټولنیز درنښت یي هم اغیزمن کړی دی ، که حداد صاحب او فرهاد په دې پوهیدای چې افغان ملتیان به اخر په داسې بې ارادې او پست مخلوق اوړي کله به یې هم ددې ګوند بنیاد نه وایی ایښی .

حداد صاحب دخپل ایډیال طالبانو غوندې سپین او سوچه افغان وو ، مګر افسوس دافغان ملتیانو په حال دی ، چې په ژوند یې دحداد یوه لیکنه نه شوای خپرولای او دلیوني اطلاق یې پرې کاووه ، مګر اوس پسې دمکر ژړاګانې کوي ، حداد ستاسو بې ننګانو ژړاګانو ته ضرورت نلري ، تاسو خپل ډالر هضم کړئ ، نور دافغان ملت نوم په خوله مه اخلئ ، که تاسو یې قدر پیژندلی وای ، اوس به انور الحق احدي او جیلاني خان هم یوه سړه اوښکه تویې وای

خپل عیب دولي منځ

دبل عیب دکلي منځ

Comment ID: 22016پښتوپال 20.12.2011 13:07

ګرانه اطهرصاحب سلامونه اوښي چاري.

وروره ډيره په ځاي اوپه منطق ولاړه نيوكه موكيړي وه هغه خو پريده داسي واړه ماشومان يي دافغان ملت

ګوندكي پخپله غيږكي روزلي اوپاللي ووچي اوس دهغي حزب په نامه يي تجارت وكړاوداشغالګروپه غيږ

كي مزي اوچړچي كوي هغو دخولي څخه تراوسه يوسونډنه دي وتلي حال داچي دپښتنودقاتلينوپه تعريف

كي يي ستوني وچ شوي اودسپوغوندي غوغايي دنياپه سر راخيسته وه .

کرانه وروره دمرحوم حدادپه كړونوبه راتلونكي پښتني تاريخ فيصله كوي هغه بياهم داسي دوستان لري

چي دعقيدو مشال به يي روښانه ساتي .ومن الله توفيق

په پېښور کې د ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد فاتحه واخيستل شوه.
شنبه (خالي)   ٢٤ / ١٢ / ٢٠١١

پېښور : نن د شنبې په ورځ د لس بجو څخه تر دولسو بجو پورې د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز او د ارواښاد شمس الهدا شمس د کورنۍ لخوا د ارباب روډ د گل حاجي پلازې په جومات کې د ارواښاد قدرت الله حداد فاتحه په پرتمينو مراسمو سره واخيستل شوه، چې کې د پېښور او نورو لرې پرتو سيمو څخه راغليو ليکوالانو، شاعرانو، اديبانو، سياستوالو، د افغان ادبي بهير، کوهاټ رښتين ادبي ټولنې، د حميد بابا ادبي ټولنې، قلندر بابا ادبي ټولنې غړو او نورو قومي مشرانو برخه واخيسته. غونډې ته د ښاغلي زردشت شمس د خپلې کورنۍ، سردار خان سيرت د الحاج امام الدين ساپى په استازيتوب، مولوي اوليا زابلوال، استاد فضل مولا توره کى د افغان ادبي بهير په استازيتوب، حنيف اپريدي د حميد بابا ادبي جرگې په استازيتوب، شاه محمود غزنوي د قلندر ادبي جرگې په استازيتوب، جنرال عبدالصمد مومند د افغان فرهنگي ټولنې په استازيتوب او عبدالواحد مشواڼي د قدرت الله حداد د ژوند په بېلا بېلو رڼا واچوله او ښاغلي ميرزمان جبارخيل د حداد صاحب په ياد يو شعر ولوست. وروسته د مراسمو گډونوالو د خاطرو په هغه کتاب کې د حداد صاحب د ژوند خاطرې او خپل تاثرات خوندي کړل او په يو سيمه ييز هوټل کې ميلمنو په هغه خيرات کې برخه واخيسته چې د حداد صاحب د ايصال ثواب لپاره برابر شوى و. د يادونې وړ ده چې په همدغه جومات کې د گډونوالو لخوا د قرآن عظيم الشان ختم هم وکړى شو.

ارواښادحداد دفاتحې دمراسموپرمهال د گډونوالوڅرگندونې
سه شنبه (نهې)   ٢٧ / ١٢ / ٢٠١١

ارواښادحداد دفاتحې دمراسموپرمهال د گډونوالوڅرگندونې د ايښودل شوي کتاب څخه

احمد الله احمدزى

د ارواښاد حداد صاحب مړينه دافغان ولس لپاره يو داسې خلا ده چې ډکونه به يې وخت ونيسي . حداد صيب هغه تکړه او جرات من دولس په نبض پوه مشر و چې د ديموکراسي او امريکايي يرغل طوفان مقابله يې په پوره جرات وکړه او هره ورځ يې دافغان ولس دپوهاوي لپاره خپلې ليکنې  راليږلى  او د خپلو پخوانيو ملگرو  ډير پيغورونه يې زغمل او تراخرې سلګۍ يې خپلې مبارزې ته دوام ورکړ او دډير افسوس ځاى دى چې دداسې يو ملي مشر جنازه په پردى هېواد کې خاورو ته وسپارل شوه خو دارواښاد حداد ليکنې او نظر به تل دافغان ولس دلارښود په توګه دافغانانو ترمنځ لا نور هم خپريږي او دا ددنيا قانون دى چې دنړيوالو مفکرينو دهغوى له مرګه وروسته ډيره وده کړې روح يې ښاد او جنت الفردوس يې ځاى شه .

نوم  محمد نسيم وظيفه شاګرد

يو ستر شخصيت ؤ او دملک لپاره ډيرښه کار کړې او ښه ليکوال ؤ

نوم عبدالبصير

حداد صاحب ستر شخصيت او ليکوال وو او مونږ دهغه په ضياع ډير فکرمند يو

نوم : جنيد افريدى

حداد صاحب غوره شخصيت وه دلوړ فکر خاوند  ؤ

نوم : عجيب خان اکرامى

حداد صاحب دافغانستان دډيرو وتلو ليکوالانو څخه وه چې ملي تاريخ يې د افغانستان لپاره په ميراث پرښې دى او هم يې ورځنى څيړنى کړى او خلکوته وړاندې کړيدى

نوم :  احمد

خداى بخښلى حداد صاحب دافغانستان دواقعې زړه سوند ؤ له جملې څخه ؤ چې دژوند تر اخرى سلګى پورې يې دافغان او افغانستان په غم او درد کې اوښکى تويى کړى . الله پاک دى وبښى .

نوم اول خان موسى زى

 له کله نه چې مرحوم زمونږ څخه  سترګى پټى کړى نو يادليکوال  وو ليکن مونږ داسې محسوس کړه چې ددوى دغه ياد ډير کم دى

ليکن کله چې محترم ساپي صاحب دغه شان پروګرام دياد په باره کې  جوړکړو نو مونږ په رښتيا وليدل چې شته داسې ځوانان چې محترم  يې ياد کړو دوى روح  ښاد اباد دوى وى

نوم واحمد مشواڼى

ارواښاد قدرت الله حداد صاحب دپښتو دملي تاريخ ليکونکى او پخپله دپښتو مشرانو په کتار کې ستر تاريخ دې چې هيڅکله نشى هيريدلې روح دې ښاد وي .

نوم محمد رسول

دخداى تعالى څخه دخداى بخښلې لپاره دجنت الفردوس هيله لرم او ددوى خدمتونه  به مونږ هميشه ياد لرو او دنوردخداى دې وي په  داسې خلقو

نوم : محمد حنيف افريدى

له خداى تعالى نه دقدرت الله حداد کورنۍ ته صبر غواړم

نوم : غنم رنګ کوچى

نوم : شاه محمود غزنوي

حداد صاحب دپښتنواو پښتون قوم لويه سرمايه وه الله پاک دې هغوى ته جنت الفردوس ورکړى .

نوم : مدد خان

الله تعالى دې مرحوم ته په جنت الفردوس کې ځاى ورکړى وارثانو ته دې صبر جميل نصيب شى .

نوم : عارف خان همدرد

ارواښاد قدرت  الله حداد صاحب يو ملي شخصيت وه پښتنو همدغه يو دکار سړى درلود ، دکار سړى وه خو افسوس چې دهغه ارمان پوره نشو

نوم : جنرال عبدالصمد مومند

چې پيدا شوى تا ژړل خلکو خندل

داسې مړ شه چې ته  خاندى خلک ژاړى

نوم :

هغه ستر ملي سياسي او جهادي  هستي  وه چې دنيا اباده وي ددوى نوم په ورسره ژوندى وى رح دې ښاد وي .

نوم :سيف الرحمن لودين

پښتون قوم به د قدرت الله حداد په څير بل کوم ليکوال پېدا نکړى

نوم : اباسين

قدرت الله حداد خورا تکړه ليکوال او ايماندار شخصيت ؤ دپښتون دتاريخ ډيرې  تيرې  خواوې يې روښانه کړى روڼ مثال يې افغان ملي تاريخ دى

 

نوم : فضل مولا تورکى

ارواښاد په خپلو ليکنوکې  يې پښتنې ټولنې ته خدمت کړى دتل له پاره به دخلکو په زړونو کې  دهغه ياد پاتې وي دهغه په مړينه خپله خواشيني  څرګندوم او دمغفرت دعا ورته کوم

نوم نصر الله

دملي مبارز ، دروند پښتون ، کلک او ايمانداره مسلمان حداد صاحب مړينه دپښتون قام لپاره ستر اونه پوره کيدونکى ضايعه ده دلوى خداى په دربار کې مرحوم ته دجنت فردوس لپاره لاس په دعا يم .

نوم : صفى الله سرورزى
زما په اند حداد صاحب دپښتنو ،او پښتووالۍ  لپاره ديوشتمې  پيړۍ روح وو .

اصالت يار

دمرحومليکوال اوملي شخصيت قدرت الله حدادصاحب په مړينه تاسو ستاسو ملګرو او دساپيدپښتو څيړنودمرکز ورونواودمرحوم درني کورنۍ او خواحوږوته تسليت او تعز يتوړاندي کوو او نوموړي ته دالله جل جلاله نه جنت الفردوس غواړو او دادافغانملت لپاره يو ستره نه جبرانيدونکي ضايعه بولو انا لله وتنا اليه راجعون

نوم : محمد اسرائيل

ارواښاد قدرت الله حداد صاحب يو دروند پښتون ملتپال افغانپال وه مړينه يې دټولو افغانانو او حصوصاً دپښتنو لپاره لويه ضايعه ده .

ډاکټرمياخيل

د وتلي  او پوه مشرحداد  په ناببره مړينې ډير وزوريدم ,روح دې يې ښادوي  .کورنۍ ,دوستانو .مئينانو او ټول افغان ملت ته د زړه صبر اوارواښاد ته جنتالفردوسغواړم

انا لله وانا اليه راجعون

دارواښاد حداد په مړينه حبيب الرحمان بل پيغام

دخواشينى او ډير خفګان ځاى دى چې ريښتنى مسلمان ، قوي افغان او دستر شخصيت خاوند خداى بخښلى او قابل قدر حداد صاحب هم له نيمګړى دنيا او بى اعتباره ژوند څخه خداى پامانى وکړه او دبښنو او رحمتونو پنا ته ورغى نه شم کولاى چې په هيڅ شان او هيڅ الفاظو ددغه غم څرگندکړم  او صرف دخداى بخښلى پاتى درنى کورنى او خواخوږو ته يې دصبر او اجر جميل غوښتنه کوم په غم کې شريک حبيب الرحمان بل

جلال اباد

دافغان کلتورى ادبى بهير کوهاټ لخوا دقدرت الله حداد په مړينه خواشينى

کوهاټ : د افغان  کلتورى ادبى بهير کوهاټ مشرانو مفتى سيف الرحمان هاشمى ، جان اغا او نورو دقدرت الله حداد په مړينه دسختې خواشينۍ څرګندونه کړيده او دحق رسيدلى دبخښنې د پاره يې دعا کړيده او دده مرګ يې دافغان ملت ادب او فرهنګ دپار لويه ضايعه ګرځولې ده .

@@@@

په جلال آباد کې د انجينير اجمل شمس په مشرۍ د ارواښاد قدرت الله حداد فاتحه واخيستل شوه
شنبه (خالي)   ٢٤ / ١٢ / ٢٠١١

 جلال اباد:ارواښاد قدرت الله حداد چې د ۱۳۹۰ کال د قوس په ۲۵مه (د دسمبر ۱۶مه ۲۰۱۱)  په حق رسيدلی وو او د امريکا په ويرجينيا ايالت کې خاورو ته وسپارل شو د فاتحې مراسم يی په جلال آباد کې د انجينير اجمل شمس په مشرۍ د افغان ملت ملي مترقي ګوند په مرکزي دفتر کې د جمعې په ورځ ۱۳۹۰ کال د جدي په ۲مه (د دسمبر ۲۳مه ۲۰۱۱)   ولمانځل شول . پدې مراسمو کې د ګوند مشر انجينير اجمل شمس ، عموممي منشي وصلي خان ملاخيل ، د ګوند مرستيال امان الله اتل ، د عالي شورا ټولو غړو ، ګڼ شمير افغان ملتيانواود ارواښاد حداد صاحب عقيدت مندو ګډون وکړ. د افغان ملت ګوند د عالي شورا غړي او د ولسي جرګې پخواني وکيل ښاغلي ډاکټر فاروق ميړني هم د خپل يو پلاوي سره د فاتحې پدې مراسمو کې ګډون وکړ.  د فاتحې پدې مراسمو کې د قران عظيم الشان د مبارکو آيتونو په تلاوت سره د مرحوم حداد صاحب د مغفرت لپاره دعاګانې وشوې . د غونډې په ترڅ کې انجينير اجمل شمس ، ډاکټر فاروق ميړني ، وصلي خان ملاخيل او عبدالکريم مستري د حداد صاحب په ژوند او مبارزه رڼا واچوله او دده د ملي ټولنيز او فرهنګي خدمتونو يادونه يی وکړه فاتحې د سحر د ۹ بجو نه د غرمې تر ۱۲ بجو پورې دوام درلوده

په ساپي پښتو څيړنو او پراختيا مرکز کې درښتين ادبى ټولنې لخوا دقدرت الله حداد فاتحه وشوه
دوشنبه (گل)   ٢٦ / ١٢ / ٢٠١١

پېښور : دکوهاټ رښتين ادبى ټولنې رئيس او دټولنې نور غړي  په کوهاټ کې دوحدت ، جرګى ، مشرق ، اج او ورځپاڼو نمايندګانو او دپښتو ادب سره تړلې ليکولاانو او شاعرانو چې وړمه ورځ يې پېښور ته دراتلو په لاره دستونزو له امله دقدرت الله حداد په فاتحه کې دبرخى اخيستو نه پاتې  شوى په ځانګړى توگه په پېښور کې دساپى پښتو څيړنو او پراختيا مرکز ته راغلل او د ارواښاد قدرت الله حداد فاتحه يې وکړه پدې فاتحه کې دقران کريم څو مبارکو ايتونو دتلاوت وروسته شاکر اورکزى ، ډاکټر صابر خان شينوارى ، الفت اورکزى ، صادق سرګردان ، فيروز خان صادق  او مدد ګل على خيل دقدرت الله حداد ادبى خدمتونه په خپلو ويناو کې وستايل ، همدارنګه دپېښور خواوشا شاعرانو او اديبانو اکرام الله مسعود، خيالى ګل بنوڅى ، سعدالله يوسفزى ، امانزى ، شرافت الله اشنغرى ، امان الله نوښاري ، اسلام الدين افريدى ، رحمت الله ګل افريدى ، نياز ګل  افريدى ، سالار شينوارى او نورو زياتو شمېر ليکوالانو او اديبانو دقدرت الله حداد فاتحه په ځانګړى دعاو سره وکړه

دننګرهار څخه تر پېښور پورې دلار ې په اوږدو  کې

حداد لاړ

مير زمان جبار خيل

دافغان ټولنپال ولسواک ګوند دافغان ملت

دلارښود ارواښاد قدرت الله حداد په ياد

يو ګوندي ورور راته وويل حداد لاړ

داغيار دسترګو خار هغه بنياد لاړ

دغم اوښکې مې په سترګو کې شوې وچې

له فاني دنيا نه هغه ارواښاد لاړ

دسړبڼ او دغرغښت کور کې ماتم دى

دافغان ملت وارث ، زمونږ مراد لاړ

سل دې ومره ، يو دې مه مره دا متل دى

په حساب رانه ديو ، لکه تعداد لاړ

دنهضت زانګو کې څوک اوس للو شوې ؟

دتير برم ساتندوى ام البلاد لاړ

دعلومو مور تاريخ ته ويل کيږي

دهېواد ستره هستي  هغه سواد لاړ

په ملي غرور يې زه درته سوګند خورم

څومره پاک له هر تنقيد او انتقاد لاړ

ګرمه ساتو معرکه  دټولنپال ګوند

که( حدا) لاړه ، که(شمس )که ستر(فرهاد) لاړ

په سنجش دتفکر مې دومره وايم

معنوي لويه هستي هغه امداد لاړ

خداى بخښلى حداد کړې  دا وينا وه

منحرف له اصلي خط ته متضاد لاړ

په رښتيا په سپينه ږيره مصمم ؤ

تر اخره دنامردو په تضاد لاړ

ستر لارښود يو ، په ملي روحيه روزلي

درته چا ويلي  دادى ، چې يې ياد لاړ ؟

دحداد روح به هغلته ارام مومي

له هېواد نه يې که  ظلم استبداد لاړ

دافغان ملي تاريخ فلسفه څه ده ؟

هر غليم يې له ټاټوبي مرده باد لاړ

جبار خيل کا شکى دازيرى  زر وکړې

چې افغان ولس په لار داتحاد لاړ

((حداد نيكه)) د تاريخ فلسفه رڼه كړې

خليل الله قتيل زوى خوږياڼى

       سرلوړي ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد)) نه يوازې د شلمې پېړۍ سياسي او اقتصادي ډلې او كړۍ حيرانه كړې، بلكې په هېواد، سيمه او نړۍ كې يې د افغانانو پر ملي روح او فلسفي تفكر ټينگار هم څرگند كړاو ملي ارزښتونو ته يې د رڼښت، سپېڅلتيا او سمسورتيا مثلثي بڼه هم وربخښلې ده.

ليكوال د ملي پيدايښت او ملي تاريخ ليكوال تېر، حال او راتلونكى سره تړلي او هره پېښه يې د بلې پېښې د هېندارې په توگه لوستونكيو ته وړاندې كړې ده.

د دغه سترملي كار د زيارگالنې لپاره يې څه نا څه نيمه پېړۍ د ((افغان ځان))، (( افغان روح)) او ((ملي فلسفې)) د پېژندنې، ژغورنې او هڅونې بېلابېلې خواوې راټولې كړې، بلكې په دې اړه يې سياسي، اقتصادي او فرهنگي ناخوالې هم وزغملي، خو په ملي روحيه يې ملي فلسفه تانده او تنده را وسپارله.

حداد ((فرهاد)) د څرگندو سرچينو په ډاډ څرگنده كړې، چې:

په ملي تاريخ كې افغانان د دين، پت او خپلواكۍ ساتونكي شوي، په كابل، بابل او زابل كې يې اور، غنم  او راشه درشه( قانون) د تاريخي بشر دوه يم انسان ته ورپېژندلي دي.

د ارواښاد ق.ح. فرهاد تاريخي څرگندونې روزنيزې، ښوونيزې او پوهنيزې ځانگړې ځانگړتياوې لري، چې له ښكېلاكي تاريخ پالو او تاريخوالو يې رابېلوي.

د افغان ملي تاريخ د اسلام  له منځي(محمدي(ص) شريعت) وړاندې او راوروسته د افغان لس امپراتورۍ يادوي، چې پېنځه ترې وړاندې او پېنځه ترې راوروسته واكمنې شوي او د دين، پت او خپلواكۍ ارزښتونه يې په زنځيري بڼه تاريخي كړي دي.

د ((افغان ځان)) احمد شاه بابا واك وځواك يې د اوسني افغان واك و ځواك نومولى، چې د چنگيزخان راليږدول شوي باروت اوس هم  پخپل واك و ځواك كاروي.

حداد په افغان ولس كې رټل شوې او منل شوې څېرې را په گوته كړي او له افغان ځان راوروسته شاه زمان ولس منلى، فتيح خان ولس رټلى نوموي.

دغه راز په درانيانو كې شاه شجاع او په سردارانو كې((اميركبيرافغانستان)) يا امير دوست محمد خان بې تورې شاهان بولي، چې فتيح جنگ او وزيرمحمد اكبر خان يې هم تېروتنې او خطا ته اړكړي دي.

حداد فرهاد په ډاگه كړې، چې د مكناټن وژونكى وزيراكبرخان نه دى او دا وياړ د خپلواكۍ نوميالي رجب خان پخپل جزائيل نومي توپك خپل كړى دى.

په ۱۳۰۸ل.هـ كال كې حكومتپوه محمدگل خان مومند د كورنيو چارو د وزيرپه توگه خپله وينا په پښتو ژبه و كوله او د وخت په اخبارونو كې نه يوازې خپره شوه، بلكې د يو شمېر ډلو زړي يې هم په همدې ورځ ، چې پټ كرل شوي وه لمر ته كيښودل؛ خو بهرنۍ ښكېلاكگرو او كورنيومسخه شويو څېرو پرته له دې، چې ملي گټو ته وفاداري څرگنده كړي، ورو ورو يې بېلابېل فعاليتونه پيل كړل.

په افغان ملي تاريخ كې په ډاگه شوې، چې د افغانانو تاريخ بايد وڅېړل شي؛ ځكه مونږ په افغانستان كې له انگريزانو راپاتې او امريكايانو ته سپارل شوي له ولس رابېل څلور ډوله رټلې او مسخه شوې سياسي  ډلې لرو:

-   له لومړۍ هغې د خير هيله نه كيږي، خو شرجوړولى شي.

-   دوه يمه ډله نه خير رسولى شي او نه شر؛ د غولونې او تېرايستنې په نيت چپتيا غوره بولي.

-درېيمه ډله هرڅه د خپل ځان لپاره غواړي، د ولس غم ورسره نه وي، خو نورې ډلې زېږوي.

- څلورمه ډله د ځان په څېرد نورو سمونه غواړي.

له تېرو څه نا څه درې پېړيو په بېلابېلو بڼو د دغو ډلو له واك و ځواك سره د دين غوښتنې، پت ژغورنې او خپلواكۍ هڅونې په روحيه جگړه روانه ده

ارواښاد حداد په مړينه دافغان کلتوري بهير خواشينۍ پيغام  

بسم الله الرحمن الرحيم

کل نفس ذائقه الموت

د ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد مړينې پښتنه ټولنه او ادبي پيلوزې يې په وير کېنولې . رښتيا يې ويل دي  چې سل دې ومره يو دې مه مره ارواښاد حداد صيب په سلو کې هغه يوه هستي  وه ، چې دمېړينو پښتنو ځواب يې ويلى شو ، هيڅ کله يې نه غوښتل چې چپه خوله دې ووسي . تل دګرا ن هېواد افغانستان په وير يې ژړل او هره ورځ پېښې او اندېښنې څرګندولې .

ښاغلى دپښتنو او پښتو يو ځلانده دستورى و . دپښتو ادب لپاره يې له ځوانۍ څخه نيولى تر مرګه پورې هلې ځلې کړې وې . تل يې له حق څخه دفاع او هم يې دجبر او استبداد پر وړاندې دقلم پر ژبه په پوره ايماندارۍ کلکه مبارزه کوله . دحق او باطل تر منځ يې په ښکاره توګه توپير کاوه . دهمدې حق ويلو پر اساس يې تورې تمبې هم ليدلي دي . خو ارواښاد حداد بيا هم دظلم ، جبر او استبداد پر وړاندې خپله دقلم ژبه بنده نه کړه . دسور انقلاب په راتللو سره يې دنرو افغانانو په څير له ګران ټاټوبي څخه خداى پامانى واخيسته او دپاکستان خېبر پښتونخوا ايالات ته مهاجر شو خو د ډيرو ستونزو په ګاللو سره نوموړى له خپل دريځ څخه وانه وښت او پټ رازونه يې په زړه کې دتل لپاره ونه ساتل او څرګند يې کړل .

نه يې غوښتل چې ښکيلا کګر دې دافغان په ټاټوبې لوبې وکړې . دافغانستان خپلواکۍ ته ژمن و . دبهرني ستر يرغلګر تيرى يې په هماغه هېواد کې غندلى و . تر دې چې دستر بلوسګر هېواد ولسمشر يې ديته وهڅوه ، چې دښاغلى ارواښاد پېښې او اندېښنې تتې کړې او دليک دلارې يې تهديد کړ، چې نور له رښتينې حقيقت څخه تير شي خو داسې ونه شول ارواښاد خپل ټاټوبې او مسلمان ملت ته ژمن و او له خپلې ستراتيژۍ څخه تير نه شو دروان کهول لپاره يې دحق ويلو لاره پرانيسته او ديوې داسې مفکورې بنسټ يې کېښود چې دنورو لپاره دلارې مشال وګرځيد .

اروا دې بښلې او قلم اوښکې دې دتل لپاره رڼې ملغلرې

په همدې هيله

افغان کلتوري بهير

مشر        سيدسيف الرحمان هاشمي

مرستيالان    جان اغازيار زاوه وال ،سيد وارث حنيفي

پښتو ورځپاڼود ارواښاد حداد دمړينې او دفاتحې خبرونه ،خپاره کړي
مبارکه جمعه (جمعه)   ٣٠ / ١٢ / ٢٠١١

پېښور : په پېښور کې يو شمير پښتو ورځپاڼو لکه وحدت ،خبرونه ،جرگه او پښتون پوست د ارواښاد حداد دمړينې او دفاتحې د مراسمو خبرونه ،انڅورونه  او پيغامو په وخت خپاره کړي او همداډول لروبر ،روهي ټول افغان ،بېنوا او نورو هم په دې لاره کې زمونږ ملتياکړې چې دټولو منندويه يو

د حداد په حق کې د وحدت ورځپاڼې  پڅ رول

اطهر الله اطهر

ښه مې په ياد دي چې ارواښاد حداد صاحب وحدت ته په يوې ليکنه کې ليکلي دي چې پښتو مينه ده تجارت نه دى. وحدت د خبرونو ورځپاڼې سره د سيالۍ له مخې اړ شو چې د خداى بخښلي حداد صاحب د پېښې اندېښنې کالم په خپلو پاڼو کې پيل کړي. ډېرې زارۍ يې وکړې چې حداد صاحب ورته جلا کالم وليکي. خو خداى بخښلي د ناروغتيا له لامله ونه شو کولاى چې وحدت ته جلا کالم وليکي. د scprdڅخه يې غوښتنه وکړه چې د حداد صاحب کالم له نوموړې ويبپاڼې څخه د مننې په صورت کې خپور کړي. د حداد د کالم اجازه يوازې د خبرونه ورځپاڼې ترلاسه کړې وه. خو وحدت ته هم سيالي ورغله او د دغې کالم د غوښتو لپاره يې د بېلا بېلو لارو هلې ځلې پيل کړې او په پاى کې scprdورته اجازه ورکړه او وحدت هم پرې خپل تجارتي بازار گرم وساته خو کله چې حداد صاحب وفات شو نو بيا يې رول پڅ شو او لږ تر لږه هغه د فاتحې اعلان يې هم په اعزازي بڼه خپور نه کړ او د فاتحې د مراسمو خبرونه يې هم په ډېره ټيټه کچه خپاره کړل او چندان ارزښت يې ورنه کړو. خو د دې په پرتله جرگه، خبرونه او پښتون پوسټ خپله خواري وکړه او د پښتونولۍ د ارزښت له مخې يې خداى بخښلي حداد صاحب د مړينې او فاتحې د مراسمو خبرونه يې په ښه بڼه خپاره کړل. بلخوا د پښتو ځينو ويبپاڼو لکه لر و بر، نوښت ،روهي، ټول افغان، بېنوا او نورو هم په دې لاره کې خپله مرسته ونه سپموله خو وحدت ته چې څومره هيله کيده هومره يې په دې لاره کې منډه ونه کړه او خپل ارزښت يې پيکه کړ.

د ارواښاد حداد صیب په مړینه پښتنو ټولنیز ولسولیز ګونددغمرازۍ پیغام

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګونددغمرازئ پیغام په ډیره خواشینئ سره مو خبر ترلاسه کړ چی د افغان ملت ګوند پخوانی مشر ښاغلی قدرت الله حدادا لدی فاني نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی. تاریخپوه ،لیکوال،سیاستوال او ژورنالست ارواښاد قدرت الله حداد فرهادپه یوه درنه اوسیاسي کورنئ کی پیداشوی اودافغان سوشل ډیموکراټیک پارټئ( افغان ملت ګوند) د بنسټ ایښودونکی ارواښادغلام محمد فرهاد ورورؤ . ارواښاد قدرت الله حداد پخپله هم د سیاست د ډګر وتلی لوبغاړی ؤاود افغان افغان ملت ګوند مشر پاتی شوی دی. ارواښادحداد د پښتو پښتونولئ سره بی کچه مینه لرله چی له همدی امله ئی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټي) د مشرانو سره ډیری نزدی اړیکی لرلی ارواښاد حداد صيب د پښتو ژبی او پښتني کولتور د بډایني لپاره د مرګ تر اخری سلګئ پوری بډی رانغتی وی دخپل قلم توره ئی تل تیره ساتلی وه. ګڼ شمیر ارزښتناکی لیکنی ئی په بیلا بیلو مجلو، ورځپاڼو او ویبپاڼو ی خپري شوی دی. له ده څخه مونږ ته ګڼ ارزښتناک پوهنیز کتابونه راپاتی دی، چی د ده یاد به تل تازه ساتی او پښتون قام به دده خدمتونو ته تل په درنه سترګه ګوری. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoons Social Democratic Party (PSDP) دارواښاد قدرت الله حداد مړينه ټول پښتون قام ته لويه ضايعه بولی ، دارواښاد کورنئ، خپلوانو ، دوستانو او سیاسیي ملګرو سره په دغه دروند غم کې ځان شريک ګڼي . جنت فردوس دی په نصیب شی. په درناوی نصیر ستوری د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جنرل سیکرټري

د حداد په مړينه دډاکټر نظرمحمد سلطانزی ځدراڼ دخواشينۍ پيغام

 دافغان ملت ګوندیوبې سارى ستوری ولوید په ډېره خواشينۍسره مې خبر تر لاسه کړ، چې دافغان ملت ګوندبنسټ اېښیدونکی لارښود غړي ،ارواښاد قدرت الله حدادفرهاد،د دی فاني نړۍ څخه  سترګې  پټې کړې

انالله و انا اليه راجعون

ارواښاد،دافغان ولس یووتلی فرهنګي شخصیت ،د پښتو ژبې تکړه ليکوال،دملي فلسفې څېړونكى ، تکړه ژورناليست اوپه وطن اوخپلواكۍ مین ملي شخصيتوو. دارواښادمړینه نه یواځې دافغان ولس اود نړۍ ټولو پښتنولپاره بلکې په خاص توګه دافغان ملي تاریخ پوهانو ،ادیبانو اوفرهنګیانولپاره نه جبرانکيدونکې ضايعه ده.
لوى څښتن (ج) په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمايلي
كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ الْمَوْتِ
ژباړه : هر نفس د مرګ څکونکئ دى. دپورتني آیت شریف سره پهتړاوکې دیوېخوادرب العالمین امر منم ، خودبلې خو ا دارواښادیوپخوانياشناپه صفت، دهغهپه وير کې ځان شريک بولم . خدای بښلي حداد صاحب ته د خدای(ج) له درباره جنت الفردوس او کورنۍ ته يې د صبر جميل غوښتونکي يم.
روح دي ښاد وي څوک چې خادم وي دخپل ملک اودملت
(ارواښاد استادقیام الدین خادم)
میندې راوړي ډيرزامن ډيراولادونه
يویادوه پکې افلاطون یا سکندرشي
 (ارواښاد ګل پاچا الفت).
ډاکټر نظرمحمد سلطانزی ځدراڼ
د قدرت الله حداد صیب (بابا پښتون) په یاد کی

احمد نواز بنګش

یو درون پښتون او وو سوچه پښتون
په ظاهر او په باطن کی سوترا پښتون

ماتم دی په هر کور کی او خپګان دی
په ویر دی او په ژړا پښتون

تل یی کړی وو جنګ د پښتنو لپاره
درویش وو، ملنګ وو او ساده پښتون

شوو لر او برټول پښتانه یتیمان
د زړه آواز وو هر چا او بابا پښتون

ناموس وو، غیرت، ننګ او شان وو
پت وو، وقار او وو صفا پښتون

هره خبره یی د ګل هر بیان یی ګلچین
او به نه مومی پښتانه اوس داسی تکړه پښتون

نه یی قدرت درلود او نه یی واک وو په لاس
مګر همه واړه ته وو قدرت الله پښتون

د ستا خدایی هم په لړزید و شوه خدایه
کله چی درتلو زمونږه دا ښایسته پښتون

دا دنیا راته احمد ه اوس خړه سپوره ښکاری
نه پکی پښتو پاتی شوه او نه رښتیا پښتون

حداد صیب چې ما پېژانده

انجنیر محمدانعام واک

 د ننګرهار د سره رود د فقرالله د لېسې په نهم ټولګي کې به وم؛ د څلوېښتو کلونو وړاندینۍ خبره ده؛ افغان ملتیانو په بېسودو کې د ملي شاعر ملنګ جان په هدیره غونډه جوړه کړې وه، زه هم ورغلی وم؛ فدامحمد فدایی له افغان ملت نه بېل شوی و؛ د ملت په نامه یې یوه د څو، خو باسوادو، کسانو ډلګۍ جوړه کړې وه . ډلګۍ سیدیوسف مېړني د ولیبال د ټیم په نامه یادوله . ډاکټر محمدنسیم لودین د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصل هم افغان ملت پرېښی و، د ملت له ډلګۍ سره ولاړ و. په غونډه کې څو تنو افغان ملتیانو او کوم غیر افغان ملتي خبرې وکړې؛ په آخر کې حداد صیب پاڅېد؛ په ملي کولتور یې خبرې کولې . د خبرو په ترڅ کې یې د هغه وخت بیټل فېشن او د ځوانانو اوږدو اوږدو شقیقو ته ایشاره وکړه؛ اوږدې شقیقې یې د« دله پرېټ » په بد نامه یادې کړې، ویې ویل چې دله پرېټ او بیټل فېشن پردی کولتور دى ، زموږ له ځوانانو سره ښه نه ښکاري! محمدنسیم لودین، سم د لاسه را پاڅېد، د ښي لاس خپړه یې، ښه مې په یاد دي، د حداد صیب لږو اوږدو شقیقوته ونیوه؛ د ګډونوالو پام یې د حداد صیب شقیقو ته ور واړاوه؛ خو شېبه به نه وتېره چې څو تنه افغان ملتیان ور ړواندې شول، خپل پخوانی افغان ملتی ملګری، لودین، یې په بد وضعیت له غونډې وایست! د داود خان د جمهوریت لومړی کال و؛ د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د ځمکې پېژندنې د څانګې د لومړي کال محصل وم، د پولیتخنیک د څلورمې لیلیې په دوه دېرشمه کوټه کې اوسېدم؛ یوه ورځ ماښام درې څلور ملګري د حداد صیب کور ته ورغلو؛ حداد صیب په پروان مېنه کې، د پنجشېري رحیم غلام بچه کور ته په یوه نژدې کوڅه کې مېشت و... حداد صیب په خبرو خبرو کې وویل چې کوم چا ورته د پښ ( آهنګر) خطاب کړی؛ حداد به پښ یا آهنګر ته ویلی شي، خو زړه ته یې نه لوېږي چې دوی دې پښان وي؛ خو که وي هم، پروا نکوي؛ پښان لکه موږ داسې خلک دی، خو که دتوپیر کوم ټکی په منځ کې وې، د وطنپرستۍهغه به وي؛ پښان له غیر پښانو نه ډېر وطنپرسته دي؛ پښانو، حداد صیب وویل چې، د معاصر افغانستان په جوړولو کې له بل هر چا رغنده ونډه آخیستې . حداد صیب موږ اریان کړو، غټ مثال یې ورکړ؛ ویې ویل چې که زه پښ یم، نو بیاخو د احمدشاه ابدالي توره زما پښ نیکه جوړه کړې! د داود خان د جمهوریت دویم کال و؛ د پوهنتون د دویم کال محصل وم؛ د افغان ملت د ګوند د کابل پوهنتون د ګوندي جرګه ګۍ غړیو ته له حداد صیب نه د سیاسي زده کړې چانس برابر شو؛ څلور، پینځه پنجشنبې، په جمال مېنه کې د حداد صیب کور ته ورغلو... د حداد صیب په غاړه کې هغه ځوړنده سکه چې ښاغلي معصوم هوتک ورته، په دې وروستیو کې په حداد صیب باندې د خپلې یوې درنې لیکنې په ترڅ کې، ایشاره کړې ده، خدای مې دې غاړه نه بندوي، د پينځو شپږو نورو سکو سره موږ ته را ښودلې وه؛ یوه سکه یې د امیر دوست محمد خان د وخت وه؛ که یې غلطه نکړم، د « امیر دوست محمد به عزم جنګ و جهاد ــــ کمر ببست ناصرش حق باد...» بیت پرې لیکل شوي و. حداد صیب وویل چې امیر دوست محمدخان د پېښور او د سکانو له خوا د ختیځ افغانستان د نورو سیمو د آزادولو لپاره سکه ووهله؛ خو بیا یې کوم عملي ګام وانخیست! موږ ته د سکو له ښودلو نه، د حداد صیب یو مطلب د ننني پښتونستان په اړه د محمدزیانو د شاهي کورنۍ د دروغو د پالیسۍ، په اصطلاح، رسوا کول و! حداد صیب وویل چې هسې یې د افغانانو د غولولو لپاره شعارونه ورکول! حداد صیب، ښه مې په یاد دي، د داود خان په وړاندې د سیاسي مبارزې پلوی نه و. موږ ورپسې جوړه کړه چې حداد صیب مبارزه په یخچال کې کېښوده! حداد صیب وویل چې داود خان کمونستانو په لاس کې نیولی، موږ پرې غاړه خلاصه کړې ده؛ پخپل ګرېوان کې به آخر سر ښکته کړي؛ پرېده چې داودخان یې له چپیانو سره سپینه کړي ... بیا به ګورو! موږ ځوانان د حداد صیب له دې سیاست سره جوړ نه وو! چې فرهاد صیب (د حداد صیب ورور) د ۱۳۵۸ کال د جدي په څوارلسمه د څرخي پله له زندانه ژوندی را ووت، موږ درې تنه له حکومت نه پټ کورته ورغلو. فرهاد صیب سخت ناروغه او ډبېدلی و... د شوروي یرغل په وړاندې یې د افغانانو جګړه په ایکي یوه شرط منله! موږ ورته وویل چې پاپا شرط په دې کې نه ځایېږي، افغانستان روسانو نیولی، جګړه به کوو چې آزاد شي؛ خو هغه وویل بچیانو سمه ده، خو جګړه به په یوه شرط کوو؛ دا سړه جګړه ده، یوازې زموږ افغانانو نه، د ټولې نړۍ جګړه ده، د غرب جګړه ده، د امریکې جګړه ده، د ناتو جګړه ده، خو راغله په موږ . فرهاد صیب وویل، جګړه، شک نشته، موږ ګټو؛ خو د جګړې غنیمت، په کار ده، مخکې تر مخکې له امریکې سره ووېشو! موږ ځوانانو غنیمت ته بیا هم د افغانستان دخپلواکۍ په سترګه کتل؛ خو فرهاد صیب نه منله؛ چې فرهاد صیب مو ډېر په تنګ کړ، ترخه خندا یې وکړه؛ ویې ویل بچی! د دې جګړې د ګټلو غنیمت زموږ د مقدس افغانستان له خپلواکۍ نه څوڅو ځلي ډېر دی! دا ډېر غټ غنیمت دی! موږ بیا هم له فرهاد صیب سره اړم وو؛ خو فرهاد صیب بیا هم پخپله خبره ولاړ و، و یې ویل بچو؛ له امریکا سره خبره سپینه په کار ده؛ پنجابیان لګیا دي په امریکې باندې خپل شرطونه مني، هغه هم زموږ په ضد! د فرهاد صیب زړه وران وشو، خبره یې په ستوني کې ونښته؛ په سختۍیې خپل وران زړه را ټول کړ، خپله خبره یې را ونیوه، ویې ویل، جګړه به کوو مونږ، وینه به تویوو موږ افغانان، شرایط به ږدي پنجابیان!؟ فرهاد صیب موږ غلي کړو! د فرهاد صیب زړه بیا هم وران شو ... آخر یې د ښي لاس خپړه، چې لکه د پاڼې داسې رپېدله، خچې او غټه ګوتې یې سره نه ورتلې، په ډېرې سختۍ را پورته کړه، خواري یې ډېره وکړه، خو ګوتې یې و نه غزېدې، خپړه یې لوېشت نشوه؛ ویې ویل : بچی! موږ د سړې جګړې د ګټلو په غنیمت کې، د افغانستان په خپلواکۍ سربېره، سمندر ته بس دا یوه لوېشت لار غواړو! فرهاد صیب له لارې سره سخت وژړل، غټې غټې اوښکې یې په مخ راتویې شوې! پسې غلی شو ... موږ فرهاد صیب نور یوازې پرېښود، یو یو ترې لاړو! دا خبره بیا ما د مهاجرت په لومړي کال، ۱۹۸۲، د پېښور په کبابیانو کې له حداد صیب سره شریکه کړه . ته د پېښور د هغه وخت خطرناکو حالاتو ته ګوره، حداد صیب له مانادارې موسکا سره د ښي لاس د شهادت ګوته خپلو شونډو ته ور وړه : چوپ شه! دا خبرې مه کوه! د خوني دښمن په کور کې دېره یو! بیا سره تالا ترغه شوو؛ څوک مړه، څوک ژوندي، څوک معیوب، څوک ذهني ناروغان! حداد صیب مې بیا تر دې ننه ونه لید... د ګوندي ډلبازۍ د بد کولتور له مخې مې، چې کله په پېښور کې د افغان ملت د جریدې مسؤل مدیر وم، په حداد صیب پسې، مستقیم یا غیر مستقیم، څه سپکې سپورې یا ویلي، یا لیکلي! حداد صیب له اړې ورځې پاکستان پرېښی و؛ حکمتیار صیب خو پرېده، هغه مولوي صیب محمد یونس خالص لا خوله و نه یوه، په درېیمه درجه کمونستانو، ملحدینو او سیکولریستانو یې یاد کړو! ویې تښتولو، په رڼا ورځ یې کمپونه خو پرېده، د پېښور په هغو خوندي سیمو کې وویشتلو او ووژلو! د حضرت صبغت الله مجددي، زوی ډاکټر ذبیح الله مجددي، لا له یوه مکتوب سره د افغان ملت جریده بېرته را مسترد کړه؛ لیکلي یې و چې لار یې زموږ له لارې بېله ده، دوی مسلمانان وو او موږ د دوی په نظر نامسلمان! په حداد صیب په کبابیانو کې ډزې وشوې، خو بچ شو. مونږ هم بیا، لکه د حداد صیب داسې، مات او ګوډ له پاکستانه راوتښتېدو . بله لاره په منځ کې نه وه ... پروسږکال مې، وروسته له څو ویشتو کلونو، د یوې خبرې د سپیناوي لپاره حداد صیب ته ټلفون وکړ؛ بیا مې هغه خبره لا په کابل کې له ښاغلي محمدصدیق پتمن سره هم د ټلفون له لارې شریکه کړه . هغه خبره د ده نه، د فرهاد صیب وخته؛ خو حداد صیب را ته وویل چې د ده یوه خبره هم راسره ولیکم؛ نمت خو مې، که رښتیا ووایم، د ده د خبرې د لیکلو له سره و نه، خو له نزاکته مې ښه ورته وکړه . حداد صیب بیا د یوې په ځای دوه خبرې راته وکړې . یوه یې، ډېر پخوا د ظاهرشاه دباچایۍ په دوره کې د فرهاد صیب په مېنه کې، له فرهاد صیب سره، د نورمحمد تره کي د لیدلو خبره وه . حداد صیب وویل چې څوورځې وروسته یې بیا له نورمحمد تره کې نه له فرهاد صیب سره د هغه د لیدو کتو په اړه پوښتنه وکړه؛ حداد صیب وویل چې تره کی د فرهاد له لیدو نه ډېر خوښ شوی و، ډېر ترې متاثره شوی و، خو یوه ملاحظه یې درلوده، داسې چې ترکي ویلي و، د فرهاد صیب له مترقي سیاسي پروګرامونو سره بېخي جوړ دی، خو د ده له خدای سره نه! حداد صیب د تره کي له خولې دا هم وویل چې فرهاد صیب ورته د قرآن عظیم الشان یوه انګرېزي کاپي هم هدیه کړې وه! د حداد صیب بله خبره د څرخي پله په زندان کې د فرهاد صیب د بند د وخت یوه خاطره وه؛ ویې ویل چې فرهاد صیب په زندان کې له نهو یا (یوولسو) کسانو سره دېره و، درې میاشیتې یې په یوه پطلانه او یوه کمیسه کې تېرې کړې وې؛ د فرهاد صیب د کوټې ملګري ډېری ځوانان وو، یو پکې سپین ږیری و؛ یوازې همدې سپین ږیري فرهاد صیب پېژانده، خو د حکومت له ډاره یې ځان پرې ځکه نه پویاوه، چې فرهاد د حفيظ الله امین په امر په اعدام محکوم و! کوټه به هر ه ورځ په وار جارو کېدله؛ د فرهاد صیب وار را ورسېد؛ څو آتیا کلن سپین ږيري ناروغ فرهاد جارو را پورته کړه؛ د جارو له را پورته کوو سره و چې سپين ږیري وایي چېغه کړه، سخت یې وژړل، ځوانانو ته یې کړل : د خدای پار دی، دا سپین ږیری نه پېژنئ!؟ دا هغه سړی دی چې کابل ښار یې، کلونه کلونه وړاندې، څو کاله سر په سر هره ورځ جارو کاوه؛ ځوان بندیان اریان دریان پاتې شول؛ سپین ږیري وویل چې دا سپین ږیری پاپا فرهاد دی، د کابل پخوانی ښاروال! تر بیا ۲۰۱۱ کال، د جنورۍ اومه ناروې

د پېښو اندېښنو ښکارندوى په ابدي  خوب ويده شو !

سيف الرحمان هاشمي

زه يې په مرګ دخپل وجود ختميده نه غواړمه

ما په همدې خاطر په خپل قبر لوحه اېښې ده

په پښتنې ټولنې روانې نادودې ، غميزې يو تربله رادانګي ، ديوه درد دلاسينې څخه دوير تغر ټول نه وي ، چې بل يې په کور ويره اچولي وي . که ملي حاکميت ، خپلواکۍ او دبلو سګرو تيريو ته ځير شو نو له بله پلوه مو د قلم خاوندان دژوند او مرګ به لوبه کې پاتې راځي او له دې نړۍ څخه دتل لپاره سترګې پټوي .

هغه ميړني تاريخ ليکونکي راڅخه بيلوي چې پېښو او انديښنو ته يې ځواب ويلى شي . په ملي کچه زمونږ په اولس کې ډير کم  داسې پښت  شتون لري . چې ملي فلسفې  او تاريخ را ژوندي کوي . خو که شته هغه هم دګوتو په شمار دي .

چې دستار تړي هزار دي      د دستار سړي په شمار دي

دارواښاد قدرت الله حداد فرهاد ويرنې په ګرده نړۍ کې پښتانه لاس تر زنې کړل . پښتنو د نوموړي مرګ د ټولنې لپاره يوتشه  بولي .

ارواښاد حداد ديو سياسي ګوند ترڅنګ دقلم چلولو ځواک څخه هم برخمن ؤ الله ج ورته ددې هنر پيروزوينه هم ورکړې وه . دژوند په وروستيو وختونو کې ارواښاد له سياسي خوځښت څخه څنډې ته و اوله مفکورې سره يې اډيال نه ؤ . په خپلواکۍ ، ملي حاکميت او ګردو پښتنو ديووالي ارمانجن شخصيت وله ډلو ټپلو څخه ګوښه ؤ . دخپل قلم ، فرهنګي او ژورنالستيکي بهير کې يې له مطبوعاتو څخه دوهمه درجه جايزه اخيستې وه . همدا راز دخپلواکۍ او رښتيا ويلو په جرم دوخت واکمنوله خوا دوه ځله محاکمې ته غوښتل شوى ؤ .

لس کاله دمخه کله چې امريکايي او اتحادي ځواکونو دافغانستان په سپيڅلې  خاورې تيرى وکړ . دحداد صيب خوځنده احساسات راوپاريدل دافغان  سرتيرو تر څنګ يې دخپلواکۍ ګڼلو لپاره قلمي جهاد ته ادامه ورکړه .

دا چې ارواښاد حداد دامريکا په ويرجينا ايالت کې اوسيده او له هغه ځاى څخه يې بلوسګر ټکول ، دهغه هېواد ولسمشر بارک اوباما له خوا په ليکلي توګه تهديد شو . د روانو اندېښنو او پېښو په اړه ترې دنه خپرلو وويل شول ، خو ارواښاد ددې پرواه ونه کړه او په ځواب کې يې دخپل قلم اوښکې تويولو ته پرېنښودې دمرګ تر پايه يې حق ته حق ووايه .

هر هغه مشر چې له هر فن او مسلک سره تړاو ولري . خو دملت جوړونې ، ملي هويت ساتنې ، خپلواکۍ او غيرت درس ورسره وي هيڅکله يې ټولنه له ذهن څخه نشي غورځولى حداد صاحب دملي فلسفې په را ژوندي کيدنه کې ملي هويت او حاکميت ته ژمن ؤ . دملي هويت په ساتلو کې يې دګران افغانستان تاريخي ، سياسي ، جغرافياوي پولو څخه اخوا دګردو پښتنو دموجوديت ژوندۍ  کتنه او ساتنه وه ، نوموړې ددې لپاره خپلې بنسټيزې کړنې پيژندلې ، په حکمت او پوهاوي يې پوره برلاسي ؤ . ارواښاد ګران افغانستان دګردې نړۍ دکافرو مستعمره ګڼله دبهرنيو قواوو موقتي او دايمي شتون داشغال په مانا ؤ ، داتحادي ځواکونو راتک يې دګران هېواد اقتصادي  خپلواکۍ ته دخطر زنګ باله  . له دوى سره امن نه ، بلکې د مظلوم ولس دوير او نورو زورونو تسلسل دى .

لنډاه دا چې : ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد  دافغانستان سياسي ، ادبي څيره وه هغه نن زمونږ پر ژوند کې خپله شمعه تنه کړه . خو ليکلي تاريخي فلسفې يې ژوندۍ  دي . پښتنې ټولنې او په ځانګړې ټوګه دافغانستان سياسي ، ادبي کړيو ته پکار دي چې يواځي دارواښاد ويريې  ونه وژړوي . بلکې دالله ج رضا دټولو رضا وګڼي دپښتنې ټولنې افغان ولس د ناخوالو ليرې کولو په تکل کې ووسي د ګران هېواد دخپلواکۍ ، ازادۍ ، پرمختګ يون پرمخ يوسي .

که چيرې زمونږ ادبي قلموال په ټولنه کې دويښتيا او خپلواکۍ اذان ونه کړي . کيداى شي په راتلونکي کې له نورو کړاونو سره مخامخ شو . دافغان ولس دمرهم پټۍ شو . دورانو ويجاړو کورونو دابادۍ سپين سهار او دهېواد دراتلونکي سباوون دلارې بل مشالونه وګرځو .

په پاى کې دارواښاد الفت په وينا ليکنه رانغاړم

غلامي د ذهن نه ځي له انسانه

 دماغ کله ازاديږي په اسانه

نه ورکېږي غلامي رنګ يې بدليږي

ځي بدن نه ، مګر نه ځي له وجدانه

يو غلام دى داوهامو خرافاتو

بل درسم او رواج او عنعناتو

په دنيا کې خو سل رنګه غلامي شته

دشهرت غلام بنده دمخلوقاتو

لوي پښتون اوميړانى  افغان حداد صيب هم ﻻړو

جان اغازيار زاوه وال

خپله ليکنه د رحمان بابا له دې  شعرڅخه پيل کوم چې وايي  

خو به وران شې ددنيا بازار تاړه

 هر نفس دبيلتانه په تحت لتاړه

لاغونچې په باغ کې سترګې سپړدې نه وي

چې خزان يې دزړه مينه کړه ويجاړه

هسې باد پرې دفنا له لور يه والوت

 دلاله کوله يې پريسته له ناړه

 يوهسې يې سوزي مي شوه په برخه

 چې سردي لابتره ده ترساړه

 په رښتياچې مرګ دهيڅ چاخاطرنه کوي او هر نفس دمرګ خوند سکي.

په نړۍ کې ډيرې لوې هستۍ  هم بلاخره له دې  نيمګړي ژوند څخه ابدي او تل پاتې مخه کړي داچې نن حداد صيب زمونږ په منځ کښې نشته خو  حداد صيب دومره څه مونږ ته پريښودلې چې تر ډير عمره به دې  زمونږ په منځ کې وي او خپل شتون يې دخلکوپه منځ کې پريښودلواود داسې خلکو نوم تل ژوندى  وي دميړانى  نوم په پيسو لاس ته نه راځي بلکې  په ټينګ عزم لوړهمت په رښتنى  صداقت اودملت په خدمت  او په نه ستړى  کيدونکي  استقامت لاس ته راځي

حداد صيب چې دپښتنويوستر او ځلانده ستورى  وه او د لوى  علم خاوند وه حداد صيب تل د حق په خواکې ولاړ وه او تل يې   ليکل نوموړى په خپله وايي  داڅوا رلس کاله کيږى په امريکا کې يم اته کاله په پيښور کښې وم او اتلس  مياشتې  په پلچرخي  کې وو م نو ډير څه مې  ليدلي اوريدلي  – اوغواړم چې ويې  ليکم نوموړي دومره څه په دې  اخري عمر کې وليکل.

دادب يوه لويه پانگه  ده دپه ورځنيو  روانو حالاتويې  ژوندي معلومات درلودل اود پيښې  انديښنې  اوڅرګندونې په نوم يې هره ورځ دنړۍ او افغانستان حالات په پوره کره معلوماتوتشريح کول نوموړى چې دافغان ملت دګونډ له بنسټ  سره سم دخپل ورور غلام محمد فرهاد پاپاترڅنګ چې دې  بياد

ا فغان ملت دجريدې  مسؤل مدير وه په پوره ملي  مسؤليت سرته رساوه  اوتل په خپلې  پښتنولۍ کلک ولاړ وه  ستميانو، پرچميانو اونورو پرديو گوډاګيانو فاشست بللو اودې  يي کله هم تښديدولو نوده ورته وليکل چې پښتون دنژاد نوم نه دي دا ديوي ژبى او يوه عمل نوم – اوحداد صيب د داسي يو عمل سړى وه، نه د ډار سړى وه ، نه دويرې  اودخوشحال بابا داشعريې ډيرويلو

 په دنيا دميړنو دي دا دوه کاره

 يا به وخوري ککرۍ  يابه يا به کامران شي

 دي په رښتيا چې ميړنى  وه او تل  يې دميړنو صفت کولو او تل يې ميړني  يادول دافغان ملي  تاريخ پيښې  انديښنې  اونور ډير ښه لګيدل اوميړني  يې ډير خوښيدل ځکه چې دي په خپله ميړنى  وه او دده قلم ژبه تل په ميړنو غږيده تل يى داستعمارګرو اود اميرياليزم نړيواله توره  څيره په افغانستان کې خپل ملت او خلکوته په ډيرو  ښکاره او معتبرو اسنادو بربنډه کړه ده،  ځوانانوته يې  توصيه  او سپارښتنه کړى چې بايد له تيرو  يې زده کړى اوخپل. ميړني  او مشران وپيژني  اوويل  وليکئ  ځکه هر څه چې وليکل شي  شتون شي  اوکه ونه ليکل شې نشت شي  دې  وايي  څوک چې دهڅوب دپاره هڅې  کوي څوک بيا ودانولو ته او  څاردي زه چې دژوند پايناب ته رسيدلى  يم هم په  بيړه يم  په څه چې  پوهيږم ليکم يې که   هغه ونه ليکم دغه معلومات به له ماسره يوځاى  نشت شي  اوکه يې وليکم شتون به  شي  واقعاً ده چې څه وليکل دا دتاريخ يو سند شو  او دراتلونکو لپاره دلارې  يو مثال شو  يوه ډيوه شوه يوه رڼاشوه

 دنوموړي دغه اثار دخلکو لپاره په ځانگړي ډول  دځوانانو لپاره يوه لاښوونه ده  يو سوزدى  ويښتابه دى . ده يوه مفکوره  ده او يو لوي تاريخ دى  اود  حداد صيب دزړه بړاس دى  يو اوازدى  اويوه چغه ده ود ده غږ دهر هغه پښتون چې پښتون وي دايې  غږدى، دى لوى  پښتون وه ميړنى  وه عيار وه نه په ډاروه ،نه په ويره اونه له گواښه  چپه خوله پاتى  شو،  تل يې حق وايه  ،اوليکل يې  اوپه خپل عزم ټينګ ولاړوه.

عشق اوردي په کې سوزي پتنګان هم

عياري کول خوکارنه دى  اسان هم

چې په لاس کې ککرۍ  خپله وانخلې

خوشې لاپې دي څوک نه کړي  په ميدان هم

نوموړى  چې له خپل هيواد څخه لرې  په امريکا کې ترخاور لاندې  پروت دى  او يوازاد افغانستان يې ارمان وو او هم په دغه ارمان له دې  نړۍ ولاړ لکه چې حميد بابا وايي

پس له مرګه دي حميد هسې ژړاه شي

ايى  په عشق دښکلي مخ سوى  پتنګه

مونږ دافغانستان له هغه واکدارانوڅخه  غواړو چې که لږيې  هم په ز ړه کې ملي روحيه وي دحداد صيب جسد خاکي دې  خپل هيوا د ته  راوړي دومره به څوک پيداشې چې بيا دده په قبر يو مزار جوړکړي  ځکه چې خداي (ج) بحښلي حداد و صيت دهر رښتيني افغان د فخراو وياړ  څلى دى او په اخر کې داورښاد قيام الدين (خادم) صيب داشعر چې وايي

خادم چې په رښتيا وي څوک دملک اودملت

وطن يې پس له مرګه په مد فن فخرکوي

د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز کې د ارواښاد قدرت الله حداد پاک روح ته د قرآن عظيم الشان ختم وشو.
پنجشنبه (زیارت)   ٢٢ / ١٢ / ٢٠١١

پېښور : د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز لخوا په نوموړي مرکز کې د ارواښاد قدرت الله حداد پاک روح ته د قرآن عظيم الشان ختم ترسره شو. د پېښور يو شمېر قاري صاحبانو په دغه ختم کې برخه واخيسته او د ارواښاد پاک روح ته يې د دعا لاسونه پورته کړل. د يادونې وړ ده چې په دې مهال د ساپي د مرکز د پخواني مشر قتيل خوږياڼي د روغ صحت لپاره هم دعا وشوه همدارنگه په پېښور کې افغان ادبي بهيراو دمهترلام بابا ادبي ټولنې په جلا جلا غونډوکې دارواښاد حداد روح ته  دوعاوې کړې او دهغه ادبي ،سياسي او تاريخي هلې ځلې ستايلي دي

غزل

نیمګړی ژوند

احمد

دومره غم په ما انبار شو چی یی وړلی نشم

دردونه دومره زیات شوو چی یی زغملی نشم

سترګی می د اوښګو نه مړیږی هر وخت ډکی دی

د غمه تکی سری دی  او  غړولی    نشم

د اوښکو یو تالاب دی چی اوچیږی نه

خپل زړه پکی لامبوم خو زه  لامبلی نشم

دا نیمګړی ژوند او غم ژپلی ژوند

بی له تا حداد بابا اوس تیرولی نشم

هغه سپیځلی خلک هغه وتلی خلک

پکی حداد صیب غوندی نور موندلی نشم

په ژړا دی هر کس چي کوم خوا ګورم

دومره زړونه پری دی چی یی ګنډلی نشم

که د دنیا واړه شی پښتانه راجمعه

بی له تا سترګی په چا خوږولی نشم

خړ ویجاړ پټی می د زړه پاتی شو

پکی خوشالی او خنده تخم کرلی نشم

په چیغو چیغو می زړه ژړه غواړی

خو پښتون یمه زه ډیر ژړلی نشم

احمده اول هم غمونه کم  نه وو

مګر دا غم خو وله هیڅ هیرولی نشم

ولي حداد فرهادله ټولو خواږو مننه وکړه

بسم الله الرحمن الرحيم
قدرمنو هېوادوالو !
دمحترم ارواښاد حداد صاحب د وفات نه شپږ اوونۍ وروسته په دې  توانيږم ، چې دځان او خپلې ټولې کورنۍ دزړه له کومې منني  وټولو هغه هېوادوالو او عزيزانو ته ، چې زمونږ د مرحوم پلار په فا تحو او ختمونو کې يې برخه اخيستې ، يا يې دټيليفون او برېښـنا ليک له لاريو زمونږ سره خواخوږي ښکاره کړې او هم هغه ملګرو ، چې په ويب پاڼو کې ليکنې ، شعرونه او خپل پاک احساسات څرګند کړي ، وړاندې کوم . ددې حديث شريف په استناد ، چې کله يوه خبره دچا له خولې نه وځي هغه دبل انسان تر غوږو رسيږي او کله چې يوه خبره د يو انسان له زړه نه وځي هغه دبل انسان زړه ته رسيږي . مونږ هم ستاسو ټولو خواخوږو ملګرو خبرې واوريدې او زړه ته مو راورسيدې . پدغه ډيرو سختو ورځو او حالاتو کې ستاسو دغه دخواخوږۍ پيغامونه او سپيڅلي احساسات زمونږ دزړه د ډاډ او ډېرو تسليو باعث وګرځيده ، نو يو ځل بيا تاسو ټولو نه ډېره مننه او کور ودانى وړاندې کوم .
ديوه ارام او متحد ګران افغانستان په هيله !
په ډيره مينه
ولي حداد فرهاد
دارواښاد فرهاد زوى

حداد صيب د دستار سړى ؤ    
ډاکټرنبي مصداق
شنبه (خالي)   ٢٨ / ٠١ / ٢٠١٢

 

بسم الله الرحمن الرحيم

داروا ښاد حداد په ياد

يارانو دپښتوو دکور اسمان مې چپه سوى

پښتون مين اشنا دکور جانان مې چپه سوى

له زړه مې وينې څاڅي دحال ژبه مې ګونګۍ شوه

ځکه ژاړم دپښتون دکور ديوان مې چپه سوى

يارانو خبر نشوم ډير ناوخت په غم خبر شوم

ميدانيانو راشۍ ژاړۍ لوى ميدان مې چپه سوى

اههنګرانو ابراهيم خيلو کې راغلې وهه جهان ته

دپښتو يو ستر حداد او لوى افغان مې چپه سوى

زما رګ زما ريشه وه ، دا يې ټينګه انديشه وه

چې مې بيا له تورو سترګو تور چشمان مې چپه سوى

ستر تاريخ دپښتنو وې شمله وره تاريخدانه

تاريخونه راته ژاړي تاريخدان مې چپه سوى

بې ديدنه رانه ولاړې دادعا درته کومه

ذوالجلاله جنت ورکړي ستر پوهان مې چپه سوى

لوړ ستورى دپښتو وې لکه لمر په مونږ ځلانده

دپښتنون لوړه شمله او سايبان مې چپه سوى

جانانه ستا په لاس کې دپښتون لوى غر چپه سو

رهبير دسبا ولاړه ستر امان مې چپه شوى

دوطن په مينه مست ، په زړه ډاک له ارمان لاړې

يارانو تن دجګې شملې خان مې چپه سوې

داقصې اوافســانې به دتاريــــخ څوک راته کاندي

غټ تاريخ له تاريخونو قدرت خان مې چپه سوى

هم قـــــدرت وه هم حــــــداد وه پاک بنده د پاک الله

يارانو خاص بنده دستر سبـــحان مې چپه ســــــوى

عليمه دپښـــــتون بيـــــــړۍ داجل په لاس سوه ډوبه

دسيــــند په غــــاړه پاتې جــــــاله وان مې چپه سوى

صديق عليم لورتون ويرجينيا
January 18,2012
پښتون لاړ
ميرمن حداد
ازين دنياى فانى هم زبانم رفت
مرد درويش و صفت شاه و جهانم رفت
در قيد قلم کرد فولاد خم و راست
آن مرد افسانوى رستم داستانم رفت
روحش شاد و خاطراتش گرامى
شکست چنگيز و سکندر زمانم رفت
ژباړه س  سيرت
له فاني دنيا مې مل د ژوندون لاړ
هم له زړه هم مې له روحه سکون لاړ
د وطن ولس په غم و درديدلى
حد او داد يې پښتانه و پښتون لاړ


ديکشنبې  په ورځ چې د جنورۍ21مه  ؤه  ، د مرحوم قدرت الله حداد دمړينۍ  له څلويښتۍ  سره يې سمون درلود  په واشنګتن کې افغان ملي ټولنې، دخداى بښلې حداد صيب د کورنۍ  په مشوره، د دنيا په لوى هوټل کې ددې مهمې ورځې دنماځلو غونډه  جوړه  کړى ؤهد قران د ختم اوفاتحي  لپاره له دبهرنه دراغلو ميلمنوترڅنگ ، 150 تنه، پوهان عالمان او د مرحوم حداد دوستان راغوښتل شوي ؤ. غونډه  دغرمې د 12 بجونه، تر يوى بجى پورې وه ،دقرآن عظيم شان دختم لپاره، بيا دماسپښين لمونځ، داوو بجونه تر درې نيمو بجو پورې دمرحوم حداد دکورنۍ ، دهغه د اوستانو خاطرې اويا دونې چې ددې نامتو پښتون نه يې درلودې  اوبيا د مازديګر لمانځه نه وروسته دمرحوم حداد په وياړ ډوډۍ او چاې وودختم دوعا ښاغلي رسول بيکار وکړه، او بيا ډاکټر نبى مصداق چې ددې غونډې مشرؤ هم ؤ، دحداد صيب په باب خپلې  خاطرې چې 40 کالوته رسيږى اوريدونکوته وړاندې کړى اود حداد صيب ددريځ  لپاره يې دخوشحال خان شعر:
چې دستار تړي هزار دي         د دستار سړي په شمار دى
زمزمه کړو.مصداق بيا دحداد صيب ګران ملګرى، ليکوال او سياست پوه، ډاکټر رحيم عزيز، ميکرفون ته راوغوښت او هغه پخپل وار، دمرحوم کورنۍ  ته د خواخوږي دوړاندې کولونه وروسته، جذباتې خبرى وکړى.ورسته دافغان ملي ټولنې  ميکرفون دحداد صيب زامنو اوکورنۍ  ته پريښود.په سر کښې دحداد صيب کوچنى زوى منصورجان، دنورو همزولو لپاره، چې دلته لوى شوى، په انګريزى، خپل مهربان پلار يادکړ، بيا دحداد مرحوم، مشر زوى ايمل جان، دخپل پلار يادونه وکړه ،يو شعر يې ولوست. بيا ولى جان چې  دخداى بښلى حداد صيب منځنى  ځوى دى، ديوه پاور پاينټ له لارې دمرحوم زړه پورې  عکسونه چې دافغانستان د ډيرو قومونو او قبايلو سره يې نيولى ؤ، غونډې  ته وښودل چې د ډيرو لپاره داعکسونه، نوي ؤ.ورپسې  دحداد صيب اوښي  ډاکټر متين روهين دخلکونه ، دمننى په ترځ کښې دحداد صيب په هکله د ډيرو کلونه چې ورسره خيښې کړى يادونه خوښي او وياړ وکړ.د کورنۍ له برخې په پاى کښې دمرحوم وراره اسد فرهاد چې له کليفورنيا نه راغلى ؤ دخپل تره دمروت او سخاوت کيسې  وکړى چې په دى غمګينه ورځ يې، ډير وخندول، ځکه حداد صيب پخپله په هر مجلس کښې  خپلى خبرې به ټوکو او خنداکې نغښتلي وې.دکورنۍ  دخبرو وروسته، نبي  مصداق په ملي شاعر او ليکوال عبدالباري جهانى باندې غږ وکړ، اوهغه پخپلو عالمانو خبرو کې دافغانستان موجوده کړاونوته يي چې حداد صيب هم ورکې لوې شوى ؤ، اشاره کړه، اود حداد صيب په څير يې دافغانستان صلحه او سلم دټولو افغانانو په اتحاد کې يو ضرورې شرط وباله.مصداق بيا دحداد صيب په يوه دوست، ارواه پوه ډاکټر محمد عيسى اسحاق زى باندى غږ وکړ چې دجرمني نه دهمدې غونډې  لپاره راغلى ؤ، څو خبرې وکړى.ډاکټر اسحاق زى، دحداد سره د 50 کالو پخوا مظاهرو په ګډون او داچې مرحوم يې بيا داستاد په صفت ومانه، اوپدې ټوله موده کې ورسره په تماس کې  پاتې شوى خبرې وکړې.دغونډې پاى خبروته، ډاکټر برى چې دټولنې يوفعال او دسخاوت نه ډک سړى دى، دمرحوم په ياد خبرې وکړى او د پښتو په متل چې وايې،سل دې ومره يو دې مه مره پاې ته ورسولى.دوخت دلږوالى له امله، وروسته له دعا چې ميلمانه په ډوډۍ خوړلو کې ؤ، ليکوال او مورخ حامد نويد، خبرې وکړي بيا داستاد پوهاند هاشميان راليږلى مضمون ميرمن صالحۍ مرتضى په تودې ولولې سره ولوست.بيا ميرمن فهيمه ناصري دحداد صيب دپېښور دکلونو اوهم دلته دهغه دعلمي او آرامې فضا دمجلس خبرى وکړې  اوهم يې د داود مومند راليږل شوى پيغام ولوست.صديق عليم چې دامجلس، ويډيو ثبت مسوليت هم ورپه غاړه ؤ، خپل خورا جذاب شعر چې لوې پښتون، حداد ته يې ليکلى ؤ ولوست.غونډه  دماښام په پنځو بجو دښاغلي عبدالله عبادي په موعضه، او دوعا پاى ته ورسيدهمرحوم حداد دواشنګټن په کلونو کې په ډيرو ژوراغيز له ځان نه پريښودلې دى.ډيرو چې نن خبرې کولې، خپلى اوښکى ټينګولى نشوې.مرحوم نه درې زامن او څلور لوڼه پاتى دى، چې هريو يې خپل کور او کهول لري.افغان ملي ټولنه چې درې کاله پخوا يې ژوند کښې په يوۀ پرتمينه غونډه کې نازولى ؤ، وياړ ورپه برخه شو، چې په مرګ کښې هم مرحوم او کورنۍ سره يې غمشريکى وکړي


دافغانستان  اسلامي  امارت  دفرهنګي  چارود کمیسون له خوا
دهیواددنامتو مورخ اوپیاوړي لیکوال (  قدرت الله  حداد ) دمړینې  په مناسبت دغمرازی پیغام
دارواښاد قدرت  الله  حداد  درنې   کورنۍ  ، دوستانو او خواخوږ و ته !
السلام  علیکم  ورحمت  الله  !
دافغانستان   اسلامي  امارت   دفرهنګي   چارو کمیسون   دهیواد دنامتو  مورخ   اوپیاوړي لیکوال  ارواښاد قدرت  الله  حداد  مړینه  ، لویه  ضایعه    او دهیواد په دی حساسو او تاریخي  شیبوکې   یو لویه تشه  بولي  له شك پرته ارواښاد  قدرت  الله  حداد زمونږ دغیرتمن  اومسلمان  ټاټوبي  هغه  ، نامتو مورخ اوپیاوړی لیکوال وو چې  دیوې  شیبې  لپاره یې هم په خپل ګران ټاټوبي کې داشغالګروناولي قدمونه نشوای زغملی داشغال په وړاندي یې ژوند دهیواد دلوړو ګټو  دفاع اوپالنې   ته  وقف  اوخپل قلم  ، ژبه  اوعلمي اوتاریخي  مکلفیت  یې   په  ډیر متانت ، اخلاص   اوفولادي  عزم  سرته  ورساوه .  چې ژوندی مثال يي  دتیرو لسو  کلونو  په  اوږدوکې  چې زمونږ اسلامي  حریم  ، هیواد او  مجاهد ولس  دامریکا په مشري  دصلیبي  اوغربي  طاغوت   تر هجوم  اووحشت   لاندې  وو اولادی   په وړاندې   يې   دارواښاد حداد احساس ،ټینګه  اراده  ،استقامت ، شجاعت  او پرېکنده دریځ  ، دهغه  هغه تل  پاتې  اتلولي  او ستره  مبارزه  وه چې  ، هغه  دامریکا- ناټوپوځیانوراتګ دنړیوالوبین الدولي اوبشري نورمونوخلاف بربنډیرغل باله ،دکرزي په مشرۍ  دکابل رژیم یې کاملایوه بلواکه اوګوډاګۍ اداره بلله .دکابل رژیم اودهغه د یرغلګرو بادارانو پر ضد مقاومت کونکي یې ستایل ،په کړنویې ویاړکاوه ، په هغوی (طالبانو)پورې یې دافغانستان دخپلواکۍ اودافغان ولس دسوکالۍ هیلې  غوټه کړې  وې  آن چې  دهغوی ددریځ ننګه اوکلک ملاتړیې کاوه  مونږ  په داسې  حال  کې  چې  دارواښاد  حداد وفات   دهیواد په  کچه  ستره  ضایعه  بولو ،داشغالګرو  اوددوی  دګوډاګیانو په  مقابل  کې  يې    دقلم  اوژبي  کارولي  توره   ستر افغاني رسالت  او دهیواد اوولس له  لوړو ګټو اوارزښتونو سره  د تودې   مینې   اوفداکارۍ   تل پاتې یادګار بولو  ، الله  تعالی دې دده  خدمتونه   او دهیواد  داستقلال  اوحریت په  لارکې   نه  ستړی  کیدونکي  هلې ځلې   قبولې  کړي روح دې ښاد اویاد دې  تل  وي  ( امین  )

دافغانستان  اسلامي  امارت  دفرهنګي  چارو کمیسون
 

 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې