Tuesday, 25 April, 2017
 
 
  • د ملي دفاع سرپرست وزير او لوى درستيز وټاکل شول
  • په خوست کې طالبانو بريد کړى
  • په اچين کې ٣٧ داعش وسله وال وژل شوي
  • د امريکا ددفاع وزير ناڅاپي کابل ته راغلى دى
  • د دفاع وزير او لوى درستيز استعفاوې کړه
  • ميا افتخار حسين :فغانستان او پاکستان سوله يوله بله سره تړلې ده
دارواښاد پوهاند سرزمين کيمورپر مړينه دساپي پښتوڅيړنو او پراختيامرکزدخواشينۍ پيغام
 


 په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ  چې دهېواد پياړوى استاد اروښاد پوهاند سرزمين کيمو ددې فاني دنياسره دتل لپاره خداى په اماني وکړه او په اخروي سفر روان شو ارواښاد لومړنۍ زده کړې په خوشخال خان ليسه کې سرته ورسولي  د١٩٦٠څخه تر١٩٦٦پورې يې  په المان کې  داقتصاد په برخه کې ډاکټري ترلاسه کړه بيا وطن ته راستون شو چې په ګران هيواد کې ديوه يوه پياوړي استادپه توګه دنده ترسره کوله .په ١٩٧١م کې ددري مياشتو لپاره دامريکاهارورډ پوهنتون ته ولاړچې هېواد ته په راستنيدايې له ١٩٧٣څخه تر١٩٧٨دماليې دوزارت دګمرکاتو دلوى  رياست ترڅنګ داستادۍ  دنده هم سرته رسوله دثوردکرغيړنې کودتاله امله دنورو هېوادوالوپه څېر له خپله هېواده المان ته په کډه شو  چې له خپله هيواده په لريوالي  کې يې  هم دخپل هيواد دپرمختګ لپاره تروروستۍ سلګۍ پورۍ  هلې ځلې  جاري وساتلې  چې با لاخره دجولاى مياشتې  پر پنځمه د٧٥کالو په عمر له دې فاني دنياڅخه په آبدي سفر روان شو  دساپي پښتوڅيړنو او پراختيا مرکز دهيوادوالو او  ارواښاد پوهاند سرزمين کيمور کورنۍ سره ځان په دې سترغم کې شريک بولي او دلو څښتن څخه ورته جنت الفردوس غوښتنه کوي
اروايې ښاده
دساپي پښتوڅيړنو او پراختيامرکز بنسټوال
 الحاج امام الدين ساپى
جرمني

 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې