Monday, 24 April, 2017
 
 
  • طالبان: دکابل ادارې سرتيرو د کندز په ځينو سيمو کې کيمياوي موادو لاسي بمونه غورځولي دي
  • ډاکټر اشرف غني مزارشريف ته تللى
  • د ولسي جرگې د ځينو غړو امتيازات وځنډول شول
  • طالبانو پر شاهين ٢٠٩ قول اردو بريد دخپلو ٢ واليانوغچ اخيستل ښودلي دي
  • د مزارشريف د طالبانو په بريد کې ٥٠ تنه وژل شوي دي
  • طالبانو د بلخ ٢٠٩ قول اردو په قوماندانۍ بريد کړى
قدرمنو لیکوالو، ژورنالسټانو او د هیواد پوهانو!
 


بلنلیک
( د سبا فکر)
قدرمنو لیکوالو، ژورنالسټانو او د هیواد پوهانو!
د افغانستان مسایل ورځ تر بلې پيچلې کیږې، او د مسایلو په څیړنه او تر ولس يې رسولو کې تر ډیره ژورنالسټان، لیکوالان او د هیواد پوهان زیاته ونډه لري.
قدرمنو! تیره میاشت د اپریل پر شلمه نیټه مو دغه ډول يوه غونډه په افغان پوهنتون کې درلودله، دادی د ملګرو او دوستانو په ګډو کوششونو سره وتوانیدو چې راتلونکې چهار شنبه ۲۷مه د می ۲۰۱۵ دهمدې لړۍ بله غونډه هم ولرو
ستاسي قدرمنو او محترمو څخه په ډیر درنښت هیله ده چې په یاده غونډه کې په خپل شرکت سره دغه مجلس ته ویاړ ور وبخښئ
دا ځل به  د سولې اړوند په ځانګړې موضوع د  دوو قدرمنو ميلمنو له خوا وینا کیږي، هغوئ به د  موضوع  اړوند مسلکې  او څیړنیزه  وینا کوي، او بیا به ګډون وال خپلې پوښتنې کوي.
موضوع : د سولې اړوند ستونزې او حل لاري
لومړۍ برخه:  ۴۰ دقيقې
لومړی ویناوال: حاجي سید داؤد آغا، د افغان نشراتي مرکز مؤسس او مشر (۲۰ دقیقې)
د سولې اړوند بهرنۍ بعد به خبري کوي، خنډونه او حل لاري
دوېم ویناوال : استاد علام الدین اثیر ، لیکوال، ډیپلومات او د  هیواد وتلي سیاسي څیره  (۲۰ دقيقې)
د سولې اړوند کورنۍ بعد به خبرې کوي، خنډونه او حل لاري.
دوېمه برخه: ۴۵ دقیقې
د ګډونوالو خپل نظرونه او د ویناوالو څخه د موضوع اړوند پوښتنې (۴۵ دقيقې)
او د چای څښلو وخت
وخت: د مازیګر له ۵ بجو څخه  د ماښام تر ۷ بجو پورې
ورځ:  چهار شنبې ,  نیټه: ۲۷ د مئ  ۲۰۱۵
ځای: شاندیز هوټل ته څیرمه، کیڼ لاس ۳م کور، لسم سړک، وزیر اکبرخان، ښې لاسته د صحت طفل روغتون دیوال دی.
نوټ: هیله ده چې وروڼه خپل راتګ او نه راتګ بیرته راته تاید کړي، تر څو د ګډونوالو شمیر راته جوت شې
داړېکو شمېره   0705400130

 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې