Monday, 24 April, 2017
 
 
  • طالبان: دکابل ادارې سرتيرو د کندز په ځينو سيمو کې کيمياوي موادو لاسي بمونه غورځولي دي
  • ډاکټر اشرف غني مزارشريف ته تللى
  • د ولسي جرگې د ځينو غړو امتيازات وځنډول شول
  • طالبانو پر شاهين ٢٠٩ قول اردو بريد دخپلو ٢ واليانوغچ اخيستل ښودلي دي
  • د مزارشريف د طالبانو په بريد کې ٥٠ تنه وژل شوي دي
  • طالبانو د بلخ ٢٠٩ قول اردو په قوماندانۍ بريد کړى
د ملي تاريخ فلسفه او پښتونولي
 

دارواښاد قدرت الله حداد فرهاد ددويم تلين پروياړ

ليک ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

په دې دوړن غوندې ماحول کي زه

څه مستقبل به د انسان لټوم

د ځانځاني څپه مې وړي په مخه

له ځانه ورک يمه خپل ځان لټوم

نه د مذهب چېرته نښان پاتي شو

نه زه هندو نه مسلمان لټوم

نه اعتبار په زماني پاتې دئ

نه د وختونو زه کاروان لټوم

د مستقبل په تاريکېو کي زه

که لټوم فقط افغان لټوم

ارواښاد حمزه شينواري

ددې پاڼو ليکوال قدرت الله حداد د ښاغلي امام الدين ساپي څخه، چه د پښتونولي د سپېڅلي دود له مخي ئې ددې کتاب ټول لګښت پرغاړه اخستی د زړه له کومي مننه کوي او کورودانی ورته وايي.زوی او لور لوی!!

مننه

دا کتاب لومړی ځل د ښاغلي قدرمند امام الدین ساپي په مرسته چاپ او خپور شو. ښاغلی ساپي چې یو وطنپال او واقعي پښتون دی د کلنو راهیسې په پېښور کې د پښتو د څېړنې مرکز د مسؤول په حیث په سلهاو پښتو کتابونه چاپ او خپاره او بې شمېره مقالې او روځني خبرونه یې د(scprd.com) ویبپاڼې له لارې نه هیوادوالو ته وړاندې کړې دي.

دا ویل ضروري ګڼم چې ساپي صاحب زما د مرحوم پلار حداد صاحب (د افغان ملي تاریخ) کتاب په دوو جلدونو کې چاپ کړی او ددوی په سلهاوو نورې رسالې او روځنۍ مقالې یې خپاره کړیدي. د حداد صاحب تر وفات وروسته (۱۵- ډسمبر- ۲۰۱۱) ساپي صاحب د خپلې ویبپاڼې(scprd.com) لومړۍ صفحه د مرحوم حداد صاحب په نوم ډالۍ کړه‏. زه د حداد فرهاد د کورنۍ لخوا د محترم ساپي صاحب نه د زړه له کومې مننه کوم، کورودانی ورته وایم او ددوی د لابریالیتوب له پاره دعاوې کوم.

همدارنګه د امریکې په شمالي کالیفرنیا کې د افغان کلتورې ټولنې نه چې دا کتاب یې د دوهم ځل لپاره چاپ او خپور کړی دی، د زړه له کومې مننه او کورودانی ورته وایم.

ولي احمد حداد فرهاد

لومړۍ خبرې

«پښتونولي او د افغان ملي تاریخ» د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۲کال کې خپور شو او دهغه راهیسې بیا تراوسه پورې څو ځله د نړۍ په بېلوبېلو برخو کې چاپ او خپور شویدی. د ګران هیواد افغانستان د اوسني بحراني حالت په نظر کي نیولو سره او د علاقمندانو د ډېرو غوښتنو پخاطر دادی دا کتاب چې د پښتو او پښتونولۍ اساسات په ښه توګه څرګندوي، یو ځل بیا خپروو. د یادولو وړ ده چې د پښتونولي اصول او لارښووني نه یوازې د هیواد په پښتني برخو کې بلکه په نورو برخو کې او د ډیورنډ کرښې بل طرف ته هم تراوسه استفاده ترې کېږي. دا مهمه ده چې وپوهېږو دپېړیو په ترڅ کې د پښتونولۍ څخه د پوهانو او مشرانو لخوا د اختلافاتو د حل و فصل، د ټولنیزو ستونځو لیري کولو او د سیاسي، اقتصادي او نورو مسایلو لپاره څنګه په عملي شکل سره کار اخستل شوی دی. په پښتونولي کې استازي د خلګو لخوا انتخابېږي چې ددوی استازیتوب وکړي او د خبرواترو له لارې نه په محلي او ملي سطحو کې ستونځې له منځه یوسي چې په محلي سطح کې جرګه او په ملي سطح کې لویه جرګه نومېږي. هغه وخت چې افغانانو د ابدالي امپراتورۍ پرمحال په اوولسمه پېړۍ کې پر هند حکومت کاوه، د پښتونولي ځنې اصول د (پانچیتpanchayat) ترعنوان لاندې هلته هم وروپېژندل سول چې اختلافات لیرې او حل کړي او تراوسه هم دا اصول پاتې او استفاده ترې کېږي.

پدې کتاب کې د پښتونولۍ تر شپېتو نه ډېر اصلونه په مکمله توګه تشریح شوي چې ریښه یې سوو کلنو ته غځېږي. په دېموکراتیکه توګه یې ډېرې مسئلې حل کړي او تر غربي ډیموکراسۍ یې عمر ډېر دی. خو اوس د پښتني قومونو د نابودۍ او په یوځایې او مسلسله توګه د دوی د مشرانو د وژلو لپاره ډېرې هلې ځلې روانې او د پښتونولۍ د منځه وړلو لپاره د نویو بې بنسټو ایډیالوژۍ لکه افرادیت، کمونیزم او غربي ډیموکراسي په زور تعمیلول او خپرول، ددې واقعیت څرګنده نښه ده.

دا کتاب څوځله د بعضو عناصرو لخوا تر انتقاد لاندې راغلی چې دا ټول انتقادونه او دهغو په رد کې ځوابونه د ښاغلي «نصیر هنر پښتون» لخوا ددې کتاب په پای کې خپاره شویدي. دا به ډېره هوښیاري وای چې دې عناصرو هغه کلتوروژنه تر انتقاد لاندې راوستې وای چې په افغانستان کې روانه ده نسبت و دې ته چې خپله انرژي او وخت د هغه څه په انتقاد مصرف کړي چې هغه زموږ د هیواد د کلتور او ټولني ډېره مهمه برخه ده. دا به د ټولو افغانانو مخصوصاً د تعلیم یافته طبقې لپاره ډېره غوره وي چې بهرني او د پردیو تاثیرات او اغېزې ښندې او له منځه یوسي. دا بهرني تاثیرات او لاسوهنې په افغانستان کې په بې سارې توګه په ډېره چټکۍ په مخه درومي. ددې ژوندي مثالونه لکه هغه بهرنۍ جامې چې په بازارونو کې پلورل کېږي، د ټولیزو رسنیو لخوا ټلویزوني او راډیویي خپروني، د افغاني لهجو په ځای په پردیو لهجو خبري کول او په تعلیمي ساحو کې ځای ورکول، د ملي مشرانو او د هیواد د باباګانو بې احترامي کول دي. که څه هم موږ اړ نه یو چې دې عناصرو ته ځواب ووایو، ځکه چې پښتونولي ډېرې قوي او تاریخي ریښې او لوړ اصول لري چې د میلونونو پرګنو لخوا په کار وړل کېږي؛ خو موږ فیصله وکړه چې پدې کې د ځوانانو لپاره یوه برخه اضافه کړو ترڅو هغوی په پښتونولۍ وپوهېږي او وکړای سي دا انتقادونه په تاریخي واقعیتونو او علمي دلیلونو سره رد کړي. پدې ارتباط غواړم د ښاغلي «نصیر هنر پښتون» دهغو زیارونو څخه چې د پورته ذکرشوو عناصرو د انتقادونو د علمي ځوابونو د ورکولو په برخه کې کښلې او ددې کتاب په پای کې خپاره شوي دي، د زړه له کومې مننه وکړم. همدارنګه د «زلمي پښتون» څخه چې ددې کتاب په اهتمام کې یې مرستې کړیدي مننه وړاندې کوم.

دا کتاب یو له هغو ډېرو کتابونو څخه دی چې زما د مرحوم پلار قدرت الله ”حداد فرهاد“ چې شپېته کاله یې لیکل وکړل او د افغان کلتور، تاریخ او سیاست په اړه یې عمیقه مطالعه او پوهه لرله، لخوا لیکل شوی دی. په شپېتو او اویاو سنو کې ډېرې ایډیالوژۍ او سیاسي ګوندونه چې د پردو په چوپړ کې وه رامنځ ته شول، مګر غلام محمد ”فرهاد“ د افغان ملت د ګوند بنسټ ایښوونکې او حدادصاحب د وطنپرستانو د یو ګروپ په ملګرتیا د ملت پرستۍ او د تېرو ملي اتلانو مفکورې خپرې کړې. زموږ هیواد د لویو قدرتونو په منځ کې چې غواړي زموږ کلتور له منځه یوسي او افغاني ټولنه مو راګډوده کړي،ښکېل شوی دی. که غواړو د اوسني بحراني حالاتو څخه ژوندي ووزو او د یوه ملت په توګه خپل هویت ، ژبه او افغاني اصلونه وساتو، نو باید د خپلو ملي اتلانو پر قدم، قدم کښېږدو او د دوی تګلارې خپلې کړو. موږ ځوان نسل ته د پښتونولۍ د اصولو د لا ډېرو څېړنو په اړه بلنه ورکوو.

موږ به د جنګونو او ځاني تلفاتو څخه ووزو، خو که احتیاط ونکړو د کلتور، رسومو او ارزشونو د ورکېدو نه به خلاص نشو. افغانستان به ددې زړه دردونکې حالته ووزي، ځکه دا لومړی ځل نه دی چې موږ د یوې مشکلې دورې نه تېرېږو ، مګر بدبختانه پدې بیه چې په پېړیو به شاته پاتې شو. هغه هیوادونه چې یووخت موږ حکومت پرې کاوه، اوس په مستقیمه توګه زموږ په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي. د ساړه جنګ په ترڅ کې د نړۍ خلکو د امریکې نه نیولې تر اروپا او آسیا پورې په وېرې کې ژوند کاوه، خو دا افغانان وه چې د سرو عسکرو په ماتېدو سره میلونونه قربانۍ یې ورکړې، په لکونو یتیمان او کونډې یې قبول کړل او یو وېجاړ هیواد ورته پاتې شو؛ خو د نړۍ وېره له منځه ولاړه. د افغانانو ددې قربانۍ په ورکولو سره د افغانستان د ګاونډیانو وېره د افغانانو د غیرت، شجاعت او جذبې نه پیدا شوه. دوی دا فکر کاوه چې که په لکونه واقعي مجاهدین او قوي عسکري قوا چې د کمونسټانو د رژیم نه پاتې شوې وه سره یوځای شي، د اوسنۍ ټکنالوجي په مرسته به افغانستان د منطقې یوه قوه شي.  نو د بېلو بېلو ډلو او دهغو اړوند کسانو په وسلو سمبالولو او د داخلي جګړو په ګرمولو او د افغاني کلتور په وژنه سره غوښته چې افغان ملت په ټوله معنی له منځه یوسي. په ۲۰۰۱کال کې د نوي حکومت په راتلو سره بیا هم ډېر بېګناه خلک مړه او پخواني جګړه ماران د محکمه کېدو په ځای لوړې عاليرتبه چوکۍ ترلاسه کړې. که څه هم بعضو خلکو راتلونکې ته هیله مند وه، خو د بن جرګې له لارې پخوانی پاچا محمدظاهرشاه په قصدي توګه له نظره ولوېد او جرګه د پردیو د ګوډاګانو په ګټه پای ته ورسېده او د افغانانو هیلې د خاورو سره برابرې شوې.

د بیا ودانولو، پوهنې او اقتصاد برخو کې ممکنه ده څه پېشرفت شوی وي، مګر بدبختانه دا تلپاتی پېشرفت ندی. عدل او عدالت د یوه حکومت د پاتې کېدو لپاره ډېر ضروري او مهم عنصر دی، خو دا هغه شی دی چې موږ یې د کمښت سره مخامخ یو. د یوه قوي ملي دولت د جوړېدو امکان هله شته چې افغانانو ته دا چانس ورکړای شي چې په ټوله معنی سره یوه واقعي لویه جرګه جوړه کړي او رښتیني وطنپرستان پکښې برخه واخلي، بېله دې څخه چې پهغه کې جنګسالاران، قاچاق وړونکې او نور عالیرتبه چارواکې چې بهرنۍ شخصي اړیکې لري، وي. کله چې بهرني هیوادونه ددې ادعا وکړي چې هغوی نور ملتونه په پښو دروي ، مرسته ورسره کوي او جوړوي یې، دا یوازې دوی دخپلې فایدې او سیاسي مقصدونو لپاره کوي دهغه بل هیواد غم ددوی سره نشته.

راځی چې خپل هیواد ته جدي پاملرنه وکړو، پوهنه خپله کړو او ستونځي مو حل کړو. موږ دننه په افغانستان او بهر کې ډېر تجربه لروونکې او لایق افغانان لرو چې په واقعي توګه غواړي د افغانستان د انکشاف او پېشرفت او صلحې په موخه کار وکړي. لکه چې میرویس نیکه ویلې : د عقل او پوهې خاوندان نه یوازې په لویو ماڼیو کې، بلکه زمونږ په دښتونو او غرونو کې هم د عقل او پوهې خاوندان شته. موږ باید هغه کسانو ته چې د آزادۍ او هیواد لپاره یې قربانۍ ورکړې لکه واقعي مجاهدین چې خپلې ویني یې د هیواد د عزت او آزادۍ لپاره توی کړې او اوس هېر شویدي، چانس ورکړو. زموږ د افغانانو صفت، همت او جذبه ده؛ یوازینی شی چې موږ ضرورت ورته لرو هغه پوهه او علم دی. موږ باید د میرویس نیکه او احمدشاه بابا په څېر د یوموټې، آزاد، په سیاسي او عسکري لحاظ سره قوي افغانستان لپاره کار وکړو.

ومن الله التوفيق

ولي حداد فرهاد

اوس، چه بيا د فتور دوره پر ګران هيواد باندي راغله او يوه پېړۍ وروسته پاتې ولاړو په کار ده، چه د افغان بچي لپاره د افغانستان ملي فلسفې د تاريخ په پلوشو کښې په لنډه توګه وړاندې شي يا د تاريخ هنداره په لاس ورکړه شي.

ما د افغان ملي تاريخ تر يوه حده مفصل ليکلی دئ، خو د هغه چاپ تر دې ډېر ګران دئ، سخت توفان روان دئ چاسره به دومره وخت هم نه وي، چه هغه ولولي. داطوفان د اسلام او ترقۍ په نامه راغلی،په حقيقت کښې ئې د افغان ملي فلسفه ووهله.

سږ کال واشنګټن پوسټ ورځپاڼي دوه مقالې خپرې کړي : يوه په جولای او بله په نومبرکښې. يوې د(سي آی اې) فعاليت په افغانستان کي ښود او بلي ئې د(کي جي بي). تاريخ پوهان به له دواړو څخه د موخذ په ډول ګټه اوچته کړي.

دسياسي جغرافيې پر بنا پاکستان او ايران او په يوه بل حد کښې سعودي عربستان، هند اوچین، شمالي نوي آزاد شوي جمهوريتونه، چه ګوري ميدان تش دئ خپل د سياسي غرضونو لپاره فعاليت کوي. امريکا غواړي يو بې خاصيته حکومت هلته جوړ شي، په داسي حالاتوکښې دوې خبري ډېر اهميت لري:

لومړی - آيا افغانستان به خپل تاريخ وساتي ؟

دوهم - ملي يوالی به وساتي؟

نو ځکه مي د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ملي فلسفې تيوري ګاني د تاريخ له پاڼو را واخيستې او په يوه مقاله کي مې خپلو هيوادوالو ته په لنډه توګه بيان کړې. اوس د نسلونو کار په مخه کي دئ او ښايي، چه يوه خاکه به په لاس کي وي.

پيشينه خلګو ګټلي ځني لاړل

ناخلفه مشه لوی د چا په در

نوامبر ۱۹۹۲، ورجينيا، امريکا

تاريخي سبق

قطب مينار په ډهلي کي د نړۍ له ډېرو اوچتو مينارو يا څلو څخه دئ، چه ساری ئې په ټوله نړۍ کښې نشته.

ددغه څلي کار په ۱۱۹۹ميلادي کال کي محمد غوري پيل او په ۱۵۰۳م کال کي سکندر لودي هغه بشپړ کړ. ددغه ځنډ سبب مذهبي شخړي وې اوکوم کار، چه محمد غوري، چه د سلطان معزالدين غوري په نامه يادېږي پيل کړ سکندر لودي پشړ کړ او کومه هيله، چه بايزيد روښان او خوشحال بابا درلوده، ميرويس او احمدشاه بابا ترسره کړه.

مونږ بايد د خپلو مشرانو نيمګړي چاري بشپړي کړو. راځی بسم الله! که يو پښتون د بل پښتون پر پله پل کښېږدي، نو هغه داسي څلي شي، چه پېړۍ پېړۍ به د هغه برم پاتي وي.

د افغانستان ملي تاريخ

او د هغه فلسفه

په دغه نړۍ او يا ددغي نړۍ په يوه مخ کي يو تاريخي حقيقت پروت دئ، دغه دروند، روڼ او ځلانده حقيقت خوږ او د افغانانو روح او ساه افغانستان دئ.

دغه تاريخي حقيقت دچین او پارس، ماورالنهر او هندوستان ترمنځ سيمه نيولې ده، چه د نړۍ د پېښو يرغلونو څخه رک راوتلی او وزي به. تاريخي څېړيني ښيي، چه زمونږ په هيواد کي شل زره کاله دمخه ټولنه او ښار موجود و. آرنولډ ټاينبي تاريخ پوه او فيلسوف دا خبره څرګنده کړېده، چه شل زره کاله دمخه برونز یا ژړ فلز دلته جوړ شوی دئ او استعمال ئې روا ج لاره.

مونږ په افغانستان کي دوه ډوله مدنيتونه لرو:

الف – هغه، چه همدلته ددې ځای د اوسېدونکو له خوا منځ ته راغلي.

ب – هغه، چه له نورو خواو نه راغلي دي.

تر ميلاد يونيم زر کاله پخوا ويدي مدنيت، چه په ريګويد کتاب کي د پکهت (پښتون) او نورو قبيلو ذکر راغلی

 او د افغانستان د رودونو نومونه دي، دغه مدنيت دمالداري ؤ.

دوهم مدنيت په نړۍ کي دکرهڼې مدنيت دئ، چه د اوستا په نامه يادېږي او مرکز يې بخدي يا بلخ ؤ.

په ملي تاريخ کي ددې له پاره، چه د لوستونکي فکر ګډوډ نه شي د نورو اړخونو مدنيتونه يا يرغلونه او تېري نه راځي او بېل تر څېړنې لاندي نيول کېږي. د مثال په ډول ۳۳۴کاله دمخه تر ميلاد يوناني سکندر او د هغوی مدنيت راغی، چه تفصيل ئې په ملي تاريخ کي راغلی دئ. مونږ د خپل تعريف له مخي ملي تاريخ له هغه مدنيتونه او غورځنګو نه بولو، چه د همدې ځای د خلګو لخوا رامنځ ته شويدی.

له دغو زمانو بيا د اسلام تر راتګ پوري (۱۴۴م) د کوشانيانو لويه امپراتوري جوړه شوه، چه د دوبي مرکز يې بګرام ؤ او د ژمي پايتخت يې پېښور ؤ.

عرب مسلمانان، چه افغانستان ته راغلل لکه يوناني سکندر له ډېرو ستونځو سره مخامخ شول څو په ۸۶۱م کال يعقوب ليث صفاري يو ځوانمرد او مېړنی افغان د زرنج اوسېدونکی، خپله بشپړه خپلواکي څرګنده کړه خراسان او پارس يا اوسنی ايران ئې ونيول. عربي ژبه يې منع کړه، چه په دفتر او ديوان کي استعمال نه شي د هغه پر ځای افغاني دري په کار شوه. بايد ووايو، چه تر دغه وخته پوري د پاړسي ژبي کومه نسخه په ايران کي نده ليدل شوې. د لومړي ځل لپاره د يعقوب صفار په ستاينه کي دري شعر وويل شو.

په افغانستان کي پښتانه ځني ځانګړي خصوصيتونه لري. له هغه جملې نه يو هم دادی، چه مارکسيسټ تاريخ پوهان، چه ځانګړي تحليل لري هغوی وايي، چه: پښتون قوم د غلامۍ دوره نده تېره کړې او دوی د غرو خپلواک پادشاهان ؤ او پخوا تر اسلامه ماهويه سوري يو خپلواک پادشاه ؤ د غور په سيمه کي.

د صفاريانو دوره، چه له برمه ډکه وه او کله چه پای ته ورسېده، نو په غزني کي يو بل دور زرغون شو (۱۰۰۲م کال ؤ )، چه سلطان محمود غزنوي ئې په سرکې ؤ. له سلطان محمود سره هندوستان ته ډول ډول خلګ او د افغانستان بېلابېل قومونه ولاړل، خو پښتنو دده په لښکر کي څرګنده برخه درلوده، چه لوی منصبداران ئې هم هلته د امتيازاتو په اخستلو پاتي شول. دغه مطلب د( افغان اشرف او مغل ) په کتاب کي راغلی دئ، چه بيا وروسته د وړو خپلواکو دولتو په جوړ ولو بريالي شول. او کله چه د غور پادشاهان هلته ورسېدل څوسوه کاله هندوستان د دوئ په لاس کي ؤ، چه د هغوی لوی پادشاه سلطان غياث الدين غوري ؤ.

کله چه سلطان بهلول لودي د ډهلي پر تخت کښېناست ( ۱۴۵۱م کال ) د افغانستان د سياست په عملي کولو ئې لاس پوري کړ.

ده د افغانستان د سيمو خلګو ته بلنه ورکړه، چه راشي هندوستان ته او په زرهاؤ پښتانه هندوستان ته راغلل، چه د سلطان بهلول تر مشرۍ لاندي ئې ديوې نخبې طبقې حيثيت غوره کړ.

تاريخ وښودله، چه د سلطان بهلول لودي سياست، چه هندوستان افغانستان کړي، بریالی نه شو. د هغه وجه دا وه، چه د هندوستان نفوس ډېر او پياوړی کلتور ئې لرلو. دوی هلته د زمانې په تېريدو سره ميشته شول او خپل پښتني خصوصيات ئې له لاسه ورکړل، کنه د وینې او يا نژاد له مخي د پښتنو اکثريت په هندوستان کي دئ.

له بلي خوا د بهلول تيوري ټولو پښتنو نه شوای درک کولای. همدغه بدبختي وه، چه بابر به کابل کي اقتدار تر لاسه او پښتانه ورسره ملګري شول او په پاني پت کي له ابراهيم لودي سره وجنګېدل او يو افغان سلطنت د افغانانو په لاس مات شو.

داسي ښکاري، چه په ۱۷۴۹ميلادي کال کي احمدشاه بابا نه غوښتل، چه په ډهلي کي پاتي شي اوپايتخت له کندهاره و ډهلي ته منتقل کړي.

په ملي تاريخ کي څو تيورۍ موجودي دي : لومړۍ تيوري د بهلول لودي د هندوستان افغان پاچا ده بيا د شيرشاه سوري تيوري ده. ورپسې د خان جهان خان لودي او بيا دې پير روښان اوخوشحال خان. او همدارنګه د ميرويس بابا او احمدشاه بابا تيورۍ دي، چه په ملي تاريخ کي ښائې دغه تيوري ګاني ولوستل او غور پري وشي.

شاه اشرف خان هوتک او آزاد خان افغان هم تيوري ګاني لري، چه له بده مرغه پر دغو تيورګانو کار نه دئ شوی.

په ۱۷۹۹م کي شاه زمان هم ملي تيوری لرله، بيا بې تيوري پادشاهان پيدا شول، ترڅو امان الله خان پادشاه شو. ظاهرشاه او محمد داؤد هم په ورستيو کلو کي ملي تيوري موندلي وې او بيا د خارجي نوکريو وار راغی، چه دادي د تاريخ ډېري شرمېدلې پاڼې همدغه دي، چه تر شخصي او کورنيو ګټو هم بدي تمامې شوي.

۱- د سلطان بهلول لودي هماغه مفکوره شوه، چه هندوستان ته ئې پښتانه په بلن ليک راوغوښتل او هڅه ئې وکړه، چه هندوستان افغاني کړي. ځکه چه د سلطان محمود غزنوي په عسکرو کي ۱۲۰۰۰ پښتانه وه. د (افغان اشرف او مغل) کتاب وائي، چه دوی وروسته هلته پاتي شول او ځيني سيمي ئې په لاس کي وي، چه نيازي، لودي، سوري، مياڼي، کاکړ، کړياني ورو ورو راتلل او ميشته کېدل څو بهلول لودي د هندوستان زياته برخه ونيوله او ډهلي يې مرکز ؤ او بهلول لودي د هند امپراتور شو.

۲- شېرشاه سوري ۱۵۴۵-۱۵۴۰م: د شېرشاه سوري د نبوغ لويه علامه داده، چه په څلورو کلو سلطنت کي په هندوستان کي داسي نظام جوړ کړ، چه تر اوسه پوري د هند د نظام اساس تشکیلوي. دده مفکوره دا وه، چه پښتانه په خپل استعداد کي ډېر پياوړي خلګ دي، خو ملي يووالې ته ضرورت لري، چه له قبيلوي حالت نه بايد ملي جوړښت ته رادننه شي او ټول د يو افغان په نامه ياد شي. دا د يوه افغان خبره ده، دده دخولې نه:(افغان بس دئ!) «په تاريخ کي راغلي، چه شېرشاه له چا پوښتنه وکړه، چه ته څوک ئې؟ هغه تفصيل شروع کړ. شېرشاه ورته وويل :« افغان بس دئ».

۳- خان جهان خان لودي: يو با استعداده افغان ؤ د جهانګير په امپراتورۍ کي ئې لوړ مقام درلود د ښه شخصيت خاوند ؤ. وایي، چه د سپه سالار، امير، او بل هر لقب او مقام ئې درلود. مغل امپراتور جهانګير ويلي وه، چه « زه په هندوستان حکومت کوم او خان جهان لودي ئې زما پر زړه کوي.» چه دغه خبره يوه انګليسي تجارتي هيئت يادداشت کړې وه.

وروسته له جهانګيره شاه جهان پاچا سو. خان جهان لودي دده څه مرور او څو ولايتونه ئې آزاد کړل. ده خپله مفکوره داسي بيانوله: «که ورورولي او انسانيت وي موږ حاضر يو، چه ددوی سره کار وکړو، او که دوی زمونږ د ذات او موجوديت مخالف وي، نو موږ حق لرو، چه په توره خپل موجوديت وساتو».

په يوه بله مرحله کي خان جهان لودي وويل: « خواره پښتانه دي سره ټول شي، د وړو پادشاهيو په ځای دي يو پياوړی او لوی سلطنت جوړ کړي».

۴- پير روښان: ده خيرالبيان په پښتو ژبه وليکه. اسلام او پښتونولي ئې سره يو ځای او د ملايانو له خوا په کفر تورن شو، خو ده اسلام او پښتونولي فلسفه کړه او ډېر کلونه وجنګيد، ډېري سيمي ئې له پېښوره تر ننګرهاره او قبايلو تر غزني پوري آزادي کړي.

۵- خوشحال خټک، ايمل خان، او دريا خان د پښتني حکومت په هڅه کي شول:

نه خپله راکړه ورکړهنه خپل حکومت دئ

د بل حکم پرې زندان شي

چه په خپل حکم عادت دئ

دلته ملي فلسفه دې حد ته ورسېده، چه د شېرشاه سوري او سلطان حميد لودي حکومتونه په هند کي ؤ. خو دا ځل ئې مرکزونو د پښتنو په اصلي سيمو کې موقعیت درلود. د ملت پرستۍ له فلسفې سره د خاورې مسأله يو ځای سوه. په دې کي هيڅ شک نشته که پير روښان يا خوشحال خان د دولت په جوړولو بريالي شوي وای، دولتي ژبه به پښتو وای ځکه چه په دغه دوره کي د پښتو ژبي (نظم اونثر) ډېر پياوړي وه او ددوی مراسلې لکه د خوشحال خان وصيت نامه او کتابت په پښتو وه.

۶- په ۱۷۰۰ ميلادي کال کي د پير روښان او خوشال خان ملي فلسفه د ميرويس بابا له پلوه پرمخ بېول کېده. ميرويس په کندهار کې د خپل لوړ استعداد په برکت هغه پښتانه سره ټول کړل، چه په ختيځ کي د مغلو او لوېديځ کي د صفوي دولت له خوا ټکول سوي ؤ.

میرویس بابا وويل: «که تاسي سره يو نه شئ تاسو نه شي کولای د پرديو جغ له خپلو اوږو ايسته کړئ!». د خاوري او خلګو آزادي دده فلسفه وه.

ميرويس پر ايراني دولت ور ودانګل، خو د هند مغلي دولت ته ئې ډاډ ورکړ، چه هغوی ته په عين نظر نه ګوري ځکه چه دی پوهيدو، چه له دواړو قوتو سره په يوه وخت کي مقابله نشي کېدای. له بده مرغه ميرويس، چه د لوديځ او جنوب افغانستان زياتره برخه ئې خپلواکه کړه ډېر وخت ژوندی نه ؤ او د ايران ۲۵زره لښکر ئې، چه د خسروخان په مشرۍ د کندهار په لور راغلي وه په خورا شجاعت او تدبير سره پوپنا کړه، چه يو هم ژوندی پاتي نه شو. دا داسي يو کار ؤ، چه د ايران صفوي دولت ئې بدنام او ناکام کړ او له ټول ايران څخه ئې د مقابلي جرئت واخيست. په پای کي ايراني صفوي دولت دده د زوی محمود په لاس سقوط وکړ.

۷- د ميرويس زوی محمود چه د اصفحان پر تخت کښېنوست (۱۷۲۲م) انساني لوړ خصلتونه ئې درلودل. دده په ملي فلسفه کي داسي راغلي، چه محمود به هر سهار د خپلو سپاهیانو سره غیږي نیولې. د دربار وزیر ورته وویل، چه: اعلیحضرته تاسو ته مناسب نه ده، چه له سپاهیانو سره غیږي ونیسئ. محمود ورته وویل چه: «زه پادشاه یم ددوی په برکت. په حقیقت کي غواړم، چه تاسو، دوی او ټول خلګ پوه شي، چه زما او زما د ملت ترمنځ کوم توپیر نشته. دا زمونږ ترمنځ مفاهمه ده، چه یو ورور به د ملت له غړو پادشاه وي بل به سپاهي، خو په حقیقت کي دواړه وروڼه دي او د یوه ملت غړي.». مونږ وینو، چه د افغان ملي تاریخ فلسفه وار له واره پیاوړې کېږي.

 

۸- شاه اشرف: د میر ویس وراره، چه د محمود په دوران کي د تهران والي ؤ، افغاني سلطنت ئې ډیپلوماسۍ مرحلې ته ورساوه، چه له ترکانو سره د یو تړون او روسانو سره د بل تړون په اساس ئې د ډیپلوماټیکو روابطو لاره پرانستله او افغاني سفیر احمد خان بلوڅ استانبول ته لاړ، چه تود هرکلی ئې وشو. شاه اشرف د هرات د ابدالیانو او د کندهار له غلجیانو مرسته وغوښتله او دا يې څرګنده کړه چه: « د اصفحان او آذربایجان نه نیولې د هندوستان تر نوآبانو دغه پراخه ځمکه د پښتنو تر ادارې لاندي ده. که تاسو دا خبره زړه ته وغورځوئ او پوره پرې پوه شئ او خپله خپلي پښتۍ ماتې نه کړئ دا دئ لوی قدرت لرو، نو ما سره ودرېږئ ما د ترکانو د خلافت او د روسانو د امپراتورۍ زور ولید دواړو ماته وخوړه.». دلته داسي ښکاري، چه شاه اشرف ډېر پراخ پلان او نقشه درلوده، چه د ملي تاریخ د فلسفې یوه ټاکلې مرحله ده.

۹- احمدشاه بابا: دغه لوړ شخصیت د ښه فکر او عمل خاوند ؤ. د اخلاقو په لحاظ ولي الله، په عسکری لحاظ سپه سالار، په سیاست کي لوی سیاستمدار، په توپ جوړولو کې استاد، په ادب کي ادیب او شاعر، په عدالت کي عادل، په مهربانۍ کي رحیم، په پښتو کې پښتون، په ځوانمردۍ کي ځوانمرد او په سخاوت کي سخي ؤ.

ده په یوه کال کي لوی افغانستان تأمین کړ. له دې امله، چه پرته له پښتنو په امپراتورۍ کي نور قومونه وه، نو د هغوی په رعایت د دفتر ژبه دري سوه که څه هم احمدشاه بابا د پښتو ژبي ادیب ؤ. دلته د افغانستان مفهوم، چه د افغانستان د ټولو قومونو نه نمایندګي وکړي رامنځ ته شو. بلوڅ، هزاره، تا جیک، ترکمن، ازبک، بیات، افشار او ډېر نور مسلمان او غیرمسلمان لکه هندوان، زردشتیان، ارمنیان، یهودان، ټول د افغان تر بیرغ لاندي راټول سول او لوی افغانستان له مشهده تر نیشاپور او طبسه نیولې بیا تر سرهند او اګرې او هند تر بحیرې پوري او له تبت، بخارا او سمرقند سره ئې سرحدونه ولګېدل. پښتانه او غیر پښتانه په دوه صفتونو متصل شول. تاجک افغان، ازبک افغان، بلوڅ افغان، هزاره افغان او نور. ټول هغه خلګ چه له ظالمو پادشاهانو مرور وه د عدالت په سیمه را غونډ شول دغه وخت افغان ملي فلسفه خپل عالي حد ته رسیږي. هر سړی دننه په افغانستان کي، چه له هرطبقې، قوم، نژاد، ژبي او دین ؤ بسیا او مصؤن ؤ او احمدشاهي قوانینو دوی ته پوره امنیت ورکړئ ؤ. افغانستان داسي د امن ځمکه وه، چه د جنګونو په دوران کي د مقابل لوري خلګ د خپل سر او مال د امن له پاره افغانستان ته راتلل، ددوی مال او ناموس به په امن کي ؤ. ټول بهرني لیکوال په دې متفق الرأی دي، چه د احمدشاه له عدالت څخه دوست او دښمن دواړو رضایت درلود

لویه جرګه سال ۱۱۲۶هجری مطابق ۱۷۴۷میلادی در کندهار

معروف ترین جرګه تاریخ افغانستان که یکی از موثرترین جرګه ها در تاریخ وطن ما میباشد در سال ۱۷۴۷میلادی در قندهار توسط توسط وطن داران ما برپا شد. در این جرګه احمدخان ابدالی اګرچه که جوان ترین اشتراک کننده این جرګه بود بحیث پادشاه انتخاب و از نفاق و برادرکشی در میان مردم جلوګیری شد. در تصویر بالا ملنګ صابرشاه پسر متصوف معروف استاد لایخور کابلی را در حالی نشان میدهد که خوشه ګندم را بر سر اعلیحضرت احمدشاه بابا میګذارد و انتخاب اورا تبربک میګوید. این انتخاب و این جرګه سبب بوجود آمدن امپراتوری عظیم ابدالی اعتلا و عظمت افغانستان ګردید.

۱۰- آزاد خان افغان او د هغه ملي تیوري: آزاد خان هغه ځلانده څېره ده، چه په ملي تاریخ کي لږي خبري ورباندي شویدي. کله چه د افغانانو دولت په ایران کي سقوط وکړ، آزاد خان د آ‌ذربایجان حکمران او مشر ؤ. (وګ. دنادر افشار رساله د لکهارټ لیکنه) دی غلجی او یو ځوانمرد مېړنی ؤ. ده د یوه ځوانمرد په توګه د ایران بېلابېل خلګ پر ځان راټول کړل او د احمدشاه بابا د امپراتورۍ تر زمانې پوري د ایران د تخت مدعي ؤ. (۱۷۵۵م) د پوهاند حبیبي په پېښ لیک کي راغلي، چه د آزاد خان افغان سکه د اصفحان په موزیم کي موجوده ده. آزاد خان د نادر افشار سره ډغري ووهلې او خپله خپلواکي ئې په آذربایجان کي ساتلې وه.

ډاکټر ګنډاسنګ د احمدشاه دراني په کتاب کي د آزاد خان افغان پر ملي تیوري خبري کوي، چه ده یو پراخ پلان درلود او خپل پلان یې تشریح کړ، چه دی غواړي افغانستان، ایران او هندوستان یوه حوزه او یو هیواد کړي. ده د خلګو په یوه ستره غونډه کي خپل پلان څرګند کړ.

تر نادر افشار وروسته، آزاد خان افغان، محمد خان قاجار او کریم خان زند د ایران د پاچاهۍ لپاره درې کاندیدان وه.

آزاد خان ویل: د لویو هدفونو په لار کي شیعه، سني او قوم په نظر کي نه نیول کېږي. (هم هغه کتاب)

۱۱- په ۱۷۹۸ م کال کي اعلیحضرت شاه زمان ملي فلسفې ته نوره پراختیا ورکړه او هغه دا چه ده دې ته تیاري ونیوله، چه ټول اروپایي استعماري قوتونه، چه انګرېزان یې په لومړۍ درجه پياوړي وه له هندوستان څخه وباسي او آسیا ته له دې اپته نجات ورکړي. شاه زمان په دې لاره کي دومره ترتیبات ونیول، چه دده پادشاهي د آس په شا تېره سوه. که چېری د ایران حکومت د انګرېزانو سره مرسته نوای کړې، نو بېله شکه انګرېزان له هندوستانه وتلي وه او په دې خبره په خپله انګرېزان هم قانع دي. (وګ. افغانستان د تاریخ په بهېر کي د غبار لیکنه)

 دا وه د افغان ملي فلسفه، چه په دریو پېړۍوکې روزل شوې وه.

په کال ۱۹۷۹کي د پخواني شوروي اتحاد لښکري افغانستان ته راننوتلې. څورلس کاله جنګونو دوام وکړ. هرچا له بهرني طاقتو څخه د افغانستان په سره تناره کي خپله ډوډۍ پخوله. یو شمېر لیکوالو بېله دې څخه، چه د افغان ملي تاریخ په تاریخي تکامل پوه شي یو لړ کتابونه او مقالې ئې ولیکلې، چه ګواکې پښتنو په دې ملک کي ظلم کړی دئ؛ د خراسان د نامه شوقونه ئې وکړل، د فدرالي حکومت خبري وشوي، خو دوی د افغانستان د جوړېدو تاریخي ضرورت هېر کړی ؤ. اسلام او کمونسټي په پښتون او غیرپښتون بدله شوه. تباهي راغله. د ایران، پاکستان، عربو او نورو مداخلې شروع شوې. نو دادی، چه د افغان تاریخي فلسفه مو څرګنده کړه، چه خلګ فکر پرې وکړي، چه آیا د افغانستان مفهوم ددوی په ګټه دئ یا قومي مفاهیم؟

 

 ۱۲- مظفرخان افغان او د هغه تیوري: په کال ۱۸۱۸میلادي کي مظفرخان سدوزی افغان د ملتان مشر او حکمران ؤ. دی یومېړنی په تمامه معنیٰ افغان ؤ. مظفرخان په ملي تاریخ کي حقمن دئ. ښه خبره به دا وه، چه افغانستان کي دده په نامه یو سړک یا یوه ښوونځۍ نومول شوې وای. له بده مرغه دده نوم په تاریخ کي لږ راغلی دئ. کله چه د فتور په دوره کي له کشمېره، ډېرې اسماعیل خان نه، ډېرې غازي خان، پېښور او نورو افغاني سیمو څخه سردار حکمرانانو د سیکانو په مقابل کي ماته کوله او تښتېدل، ځانونه ئې کابل ته رسول، خو مظفرخان دومره مقاومت وکړ، چه دی خپله، دده دوه زامن، لور او مېرمن له ټولي کورنۍ سره په شهادت ورسېدل. دغه وخت دئ، چه د ملتان ماته امکان لري، خو څو ځله د ملتان خلګ پاڅېدل او چا ئې مرسته ونه کړله.

د مظفرخان عقیده دا وه چه: «مرګی ښه دئ تر ژوندونه  چه عزته سره نه وي زیست روزګار!» سکانو درانه تلفات ولیدل، خو کوم افغان ئې په اسارت کي نه درلود. مظفرخان کولای شول، چه ملتان تسلیم کړي او وتښتي. امان ئې هم غوښتلای شو او یا دا چه باج ومني. په داسي حال کي، چه دغه ټولي خبري ورته کېدلي، خو مظفرخان یو ریښتنی افغان ؤ، چه د ظفر او مرګ ترمنځ یې دریم انتخاب نه درلود.

په افغانستان کي اجتماعي ترکیب او اجتماعي جغرافیه داسي ده، چه ملي یووالی او افغاني مفهوم کوم چه بحث ورباندي شوی د ټړلو په ګټه دئ.

ددې لپاره چه ملي یووالی تأمین شي، افغانستان هم لکه مدني هیوادونه ښايي، چه خپلي تاریخي مبدا ته یا یوي مبدا ته، چه د افغانستان تاسیس په خپلو تاریخي حدودو کي دئ، عقیده او احترام ولري. د مثال په ډول امریکا، چه د لوی افغانستان له تاسیسه سره په یوې زمانې کي تاسیس شوې خپل تاریخ ئې وساته. هم هغه مشران، هم هغه فلسفه، هم هغه د خپلواکۍ اعلاميه او قوانین او اصول. ..، خو افغانانو دا کار ونه کړ. د دواړو عواقب او نتایج څرګند دي.

۱۳- پاتي شو امان الله خان (۱۹۱۹م) چه په کار دي څه خبري پرې وشي. ځکه چه د افغانستان د اوسنۍ جغرافيې د خپلواکۍ اعلانېدل دده له خوا وشو.

 تر سیاسي خپلواکۍ دمخه د امان الله خان دوې مفکورې څرګندي دي:

الف: د ملک پرمختګ

ب: د بېل شوو افغانانو او د هند د مسلمانانو پلوي. البته ده په دواړو کي کوم بری تر لاسه نه کړ، خو افغانانو ته ئې لوړ حیثیت و باخښه. ځکه دده تیوري په ملي فلسفه کي څرګنده وه. یو امریکایي لیکوال(Leon Poullada) داسي وایي، چه: «د افغانستان خلګ د امان الله خان د اصلاحاتو مخالف نه وه، خو بهرني حریفان او قومي مسایلو د نه پاملرني په وجه ناکامه شو

(وګ.)

 Poullada Leon B: 1973 Reform and Rebellion in Afghanistan, 1919 -1929, King Amanullah’s failure to modernize a tribal society. Ithaca/London

له بلي خوا دده په اداره کي باکفایته خلګ وار له واره کمېدل. په پای کي ملي احساس کمزوری کېدی او دا چه د ملي تیورۍ ګانو ځای بهرنیو ایدیولوژی ګانو ونیو په نتیجه کي د ۱۹۹۲م کال له شرمېدلي حالت سره مخامخ شولو.

له ټولو خبرو مخکي مونږ باید په دې اتفاق ولرو، چه مونږ دغه تاریخي افغانستان د یوه ارزښتناک میراث په توګه ساتو او تاریخي اصولي مبدا او ملي مقدسات مو منلي دي، نو که د افغانستان د سیاسی نظام ټاکل د هیچا واک اوصلاحیت نه دئ، مګر د لويي جرګي! بهرني او کورني لیکوال او تاریخ پوهان دا خبره تائیدوي، چه د احمدشاه بابا نظام فډرالي ډوله ؤ، خو دوه توپیره ئې لرل.

لومړی د قوي مرکزي دولت وجود او دوهم دا چه په اوسني افغانستان کي، دې دوه نیم سوه کلونو کي اجتماعي، کلتوري او اقتصادي امتزا ج پر مخ تللی دئ عام خلګ ددې خبري ضرورت نه محسوسوي.

په افغانستان کي تقوا، شخصیت او مېړانه اهمیت لري نه نسل، نژاد او دا چه څوک د افغاني هويت ساتونکي دي. له بلی خوا که په افغانستان کي قومونه، ژبي او نژادونه سته، نو اوس خو د افغانستانیانو شمېر هم لږ نه دئ. افغانستانیان هغه دي، چه د افغانستان مفهوم ته عقیده لري او فکر کوي، چه بېلو کلتورونو، ژبو او نسلونو افغاني نوی مفهوم جوړ کړی. په یوه دسترخان د شمال، جنوب، مشرق او مغرب ډوډۍ ګاني لیدل کېږي؛ چپن، پکول، څپلۍ سره یوځای شوي ملګري شوي. ژبه که پښتو او که دري ده مشترک مفاهیم او لغات لري. د ودونو په حساب نسلونو امتزاج موندلی دئ. مونږ یوې نوي مرحلې ته ور داخل شوي یو، چه د قوم او ژبي د مسألې پورته کول به پر شا تګ وي نه پرمخ تګ. افغانستانی هغه څوک دئ، چه ځان نه پښتون بولي او نه تاجک، او نه داسي نور... بلکه افغان بولي.

اخستځیونه

۱- ګنډاسنګ، درانی احمدشاه

۲- غبار، افغانستان د تاریخ په بهېر کي

۳- لئون پولاډا، اغتشاش او اصلاحات

۴- ویلیم فلور، د اصفحان سقوط او د محمد افغان پورته کېدل

۵- راز، بیا لویه لوبه او افغانستان

۶- ریتا جوشي، اشرف افغان او مغل

۷- حبیبي، د افغانستان پېښ لیک

۸د تاریخ هنګامه

شرمېدلی تاریخ

د پردیو ایډیولوژي ګانو له راتګ سره او د ښاري ژوند له ښه کېدو سره داسي خلګ را پيدا شول، چه سم دم ئې د ژوند ښه کېدل غوښتل او دې هدف ته د رسېدو لپاره ئې ټول ارزښتونه تر پښو لاندي او د لیونیو په څېر يې هري بې ناموسۍ (شخصی او ملي) ته ملا وتړله. خارجي نوکرۍ هم شروع شوې.

په نتیجه کي خدای خبر، چه د پردیو شا ته څومره خبري او دسیسې وي، چه په پای کي روسان راغلل. د افغانانو د مقاومت په دوران کي (۱۹۷۹- ۱۹۸۲م) امریکې ته دا فکر پیدا شو، چه د شوروي اتحاد د راپرزولو لپاره ئې ښه عسکر موندلي دي. زمونږ له بدي ورځي څخه امریکې بده ګټه واخستله.

پاکستان، چه دا حال ولید، نو داسي یې جوړه کړه، چه د افغانستان تاریخ، ملي احساس او فلسفه پاتي نه شي. د اسلام تر نقاب لاندي ئې خلګ وړاندي کړل، و یې جنګول، بداخلاقه یې کړل، استعمال ئې کړل. روسان په ۱۹۸۹م کي ووتل او د نجیب الله حکومت په ۱۹۹۲م کي د اپریل په میاشت کي مات شو. د پښتنو پرضد د شمال ازبک، تاجک، هزاره ګانو، غیرپښتانه پرچمیانو اعتلاف جوړ کړ. د نجیب الله څلوېښت تنه جنرالان ئې ووژل (د بین المللي عفوي ټولنه)، ورپسې پنجشیریان او هزاره ګان هم کابل ته ننوتل، ازبک په لومړۍ مرحله کي راغلي وه. دادی د ملي یوالي مزی وشلېد. کابل ددوی لاست ته ورغلو، پاکستان خپل د پېښور نمایندګان ورولېږل، هغه چه ددوی په لاس جوړ شوي وه. اسلام، کلتور، انسانیت هرڅه تر پښو لاندي شول. وژني، چورچپاول، بې ناموسۍ د اندامونو پرې کول. .. د بشریت شرمېدلی تاریخ جوړ شو.

 نور د افغان د مشرانو تیورۍ ګاني یومخ ختمي شوې. خلګ بې خبره او اقتصادي مسایل دا وخت د سیاسي اغراضو سره یوځای شوي وو. له خلګو يې هرڅه هېر کړل. د کابل نیمایي نه زیاتي ودانۍ ختمي شوې. د موزیم پاتي برخه آثار هزاره ګانو وایستل ایران ته ئې ورسول. کتابونه ئې وسوځول. ښځي یې په کور کېنولې. کله چه د ۱۹۹۲م کال د اګسټ په لسمه حزب اسلامي بې شماره راکټونه - په یوه نیم ساعت کي شپږ سوه – وویشتل، نو د یوه معمولي اټکل له مخي په یوه ورځ کي یو زر اته سوه کسان مړه شول. وزارتونه چور شول، پوهنتون د حزب وحدت بندي خانه شوه، مکتبونه قرارګاوي شوې. خلګ د شمال او مشرق خوا ته مهاجر شول په لارو، جوماتو اوکورونو کې سر په سر پرېوتل. پرده او حیا ورکه شوه. په کابل کي احمدشاه مسعود د پنجشېر قومندان او د دفاع وزیر یوازي له ځان دفاع کوله. رباني د جمعیت اسلامي مشر ځانته جمهور رئيس وایه، خو دولت ئې معلوم نه شو. لارې کوڅې په وینو ولړل شوې، بوی او تعفن پورته شو، مرضونه پیدا شول. (د بي بي سي راډیو د سپټمبر ۱۳مه لمړی پروګرام). د څښاک اوبه او برق نه وو. د کابل خلګو، چه خپل کورونه او بازارونه ئې د روسانو د یرغل په دوران کي هم نه وو پرېیښي بېله کوم پلان څخه ووتل. لاهم د پاکستان زړه نه ؤ سوړ. سرحد به یې کله تاړه او کله خلاصاوه. روغتونونه له زخمیانو ډک وو. درمل نه ؤ. خارجي ډیپلوماټان، اودملګروملتونو کارکونکي اودسره صلیب روغتونونه له کابله ووتل. په کابل کي څوحکومتونه وه. د مرکز او ولایتونو اړیکي شلېدلي وې. خو یو شمېر عرب، ایرانیان او پاکستانیانو په کابل کي هر يوه د خپلو دولتونو او حزبونو لپاره لګیا وه فعالیتونه یې کول. شرمېدلي ورځي وې او د افغان په کور ویر ګډ ؤ.

د امریکې مشهوري ورځ پاڼي واشنګټن پوسټ د همدغه کال د جولای د میاشتي په شلمه دا خبر خپورکړ. چه جهاد د(سي،آی،اې) له خوا ؤ. دا خبره په ډاګه شوه، چه د افغان د جهاد په نامه پيسې، اسلحه، خوراکي مواد، ادبیات، شعارونه هرڅه (سي،آی،اې) ورکول. یعني جهاد ددوی تر رهبرۍ لاندي ؤ. او دغه رهبران ددوی جوړ کړي خلګ وو. خو که څوک دقیقه مطالعه وکړي دغه وسلې او پيسې، چه (سي،آی،اې) ورکولې د هغه لویه برخه په پاکستان کي پاتې شوي او جنګ د افغانستان خوارو خلګو کړی دئ او ډېره لویه قربانې یې ورکړې ده. سربېره پردې د جهاد د رهبرانو نږدې خپلوان د مخدره موادو د قاچاق په لړ کي په نيویارک کي بندیان وو. دغه خبره د مخدره موادو د کالني کانفرانس یوه غړي وکړه (۱۹۹۲م). د آینه افغانستان مجلې د همدغه کال د اګسټ په ګڼه کي د رهبرانو د میلیونو ډالرو شتمنۍ وښودلې، چه دوی د خپل ځان لپاره ذخیره کړي دي. له دې حالاتو داسي معلومیږي، چه د افغان د ملي تاریخ د فلسفې په مقابل کي دغه ټیټ او فاسد، شرمیدلي او بې عزته خلګ زرغون شول، چه څه د روسانو او څه د امریکې نوکران وو. د اګسټ په ۲۳مه عزیز الله واصفي په واشنګټن کي په یوه کنفرانس کي وویل، چه: وجدان د کمونیزم له خوا واخستل شو پاتي یې د اسلام په نامه لاړل. په پای کي نه اسلام ؤ نه کمونیزم، یوازي خیانت، وطنفروشي او غلا وه.

اوس د افغان د بچي دا وظیفه ده، چه خپل دغه شرمېدلی تاریخ هغه له ویاړه ډکو تاریخونو په څنګ کي ولولي او پند ترې نه واخلي. د وفا جریدې په خپله ۲۱مه ګڼه (د میزان ۸مه ۱۳۷۱ش) کال کي په افغانستان کي د فرهنګي وضعي تر عنوان لاندي ولیکل چه: کله چه مجاهدین راغلل هر تعمیر د بېل تنظیم د مسلحو قواوو لخوا اشغال شو او نظامي بېل بېل حکومتونه پکې د قوماندانانو تر ادارې لاندي تاسیس شول. سربېره پر دې لابراتوارونه، شخصي کتابخانې، شخصي نقدي پیسې، چه پوهانو په خپلو مېزونو کې لرلې، قالیني، موټرونه او د دفتر لوازم او نور تخنیکي شیان چور شول. او له دفترونو څخه د مجاهدینو لپاره لیلیې جوړې شوې، د اکاډمۍ له یوه تعمیر څخه، چه د امیر عبدالرحمن خان د مېرمني شاببو جاني استوګنځۍ ؤ او دیوې آبادۍ شکل یې لاره، ټولي حکاکي لوکس شوي دروازې او کړکۍ وایستل شوې او له فرنیچره سره یوځای یوړل شوې. قدنما هنداري، چه ډېري پخوانۍ وي ماتي شوې او آن زلزله معلوموونکی او ټیلیکس ماشین هم یوړل شو. د مکتبونو او پوهنتونونو بدبختي دا وه، چه دوه ځله وځپل شول. د ثور کودتاچیانو اخوانیان وبلل او بندیان یې کړل او مجاهدینو کمونسټان.

د تاریخ له پلټني داسي څرګندیږي، چه په افغانستان کي که ملي مشر او که د پادشاه په نامه یاد شي خلګو سره د ملي مشر رویه لري او د نورو شرقي او غربي هیوادونو د پادشاهانو په توګه نه وي. پادشاه په افغانستان کي باید د خپلو خلګوسره وګوري او ښه بې تکلیفه وضع ورسره وکړي. د هغوی کلیو ته لاړ شي او هغوی سره کښېني او ډوډی ورسره وخوري. د افغانستان خلګ له پادشاه سره آزادي خبري کوي.

د افغانستان لپاره سیاسي ګوندونو مصیبتونه راوستل ځکه، چه خارجي ريښې ئې درلودې. افغانستان یوه عنعنوي ټولنه ده. د تعلیم او اقتصاد پړاونه په مخ کي لري. هیڅوک به مونږ د ځمکې له کرې (کره) ونه شړي که مونږ ملي مشر یا پادشاه ولرو.

په شرمېدلي تاریخ کي ولیدل شول، چه کمونسټان د روسانو نوکران وو. په نورو کې څوک د پاکستان، څوک د ایران، عربستان او غربي هیوادونو لپاره لګیا وو. ملي خلګ تش لاس پاتي شول. که افغانانو د روڼ فکری یا اسلام پلوي کړېده دواړو په لومړي سر کي، مسلمانانو او روڼ فکرو خلګ پرېښودل، چه د شاهي دولت سره مبارزه وکړي. کله چه موضوع توده شوه بیا نو دواړو خواوو خپل جېبونه له خارجي پیسو ډک کړل، میدان ته ننوتل بیا خبره توپونو او ټانکونو ته ورسېده. اوس دغه دور باید تېر شي او وروسته پاتې کېدل به منو. دا به هم وشي، خو د راتلونکې لپاره باید لاره راڅخه ورکه نه شي.

په نولسمه پېړۍ کي د انګلیس او روس د رقابت په نتیجه کي مو امپراتوري لاړه. په شلمه پېړۍ کي د ساړه جنګ قرباني شوو. نو ترکله به دا نخرې پر موږ کېږي. یوازی تاریخ او تاریخي مبدا مونږ ته نجات راکولی شي.

د کابل تصویر په یوه ټوټه شعرکي: د شرمېدلي تاریخ ادب

د اسمایي تصویر

جان جان څنګه جنګونه په کابل کېږي

څه اوښکي ویني فوارې شوې دلته

څه توري زلفي او خماري سترګي

په دې باروتو کې خورې ورې شوې

څه د شملو بازار مې سوړ غوندې شو

څه د ګلونو رنګینه ښکلا مې

په دغه کلې کي په غم واوښته

وای وای دا څه ظلمونه په کابل کېږي

جان جان څنګه جنګو په کابل کېږي

څه سپینې خولې له خنداګانو ډکې

څه په نازونو نازولې کاته

له نازولو نه مرګی اخلي

څه د ماښام د غریبانو آدې

د عاشقانو عارفانو څنګ کي

د سرو مردکو د بازار کریږو آرامي کړلې

وای وای څه ګوزارونه په کابل کېږي

جان جان څنګه جنګو په کابل کېږي

څه پښتنې په سفر وخوځېدې

تڼاکې پښې په هغو لارو اوړي ژاړي‏ ژاړي

څه د تاجکي نجلۍ ناز نامراد شو

چه له دې کلي مسافره درومي

خدایه ګناه ئې څه ده څه ئې کړي؟

چه د سالنګ او جګدلې شمال ئې

د سره سالو پیڅکې په ناز رپوي

وای وای څه فریادونه په کابل کېږي

جان جان څنګه جنګونه په کابل کېږي

څه د مرګونو قافلې راغلي

څه قافلې د مرګ څپو کې لاړې

چه بې ګودره په دې لاره راتلې

څه دروغجن په رښتیاینه راغلل

څه رښتیانې په دروغجنه لاړل

څه آبادۍ په کنډوالو واوښتې

څه ترانې د ماشومانو چوپ شوې

کنډر کنډر کوڅې سړی ډارېږي

زمونږ د مینې د کابل په ښارکي

په یو تورتم باندي اوښتي یو موږ

کله چه نیمه شپه له خوبه جګ شې

او د کابل آرام زړګې ته غوږ شې

نو یو رنځور شانته زګېروی به واورې

وای وای ناحق جنګونه په کابل کېږي

جان جان څنګه جنګونه په کابل کېږي

کله چه نیمه شپه له خوبه جګ شې

او آسمایې په خوبولي نظر ښه وګورې

نو یو تصویر به درکړي

یو تاج محل به ګورې

د تورو تورو مرمري ډبرو

چه په کي سرې لمبې اورونه بل دي

له نېکه مرغه پدې ورستیو کلنو کي ډېري لیکني رامنځ ته شوي، چه د پښتنو او افغانانو تاریخ روښانوي.

د اتلسمي پېړۍ په سر کي په آسیا کي بېل هیوادونه وو. سربېره پر چین او روسیې د هند مغلي امپراتوري، صفوي دولت او عثماني خلافت. افغانستان په دغوامپراتوریو او لویو طاقتونو کي راښکېل ؤ، خو د اروپا لپاره د اسيا حالات په زړه پوري وه. ځکه دوی اومه مواد او تجارت په دې خوا کي لیدل. نو کله چه میرویس بابا صفوي دولت ته ماته ورکړه (۱۷۰۹) په ۱۷۲۲م کال د صفوي دولت سقوط د افغانانو له خوا داسي وړه پېښه نه وه. همدارنګه د عثماني لښکرو ماته د افغانانو له خوا او یا د پیټر د وخت د روسانو د لښکرو ماته د افغانانو له خوا داسي پېښي وې، چه د اروپا مطبوعاتو او لیکوالو ډېر کتابونه د افغانستان، افغان، غلځو، میرویس، محمود او کندهار په باب ولیکل، نو ځکه اوس دا دوره زمونږ څخه پټه نه ده.

پښتانه او ددوی لرغونی تاریخ

په کال ۱۷۶۰م کي چه احمدشاه بابا د پاني پت په جګړه کي پر دریو لکو هوسا وسله بندو لښکرو بری وموند، په دغه وخت کي اروپایانو لکه انګرېزان او فرانسویان جنوبي هند ته د تجارت په نامه رسېدلي وو.

ددوی و دغه جګړې ته پام ؤ. او دا چه یو لږ شمېر افغانان، چه ګډون ئې دېرش زره تنه بلل شوی دئ څنګه پر دومره لوی لښکر بری وموند، ددوی د اندیښنې وړ وګرځېد.

دوو خبرو دوی ته زښته زیات اهمیت لاره: د احمدشاه بابا حربي لیاقت، دوهم د افغانانو بې باکه جنګیالي.

له دغه تاریخ وروسته د افغان او پښتون په باب ددوی څېړني پیل شويدي. کله چه په ۱۸۱۹م کال الفنسټن د انګلیسي ډلي مشر د اعلیحضرت شاه شجاع حضور ته په خاصو مراسمو کي مخکي شو، بیا نو دغه سړي د کابل د سلطنت په کتاب کي د پښتنو په برخه کي ددوی له خولې یو لړ خبري ولیکلې. یعني هغه څه، چه ځینو پښتنو په همدغه وخت کي د خپل تاریخ، قوم او تجربو په باب ویل. بیا دوی هغه ومنل. خو خبره داده، چه الفنسټن یو عسکري جنرال ؤ او انګلیسي لیکني د پښتنو په برخه کي د تاریخ پوه یا ژبپوهاند انسان پېژندونکي له خوا نه وې. دوی مسیحي مبلغین، جاسوسان یا عسکري خلګ وو. مخکي عربو لیکوالو کلمات معرب کړي وو، ورپسې ایرانیانو د پښتنو د تاریخ ونه او څانګي مغشوشي کړې. ځکه دوی لیک او لوست کاوه، خو مونږ دا چاري نه کولې.

له همدې وجې پښتانه یا د قیس عبدالرشید اولاده یا بني اسرائیل بلل شوي. خو په ورستیو کلونو کي علمي څېړني پر یو لړ اصولو رابرسېره شوي، چه میتود ورته وایي. یعني وروستۍ څېړني پر اصولو او میتود ولاړي وې.

مونږ ناڅاپه وپوهېدو، چه درې زره کاله دمخه تر میلاد د پښتنو د قومونو ذکر راغلی دئ. دغه د ژبپوهني او سړي پېژندني څېړني وې. مونږ ئې په دې وپوهلو، چه هغه کتابونه، چه پښتانه ئې د قیس عبدالرشید یا بني اسرائیل اولاد بللي باید فسخ کړو، چه پر علمي اصولو ندې ولاړ.

که په تاریخ کي راغلي، چه د ساک یا ساکا قوم آریایان قوي او زړه ور خلګ ؤ او بیا د جنوب په لور له مرکزي آسیا یا د توري بحیرې له څنډو وخوځېدل او بیا په جنوب کي لکه کابل، ننګرهار، پکتیا او وزیرستان کي د ساکو قوم او ځایو نومونه اوس هم سته، نو ځکه دا شک پاتې کېږي، چه ساک به هم هغه ساک نه وي، چه د سیستان په تاریخ کي ئې د سیستان مدنیت مخکي له اسلامه درلود.

لومړی دا چه د پښتنو ژبه اریایي ده دا خبره ثابته ده. د جسماني جوړښت له مخي آریایان دي او د قبيلو نومونه ئې هم هغه دي. نو د پښتنو تاریخ درې زره کاله مخکي له میلاده ځي او وروسته له هغه چه عیسی (ع) پیغمبر پیدا شو دوه زره کاله نور شول او ټول پنځه زره کاله کېږي. اوس به د خبري تفصیل ته وردننه شو.

 دایران په زاړه تاریخ کي راغلي دي: د بابل پیاوړی دولت د هیت له خوا ړنګ شو. د هیتانو دولت په بابل کي دوام ونه کړ. ځکه، چه کاسیانو له هیتانو سره جګړه پیل کړه او هغوی ئې له بابل څخه وشړل او په خپله ئې د کاسیانو پادشاهي جوړه کړه او ددغه قوم پادشاهي، چه له اصله آریایان وه، نږدې شپږ سوه کاله دوام وموند (۱۷۶۰نه بیا تر ۱۱۸۵مخکي له میلاده). د کاسیانو په زمانه کي له آس څخه بیا د ارابې د راکشولو لپاره کار اخستل کېده. مخکي له دې دا هم ویل شوي دي، چه آریایان له ختیځي او شمال ختیځي لوري ایران ته ننوتلي او په ایران کي یو ډول خلګو ژوند کاوه، چه د قیافې او د تمدن له حیثه ټیټ وه او ایلامیان بلل کېدل. آریایانو هغوی ته (دیو) یا (تور) ویل او د هغوی د ورکولو په هڅه کي وه.

اوس که پاملرنه وشي، نو کاسي څوک نه پېژني؟ دیو، تور دا کلمې په کوم ژبني موزیم کي پرتې دي؟ ښکاره ده، چه پښتو ده. او دا چه وروسته دغه قومونه کاسیان نومېدل، اریایي نژاده وه. د جنوب په لوري وخوځېدل بېله کومه شکه همدغه اوسني کاسیان دي، چه په کویټه، کندهار او ټول افغانستان کي موجود دي.

د سیستان د تاریخ په څېړنه کي اډمونډ کلیفور باسورث لیکي: «سیستان خپل نوم له ساکو یا ساکا څخه اخستی دئ. دغه خلګ هندو- اروپایي وه، چه په چینایي کلنۍ کي یاد شوي او د کاشغر په سیمه کي اوسېدل، چه په لوديځ کي باکتوریا ته رسېدل. د هغه خوا د هخامنشیانو او یونانیانو آثار تر شپږمي پېړۍ مخکي تر میلاد یا شپږ پېړۍ مخکي تر عیسی پیغمبر (ع) د ساکا یا ساکو یادوونه کوي، چه جنوب ته خوځېدلي دي. او دوی پېړۍ مخکي له میلاده له باکټریا او جیحون له پورتو برخو څخه و جنوب ته د درنګیانا (زرنج) او اراخوسیا (کندهار او زمینداور) ته ور کډه شوي وه.». د سکا ډېر خلګ د افغانستان په جنوب کي ځای پر ځای شول او خپل نوم ئې هغه سیمي ته ورکړ، چه سکستان نومیږي. عربو هغه سجستان کړ. په پای کي سیستان شو. سکا زړه ور او پیاوړی قوم ؤ.

ساکو ډېر ځله د پارتیانو په چارو او ځمکه کي مداخله وکړه. د پارتیانو پادشاه، درېیم فرهاد (۱۲۷نه تر۱۳۶مخکي له میلاده) له ساکو وغوښتل، چه د هغه مرسته د سلوکیانو، چه ددوی مشر آنتیوخوس نومېده وکړي. خو وروسته ئې ونه شو کولای، چه د خپلو شرقي ملګرو څخه ځان خلاص کړي او د هغوی په لاس ووژل شو. په ۷۶مخکي له میلاده سکانو یا ساکو، اشکاني شهزاده سنتروک، چه ددوی خپل سړی ؤ، پادشاه کړ. د ساکو زغره وال سپاهیانو د روم پر سردار کراسوسو بری وموند ( ۵۲میلاد نه مخکي). د اسلام راتګ سره د ساکو ټولي خاطرې له مینځه ولاړي.

کله چه دغه را اخستني ته پاملرنه وشي، نو څرګندېږي، چه سکا همدغه ساک، سهاک دي، چه اوس هم موجود دي او د پښتنو یو لوی او پیاوړی قوم دئ. سربېره پر هغه د ډېرو علاقو نوم ساک دئ. سکزی هم همدغه قوم دئ، چه تېر تاریخ پرې ځلانده دئ او په ۲۷۲م کال کي ئې په سیستان کي د سکانشاه په نامه حکومت کاوه او د غزنویانو تر دورې پوري دغه خلګ د خپلو تورو سره په بازارونو کې ګرځېدل (وګ. یاقوت ۱۴۲مخ). همدا راز ویل شوي، چه ساکو د ساسانیانو سره په جګړو کې مرسته کوله (وګ. د سیستان تاریخ).

له تاریخي څېړني څخه د ساک او ساسانیانو نږدېوالی څرګندېږي، چه ساکو له ساسانیانو سره مرسته کوله، چه ۱۷۲۲م کال کي شاه محمود هوتک په اصفهان کي پادشاه ؤ دده سکه ورور شاه حسین هوتک په کندهار کي، چه دواړه د میرویس بابا زامن وه. داسي ښکاري، چه د ساک او ساسان همدغه شکل دئ، چه که خدای (ج) کول وروسته به په دې باب خبري هم وشي.

همدغه ډول واقعه د احمدشاه بابا په وخت کي وشوه: داسي چه احمدشاه بابا له ډهلي تېر شو او اګرې ته ورسېد یو بل غلجی پښتون آزاد خان افغان د آذر بایجان حکمران ؤ. د آزاد خان افغان او احمدشاه بابا اختلاف په دې ټکي کي ؤ، چه آزاد خان ویل، چه احمدشاه بابا دي پادشاهي د میرویس بابا کورنۍ ته پرېږدي. احمدشاه بابا دا کار ځکه نشوای کولای، چه جرګې اجازه نه ورکوله. آزاد خان، کریم خان زند، او محمد خان قاجار د ایران د نیولو په هڅه کي وه، او درې واړه د یو بل رقیبان وه.

ډکټور ګنډاسنګ وایي: کله چه آزاد خان افغان وفات شو، نو احمدشاه بابا ډېر خواشینی ؤ. دلته بیا د دو پښتنو لاس سره ورنغلی. په همدې توګه احمدشاه بابا د غوریانو، غلجیانو، سوریانو، لوديانو پرتاریخ خبر ؤ، نو ځکه ئې ویلي ؤ:

د حمید او فرید دور به بیا شي    که زه وکاندم په هرلوري تاختونه

دېنه مخکي خوشحال خان ویلي ؤ:

و مغلو ته به هغه چار ښکاره کړم         چه راضي راڅخه روح د فریدخان شي

یعني هم خوشحال بابا او هم احمدشاه بابا دواړو نومیالیو د فریدخان (شیر شاه سوري) په مقابل کي د مسوولیت احساس کاوه. د هغه معکوس، چه اوس پښتانه د هیچا په مقابل کي د مسوولیت احساس نه کوي.

له حمید څخه د احمدشاه بابا مطلب سلطان عبدالحمید لودي د هند امپراتور دئ، چه په شرق کي ئې سلطان باله.

مطلب دا شو، چه دا ساک او ساسان خبره ذهن ته لوېږي، چه لومړی دواړه اریایي او له ختیځ څخه لوديځ په لور خوځېدلي یا په اوسني حساب له افغانستان څخه ایران ته تللي او دوهم دا چه یو له بله سره ئې مرسته کوله لکه، چه مخکي وویل شوه. په تاریخ کي راغلي، چه د «ماد» قوم یو سړی « دیااکو» په نامه په خپله مشری وټاکه. هېرودوت وایي دیااکو د یوه بزګر زوی ؤ، چه د خلګو شخړي به ئې په عدل او انصاف سره فیصله کولې. وروسته له یو څه مودې د دیااکو شخصي کارونه ډېر شول او له دې کاره ئې لاس واخیست. بیا غل غدوی پیدا شو خلګ راټول شول او دی ئې خپل پادشاه وټاکه.

دلته دوې خبري د پاملرني وړ دي یوه دا چه «اکو» داسي یوه کلمه ده، چه په پښتو او په تېره بیا په کندهار کي اوس هم مروجه ده او دغسي یو سړی ته، چه ښه رویه ولري او د خلګو شخړي حل کړي اکو وایي. دوهمه خبره د څه اصولو پر بنا د شخړو فیصله کول.

کاکو، اکو دواړه ژوندۍ کلمې دي او له دیا څخه د دیاني کلمه موجوده ده. دیا که دده نوم وي نو اکو ئې لقب دئ. په ژبپوهنه کي د ډېر لږ ورته والي نه هم یوې نتیجې ته رسېږي. حال دا چه ساک، سهاک، سکزی، تور او اکو پر خپل حالت پاتي کلمات دي. که څوک په امریکا کي د جاپانیانو انګلیسي ویل واوري نو ډېر توپیر لري. مونږ دغه کلمات د نورو له خولې اورو لکه عرب، یوناني یا چینایي. نو که چینایي الف نه شي ادا کولای او ساک سکه ووایي بیا سکا شي یا دا چه هندیان کاسي ته کانسي وایي او له ځانه نون ورته زیاته وي داسي کېدای شي، خو زیاتره کاسي په عین شکل موجود دي.

ارواښاد میراجان سیال مومند په خپله رساله «د پښتنو شجرې»کي خرشبون خیرالدین او شرخبون ئې شرف الدین لیکلي او دواړه ئې په لوی لاس عربي کړي لکه څوک، چه مومند مؤمن الدین کړي. دا چه خلګ مومند موهمند یا مهمند لیکي دا خو ډېر شویدي. د پښتنو راتلونکي نسل ته ډېر کار پروت دئ لکه، چه خوشحال بابا په ۱۶۵۶م کال کي اشاره کړېده:

چا یې پلو له مخه وانخیست                     پښتو لاهسي بکره پرته ده

خدای (ج) خبر، چه د هغه به څومره ټکو ته پام اوښتی وي، چه دا خبره ئې کړېده او څو نوري پېړۍ به لا بکره وي؟

دا د شخړو حل کول او سم قانون درلودل د پښتونولۍ سابقه نوره هم ډېره پخوا زمانو ته رسوي.

پښتنوپه خپلو شجرو کې ډېر نومونه د اسلامي احساساتو له مخي عربي او خپله شجره ئې ډېره محدوده کړېده. دا دومره عجیبه نه ده، خو دا به عجیبه وي که لیکوال هم دا کار وکړي. سره له دې هم د قبایلو او قومونو نومونه هغه شانې پر خپل حال پاته دي او د پخوا زمانې لغتنامه ورته ویلی شو.

په پخواني تاریخ کي که کاسي ساک یاد شوي دا هم راغلي، چه د سکا یوه قبیله د دما په نامه یادېده او له دې څخه داسي ښکاري، چه دوی نور اړوند قومونه هم لرل.

زه و دغي خبری ته هک حیران یم، چه څنګه بېلو پښتنو قومونو یو عنوان د پښتون په نامه ځانته غوره کړ او ټول تر دغه نامه لاندي راټول شوي. دا دوی ډېر معقول کار کړئ، چه پښتانه هم هغه پکهت یا پکتویس، چه په ریګویدا کي راغلي او هېرودوت هم یاد کړي او یا لکه غبار چه لیکي باکټریا، پاکتیا، پکتون، پکتانه، پښتون، پښتانه شول.

په لرغونو زمانو کي افغان هم دوی ته ویل کېده، خو پښتنو خپل دغه لرغونی نوم له نورو قومو سره، چه په غم او ښادي کي ورسره یو ځای دي شریک کړ او د افغانستان د فلسفې په تکامل کي ئې اوږده لاره ووهله.

کله چه په ۱۷۲۲م کي اعلیحضرت محمود هوتک ایران ته لاړ، نو ده ته ئې پښتون محمود او یا هوتک او غلجی محمود ونه ویل هغه ته ئې افغان محمود ویل.

د هالنډ واک کمپنۍ، چه دغه وخت ئې په ایران کي تجارتي فعالیت کاوه او ۱۳۶۷م کال کي ددغه شرکت ورځني واقعات، چه په حقیقت کي د ایران ددغه وخت پېښي دي په دوه ټوکو کي خپور او په ټولو کي افغانستان او افغان راغلی دئ. ( وګ. ویلیم فلور، افغان اشرف د اصفحان پر تخت باندي، ۱۳۶۷، تهران.) او هم دا رنګه (ویلیم فلور، د صفویانو سقوط او د افغان محمود عروج، ۱۳۶۵، تهران.). همدا راز احمدشاه بابا ئې افغان بللی دئ. خو زمونږ لیکوالو ویل، چه د افغانستان نوم یوازي په نولسمه پېړۍ کي یاد شوی دئ. ځیني لیکوال د افغان نوم تر پښتون لاهم پخوانی ګڼي.

لنډه دا چه مونږ په خپل پنځه زره کلن تاریخ کي، افغان ملت او پښتون قوم لرو. هغو پښتنو، چه په هندوستان کي اوه سوه کاله پادشاهي کړېده لکه غوري، سوري، لودي، غلجي، ابدالي، د هند په تاریخونو کې له لسمې پېړۍ څخه تر اتلسمي پېړۍ پوري ټول د افغان په نامه یاد شويدي، خو پخپله ځینو افغانانو ویل، چه د افغانستان نوم خراسان ؤ او په تاریخ کي ئې داسي شی مونده نه کړ پرته لدې، چه خراسان د لوی افغانستان یو ولایت دئ، چه اوس د ایران تر قبضې لاندي مشهد او نیشاپور په خراسان کي تر هراته پوري، هرات، هري، هروي، هريوا بیا بل ډېر پخوانی نوم دئ، چه مونږ دلته د هغه تفصیل نه راوړو.

هغه خلګ، چه خراسان د افغانستان پخوانی نوم بولي بېخي هیڅ دلیل نه لري. دا یوه احساساتي خبره ده، ځکه افشار نادر د خراسان ؤ، د ځینو خلګو مطلب دا ؤ، چه د هغه پادشاهي د احمدشاه بابا لاس ته ورغله او اوس د خراسان پادشاه دئ.

په ۱۷۵۰کال کي، شاهرخ د افشار نادر لمسی، د خراسان په مرکز یعني مشهد کي د احمدشاه بابا له عنایته سکه ووهله او رایجه پیسه وه.

او د سکې شجعه داسي وه:

یافت از الطاف احمد پادشاه

شاهرخ بر تخت شاهي تکیه ګاه

د احمد پادشاه له لوریني ئې وموند

شاهرخ پر شاهي درشل ځایګی

پښتانه په آسیا کي یوازني خلګ دي، چه د تېري کونکو یرغلګرو مخي ته درېدلي دي. دا ډېر اوږد بحث دئ، چه پښتانه سکندر، عرب، مغل، انګرېزانو او روسانو ته پاڅېدلي دي. په اولسمه پېړۍ کي د بایزید روښان او خوشحال خان، ایمل خان، دریاخان جګړې د هند د مغلي امپراتورۍ سره او په اتلسمه پېړۍ کي د میرویس بابا جګړې له صفوي دولت سره او بیا د انګرېزانو سره پنځه دېرش لویې او وړې جګړې، د عربو سره په اوومه پېړۍ کي جګړې ... څومره چه تاریخ کتل کېږي، بل قوم ددغه یرغلګرو مخي ته نه دي درېدلي.

ما دا بحث ځکه لنډ کړ، چه وروسته دوه نوري خبري دي: د افغانستان د ملي فلسفې تیوري ګاني او پښتونولي. نو پښتانه ځلمیان کولای شي، چه پر دغو خبرو کار وکړي او هغه وپالي.

پښتونولي یا پښتون اوسېدل

په کال ۱۹۶۰م کال کي ما یوه رساله د (پښتونولي د لاري مشال) تر سرلیک لاندي لیکلې وه. دغي رسالې د مطبوعاتو د رحمان بابا لومړۍ جایزه تر لاسه کړه. بیا دغه رساله د پښتو ټولني له خوا واخستل شوه او هلته محفوظه وه. اوس ۱۹۹۲م کال کي اورېدل کېږي، چه دغه رساله د اسلامي مجاهدینو لخوا له منځه تللې ده.

په داسي حال کي، چه له هیواده لیري پروت او د منابعو د نشت والي سره مخامخ یم، بیا هم څومره، چه په پښتو او پښتونولي پوهېږم د خپلو معلوماتو او د هغو نژدې اړیکو پر بنسټ، چه د پښتنوسره مي لرلې، یو ځل بیا مي دغه موضوع ولیکله چه که خدای (ج) کوله د کوم بل ناتار ښکار نه شي.

په هغه رساله کي، وروسته له هغه، چه پر څرګندو ایډیالوژي ګانو بحث شوی ؤ، پښتونولي بیان شوې وه. مطلب دا چه پښتونولي هم یوه لاره ده، که پښتانه پښتونولي خپله کړي، بلې نظریې ته ئې ضرورت نه پاتې کېږي.

 ارواښاد خان عبدالغفار خان به ویل، چه «پښتون نه کمونسټ کېږي.» دده مطلب هم دا ؤ، چه پښتونولي یوه نظریه ده او پښتون د بلي نظرئې و اخستلو ته اړ نه دئ، ځکه په پښتونولي کي د یوې متمدني ټولني ښېګڼي شته او په ډېرو برخو کي لوړ اصول لري،  چه انساني کرامت او ملي اندېښنې دواړه په خپل ځان کي لري. یو هندي لیکوالي (ریتا جوشي)، چه پر پښتو لیکني کړي دي وایي: «پښتانه په هند کي له خاورو راپورته شول او امپراتورۍ یې جوړي کړې

هغه پښتانه، چه د نیستۍ نه به د هند پر لوري تلل ددوی سره به خپل اصول وه. ددوی نیستي به، چه لږ غوندي لیري شوه، بیا یې مېلمه ساته، مرسته ئې کوله، ولاړ به ؤ ملګري به ئې موندل. د خپلو ملګرو سره به ئې په خیر او شر کې ګډون کاوه، نو روځ په روځ به ئې حیثیت لوړېده. خان شو، ملک شو، پادشاه شو، امپراتور شو.

یو پښتون، چه په پښتونولي پوهېدی، دغې پوهي په هره ټولنه کي دده درندوالی خلګو ته ښوده. که د انګرېزانو دومره اوږده دوره پر هند نه وای راغلې هند او ټوله ختیځه سیمه به ودانه او بسیا وه.

پر پښتونولي ډېر څه نه دي لیکل شوي او پښتونولي یو غیرمکتوب قانون دئ، لاره ده، اصول دي په پای کي مکتب دئ او ایډیولوژي ده.

د کابل په کالنۍ کي ډېر کلونه پخوا عبدالرحمن پژواک یوه مقاله لیکلې وه، بیا استاد قیام الدین خادم یوه رساله ولیکله، چه چاپ شوېده. ارواښاد وزیر محمد ګل خان مومند په (لنډکۍ پښتو)کي یو ځغلنده نظر پر پښتونولۍ کړیدئ.

نو په دې صورت کي منبع په خپله پښتانه دي او ددوی د ټولني د جوړښت بڼه ده. له دوی سره ژوندکول او ددوی د زړه خبري اورېدل ددوی خپلمنځي اړیکي او د ټولني نظم په داسي حال کي، چه دولت هم نه وي موجود، عدالت، امن، راکړه ورکړه هرڅه سم او په عقل برابر وي. په داسي حال کي، چه ما پښتانه لیدلي دي ددوی د مشرانو، ځوانانو سره په مینه ناست یم، نو له ځانه کولای شم پوښتنه وکړم او ځواب ولیکم.

په پښتونولي کي هره اصطلاح یو تفسیر لري، چه له هغو څخه د پښتونولي مجموعه جوړېدای شي او په سړه سینه کار غواړي. په حقیقت کي د پښتنو ټولنه یو دولت لري او دغه دولت ددوی له طبعیت څخه خپله بڼه اخلي. د پښتونولي پر هغه برخه خبري نه کوم، چه جزایي بڼه لري او خلګ ئې نرخونه بولي. هغه سم قانون او له بل هر قانون څخه په عدل برابر دئ.

اعلیحضرت احمدشاه بابا، چه په ۱۷۴۷م کال کي پادشاه شو، دده د دولت ټول اصول پر پښتونولۍ ولاړ ؤ، چه ډوکتور ګنډاسنګ هم هغه ته ګوته نیولې ده. د مثال په توګه د انسان د اندام یوه برخه پرې کول منع ؤ، یا لورته د میراث نه ورکول، د هغه لپاره بېل دلیلونه ویل شوي: لکه یوه نجلۍ، چه خارجي مېړه وکړي، د افغانستان پانګه دباندي وړي. یا دا چه د میراث دپاره به د شتمن لور هرڅوک غواړي او د نېستمن لور به څوک نه کوي. په لور د پلار د شتمنۍ د حاصلاتو برخه هرکال اخستی شي او که چیري لور او خور نېستمن وي د هغوی اعاشه کول د ورور او نورو خپلوانو لخوا حتمي ده. مګر د پلار د شتمنۍ د خرڅولو او تصرف حق په داسي حال کي، چه مېړه ولري، نه لري. وروسته کله چه پلار مړ شي، نو زومان خپلي مېرمني وهڅوي، چه میراث واخلي. بیا نو کورني ارزښتونه تر پښو لاندي شي او نفاق او تیت و پرک کېدل پیل شي. د کورنۍ تود ماحول سوړ شي او نېستي مخه وکړي. وروستي پادشاهانو د احمدشاه بابا د دولت یو یو اصول ددې له پاره چه ملایان خوشحاله کړي مات کړل، چه په نتیجه کي اصول په قومونو کي پاتې شول او دولتونو د شخصي ګټو لاره ونیوله.

یادونه: هرڅوک، چه د پښتني ټولني ښه صورت او د پښتونولۍ سمه او بشپړه تشریح وکړي د زیاتي خوشحالۍ ځای دئ او د لیکونکي لپاره به د یوې مرستي بڼه ولري حتا پر ځان ئې احسان بولي.

ق. حداد

د پښتونولۍ ځیني اصطلاحات

۱  -  کام، کامولي    ۲  -  مشر      ۳  -  خان

۴  -  سپین ږیری     ۵  -  جرګه    ۶- اربکی

۷  -  اشر       ۸  -  سیب      ۹  -  شومه

۱۰- سیمه، سیمه ورکول۱۱مېلمه، مېلمه پالنه     ۱۲  -  دود

۱۳  -  تیږه    ۱۴  -  روغه             ۱۵  -  ننواتي

۱۶  -  ژبه     ۱۷  -  بدرګه             ۱۸  -  لمن

۱۹  -  شمله   ۲۰  -  برېت  ۲۱  -  پګړۍ

۲۲  -  ټکری۲۳  -  پلو      ۲۴  -  ګرېوان

۲۵  -  ږیره ۲۶  -  ښځه   ۲۷  -  نارینه، نارینتوب

۲۸  -  بد، بدي، بدل           ۲۹  -  ننګ   ۳۰  -  پت

۳۱  -  ږغ     ۳۲  -  چیغه ۳۳  -  ناره

۳۴  -  وینا     ۳۵  -  سیال، سیالي            ۳۶  -  عزیز، عزیزولي

۳۷ -  تربور، تربورولي  ۳۸  -  اوږه   ۳۹  -  ښېګڼه

۴۰  -  رښتیا، ریښتین        ۴۱  -  دروغ، دروغجن     ۴۲  -  پور

۴۳  -  ګوند، ګوندي            ۴۴  -  ولاړ   ۴۵  -  پاڅون

۴۶  -  پریوتی          ۴۷  -  بسپنه ۴۸  -  توره، توریالی

۴۹  -  توره، تورن             ۵۰  -  ناورین           ۵۱  -  ډزي

۵۲  -  ډول    ۵۳  -  اتڼ      ۵۴  -  ډمامه

۵۵  -  خندا    ۵۶  -  ژړا    ۵۷  -  ګاونډ

۵۸  -  سړی، سړیتوب       ۵۹  -  سپک کتل      ۶۰  -  پېغور

۶۱  -  عالم او روحاني      ۶۲  -  ډېره او هجره          ۶۳  -  له ښې وتل

۱- کام، کامولي

د کام مفهوم تر قبېلې پورته دئ، کله کام د ملت په معنیٰ راځي. کله چه د پښتون کام وویل شي د ملت معنیٰ ورکوي یا په دري ژبه کي وایي قوم افغان. د غرونو په چاپېریال کي بېلي قبېلې یا نژادونه اوسېږي، چه ګډي او مشترکي ګټي یا تاوانونه لري. تېر او راتلونکی ژوند ئې په یو ډول حالاتو کي وي، دلته نو بیا د کام او یا قوم ټکي استعمالېږي.

کامولي د هغه اړیکو لړۍ ده، چه په خوشحالي او خفګان کي سره یو له بله اوږه ورکړي او په ګډه هغه تر سره کړي. کله چه پښتانه کام وایي په دې کلمه کي د ګرانښت او صمیمیت او همدردۍ مفهوم نغښتی دئ. دوی هرومرو خواخوږی سره ښیي، چه همدغې خواخوږۍ ته کامولي وایي. پښتون پر کام مین او د کام د سرلوړۍ او هوسایني لپاره قرباني ته ولاړ وي. وایي « پښتون ئې مه بوله، چه د کام اندیښنه ورسره نه وي».

پښتون هرومرو د کام او کامولۍ په فکر کي وي او داسي کارنه کوي، چه کام ته ئې مادي یا معنوي تاوان ورسېږي. وایي « ته څنګه پښتون ئې، چه د کام غم درسره نشته» یا وایي، چه: « خدای (ج) مکړه خپل کام ته به مخ توری شم.» پښتون، چه کام ته بد واړوي د جرګې لخوا دده د بد په اندازه جزا ورکوله کېږي او کله ئې د قام له قطاره وباسې او وایي « ځه د کام سړی نه ئې!». یعني کام دده مسؤلیت نه اخلي، ملاتړ ئې نه کوي او نه مرسته ورسره کوي. وایي « کام بد بللی» او هیڅوک حق نه لري، چه د هغه سره مرسته وکړي، که ورور ئې هم وي.

۲- مشر

ډېر خلګ له لیري داسي فکر کوي، چه مشر او خان به دواړه سره یو وي، خو په عمل کي مشر د کام یو پوه او سپېڅلی سړی وی، چه کام بشپړه ویسا ورباندي لري او د سپین ږیرو او تورږیرو لخوا ټاکل شوی وي. مشر د کام د حالاتو ځان خبروي، د ښو او بدو پوښتنه کوي. هغه مسایل، چه په پښتونولي کي څرګند وي په خپله فیصله کوي او د مناقشې وړ وي د سپین ږیرو جرګې ته ئې سپاري او سپین ږیري ئې د جرګه مارو په مرسته حل کوي.

۳- خان

هرڅوک، چه شتمني ولري خان بلل کېږي. بلکه خان هغه څوک دئ، چه خپله شتمني له خلګو سره شریکه کړي او خاني وکړي. د کام مشر په بېلو وختونو او غیرمترقبه پېښو په وخت کي د کام له خوا نه دا غوښتنه کوي، چه د خپلي شتمنۍ او دوستانو په مرسته د کام لپاره ودرېږي. کله داسي هم وي، چه خان او مشر یو سړی وي. دا په هغه صورت کي، چه خان د بشپړي پوهي او تجربې خاوند وي او جرګه ده ته دواړي وظیفې وروسپاري.

احمدشاه بابا د یوه ملي یا کامي دولت مشر ؤ. په حقیقت کي دی او دده دولت پر داسي اصولو ولاړ ؤ، چه د کام له فطرت سره سم ؤ. دده کالي او خواړه ساده وه. ده د انسان د اعضاو پرې کول منع کړه. ده له کسب سره علاقه درلوده او په توپ جوړولو کي استاد ؤ. د ورزش او ادبیاتو سره ئې مینه درلوده. عادل او بې تعصبه ؤ، چه دده پښتني خصوصیات يا پښتونولي په تاریخ کي راغلي. دلته مطلب د یوه مشر خصوصیات دي، چه پښتانه مشران په هره سویه، چه وي یوشانې وي.

که چیري له سلطان بهلول لودي نه تر شاه زمان پوري مطالعه شي، د پښتنو مشران یوشانې خصوصیات لري.

په پای کي پښتني لوی دولتونه یا واړه تر سیمه ایزي مشرۍ پوري د ورته اصولو پابندي ده.،  چه پښتونولي تمثیلوي.

خان جهان خان لودي ددې لپاره پادشاهي ونه منله، چه ده په خپلو زامنو کي دغه استعداد نه لیده، نو تر پادشاه پیاوړی مشر ؤ.

د مشر او خان توپیر که په دولتي نظام کي وکتل شي مشر د جمهور رئیس حیثیت لري او خان د صدراعظم.

همدغه د پښتونولۍ لاري چاري وي، چه پښتانه لومړی په هند او بیا افغانستان کي چټک د دولت په جوړولو بریالي شول. خان، خانان، لوی خان، خان علوم هغه لقبونه وه، چه د پادشاه یا مشر لخوا ورکول کېدل. که د پښتنو په سیمه کي دولت هم نه وي، نو د پښتونولۍ پر بنا بیا هم هغه مشر، خان، جرګه، اربکی او لښکر موجود وي.

۴- سپین ږیری

د پښتونولۍ د اساساتو له مخي سپین ږیری د تجربو او خاطرو یوه ګنجینه بلله کېږي. سپین ږیری سپیني خبري کوي. سپین ږیری له هر مسامحې خلاص وي او پرته له حق ویلو او د حق پلوي بله لاره نه نیسي. نو ځکه د کام سپین ږیري د سنا یا د عیانو د جرګې حیثیت لري او تل له خپلو تجروبو او خاطرو ځوانانو ته هدایتونه ورکوي او ځوانان هم په پوره اخلاص د هغوی خبرو ته غوږ نیسي او د هغه خبره د یوه مأخذ په حیث استعمالوي، چه:« زمونږ سپین ږیرو دا خبره کړېده » یا« یوه سپین ږیري داسي ویلي دي » سپین ږیري نه یوازي هغه خبري، چه ددوی خپلي تجربې او د سترګو لیدلي حالات دي، ځوان کول (نسل) ته انتقالوي، بلکه هغه کیسې او نکلونه هم کوي، چه دوی له خپلو پلرو او سپین ږیرو څخه اورېدلي دي. څنګه چه په پښتني ټولنه کي د لیک، لوست، چاپ او خپرونو وسایل لږ دي، نو ټول اصول، خبري او پېښي سینه په سینه رانقلېږي.

 

۵- جرګه

دا یوه پخوانۍ خبره ده، چه جرګه یا شورا د مشورې، فیصلو او اصولو د وضع کولو یا قانون جوړولو مرکز دئ. پښتانه د جرګې غړي له پخو، پوهو او ریښتینو خلګو څخه ټاکي او جرګې ته په هغه معاملو باندي پوره واک ورکوي. چه جرګه بشپړ واک او صلاحیت ونه لري خبري نه کوي او فیصله نه صادروي. که چیري د جرګې کومه فیصله ونه منل شي او اجرا نه شي، نو جرګه منحله کېږي او ښایي، چه بیا له سره جرګه وټاکل شي.

د جرګې غړي باید د پښتونولۍ پر ټولو اصولو او مقرراتو وپوهېږي. که چیري په یوه سیمه کي د یوې معاملې فیصله ګرانه شي، نو له نورو سیمو څخه جرګه مار راغوښتل کېږي. که چیري د کام معاملې سختې شي، یا بهرنی یرغل وي په هغه صورت کي د نورو سیمو سپین ږيري او د جرګو مشران او پوهان راغوښتل کېږي. لویه جرګه جوړېږي او د جنګ اعلان، اوربند، د بدو حالاتو د مخنیوي لپاره لویه جرګه، حکومت یا یو شمېر مشخصو خلګو ته، چه پوره لیاقت او کفایت ولري مسؤلیت ورسپاري.

جرګه کله په دوو برخو ووېشل شي او هره برخه یوه خاصه وظیفه پر غاړه اخلې. خپل سري او مطلق العناني په پښتنو کې ځای نه لري. د جرګې هر غړی مکلف دئ، چه خپل د کار تفصیل او یا هغه کار، چه د خپلي پوهي له مخي په یوه تنګ وخت کي کړئ وي جرګه خبره کړي. داسي چه وخت ډېر نه وي پکي تېر شوئ. په حقیقت کي جرګه د قدرت مرکز دئ، مشر د جرګې لخوا ټاکل کېږي. خان هم جرګې ته مسؤل دئ. که چیري خان یا مشر خپل سري وکړي یا ظلم، زیاتی، غرور، بې پروایي او بداخلاقي، جرګه کام پر دغو خبرو خبروي. او کام د جرګې نه مشوره غواړي. جرګه کام ته خپله فیصله اوروي. البته جرګه مشر او خان ته مخکي تردې چه کام خبر کړي خبرداری ورکوي،  چه ځان اصلاح کړي.

جرګه د کام ځني خلګ د راتلونکو جرګو لپاره روزي. داسي چه دغه خلګ په جرګه کي کښېني، خو د خبرو یا فیصلې حق نه لري. مګر دا چه جرګه له دوی نه پوښتنه وکړي، نو په دغه صورت کي ئې خبري اورېدل کېږي. بیا که ددوی پر خبرو خبري کېږي، نو دوی باید د جرګې څخه ووزي.

د جرګې عدلي او حقوقي مسایل، چه په ذات البیني اړیکو کي پېښېږي، د یو محکمې شکل غوره کوي یا جرګه دغه مسایل یو څو کسو ته سپاري، چه پر عدلي او حقوقي مسایلو غور وکړي او له خپلي فیصلې جرګه خبره کړي، چه وروستی حکم د جرګې لخوا صادریږي.

۶- اربکی

د اولس له تکړه ځوانانو څخه په مساوي صورت یوه ډله انتخاب شي، چه د جرګې فیصلې عملي کړي؛ پور له پوروړي واخلي او د کام خلګ د جرګې فیصلو ته راوکاږي، امنیت وساتي، چه دغه اربکی که د ضرورت په وخت کي له بېلا بېلو سیمو څخه راوغوښتل شي د یوه لښکر بڼه غوره کوي. اربکی د کام او جرګې په خوښه هغه اجراآت تر سره کوي، چه د وخت ضروت وي. اربکی یوازي هغه کارونه کولای شي، چه جرګې ورسپارلي وي. جریمې هم د اربکي لخوا اخستل کېږي. جزایي مسایل، چه ډېر تفصیل لري او په دغه لیکنه کي ندي ذکر شوي د اربکیو په وسیله عملي کېږي. د پښتونولي جزایي حقوق دومره په دقت سره وضع شوي، چه هیڅ قانون به ونه شي کولای، چه له هغه سره سیالي وکړي.

۷- اشر

په پښتنو کي د عامه خدمتونو لپاره اشر کېږي. د مثال په توګه د جومات، لاري، ویالې، عمومي کاریزونه، د تفریح ځایونه ... په اشر جوړیږي. داسي چه ټولو ته خبر ورکړل شي، چه سبا ددغه کار لپاره اشر روان دئ. بیا نو له هره کوره یو سړی که کور ګڼ وي، نو دوه سړي د کار لپاره ورځي او کارکوي. اشر په خوشحالي، خندا، ډول او ډمامو سره پیل کېږي او دوام کوي ترڅو هغه کار تر سره شي. هر څوک خپله ډوډۍ راوړي او په شریکه ئې سره خوري. د اشر ورځي دومره خوند لري، چه ډېر ځوانان له برخي او حسابه پرته په اشر کي برخه اخلې. ټوکي، خنداوي، سندري، د اشر په جریان کي د هرچا شوق د کار لپاره پاروي.

 د اشر بل شکل د کونډو، یتیمانو، او بوډاګانو کارونه په اشر د کلي او اولس د ځوانانو لخوا سرته رسیږي. دغه کارونه د کور جوړول، کولبه، د ژمي د سون لرګي او نور داسي کارونه دي، چه دوی پخپله ئې د سرته رسولو توان نه لري.

هغه خلګ، چه د خپل دروند کار لپاره لکه د یوې لویي ډبري ایسته کول یا د وني د وهلو یا د څا د کیندلو دپاره مزدور نه شي راوستلای، نو د اشر لپاره ږغ وکړي. په دغه صورت کي د اشر خلګو ته ښه ډوډۍ ورکوي. اشر ډله ایز کار دئ، چه د اولس دښېګڼي لپاره تر سره کېږي.

۸- سیب

په پښتونولۍ کي سیب د امن منطقه ده. په خپل سیب کي نیول د یو سړي، کورنۍ، ډلي یا مال په خپل سیب کي ساتل دي،  چه د جرګې لخوا نه د یوه امین سړي نه غوښتل کېږي، چه دغه سړی، نجلۍ، ښځه، یا مال په خپل سیب کي د یو ټاکلي مودې لپاره وساتی. چه په دغه صورت کي نوموړی امین سړی ټول مسؤلیت په غاړه اخلي کوم چه ورسپارل شوی دئ. سړی یا مال په سمه توګه وساتي حتا که سړی وي په سیب کي باید خوشحاله وي. سربېره پر کالو او ډوډی ئې سهار او بېګاه د صحت او خوشحالۍ پوښتنه هم کېږي. په سیب کي سړی خفګان ته نه پرېښودل کېږي. د هغه سره خبري کېږي، چه مشکل او مسایل ئې په کومو صورتونو کې حل کېږي. که ښځه وي، نو د کور ښځي خبري او خواخوږي ورسره کوي او که نارینه وي، نو د کور نارینه ئې پوښتنه او ګروېږنه کوي. په سیب کي پوره مصؤنیت موجود وي او د چا حیثیت ته هیڅ ډول صدمه نه رسېږي.

۹- شومه

شومه د ژوندي پاتې کېدو دپاره د هرچا حق دئ. په پښتونولي کي اولس هغه چاته شومه ورکوي، چه معیوب، زاړه، شتمني ونه لري او یا ماشوم او سرپرست ئې نه وي د شومي حق لري، چه اولس ئې ورکړي.

که بې شومي خلګ خپل خپلوان ولري نو دا مکلفیت لري، چه خپلو بې شومه خپلوانو ته شومه ورکړي. دا په پښتنو کې پېغور دئ، چه ددغه سړي خپل بې شومي ګرځي او که چیري نږدې خپلوان ونه لري، شومه د اولس لخوا په خورا خوشحالۍ او په مقرره اندازه ورکول کېږي. د پښتنو په سیمه کي څوک بې شومي نه پاته کېږي. په پښتني دولت کي بې شومي خلګ له هر ډول مالیې او اخستنی څخه معاف دي. سربېره پر هغه مرسته هم ورسره کېږي. که چیري د بې شومي خپل دغه مسؤلیت په غاړه وانخلې جرګه حکم کوي، چه شومه ورکړي. که بیا دغه کار ونه کړې د شخص اعتبار په اولس کي راټیټېږي او دده خبري او هیلي د دوهمي درجې اهمیت پیداکوي. او که بې شومي سړی ناروغ یا مړ شي یا په بل آفت ئې سر شي، نو خپلوانو ته ئې سربېره پر پېغور، چه ورته پاته کېږي د یوه بې همته او بې پښتو په حیث خپل اعتبار بېخي له لاسه ورکوي. او د پښتنو د نورو سیمو په خلګو کې اعتبار نه لري. نو پښتانه په دقت د شومي مطالعه کوي، چه بې شومي څوک پاته نه شي. ځکه شومه د بې شومي حق دئ.

په پښتونولۍ کي د نېستمن سړي لپاره دغه مرستي کېږي، چه شومه ترلاسه کړي:

الف - که نېستي موقتي وي د یو کال غله او پوښاک ورکول کېږي، چه په دوه یا دریو کلونوکي به ئې بیرته ورکوي.

ب - که ځمکه د کرني لپاره ونه لري یو څه ځمکه ورته ورکول کېږي یا شاړه ځمکه په اشر ورته آبادوي.

ج - که کسبګر وي یا تجارت کي مهارت ولري د ریز په نامه نقدي پیسې ورته ټولېږي. ددې لپاره چه روغ رمټ سړی په سیالۍ کي وروسته نه شي او خپله شومه په خپله تر لاسه کړي.

۱۰- سیمه، سیمه ورکول

 پښتانه د ضرورت په وخت کي سیمه غواړي. د مثال په توګه سېلاب، وچکالي، یا بل کوم آسماني افت لکه زلزله ...  چه پیدا شي پښتانه دغسي خلګو ته سیمه ورکوي. د جنګ یا ظلم له لاسه پښتانه راغلو خلګو ته سیمه ورکوي. دغه سیمه په لومړي سر کي دوه غوره شیان دي: د اوسېدو لپاره ځمکه، که کورونه موجود وي، کور او د هغوی د امنیت ساتل. دلته په نوي سیب کي ددې خلګو په غاړه وي او دښمن نه شي کولای، چه ورپسي راشي او که داسي وشي پښتانه د سیمه ورکړشوي خلګو دپاره په کلکه جګړه کوي خو د سیمه اخستونکي ملاتړ کوي او دښمن ته ئې په لاس نه ورکوي. د پښتنو په سیمه کي، چه چا سیمه اخیستې وي، هغوی محفوظ دي که څه هم د جرم په اثر ئې سیمه اخېستې وې او خپلي سیمي ته تر یوې روغې او فیصلې نه شي تللای. په پښتونو کي د سیمي ورکول یو اصل دئ، چه کله د سیمي ورکوونکي په تاوان تمام شي او تاوان ځاني او مالي وي او له حده زیات هم وي. خو پښتانه دغه اصل ساتي.

۱۱- مېلمه، مېلمه پالنه

مېلمه په پښتونولۍ کي ځانګړی اهمیت لري. پښتون باید مېلمه ولري، چه دده د ښې ګذارې او ښو اړیکو نښه ده. د مېلمه په لیدو خوشحال کېدل د مېلمه احسان منل او وایي «کور دي ودان، چه زما مېلمه شوې ». که مېلمه د کوربه پوروړی وي، نو دغه یادونه په کور کي نه ورته کوي، چه د مېلمه خوابده شي. که د دین اختلاف موجود وي بیا مېلمه د دین په باب هم خبري نه کوي. که له اصله او کسبه کښته وي او یا سالم غړی ونه لري، نو د هغه خبري هم نه کوي،  چه د مېلمه پام خپلي کمبودۍ ته وانه وړي، ړانده ته د رڼا او ګوډ ته د منډو ... خبري نه کوي.

هرخوراک، چه په کور کي وي هغه مېلمه ته ږدي. که په کور کي توده او سړه ډوډۍ وي او مسافر راشي توده ډوډۍ ورکوي او سړه په خپله خوري.

پښتانه له مېلمه څخه پوښتنه نه کوي، چه کله بیرته ځي. کله چه مېلمه په کور کې وي د کور خلګ په لوړ غږ خبري نه کوي او ترخې خبري هم نه کوي او ترڅو، چه مېلمه په کور کي وي د کور جدي مسایل هم نه طرح کېږي.

د مېلمه د ناستې او څملاستې ځای پاک او ستره وي. په ورین تندي خبري او کیسې مېلمه ته کوي. دښمن هم که د مېلمه په توګه د چا کره لاړ شي، په ښه توګه ئې هر کلۍ کوي.

مېلمانه ساتل د پښتنو لپاره یو حتمي خبره ده. څوک چه مېلمه ونه لري اعتبار یې په اولس کي نه وي. پښتون که هرڅومره نېستمن وي بیا هم مېلمه پالي. هر چیري چه پښتانه اوسېږي که پردی وطن وي او دئ د کار کولو او مزدورۍ لپاره تللی وي، بیا هم بې مېلمه وخت نه تېروي.

 ۱۲- دود

په پښتونولۍ کي دود پراخه ماناوي لري: دود معلومو کړووړو ته وایي. پښتانه په دود ولاړ دي کوم دودونه، چه دوی ته له پلرو پاته دي هغه ساتي. وایي: دا دود دئ، دا دودونه دي. دا زمونږ دود دئ دا زمونږ دودونه دي. مونږ دا دود لرو، یا یې نه لرو. دود د کالیو په اغوستلو کي، ودونو کي، د دوستانو په پالنه کي، د واده شویو لوڼو او خویندو په پاللو کي دودونه ښکاره او تفصیل ئې لکه جزایي قانون زیاته څېړنه غواړي او بېل فصل دئ. د مثال په توګه د خور، خورلڼي پوښتنه په داسي حال کي، چه مېړه ئې شتمن وي، خو خپله ښځه ښه نه ساتي یا پرته له دې چه په ښځه ئې ګناه وي د مېړه لخوا ظلم ورسره کېږي ددې د پوښتنې دود سته، چه له ښو او بدو ئې ځان خبر کړي. که د ښځي ګناه وي نو خور، خورلڼي ته نصیحت کوي. او که ئې نصیحت ته ئې غوږ ونه نيسي، نو بیا ئې پوښتنه نه کوي. که ښځه پلار ولري نو بیا ئې پوښتنه کوي. که پلار ونه لري بیا ئې ورور پوښتنه کوي، که ورور ونه لري نو بیا یې اکا او یا ماما پوښتنه کوي که هغه هم نه وي بیا دا حق د نورو نږدې خپلوان دئ. که هغه هم نه وي د کام سپین ږیری ددې پوښتنه کوي. د پښتونولۍ په لاره د ښځي پوښتنه هرومرو کېږي. دودونه په هره مسأله کي معلوم دي، چه په مجموع د خارجي ټکي یعني کلتور څخه پراخه معنا لري او هغه څوک چه ځانته د پښتونولۍ حق ورکوي او یا د پښتونولۍ پر بنا دا حق لري، نو مسؤلیت هم لري، هغه دا چه ځیني مشکلات او ربړونه ورته حل کړي. کېدای شي، چه یوه برخه ئې اقتصادي وي.

۱۳- تیږه

 تیږه ایښودل هغه فیصله ده، چه د اولسونو ترمنځ کېږي او یو لړ مقررات وضع کېږي، چه دواړه خواوي په هغه عمل کوي. په هغه شخړو کي، چه د کام ترمنځ پیدا شي. جرګه د شخړي دواړو خواوو ته اعلان وکړي،  چه د جرګې تر فیصلې پوري اوربند وکړي بیا موضوع د دواړو خلګو په منځ کي، چه د استازو حیثیت لري څېړل کېږي یا که جرګه وغواړي د دواړو خواؤ د ادعاګانو تر اورېدو وروسته دوی له جرګې څخه وباسې او د جرګې ګډون کوونکي بحث پيل کړي. تر فیصلې وروسته تیږه ایښودل کېږي، چه له هغه څخه هیڅوک سر نشي غړولای او که څوک له هغه تېری وکړي بیا جرګه د تېري کوونکي ملاتړ نه کوي او له مقابل خوا سره خواخوږي څرګندوي. نو په پښتونولۍ کي تیږه قطعي فیصله ده، چه تیږه ماتېدای نه شي. وایي چه:« دلته تیږه داسي ایښودل شوېده، چه په ځنګله کي څوک مال نه پیائي».

هیڅوک د پښتنو په سیمه کي څوک نه شي وژلای او که دا کار وکړي، نو د پښتنو پوروړی دئ او هرومرو بدل ځني اخستل کېږي. دا هم تیږه ده، نو تیږه د فیصلې او مقرراتو نوم دئ، چه له پخوا زمانو څخه په پښتنو کې رواج لري. دا چه په تاریخي توګه څومره تیږي ایښودل شوي، دا بېل کار او زیاته څېړنه غواړي. پښتنو له خپلو تیږو دښمنانو ته خبر ورکړئ، چه دغه زمونږ تیږي دي، نو خوښه مو که راسره منئ ئې او که جګړې ته تیارېږي. داسي ښکاري، چه ډېرو تېري کوونکو ورسره منلي. او ددوی خپلواکي په خپلو سیمو کي تل خوندي پاته ده. وایي « راځئ چه تیږه کېږدو وروسته تر دې هیڅوک به د مغلو منصب نه منې او نوکري به ئې نه کوي. »

۱۴- روغه

ددې کلمې مانا په پښتونولۍ کي اصلاح ده، چه د دوو سړیو يا اولسونو ترمنځ شخړه پیدا شي نو جرګه کښېني او جرګه ددوی تر منځ روغه وکړي. د روغي زیاته برخه د شخړي په نوعیت پوري اړه لري او ځانګړي مقررات لري. له روغي نه مطلب د کینو او زړه بدیو لري کول دي او هغه زړه بدوالی، چه په ذات البیني رابطو کې پیدا شوئ، د روغي په واسطه لیري کېږي. د پښتنو د ښو خصوصیاتو څخه یو دا دئ، چه روغه مني او نور په زړه کي څه نه ساتي. که په تمامه مانا روغه شوې وي، نو وایي : « مونږ روغه کړېده او نور زړه بدوالي ته دوام نه ورکوو».

۱۵- ننواتي

پښتانه دغه روحي قدرت لري، چه په خپله ګناه او غلطیو اعتراف کوي. د اعتراف په صورت کي مقابل لوري ته پخپله له څو کسو سپین ږیرو سره د ننواتي دپاره ورځي. ننواتي هم د موضوع په څرنګوالي پوري اړه لري. که موضوع درنه وي، نو رسۍ په غاړه، واښه په خوله او چاړه په لاس کي اخلي. ددې کار مانا دا ده، چه ته یا تاسي کولای شي، چه ما لکه پسه حلال کړئ؛ دا ده رسۍ مي په غاړه کي ده. تاسي سره بد شوي، ستا حق تلف شوئ، مونږ اعتراف کوو. تاسي باید له مونږ سره روغه وکړئ او د روغي شرطونه په سر سترګو منو. دغه وخت که د انسان ژوند مطرح وي، چه ننواتي ومنل شي، هغه د ویني مسأله هم حل شي او د ځانګړو مقرراتو له مخي، چه د مال، ځمکي ... يا خپلوي په کولو یعني د خور او لور په ورکولو موضوع حل شي.

 

۱۶- ژبه

ژبه کول په پښتو کي یو مهم قدم دئ. پښتون، چه ژبه وکړي له خپلي ژبي نه ګرځي په هر قیمت، چه پښتون ژبه وکړي هغه تر سره کوي او خپله ژبه نه پرې کوي. په پښتانه د تاریخ په رڼا کي د شېرشاه سوري په باب راغلي، چه راجاتو درمل ۱۶۴۵م سره شېرشاه سوري ژبه وکړه، چه که دی تسلیم شي، نو ده ته به امان ورکړل شي او و به بخښل شي. راجا تسلیم شو شېرشاه د راجا ښار ته ننوت. څو تنې مېرمني، چه د بلګرامي ساداتو څخه وې شېرشاه ته راغلې او خاوري ئې پر سر باد کړې او ویې ویل، چه ای شېرشاه، راجا زمونږ نارینه وژلي او مونږ ئې بې عزته کړي یو تا ده ته امان ورکړ او و دي باخښه. شېرشاه وویل: چه ما ژبه کړېده. مېرمنو وویل، چه زمونږ عزت او نارینه، چه ده وژلي دي څنګه کېږي. مونږ سیداني یو. شېرشاه سوري دغسي په دوو کي حیران شو، چه یوې خوا ته ئې ژبه کړېده او د بلي خوا، چه دا ظلم او بې عزتي، چه د ساداتو سره شوېده. نو یې په چیغو چیغو وژړل، چه یوې خوا ته د پښتانه ژبه او بلي خوا ته دغه ناروا. دغه حکایت په څرګند ډول ښیي، چه ژبه په پښتونولۍ کي څومره اهمیت لري. شېرشاه سوري، چه پر زمري ئې وردانګل د ژبي په مقابل کي دومره ناتوانه شو، چه و یې ژړل.

۱۷- بدرګه

څرنګه، چه اربکی او اشر ډله ایزي چاري سرته رسوي، بدرګه هم د کام د بااعتباره ځوانانو څخه جوړېږي. ددوی دنده دا ده، چه پښتنو له سیمو څخه مېلمانه، جرګه مار او نور داسي خلګ، چه دښمنان ولري، لکه تاجران، مسافر ... تر خپلو سیمو پوري رسوي. د بدرګې بل صورت د احترام او عزت لپاره ځني خلګ او ډلي خپلي سیمي ته راولي او بیرته ئې بیایي. بدرګه جنګیالي او وسله بند تکړه او زړه ور خلګ وي. سربېره پر دې په پښتني اصولو او پښتونولۍ ښه پوهېږي. بدرګه داسي هم وي، چه که نجلۍ، مېرمني، یوازي یا څوکسه وي، نو په بدرګه کي څو سپین سري مېرمني هم وي، چه نجلۍ یا مېرمني خپلي سیمي ته ورسوي او له ټک څخه ها خوا خپله خلګو ته وسپاري. ځکه د پښتنو سیمه د پوره امنیت سیمه ده، چه په کار دي د پښتون په خاوره کي هیچا ته د سر او مال یا د عزت او پت تاوان ونه رسېږي.

۱۸- لمن

وایي « د پښتانه لمن لویه ده » له دېنه مطلب دا دئ، چه پښتون زغم لري او هیڅ څوک بې څه نه پرېږدي. پښتون هر ډول مرسته کوي که د مال وي یا منډو، ځمکه ورکول، غله او په پای کي هغه چا سره، چه د پښتانه لمن ئې نیولې وي تر مرګه ورسره ولاړ وي. عفوه او بخښل هم په لمن کي راځي. لمن په دوو صورتونو کې استعمالېږي: لومړی، چه څوک د پښتانه لمن ونیسي، نو ښکاره ده، چه څه غواړي او دوهم صورت ئې دا دئ، چه څوک پښتانه ته لمن ونیسي.

وایي، چه دغه سړی زما په لمن کي لوېدلی دئ او زه باید هرومرو دی وساتم. یا هغه سړی د دغه کور په لمن کي ستر شویدئ. په پښتونولۍ کي لمن پراخ مفهوم لري، چه ډېري خبري پرې کېدای شي.

۱۹- شمله

په پښتونولي کي شمله د عزت او پت نښه ده، ځکه شمله دا مانا لري، چه پښتون د پښتونولۍ ټولو اصولو پرځای کولو ته چمتو دئ. که غیرت، که ننګ، پت او عزت دئ. پښتون خپله شمله ساتي که دده په مړینه هم تمامه شي. کله چه پښتون وپوهېږي، چه د شملې ساتل ورته ګرانه شوه، نو شمله ایسته کړي. نو خلګ هم پوه شي، چه پر خپله ناتوانۍ ئې اعتراف وکړ او پوه شو، چه نور نو پر میدان نه شي درېدلای. پښتانه ځلمیان خپلي شملې جګي ساتي. دلته پښتون ځلمی د خپلي ځوانۍ په برکت شمله ساتي، او خانان ئې په بېلو امکاناتو لکه هستي، سړي ... او نور د هغه ساتنه کوي. پښتني مېرمني او پېغلي د خپل نارینه شملې ته ګوري او د هغو د شملو د ساتلو دپاره ډېري ستونځي ګالي.

۲۰- برېت

برېت هم لکه شمله د نارینتوب نخښه ده. وایي: « ما چه برېت ساتلي، نو د وینو په تویولو ایسار نه یم.» په پښتنو کي داسي اصطلاح سته، چه: « دی داسي یو سړی دئ، چه برېت ئې په توره نه ماتېږي. » په پښتنو کي برېت د توري شکل هم لري. د برېت خریل لکه د شملې نه درلودل د یو راز ناتوانۍ نخښه ده. غټ او چنګ برېتونه ددې بېلګه ګاڼه شي، چه خاوند ئې هر میدان ته ور دانګلی شي او که چیري پښتون ځلمی پر شا راشي نو ورته وایي: دا برېت دي ولي پرېیښي.

۲۱- پګړۍ

پښتانه پګړۍ تړي او شمله پرېږدي، خو پګړۍ نور مفاهیم لري. پګړۍ اخستل د خوشالۍ په وخت کي، چه چا ته واده شوی وي، نو نږدې خپلوانو ته، چه د واده په مراسمو کي ئې مرسته کړې وي پګړۍ ورکوي. دا که پګړۍ وي او یا د پګړۍ په نامه نور څه، آس، موټر، ځمکه یا باغ هم په پګړۍ کي راځي. خو دا د موضوع په اهمیت پوري اړه لري، چه چا ته څومره پګړۍ ورکړه شي او دا په دې پوري اړه لري، چه چا ته څومره ګټه رسېدلې ده. په پښتونولۍ کي د پګړۍ تړل ډېره مهمه ده. د مشرۍ پګړۍ، د خانۍ پګړۍ، د پوهاندۍ پګړۍ ... د پګړۍ له سره ایسته کول د مصیبت څرګندول دي او پګړۍ په ځمکه دا مانا لري، چه ما مرګ ومانه او له خپله سره تېر شوم.

۲۲- ټکری

د نارینه پګړۍ او د ښځي ټکری ډېري ماناوي لري. پښتنې، چه د مېړه له مرګه واوري ټکری له سره ایسته کړي او وایي: « چه خاوري مي په سر شوې » ځکه، چه ښځه په پښتنو کي ناموس دئ. ټکری هم اهمیت لري. په ټکري کي هر څه ورکول کېږي. له ټکري نیولې، چه ټوکر دئ بیا تر باغه، ځمکي، دوکانه، کور ... د ټکري قیمت ندئ معلوم.

ښځه په پښتونولي کي یو فوق العاده موجود دئ. د ښځي ټکری، د ښځي خواست، خبره، د ښځي عذر، تر نارینه ډېر لوړ دئ. د ښځي بې ټکري ګرځېدل دا مانا لري، چه څوک نه لري. ټکری د حيا او عزت علامه ده. د ټکري ساتل د ښځي لپاره د ژوند اهمیت لري څومره حیثیت، چه ښځه ئې په پښتونولي کي لري د نړۍ په بل هیڅ قانون کي ئې نه لري. د احمدشاه بابا په زمانه کي(۱۷۷۲- ۱۷۷۴) کله چه بابا له یوه حربي سفر څخه بیرته را ګرځيده، لښکر یې کندهار ته نږدې تم شو. د یوه سپاهي ډېره تلوسه وه، چه کورته لاړ شي. د شپې ئې پښې سپکي کړې کور ته ولاړ. د سپاهي مېرمن، چه اینو نومېدله له سپاهي پوښتنه وکړه، چه بابا چیرته دئ؟ سپاهي ورته وویل: د بابا له لښکرو سره هلته شپه ده. بي بي اینو ورته وویل، چه نو ته ولي راغلې؟ سپاهي ورته وویل: چه زما و تاته تلوسه وه. بي بي اینو پلو پټ ونیو، چه بیرته به ځې د بابا او لښکرو سره به یوځای راځې. ته څنګه پښتون ئې، چه بابا او ملګري دي پرېیښي او ته ما ته راغلئ یې؟ سپاهي اړ شو، چه بیرته عسکرځای ته لاړ شي. چه سپاهي لښکرځای ته نږدې شو، څاروالو ونیوه. سپاهی ئې احمدشاه بابا ته وروست بابا ورته وویل: حقیقت بیان کړه! سپاهی ټول هغه څه، چه تېر شوي وه بیان کړه. احمدشاه بابا یو کارېز، د باغو او ځمکې اینو ته په ټکري کي ورکړ، چه دغه کارېز اوس هم د اینو کارېز په نامه یادېږي او په دا وروستیو کلونو کي د اینو په نامه د نجونو ښوونځۍ هم وه. دا وه د یوه ټکري تاریخي کیسه.

۲۳- پلو

د ښځي د ټکري ښی څنډه پلو نومېږي. په پښتونولۍ کي د ښځي پلو اهمیت لري. که ښځه چا ته پلو ونيسي او څه وغواړي پښتانه د ښځي پلو تش نه پرېږدي او حتا خون هم پرې بخښل کېږي. البته ښځه هم په ښځولۍ معروفه وي، چه ښځولي هم لکه نارینتوب ځانله تعریف لري. کله چه ۱۷۳۰م کي افشار نادر پر کندهار بر شو او د هوتکو پادشاهي په ایران کي ختمه شوه بي بي زینبه د اعلیحضرت شاه محمود محترمه خور، افشار نادر ته لاړه او پلو ئې ورته ونیو. افشار نادر، چه د پلو په معنا پوه شو، نو بي بي زینبې ته ئې ددې د کورنۍ بندیان په پلو کې ورکړل، چه پښتانه په هغه خوشال او د یوې مبارکې پښتنې پلو تش پاتي نه شو.

۲۴- ګرېوان

په پښتنو کي ګرېوان د آبرو او عزت مانا هم لري. خپل ګرېوان ساتل مهمه خبره ده. ګرېوان څیرل د فریاد مانا لري. وایي: ګرېوان وساته، خپل ګرېوان ته د هرچا لاس مه پرېږده. یا وایي: ما خپل ګرېوان ورته څیري کړ، خو ده غوږ ونه نیوه. د پښتانه ګرېوان ته که څوک لاس اچوي د رسوایي آخره درجه ده. پر دغي موضوع هرڅه حتا مرګ، ژوبله هم پېښېږي. پښتون خپل ګرېوان، شمله او برېت ساتي، چه د غیرت، عزت او حیا نښي دي. همدارنګه غیرت، عزت او حیا د پښتانه له خصوصیاتو څخه دي. پښتون، چه دغه خصوصیات ونلري پښتون نه بلل کېږي.

۲۵- ږیره

ږیره د نارینتوب علامه ده. کله چه جرګه فیصله وکړي او ټول هغه ومني، نو د جرګې غړي او نور پر ږیرو لاس تېر کړي. ږیره په پښتنو کي ډېر اهمیت لري. وایي: دا ږیره به زما نه وي که ما داسي ونه کړه. د ږیري نیول د بل چا له خوا د عذر او معافي غوښتلو مانا لري. که کومه غوښتنه په جدي صورت کوي، نو په ادب ور نږدې شي، په دوه ګوتو یې ږیره ونیسي او خپل دوې ګوتي ښکل کړي یعني، چه ستا ږیره مي ښکل کړه.

۲۶- ښځه، ښځولي

دا مو وویل، چه ښځه په پښتونولي کي هغه ارزښت لري، چه بل هیڅ موجود ئې نه لري. دا د کورنۍ محور ده. پښتانه د ښځي د عزت ساتلو لپاره په اسانه سر ورکوي، خو ښځولي هم لکه نارینتوب خصوصیات لري. ښځه د مېړه، او پېغله د کورنۍ عزت ساتي. ښځه د مېړه حوصله زیاتوي او هغه ته روحي توان ورکوي. ښځه د کورنۍ، قوم، هیواد او اولس ټولي مادي او معنوي ګټي په نظر کي نيسي.

زرغونه انا رحمت الله علیها د احمدشاه بابا مور د افغانستان د تاریخ یوه لویه نمونه ده او ددې د شهامت، تدبیر او پوهې کیسې ډېري دي لکه چه د نازو انا رحمت الله علیها دي. احمدشاه بابا غوښتل، چه د کندهار د ښار شاوخوا دفاعي خندق جوړ کړي. کله چه کار په زور او شور پیل شو، زرغونې انا دا غږونه واورېدل، نو پوښتنه ئې وکړه، چه څه خبره ده؟ چا دا پوه کړه، چه دفاعي خندق جوړېږي. انا امر وکړ، چه احمد ته غږ وکړئ، چه ماته راسي.

موظف سړی د احمدشاه بابا حضور ته ودرېد، چه انا مبارکه تاسي غواړي. احمدشاه بابا ورغئ خپلي مور ته په ادب ودرید، چه مورې څه امر دئ. د انا له خولې دغه مبارک الفاظ ووتل: « ای احمده! ته باید دښمن د هیواد په سرحدونو کي ایسار کړې نه د کندهار په ښار کي». احمدشاه بابا، چه دا د غیرت او همت خبره واورېدله رنګ ئې سور شو او د مور له احترامه وروسته ئې د خندق کار ودراوه. « لاحول ولاقوة الا بالله العلي العظيم » دا څومره له مانا ډکه خبر ه ده، چه یوې پښتنېښځي کړېده. ما، چه په پښتني مېرمني‎‎‎‎‎‎کتاب کي دا خبره ولوستله، نو هک حیران شوم، چه دا څومره عظمت دئ زما په انا کي. نو ښځه ښځولي لري او نارینه نارینتوب لري. دبي بي اینو کیسه مو ولیدله دا بېل فصلونه او بابونه غواړي، چه دغه لیکنه ئې ځای نه دئ.

۲۷- نارینه، نارینتوب

له دې دو کلمو سره هم ځیني مفاهیم مل دي. نارینتوب د پښتونولۍ د ټولو اصولو رعایت دئ. غیرت، پراخه لمن، زغم، سخا او بښنه ... او په لسګونو نور صفتونه. نارینه باید ګټندوی وي، د نارینتوب وقار ولري، زیږ، رښتین، په کالي اغوستلو کي ساده، زړه سواندی پر پښتونولۍ مین وي. کلک او زورور کارونه نارینه کوي.

۲۸- بد، بدي، بدل

هر هغه عمل، چه سړی، کورنۍ او ولس ته مادي یا معنوي تاوان ورسوي بد بلل کېږي. پښتانه بد نه کوي. په پښتونولۍ کي له بدو، بدي او له بدۍ بدل پیدا کېږي. بدل ضروري دئ که بدل نه وي بد نه ورک کېږي. د بدو له ورکولو لپاره بدل حتمي دئ. پښتانه هغه بدي، چه په روغه نه وي بدله شوي چا ته نه پرېږدي. او د روغي لپاره ډېري پولي سته، چه مخکي بحث ورباندي شوئ، خو که چا ږیره او پلو نه وي نیولي او ننواتي ئې نه وي کړي، نو بدي پاتې وي او بدل ورپسې را روان دئ. بدي په بېلو اندازو وي د هري بدي لپاره ننواتي نه دي پکار. د پښتونولۍ سره سم د عذر غوښتل یا د تاوان ورکولو سره بدي ورکېږي. خپله ګناه منل او عفوه غوښتل په وړو مسایلو کي کفایت کوي، چه د څو سپین ږیرو په وروستلو سره هم روغه راځي. خو که دغه مراتب نه وي تر سره شوي بدي پر ځای پاتې وي که هرڅومره وخت، چه تېر شي بدي نه زړېږي او په خپل قوت پاته وي ترڅو چي د پښتونولۍ په اصولو حل شي.

د انسان ژوند په پښتونولۍ کي ډېر اهمیت لري، چه قیمت ئې ژوند دئ. کوم سړی، چه څوک وژلی وي، باید مړ شي. که ئې په ظلم او بې عزتي وژلی وي، نو کېدای شي، چه دوه تنه ځني ووژل شي. عجبه لا داده، چه په پښتونولۍ کي د قتل مسأله هم حل کېدای شي. حتا بدي په دوستي بدلېدای شي. د مثال په توګه د وژونکي له کوره، د وژل شوي خپلوانو ته دوې ښځي ور ودې شي او روغه وشي. کومي ښځي، چه په بدو کي ور ودې شي د اولاد خاوندي شي د بدۍ ټول آثار له منځه ځي.

۲۹- ننګ

ننګ د پښتونولۍ ساتل دي او بې ننګي ئې د پرېښولو مانا لري. څوک چه ننګ کوي هغه ننګیالی دئ. که د اولس یا سړي وقار ته صدمه رسېږي ننګ په کار دئ، چه تللې آبرو پر ځای شي. ننګ د هغو احساساتو مجموع ده، چه د سړي، ولس او هیواد ښېګڼي او برم تمثیلوي. په پښتني ادب کي د ننګ ټکي خورا زیات لیده کېږي.

په تور توپک ویشتلی راشې

د بې ننګۍ احوال دي را مه شه مینه!

پښتنه پېغله، مېرمن، یا ښځه خپل مین له ننګ سره غواړي او بې ننګي ئې نه شي تحملولای. ښځولي په پښتنو کي تر پایه په مینه ولاړ وي، خو شرط ننګ دئ. خوشحال بابا وایي:

د افغان په ننګ مي وتړله توره

ننګیالی د زمانې خوشال خټک یم

همداسي خوشال بابا شکایت کوي وایي:

زه په ننګ د پښتانه یم

دوی نیولي مغلان

د پردیو نیول، د پردیو لاس پوڅي بې ننګي ده او بې ننګه سړی پښتون نه دئ او حتا ښځه ئې په مېړه توب نه مني او وایي: « له بې ننګه سره ژوند له ژوند سره جفا ده

۳۰- پت

دغه کلمه د عزت او وقار سره مترادفه ده. بې پته سړی لکه هیڅ چه نه لري په مادي او معنوي لحاظ پښتون باید یو څه ترلاسه کړي.

۳۱- ږغ

ددې کلمې معنا داده، چه په یوه برخه کي چا ته خبرداری ورکړه شي. وایي: ږغ ورباندي شویدی اوځواب یا عکس العمل ته ناست وي. په ځینو برخو کي مقابل لور ته له خپل تصمیم څخه خبر ورکول دي.

ږغ کله د اوآزې مانا هم لري. «مونږ داسي یو ږغ اورېدلی دئ.» همدا ډول پښتانه، چه یوه خبره څرګنده کړي، نو وایي ږغ ئې کړئ دئ. خو په عامه توګه د کام مشر، چه کوم وخت یوه مهمه موضوع اعلان کړي او کام خبر کړي، دې ته ږغ وایي، چه زمونږ مشر داسي ږغ کړیدئ.

۳۲- چیغه

په پښتنو کي، چه ناڅاپه یوه ناوړه پېښه وشي او یا د دښمن یرغل وي، نو د چیغي په نامه ډولونه ووهل شي او خلګ له خپلو کورونو څخه، که شپه وي او که ورځ راوځي، چه په چیغه ځانونه خبر کړي، چه ولي چيغه شوې. پښتانه په چیغه پوه دي، کله چي چیغه وشي نارینه وسله بند راوځي او ښځي سمدلاسه د دروازو په ټینګولو لاس پوري کړي. ځیني شیان خوندي کړي. غله او خواړه برابر کړي. ښځي هم له ټوپکو یا تومانچو سره برجو ته وخېژي او د حالاتو څارنه کوي. چیغه یو غیرعادي حالت ښیي او د چيغي ډول هم یو مخصوص صوت لري.

۳۳- ناره

ناره هم لکه چیغه او ږغ خاص مورد لري او په ادب کي راځي، لکه د هوتکو نارې، چه تېر حالات په نظم بیانوي. د بي بي زینبې ناره:

که سر دئ اصفهان د ملکو سر دئ

چه اصفهان لاندي کوي سیدال ناصر دئ

که څاڅي له شنه زړه مي ویني څاڅي

اصفهان پرون زموږ ؤ نن نادر ته پکې ناڅي

په نارو هم باید پښتانه خبر وي. خدای ږو، د بي بي زینبي - (سلامونه دي پر هغې وي) - نارو پښتانه وپارول تر دې چه افشار نادر د یوه پښتانه په توره ټپي شو. له هراته تر کندهاره داسي جګړې وشوي، چه په تاریخ کي ساری نه لري. ناره په پښتنو کي، چي ډېر د پښتني مېرمنو او پېغلو له خوا وي ملي روحیه را ژوندۍ کوي او د ځوانانو ميني په جوش راولي.

که په میوند کي شهید نه شوې

خدای ږو لالیه بې ننګۍ ته دي ساتینه

ګورئ دغه لنډۍ په حقیقت کي یوه ناره ده، چه د بي بي ملالۍ له خولې وتلې ده.

 ۳۴- وینا

وینا هغه خبري دي، چه په خاص مورد کي په منسجمه توګه وشي او بشپړ ملي او عامه مطلب څرګند کړي بیا پښتانه وایي، چه وینا وشوه. د مشر وینا په پښتنو کي د یوه دستورالعمل بڼه لري، چه پښتانه په دقت غوږ ورته نیسي او هغه تحلیلوي. پښتانه وایي دا وینا مونږ ته شوېده او مونږ له هغې تېرېدای نه شو. په خاصو وختونو کي د پښتنو مشران کام ته وینا کوي او په خاص مطلب کام خبروي او لاره او علاج ورښیي. کله کام له مشر څخه وغواړي، چه پر اولسي مسایلو کام ته وینا وکړي، ترڅو کام خپلي لاري – چاري د هغه له ویناسره سمي کړي.

۳۵- سیال، سیالي

په پښتونولۍ کي سیالي مهم ټکي دي، چه د سیال سره وشي. پښتانه ټول که شتمن دي او که نېستمن، لوړ مقام لري. که ټیټ عالم دئ که نه دئ، روغ دئ که ناروغ، په سیالۍ کي برابر دي. هر پښتون سیال دئ او د خپلي وسي په اندازه سیالي ته ولاړ دئ. سیالي په مال، په توره او مېړانه، په کار، خدمت، په راشه درشه کي ده. د مثال په توګه کلي ته مېلمانه راغلل، هر سړی له خپله کوره ډوډۍ راوړي. دا توپیر نه لري، چه چا څه شي او څه ډول ډوډۍ راوړه. په ټولو خدماتو کي که جنګ وي که سوله، ټوله برخه اخلي او په سیالۍ او مسؤلیت کي شریک دي. که د چا واده وي خان یو پسه وروړي او خوار یوه ایشېدلې هګۍ، سیالي برابره شوه. په جنګ کي که یو له ټوپک سر او بل له کوتک سره راوتلي وي، سیالي برابره ده. هرڅوک هرڅه چه لري له هم هغه سره برخه اخلي. په پښتني ټولنه کي بې مسؤلیته سړی وجود نه لري حتا د ناروغۍ په حالت کي هم له کوره راوځي، بیا اولس ورته وایي، چه ځه کور دي ودان ته خو ولاړ یې، خو توان ئې نه لرې، دا دئ مونږ یو. چیري چه د پښتون سیال نه وي پخپله کار کوي. او خپل مسؤلیت لیري کوي. دوستي او خپلوي له سیال سره کوي. خپل مړی خپل وطن ته رسوي. پښتون د یوه وجود حیثیت لري. هرچیري، چه یو پښتون وي هغه خپل وجود ګڼي، چه د سیال همدغه مانا ده. څوک چه د سیالۍ په مانا نه پوهېږي هغه د رقابت (همچشمۍ)په مانا استعمالوي، خو په حقیقت کي داسي نه ده. پښتون د خپلي وسې په اندازه په سیالي کي برخه اخلي او وایي: هرڅوک په خپلي وسې سره پړ دئ.

۳۶- عزیز، عزیزولي

پښتانه په داسي حال کي، چه پښتونولي او سیالي کي شریک دي او د پښتون تر سرخط لاندي سره ټول په پښو وېشل شوي، چه د خپلو تجروبو له مخي سره عزیزان دي او عزیزولي سره کوي، خو پښتانه دغه خبره په خوله هومره نه کوي دا ددوی کورنۍ خبره ده. عزیز یوه لویه کورنۍ ده، لکه احمدزي په خپلو کي سره عزیزان دي، یا ابدالي په خپلو کي، ځکه چه دوی له یوه پلاره دي بیا یو له بله عزیزان دي. او په پښتنو کي بېلو پښتنو ته هم عزیزان وایي.

احمدشاه بابا په دوو ټکو کي خپله فیصله کړېده:

لومړی ټکی:

ای احمده! دنیا تېره په هرچا ده

ستا په توره به یو وخت فخر پښتون کا

دلته احمدشاه بابا هم هغه عام مفهوم ته، چه پښتون دئ اشاره کړېده. احمدشاه بابا سدوزی، پوپلزی او ابدالی دئ دا دده عزیزان دي، خو خپله توره د پښتانه بولي.

دوهم ټکی:

ټوله یو که اودلي که غلځي

ښه هغه چي ئې د زړه ښیښه صفا ده

دلته احمدشاه بابا بیرته وحدت ته اشاره کړې او ویلي ئې دي، چه پښتونولي ته باید مخلص وي. دا مهمه خبره ده ځکه، چه پښتون مطرح دئ، نو صفایي هم پښتونولي ده او دوهم ټکی د وضاحت لپاره دئ. ځکه، چه پښتانه د مشر خبري د زړه په غوږ اوري، نو پورته دستورالعمل پوخ دئ.

۳۷- تربور، تربورولي

په پښتنو کي تره خپل د ورور زوی او لور ته داسي نه وایي، چه دا مي د ورور زوی یا وراره دئ. وایي دا مي زوی او دا مي لور ده او ډېر ماشومان پلار ته تره یا اکا وایي او تره ته پلار. یعني تره دومره مهربانه وي، چه ماشوم ته شک پیدا شي او ځني ماشومان ئې تر ډېره توپیر نشي کولای. نو په دې صورت کي هڅه دا وي، چه د وروڼو زامن، چه تربرونه نه دي یوشاني په ژوند کي پرمختګ وکړي. ورورني، چه په عین وخت کي د تره زامن دي پرځای پاته شي. یو شتمن او بل نېستمن نه وي. یو عالم او بل بې علمه نه وي. یو مېړنی او بل بې زړه نه وي. نو تربورولي د برابر ګام اخستل دي او پښتون هڅه کوي، چه خپل تربور څخه، چه لکه ورور دئ، بیرته پاته نه شي او یو لاس بل لاس ته اړ نه شي. په تربورولي کي یو د بل لاس نیسي، چه بیرته پاته نشي. هیڅ تربور د خپل تربور په بد حال راضي نه وي او نه هغه د بل لاس ته پرېږدي. نو تربور خوږه کلمه او تربورولي ښه کار دئ.

۳۸- اوږه

اوږه درلودل د طاقت مانا لري او اوږه ورکول د چا سره د مرستي مفهوم افاده کوي. پښتانه یوله بله اوږه ورکوي. او اوږه په اوږه د ژوند چاري په مخ بیایي. ښځه مېړه ته اوږه ورکوي او په درنو کارو کي لکه د ځمکي یا کور جوړولو کي کار ورسره کوي. ورور ورور ته، تربور تربور ته او پښتون پښتون ته اوږه نیسي. بې اوږې سړی د پښتون نه دئ خوښ. وایي: اوږه نه لري، یا ښه اوږه لري، او په جګړه کي ئې اوږ ه راکړه، د اوږې پور يې راباندي دئ. پښتانه د اوږې پور نه پرېږدې او د ضرورت په وخت کي ئې ادا کوي.

۳۹- ښېګڼه

دا کلمه له ښو کارونو څخه عبارت ده او د صفت حالت هم لري. د پښتنو په نوي ځوانانو کي دغه اصطلاح وتلې ده، چه (پ)پت، (ښ) ښېګڼه، (ت) توره او (و) وفا ده. که چیری دغه اصطلاح د لغاتو د اصولو سره برابره نه وي، نو دوی ددغسي تعبیر حق لري، چه د پښتونولۍ څه اصول تشریح کوي.

ښه کول د پښتنو اصول دي. له هرچا سره ښه کول، که خپل وي که پردی، حتا که دوست وي یا دښمن. په پښتنو کې دښمن حتا که مړ هم کړي د ښځو او ماشومانو عزت او احترام ئې ساتي. تر دې، چه که شومه او سیمه ونه لري ورکوي ئې. که په لمر کي مړی پروت وي سیوري ته ئې راوړي او پر مخ او صورت ئې څادر غوړوي او خپګان څرګندوي. د دښمن مال او ناموس ته په درنه سترګه ګوري. یعني پښتون د ښېګڼي مراعت په ټولو مواردو کي کوي او یوه شېبه هم د ښوکولو له انديښنې فارغه نه وي، هره شېبه د ښو په فکر کي وي او هڅه کوي، چه باطل فکرونه ئې مغزو ته لاره ونه کړي.

وایي:

هی توبه له حاسده له کاسده

ښه متاع کاندي فاسده

انګبین سکنجبین کا

په خوردن ئې تریو جبین کا

پښتانه له بدو فکرو توبه ګاره دي او تل د ښېګڼو په سوچ او خیال کي وي.

۴۰- رښتیا، رښتین

رښتیا په خبر او عمل کي د پښتونولۍ بنسټ جوړوي. د رښتیا او رښتین د څرګندولو دپاره په ساعتونو جرګه خبري کوي. نښي او پلونه ګوري. پښتانه وایي چي: رښتیا، نه ریښتین، تر پښو لاندي کېږي او ریښتین، رښتیني هغه خبري دي، چي دوی یې لټوي. هر پښتون رښتین وي او که رښتین نه وي پلټنه ئې کېږي. په پښتني ټولنه کي د اعتبار ډېرېدل او لږېدل په رښتینولي کېږي.

۴۱- دروغ، دروغجن

دروغ په پښتونولي کي یو نه بخښونکی عیب دئ. پښتانه مرګ مني، خو دروغ نه وایي. حتا که سړی مړ کړي په هم هغه شېبه ږغ کوي، چه ما مړ کړ. نو په وړو خبرو کي پښتون په قطعي صورت دروغ نه وایي. وایي: خدای ته ورتګ لرو. د دروغجن سړي خبره هیڅوک نه مني او شاهدي ئې هم نه قبلېږي. په اسانه څوک خبري هم نه ورسره کوي. دروغجن ته سیمه دومره وړه شي، چه کډي کولو او د مېني پرېښودلو ته اړ شي. په زیاترو برخو کي پښتنو د رښتیاویلو په وجه خپل ژوند له لاسه ورکړیدئ. پښتون که دروغ ووایي پښتون نه دئ. که پښتون په ناپوهي کي غلطه خبره وکړي کله چه پوه شي، نو مقابل لوري یا جرګې ته حاضر شي او بخښنه وغواړي، پور ومني.

۴۲- پور

پښتون په هيڅ شي کي ځان پوروړی نه پرېږدي. حتا خپل ژوند د خدای تعالی پور ګڼي. کله چه پښتون مړ شي، نو پښتانه وایي: پور ئې پرې کړ. د پور پرېکول ښه خبره ده، نو پښتانه له مرګه وېره نه لري د ژوند پور ورکوونکی، چه هر وخت خپل پور وغواړي پښتون ورته چمتو دئ. د پیسو پور، د غلې پور، د یوې بلي ښېګڼي پور، یا د بدۍ پور پښتانه ورکوي. پښتانه په هر صورت کي پور په ځان نه مني او څو ئې، چه بیرته نوي ورکړئ، کراري نه احساس کوي او که بېخي بې وسی شي، نو د پور بخښنه غواړي او که پور زیات وي څو تنه سپین ږيري ورولي یا د جرګې په وسیله بخښنه غواړي، چه البته بخښل کېږي هم.

۴۳- ګوند، ګوندی

کله داسي پېښ شي، چه د دوو ډلو ترمنځ په نظر کي توپیر راشي، نو ګوند منځ ته راشي. دواړه خواوي د خپلي مدعا لپاره دلیلونه، شواهد او درکونه لټوي. کام د ګوندو ټول عملونه څاري او دواړو خواو ته پوره موقع ورکوي. او کله چه خبره شخړي ته واوړي، نو کام دواړه خواوي له مخکي تګ څخه منع کوي څو جرګه فیصله وکړي. که د یوه ګوند د کار نتیجه د کام په تاوان وي، نو کام د بل ګوند سره درېږي څو معامله له بېخه پاکه شي. کله کله ګوندي معاملې دوام وکړي. خو که کام ته کومه مهمه مسأله پېښه شي، نو ګوندې وځنډېږي او ټول هم هغې مسألې ته پام واړوي څو هغه حل شي. د کام د ګټي حیثیت او نېکمرغي تر ګوندي خبرو لوړي بلل کېږي. پښتانه د کام خبري د کام په سطح مطرح کوي او ټولو ګوندي ډلو د بدۍ څښتنانو ته خبر ورکوي، چه خپل منځي اختلافاتو باندي تیږه کښېږدي او هیڅوک حق نه لري، چه د خارجي يرغل په موده کي په ګوندي مسایلو پسي وګرځي. ګوندي او ګوند کورنۍ معامله ده او دباندي ايستل ئې جرم ګاڼه شي او سخته جزا ورکول کېږي، چه دغه جزاګاني د مال له مصادرې څخه نیولې بیا د کور تر سوځولو او حتا اعدام پوري رسېږي.

په تاریخ کي میرعبدالعزیز، د میرویس بابا ورور په دومره خبره اعدام شو، چه د ایران پادشاه ته ئې یو لیک لېږلئ ؤ، خو د میرویس بابا زوی محمود او د میرعبدالعزیز زوی اشرف په ګډه د اصفحان په فتح کي برخه درلوده په ۱۷۲۲م کي، چه محمود په اصفحان کي پادشاه شو اشرف د تهران والي ؤ.

۴۴- ولاړ

څوک، چه کامي او کورنۍ معاملې تر سره کوي، دغه سړي ته ولاړ وایي. پښتون ولاړ وي. د پښتون د کلمې سره ولاړ اوسېدل تړلی دئ. وایي: دغه سړی ولاړ سړی دئ. ولاړېدل پاڅېدلو ته وایي. هغه پاڅېدلو نه برسېره، چه سړی درېږي. ولاړېدل پاڅون او قیام ته هم وایي.

۴۵- پاڅون

کله چه د پردیو له خوا یرغل یا تېری وشي خلګ په وسله بند قیام لاس پوري کړي. په ۱۸۴۲م کال کي دانګلیسانو او په ۱۹۷۹م کال د روسانو په مقابل کي ملي پاڅون وشو.

 

که کښېنم ننګ و ناموس ځي

که پاڅم پاڅي توفان

(خوشال خان)

۴۶- پرېوتی

هغه څوک، چه کام او کورنیو مسایلو ته شا کړي دغه سړي ته پرېوتی وایي او د پښتنو له ډلي ایستل کېږي.

۴۷- بسپنه

په پښتنو کي د عامه لګښتونو دپاره بسپنه ورکول کېږي. بسپنه نقدي، غله، ځمکه او وړیا کار په څېر تر سره کېږي. میرویس بابا د کام له بسپني هغه فعالیتونه تر سره کړه، کوم چه د ګرګین تر وژلو او د کندهار تر خپلواک کولو دمخه په کار وه.

۴۸- توره، توریالی

پښتانه په توره مین خلګ دي. کله چه د پښتانه کور کي نارینه ماشوم وزېږي، نو په اوڼي پوري ئې یوه وړه د سپینو زرو توره ورګنډي. کله چه ماشوم لږ غټکی شي، نو توره وپېژني او د لومړي ځل لپاره د پښتانه د بچي لاس په توره لګېږي. او توره د غیرت په مانا استعمالېږي: دغه سړي توره وکړه توریالی دئ.

 

۴۹- تور، تورن

 پښتانه ټول سپېڅلي او سپین خلګ دي، خو کله چه یو بد کار وکړي، نو تور شي او هغه ته تورن وایي. تورن باید جرګې ته راشي. جرګه ده ته پوره موقع ورکوي، چه ځان سپین کړي. تورن حق لري، چه د خپلو خپلوانو یا دوستانو داسي یو څوک راولي، چه د  پښتونولۍ په اصولو پوه وي او دده له خوا خبري وکړي. جرګه د تورن ټول حالات لکه نېستي، دماغي ناروغي، سابقه، کورنۍ روزنه، اخلاقي عادتونه او نور په نظر کي نیسي او بیا خپله فیصله کوي. یا جزا ورکوي او یا ئې سپین ګڼي.

۵۰- ناورین

ځني خلګ ناورین وي؛ نه پخپله سم وي او نه د بل چا اوري یا زړه سوی نه لري. د زړه ناورین وي. ددغه سړي صلاحیتونه لږېږي. د جرګې غړي نه شي کېدای. خبري ئې نه اورېدل کېږي. خلګ ئې له معاملو ځان ژغوري. څو ځان اصلاح کړي او د ټولني صالح غړی شي.

۵۱- ډزي

له پخوا زمانو څخه پښتانه د خوشالۍ او بري په مهال ډزي کوي. که چیري د پښتانه په کور کي زوی وشي، نو ډزي کوي او خلګ خبروي، چه دادئ یو بل پښتون پیدا شو او سبا به په سیالۍ او خدمت کي ستاسو ملګری وي.

کله چه روغه وشي، هم ډزي کېږي. په ودونو کې هم ډزي کېږي. ډزي د خوشالۍ د اعلان او څرګندوني دپاره وي.

 

۵۲- ډول

 ډول د خوشحالۍ اوآز دئ د پښتنو ډېر خوښ دئ. پښتانه وایي: ډول د زړه ګرد لیري کوي. د ډول په برخه کي داسي ویل شوي دي، چه:

چه دي غاړي ته کا پښتون ځلمي

بام د اسمان په درزېدو راشي

 د پښتنو په کلو کي مازیګر، چه خلګ له ورځني کارونو څخه خلاص شي، نو ډول غږول کېږي او پښتانه د ډول په غږ خوشاله کېږي.

۵۳- اتڼ

اتڼ ملي نڅا ده. هر پښتون اتڼ کوي. په اتڼ کي ګډون د هر پښتون لپاره ښه دئ. نارینه وي که ښځي، ځوانان وي که پېغلي، خانان وي که غریبان، حتا سپین ږیري هم ښه پرې ایسي. اتڼ ځانله آهنګونه لري. پښتانه له تورو او ټوپک سره هم اتڼ کوي. غبرګ اتڼ هغه دئ، چه ښځي او نارینه ئې په ګډه کوي، چه اتڼ تود شي بیا پښتانه ځوانان غورځي او یو شاني ږغونه وباسې. اتڼ چیان، چه ښه اتڼونه کوي، نو له یوه ځایه بل ځای ته غوښتل کېږي.

 

۵۴- ډمامه

 د پښتنو په سیمو کې د موسیقي ډلي وي، چه په ودونو او د خوشالۍ په وختونو کي سندري وایي او موسیقې ږغوي. رباب یوه د موسیقي آله ده، چه پښتانه ځوانان ئې شوق کوي. غیچکه، آرمونیه، سرنا، تبله، په ډمامه کي ږغول کېږي. کله چه پښتانه فتح وکړي، نو ډمامې او نغارې ږغول کېږي، شاعران شعرونه وایي، لنډۍ او نور نظمونه اورول کېږي.

نن دي غم له ما نه ځان ساتي که ښه کا

چه رباب او سرنده غوندي غمخوار شته

ساقی یو ځل بیا زما د ښار خبر واخه

لا په کوڅو پاتې یو څو پرهېزګار شته

موسیقي د پښتنو خوښ او ځانله موسیقی لري، چه د ډمامې په نامه یادېږي.

۵۵- خندا

پښتانه خپلي خندا ته ارزښت ورکوي او پښتانه له هر چا سره نه خاندي. که چا سره وخاندي نو وایي: اوس مو سره خندلي دي. یعني ددې خندا باید مراعات وشي. خندا د لطف او مرحمت نښه ده او داسي مانا لري، چه اړیکي سمي دي او وایي: خندا مو شته.

۵۶- ژړا

دا د فریاد مانا لري او وایي: ما خپله ژړا ورته کړېده. پښتانه په آسانه نه ژاړي، خو له ژړا نه مطلب د مقابل لوري د موضوع په اهمیت پوه کول دي او هغه تاوان، چه پېښیږي مخکي له مخکي ژړا په کار ده چه دغه ژړا په حقیقي ژړا بدله نه شي. نو کام، چه په راتلونکي مصیبتونو څوک خبر کړي بیا وایي: ما ژړا وکړه.

۵۷- کاونډ

د پښتنو سیمو ته د نورو ځایو خلګ د تجارت، کسب، مزدورۍ او ځینو نورو عواملو په وجه راکډه کېږي او طبیبان، ملایان، سیدان، میاګان او نور ژوند کوي، چه د ګاونډ په نامه یادېږي. ددوی د سر، مال او ناموس ساتنه د پښتونولۍ پر بنسټ د کام وظیفه ده.

 ددوی مادي او معنوي ساتنه د پښتنو پر غاړه ده. پښتانه د ګاونډ سره ښه چال چلند کوي او ددوی په مخکي داسي خبري نه کوي، چه ددوی د خواشینۍ سبب شي. د ګاونډ د حال پوښتنه د روغ او ناروغ پوښتنه د کام له لوري کېږي. هیڅ څوک حق نه لري، چه ګاونډ ته مادي یا معنوي تاوان ورسوي او که دا کار وشو، نو سخته جزا ورکوله کېږي. سربېره پردې چه هغه حرکت به جرم وي، خو بې همتي هم ښیي.

۵۸- سړی، سړیتوب

پښتانه سړیتوب ته ډېر اهمیت ورکوي. هغه څوک، چه انساني عواطف ولري هغه ښه سړی بولي. تقوا، د خلګو سره مرسته او زړه سوی د انسان او حیوان سره پښتانه خوښوي. په پښتونولۍ کي د کلک زړه خاوند بد ګڼل کېږي او د مشر او خان په توګه ئې نه غوره کوي.

په تاریخ کي دا هم راغلي، چه ۱۷۷۴م کال د شېرسرخ په زیارت کي، چه کومه جر ګه وشوه د نورمحمد خان غلزي رسوخ زیات ؤ، خو پښتنو په خپلي مشرۍ ونه ټاکه. ځکه هغه د تند مزاج څښتن ؤ. او احمد زړه سواندی ؤ. دا نو وروسته ثابته شوه، چه احمدشاه بابا زړه سواندی ؤ. که څه هم دی ځوان ؤ بیا هم پښتنو ده ته د بابا لقب ورکړ او تراوسه پوري ئې هم په دې نامه بولي ځانونه دده اولاده ګڼي. پښتانه، سړی د نه سړي په مقابل کي استعمالوي.

 

۵۹- سپک کتل

په پښتونولۍ کي سپک کتل جزا لري. که څوک د چا څخه د غلا په نیت وتلی، خو غلا یې نه وي کړې، دلته دغه جرم پاته دئ، چه ده سپک کتلي دي. که څوک د چا یوه چرګه پټه کړي چرګه اهمیت نه لري، خو سپک کتل ئې جرم دئ. دلته باید دا هم وویل شي، چه غلا خو جرم دئ، نو ددې په څنګ کي د سپک کتلو مسأله هم ده، چه نوموړی سړی ئې تر نظر کمزوری ورغلی دئ. په هره برخه کي که جرم شوی وي او کنه، دا دوې برخي لري: اصلي جرم او سپک کتل، چه وروستۍ برخه ئې نه بخښل کېږي. ښایي، چه د غلا مال و غله ته وروبخښي، خو د سپک کتلو حساب ورسره کوي.

۶۰- پېغور

 پښتانه ځانته پېغور نه پرېږدي. ډېرو پښتنو په دې باندي ځانونه وژلي دي، چه دده پاتې کسانو ته پېغور پاته نه شي. د پښتونولۍ له هر اصله څخه بیرته پاتې کېدل پېغور لري.

۶۱- عالم او روحاني

په پښتونولۍ کي عالم او روحاني له عمومي چارو څخه بې غمه وي. دغه خلګ د علم له مخي خپل نظر ورکوي او ددوی نظر جرګې ته د اهمیت وړ دئ. د ماشومانو زده کړه، د مشرانو حتا د سپین ږیرو ګډون باید په هغه علمي مسایلو کي، چه نه پوهېږي ځان خبر کړي. لیک لوست زده کړي. د عالم او روحاني ټول خرڅ او مصرف د اولس له پلوه ورکول کېږي. ددوی عزت او د عزت ساتل د اولس وظیفه ده. په پښتنو کي دیني او دنیایي عالمان او ماهران د قدر وړ دي او د ټولني معنوي پانګه ده.

۶۲- ډېره او هجره

 په کلو کي ډېره وي او په کورونو کي هجره. پښتانه و پردېسیانو او مسافرو ته ډېره جوړوي، چه هلته د مېلمنو لپاره د کلي د هر کور څخه چای، شلومبې، ډوډۍ او نګولي راځي. خو که مېلمه د یوه سړي وي، نو هلته په هر کور کي د مېلمنو هجره وي. پښتانه، چه کله کورونو ته ځي، نو پر ډېره راتېرېږي او ګوري، چه هلته خو به مېلمانه نه وي ترڅو له دوی سره ستړې مه شې وکړي او په خورا ورین تندي ورسره خبري وکړي. د ډېرې له مجلسه وروسته کورته ځي.

 

۶۳- د ښې وتل

 هر پښتون د ښه کولو په فکر کي وي، چه چاسره ښه وکړي او هغه څوک، چه د اقتصادي خوا یا اخلاقي خوا نه ناتوانه شي او چا سره ښه نه شي کولای او یا ئې نه کوي، نو پښتانه وایي: چه دغه سړی له ښې وتلی دئ. او یا وایي: چه تراوسه لا له ښو نه یم وتلی.

ای پښتنو ځوانانو!

تاسو ته مي پښتونولي ولیکله، چه بیا ونه وایاست، چه مونږ نه پوهېدو.

پښتونولي سپېڅلې لاره ده. پښتون به بې پښتو وي که پښتونولي ونکړي.

تل دي وي پښتون، پښتو او پښتونولي

پای

government to survive is justice, and that is something we lack.  If a chance is given to the Afghans by forming a true Loya jirga and true nationalists take part, a strong national government can be formed free of warlords, drug lords, and white-collar criminals holding foreign passports while supposedly serving the Afghan government.  When foreign countries claim they are nation building, they only do so for their own interests and what happens to the people of that country or the future means very little to them.   Let us turn back our history and focus on our way of solving our dispute and focus on education. We have enough people with talent and expertise outside of Afghanistan who really want to work towards the stability and advancement of Afghanistan.  As Mirwais Neka stated: "The people of talent and knowledge live not only in big palaces and big houses; people of talent and knowledge also resides in our mountains and deserts." A chance needs to be given to those who made sacrifices for the freedom of the country, the true Mujahideen who shed blood for the freedom and dignity of the country and are out of the picture, forgotten. We Afghans have something unique and priceless, and that is courage and charisma.  What we need is to work towards education and work towards a united, independent, politically and militarily strong nation like our forefathers Mirwais Neka and Ahmad Shah Baba once had for us.     

Wali Haddad Farhad

2013

by major powers who want to eliminate our culture and corrupt our society.  We encourage the younger generations, who understand the codes of Pashtoonwali, to research on this further.  We will recover from wars and all the casualties but not from the loss of culture, traditions, and values if we are not careful. Afghanistan will get out of this situation since this is not the first time we are going through difficult times, but unfortunately, it comes with a price that puts us centuries behind.  The countries that we ruled once are now directly interfering in our internal affairs.  During the cold war, people around the world from America, Europe, to Asia were living in fear, but it was the Afghans who sacrificed millions of lives, accepted hundreds of thousands of orphans and widows, and were left with a destructed nation. Because of the Afghan sacrifice, new countries emerged on the world map. After the defeat of the Soviets, the major thing Afghanistan’s neighbors feared was the courage and charisma of the Afghans, and if the hundreds of thousands of Mujahideen and the professional Army that was left behind by the communist regime with the latest technology would have united, Afghanistan would have had the potential to be a regional power, and the neighbors feared that.  By arming different factions and fueling the civil war and cultural genocide, those who interfere wanted to eliminate the nation as a whole.  With the new government in 2001, innocent lives were again lost and former warlords were not brought to justice but instead were given high profile government positions. Some people were hopeful but then again the system of Loya jirga was used to the advantage of non-Afghans and on the day of the jirga, former King Zahir Shah was sidelined.  We may see some progress with reconstruction, education, and economy, but unfortunately, it is not long term. One of the important things for any

Hoonar Pashtoon have been published. It would have been wise for these elements to criticize the cultural genocide taking place in Afghanistan instead, but unfortunately, they spent their time and energy on attacking something that is part of our country and culture.  It will be wise for all Afghans, especially the educated sector, to prevent foreign influence.  Foreign influence and interference is moving in at an unbelievable rate in Afghanistan, and we all witness simple changes like the clothing sold in bazaars, media programming, changing of accents, the education system and disrespecting our national leaders, the fathers of our nation.  Although we are not obligated to answer to such individuals because Pashtoowali’s roots are much stronger and have historical roots and with high principles as it are practiced by millions of people, we have decided to add a section for the younger generations to understand and be prepared to be able to defend such criticism with logic and historical facts. On that note, I would like to thank Mr. Naseer Hoonar Pashtoon for his effort to respond, and we have published this in the back of this book. My thanks are also extended to Zalmai Pashtoon for his assistance with editing.

This is one of many books written by my late father, Qudratullah Haddad Farhad, who wrote for over 60 years and had deep understanding of Afghan Culture, history, and politics. During the sixties and seventies, many new ideologies and political parties were formed, but Ghulam Mohammed Farhad, the founder of Afghan Millat and Haddad Sahib along with a group of Afghan Patriots promoted and emphasized nationalist ideas and figures. As a nation, we must look back at our history, culture, language in order to survive the current situation where our country is surrounded

Preface

"Pashtoonwali and Afghan National History" first published in 1992 and has since been republished multiple times in different countries.  Due to high demand and Afghanistan's critical state, we are republishing the book that explains the Pashtoon or Afghan codes of ethics. Some of these codes are practiced in Pashtoon and non-Pashtoon areas within Afghanistan and on the other side of the Durand Line.  It is important to understand Pashtoonwali and how scholars have practiced it and elders for centuries to settle disputes, solve social problems, address political, economic, and other issues. In Pashtoonwali, representatives are elected by the community to represent constituents and help solve problems through dialogue at both the local and national level through what is called jirga (council) at the local level and Loya Jirga (Grand Council) at the National level.  When Afghans ruled India in the 17th century during the Abdali Empire, some of these practices like jirga also introduced there to settle disputes where they referred to it as Panchaiat, and it is still practiced.  Over 60 codes of ethics of Pashtoonwali are explained in details that go back hundreds of years helping address issues in a democratic way, and it is much older than Western democracy.  However, due to ethnic cleansing and genocide of Pashtoons, systematic assassination of Pashtoon figures, and trying to eliminate Pashtoonwali,  new ideologies have been introduced, forced,  and have failed, such as extremism, communism, and Western Democracy.   This book came under criticism from some elements, and at the end of this book, all critiques and the responses by Mr. Naseer

 

 

 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې