Monday, 24 April, 2017
 
 
  • د ملي دفاع سرپرست وزير او لوى درستيز وټاکل شول
  • په خوست کې طالبانو بريد کړى
  • په اچين کې ٣٧ داعش وسله وال وژل شوي
  • د امريکا ددفاع وزير ناڅاپي کابل ته راغلى دى
  • د دفاع وزير او لوى درستيز استعفاوې کړه
  • ميا افتخار حسين :فغانستان او پاکستان سوله يوله بله سره تړلې ده
له استاد محمد اصف صميم سره غمرازي
 

د افغان کولتوري بهير او ارياناپښتو ادبي ټولنې د پښتو ژبې او ادب د لوى حقدار ليکوال استاد محمد اصف صميم  د تره زوي د کابل پوهنتون د ژبو ادبياتو پوهنځي پخوانى استاد پوهندوى وسيع الله سيار په مړينه خواشيني څرګنده کړه.د بهير مشر او اريانا ټولنې مشر ښاغلي سيف الرحمن هاشمي د ارواښاد سيار په اړه  وويل: پوهندوى استاد سيار د هېواد علمي سټه وه، چې په خپل ژوند کې يې له هېواده بهر په دعوت جهاد پوهنتون او د هېواد په دننه کې د کابل پوهنتون په سلګونه ځوانان روزلي وو.  الله دې د استاد سيار اخروي ژوند د نيکبختيا وړ وګرځوي ، کورنۍ او  په ځانګړي توګه ښاغلي استاد صميم ته دې ددې لويي تشنې غوض ور په برخه کړي.د افغان کولتوري بهير مشر سکرتر ښاغلي سيد وارث حنيفي وويل: پوهندوى استاد سيار د هېواد يوه  رڼه او ځلانده هستي وه چې  د هېواد ښوونيز ډګر او پښتنه ټولنه يې په خپل درشل کې يوه ستر ه تشنه بولي خداى دې ارواښاد ته جنت فردوس ورکړي د اريانا پښتو ادبي ټولنې د علمي کميټۍ غړي ښاغلي حاجي سرور خان سرور د ارواښاد پوهندوى استاد سيار مړينه نه هرېدونکي وبلله. د ارواښاد علمي هڅه يې و ارزوله  او ارواښاد ته يې د الله څخه د جنت او د بښنې ، کورنۍ ته يې د صبر غوښتنه وکړه.

 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې