Tuesday, 23 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
د ارواښاد ډاکټر عبدالصمد حامد په مړينه د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز د خواشينۍ پېغام.
 

د افغانستان نامتوملي  شخصيت  د پخواني پادشاه محمد ظاهر شاه د سلطنت مرستيال ارواښاد ډاکټر عبدالصمد حامد   چې په خپل ژوند کې يې په مهمو دندو په پوره ايماندارۍ خپل فرض پوره کړى و د روسانو د يرغل سره يې له افغانستانه کډه کړې وه چې تراوسه پورې يې په جرمني کې د بې وطنۍ او بې کورۍ شپې سبا کولې. د ډاکټر عبدالصمدر حامد څخه څو ځله امريکا وغوښتل چې افغانستان ته ولاړ شي خو لکه څرنگه چې د روسانو د يرغل څخه يې له خپله هېواده کډه کړې نه يې غوښتل چې د امريکا لخوا د افغانستان په اشغال کې دنده ترسره کړي. ډاکټر عبدالصمد حامد چې په افغانستان کې يې پوره باور درلودد يوه داسې افغانستان غوښتنه يې کوله چې د پرديو اشغال پاى ته ورسېږي افغانان د يوه خپلواکه آزاده دولت خاوندان شي.ډاکټر عبدالصمد حامد د يوه کال ناروغۍ وروسته په خپل هېواد کي خپلواک دولت د جوړېدو په ارمان په جرمني کې ومړ چې هيڅ وخت به په افغانستان کې ځاى ناسته پوره نکړل شي. مونږ ټول د ارواښاد کورنۍ سره دا ستر غم شريک بولو او د تل دپاره  به د ټولو افغانانو په زړونو کې ژوندى وي.
الحاج امام الدين ساپى

 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې