Thursday, 23 March, 2017
 
 
  • په بلخ کې ترافيکي پېښه شوى
  • دتورخم لاره پرانستل شوه
  • يو پوليس نور ٧ پوليسه وژلي دي
  • نوازشريف له افغانستان سره تړلو لارو د خلاصون امر کړى
  • ظفرجگړا د نوروزد جشن په مراسمو کې گډون کوي
  • په روسيه کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کيږي
د رباني په نامه پوهنتون په پوهنه يرغل
 


په کابل کې د ښوونې او روزنې پر پوهنتون شمالي ټلوالې يرغل وکړ، چې دې يرغل ته مونږ په هېواد کې دننه پر پوهنه يرغل وايو د روسي او امريکا يرغلونو ته ځکه يرغلونه ويل کيږي چې د افغان ولس د ارادو خلاف عمل دى. د رباني په نامه پوهنتون کټ مټ همداسى دى. که لوړو زده کړو وزير عبيد الله عبيد دې يرغل ته لاره برابره کړ نو پايلې به يې د روسانو او امريکايانو په څېر وي او دا هم لرې نه ده چې د دې نامه سره مخالف محصلين چې د پرېکړې په وخت د پوهنتون ايډيټوريم ته پرېنښودل شول معنى دا چې د يرغل پرېکړه د څو لنډغرو پرېکړه ده.په حريم تيرى، په مذهب تيرى، په سيمه تيرى، په کلتور تيرى او په ملي علم او پوهه تيرى دا په يوه شکل د يرغل په نامه ياديږي د روسانو او امريکايانو يرغلونه څرگند دى  چې بې د مرگونو، تباهيو او ورانيو يې نور څه ونه لرل. دا په علم او پوهه تيرى چې ملي نوم په گوندي او شخصي نوم ونومول شي دا به هم له ځانه سره بدبختي ولري. د دې ټولو کړنو څخه  دا هم څرگنديږي چي د لوړ زده کړو وزير او حامد کرزي پر خپل ملت داستاد برهان الدين رباني غوښتنه بيا تازه کوي چې پر ملت دې بايد غت غت بمونه واچول شي خو حامد کرزى، عبيدالله عبيد او د شمالي ټلوالې  لنډغر بايد په دې پوهه شي چې که دولتي بونگه مار جگړه غواړي او پر ملت غټ غټ بمونو اچولو غوښتنه کوي نو د ملت اراده د جگړې نه بلکې  د سولې ده.ملت امن، خپلواکي، ترقي، پوهه، ديموکراسي، خدمت او په خپلو کې د افغانستان په داخل کې د ټولو نه حل کېدونکو مسئلو حل غواړي
د ساپي مرکز.

 

 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې