Thursday, 23 March, 2017
 
 
  • په بلخ کې ترافيکي پېښه شوى
  • دتورخم لاره پرانستل شوه
  • يو پوليس نور ٧ پوليسه وژلي دي
  • نوازشريف له افغانستان سره تړلو لارو د خلاصون امر کړى
  • ظفرجگړا د نوروزد جشن په مراسمو کې گډون کوي
  • په روسيه کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کيږي
د پښتو قامي جرگې لخوا ساپي مرکز ته راليږل شوى بلنليک
 

د لوئ خدائ په نامه

عزتمنده / محترمه الحاج امام الدين ساپى صاحب

السلام عليکم ورحمة الله و برکاته!

په دنيا کښې دوه عالمي قوتونه (سپر پاورز) (USA, USSR)وو. د هغوى سياست دا وو چې يو يو وغورځوي او بل، بل. د هغوى دغه سياست خو ځاى ته ورسيدو. يو وغورځيدو او بل ((سپريم پاور)) شو، خو دا سياست د هغوى وو. بايد چې دا کشتي د هغوى په خاوره شوې وې. افغانان نه خو سپر پاور وو او نه د سپر پاور دعويدار. دا کشتي د افغانانو په خاوره ولې وشوه؟ چې تراوسه پورې د دېرشو لکو افغانانو وينه تويې کړې شوه او لگيا ده نوره توئيږي.

زه د يو افغان په حېث د افغان قام د ډيورنډ د کرښې نه پورې افغانان او د کرښې نه راپورې افغان قبائيل د خيبر پښتونخوا افغانان د جنوبي پښتونخوا افغانان د کراچۍ افغانان د ملک نه بهر د نورو ملکونو استوگن افغانانو ته خواست کوم، چې د هغوى د هرې طبقې نمائندگان راشي او د قامي جرگې د غړي په حيث په دې حقله خپله رائې وړاندې کړي، چې دا کشتي د افغانانو په خاوره ولې وشوه؟ او اوس به يې مخ نيوى څنگه کيږي؟

زه اميدکوم، چې تاسو په د يو افغان مشر په حېث د روانې مئ مياشتې په ٢٩ او ٣٠ تاريخ نشتر هال پېښور کښې د سحر د لسو بجو نه په دې قامي جرگه کښې گډون وکړئ، چې دا په حقيقت کښې د ټول افغان ولس يوه قامي جرگه وگرځي.

په درناوي

ستاسو يو افغان ورور

محمد افضل خان (خان لالا)

درشخيله سوات

ټيلفون نمبر : ٠٩٤٦٧٥٣٣٣ سوات

                 ٠٩١٥٨٢٥٠٠ پېښور

موبائل :          ٠٣٤٥٩٥٢٤٣٣

 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې