Monday, 24 April, 2017
 
 
  • د ملي دفاع سرپرست وزير او لوى درستيز وټاکل شول
  • په خوست کې طالبانو بريد کړى
  • په اچين کې ٣٧ داعش وسله وال وژل شوي
  • د امريکا ددفاع وزير ناڅاپي کابل ته راغلى دى
  • د دفاع وزير او لوى درستيز استعفاوې کړه
  • ميا افتخار حسين :فغانستان او پاکستان سوله يوله بله سره تړلې ده
دويم پښتو نړيوال ادبي کنونشن په پېښورکې کيږي
 

په يوه ژبه وئيل سره پښتو کړو
ولې نه شوو له يو بله خبردار
سلامونه او نېکې هيلې!
په مارچ ۲۰۰۵ م کې د يوې کاميابې نړيوالې غونډې نه پس د (پښتو ادبي چمن- ټل) ملګرو د ۲۰۱۲ م کال د مارچ په ۲۴،۲۵،۲۶ مه نېټه د پېښور په نشتر هال کې د يو بل درې ورځني عالمي پښتو ادبي کنونشن د کولو تابيا کړې ده، چې په کې به د ټولې دنيا نه پښتانه پوهان په ګڼ شمېر ګډون کوي.
ښاغلي پوهان به د پښتو ژبې ترِقۍ او د پښتنو د تهذيب او تمدن په حقله ګټورې خبرې کوي، چې په موجوده وخت کې پښتو ژبې او پښتني ثقافت ته څه خطرې پېښې دي؟ هر هغه څوک چې خپلې خوږې درنې پښتو او خپل دود او دستور سره مينه او عقيدت لري، هغوی ته خواست دی، چې مونږ سره په دې پياوړي کار کې مرسته وکړي او په خپلو غوره مشورو مو ونمانځي.
په پښتنه مينه
پښتو ادبي عالمي کنونشن، پېښور
د رابطې لپاره:
۰۳۰۰۵۹۷۳۸۲
۰۳۰۵۹۵۵۷۳۵۸
۰۳۰۰۵۹۰۵۰۱۵
۰۳۳۲۹۵۶۳۳۹۵
۰۳۱۸۳۲۵۵۲۰

 
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې