Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
دڅېرواوخاطرودپروګرام سره مادي مرسته۰
 

دروندشینوارى صاحب تا اود دې پروګرام لیدونکوته خپلې نیکې هیلې اوسلامونه ډالۍ کوم۰اجازه راکړه، چې زه خپلې خبرې دپښتوبابا ارواښاد وزیرصاحب محمدګل خان مومند په څوارزښتمندوټکوشروع کړم۰هغه وایي ۰خپله ژبه اوفرهنګ په معرفت سمبال کړئ؛پښتووپالئ؛پښتووايئ پښتوزده کړئ؛پښتوولیکئ او۰پښتوپه پښتنودریدل اوسرومال ترینه جارول دي  ښاغلی شینواری صاحب داچې دڅېرواوخاطروپروګرام دډیرې مودې راهیسې ستاپه هلوخلوخپریږي، چې داخپرونه ډېر ځل د دې جوګه شوي، چې دپښتو اوپښتنوویاړونه راتازه کړي دي  اوستا هلې ځلې  دستایلووړبولم نوځکه زه ځان اوټول پښتانه دخپلومشرانو لارښوونو اوسپارښتونوته رابولم چی تا اوستاپه شانې نوروپښتنوسره خپله همدردي اوملاتړونه  سپموي اوخپله پښتني  دنده یې وګڼي  چی بیاهم دپښتو بابایوه لارښوونه دمرحوم منان ملګري   دقوله ،چې وایي  یوه ورځ دمرحوم عبدالعزیزخاورې  صاحب سره دوزیرصاحب سره دوزیربابا لیدوته لاړو نوڅرنګه چی زه ځوان او ویښته می هم په انګریزي  ټایپ جوړکړی اوټوپۍ مې هم په سرنه وه کله چی وزیرصاحب ولیدم نوویې ویل چې ځوانه ته نایی یې،دوبی یې اوکه پښتون؟ماپه ویره ورغبرګه کړه ،چې  صاحبه سوچه پښتون یم۰ نووزیربابا راته وویل ، چی پښتون داسی وي  لکه ته، چې  یې؟دپښتنوپه کومه سیمه کښې  ژوندکئ اوتادپښتنولباس اونور کړه وړه نه دي  لیدلي اودلږچوپتیاورسته یې راته وویل، چې ، ولی ټوپۍ نه په سرکئ زماخولي ته راغلل ، چې  صاحبه پیسې  نلرم نوسمدلاسه یې دالماری چبیانې راکړې  اوویې ویل،چی ورشه هلته دری ټوپیانې  پرتې  دي  یوه ترې واخله ماهم بې  له ځنډه یوه قیمتي  سره قره قولي  ترې په سرکړه خوکله چې  کورته ولاړم مو ر راڅخه تپوس وکړ،چې  داټوپۍ دې له کومه کړې نوټوله قصه مې  ورته وکړه نومورمې  سمدلاسه ټوپۍ راڅخه واخیسته چی ته بله واخله اودابه زه سمبال کیږدم ځکه چی دادوزیربابا نښه ده خوچی بله ورځ وزیربابا ولیدم تپوس یې وکړ چی ټوپۍ دی څه کړه ما وویل، چې صاحبه هغه مې  مور واخیسته ،چې دادوزیرباباتبرک دی، سمبال یې ږدم نووزیرصاحب ډیرخوشحاله شوواوویي  ویل چی داهغه زړه اصیله پښتو ده افسوس چی مونږ دخپلوتیرو مشرانو نښې  او  نښانې  ځان سره نه دي ساتلي ، چې  ټول زمونږدبې  غورۍ  او بی فکرۍ  په وجه له منځه تللي  دي   مانا داچی پښتوپالنه داسې  ژوندۍ  وساتولکه څنګه چی خپلواکي  غوښتنه دپیړوپیړو راهیسی پښتنوته په میراث پاتې  او پالل شویده ،چی بیلګه یې اوسني   ملي اواسلامي  مقاومت یویشتیمې پیړۍ  دحربي  مدبرملامحمدعمرمجاهد په لارښوونه په ډیربریالیتوب پرمخ روان دی اودنړی زبرځواک ته یې دمیرویس خان،احمدخان،خوشحال خان،ایمل خان اودریاخان یادونه وریادکړي  ۰ښاغلى  شینواری صاحب راځئ ، چې  دخپلومشرانو په  گام پل کیدو ادادروندامانت راتلونکي  کهول ته په ډیره ایماندارۍ اوصداقت وسپارو،چې ، هغوی دپښتواوپښتنوالې څخه پردي  نه شي  دپورتنۍ یادونې  په رابطه کښې  زه هم ستا په هلوځلوکښې  د۸۰۰ډالروپه اندازه ونډه اخلم اوخپلې  خبرې  دوزیربابا دنظم په یوه بیت راټولوم۰  پښتانه اوپښتونواله دی وی تل ـــــ له پخوانه یوپه لس اویوپه سل  

په پښتنې درنښت

 امام الدین ساپى

 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې