Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
فضل قادر انډيوال څوک دى ؟
 
داود وفا ستوري د ادب په اسمان کې په ليکلي تذکره کې وايي ښاغلى انډيوال د روانې طبعې خاوند او ډېر ليکونکى ليکوال دى، چې که له ادب سره يې اړيکې همداسې غزيدلې پاتې شول نو په گانده کې به د پاخه قلم او گڼو تاليفاتو څېښتن وي
انډيوال صاحب په انډيوالۍ کې کلک او پښتون مزاج لري او خبرې ډېرې کوي خو ټولې په ادب او فرهنگ کې وي لکه، چې د خوشحال بابا دستارنامه يې ليدلې ، چې:
عالي فطرت سړى هغه دى، چې په هر څه يې غرض وي او د هر حاله خبردار وي
اوولسم هنر د تحقيق نسب
ځکه نو دده هم په هر څه غرض وي او له هر حاله ځان خبروي دى دى خداى هم داسې عالي فطرته لري انډيوال د ادبي غونډو او مشاعرو مينه وال شاعر دى په هر ځاى کې، چې د غونډې خبر واوري نو دى ځان ورسوي له ادب او ادبئ چارو سره دده له مينې دا څرگنديږي چې دى به په گانده کې د پښتو د ادبي ډگر يو استازى قلموال وي
فضل قادر انډيوال د پتنگ خان زوى د غلام گل لمسى او د عبدالقادر کړوسى دى په ١٣٥٣ لمريز کال د کب د مياشتې پر ١٧ نېټه د ننگرهار د روداتو د مځيني د ايسارک په کلي کې زيږيدلى لومړنۍ زده کړه يې د جلال اباد ښار مياعمر په لومړي اودويم لمبر ښوونځيوکې ترسره کړې او بيا عبدالوکيل منځني ښوونځي ته لاړ او د اووم ټولگي له پاى ته رسولو سره سم پېښور ته مهاجر شو په پېښور کې ديني زده کړو ته ملاوتړله اود جامعې امداد العلوم الاسلاميه شاگردشو، چې په ښه درجه ترې بريالى راووت.
انډيوال له ١٣٧٢ لمريز کال راهسې شعر او ليکنې کوي اود مطبوعاتو په ډگر راځليدلى
او د کوچنيوالې راهسې يې د ژورنالېزم او خبريالۍ سره مينه لري، چې لومړى يې د شهادت په ورځپاڼه کې په نارسمي توگه ليکنې کولې او کومه نيمه ليکنه به يې د پېښور وحدت ورځپاڼې ته هم ورلېږله او په ١٣٧٩ له سهار سره د ځوانانو د هيندارې په نامه د ځوانانو پاڼه چلوله او هملته ورسره د خبريال په توگه په رسمي توگه کار پيل کړ وروسته د خبرونه په ورځپاڼه کې يې کار پيل کړې او نېږدې پينځه کاله يې ورسره کار ترسره کړ او نېږدې دوه کاله يې ،  د پېښور د پښتو ورځپاڼې پښتون پوسټ چلوونکى  وو نوموړي د خبرونه په ورځپاڼه کې د تړون په نامه ورځنى کالم هم چلولو. 
١٦ کاله کيږي چې د ساپي پښتو څيړنو اوپراختيا په مرکز کې کارکوونکى  او ورسره د نوموړي  مرکز  د(ايس سي پي ار ډي )ويبپاڼه هم چلوي 
 
خوستازړه...........
گرانه
ما،چې هرڅومره کوښښ وکړ،چې ستاپه زړه کې لکه،چې زه غواړم ځاى پيداکړم،پيدامې نه کړ،په دې زه هم نه پوهيږم ،چې کمزوري زماده ،اوکه ته زماپه زړه نه پوهيږې اوکه قصداپرې سترگې پټوې ټوله شپه ستاتېرې خاطرې راپه زړه شې ،اوشبگيرترسهاره اوږدشي
که څه هم زماپه زړه کې ځانگړې ځاى لرې خو ستازړه لکه د ډبرې کلک دى، نرمښت په کې نه راځي په تعويزونوستړى شوم اوس مې نيت کړې ،چې په خيراتونولاس پورې کړم ،دنذرمنښت ته هم چمتوشوى يم .چې ستاپه زړه کې ځاى پيداکړم زمازړه ته وليدلې ده ،چې ته ماسره ټگي برگي کوې خوته به زما دانېوکه نه منې .
زه ،چې کله تاسره مرکه کوم،نوپه څرگنده توگه ماته داسې ښيي ،چې ته زمادزړه ساتنه کوې ،خوپه عمل کې داسې څه نښه نه څرگنديږي ،چې زه به ستاپه زړه کې ځاى ولرم خوکه ته زما زړه څيرې کړې نوخپله مينه به په کې خامخا وگورې،اوځان به پړوگڼې
ددنيا دوه ورځې ژوندون دې
له مانه لرې لرې مه گرځه جانانه
 
په پېښور کې پښتو ورځپاڼې
دا مهال په پېښور کې پنځه پښتو ورځپاڼې خپرونې کوي ،وحدت،خبرونه ،هېواد،پښتون پوست اوجرگه وحدت خوټولوپښتنوته څرگنده ده ،چې نيږدې پنځه ديرش کاله پخوانۍ ده ،هېواد همداسې درواخلئ. جرگه ددوه زره لسم کال دفبرورۍ په لومړۍ نيټه بازارته راووتله اوجولايي په دولسمه يې رنگينه بڼه خپله کړه خبرونه خودپاکستان ديوسترسوداگرله خپريږي ،چې گته اوتاوان يې ورته ارزښت نه لري ،خويوازې نوم يې بس دى،پاتې شوه پښتون پوست اوجرگه پښتون پوست ،چې د دوه زره اتم کال داکتوبرپه لومړۍ گڼه يې د ډمي په خپره شوه اوپه رسمي بڼه ددوه زره نهم کال دجون په لومړۍ نيټه يې لومړۍ بازارته راووتله .
منځپانگه يې: له وحدت پرته نورې ورځپانې خپله تکيه په پښتوويبپاڼوکوي .ليکنې اوخبرونه له ويبپاڼوڅخه اخلي ،چې ځينې داړوندې ويبپاڼې دنوم ديادونې سره اوځينې بې له يادونې خپره وي .
لگښت: که څه دجرگې ورځپاڼې ته دپاکستان د اطلاعاتووزارت رسمي اجازه ورکړې خواعلانات (اشتهارات)يې لا نه دي ورکړي اولگښت له جيب څخه ورکوي اونورې ورځپاڼې بيا ددولتي اونادولتي اعلاناتو له لارې خپل لگښت پوره کوي.
ستونزې: داټولې ورځپاڼې له يوډول ستونزوڅخه سرټکوي دپرسونل (کارکوونکو) اقتصادي ستونزوته بيخي پا ملرنه نه کوي اوځينې دخپلوجيبونوپه ډکولوبوخت وي اوخپلوکارکوونکوته ياکم معاش ورکوي اويايې څلورپنځه مياشتې وروسته ورکوي اوپلمي ورته کوي ،چې داطلاعاتو وزرات ورته داعلاناتوپېسې نه دي ورکړې ،چې دې کارليکوال اوژورنالستان له پښتوورځپاڼوسره کارکولوته زړه نه ښه کوي
که سړى دې ورځپاڼوته وگوري نوټولې دولسي گټوپرځاى شخصي گټوته لومړيتوب ورکوي ،په دې پسې نه دي ،چې ولس له تازه پېـښوخبرشي خواشتهاراتواواعلاناتو پسې مړه دي ځينې ورځپاڼې خويوازې په يو، يوکمپوزر کارکوي دخبريال کارهم ترې اخلي نوپه توگه به پښتوورځپاڼې څنگه پرمختگ وکړي ؟
د پښتو ناسم ليکدود سم کړه
گرانه !
خبرشوې يم ،چې دپښتو په يوې ورځپاڼې کې مشري درپه غاړه شوې ده ،په دې ډيرخوښ شوى يم خو ور‌ځپاڼه ،چې مې وکتله دپښتو ناسم ليکدود ته مې پام شو. يوه بيلگه يې درته ښايم ولس په اولس نه ليکل کيږي که څه هم اوس په ځينو ورځپاڼواو ويبپاڼو کې پر پښتوليکدود تاويلي ماويلي ډيرې شوي، ډاکتر زيار له ښاغلي معصوم هوتک سره ،شپون صاحب له خان زمان کاکړسره اوښتى ،اوډاکترلمر بيا له مسکوه ليکنې کوي که څه هم هريو د استادۍ لقب خپل کړى له هغوليکوالوڅخه يې لاره ورکه کړې ،چې ليکوالۍ ته يې نوې مخه کړي وي
څوک په سيمه ايزگړدود ټينگارکوي ،چې داکره ليکدود دى اوڅوک د بيا هغه ويي کارونه غوره بولي ،چې په ډيرو گړدودونو کې کارول کيږي يا ورنيږدې وي اوځينې بيا د باړه گلۍ په ليکدود سرماتوي ځينې داسې ليکوال هم شته ،چې دارواښادگل پاچاالفت (املا او انشا)اودپوهاند رښتين (پښتوگرامر)په ترخ کې گرځوي .ځينې دپښتوپه ليکنه کې دتلويزيون په تلفزيون ليکي .دوحدت ورځپاڼه ټټروهي ،چې زماليکدود کره دى خلک دې ته (دوحدت املا وايي )اودقلندرمومند په مرگ يې ليکدود هم مړ شو،ښاغلي حکمتيارهم خپل ځانگړى ليکدود پلي کړې
دا،چې پښتانه سياسي مشرولي نه لري همداسې يې ژبه هم له گډوډۍ سره مخ ده .څوک وايي ملامحمدعمرمجاهد دپـښتنو مشردى ، څوک حکمتيار يادوي اوڅوک کرزى .
همداډول څوک دزيار پلويان دي اونوردنوروپلوي کوي
په دې کې سمه لاره ورکه شوې
دپښتودليکدود يو او کره کېدولپاره څه کول په کار دي؟؟؟؟؟؟؟؟
@@@@@@@@
د پښتو د ليکدود ستونزه حل غواړي
داخبره اوس څرگنده ده ،چې هره ژ‌به ځانگړي ارونه ،پښويه (گرامر)له مخې پرمختگ کوي دا،چې پښتوژبه دنړيوالوژبوپه کتارکې څلويښتم ځاى لري اونن سبا په ټولې نړۍ کې په ميلونونوويونکي لري اودامهال په لسگونوويبپاڼې،په لسگونوورځپاڼې ،راډيي اوتلويزوني کانالونه يې خپرونې کوي خوتردې دمه يې دگډ ليکدود ستونزه نه ده حل شوې، پښتوژ‌به دامهال گڼ ژ‌بپوهان لري ،چې هر يويې دخپل ليد لورې له مخې دپښتوليکدود ليکي اوخپل هغه کره بولي اودبل ناکره ،دپښتوژبې ديوليکدودلپاره اړتيا ده ،چې دپښتنوپه يوې سيمې کې ځانگړې مرکزجوړاوهلته ديوکره ليکدود لپاره هلې ځلې وشي اوله خپلسرۍ څخه لاس واخستل شي دامهال دکندهار،کويټې ،اودکابل ،پېښوراوننگرهارليکوال ديوبل پرخلاف ليکدود کاروي ،پښتوژبه دنړيوالوژبوترڅنگ پشپړه شتمنه ويي پانگه لري خودځينوسياسي کړيواو اندونو له مخې ليکوال اوژ‌بپوهان دې ته نه چمتوکيږي ،چې په يوگډ ليکدود يوه خوله شي که څه هم په دې لاره کې ژبپوهانوډيرې هڅې کړې لکه پوهان مجاوراحمدزيار،معصوم هوتک .اودکوزې پښتنونخوايوشمېر ليکوالو،خو ځانگړې پاييله يې نه ده ورکړې اوبيا هم ځېنې ستونزې شته ،چې حل غواړي زه له ټولوپښتنوژبپوهانوڅخه هيله کوم دپښـتوليکدود ديوکېدولپاره کاروکړي اوخپله دنده ترسره کړي
فضل قادرانډيوال - پېښور
د تخلص ټاکل
په ادبي ډگر کې زياتره ليکوال د ځان لپاره د تخلص نوم غوره کوي ، چې په ادبي بنډارونو کې په دغه خپل ټاکلي تخلص ياديږي .د وخت په تېريدو سره دغه نوم دومره عام شي،چې په ځينو وختونو کې په اصلي نوم بيا څوک نه پيژندل کيږي.
د نړۍ د ادبيانو او ليکوالو سربيره افغان اديبان ،پوهان ،او سياستوال د خپل ار (اصل) نوم سربيره تخلص هم ږدي.
دا وه لنډکۍ سريزه اوس به راشو د تخلص معنا ته او يو ځل به دغه ويى (لفظ) او کلمې ته لږځير شو.
تخلص عربي کلمه ده ،چې په صرفي مصادرو کې د تفعل باب مصدر دى ، لغوي مانا يې خالص کول او ځانگړي کول دي.
په اصطلاح کې پورته نغوته ورته وشوه په او سمهال کې چې زمونږ ځوان کول د استعداد خاوند کيږي او طبعآ د ځان لپاره تخلص غوره کوي ،نو بايد ښه فکر وکړي، چې د نوښت له مخې ښکلى او تلپاتى تخلص ومومي او له ده څخه وړاندې د بل چا نه وي ، ځکه، چې تخلص په دې دلا لت کوي، چې دغه نوم د همدغه دى، چا چې د ځان لپاره غوره کړى دى اوس به د تخلص يو څو ډولونه دروپيژنو :
١. مرکب تخلص : لکه رشيد افغان ،علي صبا ،اباسين يوسفزى او داسې نور..
٢. قومي تخلص : چې تخلص خپل قوم پورې وتړي لکه مومند ،شينوارى .داودزى ،خوږياڼى .
٣. سيمه ييز تخلص: د دغه تخلص نسبت يوې سيمې ته کيږي لکه کوټوال ،حصارشاهيوال ،رودوال ، مزينه وال ،حصارک وال ، خوستوال ، پکتياوال .
٤ کورنى تخلص : دغه تخلص په يوې کورنۍ پورې ځانگړى وي، چې بيا په دغه کورنۍ کې چې څومره د استعداد خاوندان راځي نو نسبت يې همدغه کورنۍ ته کيږي لکه :د مجديدي ،گيلاني ،او جيلاني ، چې د مجددي نسبت مجددالف ثاني او د گيلاني يا جيلاني نسبت شيخ عبدالقادر جيلاني ته کيږي .
٥. پلار ته نسبت : ځينې خلک د خپل پلار نوم د ځان لپاره تخلص وگرځوي او يواځې د زوى کلمه ورزياته کاندي، لکه گلاب زوى او سرورزوى او کله د پلار نيمگړى نوم د ځان لپاره تخلص غوره کړي لکه : صميم د صميم الله او نظامي د نظام الله څخه اخيستل شوى دى
٦. د خپل نوم جز: ځينې وگړي د خپل اصلي نوم يوجزياپوره برخه د ځان لپاره تخلص گرځوي لکه : افسر علي افسر ،عابد الله عابد ،سيد صابر شاه صابر او نجم الدين نجم .
٧. ځينې بيا د خپل پلار تخلص ځان لپاره غوره کوي لکه : ډاکټر خوشحال تسل، چې د خپل پلار محمد عارف تسل څخه يې تسل غوره کړي
٨. ځينې ليکوال د ځان لپاره تخلص په خپله غوره کوي .چې بيا يې عام وگړي په خپل غوره کړي تخلص پيژني ،چي دغه وگړي د فلانۍ کورنۍ څخه شمېرل کيږي .لکه :رفيع ،زيار ،صميم ،شپون که له دوي څخه وروسته په دغه ادبي کورنيو کې هر څومره د استعداد ځوانان ډگر ته راځي ،نو په همدغه تخلص به ياديږي ،چې دې ډول تخلص ته شخصي تخلص هم ويل کيږي .
٩. ځينې خلک بيا د خپلو قوميزو ،سيمه ييزو ،کورنيزو او شخصي تخلصونو څخه سرغړونه وکړي او د ځانونه لپاره نوي تخلصونه غوره غوره کاندي، چې دوى ته بيا هم دغه ازادي شته، چې د ځان لپاره نوى تخلص غوره کړي خو بايد دومره فکر وکړي چي د بل چا په تخلصونو باندي تېرې ونه کړي او له نوښته کار واخلي .
١٠ يو بل صورت هم شته چې زه يې يادښت اړمن او لازمي بولم او دغه ناجايز صورت دى، چې هر څوک بايد ترې ځان وژغوري .هغه دا چې ځينې خلک د ځينو مشهورو اشخاصو تخلص د ځانونو لپاره غوره کوي او يا په ځينو ورځپاڼو او جريدو کې چې يې د چا تخلص خوښ شي ،نو د ځان لپاره يي وټاکي چې دغه ښه کار نه دى او زه يي ښه نه انگيرم ،ځکه په دې سره د ځينو مشهورو اشخاصو څخه ناوړه گټه پورته کيږي او د هغوى مشهورو او غيرو مشهورو شخصيت باندې هم يو ډول ناوړه اغيزې شيندي . او په بهر کې به عام لوستوال دا گومان کوي، چې دغه شخص د فلانۍ مشهورې کورنۍ څخه دى او په اصل کې به له هغې څخه نه وي اوسمهال د نورو تخلص کيښودل که مشهور وي او که نه ،خو په ځان باندي کيښودل يي زيات دي او دغه دود زمونږ په اوسني ځوان کول کې ډير زيات عام شوي او په يو تخلص دومره ليکوالان ليدل کيږي چې خپل اصلي نوم ورسره ياد نه شي نو څوک يې نه پېژني.
زه به يې د بيلگې په ډول د يو څو ليکوالو نومونه راواخلم او هيله من يم چي څوک راڅخه خپه نه شي .
سيار:
فضل الرحمن سيار ،فياض الرحمن سيار،اسماعيل سيار ،عطا الحق سيار ، وجيهه سيار ،ساکب سيار ، نصير سيار
همدرد :
رييس خان همدرد ، تلاوت شاه همدرد، شفيق همدرد، شادمحمد همدرد، شاه محمد همدرد، شيرمحمد همدرد، شيرشاه همدرد،محمد عارف همدرد، همايون همدرد
سباوون :
وحيدالله سباوون، قاضي سيد اختيارسباوون، اجمل سباوون ، حميد سباوون ...
همکار :
گل ملا همکار، ابراهيم همکار، نورالله همکار...
عادل:
نورمحمد عادل، نيازمحمد عادل ،لياقت عادل....
مطمين:
مولانا عبدالشکور مطمين ،عبدالحى مطمين ،نظر محمد مطمين ..
عابد:
بازمحمد عابد ، امتياز احمد عابد ، مطيع الله عابد او بيا مطيع الله عابد ،زمرک عابد .عبدالمقيم عابد فضل سبحان عابد....
ما د زيار په نامه تخلص يوازې د ډاکټر مجاور احمد زيار پيژندو، چې د ډير پخوا راهيسې يې دغه نوم د ځان لپاره غوره کړي و . خو اوس د ډاکټر عبدالخالق زيار او جان اغا زيار په نامه نور ليکوال دلته په پښتونخوا کي شته چې زما په اند کيدى شي ،چې دغه تخلص يې د ډاکټر مجاور احمد زيار څخه اخيستى وي ،ځکه چي نه ورسره د خپلولۍ څه رشته لري او حتا چې د سيمې يې هم نه دي ،زمونږ ليکوا ل او شاعران او بيا په ځانگړي ډول د استعداد خاوندانو ته ښايي، چې د خيال او شعري نوښت سره سره په خپلو تخلصونو کې هم ښکلى او اساسي نوښت وکړي.د مثال په ډول که تاسو (په څله کې گلابونه) نومي کتاب وګورئ ، هغوى ځوانانو د شعري نوښت سره يې په تخلص کې هم ښايسته په زړه پورې نوښت کړى، چې د ستاينې وړ دي .لکه :اند ، پرتم، پرهر، څار، ځواب، رودوال ، او خوښ، دغه پورتني گرد جايز صورتونه دي چي ليکوال يا د استعداد خاوند کولى شي،چې په دې رڼا کې د ځان لپاره تخلص غوره کړي .
په پاى کې هغه کسانو ته وړانديز کوم . د کومو کسانو چې مشران وي او يا يې کورنۍ د پخوا راهيسي يو تخلص غوره کړي وي او دنورو سره هم نامي وي،نو کشران دې هغه تخلصونه ،چې تري پټ کړي يې وي بدل کړي او مشران دې پرې پاتې شي
پرپښتو دوحدت ورځپاڼې ژورناليستيک اوژبنې اغيز
نيږدې پنځه ديرش کاله کيږي ،چې له پېښوره دوحدت په نوم پښتوورځپاڼه خپريږي دغه ورځپاڼه د افغانستان، پاکستان اوپه ځانگړې ډول د سيمې دسياست دبيلابيلوپړاووڅخه راوتلې اوترننه پورې يوه ‌بريالۍ ورځپاڼه گڼل کيږي په دې ورځپاڼه کې د پښتو بيلا بيلو ژورنالستاتو، خبريالانو او شنونکو کارکړى ،او د سيمې د بيلا بيلو سياسي اندونوپه اړه يې په کې ليکنې کړى، تازه، گرم او تاوده خبرونه يې وخت په وخت ولس ته وړاندې کړي او اوس يې ځانگړې ويبپاڼه www.dailywahdat.com.pk خپږيري او بهر ميشتي پښتانه يې لوستلى شي . زه په خپل اند وحدت په دوو برخو ويشم، لومړى ژورنالستيک ډگر او دويم يې ژبنى ډگر، دا خو ښکاره خبره د ه ،چې په ژورنالستيکي ډگر کې يو شمېر نامتو ژورنالستانو د مسلکي کارله امله (مسلکي هنريت) وروباښه. پير سفيد شاه همدرد،چې د وحدت بنسټوال دى،پير رحمدل شاه همدرد او پير هارون شاه د پښتونخوا په کچه وتلې څېرې دي. نن سبا، چې په ځينو خبري اژانسونو او راډيوگانو کې خبريالان کارکوي،ډيرو وحدت سره د خبريال، سب ايډيراو پر نورو څوکيو يې کارکړى، لکه د بي بي سي عنايت الحق ياسيني، د امريکا غږ مطيع الله عاً‌بد، د ډيوې ميا فاروق فراق، د ملي تلويزيون جمال کوټوال، په امريکا کې ميشت خبريال جاويد کوټوال، د پژواک دانش کړو خيل او جاويد هميم، په هالنډ کې ميشت عبدالهادي حيران، په سويډن کې نور رحمان شيرزاد، خداى بښلى جان الله هاشمزاده اونور. د کوزې پښتونخوا يو شمېر نامتو خبريالانو او ليکوالو په وحدت کې کار کړاو ليکنې کړي لکه نور البشر نويد، سليم راز، هميش خليل، حنيف خليل، سيد صابرشاه صابر، لايق زاده لايق، قلندر مومند، زبير حسرت، فيروز صادق، روښان يوسفزى، اباسين يوسفزى او نور. له دې څخه موږ په لوړ غږ ويلى شو وحدت ورځپاڼې د ژورناليزم او صحافت په ډگر کې خپل نوم بريالى ساتلى دى، او دا د دې خبرې ثبوت هم دى، چې وحدت به د ژورناليزم په ډگر کې خپل نوم نور هم ژوندى وساتي. اوس راځم دې خبرې ته ،چې وحدت د ژبې په ډگر کې پښتو ته څومره کار کړى دى؟ د ژبې په ډگر کې لومړى ليکدود (املا) راځي، چې ليکدود يې د باړه گلۍ دى، چې ډېرو ليکوالو نه دى منلى. وحدت د پښتو سربلونه (prepositions) بيخي نه کاروي، چې په گرامري ډول يې جملې ناسمې وي. لکه (په کابل کې چاودنه وشوه) وايي (کابل کې چاودنه وشوه)، (د پاکستان له مرستې پرته ...) وايي (د پاکستان د مرستې پرته ...) دا ناسمه جمله ده. يا دا (د رنځ په ضد جگړه د ناورغۍ سره جگړه ده ...) دا جمله بايد (د رنځ پر ضد جگړه له ناروغۍ سره جگړه ده) وليکل شي. دپښتوسربلونه (prepositions) (په،پر،د،له ...) دي. په پښتو کې هغوکلمو، چې مفغنه بڼه خپله کړې د هغو خيال نه ساتي. په پښتو کې ځينو عربي کلمو مفغنه بڼه خپله کړې، چې بڼه يې بدله او معنا يې همغه ده. لکه تمه، کتار، کيسه، خلک، کميس ...، چې په عربي کې طمعه، قطار، قصه،خلق، قميص دي. خو قاضي، حاکم، محکمه، او ورته کلمې به په خپله اصلي بڼه ليکل کيږي. خو وحدت ټولې عربي کلمې په خپل اصلي بڼه ليکي. کوم خبري اژانسونه، چې خبرونه ورکوي يا يې له ويبپاڼو راخلي نو بدلون په کې کوي. وحدت ورځپاڼه د پښتو ‌بڼسټيزو گرامري آرونو ته پاملرنه، نه کوي خو همدغه لامل دى، چې پښتو ژبې ته يې د خدمت هلې ځلې ټکنۍ کړي دي او يوازې سيمه ايز گړدود څخه کار اخلي او د پښتو ژبنۍ برخه يې کمزورې ده او پښتو ادب ته يې کار ارزښتمن دى
د روژې دمياشتې دليدو شرعي حيثيت
ليک فضل قادرانډيوال 
ياداښت : داليکنه مې د١٩٩٩ددسمبر پر٩ دپنجشنبې په ورځ د پښتو ورځپانې  وحدت کې او د ٢٠٠٠ کال دنومبرپر١٧ د پېښور په سهار ورځپاڼه کې خپره شوې  ده خو اوس يې يوځل بيا خپلو لوستوالو ته وړاندې کوم 
داسلام سپيڅلى دين تل خپلو پيروانو ته لارښودنه کوي چې خپلې د غم او ښادۍ ورځې په ګډه سره ونمانځي ځکه چې اسلام ديووالي دين دى نو ښايي چې دروژې او اختر ورځې هم ټول مسلمانان سره په ګډه ونمانځي په دې سره دمسلمانانو ترمينځه چې دنړۍ په هر ګوټ کې وي ديووالى بنسټيزه  جذبه پيدا کيږي او دغه کار پر  ډيرو مسلمانانو باندې ښه اغيزه کولاى  شي خو په دې شرط چې ورته عملي جامه واغوستل شي . 
روژه داسلام دارکانو څخه يو اهم او ارزښتناک رکن دى او دنړۍ ټول مسلمانان يې پر ځاى کوي خو يوه خبره چې ديو څو کلونو راپه دې خوا په مسلمانانو کې داختلاف په ډول راپورته شوې هغه دروژې او اختر په منځ کې يوې  يا ددوه ورځو اختلاف دى دمثال په ډول عربستان ، افغانستان او دنړۍ په ډيرو هېوادونو کې په يوه ورځ اختر او روژه وي اوپه نورو هېوادونو لکه پاکستان ، ايران کې به بله ورځ ؟ چې په دې اختلاف سره دنړۍ مسلمانانو وحدت او يووالي ته سخته صدمه رسيږي او ددې مسئلې دحل کولو لپاره اړينې  اوغوره لارې چارې په کار دي نو اوس داسلامي هېوادونو ټولو علماء کرامو ته ښايي چې په دې مسئله باندې څيړنه او بحث وکړي او دحل يوه لاره ورته راوباسي چې دمسلمانانو روژه او اختر يو شي خو زه په دې مسئلې باندې لږه رڼا اچوم . 
دروژې او اختر اختلاف په دوو خبرو ولاړ دى لومړى دکومو سيمو په منځ کې چې فاصله زياته وي نو په يوې سيمې کې دمياشتې دليدو شاهدي او حکم يې په بلې سيمې کې دمنلو وړ دى او که نه ؟ 
دويم : دراديو تيليفون ، ټيلگراف ، فيکس او داسې نورو وسيلو  له لارې دمياشتې دليدو په خبره باور کول څنگه دي ؟ په دې خبرو باندې دلته پوره څيړنه او بحث کول دامکان څخه لرې خبره بريښي خو په لنډ ډول دومره ويل کيږي چې جمهور احناف ، موالک ، حنابيله درې واړه مطالعو ته اعتبار او باور نه ورکوي او داخبره هم په ښکاره ډول بيانوي چې دراديو ، تيليفون ، ټيلګراف باندې دمياشتې ليدو خبر ټولو مسلمانانو ته دمنلو وړ دى البته شوافع مطالع ته اعتبار او باور ورکوي . 
علامه دوکتورو هبته الزخيلي په خپل کتاب الفقه الاسلامي وادلته دوهم جلد صفحه ٦٠٥/٦١٠ ا و علامه مفتي رشيد احمد په خپل کتاب احسن الفتاوى په جلد څلورم صفحه ٤٩٩ په دې مسئله ښه څيړنه او بحث کړيدى دوي ليکلي دي چې د جمهورو احنافو ، حنابيله او موالکو په نيز دمطالع لخوا اختلاف ته اعتبار نشته او دغه قول باندې فتوى ده نو په دې قول سره عمل ټولو اسلامي هېوادونو ته ښايي چې په يوه ورځ روژه او اختر وکړ ى دچا په نيز چې مطالعو ته اعتبار نشته نو په هغه باندې عمل کولو سره په گرده اسلامى نړۍ کې په يوه ورځ اختر او روژه نيول کيږي د چا په نيز چې مطالعو ته اعتبار شته نو په هغه باندې عمل کولو سره په روژه او اختر کې اختلاف راځي او په يوه ورځ روژه او اختر نه کيږي  . 
دجمهور علماو په نيز چې د احناف موالک  او حنابيله پکې شامل دي دنړۍ په هر ګوټ کې مياشت وليدل شي او د شاهدى يې  باوري شي صحيح (سمه )  ده چې په هغه سره روژه نيول يا اختر کول مناسب کار دى ځکه چې په دې قول باندې فتوى ده او غوره هم دى او په دې اعتبار مطالعو ته باور نه ورکول  کيږي او که ددې خبره لپاره تيليفون ، راديو يا کومه بله  دخبر ورکولو وسيله په کار واچول شي او دا هم درست دى . 
 دپورتنيو خبرو په اساس ټولو اسلامي هېوادونو ته ښايي چې دمسلمانانو شاهدۍ په صورت کې نورو اسلامي هېوادونو ته دخبرې سرچينو له لارې خبر ورکول شي نو په دې کار سره په داسلامي هېوادونو ترمينځه دهمدردۍ او يووالي بنسټ کيښودل شي او په دې خبرې کې دفقې دعلماو له نظره څه شک نشته او په دې سره به عام مسلمانان دروژې او اختر په باره کې د ډول ډول اندېښنو څخه هم وژغورل شي . 
په اسلامي هېوادونو کې په يوه ورځ روژه او اختر نه کولو سره يو لړ شکونه او شبهات را پيدا کيږي چې جدي پاملرنې وړ دى ، دوژرې ، اختر ، او عرفې مبارکې او سپيڅلې  ورځ يوه يوه ده ددغو په يو والى نه کولو سره عام مسلمانان ددغو ورځو دښيگڼې او سپيڅلتيا څخه بې برخې کيږي  . 
په دنيا کې دليلة القدر شپه يوه ده او په حديث کې راغلى دى چې دليلة القدر شپه تاسو ته  درمضان په طاقو شپو کې لټول پکار دى مثلاً ٢٧،٢٥،٢٣،٢١ او ٢٩ نو کله چې روژه په يوه ورځ نشي نو بيا څوک پريکړه کولى شي چې دليلة القدر شپه دپاکستان ، ايران په حساب ده او که دعربستان په حساب که مونږ چيرې فاصلې او واټن ته اعتبار ورکړو نو بيا خو بايد په اسلام اباد او کراچۍ کې په جلا جلا ورځو اختر او روژه ونيول شي هغه په دې ترتيب سره چې دافغانستان او پاکستان ترمنيځه نيم نيم  ساعت  توپير دى . 
په لوى اختر کې هم يو څه ستونزې مخې ته کيږي لکه دقربانۍ په مسئله قرباني په لومړۍ ورځ غوره وي خو دچا چې يوه ورځ وروسته يا دوه ورځې وروسته چې دسعودى عربستان سره  خپل اختر ترسره کړى وي  په دريمه ورځ قرباني کول خو يې  په سعودى عربستان کې څلورمه ورځ کيږي چې په دې حساب بيا دقربانۍ نه کيږي يوه بله خبره دا چې په عربستان کې دمياشتي په ليدو ټول عربي  هېوادونه په گډه په يوه ورځ اختر او روژه نيسي او حال دا چې په عربي هېوادونو کې ټول خلق شوافع يا اهلحديث دى چې دهغوى په نيز مطالعو ته اعتبار او باور شته نو بيا ولې هغوى دجمهورى علماء چې حنابيله ،موالک او احناف دى په مذهب باندې عمل کوي او دغه مسئله  دپاکستان علماء ترمينځه دافغان مهاجرينو په گډون او همدارنګه ايران ته پېښه شويده دټولو اسلامي هېوادونو علماو ته په کار دى چې په دې اړه يوه ګډه پريکړه او گډ دريځ خپل کاندي چې په هندوستان ، پاکستان ، افغانستان او تاجکستان کې چې دسيمې هېوادونه ورته ويل کيږي د عربستان ، مصر ، شام ، مراکش ، امارت ترکيې  ، کويت ، قطر او عراق سره داختر او روژې نيولو کې دوحدت راوستو په اړه يوه غوره لاره باندې د يوه خوله شي او په دې پاکو او سپيڅلو ورځو کې  دمسلمانانو ديووالي او وحدت مثال ورکړي . 
@@@@@@@@@@@@@@@@@@@@
غزل
فضل قادرانډيوال
پاتې شه باران دى اوس به څه کيږي
غلى مې جانان دى اوس به څه کيږي
داخو مې داستادمينې ټس شولو
څېرې مې گريوان دى اوس به څه کيږي
نن راته دې بياچالمسولى دى
دغه مې خپگان دى اوس به څه کيږي
ماخويې نازونه پرلېيمو وړي
داخو ډير ناځوان دى اوس به څه کيږي
داد انډيوال خبره گرانه شوله
سخت خويې گوزران دى اوس به څه کيږي
@@@@@@@@@@
قران کريم دبشريت لارښود
داليکنه د١٩٩٧کال د نومبرپر٧ دوحدت په ورځپاڼه کې خپره شوې خپلو لوستوالو ته يې بيا وړاندى کوم
ليک فضل قادرانډيوال 
قران عظيم الشان دالله تعالى لخوا هغه را ليږلى شوى دپند څخه ډک کتاب دى چې زمونږ په ستر رهبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم باندې د درويشتو کالو په موده کې لږ لږ دوخت او ورځينو پېښو مطابق نازل شوى د نازليدو څخه نيولې دقيامت دورځې پورې ټول کړه وړه په کې دبشريت دنيکمرغۍ لپاره ډير په ښه ډول ښودل شوي دي د مومنو لپاره ځانگړې لارښونې په قران کريم کې نغښتى دى دجنت نيغه لار دقران په وسيلې سره مومنان موندلى شي . دحديثو په رڼا کې دقران غوره والى ډير په ښه ډول او د لمر په شان مومنانو لره ځلانده بريښي داسلام په تاريخ کې دا خبره ښه څرگنده ده چې د بشريت او ددنيا او اخرت ټول علوم او پوهې ، په قران کې شته خو په دې شرط چې څو دقران ژوره مطالعه وکړي نو ددنيا او اخرت دخوشحاليو څخه په خبر شي مونږ که دحديثو په سترو کتابونو دقران عظيم الشان ستر غوره والى او فضليت گورو چې دبشريت دلارښونى لپاره د نوموړى څخه پرته کوم بل اوچت کتاب نشته همدارنگه دقران د ډيرو اياتو څخه هم داخبره جوته شوې چې قران کريم ته صراط المستقيم ويل شوي دى چې دا هم دبشريت لپاره دلارښودونکى يو ستر او قوي دليل دى 
په دې سره دبشر اساسي لاره موندل کيږي . دجهل او ناپوهۍ تپې تيارې دې نوموړى کتاب کې ښه په واضحه توگه ښودل شويدى لکه په دې مبارک ايت کې الله تعالى فرمايي دا قران يو کتاب دى چې نازل کړيدى مونږ تاته اى محمده دپاره ددې چې راوباسي خلک په دې کتاب سره دتيارو له کفر څخه رڼا دايمان ته، ددې لوړ کتاب ستر والى له دې څخه جوت دى چې دالله په نزد زمونږ دستر رسول محمد صلى الله عليه وسلم شان ډير زيات لوړ دى نو دنوموړى کتاب مقصد هم ډير زيات لوړ دى هغه دا چې دالله تعالى په امر سره د گردې دنيا خلک هغه که عرب دى که عجم، سپين دي که تور. مزدور دى که شته من ، باچا وى که عام اولس دا گرد په قران سره دناپوهۍ جهالت دلوگيو دوړو او تورو خاورو څخه راوويستل شول او دبشريت او انسانيت په ټولگى کې اودرول شول . 
الله پاک دغه قران حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته دخلکو د لارښونې لپاره ورکړى چې دانسانيت او بشريت اساسي کړنلارې پرې وپيژندل شي ددې کتاب څخه پخوا هم په نورو امتونو کې دلارښوونې لپاره نور وسايل دهغو زمانو خلکو ته نازل شوى وو چې دهغه وخت سره مناسب وو قران دخلکو سره په ډيره عامه لهجه خبرې کوي او ځکه خلکو ته دا احساس پيدا کوي چې ورباندې عمل وکړي دقران اغيزې ته بل کوم دنيايي کتاب نه شي رسيدلى قران دبشريت لپاره غوره درس ورکوي ،دټولنې عام بد رواجونه ،دود او دوستورونه چې خلاف يې وي ډير په ځغرده سره يې غندي ،بدعتونوسره په ډيره لوړه سطحه مبارزه کوي دهمدغه قران په واسطې چې چې د عمل جوگه شي نوله هغه بشر څخه اشرف المخلوقات جوړيږي نوپه همدې دليل چې قران يوستراعجاز،اوله حکمت ډک مضامين لري چې دا ټول د بشريت لپاره دلارښوونې په صورت ښودل شوى 
حضرت محمد صلى الله عليه وسلم دقران په اړه فرمايي چې الله په دې قران سره ډير قونه اوچت کړي هغه قومونه چا چې پر عمل کړى وي او اوامروته يې غاړه ايښودې وي او له نواهيو څخه يې پرهيز کړې وي نوته دالله له خوا په درنده سترگه کتل شوي دي اوپه دې قران سره ډير قومونه سرټيټې شوي اوذليل کړي دا هغه قومونه دي چاچې دقران اوامرنه سرغړونه کړې ده اود نواهيو يې هېڅ خيال نه دى ساتلى او همدارنگه چې قران کې الله تعالى فرمايي (سوگنددى په قران چې څښتن دپند،ذکر،بيان ،شرف ،شهرت اوعظمت دى )دبشريت د لارښوونې لپاره قران کريم د لوړشان ،دډيرو پندونو څخه ډک دى اود نصيحتونو څخه په ستر درجه برخمن دى په ډيراعيزناک ډول ورته دلارښوونې اود الله تعالى اورسول الله (ص) د اساسي پيژندنې لارې چارې په ښه ډول برابروي قران کريم ښوونکى او پوهونکى دى
@@@@@@@@@@@@@@@@@@@@@
د روژې دمياشتې دليدو شرعي حيثيت
ليک فضل قادرانډيوال 
ياداښت : داليکنه مې د١٩٩٩ددسمبر پر٩ دپنجشنبې په ورځ د پښتو ورځپانې  وحدت کې او د ٢٠٠٠ کال دنومبرپر١٧ د پېښور په سهار ورځپاڼه کې خپره شوې  ده خو اوس يې يوځل بيا خپلو لوستوالو ته وړاندې کوم 
داسلام سپيڅلى دين تل خپلو پيروانو ته لارښودنه کوي چې خپلې د غم او ښادۍ ورځې په ګډه سره ونمانځي ځکه چې اسلام ديووالي دين دى نو ښايي چې دروژې او اختر ورځې هم ټول مسلمانان سره په ګډه ونمانځي په دې سره دمسلمانانو ترمينځه چې دنړۍ په هر ګوټ کې وي ديووالى بنسټيزه  جذبه پيدا کيږي او دغه کار پر  ډيرو مسلمانانو باندې ښه اغيزه کولاى  شي خو په دې شرط چې ورته عملي جامه واغوستل شي . 
روژه داسلام دارکانو څخه يو اهم او ارزښتناک رکن دى او دنړۍ ټول مسلمانان يې پر ځاى کوي خو يوه خبره چې ديو څو کلونو راپه دې خوا په مسلمانانو کې داختلاف په ډول راپورته شوې هغه دروژې او اختر په منځ کې يوې  يا ددوه ورځو اختلاف دى دمثال په ډول عربستان ، افغانستان او دنړۍ په ډيرو هېوادونو کې په يوه ورځ اختر او روژه وي اوپه نورو هېوادونو لکه پاکستان ، ايران کې به بله ورځ ؟ چې په دې اختلاف سره دنړۍ مسلمانانو وحدت او يووالي ته سخته صدمه رسيږي او ددې مسئلې دحل کولو لپاره اړينې  اوغوره لارې چارې په کار دي نو اوس داسلامي هېوادونو ټولو علماء کرامو ته ښايي چې په دې مسئله باندې څيړنه او بحث وکړي او دحل يوه لاره ورته راوباسي چې دمسلمانانو روژه او اختر يو شي خو زه په دې مسئلې باندې لږه رڼا اچوم . 
دروژې او اختر اختلاف په دوو خبرو ولاړ دى لومړى دکومو سيمو په منځ کې چې فاصله زياته وي نو په يوې سيمې کې دمياشتې دليدو شاهدي او حکم يې په بلې سيمې کې دمنلو وړ دى او که نه ؟ 
دويم : دراديو تيليفون ، ټيلگراف ، فيکس او داسې نورو وسيلو  له لارې دمياشتې دليدو په خبره باور کول څنگه دي ؟ په دې خبرو باندې دلته پوره څيړنه او بحث کول دامکان څخه لرې خبره بريښي خو په لنډ ډول دومره ويل کيږي چې جمهور احناف ، موالک ، حنابيله درې واړه مطالعو ته اعتبار او باور نه ورکوي او داخبره هم په ښکاره ډول بيانوي چې دراديو ، تيليفون ، ټيلګراف باندې دمياشتې ليدو خبر ټولو مسلمانانو ته دمنلو وړ دى البته شوافع مطالع ته اعتبار او باور ورکوي . 
علامه دوکتورو هبته الزخيلي په خپل کتاب الفقه الاسلامي وادلته دوهم جلد صفحه ٦٠٥/٦١٠ ا و علامه مفتي رشيد احمد په خپل کتاب احسن الفتاوى په جلد څلورم صفحه ٤٩٩ په دې مسئله ښه څيړنه او بحث کړيدى دوي ليکلي دي چې د جمهورو احنافو ، حنابيله او موالکو په نيز دمطالع لخوا اختلاف ته اعتبار نشته او دغه قول باندې فتوى ده نو په دې قول سره عمل ټولو اسلامي هېوادونو ته ښايي چې په يوه ورځ روژه او اختر وکړ ى دچا په نيز چې مطالعو ته اعتبار نشته نو په هغه باندې عمل کولو سره په گرده اسلامى نړۍ کې په يوه ورځ اختر او روژه نيول کيږي د چا په نيز چې مطالعو ته اعتبار شته نو په هغه باندې عمل کولو سره په روژه او اختر کې اختلاف راځي او په يوه ورځ روژه او اختر نه کيږي  . 
دجمهور علماو په نيز چې د احناف موالک  او حنابيله پکې شامل دي دنړۍ په هر ګوټ کې مياشت وليدل شي او د شاهدى يې  باوري شي صحيح (سمه )  ده چې په هغه سره روژه نيول يا اختر کول مناسب کار دى ځکه چې په دې قول باندې فتوى ده او غوره هم دى او په دې اعتبار مطالعو ته باور نه ورکول  کيږي او که ددې خبره لپاره تيليفون ، راديو يا کومه بله  دخبر ورکولو وسيله په کار واچول شي او دا هم درست دى . 
 دپورتنيو خبرو په اساس ټولو اسلامي هېوادونو ته ښايي چې دمسلمانانو شاهدۍ په صورت کې نورو اسلامي هېوادونو ته دخبرې سرچينو له لارې خبر ورکول شي نو په دې کار سره په داسلامي هېوادونو ترمينځه دهمدردۍ او يووالي بنسټ کيښودل شي او په دې خبرې کې دفقې دعلماو له نظره څه شک نشته او په دې سره به عام مسلمانان دروژې او اختر په باره کې د ډول ډول اندېښنو څخه هم وژغورل شي . 
په اسلامي هېوادونو کې په يوه ورځ روژه او اختر نه کولو سره يو لړ شکونه او شبهات را پيدا کيږي چې جدي پاملرنې وړ دى ، دوژرې ، اختر ، او عرفې مبارکې او سپيڅلې  ورځ يوه يوه ده ددغو په يو والى نه کولو سره عام مسلمانان ددغو ورځو دښيگڼې او سپيڅلتيا څخه بې برخې کيږي  . 
په دنيا کې دليلة القدر شپه يوه ده او په حديث کې راغلى دى چې دليلة القدر شپه تاسو ته  درمضان په طاقو شپو کې لټول پکار دى مثلاً ٢٧،٢٥،٢٣،٢١ او ٢٩ نو کله چې روژه په يوه ورځ نشي نو بيا څوک پريکړه کولى شي چې دليلة القدر شپه دپاکستان ، ايران په حساب ده او که دعربستان په حساب که مونږ چيرې فاصلې او واټن ته اعتبار ورکړو نو بيا خو بايد په اسلام اباد او کراچۍ کې په جلا جلا ورځو اختر او روژه ونيول شي هغه په دې ترتيب سره چې دافغانستان او پاکستان ترمنيځه نيم نيم  ساعت  توپير دى . 
په لوى اختر کې هم يو څه ستونزې مخې ته کيږي لکه دقربانۍ په مسئله قرباني په لومړۍ ورځ غوره وي خو دچا چې يوه ورځ وروسته يا دوه ورځې وروسته چې دسعودى عربستان سره  خپل اختر ترسره کړى وي  په دريمه ورځ قرباني کول خو يې  په سعودى عربستان کې څلورمه ورځ کيږي چې په دې حساب بيا دقربانۍ نه کيږي يوه بله خبره دا چې په عربستان کې دمياشتي په ليدو ټول عربي  هېوادونه په گډه په يوه ورځ اختر او روژه نيسي او حال دا چې په عربي هېوادونو کې ټول خلق شوافع يا اهلحديث دى چې دهغوى په نيز مطالعو ته اعتبار او باور شته نو بيا ولې هغوى دجمهورى علماء چې حنابيله ،موالک او احناف دى په مذهب باندې عمل کوي او دغه مسئله  دپاکستان علماء ترمينځه دافغان مهاجرينو په گډون او همدارنګه ايران ته پېښه شويده دټولو اسلامي هېوادونو علماو ته په کار دى چې په دې اړه يوه ګډه پريکړه او گډ دريځ خپل کاندي چې په هندوستان ، پاکستان ، افغانستان او تاجکستان کې چې دسيمې هېوادونه ورته ويل کيږي د عربستان ، مصر ، شام ، مراکش ، امارت ترکيې  ، کويت ، قطر او عراق سره داختر او روژې نيولو کې دوحدت راوستو په اړه يوه غوره لاره باندې د يوه خوله شي او په دې پاکو او سپيڅلو ورځو کې  دمسلمانانو ديووالي او وحدت مثال ورکړي . 
@@@@@@@@@@@@@@@@@@@@
دپسرلي موسم 
فضل قادرانډيوال 
په ١٩٩٨ کال د مارچ پر٢٨ په  پښتو ورځپاڼه وحدت کې چاپ دى 
دپسرلي ښکلى موسم کې ووم روان 
هرې خوا کې خوشالي مې کړه احساس 
په دې لاره ښکلى ،ښکلى خوشبوي وه 
نړۍ ټوله معطره په هر لوري
پرجلوهلو سپيرو دښتو
دشبنم غوټۍ پرتې وې
دخزان پر وچو ډکو
وه شينکۍ لمن خپره
داسمان پرلوري،لوري
غوړيدلى شين څادروه
بره ونو کې مرغانو
دخوښۍ سندرې ويلې
ځينوکړل ښه اتڼونه 
نورو ټولو کړل سيلونه 
خوشالي وه هرې خواکې 
دسپرلي ښکلى موسم وه 
تابه ويل چې دى اختر 
@@@@@@@@@@
قران کريم دبشريت لارښود
داليکنه د١٩٩٧کال د نومبرپر٧ دوحدت په ورځپاڼه کې خپره شوې خپلو لوستوالو ته يې بيا وړاندى کوم
ليک فضل قادرانډيوال 
قران عظيم الشان دالله تعالى لخوا هغه را ليږلى شوى دپند څخه ډک کتاب دى چې زمونږ په ستر رهبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم باندې د درويشتو کالو په موده کې لږ لږ دوخت او ورځينو پېښو مطابق نازل شوى د نازليدو څخه نيولې دقيامت دورځې پورې ټول کړه وړه په کې دبشريت دنيکمرغۍ لپاره ډير په ښه ډول ښودل شوي دي د مومنو لپاره ځانگړې لارښونې په قران کريم کې نغښتى دى دجنت نيغه لار دقران په وسيلې سره مومنان موندلى شي . دحديثو په رڼا کې دقران غوره والى ډير په ښه ډول او د لمر په شان مومنانو لره ځلانده بريښي داسلام په تاريخ کې دا خبره ښه څرگنده ده چې د بشريت او ددنيا او اخرت ټول علوم او پوهې ، په قران کې شته خو په دې شرط چې څو دقران ژوره مطالعه وکړي نو ددنيا او اخرت دخوشحاليو څخه په خبر شي مونږ که دحديثو په سترو کتابونو دقران عظيم الشان ستر غوره والى او فضليت گورو چې دبشريت دلارښونى لپاره د نوموړى څخه پرته کوم بل اوچت کتاب نشته همدارنگه دقران د ډيرو اياتو څخه هم داخبره جوته شوې چې قران کريم ته صراط المستقيم ويل شوي دى چې دا هم دبشريت لپاره دلارښودونکى يو ستر او قوي دليل دى 
په دې سره دبشر اساسي لاره موندل کيږي . دجهل او ناپوهۍ تپې تيارې دې نوموړى کتاب کې ښه په واضحه توگه ښودل شويدى لکه په دې مبارک ايت کې الله تعالى فرمايي دا قران يو کتاب دى چې نازل کړيدى مونږ تاته اى محمده دپاره ددې چې راوباسي خلک په دې کتاب سره دتيارو له کفر څخه رڼا دايمان ته، ددې لوړ کتاب ستر والى له دې څخه جوت دى چې دالله په نزد زمونږ دستر رسول محمد صلى الله عليه وسلم شان ډير زيات لوړ دى نو دنوموړى کتاب مقصد هم ډير زيات لوړ دى هغه دا چې دالله تعالى په امر سره د گردې دنيا خلک هغه که عرب دى که عجم، سپين دي که تور. مزدور دى که شته من ، باچا وى که عام اولس دا گرد په قران سره دناپوهۍ جهالت دلوگيو دوړو او تورو خاورو څخه راوويستل شول او دبشريت او انسانيت په ټولگى کې اودرول شول . 
الله پاک دغه قران حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته دخلکو د لارښونې لپاره ورکړى چې دانسانيت او بشريت اساسي کړنلارې پرې وپيژندل شي ددې کتاب څخه پخوا هم په نورو امتونو کې دلارښوونې لپاره نور وسايل دهغو زمانو خلکو ته نازل شوى وو چې دهغه وخت سره مناسب وو قران دخلکو سره په ډيره عامه لهجه خبرې کوي او ځکه خلکو ته دا احساس پيدا کوي چې ورباندې عمل وکړي دقران اغيزې ته بل کوم دنيايي کتاب نه شي رسيدلى قران دبشريت لپاره غوره درس ورکوي ،دټولنې عام بد رواجونه ،دود او دوستورونه چې خلاف يې وي ډير په ځغرده سره يې غندي ،بدعتونوسره په ډيره لوړه سطحه مبارزه کوي دهمدغه قران په واسطې چې چې د عمل جوگه شي نوله هغه بشر څخه اشرف المخلوقات جوړيږي نوپه همدې دليل چې قران يوستراعجاز،اوله حکمت ډک مضامين لري چې دا ټول د بشريت لپاره دلارښوونې په صورت ښودل شوى 
حضرت محمد صلى الله عليه وسلم دقران په اړه فرمايي چې الله په دې قران سره ډير قونه اوچت کړي هغه قومونه چا چې پر عمل کړى وي او اوامروته يې غاړه ايښودې وي او له نواهيو څخه يې پرهيز کړې وي نوته دالله له خوا په درنده سترگه کتل شوي دي اوپه دې قران سره ډير قومونه سرټيټې شوي اوذليل کړي دا هغه قومونه دي چاچې دقران اوامرنه سرغړونه کړې ده اود نواهيو يې هېڅ خيال نه دى ساتلى او همدارنگه چې قران کې الله تعالى فرمايي (سوگنددى په قران چې څښتن دپند،ذکر،بيان ،شرف ،شهرت اوعظمت دى )دبشريت د لارښوونې لپاره قران کريم د لوړشان ،دډيرو پندونو څخه ډک دى اود نصيحتونو څخه په ستر درجه برخمن دى په ډيراعيزناک ډول ورته دلارښوونې اود الله تعالى اورسول الله (ص) د اساسي پيژندنې لارې چارې په ښه ډول برابروي قران کريم ښوونکى او پوهونکى دى
@@@@@@@@@@@@@@@@@@@@@
 
په هند کې دعلم حديث خپريدل
داليکنه د ٢٠٠١ ميلادي کال د جون پر١٤ نيټه د وحدت په ورځپانه کې خپره شوې ده يوځل يې بيا خپلولوستوالو ته وړاندې کوم
ژباړه : فضل قادر انډيوال
حديث پوهنه (علم حديث ) دحضرت محمد (ص) دريښتني او باوري ژوند يو ځلانده پياوړى او نه هيريدونکى تاريخ دى دحضرت محمد(ص) سره دمسلمانانو ډيره مينه ددې خبرې اساسي ثبوت دى چې د علم حديث ژوندى تاريخ تر دې دمه پورې په ريښتني ډول سره رارسيدلى دى زمونږ دامت علماو کرامو دحديث پوهنې په ساتنې او امانت دارۍ کې ډيرې زه پورې هڅې کړى ا دغه ژوندى او ريښتنې تاريخ يې دزمانو دناخوالو څخه د تل لپاره ژرغولى دى چې ددې سارى به نورو امتونو کې نه ليدل کيږي که نن ورځ څوک دحضرت محمد دژوند بشپړه نقشه او دهغه دسيرت دليدنې هيله ولري نو د علم حديث يا په ساده خبره دحديثو ښکلى کتابونه شته او دهغه کتابونو په لوستنې سره مسلمانانو ته دالهامي لارښونو دروازې پرانستل کيږي مسلمانانو دعلم حديث دکتابونو دچاپ ، خپرونې او په ځانگړې ډول دعلم حديث عقيدې ته جدى پاملرنه کړې او بيا يې نور مسلمانان هم هڅولي دى چې ددغه علم دخپريدو لپاره د پخې عقيدې له مخې گړندۍ هلې ځلې وکړي دالله تعالى ځانگړې مهرباني ده چې علم حديث چې دحضرت محمد دريښتنى ژوند د تاريخ يو پياوړى باب دى ددغه تاريخ دژغورنې او ساتنې لپاره د يو غيبي ځواک او طاقت نظارې گورو ددغه علم دخپريدلو لپاره د مسلمانانو داسې ټولى ليدل کيږي چې دسيلاب په څېر ددغه علم دخپريدو دپاره شپه ا ورځ په کار بوخت ليدل کيږي او په پوره اخلاص يې ورته مټې رانغاړلى دى .او ددغه پوهې ترلاسه کيدو لپاره دبراعظمونو او سمندرونو څخه تيريږي ستونزې گالي ، په سختو لارې مزلې کوي او دغه کار ورته ډير اسان بريښي پخوانيو علماء کراموبه دحديث پوهنې د پرمختگ لپاره ډير کړاونه گالل چې دا دهغه علماء کرامو دحديث دعلم سره دژورې مينې او قربانۍ يو مثال دى دا هسې دخلې خبره يا اسان کار نه دى بلکې دالله تعالى يوه ځانگړې معجزه ده او ماده پرستو لپاره يو ستر درس دى .د حديث پوهنې دعلم دخپريدو چټکتيا د انسان په تاريخ کې ديوې سترې پوښتنې نښه ده خو په رښتيا او رښتينى ډول دالهي رازونو يو پټ راز دى او يو ځلانده دليل دى چې د حضرت محمد (ص) وروستنى رسالت يو تل پاتې رسالت دى او په دې شريعت به مسلمانان خپلې پريکړې تر قيامته پورې کوي د حضرت محمد (ص) دامت لپاره دديني مسئلو داستخراج ، استنباط او نورو ديني مسئلو پورې تړلو کتابونو ، وسيلو او دښو مدرسو د جوړيدو وړ وگرځيد په اسلامي امت او په ځانگړى ډول په اسلامي هېوادونو کې اسلامي اتلان ، فاتحين ، مجاهدين ، صوفياء مبلغين ، مفسرين فقهاء پيدا شول په اسلامي تگلارو يې عمل وکړو د اسلامي زده کړو لپاره يې پراخه لارې پرانستلې دهندوستان په زمکه داسلام رڼا دهجرت په لومړى پيړۍ کې راورسيده چې په کې اصحاب ، تابعين او تبع تابعين شامل وو خو په تاريخ کې په ځانگړي ډول دبيع بن صبيح او سعد بصرى نومونه ليدل کيږي دتبع تابعينو په باره کې چې دهند خاورې ته راغلى دى د اسلام لومړى مصنف په خپل کتاب کشف الظنون کې ليکلي دى او دغه مصنف دگجرات د ضلعې دبهروچ دسيمې په بهاړ بهوت کې خاورو ته سپارل شويدى نوموړى ليکلي دي که څه هم په لومړنيو هجرى پيړيو کې دهندوستان په سيمه دحديث ، دود او رواج نه و په وروستيو پيړيو کې په تديجى ډول يې پرمختگ وکړو خو ددې خبرې معنى دا نه ده چې گوندى دلته دحديث پوهنې پوهان محدثين نه وو او يا دهغوى ددرسونو کړۍ ددغه علم څخه تشې وي په نهمه اولسمه هجري پيړۍ کې په ځانگړى ډول يو شمير حديث پوهان دغه هېواد ته راغلل او د گجرات شاهانو ددغه علم سره دبې کچه مينې په نسبت دزياتره داوسيدو ځاى احمد اباد کې و چې اوس يې هم هلته قبرونه شته دالله تعالى په ځانگړې مهربانۍ سره ډيرو علماء کرامو دهندوستان څخه حرمين شريفين ته سفرونه وکړل او هلته يې حديث پوهنه ترلاسه کړه چې په دې علماء کرامو کې ډير مشهور او نامتو شيخ حسام الدين نهه سوه پنځه او يا يمه هجري کې دهغه نامتو شاگرد علامه محمد بن طاهر پټنى دمجمع ، بخارانو مولف نهه سوه شپږ اتيا يمه هجري کې او وروسته شيخ عبدالحق محديث ډهلوي يو زردوه پنځوسمه هجري دوره راغله دغو دحجاز د علماء کرامو څخه دعلم حديث زده کړه وکړه او دهندوستان په ډيلي کې دعلم حديث دخپريدو يو ستر مرکز جوړ کړو چې بيا دمولانا عبدالحق شاگردانو د زامنو او لمسو دغه علم ته ډير کار وکړ او گړندۍ هلې ځلې يې ورته وکړې چې دهغه په وجه په هندوستان کې دديني علمونو او په ځانگړى ډول دعلم حديث دور شو او لوړ شهرت ته ورسيد . او ددې څخه وروسته مسند الهند حضرت شاه ولي الله دوره راغله شاه ولي الله دهندوستان څخه سپيڅلي حجاز ته سفر وکړو او دهغه ځاى دشيخانو او په ځانگړي ډول دشيخ ابو طاهر مدنى سره يې څوارلس مياشتې تيرې کړې او د حديث پوهنې علم يې زده کړو او کله چې بيرته راغلى نو دعلم حديث دخپريدو لپاره يې ځانگړى مرکز پرانست او ورته يې ډيرې هلې ځلې وکړې نو نتيجه يې دا شوه چې دغه علم په هندوستان کې يو ځانگړى ځاى ته ورسيد چې بيا يې په نورو اسلامي هېوادونو کې سارى نه ليدل کيده چې ددغه کوښښونو له امله په هندوستان کې دصحاح سته د(شپږو صحيح کتابونو) درس او دوره شوه حضرت شاه ولى الله په شاگردانو کې يې زوى شاه عبدالعزيز د ډيلي محدث ته الله تعالى داسې علم ورکړى و چې يوه ستره ډله يې دحديث په علم روښانه کړه چې په دغه ډله کې ډير نامتو او ممتاز عالم دمکې حضرت شاه محمد اسحاق يو ډير لوى پوهه عالم په ډول په هندوستان کې مشهور شو چې دحضرت شاه ولى الله لمسى هم و او دغه عالم ته به خلکو دعلم دمرکز خطاب کاوه او دهندوستان دنورو خواو څخه به ډير شاگردان او دحديث پوهنې تږي به يې مجلس ته حاضريدل او سر لوړي به يې په برخه کيده الله تعالى دغه عالم ته دومره مقبوليت ورکړى و چې هندوستان او په نوره اسلامي نړۍ کې يې په هغه وخت کې مثال نه و او د شاه ولى الله په ممتازو شاګردانو کې دمکې حضرت شاه عبدالغنى مجددى ددرس په مجلس کې دهندوستان او حرمين شريفين پورې سترو ډلو برخه اخسته او بيا پکې داسې خلق پيدا شول چې خپل ټول ژوند يې دحديث پوهنې دخپرونې لپاره قربان کړو او دهمدغه مخلصو شاگردانو د درس ، تاليف ، تصنيف په برکت ټول هندوستان دحديث پوهنې يو ستر مرکز شو د مولانا عبدالغنى په غوره شاگردانو کې مولانا محمد قاسم دقاسم العلوم استاد او قطب الارشاد حضرت مولانا رشيد احمد گنگوهى يوه ممتازه څيره راډګر ته شوه حضرت مولانا رشيد احمد گنگوهى په خپل وطن گنگوهه کې دديني زده کړو درس ورکولو او ورسره يې دافتاء د يو ستر مرکز بنسټ هم کېښوده مولانا رشيد احمد به په خپله د صحاح سته ( شپږ صحيح کتابونو) درس شاگردانو ته ورکولو او په خپلو درسونو کې به يې باريکې نقطې ورته ښودلې د قطب الارشاد مولانا محمد يحى د خپل استاذ په ژوند دعلم حديث دوره او درس پيل کړو او دخپل استاز په لارښونه به يې عمل کولو مولانا يحى به په خپل درس کې دعلم حديث پورې تړلې ټولې مسلې چې دخپل استاز رشيد احمد داوږدې مودې د درس خلاصه وه وړاندې کولې دغه نقطې هغه دخپل استاز څخه د هغه د لارښونو په رڼا کې په عربي ژبه ليکلي وې قطب الارشاد مولانا رشيد احمد گنگوهي دخپل ژوند په وروستنى وخت کې د خپل گران او ممتاز شاگردر محمد يحى دعلم حديث دوره او درس په خپلو سترگو ليدلى و مولانا محمد يحى دحضرت مولانا شيخ الحديث محمد ذکريا پلار وا و ترې نه يې مشکوه ، صحاح سته دابن ماجه پرته اونور د کتابونه ولوستل او بيا يې ددوهم ځل لپاره ټول ديني کتابونه شيخ العرب والعجم مولانا خليل احمد سهانپوري څخه هم ولوستل خو بيا هم ابن ماجه ترې نه پاتې شوه خو دلومړي سر يوڅه برخه يې ولوستله اود خپل استاز څخه يې نورو شاگردانو ته لوستو اجازه ورکړل شوه او بيا به يې په ښه او دزړه له اخلاصه نور علم حديث ښودلو مولانا محمد ذکريا دمولانا محمد خليل احمد د ښى لاس حيثيت لرلو او هغه پرې پوره باور او اعتماد کاوه حضرت مولانا محمد ذکريا دخپل پلار اومولانا خليل احمد سهانپوري د دواړو روحانيت علميت او کمال رښتينى جانشين و او حضرت مولانا ذکريا چې په کوم ديني او روحاني چاپيريال کې ستر شوى و او پکې يې سترګې غړولې وې او د شعور او عقل يې دتکامل (بشپړتيا) پړاو ته ورسيدو کتابونه يې وليکل تصنيف او تاليف يې وکړو دهغه د ژوند شپې او ورځې ددې خبرې گواهي ورکوي چې نوموړى علم حديث ته ډير کار وکړو دامت د لارښونې او په ځانگړى ډول يې دعلم حديث دخپريدنې لپاره نه ستړې کيدونکي هلې ځلې کړى دى دالله تعالى په ځانگړى مهربانۍ سره دغو علماء کرامو چې ددين او په ځانگړى ډول دعلم حديث داشاعت او خپرونې څومره اساس او غوره کارونه وکړل او کارنامې يې پريښودې او تر ننه پورې به ډيرې چټکتيا سره روانې دى نو سړى له مبالغې پرته وييلى شي په وروستيو پيړيو کې به يې مثالونه ډير کم پيدا شي او دغو علماء کرامو چې ددين او په ځانگړي ډول دحديث پوهنې لپاره کوم محدثانه .تحقيقى څيړنه او ارزښتمن کار کړى د ټولو پوهانو ، علماء کرامو او په ځانگړى ډول داسلامي امت پر وړاندې دى چې شميرل يې په دې زمانه کې د امکان څخه وتلې خبره ده په دغو زمانو کې دډيرو ممتاز علماء کرامو غوره کتابونه چې زياتره يې دعلم حديث پورې اړه لرله چاپ او خپاره شويدى لکه دامام مالک يوه ډيره ستره شرحه او جزا المسالک ، لامع الدرادى، مقدمه لامع ، الکواب الدارى ، شرحې جزه حجة الوداع ، الابواب والتراجم او دبذل المجهور دحاشيې او نور کتابونه چې داسلامي کتابخانو ښکلا گرځيدلي دى په هندوستان کې نزدې په ټولو لويو اوسترو مدرسو کې دورې کيږي او لا اوس هم دمصر او شام په لويو مدرسو کې صرف دحديثو منتخبات او يا په بله وينا سره د حديثو يو څه ټاکل شوې برخه لوستل کيږي مولانا محمد ذکريا د وروستيو کالو پورې په مظاهر العلوم کې دابو داود درس تدريس کړى او بخارى شريف يې نزدې نيمه پيړۍ د درس لاندې و او ډير شاگردان به ورته ناست ؤ او دغه درس يې ډير مشهور او ممتاز و خو دسترگو دناروغتيا له امله په کال ديارلس سوه اته اتيا يم کې ددرس دغه لړۍ غوڅه شوه خو د علم حديث دکتابونو بهير يې گړندى روان ؤ خو د ډيرو شاگردانو يې دا ارمان ؤ چې کاش دمولانا ذکريا په درس کې ناست واى خودغه د علم حديث د خپريدو طريقه تر ننه پورې په ديني مدرسو کې په هماغه ډول روانه ده لکه څنگه چې پيل شوې وه .
@@@@@@@@@@@@@@@@@@@@@@
پر اسلامي ټولنې دتلويزيون اغيزې 
فضل قادرانډيوال 
يادد اښت:  دغه ليکنه کريسنټ انټرنيشنل خپرونې خپره کړى او بيا دلاهور څخه د (هم قدم ) مياشتنۍ  اردو ژبې مجلې يې اردو ژباړه خپره کړه اوس يې زه گران لوستونکو ته پښتو ژباړه وړاندې کوم . 
دلکونو خلکو لپاره دتفريح د بنسټيزې وسلې په ډول د تلويزيون ارزښت خلکو او نړيوالو منلى دى  تلويزيون ديفريجويټر ، کمپيوټر ، موټر  او ټيليفون په څېريو نوى نوښت او ايجاد دى دغو شيانو پر ټولنې دمعمول پرته اغيز کړى دى ، خو دانساني  پرمختگ او پر انساني کړنو او معاملو ديو نوى ايجاد په څېر دتلويزيون اغيز ډير ارزيښتمن دى که څه هم تلويزيون دنورو اخترعاتو په څېر يوه نوى اختراع ده خو په زړه پورې اړخ يې دادى چې څومره خلک دنورو اختراعاتو پر نسبت دتلويزيون پر اغېزو غور کوي او ورته ارزښت ورکوي يوه شوې پر تليزه سروې دتلويزيون ارزښت څرگنده وى او دې پوښتنې ته ځواب ورکوي چې دنورو اختراعات لکه ټيلفون، موټر پرتله دتلويزيون اغيز يې پر ټولنه څه دى ؟ دخلکو پر ژوند تلويزيون څه اغيز کړى کيدى شي چې دتليفون او موټر پر ځاى دتلويزيون اغيز خلکو ته ډير لوړ ارزښت ولرې خو پوښتنه دا نه ده چې ديوشى ضرورت څومره دى خو پوښتنه داده چې ديوشى اغيزه څومره دى ؟ دخبرې رسنيو دپراخ لرليد او پس منظر کې دتلويزيون اغيزې دخلکو پر ژوند څانگړي ارزښت لري . دکمپيوټر پرته تر يوې اندازې پورې داسې څه نوى اختراع نشته چې دتلويزيون سره ګډ اړخ ولري په راديو او تلويزيون کې ځينې اړخونه ورته والې لري تلويزيون د راديو دړندې نړۍ څخه دانټرنيټ تر رنگينې  او زړه پورې دنړۍ لورې ته دزينې رول ادا کوي دتلويزيون تصويرې اړخ دخلکو دپوهولو وسيله ده دا همدا تصويرى اړخ دخلکو پر ژوند څو ډوله اغيزو کتنه کولى شو ان پر سياسي او اقتصادي اغيزو هم دجسماني اغېزو له امله پردې خبرې غور ښايي ديو سړى په څو ساعته يوې وړې ښيښې ته کتل يو ډول پرو ځاى کيناستل او درڼا په بدليدو رابدليدو سره به په جسم او بدن څه اغيزه کوي ؟ 
دچاغوالي ناروغتيا لاملونه دتلويزيون په اغيزو کې ګډون لري دا خبره ښکاره ده چې تلويزيون ته بايد ليدونکې يو ډول بې حرکته ورته مخامخ ليدل .دغه ډول کيناستل په چا غوالي کې مرسته کوي . 
تلويزيون ته لرې کيناستل او يو څه متحرک ليدل يعنې يو څه خوځيدل دا ښه خبره ده خلک دتلويزيون عکسونه او تصويرونه ګوري خو ورته نيږدې پښې يې غزولې وي لکه چې ديوې سروې څخه هم داخبره معلومه شويده او دا د نن خلکو او په ځانگړې ډول دامريکا داوسيدونکو دژوند يوه برخه ده  خو که مونږ دنورو گټورو لارو څخه دتلويزيون اغېزې تر کتنې لاندې ونيسو چې ديو څه يادونه يې په Four Agruinent for the jerry monder eeleinination of television  کتاب کې شوې ده خو پردې موضوع کار کول ډيره پاملرنه غواړي او دا موضوع پر اوسمهال کې ډيره پراخه ديوازې په کلتورې او ټولنيزو اړخونو نشي را لنډيداى په اوسنۍ نړۍ کې دخلکو ذهن جوړښت په زياتره ځايونو کې دتلويزيون په وسيلې سره کيږي ځکه چې تلويزيون د انځوريزې (تصويري )رسنيو هغه زينه ده چې پرې يو څوک په شعوري يا په غير شعوري ډول دخپل تصور پيرو (پلوي)کړي او ورته دژوند تگلاره وټاکي . دبيلگې په ډول امريکا ديو تلويزيوني چينل يو مزاحيه پروگرام FRIENNDS کې له ژبې ، لباس ټاکل شوى رول او روش څخه يې داهدافو او  بنسټيزو(اصلي )موخو کمښت څرگنديږي او هره ورځ يې په مينه والو کې کموالى راځي  .
اصل خبره داده چې تلويزيون خلکو ته دژوند يوه ځانگړې لاره غوره کوي او بيا په ځانگړي ډول دمعياري ژوند ، دا بيا هم يو ستر حقيقت دى چې دا معياري ژوند ډېرو خلکو ته دمنلو  وړنه دى دا خوب ډوله نړۍ وى ، هيڅوک هم نشي ويلى چې دا خوب په حقيقت باندې خپل اغېز پرې نږدي خو بيا هم دا خبره دلمر په څېر ښکاره ده چې دتلويزيون زياتره پروگرامونه د يو ښکلي خوب څخه زيات بل څه شى نه دى . 
ددې حقيقت يو بل اړخ هم شته چې زياتره خلک ورته ځانگړى پاملرنه کوي چې دتلويزيون اغېز دپروگرام ، ډرامې او يا فلم دکيسې اړخ دى انسان تل کيسه کول او کيسه اوريدل خوښوي او دا يو فطري شى هم دى . 
خو تلويزيون دکيسې پر لاره (روش) کې يو څه بدلون راويستى  دى چې يوې وړې ډلې ته يې دالاره برابره کړې چې خپله خبره نورو ته ورسوي او په ځانگړي ډول هغوى خلکو ته چې د کيسې په تخليق ، ليکل او دا بلاغ (رسونې ) په تخنيک پوهيږى ، د ټولنيز ژوند دې اړخ ته دګټندويه کمپنيو له لارې عام کول په انساني او بشري اړيکو ډېر اغيز کوي دخپلې کورنۍ نيا ، مور له خوا دکيسو او دتلويزيون دکيسو ډير توپير دى ، لکه زمکه او اسمان او مونږ ته ښايي چې ددې توپير ژوره کتنه وکړو چې دداسې خبرې موخه او مطلب څه دى؟  مور يا نيا خپل اولاد ته دچوپ کيناستلو ووايې او پر تلويزيون دپردې خبره اوري او دا په يو ډول دپخواني دود واټونو او فاصلو او دپريتوب له مخې کوي .  خلکو ته په دې کې شک پيدا کيږي چې تلويزيون په هره ټولنه يو برابر اغيزه کوي او که بيل بيل ځينې خلک دغه اغيزو ته په هر اړخيز ډول گوري خو اصل خبره او حقيقت دادى چې هر کلتور دود دتلويزيون انځوريز  (تصويري)  اړخ ته تصور ورکوي خلک دخپل ذهن برابر دشيانو خصوصيت او ځانگړتياوې پيژني په لومړي سر کې دپروگرامونو جوړونکو او دمالي مرستندويه ټولنو داهيله وه چې پروگرامونه دې  د دوې پر خوښه جوړ شى خو اوسمهال پروگرامونه په  مخامخ (مستقيمه)  بڼه خپريږي چې زياتره يې دسټيج کنسرتونه دي خو اوس پروگرام جوړونکى اړ دى چې دتخنيکي پرمختگ سره سره اعلاناتو ورکوونکو دلېدو خيال هم وساتي  اوس که دتلويزيون په کوم پروگرام کې دخپل کلتور هم يو څه ورگډه وي او نورو ټولنو ته وړاندې کيږي اوسمهال پروگرام جوړونکى او پروډيوسران دامريکا او لويديځ کلتوري رنگ په سيمه ايزې ژبې ، لباس ، رواج  دغوره والې په ډول دپروگرامونو له لارې خلقو ته ور پيژني که لږ ژور ورته وکتل شي نو مونږ ټولو ته به څرگنده شي همدا تلويزويون يو څه غير افاقي ( نااړخيزه )   دى ،چې خلق ورته د يو خاص تمدن او کلتور په بڼه گورى  راځئ چې مونږ ټول ددغه تلويزيون پروگرامونه ديو خاص کلتوري لرليد او پس منظر په رڼا کې وڅيړو او غور پرې وکړو داهم ښکاره خبره ده او خلک  پرې پوهيږى چې دهرې ټولنې خلک خپل ځان ته ځانگړې کلتور او رواج لري او دهمدې کلتور ، رواج او نور دود دوستور له مخې دنورو خلکو سره راکړه ورکړه او معاملې سره کوي خو که کوم بهرنى کلتور او يا رواج ددوى ټولنې ته راننوځى نو دکلتور او رواج سره يې پرتله کوي که ورسره برابر راته نومني يې او خپله معنا او مفهوم ورکوي او که نه؟ دره وي  يې خو نن ورځ بيا داسې نه ده  ډير خلک  لويديځ کلتور ته خپل رنگ او مفهوم ورکوي او خپل يې ګڼي په اوسمهال کې دا ډيره اسانه ده چې د راز راز ټولنو دکلتور دبېلابيلو رنگونو خلک که دنړۍ په هر گوټ کې تلويزيون ته کيني او   گوري يې   نو په سمدستي ډول پر ليدونکي  اغيز  کوي نو دا هغه عمل دى چې او سمهال زياتره خلکو دلويديځ او بهرني کلتور يې دخپل ژوند يوه برخه گرځولې ده او دټولنې زياتره خلک دى کلتور ته په غوره سترگه گوري او په اصطلاح دا غوره والى خپلوي
 دتلويزيون نوښت او ايجاد دى عمل ته ډيره چټکتيا ورکړه نو ځکه داعلاناتو او اشتهار له لارې خلک اوسمهال زياره هغه شيان اخلي او خپلوي يې چې دژوند هيڅ اړتيا ورته نشته يو بل تريخ اړخ يې دادى چې خبري رسنۍ لکه تلويزيون ويډيو ، وى سى ډى ، ډى وى ډى او داسې نور شيان د ذهن جوړونې داړتيا وړ الاتو بڼه خپله کړې ده چې داد پام وړټکى دى چې دا الات په څه ډول داشتهار کوونکي او په خپله حکومت يو خاص او ځانگړى خبر دخلکو ذهن ته  په څه ډول ورننباسي او ددې لپاره يې کاروي  . 
تاسې پر الجزيره تلويزيون غور وکړئ پر عراق دبريد  پر مهال امريکا الجزيرې تلويزيون دپيغور او د گډوډۍ مرکز وگاڼه ځکه چې الجزيره تلويزيون داسې شيان ښودل چې هغه امريکايانو ته دمنلو وړ نه و  او امريکا نه غوښتل څو ددې څخه پرته پورته شي  يوه بله  خبره  په دې  ګډه وه هغه دا چې دالجزيره تلويزيون خپرونې داسې (اعيار)  برابرې  کړى وې چې دامريکا پر خلاف يې د ذهن جوړونه کوله او ددغه خپرونو له لارې يې په عراق کې خلک دامريکا خلاف هڅول نو له همدې امله امريکا کوښښ کاوه چې دالجزيره تلويزيون خپرونې دعراق څخه بهر خلک وگوري خو دننه په عراق کې يې ورته ستونزې پېښولې خو ورسره يوه ويره دا هم وه که چيرې عراق څخه بهر خلک دعراق دننه دخلکو او امريکايانو ترمنځه خونړۍجگړې وگوري يوازې به پر امريکا نړيوال اعتراض وکړي خو په خلاف يې وسله والى نښتې ته څوک نه هڅول کيږي او دا هم چې نړيوال دعراق دجگړې داساسي حالاتو څخه  لرې وساتل شي خو دالجزيرې او دامريکا دنورو تلويزنونو له خپرونو لکه( سى اين اين ) ترمنځه توپير کم ليدل کيږي لکه په لباس او نورو تخنيکي کارونو کې دتفريح او خپرونو پرته دا خلک دا فکر هم کوي چې مسلمانان به څه ډول معلومات ،او  درسنيو داوسنيو پر مختلفو وسايلو څخه څه ډول کار اخلي ؟ او دخبرې رسنيو پر پوښتنې  دځواب يوه برخه دا هم ده چې که مونږ په دې خبرې پوره غور وکړو چې داځواکمن  پرمختللي دخبرې رسنيو وسايل څه کولاى شي او څه نشي کولاى ؟ د نورو د ډيرو وسايلو په څير په دې نويو پرمختللى خبري رسنيو کې دحدودو څه اندازه هم شته که نه ؟ ايا دا په کنټرول کيدى شي او که نه؟ د بېلگې په ډول هره هغه شى بې معنى او بې کاره دى چې په اوسمهال د خلکو ذهنونو ته د ډيجيټل سيټلاييټ نيټ ورک او د انټرنيټ سرچينې نشي رسولى، د پوهې او تجربې او د مشاهدې(کتنې)  په دې کې ستره برخه په دې ډول ده، چې خبرې رسنيو او د ابلاغ ذريعو (خبري رسنيو) په اوسنى مهال کې ورته ميډيا(خبري رسنۍ) هم ويل کيږي ورته د مخامخ کېناستلو پرته ترې مفهوم اخيستل امکان نه لري، مينه، محبت او همدردۍ ته د ډيجيټل له  لارې نشي رسيدلې، خو دا يوه خبره په ذهن کې ساتل دې چې (تهذيب) کلتور او تمدن غوره عناصرو ته رښتيني ژوند وربښل او د رښتينو خلکو ترمنځه د مخامخېدو د اړيکو د پيدايښت پرته د يو بل پېژندل او ورته رسېدل امکان څخه وتلې خبره ده نو د دې لپاره په دې مسئلې کې د مسلمانانو لپاره يو څه حدود شته، ځکه چې خبري رسنيو (ابلاغ) حسابي لار (digital) ډيجيټل د مسلمانانو د تهذب او کلتور برخه نه ده، مسلمانان د دې احمقانه خيال پيروي نه کوي او بايد څه يې د ځينو د اغېزې لاندې يې هم پيروې ونه کړي چې نو ټيکنالوژي راتلوونکو نسلونو ته هم ليږول کيږي ، يوه بله کړکيچنه مسئله هم شته او هغه دا چې کوم خلک د خبري رسنيو د معلوماتو د  نوې تخنيک نه د حکومتي قوت(ځواک)  او د کاروباري ادارو د تمې او لالچ لاملونه گرځېدل غواړي د هغه خلکو کوښښ او هڅه دا ده چې د انټرنيټ او سټيلايټ له لارې د خبري رسنيو د (ابلاغ) په چټکتيا کې د خپلې خوښې کمښت راولي، د انټرنيټ په اړه دا يوه خبره ډېره ښکاره ده چې په هر ځاى کې حکومت د مختلفو کمپنيو هلې ځلې پر خپلې گټې کاره وي، او په همدې شرط هم ورته د فعاليت اجازه ورکوي چې زياتره خپرونې د حکومت پر گټه کار وکړي. د مثال په ډول په عربي نړۍ کې انټرنيټ د سانسور څخه وروسته خپرونې کوي او د خلقو ذهنونو ته خپلې خپرونې رسوي. د دې سانسور له لارې په عربي نړۍ کې ناخوښ ويب سايټونه ( ويبپاڼې ) تړلي  دى، داسې امريکا هم کړي  چې  ناخوښ ويب سايټونه  يې بند کړي.
امريکا  دوه کاله وړاندې د جمعيت په نامه يو  ويب سايټ هم بند کړ او وروسته يې بل ويب سايټ جوړ کړ. د دې ځاى د خلکو په ذهنونو کې ورور د لويديځ پر خلاف کرکه راپاريږي او د همدې سانسور د تگلارې له امله د لويديځ کلتور د دودېدو کار د ختيزو خلکو او په ځانگړي ډول په مسلمانانو کې هم رواج پيدا کوي.
په اوس مهال کې د لويديځ په خپري رسنيو ((ميډيا)) کې د مسلمانانو غږونه  اورېدل کيږي، د خبرونو او تفريح پروگرامونو کې د اسلامي نړۍ څخه هم څه مواد خپروي.
په زياتره امريکايي، اروپايي او جاپاني ژبو سره  يې خپروي او لويديځ خبري رسنۍ الجزيره هم د خبرونو يوه سرچينه ښايي، دا په هغه صورت کې په گوته کوي چې دغو ځايونو ته لويديځه خبري رسنۍ ور ونه رسيږي.
د بل خوا که دا پوښتنه وشي چې پر (سي اين اين) د مسلمانانو خبرونه او نورې خپرونې ولې نه ښودل کيږي نو د دې سوال ځواب د لويديځ په خبري رسنيو او ابلاغ سرچينو په تگلارو کې لټول کيدى شي.
ځکه چې د لويديځ د خبري رسنيو تگلارې عربو او اسلام پر خلاف جوړې شوي دي.
د هسې پر نوم دي ،دې خبري رسنۍ په هغو غږونو خپرونې کوي چې د اقتصادي کاروباري ټولنو باور پرې ترلاسه کيداى شي او په لويديځو هېوادونو کې پرې د اقتصاد تگلاره کنټروليږي د امريکا خبري رسنۍ او ميډيا د آزادۍ د غږونو سره سره د رياستي قوي (حکومت) د لاس اله ده چې د هغه معلومول ستونزمن او مشکل دى.
که مونږ په ځانگړي ډول دسى اين اين او ، اين سى سى پروگرامونو او راپورنو ته وگورو نو دا باور کولى شو چې داد اقتصادي مشرانو او حکومت په کنټرول کې دى چې د سياستپوهان او پانگه وال  يې چلوي ، نو ددې خبرې هيڅ  شونتيا(امکان)  نشته چې مسلمانانو ته دخپلې خبرې کولو وخت په لوديځه جنرېي رسينو کې ورکول شي نو مسلمانانو ته ښايي چې خپله خبرې رسنۍ او دابلاغ سرچينې ځواکمنې( مظبوطې)  کړې چې ورته دستر مالي او تخنيکي استعداد لوړه اړتيا تر سترگو کيږي دحزب الله  ترلارښونې لاندې خپريدونکى (المنار) تلويزيون يې يو ژوندى او ارزښتمن مثال دى او په پاتې نورو ټولو شيانو امريکا پال مسلمانان دلبنان دحکومت  مقابله کوي مونږ دا نه وايو چې مسلمانان دخبري رسنيو دپرمختگ دا پلان ارزښتمن نه گڼي خو ټولې خبري رسنۍ دحکومت لخوا خپرونې کوي  او دا دخپلو ګټو لپاره کاره وي خو ضرورى خبره داده چې خپله سيمه ايزې خبري رسنۍ هم ځواکمنې ( مظبوطې) شي او ترې کار واخيستل شي . 
@@@@@@@@@@@@@@@@@@@@
د کواټ حاجي بهادر بابا
ليک  فضل قادر انډيوال 
ددې ليکنې لپاره په انځور ويستنه کې راسره ښاغلي مشفق حريت مل ملتيا  کړى  چې تر مننه کوم بله دا چې داليکنه په ٢٠٠٠ کال کې يوځل په وحدت  زماله خوا په مستعارنوم ( هارون عزيز)  خپره شوې ده 
دکواټ  په تاريخي ښار کې گڼ شمير مذهبي(ديني) شخصيتونه  دفن شوي دي چې دهغه  له جملې څخه  يو هم د حاجي بهادر بابا شخصيت دى نوموړى يو ديني عالم ، دتصوف  لارښوونکى ،د مدرسې مدرس ،دشرک بدعت او نورو خورافاتو سخت دښمن تېر شوي دى خپل اصلى نوم يې حضرت سيد عبدالله چې په حاجي بهادر کواټي باندې مشهور دى دپيدايښت نيټه يې دقمري کال له مخې نهه سوه څلور اتيايم يا نهه سوه اته اتيايم ښودل شوې ده خو د ائينه تصوف نومي کتاب د يوسل شپيتم مخ کې د پيدايښت نيټه درجب المرجب  شاړسم نهه سوه يو نهه اتيا قمري کال ددوشنبې (پير) ورځ دماښام له لمونځ څخه وړاندې ښودل شويده د وفات نيټه يې ١٠٧٧ قمري کال يا ١٩٧٨ قمري کال ښودل شويدى خو بيا دا ائينه تصوف نومي کتاب ٦١٠ مخ کې شپږم درجب المرجب دجمعې ورځ ١٠٩٩ قمرى کال دصبح صادق (گيځ) مهال ښودل شوى دى د پلار نوم يې سلطان مير سرور ؤ د تصوف په طريقو کې دنقشبنديه پيرو دسوات ، بونير ، اټک ، ميانوالي ، لاهور ، ډهيلى ، هنگو ، تيراه ، کرمې  تر افغانستان پورې او بنو وزيرستان او خوست پورې يې سفرونه کړي او ان  چې په لار کې وفات شوى دى په يوه زمانه کې د کواټ په سيمه کې ډيرې بدۍ او غلط کارونه را پيدا شوى وو چې دهغې له  جملې څخه دعلماو کرامو قتل او وژنه جايز عمل گڼل ، طلاق ناجايز گڼل ، لواطت عام کار گرځيدل دساداتو او سيدانو بې احترامي ښه کار گڼل او داسې ورته کارونو اوريدل ديو باطل مذهب دبنياد(بنسټ)  په ډول عام رواج شوى ووحضرت بهادر بابا ددې کرغيړنه او د غير شرعي کارونو خلاف مبارزه پيل کړه او د پرله پسې (مسلسل)جهاد لاره يې ونيوله او تر دې پورې پاکه او سپيڅلې مبارزه يې وکړه  چې په دې لاره کې وفات هم شو  دعلماو سو(بدوعالمانو) سره يې هم ډيرې زياتې مناظرې کړي چې ديوې مثال به يې لوستونکو ته وړاندې کړو د حسن ابدال په مقام کې يوه ورځ يې گڼو علماو سره مناظره پيل شوه  په دغه وخت کې د وخت بادشاه او رنگزيب هم ناست و  نور ډير عام خلک هم ناست وو خو د ټولو په وړاندې يې دعلماو څخه په ښه او غوره وييلو سره مناظره وگټله کله چې اورنگزيب ته دحاجي بهادر بابا علميت څرگند شو نو په وزير اباد ، گجرانواله ، پېښور او کواټ کې زرعي(کرنې )  ځمکه دجاگيرپه ډول وکړه اود هغې ماليه يې ورته وبښله د١٨٥٧کال د ازادۍ په جنگ کې اولاد ډيره برخه اخيستې ده د حاجي بهادر کواټي بابا مور ډيره پاک دامنه (پاکلمنې) اودينداره ښځه وه اوکورنۍ يې هم همدا ډول دينداره شمېرل  کېده خپل ځوى يې به يې تل ددين علم ته هڅولو اولارښونه به يې ورته کوله ددين علم دزده کړې   دپاره ډير کوښښ وکړي نو په همدې اساس ډيرو ځايونو ته تللى  دوخت دتصوف د ډيرو مشرانو څخه يې فيض ترلاسه کړى  پر لومړي ځل د چشتيه، قادريه ، کبرويه ، سرورديه سلسې پورې تړلى ( منسلک)  ؤ په ١٠٥٣ قمري کال د حضرت سيد ادم بنوري سره حج ته لاړ په دې سفر کې لومړى حاجي بهادر بابا (جامعه اسلاميه سلطان پور کپور تهله ) د هندوستان هېواد کې مشر مدرس و ډير طالبان يې روزولي دى حاجي بهادر بابا عبدالغني شامي چې دتاج او لياقت يې گټلى  ؤ څخه يې دخلافت خلعت يا پر بله وينا دخلافت  منصب ترلاسه کړو
ددې فيض ترلاسه کېدو وروسته بيرته پخواني هندوستان اوسني پاکستان ته راغى او مدرسې ته دتللو پر ځاى ىې کواټ غوره وباله او په کواټ کې يې ددين دتبليغ کار پيل کړ له  حاجي بهادر پنځه زامن پاتې وو محمد يوسف او محمد قاسم سکه ورونه د ددوى مور رقيه بي بي دحضرت عبدالقادر گيلاني داولاد څخه وه دريم ځوى يې حضرت محمد عمر وه چې قبر يې په لاهور کې دى ددغه  ځوى دکورنۍ يوه څانگه  کواټ ته راغله او همدغلته اباده شوه دويمه څانگه  يې له لاهور څخه  ډيلي او له هغه ځاى  څخه  هندوستان د  ټونک  ته لاړه او هلته اباده شوه دهندوستان دويش په وخت پاکستان جوړ شو نو بيا دغه څانگې ديوې قبيلې بڼه غوره کړه  او په کراچۍ کې اباده شوه اوپه کراچۍ کې يې ژوند غوره کړو څلورم ځوى ىې محمد عثمان چې ټول اولاد يې په خوست کې اوسيږي د افغانستان په اوسني جهاد کې ددې څانگې يوڅو غړي د مهاجرينو په ډول پاکستان ته مهاجر شول ددغه قوم هر غړي  ته په افغانستان کې خلک  دعزت او احترام پر سترگه گوري په اوسني وخت کې هم په سيمه کې په مذهبي او ديني کارونو بوخت دي ددغه قوم هر غړى  ځان سره بهادري ليکي او  ټول په افغانستان کې اوسيږي پنځم ځوى يې  شيخ محمد يعقوب نوميږي چې دبډا بابا يعنى ستر يا لوى  بابا لقب يې گټلى دى داسې معلوميږي دده څه کورنۍ دهزارې ضلعې په  کاغان کې اوسيږي خو په پاى  کې دومره ويل کيږي چې دڅلورو واړو زامنو کورنۍ يې په کوهاټ کې  ژوند کوي  ديو ځوى څخه پرته چې هغه کورنۍ ټوله  دافغانستان په خوست  کې ژوند تيروي خو يو څه يې په هنگو ، تيراه ، کرمې ،نرياب ، پېښور ، پينډۍ ، مدراس کې هم شته دي دحاجي بهادر بابا قبر اوس په کوهاټ مين بازار کې  دى د زرگرانو کوڅه ورته نيغه ورغلې ده د (بهادر بابا)  په نوم يو لوى او ستر مسجد کې يوه جلا احاطه(سيمه ) کې مزار  دى هره ورځ او په ځانگړې ډول د پنجشنبې(زيارت )  په ورځ په کې زيارت کوونکي ډير زيات وي يوه خبره چې ډيره ضرورى ده هغه دا چې دبابا په خپل لاس يو ليکلى قلمي قران پاک په شيشه کې بند دى او دخلکو نظرونه ځان ته راکشوي کومې پاڼې چې په شيشه کې غوړيدلې دي نو د مريم سورت پيل دى چې په تور ليک ليکل شوى دصفحو او ايتونو شمار يې نشته خو علامې شته دى بله خبره داده چې په همدغه مسجد کې يوه لويه ستره مدرسه هم شته چې نوم يې (مدرسه مرکزي دارلقراء بهادريه)  دى دمدرسې دپخواني مهتمم اوبنسټ وال نوم ىې گلفام شاه  فارغ التحصيل المدرس ملتان  وه  يعنې د ملتان د مدارس له مدرسې څخه فارغ شوى دى  .خو اوس نوموړى مړ شوى اوسنى مهتمم يې سيد عابد حسين شاه دی. په لسگونه طالبان په کې په ديني زده کړه بوخت دى ، ښوونکي هم لري   بله دا چې په همدغه زيارت کې يوه  لويه لنگرخانه هم شته  چې زيارت کوونکي  او  منجاوران تر خوارک هم  کوي 
@@@@@@@@@@
داميد غوټۍ 
فضل قادرانډيوال 
دا ډير پخوانى غزل دى 
چاوى چې وطن مو ودانېږي نه 
دغه سپېرې دښتې زرغونېږي نه 
څوک چې په دې خيال هغه گمراه ښکاري 
تل چې وي گمراه په لاره کيږي نه 
رابه په وطن مو شي سپرلى دژوند 
نوربه دا سپرلي بيا خزانيږي نه 
هيلو ،ارزوگانو موغوټۍ کړي 
کوم سادگى وايي چې غوړيږي نه 
شونډې د حسرت نورې موسکۍ ښايي 
بله موډيوه نوره مړه کيږي نه 
وربه ځان ځانۍ ته کړي د پاى ټکى 
بيا به دافغان نور جلاکيږي نه 
دغه د اميدغوټۍ به وخاندي 
زړه د انډيوال به بيا درديږي نه
@@@@@@@@@@@@@@@@@
حضرت اصحاب بابا رضي الله عنه
ليک فضل قادرانډيوال
داليکنه داردو سرچينوپرمټ ليکل شوې ده 
حضرت اصحاب بابا د رسول الله صلى الله عليه وسلم  يو جليل القدر صحابي و دهغه نوم حضرت سنان ابن محبق هذلي او ٤٥ هجري کال کې مړ شو ى دى دپېښور د داودزۍ سيمې چغرمټۍ کلي کې يې قبر دى . 
دپښتونخوا دسيمې زياتره مسلمان او عقيدتمند(باورمن ) خلک يې قبر ته په ډيرې مينې ورځي او د پښتونخوا دنورو نامتو بزرگانو د قبرونو په پرتله يې زيارت کوونکي  ډير دي  عام خلک له دې څخه ناخبره دي مونږ په دې کرښو کې کوشش کوو چې د حضرت اصحاب بابا رضي الله عنه پر ژوند رڼا واچوو . د يادونې وړ خبره داده چې نن ورځ کومې سيمې او هېوادونه په جغرافيوى او طبيعي ډول ايران، افغانستان ، پښتونخوا  ، پنجاب ، سند او بلوچستان په نومونو مشهور دي داسلام دخپريدو په خاطر د مسلمانانو د راتگ پر مهال ددې سيمو او هېوادو نو  نومونه ايران ، مکران ، کرمان ، سيستان ، تخارستان ، کابل ، زابل ، خراسان ، زرنج ، کندز ، توران او سند  و په دوى کې دپېښور لرغونى او پخوانى نوم ١٢٠٠ تر ميلاد دمخه وه او کله چې ٥٦ تر ميلاد مخکې په دې سيمو د بوداييزم ددين  دود او رواج وو او خلک يې بت پرستان وو او بيا ديو څو نورو سيمو په يو ځاى کېدو سره دغه ټوله سيمه دبدميه په نوم مشهوره شوه د(تاريخ فرشته)  دلومړي جلد د ١٨ مخ پربسنټ  د(بد ميه)  سيمې اوږدوالى دباجوړ څخه د کلات دپخواني مقام( قندابيل)  پورى وو او پلنوالى يې د(کويټې) څخه د(سند )تر سيند پورې وو . 
دابن کثير دکامل تاريخ ددريم جلد ٣٥ مخ دروايت پر اساس دايران کرمان او سيستان سيمې  دهجرت پر٢٤   دحضرت عمر رضى الله عنه دخلافت پر مهال فتح شوي دى د هجرت پر٢٢  ايران په بشپړ ډول د مسلمانانو له خوا فتح شو نو دحضرت عبدالله ابن عامر ابن ربيع  (رضي الله عنه)  په مشرۍ يو په بل پسې کرمان ، مکران او سيستان فتح شوي يو څه مهال وروسته کله چې دهغو سيمو خلکو بغاوت او سرکښي وکړه . 
نو په ٢٣ هجرى کال کې حضرت سهيل ابن عبدى او حضرت عبدالله  ابن عبدالله عقيان رضي الله عنهم په مشرۍ  ددوهم ځل لپاره مکران فتح شو د حضرت عاصم ابن عمر او حضرت عبداله ابن عمير په مشرى سيستان فتح شو او دحضرت حکم ابن عمر تعلبي په مشر دمکران سيمى فتح شوي ددغو فتحو وروسته دحضرت عمر رضي الله عنه په امر پر نورو سيمو پرمختگ ودرول شو . 
په ٢٤ هجرى کال کله چې حضرت عثمان رضى الله عنه خليفه شو نو په ٢٥ هجرى کال کې دحضرت عبدالله ابن عامر ابن کريز په مشرۍ کابل فتح شو خو د اسلامى لښکرو په بيرته تګ هلته بيا بغاوت وشو په ٢٨ هجرى کال کې حضرت عبدالرحمن بن سمره ابن  حبيب قريشى په مشرۍ کې کابل ددوهم ځل لپاره فتح شو . 
په يو کتاب کې چې نوم يې( افغانستان يک نگاه اجمالي بتاريخ ان )  په اساس په کابل کې داسلامي لارښوونو زده کړو لپاره حضرت عبدالرحمن ابن تميم او جبير وټاکل شو يو څه وخت وروسته دواړو صحابه شهيدان شول دهغوى دواړو قبرونه په کابل کې دى چې د( شهداى صالحين)  په نامه ياديږي ددې څخه وروسته ٢٩ هجرى کال کې دحضرت عبدالله ابن عامر په ځاى ابو موسى اشعرى دټولو ختيزو هېوادونو مشر او حاکم وټاکل شو . 
نوموړى عبدالله ابن تميم د سيستان والي وټاکه . چې ددې په  مشرۍ کابل ددريم ځل لپاره فتح شو تاريخ کابل ابن کثير دريم جلد ٧٧ مخ . 
په دې ډول په ٢٩ هجري کې دمکران سيمه يو ځل بيا حضرت عبيدالله ابن معمر او دکرمان سيمه حضرت عبدالرحمن ابن حبيس په لاسونو فتح شوه دسيستان حکومت حضرت ربيع ابن زياد حزني او دکرناب حکومت حضرت مجاشع اين مسعود دکرمان دسيمې څخه افغاني سيستان ته د جهاد لپاره راغى او اوسنى کلات ، غلزي (غلجي ) او د دومندي دسيمو له فتحې وروسته يې دخوست سيمه فتحه کړه . 
له دې څخه وروسته د حضرت ربيع په مشرۍ د افغانى سيستان داوسني افغانستان جنوبي برخي د پاکستان اوسني قبايلى سيمې او د بلوچستان شمال او شمال لويديځى برخې فتحه شوى .
يو څه وخت وروسته کله چې حضرت ربيع ابن زياد د خراسان حاکم او والى دليدو لپاره خراسان ته ولاړ نو د هغه ځاى خلکو بغاوت وکړ او ځايى مسلمان مشران يې له خپلو سيمو څخه وايستل کله چې حاکم اعلى حضرت عبدالله ابن عامر خبر شو نو حضرت عبدالله ابن سمره ابن حبيب  قريشى يې دهغو سيمو والى وټاکه لکه څنګه چې حضرت عبدالله يو باتجربه ا دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم نژدى صحابى و هغه مخکې په ٢٨ هجرى کال کې کابل فتحه کړى و نوموړى لومړى زرنج ښار ، بيا يې زابل ، برمل او دکى غره تار منځ سيمې يعنې دافغانستان جنوب او دپاکستان شمال او جنوبي وزيرستان او کويټى يو څه سيمې فتحه کړى . 
بيا ميداني سيمو ته ننوت بنو،ډيره اسماعيل خان ،اوکوهاټ ته  ولاړ،له دغه سيموڅخه چې راخلاص شو،نو د غزنپ له لارې بيرته لاړ دکابل ،غزني او کندهار دباغي (سرکښې) سيمې يې فتحې او ونيولې او پلازمينې زرنج ته بيرته راغى په دې بڼه يې د پښتونخوا چنوبي سيمې او د بلوچستان ايالت پورې تړلې سيمې ، قبايلي سيمې ،او د افغانستان جنوبي سيمې يې  پر لومري ځل د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ديو جليل القدرصحابي رضي الله عليه عنه حضرت عبدالله ابن سمره پر مشرۍ دهجرت پر ٢٦ کال فتحه  شوې وې دا د حضرت عثمان (رضي الله  عليه عنه) بن  غفان د خلافت  مهال وه 
دهجرت په ٢٥ کال کې حضرت علي (رضي الله  عليه عنه) خليفه وټاکل شو نو د حضرت علي د خلافت پرمهال حضرت ابي ابن کاس عنبري پرمشرۍ دسيستان سارا(صحرا) بيا فتحه شوه او حضرت ثابت ابن عورا پر مشرۍ دافغانستان جنوبي سيمې او کلات هم فتحه شو اودهجرت پر ٤٠ کال کې د حضرت علي (رضي الله  عليه عنه) دشهادت څخه  وروسته حضرت معاويه امير شو نود هجرت پر ٤٢  کال کې حضرت حارث ابن مره خبري  علي (رضي الله  عليه عنه)  دبلوچستان پر کلات سخت بريد وکړپه دې بريد کې هغه له نورو ملگرو سره شهيد شوله شهادت څخه يې وروسته حضرت عبدالله ابن سوارعبري علي (رضي الله  عليه عنه) دهغوي سيمو د فتحه کولو لپاره وټاکل شو او له ٤٠٠٠ملگروسره راغى او بيايې مکران فتحه کړل 
څومياشتې يې  دلته تېرې کړې اود کلات پاتې سيمې يې هم فتحه کړې او بيا دمشق ته لاړ  اوديوڅه مهال وروسته بيرته کلات ته راغى 
دتاريخي يعقوبي اول ټوک  ٣٢٢ مخ پربنسټ ديوشمير ترک قوم پرلاسوديوشمير ملگرو سره شهيدکړاى شو ددوى  ټولو قبرونه په  کلات کې دي 
له بله لوري څخه  حضرت عبدالرحمان بن سمره ( رضې الله عليه عنه) چې کله د کابل له فتحې  خلاص شو نو يو زړه  ور بهادراو جليل القدر صحابي حضرت مهلب ابن  ابي صقره ته يې د مجاهدينو يو لوى لښکر  وروسپاره نوموړي د  کابل ،ننگرهار له لارې راغى اودلته يې د خېبر دره فتحه کړه او پېښورته راغى اودغه سيمې يې فتحه کړې ،ددغو سيمو له نيول کېدو څخه وروسته داټک له لارې ملتان اود پنجاب  شمال  او جنوبي سيمې ونيولې  اوبيا يې د سند شمالي او بلوچستان د کويټې سيمې فتحه کړې او د کلات پر مقام دترک قوم دکافرو جگړه وشوه او دغه ځاى (کلات ) هم فتحه شو 
دتاريخي شواهدو پربنسټ حضرت مهلب ابن  ابي  صقره( رضي الله عليه عنه)   لومړى صحابي وه چې د نومووي پر مشرۍ کې د هجرت پر ٤٤ کال دخېبر د درې له لارې  مسلمانانو پېښورفتحه  کړاو دلته يې داسلام توغ (بيرغ) پورته کړ اودپېښور او پنجاب څخه دفتحې په جنگ  کې  داسلامي لښگرگڼ صحابه کرام شهيدان شول اونن چې په ځانگړي ډول دکفارو زمانۍ ودانۍ ليدل کيږي او اصحابو کرامو قبرونه هم دلته شته په دې کې د هجرت د ٤٤  کال د اصحابو کرامو قبرونه د ځانگړې يادونې وړ دي  
حضرت عبدالله سوارعبدي دهجرت په ٤٢ کال کې د کلات پرمقام  له خپلو  ملگرو سره شهيد شو ددغه پېښې څخه ٢  کاله وروسته  دهجرت پر٤٤ کال  دخراسان ستر حاکم ( حاکم اعلى ) حضرت زياد ( رضي الله عليه عنه)  وټاکه  نو حضرت زياد( رضي الله عليه عنه)   د حضرت عبدالله ابن سوارعبري ( رضي الله عليه عنه)   پاتې تگلاره حصرت سنان بن سلمه ابن محبق ( رضې الله عليه عنه)  ته وسپارله 
بلاذري  تاريخ  دهجرت پر٣٢ پربسنټ وايي چې  حضرت سنان بن سلمه بن  محبق ( رضي الله عليه عنه)  ډير ستر عالم ،بزرگ ،او له الله څخه ويريدونکي انسان وه کله  چې دهندوستان  سرحد (پولې )ته ورسيده  نود مکران خلک باغيان شول او بغاوت يې وکړ که څه هم له دې څخه مخې حضرت حکم ابن جبله ( رضي الله عليه عنه) دغه سيمه فتحه کړې وه نو حضرت سنان بن سلمه بن  محبق  يوځل بيا دغه سيمه فتحه کړه او دهغې د ابادۍ او بيارغاونې لپاره يې جدي هلې ځلې پيل کړې  يو څه مهال وروسته د خراسان حاکم (والي) حضرت زياد ( رضي الله عليه عنه) چې حضرت سنان بن سلمه بن  محبق ( رضي الله عليه عنه) پرځاى  حضرت راشد ابن عمر ( رضي الله عليه عنه) د هغه سيمو مشروټاکه  خو ديوڅو ورځو وروسته کلات څخه بيرته تگ پر مهال دمنډر او بړوچ قبيلوترمنځ غرونو  دميلنامي پرنوم  د يو قوم پنځوس  زره لښکر سره  جنگ وشو په دې جنگ کې حضرت راشد ابن عمر ( رضي الله عليه عنه) شهيد شو او د نوموړي پر ځاى بيرته حضرت سنان بن سلمه بن  محبق ( رضي الله عليه عنه) د جنگ قومانده او مشري په لاس کې واخيسته او يوځل بياد همدغو سيمومشروټاکل شو نوموړي کلات او ورپورې تړلې سيمې فتحه  کړې  ٢ کاله يې دلته تېرکړل دامنيت دټينگښت  لپاره يې ښه کارونه وکړل ، بيا د جنوبي وزيرستان او ډيره اسماعيل خان پرلوري  روان شو او ددغه سيمو ددفتحې څخه وروسته کوهاټ او بنوته رهي شو دغه سيمې يې هم فتحه کړې او بياد پېښور پرلوري را روان شودپېښور مقام يې فتح  کېدوڅخه وروسته يې د(بدميه)  دسيمو شمال لوري ته د مټې، ميچنۍ،له لارې پېښور او قباييلي سيمو باجوړ،سوات ،او په نورو سيمو کې دبت ددين پيراوانو ديو ستر لښکر سره يې جنگ وکړاو په دې جنگ  کې دخپلو  ملگرو سره دهجرت په ٤٥ کال شهيد شو دبلاذزي تاريخ ٤٣٣ مخ او چچ نامه ٣٧ مخ  بيا حضرت سنان بن سلمه بن  محبق ( رضي الله عليه عنه) دپېښور د داودزۍ د چغرمټۍ کلي کې خاوروته وسپارل شو  دتاريخي شواهدو له مخې حضرت سنان بن سلمه بن  محبق ( رضي الله عليه عنه) داسې جليل القدر صحابي وه چې د اسلام د مجاهدينو مشر،دپښتونخوا سيمواو پېښورته يې داسلام رڼاراوړى د ثقه (کره)شواهدو پربسنټ يې قبر څرگند دى  په دې ډول يې قبر په دې ځمکه گنج يې شهيد  دى يعنې د شهيدانو  خزانه  ده  حضرت سنان بن سلمه بن  محبق ( رضي الله عليه عنه)  سره په دې هديره کې دنورو اصحابانو قبرونه هم شته خو ددغه لوى صحابي حضرت سنان بن سلمه بن  محبق ( رضي الله عليه عنه)  قبر معلوم او څرگنده دى او اصحاب بابا پر نوم مشهور دى  چې اوس دغه گرده سيمه هم د  صحاب بابا پر نوم مشهور ده 
@@@@@@@@@@@@@@@@@@@
 
 
دا ليکنه همغه مهال ليکل شوي چې ښاغلي عبدالباقي هيله من غزنوي (نورعرفان در کلام رحمان ) تازه په پېښور کې چاپ شو او هم دا ليکنه  د سهار ورځپاڼې د ١٣٧٧ لمزيز کال د وري پر ٢٤  او  د ١٩٩٨داپريل د ١٣ گڼه کې چاپ شوى خبرشوم او دا (نورعرفان در کلام رحمان ) کتاب پرپښتو ژباړل شوي نو ليکوال او ژباړن دواړو ته يې مبارکي وايم او دا ليکنه يوځل بيا خپرووم 
انډيوال 
 
د رحمان بابا په کلام کې 
دعرفان رڼا ته يوه ځغلنده کتنه 
ليک: فضل قادر انډيوال 
رحمان بابا دپښتو يو متصوف ملي شاعر دى په شعرونو کې دانسان د لارښوونې لپاره ډير څه ويلي دي دپيغمبر او  الله په پاکو سپيڅلو حقيقي مينه کې د پتنگ غوندې ستي ستي شوى دى ټول شعرونه يې صوفيانه رنگ لري رحمان بابا ته د پښتو په ډگر کې ډير پرمختگ ور په برخه شوي دى او د پښتو شعر او ادب کې يو لوړ مقام او ځاى لري دشعر رنگ او صورت يې په ډيره ساه انشاء او سوز انځور دى نو پوهيږو چې په شعر کې معنوي حقيقت او سوز خوښوي او ساده جمال ( ښکلا) ورته ښه ښکاره کيږي دگل پاچا الفت ادبي بحثونه ) . 
صديق الله رښتين ويلي دي چې رحمان بابا د پښتو د شعر او ادب هغه ځلانده ستورى دى چې دلرې برې پښتونخوا په اسمان کې يو ډول ځليږي دده دلوړې شاعري احترام دده روحاني او ملکوتي غږ د ټولو پښتو په زړونو يو رنگ موجود دى . دعبدالحى حبيبي په نظر چې ورته وگورو نو هغه صاحب داسې ليکى چې رحمان بابا په فن کې د مستقل مکتب خاوند دى او لوى ښوونکى هم دى په خپل سبق او شعرى لوازمو ، اشعارو ، تشبيهاتو او نورو اديبانه نزاکتونه يو روان او گرځنده شخصيت دى ټول پښتانه دى دپښتو شاعرۍ لارښوونکى او يو ستر مقتدا گڼي او رحمان بابا په ساده ډول ځان له داجتهاد څښتن دى . درحمان بابا په پښتو لمن  کې داسې ملغلرې ليدل کيږي چې ټول پښتانه پرې دتل لپاره وياړي . 
دنوموړي بابا په افکارو يواځې پښتنو نه بلکې دهرې ژبې پوهانو د خپلې وسې پورې ليکل کړي او دهغه  له  اثارو څخه يې د خپل وس برابر يو څه ځانگړې ملغلرې راويستي دي د رحمان بابا اثر د اردو ، انگريزي سره سره دا دى اوس د ښاغلي عبدالباقي هيله من له خوا يوه ښکلې او زړه پورې کوچنۍ ، رساله ( کتابگوټى) چې د رحمان بابا د تصوفي ملغلرو څخه تر يوې اندازې ډکه مجموعه او ښه جونگ انگيرل کيږي افغاني ټولنې ته يې وړاندې کړ چې په هغې رسالې باندې د رسالى دغه تعريف زما په اند تطبيقيږي . 
(صغره حجه کبره علمه ) 
ژباړه کوچني کتابگوټى او لويه پوهه لري 
دا ځکه چې هيله  من صاحب دخپلې پوهې له مخې د رحمان بابا تصوفي فکر د فارسي ژبو صوفيانو سره پرتله کړى او ډيره ښه کتنه يې پرې کړې چې درى ژبي وگړي پر ډيرې اسانۍ سره کولاى شي چې د رحمان بابا دافکارو څخه يو ډول په زړه پورې گټه پورته کاندي او هغوي پښتنو ته هم يو ګټوره رساله ثابتيدى شي چې ددري ژبې سره ځانگړې مينه لري زه دغه خبره په پوره گروهه سره کوم چې دهيله من ددغې رسالې عبارت ساده عام پوهه دى او  هر هغه کس چې لږ په دري عبارت پوهيږي نو ترى گټه اخستلاى شي . 
دغه رساله محترم په پنځو خپرکو ( بابونو) ويشلى چې هر يو څپرکى يې ځان له جلا خوند لري چې خپل لوستوال د تل لپاره دې ته هڅوي چې ترپايه پورې يې په لوستنه بوخت کړي او لومړنۍ خبرې ( پيشگفتار) تر سر ليک لاندې په خپله ليکنه ليکلي او د پيشگفتار څخه وړاندې پوهنيار محمد صادق اقبال د رحمان بابا عالي ليسې مدير  او د ښاغلي گړندى خوږياني تقريظونه ليکل شوي چې دې ټولو اته مخه نيولي دى او په نهم مخ دلومړي څپرکي پيل شوى . چې د ټولو پنځو څپرکو سرليکونه يې په دى ډول دى . 
١- فصل اول : سبک ، روشن و تاثير پذيري رحمان بابا ، از ديگران او رحمان بابا په دې څپرکي د فارسي ژبو اهل تصوف تر اغيزې لاندې ښودلي دي . 
٢-  فصل دوم : حسن ، جمال ، زيبايي ، وزيبايي شناسي در کلام رحمان بابا . 
٣- فصل سوم : متعالى بودن تفکر و والايي انديشه عرفاني رحمان بابا . 
٤- فصل چهارم : نظريات افاقي رحمان بابا . 
٥- فصل پنجم : بينش عرفاني رحمان بابا او ٤٦-٤٧ مخونه يې ديادښت په ډول ليکلي دى . اوس به د رسالى بهرنۍ برخې ته راشو يعنى ټايټل يا پښتۍ ته ، چې ښکلى رشين رنگ لري لږ مايل سپين والي ته په چپ اړخ يې دغه بيت ليکل شوى دى . 
که په گنج دشاهي فخر شهر يار کا
عاشقان يې د دلبرو په  رخسارکا
چې په غټ تور ليک (نور عرفان) ،( رحمان بابا)  اوددې دواړو ترمنځه لږ کوچنى در (کلام)  ليکل شوى دى او په وروسته برخه کې نگارنده الحاج عبدالباقى هيله من غزنوي ليکل شوى دى او تر املا تر نامې لاندې داسې عبارت دى (به انانيکه نور محبت الهي در دلهايشان وفکر خدمت به بندگان او تعالى در سرهابشان موج ميزند ).
هغه دکتاب او رسالې په ٣١ مخ کې دخپلې رسالې د ليکلو په اړه داسې کښکلي ( من در نوشتن اين رساله صرف يک هدف دارم و آن رضاى خداى متعال ومعرفى اين مرد خدا رحمان بابا به جامعه فرهنگي دري زبانان گرچه در کشور عزيز ما اکثريت درى زبانان زبان پشتو را ميدانند ولى در ايران  وتاجکستان مردم مسلمان و عرفان پرورى هستند که تشنه ، اين اب زلال اند خلاصه والايى انديشه اين شاعر عارف را همه معتقد و معترفند و کلام شيرين آن بر همه دلها نفوذ مى کند ) 
چى منکر پرې اعتراض کولى نشي
دا دى شعر دى رحمانه که اعجاز
په هر ډول زه ښاغلي محترم هيله من صاحب ته په دې رسالې ليکلو دزړه له تله مبارکي وړاندې کوم او دالله څخه سوال کوم چې په راتلونکي مهال کې هم دد داسې ښو اشخاصو په هکله ډول ډول ليکنې وکړي . 
الله پاک دې د تل لپاره په خپل دى زيار کې تر ډيرې اندازې پورې بريالى لري ټولو مسلمانانو څخه هيله کوم چې يو ځل دغه رساله به خپله ولولي . ځکه رساله د ستاينې وړ ده. 
@@@@@@@@@@@@@@@@@@@
داسلام اصلي پيغام 
امن ، سوله او سوکالي
ليک فضل قادر انډيوال 
ياداښت  دليکنه د٢٠٠٣ کال د فبرورۍ پر دويمه نيټه چې د ١٣٨١ کال د  سلواعې له ١٣ سره برابره ده د سهار په گڼه کې خپره شوې وه  اوس يې يو ځل بيا خپرم
اسلام دامن ، سوکالۍاو سولې دين دي او هر مهال د فساد غندنه کوي قران مجيد ددې رښتينولۍ  اصلي ترجمان دى  دقران کريم زده کړه  يواځې ديو قوم لپاره نه ده او ټولې دنيا لپاره مناسب دي چې پر قران باندې ځان پوه کړي خو په ځانگړې ډول مسلمان امت ته ډيره ضروري ده چې پر قران باندې ځان پوه کړي او عمل پرې وکړي او هم قران کريم باندې درښتنين عمل سره ځان ته خوښي ، امن او سوکاله ژوند غوره کړي ، اسلام دټولي نړۍ لپاره يو ځانگړى  رحمت دى اسلام دانسانيت په زړه کې دنيکۍ ، شرافت ، نياوه (عدل )  انصاف او دتقوى دپېدا کيدو لپاره راغلى دى . 
داسلام دراتگ څخه مخکې دعربو دقبيلو حالت دفساد څخه ډک وو پر معمولي( کوچنۍ)  خبرو به  يې کلونه کلونه دښمنۍ کولې او په خپلو منځو کې به يې تل جگړې پيښېدې په دوى کې قومي او نسلي تعصب دکلونو څخه نه بلکه دپيړيو راهيسې روان وو دسهار دراختو سره به دخلکو مالونه لوټ کېدل او دشپيې په تيارو سره به غلاگانې پيل کيدلې خو کله چې د هدايت لمر( اسلام ) راوخته نو په خپل لومړني پيغام کې يې خلکو ته دا خبره ورسوله خلکو! تاسې په خپلو منځو کې قتل ، وينه تويونه کوي او په فساد کې اخته اوسئ  دا درښتنيولۍ او صداقت لاره نه ده تاسې پر يووالي وحدت سره يو موټى شئ   او په خپلو منځو کې سره جگړې مه کوئ .
مرگونه او وينه توينه مه کوي ، دعدل او انصاف څخه کار واخلئ  فساد مه کوئ داد امن سوکالۍ  او مساوت سپيڅلى  غږوو چې دکلي سيمې  او ورسره ګرد چاپيريال  يې  له فساد څخه پاک کړ دعربو داسې قومونه  وه چې په کلونو کلونو لا څه چې ان دپيړيو پيړيو راهيسې يې زړې  تربگنۍ  ترمنځه شتون درلود دمينې ورورولۍ اړيکي او مزي يې وتړل شول او يو متمدن او مهذب قوم شو . 
دې دنيا ته چې څومره پيغمبران راغلي نوټولو خپلو ويناوو کې داخبره کړې  چې تاسې يو امت ياست او ستاسي پروگرام يو دى  چې هغه امن ، سوله او سوکالي ده او ورسره ور سره يو دين ته  رابلل چې توصيف (ستاينه )  يې په خپل پيغام کې هم له ځان سره درلوده او دا زده کړه يې دځان سره راوړې  د ه او ټولو ته يې داخبره کړې ده چې تاسې بايد ديو خداى عبادت وکړئ  او ديو کور دغړيو په څېر د وروڼو غوندې سره په امن او سولې کې سوکاله ژوند وکړئ  خو حضرت ابراهيم عليه السلام دکعبې شريفې درغاونې او تعمير څخه وروسته چې کومه دعا کړې  د ه هغه داده  اى خدايه ! دغه ښار (مکه)   دامن ځاى کړه نو خداى تعالى بيت الله دتل لپاره ديووالې ، اتحاد ځاى کړ او د ټولو مسلمانانو لپاره دامن يو ځانگړى  مرکز  شو چې اوس هر کال په لکونو لکونو مسلمانان هلته سره راټوليږي او د حج فريضه ادا کوي او په بيت الله کې داسلامي امنيت دورولۍ ، يووالي او مساواتو سره سره د ټولې  نړۍ دامن لپاره ځانګړې دعاگانې کوي . 
کله چې قرانکريم نازل شو نو په ټوله نړۍ کې امن ، سوکالي ، ريښتونولي يې عامه کړه قرانکريم ټولو نړيوالو ته په خپل اصلي پيغام کې وويل چې امن او سوکالي دخداى تعالى يوه ځانگړې ورکړه ده دغه ورکړه ديو خاص  غړي (فرد)  يا کوم خاصل نسل او يا هم کوم خاص قوم پورې تړلې نه ده . تاسې خپل ګرد چاپيره قومونه په جغرافيايي اونسلي سرحدونو کې بنديان او احصار کړي دي خو په اصل کې تاسې ټول يو قوم او يو ملت ياست او دخداى دمنلو  لپاره هيڅ ډول امتيازنه ليدل کيږي په دې کې نه قوميت شته او نه هم نسليت ، ټول اسلامي امت به يواځي ديو خداى په وحدانيت ديووالي او وحدت لاره  غوره کوي په دې  کې  نه جغرافيايي او نه نسلي او  نه قومي سرحدونه ځاييږي . 
اسلام په ټولنيزه توگه دامن ، سوکالۍ ځلانده او رښتنى لمر دى او دلمر په څېر هر ځاى کې ځليږي او هر انسانيت ته رڼا ورکوي خو بيا انسان په دې مکلف دى  چې داسلام ددغه رښتينې  ځلانده رڼا څخه گټه واخلي نو ددې لپاره ضروري خبره داده چې اسلامي زد ه کړې  عامې کړل شي او داسلامي زده کړو لپاره په هر ځاى کې اسلامي مدرسې او مرکزونه پرانستل شي او ددې  پرته بله لاره نشته ځکه چې همدغه اسلامي مرکزونه او مدرسو له لاري خلک دخداى عبادت ،دخلکو سره نيکۍ ، ښيګڼې او نيک عمل ته رابلل کيداى شي . 
درحم او محبت ، مينې سولي او امن چارې خلک دشر او فساد څخه ژغوري او همدا علت دى چې اسلام تل خلک امن او سولې ته رابلي . اسلام په ټولنه کې گذشت او په امن کې دژوند تېرولو درس ورکوي او دانسان ته ټول احترام کول او بشريت روح گڼي ، انسان اشرف المخلوقات گڼي الله تعالى چې انسان ته کوم قانون ورکړي دهغه پر صحيح تعبير په نړۍ کې دامن او سوکالي ژوند عام کيداى شي  . 
ژوند کې چې څه نعمتونه دي هغه دانسان دخوشحالۍ او خوښۍ  لپاره دي ددې لپاره نه دي چې له دې نعمتونو څخه دفساد لپاره کار واخيستل شي . قرانکريم کې دالارښوونه شوي چې دځمکې واکمن  بايد نيکان او صالح خلک وي چې تل دځمکې  پر مخ دامن او سوکالۍ  لپاره کار وکړي او که دځمکې واکمن بدکار کسان شول نو طبعي خبره ده چې په ځمکه کې به فساد خپريږي، سوله امن سوکالي ته ويل کيږي او فساد دسولې ضد عمل ته ويل کيږي  رښتينى  انسان او مسلمان هغه څوک دى  چې نيک عمل   وکړي  په ټولنه کې يې دانسان ديو بل انسان سره دمعاملې  خبره ده داسلام له مخې بايد ديو بل سره همدردۍ او مرستې لپاره کار وکړي مسلمان او انسان دبل مسلمان او انسان ورور دي دغه سولې او امن دعوت بلنه بايد په ټوله نړۍ او په ځانگړې ډول مسلمانانو ته ښايي چې سره يو موټى شي او خپل اخوت ښکاره کړي او داسلام اساسي روح  گردې نړۍ ته وښايي داسلام ستر اخلاق دادي چې مسلمانان عفوه ،گذشت( تېريدنه ) سره سره دامن او سولې  اسلامي روح   ژوندى  کړي . اسلام هيڅکله هم جنگ ته اجازه نه ورکوي خو کله چې دکفارو له خوا ددنيا امن ته جدى  گواښ او اسلام ته هم دکفارو له خوا خطر پيښ شي نو بيا اسلام دجنگ اوجهاد امر کوي جهاد د اعلاى کلمته الله لپاره دى اوبل اساسي هدف يې دسولې او امن دټينگښت لپاره کوښښ دى جهاد تل دفساد مخنيوي کوي جهاد داسلامي نظام دټينگښت او دسولې لپاره دحق غږ دى  جهاد يوه سپيڅلې لاره ده . 
په اوسني مهال کې دکفارو او ځينو له خوا جهاد ته ددهشت گردۍ ، تروريزم نوم ورکول کيږي خو داخبره غلطه ده ځکه چې جهاد او تروريزم ترمينځه دځمکې او اسمان هومره توپير دى جهاد دامن لاره ده او تروريزم دفساد اسلام امن غوښتونکى دى  او تل دفساد په مقابل کې دجهاد په وسيلې دحق مبارزه درښتينى مسلمان او انسان دنده ده  . 
@@@@
 ادبي ليک او يوڅو بيلگې يې  
 
 (( چې مې په سپينه لمن تور وليد ))
دلروبر يارانو شور وليد 
گرانو زړه ته راتېرو انډيوالانو او قلم والو !
ښاغلي څپاند راته وړانديز وکړ چې ياره په ټول افغان کې مې ويبلاک پرانست يوه کوچني څانگه  به ستا له پاره هم پرانيزم ،په خبرو نه ورځپاڼه کې دې ادبي ټوټې خپريږي، هغه به په دغه څانگه  کې هم خپري کړو. چې نړيوالو لوستونکو ته دې غږ ورسيږي ځنې قلم وال دوستان لکه عنايت ساپى ، داود عرب زى او نذير احمد سهار ما پيژني چې اند مې څه ډول دى څه ډول خيال او مفکوره لرم . 
که رښتيا ووايم  د ټول افغان ويب پاڼې تا ويلې ما ويلې مې نه خوښيږي خو دا يو چانس  دى  چې ودريږه لوستونکى زما دې ټوټو ته په کومه سترگه گوري.
 داډول ټوټې گل پاچا الفت او عبدالروف بينوا ليکلې ښاغلي  عبدالروف قتيل هم د ادبي ليکنو په چوکاټ کې خپرې کړي دي.
د ادبي ټوټو دليکلو موخه دا نه ده چې څوک دې مين شي او له خپل معشوق څخه گيلې وکړي ،خو يوخيالي مين يا خيالي مينې ته دگرانه ، يا گرانې ، زړه ته راتېره او زړه ته راتيرې په بڼه د ټولنې هغه ستونزې په گوته کوي چې په کې پرتي وي مينه ، وفا او جفا دټولنې دغړو ترمينځ تل يو له بل سره تړاو لري او په همدې بڼه دا ډول ستونزي په گوته کيږي.
 ادبي ليک يا ادبي ټوټه يو داسې نثر دې چې لوستونکې يې لولي او خوند ترې اخلي او خپله څيره په کې گوري او گومان کوي چې دا يې يوازې او يوازې ماته ليکلې زه هم مين يم او له خپل معشوق څخه گيلې لرم يا بيخې همدا کانه پر ما هم شوى ، لکه څوک ليکي. گرانه! دا وطن ستا دې ، دغه وطن پر تا حق لري ، خپله خاوره مور وگڼه يا دگيلې په بڼه وايې.
 گرانه !له دې وطن سره دې څه وکړل په پردو دې خرڅ کړ او ټوپک سالاري دې اوج ته ورسوله .
ته خو په ما ډير گران يې او ستا درنښت کوم.
 خو تاته دا ډول کارونه نه ښايي.
 دې کې که څوک له خپل رښتيني عاشق څخه هم څه گيله يا شکوه وليکي نو خېر دى .
 څه باک لري ؟ دا ټولنيزې ليکنې دې په ټولنه اغيز کوي او دا اړينه نه ده چې خامخا دې څوک مين شوى  وي او د معشوق او يا اغيار او ريبار څخه گيله وکړي زمونږ دولس سره دا ډول کاني ډيرې شوي دي.
 ډيرو لرو پردو دگرانښت يارۍ او د دوستۍ په پلمه وخوړو که څوک اوس ترې دمينې په چوکاټ کې گيله کوي نو دا خو سمه خبره ده او پښتو کې متل دى  چې
 گيله له خپلو کيږي . 
زما دا ادبي ټوټو لوستونکو په ما تور پورې کړ چې گوندې زه په دې وخت کې مين شوى يم دا هڅې خبره ده که مينه مې ده نو يوازې مې دافغانستان او افغان ولس سره ده او بس نوره مجازي مينه نه لرم دا داوسنۍ ډيموکراسۍ دود دې چې په خبرې رسنيو کې دبيان دازادۍ په نامه سپکې سپوري او ناسمې خبرې خپريږي . 
هر انسان يو ذهني او خيال معشوق لري چې وخت په وخت تري گيله کوي او کله کله ترې خوښي هم څرگنده وي په دغه پاڼه کې به خپلو ادبي ټوټو ته ادامه ورکړم او نوره دلوستونکو خوښه ده چې په کوم سترگه ورته گوري ، په سر سترگو به يې ومنم او کولاى شي چې خپل وړانديزونه او نيوکې پرې وکړي خو دادبياتو او خلاقي پولو په چوکاټ کې بايد وي 
. زه به دخپلې خيالي معشوق او معشوقې څخه گيلې او يا خوښي ترې څرگندوم . 
دبيلگې په ډول 
 (هسې عبث کبر پر ما مه کوه ) 
درې بدې خاطرې
گرانه !
زړه مې غوښتل چې لومړى درته دنيکمرغه لوى اختر مبارکي  درکړم.
 په زړه کې مې څو ځله را جوړه کړه چې ځه خير دى داد ختر مبارکي به ورکړم خو کله چې به مې ستا له خوا درې بدې خاطرې را په زړه شوى نو زړه  به مې نه کېده چې مبارکي درته ووايم. 
خو بيا مې هم دزړه داخبره ونه منله او د لوى اختر مبارکي درته وايم.
 که څه هم ته به په دې فکر کې يې چې دغه درى کومې خبرې دي چې ستا په زړه کې يې دبدو خاطرو بڼه يې خپله کړې ده .
 زه غواړم چې يوه يې درته وليکم خو بيا مې هم  زړه نه کيږي چې په دې ځاى کې يې درته په گوته کړم
 يو وخت به راشي چې درته  به يې  دروښايم خو دا يې دښودنې ځاى نه دى.
 هر کله چې مې زړه ته دغه بدې خاطرې ودريږي نو ډير انديښمن شم.
ډول ډول سوچونه او فکرونه  مې ذهن ته  راولاړ شي خو بيا زړه ته په دې خبره تسلې ورکوم چې خير دى يو وخت به په خپله ورته دغه خاطرې وبخښل شي.
 زه اوس هم له تا دومره گيله من او ماڼيجن نه يم خو هرکله چې مې دغه درې خاطرى را په زړه شي نو ډول ډول گيلى مې زړه ته ودريږي او وايم چې ورته په مخامخ به په يوه ساه ټولې گيلي وکړم خو کله چې درسره مخامخ شم ستا ليدل او يا درسره خبرې کول په ټولو گيلو اوبه واچوي او داسې معنا ورکوي چې هيڅ هم نه دى شوي
 دا د ژوند يو راز دى چې دا شنا په غياب کې انسان ته ډول ډول گيلې ور په زړه کيږي که يوه وړه تيروتنه يې هم ورسره شوې وي هغه تيروتنه يې غياب کې لکه ديو غر بڼه خپله کړي  او په يوه خندا او يا خبره غر راوغورځيږي. 
خو زه چې هر څومره فکر وکړم دغه درى خاطرى به مې له زړه ونه وځې ته هم بايد په دې خاطرو غور وکړي چې نورې بدې خاطرى در څخه را په زړه نه شي
 په پاى کې  داياز مشال يو بيت درته ليکم 
دکبرجام به دې نسکور شي اخر 
هسې عبث کبر پرما مه کوه 
@@@@
گوره چې خفه مې نه کړى 
گرانه او زړه را تېره !
تا له ماسره ډيرې ژمنې کړي چې زه به يې پر خپل وخت پړاو او پر پړاو عملي کوم
 ستا په اړه ما ډير ارمانونه په زړه کې نيولي، تر دې دمه يو څه ارمانونه مې پوره شوي هم دي او يو څه لا پاې دي په دې نيمگړې نړۍ کې دهيچا ارمانونه نه دي پوره شوي خامخا يو څه ارمانونه يې پاتې شي او نيمگړو ارمانونو ته ژړا کوي .
گرانه !
 زما او ستا دانډيوالۍ به څومره وخت شوى  وي په دغه موده کې مو ډيرې ژمنې وکړې خو نه پوهيږم چې ما به خپلې ژمنې عملي کړي وي او که تا؟
په ژوند کې په انسان ډيرې سړې او تودې راځي خو ژوند ديو ډول سيالۍ نوم دى  او دلته بايد دماتې کلمه بيخي له ذهن څخه وويستل شي.
 کله نا کله زما او ستا ترمنيځه په څه خبره مشاجره راشي ته اړ يې چې فکر وکړي او زه هم بايد فکر وکړم او د دواړو دليلونه بايد په ناپيلتوب وسنجوو چې څوک په حقه دى؟ 
 که ته په حقه وى  نو زه درته تسليم يم او که زه په حقه يم نو بايد زما دليلونه ومنې ځکه چې زما او ستا دمشاجري ترمينځ دريمگړى  نه ځايږي .
پريکړه بايد دسالم ذهن او پاک نيت له مخې وکړو چې راتلونکى ژوند مو د نيکمرغۍ له مخې تېر شي ، خلک راته شاباسي راکړي ، تاريخ راباندې وياړ وکړى او په خپلو زرينو پاڼو کې ځاى راکړي
 نو ځکه له اوس څخه درته وايم چې گوره خفه مې نه کړى او تاسره ژمنه کوم چې دخپل توان له مخې به دې په ژوند کې خپه نه کړم .
زه به درته وفادار پاتې شم وروسته به څرگنده شي چې ته راته څومره وفادار پاتې کيږى. 
په پاى کې دنجيب اکرامى غزل درته ډالۍ کوم 
د زړه خبرې زړه کې پټې ساته 
گوره چې خلکو ته ښکاره يې نه کړى 
ډير نازولې مې ساتلې ياره 
زړه مې ماشوم دې چې خفه يې نه کړى
رښتيا مين يې ته په ما او که نه ؟
لنډه خبره کا اوږده يې نه کړى
زړه مې چينه ده اشنا هر وخت راځه 
پاکې اوبه دې چې جوټه يې نه کړى
دا د رقيب کوټ دې غړ غړه يې نه کړى 
دا د رقيب لاس چې جام ويني ته 
دزهرو گوټ دې غړ غړه يې نه کړى
زړه مې کوربه دى ياره خيال يې ساته 
پام کا دڅو ورځو ميلمه يې نه کړى
@@@@
له زړه څخه وتلې گرانې له ماسره دې  دوکه وکړه 
گرانې !
 ماسره دې ډيرې ژمنې وکړې چې ستا هره خبره به منم، خو زه چې څومره فکر کوم زما يوه خبره د ى هم نه ده منلې په وار وار دى قول راکړ ،چې خير دى دا ځل مې اوبخښه بيا به داسې نه کوم .
خو ډير وخت تير شوم ماسره دې په خپلې ژمنې وفا ونه کړه ژوند کې دا ډول خبرې راځي خو ښه خبره داده چې انسان يو بل انسان جايزه غوښتنه ومني.
 کومه ژمنه چې ورسره وکړى په هغه بايد عمل وکړي.
 دمنافق درې نښې دي چې يوه نښه يې په ژمنې نه وفاده.
 هر کله چې يو انسان له بل انسان څخه  د  وفا لاس واخلي نو له زړه څخه يې خامخا مينه وځي او ورسره يې کرکه پيدا کيږي .
نوځکه  بيا ورته په گيله من خط کې ليکې چې
 له زړه مې ووتلې 
مينه مې درسره کمه شوله، خپل گرانښت دې له لاسه ورکړ.
 اوس به په هغه سترگو درته نه گورم چې پخوا به مې درته کتل ماته دې په ژوند کې څو ځله ماتې راکړه.
 دوکه دې راسره وکړه په خپلو ژمنو دې راسره وفا ونه کړه .
او په پاى کې دې  زما زړه مات کړ.
 پښتو کې يو متل دى چې وايي :
 زړه گل دى چې واوړي  بل دى.
 پوهان وايې چې زړه دښيښې په څېر دى .
که ښيښه ماته شي او بيا يې جوړه کړى نو په مينځ کې يې درز معلوميږي.
 که زه مخامخ درته ووايم چې در څخه خفه نه يم خو زړه مې درڅخه ډير زيات خپه دى.
 نه پوهيږم چې څه پلمه درته وکړم چې زړه ته راغلى مرغۍ والو ته .
اوس به له تاسره هغه ډول مينه نه کوم چې پخوا مې درسره کوله
 يوه ټپه ده چې وايي : 
نور به  دې نوم په خوله وانه خلم 
ماته دې ژوند کې ياره سپک کتلى دينه 
زما ستا درمينځ نه پخلا کيدونکي فاصلې رامينځ ته شوى نو دپخلا کېدو کوښښ ونه کړى .
@@@
زه له تاوتريخوالى توبه اوباسم 
گرانه زړه ته راتېره !
ډير وخت مې له تاسره تاوتريخوالى وساته، تل به مې خپله خبره پر تا منله که زړه به دې نه وو نو هم به دې زما دخوښې لپاره هغه خبره منله .
کله چې به دې زما خبره  ونه منله په ذهن به مې سخت بوج وو اوس زه دې حقيقت ته ورسيدم چې هرانسان خپلواک دى. 
تاسره بايد په نه خبره او يا په کوچنۍ خبره تاوتريخوالى ونه ساتم که څه هم په څه هم په دې  خبره به مې په ذهن بوج راشي خو بايد زه هم ديو څه صبر څخه کار واخلم ځکه دزړه ساتنه پراخ زړه غواړي ډير صبر غواړي زغم غواړي 
 يوه ټپه ده چې وايي 
ديارانې کول اسان دى 
عالمه گرانه ده يار دزړه ساتنه
اوس چې ددوستۍ يو څه پړاو ترسره شو او دا دوستي يو بل پړاو ته ورننوته نو اړينه ده چې د تاوتريخوالى څخه سره تير شو او پر  نه خبره د يو بل زړه خپه نه کړو
 مينه يوه ځانگړي جذبه لري  که دغه جذبه کمزورى شي نو خامخا شکونه او زړه بداوى رامينځته کيږي.
 دا  په دوه زړونو بده اغيزه کو ي  او  باور له مينځه وړي .
هر کله چې باور له مينځه لاړ نو شيطان بيا په دواړو زړونو کې کرکې ته لمن وهي او ديو بل قرباني پر سيند لاهو کوي
 نو په پاى کې زه نور له تاسره تاوتريخوالى نه کوم  
په پښتو کې د عربي کليمو ليکلار 
دا خبره څرگنده ده چې ژبې په يو بل ځانگړې اغيز لري او بيا په تېره پښتو د عربي ژبې ځانگړى اغيز خپل کړى دى، د عربي ډېرې کليمې په پښتو کې ځاى شوي او کارول کيږي او داسې هم گڼل کيږي چې دغه عربي کلمې د پښتو خپلې شوي دي. په پښتو کې د عربي کلمو کارول په دوو ډولو ويشل شوي دي.يوه ډول مفغن او بل نامفغن :١_ هغه عربي توري چې په مفغن کيدو سره يې ارمعنا بدلون مومي نو دغه کلمې بايد په اصلي بڼه وليکل شي. لکه قاضي، حاکم، الصلوة، محکمه…. ٢_هغه کلمې چې په مفغن کيدو يا بدلون سره يې اصلي معنا بدلون نه مومي، نو بيادې په بدله بڼه وليکل شي، لکه خلق – خلک، نقل – نکل، طمعه = تمه، قميس – کميس، قصه – کيسه، بيعه – بيه، او داسې نور. او بله دا چې دغه کلمې، په پښتو ژبه کې دومره کارول کيږي، چې د پښتو خپلې کلمې گڼل کيږي او د عربي په بڼه یې پښتانه په اسانۍ سره نه شي اداء کولې، په همده ډول يې ادا کول اسانه دي نو بيادې په همدې ډول وليکل شي او ژبپوهانو هم منلي ده خو يوازې يو څو د گوتو په شمار کسان دي چې دا خبره نه مني او سختي يې رامنځته کړې.که موږ چيرې د عربي کلمې ټکي پر ټکي ليکو نو عربان دې هم زمونږ ټکي هو به هو وليکي. لکه جاپان، پاکستان، ننگرهار.چې جابان، باکستان او ننجرهار ليکي. يوه خبره د مخرج کوم، چې د تجويد په علم کې د قرآن کريم د تلاوت پر مهال د مخارجو زيات خيال ساتل کيږي او د حروفو د اداء کولو پر مهال د خولې او غاښونو د مخارجو خيال ساتل اړين دى. مخرج زه په دوو برخو ويشم : يو فطري او بل کسبي :فطري مخرج هغه ته وايي چې يو ماشوم يې په فطري ډول په کورنۍ کې زده کوي. بل کسبي مخرج هغه ته وايي چې د ښوونکي د ښوونې له مخې زده کيږي. يو حقيقت دا دى چې که په يوې ژبې کې د کوم ټکي مخرج نه و د هغې ژبې د ويونکو په خولې کې په فطري ډول دهغه ټکي مخرج نه وي. ټ، ډ، ڼ، ړ چې پښتانه او اردو ژبي يې په اسانۍ سره ادا کولې شي، په خوله کې مخرج په فطري ډول جوړ شوى دى خو فارسي ژبي او عربان دغه ټکي بيخي نه شي ادا کولاى
@@@@@
دپښتو دليکدود ستونزه حل غواړي 
داخبره اوس څرگنده ده ،چې هره ژ‌به ځانگړي ارونه ،پښويه (گرامر)له مخې پرمختگ کوي دا،چې پښتوژبه دنړيوالوژبوپه کتارکې څلويښتم ځاى لري اونن سبا په ټولې نړۍ کې په ميلونونوويونکي لري اودامهال په لسگونوويبپاڼې،په لسگونوورځپاڼې ،راډيويي اوتلويزوني کانالونه يې خپرونې کوي خوتردې دمه يې دگډ ليکدود ستونزه نه ده حل شوې، پښتوژ‌به دامهال گڼ ژ‌بپوهان لري ،چې هر يويې دخپل ليد لورې له مخې دپښتوليکدود ليکي اوخپل هغه کره بولي اودبل ناکره ،دپښتوژبې ديوليکدودلپاره اړتيا ده ،چې دپښتنوپه يوې سيمې کې ځانگړې مرکزجوړاوهلته ديوکره ليکدود لپاره هلې ځلې وشي اوله خپلسرۍ څخه لاس واخستل شي دامهال دکندهار،کويټې ،اودکابل ،پېښوراوننگرهارليکوال ديوبل پرخلاف ليکدود کاروي ،پښتوژبه دنړيوالوژبوترڅنگ پشپړه شتمنه ويي پانگه لري خودځينوسياسي کړيواو اندونو له مخې ليکوال اوژ‌بپوهان دې ته نه چمتوکيږي ،چې په يوگډ ليکدود يوه خوله شي که څه هم په دې لاره کې ژبپوهانوډيرې هڅې کړې لکه پوهان مجاوراحمدزيار،معصوم هوتک .اودکوزې پښتنونخوايوشمېر ليکوالو،خو ځانگړې پاييله يې نه ده ورکړې اوبيا هم ځېنې ستونزې شته ،چې حل غواړي زه له ټولوپښتنوژبپوهانوڅخه هيله کوم دپښـتوليکدود ديوکېدولپاره کاروکړي اوخپله دنده ترسره کړي 
@@@@@@
د ارواښاد شمس ملي شخصيت او ملي اند
د شمس صیب د لسم تلين په مناسبت 
ارواښادشمس صاحب به دپېښور دورسک روډ په کبابيانو کې پرملي اندونو له هر افغان سره په اخلاص خبرې کولې سياسي دفتر يې د کليوالې ديرې ياحجرې په څېروو د هېواد له بيلابيلو سيمو څخه به ورته دسياسي او ناسياسي اند څښتنان راتل ، په شپو شپو په يې ورسره په خپلو سياسي او سيمه ايزو ستونزو خبرې اوجرگې کولې ،مشورې اوخبرې يې ټول درښتني ملي شخصيت ته ورته وې په خپل ملي غښتلي دريځ به کلک ولاړ وود خپل گوندي سياسي سيال (شمالي ټلوالې ) سره نه پخلاکيدونکى وو په ملي ستونزو به يې ښې درنې غونډې رابللې او د نور سياستوالو په غونډو کې به يې ونډه اخيسته ،داخبره هم ښکاره ده چې دشمال ټلوالى په ملي ضد دريځو ښه پوهيده او لکه دسپر په څېر به ورته ولاړوو له خپله ملي دريځه به يې ملاتړ کاوه د پېښور په هغه چارپيريال کې چې يووخت به ملي خبره په کې دکفرسره برابره گڼل کيده خو دې ترې نه تېريده دپښتو،پښتون ،افغان او افغانستان په اړه به يې هم خپل دريځونه په بيلابيلو رسنيو کې ترسترگو کېده په( وحدت اوسهار) ورځپاڼو کې به يې اوږدې اوږدې ليکنې خپريدې زما په څېرلوستوالو به ټکي په ټکي لوستې په هرځاى کې يې دپښتون ملاتړ کړى دى دکوزې پښتونخوا له پښتنومشرانوسره يې ښه راشه درشه درلوده خو په ځينو خبرو کې ترې ډيرگيله من او ماڼيجن (خپه )وو دا خبرې دپښتون شتون اودپښتنو د ستونزو په اړه وي ليدلوري سره جلا کيدل په مسلمانۍ هم له ډيروښو اخوانيانو څخه ښه کلک مسلمان وو د لمانځه پابند وو ، د قران کريم تلاوت يې کاوه د ځينو افغان ملتيانو په څېربه يې روژې نه خوړلې درباني او احمد شاه مسعود سره د سياسي تربگنۍ له امله يې د پښتون گلبدين حکمتيارملاتړ کاوه خو ترې يې ډيرې گيلې هم په زړه کې وې خو دطالبانو ملاتړيې هم په دې دليل کاوه چې افغانستان يې له تجزيې وژغوره او شمالي ټلواله يې دهېواد قسم خوړلي دښمنان او (دلوى خراسان جوړونکي) گڼل اودا به يې وايل چې د خراسان جوړولو دسيسه (د جبل السراج تړون) حکمتيار ناکام کړ په رسمي دريځ کې به دپخواني پادشا(ظاهرشاه )ملاتړې و چې دځينواخوانيانو به ورسره جوړه نه وه خومخامخ يې ورته څه نه شوويلي په خپلو هراړخيزو وصولو کلک اومتين ولاړ وو او ترې تېريدل ورته سخت تمامېدل او د پېښوريانو په خبره پروصولو يې له چاسره سودابازي نه کوله او په خپل ملي اند )افغانستان دټولو افغانانو لپاره ) ولاړ وو په ټولو افغانانو کې يې پښتون مشر ورورگاڼه او ويل به يې چې دروسانود تيري پرمهال ډير تاوان پښتنو دسيمواو دپښتنو شوې ،جهاد پښتنوکړې په حکومت جوړونه کې يې بايد ونډه ډيره وي په غم کې هم ډير صابر (صبرکوونکي ) وو
ستا د ښايست گلونه ډير دي
ځولۍ مې تنگه زه به کوم کوم ټولومه 
 
د پښتون غيرت
د اشنا بې وفايي ته، چې کتل کړم
له ډېرغمه په زړه گي کې دا تکل کړم
راځه راشه له دې پوچې يارانې نه
د رقيب له ضده دوه چنده ورتلل کړم
د هغه سره چې زه لاس وگريوان يم 
ويره نه لرم له چا اونه درغل کړم
زه پښتون يم د پښتو په ننگ ولاړيم
چې هميش به زه په دغه لاره تلل کړم
که نړۍ وليده زور زما په تن کې
هم وريادبه ورته هغه زوړ متل کړم
د پښتون زوروقوت ته چې تسليم شو
خوشحالۍ نه به ښندل زه د سنبل کړم
پښتون ماتې په نړۍ خوړلې نه ده
له خپل ځان سره چې کله زه اټکل کړم
نوبياولې دا حقوق زمونږ غصبيږى
د پيښليک مې نړيوالو نه غوښتل کړم
فضل وکړې لويه خداى په دې باندې
انډيواله زه به تل دغه ليکل کړم
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
د حديث او علم الحديث پيژندنه دا ليکنه دد١٣٨٠ لمريزکال د چنگاښ پر٣١ چې د ٢٠٠١ کال د جولاى له ٢٢ سره سمون خوري دپېښور په (سهار)ورځپاڼه کې خپره شوې ده اوس يې يو ځل بيا وړاندى کوم ليک : فضل قادر انډيوال حديث معنا خبرې دي او داد حضرت محمد صلى الله عليه وسلم خبرې دي نو ځکه نن ورځ په اسلامي نړۍ کې ورته حديث ويل کيږي که څوک په دې خبرو باندې اعتراف وکړي چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم احوال او افعال خو خبرې نه دي نو بيا ولې په حديث کې شميرل شوى دي ددغه اعتراض په اړه د اسلامي امت علماء دغه ځواب غوره گڼلې چې احوال او افعال د کثرت له امله يې په حديث کې شميرلي دى او بله دا چې علماى کرامو ليکلي دي چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم اقوالو ، احوالو او افعالو ته حديث ويل خو دساخته او له ځانه جوړه شوې اصطلاح نه ده بلکه دقرانکريم څخه استنباط او راخستل شوېده او همدا رنگه چې دحضرت محمدصلى الله عليه وسلم ټولو ارشاداتو ته حديث ويل کيږي او دين بلل کيږي . او په سورت ضحى کې يې تعبير په دې ډول کړي دى (( اما بنعمة ربک فحدث )) علماء کرام دنعمت څخه مراد دين اخلي او په نورو آياتونو کې حديث او احاديث او ورته الفاظ راغلي دي د(علم حديث) څخه وړاندې بايد لومړى د(نفس حديث) تعريف او پيژنده وړاندې شي ځکه چې په (علم حديث) کې(حديث) ديو علم په ډول لوستل کيږي بل ( نفس حديث) دى چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم اقوالو ، افعالو ، اصولو او تقريرانو ته ويل کيږي چې ددغه نفس حديث څخه وروسته علم جوړ شو چې په اوس مهال کې ( علم الحديث)يا حديث پوهنې) په نامه ياديږي بيا علم الحديث په څو برخو ويشل شوى او هره برخه يې ځان ته تعريف ، موضوع او غرض (هدف ) لري .روايت الحديث ، درايۀ الحديث يا علم الحديث روايه ، علم الحديث درايه دعلم الحديث په باب چې څومره کتابونه په مدارسو کې لوستل کيږي او دوره حديث کې ترې څخه کار اخيستل کيږي دغه ټول درواية الحديث پورې اړه لري . حديث دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم اقوالو ، افعالو ، احوالو او تقريراتو ته ويل کيږي هدف او مطلب دادى چې کوم يو امتي دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم په هغه کار باندې دمنع کيدو حکم نه مخکې کړې وي او نه وروسته دې ته د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم تقرير ويل کيږي او کوم شي يا کار چې په دې ډول ثابت شي ويل کيږي چې داد حديث څخه ثابت شوى دى دتقرير څخه ثابت شويدى ددې خبرې اساسي او بنسټيز لامل دادى چې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د مبارک شان څخه داخبره ډير ليرې وه چې دهغه په مخکې دې کوم غلط کار يا ناجايز کار وشي او هغه دې پرې چپ پاتې شي نو داخبره څرگنده شوه چې لکه څرنگه چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم اقوال ، افعال او احوال حجت دى نو همدارنگه سکوت او تقرير هم حجت دى . دحديث پوهانو او داصول الفقهې دپوهانو په اتفاق او يووالي سره دحديث په تعريف کې داخل دي ځکه چې دا حجت دى احوال يې په دوه ډوله دي . ١- اختياري احوال ٢- غير اختياري احوال لکه د نبي عليه السلام خلق او اخلاق چې داد حديث په تعريف کې دعلماء په اتفاق سره داخل دي غير اختياري دخلقيه احوال چې مونږ يې په پيدايشي احوال سره پيژنو لکه دنبي عليه السلام سر، قد او ويښته او ... دغه احوال دحديث پوهانو په رايه دحديث په تعريف کې داخل دي دوى وايي کل ما نسب الى النبى عليه حتى الحرکات ، السکنات فى اليقظه والمنام . ژباړه : هر هغه شى چې نسبت يې نبى عليه اسلام ته کيږي ان چې ويښته ، خوب ، حرکات او سکنات ټول حديث دى خو داصولو فقه علماء په نزد او اصطلاح کې غير اختيارى او خلقيه احوال د حديث په تعريف کې داخل نه دي دغه اصولين يا داصولو الغت علما وايي چې مونږ دهغه شې څخه بحث کوو چې په حجت او دليل ولاړ وي او زمونږ لپاره دنبي عليه السلام لارښونې ، ارشادات او اخلاقي صفتونه هدف او مراد دى . او خلقي غير اختيارى صفتونه زمونږ دبحث وړ نه دى او په شريعت کې دليل نه گرځي او نه پرې حکم مرتب کيږي او هغه حجت هم نه دى داوه د نفس حديث يوه لنډه پيژندنه . دحديث پوهنې پيژندنه : علم الحديث په تعريف کې د اسلامي امت دجيدو علماء ترمينځه يوڅه اختلاف شته او لا تر دې دمه ډول ډول تعريفونه يې شوى چې په پاى کې په دغه تعريف باندې اکتفا شوى ده او دزياترو نيوکو ، اعتراضونو او اشکالاتو څخه خلاص دى . حديث پوهنه هغه پوهه ده چې پرې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم اقوال ، افعال ، احوال معلوم شي ځکه چې ديو حديث په روايت کې د روايت کوونکى که صحابي وي که تابعي دهغه هم ټول حالات تر څيړنې لاندې نيول کيږي که چيرې روايت کوونکي ضعيف هم وي دنورو علماى کرامو تعريفونه په دې ډول دي دنورو علماى کرامو تعريفونه په دې ډول دي . دمتقدمينو علماو څڅه ځنې وايې علم حديث (حديث پوهنه) دهغه قوانينو نوم دى چې په هغه سره دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم د اقوالو ، افعالو او احوالو صحت او نه صحت معلوم شي ځينې علما وايي چې دغه تعريف د مطلق علم الحديث نه دى داد اصول الحديث پيژندنه ده دوهم تعريف يې دا شويدى : علم حديث هغه فن دى چې پرې د روايت درجه معلومه شي او دغه هم دحديث پوهنې تعريف نه دى بلکه داد علم العليل الحديث تعريف بلل کيږي . دريم تعريف يې په دې ډول سره شوى دى علم الحديث هغه علم دى چې پر هغه سره د نبي ويناوو ، کارونو او حالاتو ، شرحه معلومه شي دغه تعريف دروايت الحديث دى ځکه چې حديث پوهنه٦٠ ډولونه او څانگې لري چې هر ډول او څانگه يې جلا جلا تعريفونه لري لکه روايت الحديث ، داريت حديث ، اصول الحديث ، علل الحديث .... دعلم الحديث دموضوع په باب علماى کرام وايي چې دعلم حديث موضوع ذات الرسول الله من وصف الرساله . ژباړه : دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم مبارک ذات درسالت له مخې دى دموضوع په تعريف سره ټول اعتراضونه ځواب کيږي چې پرې وارد دى دعلم الحديث دهدف اوغرض دټاکلو لپاره هم ډير هدفونه ټاکل شوىدي مولانا محمد ذکريا دعلم الحديث لپاره درې هدفونه ښودلى دى هغه زيرى ، فضليتونه ترلاسه کول چې داحاديثو زده کوونکو او ښوونکو ته په حديثونو کې راغلي دي ددې هدف لپاره مولانا ذکريا درې احاديث د استدلال لپاره وړاندې کوي دوه دعبدالله ابن مسعود روايتونه او يو دابن عباس روايت دى . دعبدالله ابن مسعود څخه روايت دى چې محمد صلى الله عليه وسلم دې ترو تازه او خوشحاله وي الله تعالى د هغه چا ساتنه کوي چې زما خبره واوري ددغه حديث لاندې ځينې علما وايې چې څوک په رښتينې ډول دحديث طالب او زده کوونکي وي نو دهغه له مخ څخه يوه نوراني رڼا پورته کيږي او دليل پرې دغه آيت وړاندې کوي تعرف فى وجوههم نضرة النعيم ژباړه پيژندل کيږي په مخونو ددوى تازگي دنعمتونو . دابن عباس څخه روايت دى : حضرت محمد صلى الله عليه وسلم وفرمايل اى الله زما په خلفا باندې رحم وکړه ١- اصحابو ترې پوښتنه وکړه چې ستا خلفا څوک دى حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ځواب ورکړ الذين يروون حديثى ويعلمونها الناس ) هغه کسان دي چې زما احاديث روايت کوي او نورو خلکو ته يې ښيې . ٢- دا چې ددين او شريعت ټول اساس په قران کريم ولاړ دى او په قران کې ټول اصول ښودل شوي دي خو دومره خبره ده چې په قران کې دغه ټول اصول اجمالي دي او دجزيياتو تشريح يې بشپړه نه ده او په احاديثو سره يې تشريح شوې ده نو معلومه شوه چې دحديث پرته نه پر پوره قران پوهه حاصليږي او نه پرې په اساسي ډول عمل کيداى شي او دحديث پرته په ديني امورو او کارونو هم اساسي پوهه نشي ترلاسه کولاى نو ځکه په علم الحديث باندې ځان خبرول لازمي دى . ٣- دحديث دلوستو اساسي هدف دادى چې يو مومن څنگه دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم په لارښوونو او نقش قدم باندې عمل وکړي نو دنبي صلى الله عليه وسلم د سنتو دطريقو(لارو) پيژندل دعلم حديث دزده کړى اساسي هدف دى چې حديثو دشرحو په ډيرو کتابونو کې سړى کتلاى شي . دحديث، خبر ، اثر او سنت ترمنځه توپير . دجمهور علماو، محدثينو او دحديث پوهانو په رايه حديث او خبر دواړه مترادف الفاظ دى چې معنا يې واحده ده خو د حديث تعريف بيا جلا دى ،ځينو حديث دمحمد صلى الله عليه وسلم اقوالو ، احوالو ته ځانگړى کړى ځينو په کې د اصحابو اقوال هم دحديث په تعريف کې داخل کړي دي، ځينو علماء دتابعينو اقوال هم دحديث په تعريف کې شميرلي دي دځينو حديث پوهانو رايه داده چې دحديث او خبر ترمنځه توپير شته حديث (ما جاء عن النبى صلى الله عليه وسلم) حديث هغه دى چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته يې نسبت کيږي او دغه نسبت دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم ځانگړنه ده خبر( ما جاء عن غيره) او خبر هغه ته ويل کيږي چې نسبت يې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم پرته بل ته وشي ځينې بيا لا داخبره کوي حديث نسبت خاص نبي صلى الله عليه وسلم ته کيږي او د خبر نسبت بيا عام دى که حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته وي او که بل چاته . دحديث او سنت ترمنځه توپير ځيني علماى کرام د حديث او سنت معنا يوه گڼي . دوهمه خبره داده چې حديث اطلاق په ځانگړي ډول د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په اقوالو او ويناوو کيږي او سنت عام دى چې اطلاق يې دنبي صلى الله عليه وسلم په اقوالو ، افعالو ، احوالو او د نورو خلکو باندې هم کيږي . د اثر اطلاق : حديث پوهان حديث مرفوع او موقوف پر دواړو کوي امام طحاوي په خپل کتاب شرح معاني آثار ايښى دى په دې کې يې ټول هغه مرفوعه او موقوفه روايات راوړي دى چې ځينو علماء اثر گڼلى دى . د احاديثو دکتابونو ډولونه ( اقسام ) ليک فضل قادرانډيوال داحاديثو دکتابونو دليکلو لپاره حديث پوهانو ځانگړى لارې او اصول غوره کړى ډول ډول طريقې او لارې ورته په گوته کړې او راز راز ډولونه يې ورته ټاکلي دي . حضرت مولانا محمد ذکريا عليه رحمه وايي زمونږ مشران استادانو به داحاديثو د کتابونو ټول دري ډوله ښوده ١جامع ٢ سنن او٣ مسند دغه خبره دحضرت مولانا گنگوهي او نورو اکابرو( مشرانو) علماوو په کلام او کتابونو کې هم موندل کيږي مسند الکل حضرت شاه عبدالعزيز ډهلوي محدث په خپل کتاب (عجاله نافعه) کې شپږ ډوله داحاديثو کتابونه ښودلي دى هغه جامع او سنن يو ډول گڼلي او ويش يې په دې توگه کړى جوامع ، مسانيد ، معجم اجزا او اربعينات هغه ليکي کله چې دتدريس په پيل کې ما شاگردانو دمشکات شريف درس ورکاوه د ډير لټون ، کوښښ او هلو ځلو وروسته راته څرگنده شوه چې داحاديثو دکتابونو ډولونه لس ، دولس دى ، ددې سره سره د لانور کوښښ او هلو ځلو وروسته پنځلس شپاړس ډوله راڅرگند شول خو کله چې مې د(لامع )مقدمه ليکله نو بيا داحديثو دکتابونو ډولونه ٢٥ يا ٢٧ ډولو ته ورسيدل خو دهغه شاگرد مولانا محمد عاقل وايي سهانپورى هم د(بذل المجهود) په مقدمه کې داحديثو دکتابونو ډولونه لس ښودلي دي او ما د(بذل المجهود) او (لامع) دواړه مقدمې مخکې کيښودى او (الفيض السمايي) په مقدمه کې د احاديثو دکتابونو دپنځه ويشت ډولونو تعريفونه( پيژندنې) او مصداقات د مثالونو سره په بشپړ ډول وليکل چې يو څو ډولونه او شمير يې په لاندې ډول دي . ١- جامع : داحاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې د حديث پوهنې دعلم حديث په اتوبابونو مشتمل دى لکه عقايد ، احکام ، تفسير تاريخ ، اداب ، رقاق ، غزاگاني ، مناقب (اصحابو کرامو ستاينې) او فتن ، بخاري او تر مذى جامع کتابونه دي ځکه چې دغه پورته اته بابونه لري خو تر مذى ته سنن ترمذى هم ويل کيږي دا په دې سبب چې دفقهې د بابونو په ترتيب سره ليکل شوي دي او په مسلم کې اختلاف دى چې ايا هغه جامع دى او که نه ؟ ځينې علما کرامو ورته جامع ويلى دى ځکه چې تفسير باب لري خو ډير لنډ دى او د همدغه لنډ تفسير له کبله يې جامع بولي او تفسير يې لنډ او کم بولي که چيرې تفسير يې پوره واى بيا ددغه علما کرام په نزد مسلم هو جامع و او د مولانا محمدزکريا رحمه الله عليه په رايه مسلم جامع دى او هغه لنډ تفسير ته اعتبار ورکوي . ٢- سنن داحاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې د بابونو ترتيب يې دفقهې کتابونو په څېر ترتيب شوي وي او دفهقې کتابونو بابونه د (باب الطهارت) څخه پيل کيږي په دې ډول کې سنن نسايي او دځينې علما کرامو په رايه په کې ترمذى داخل دى او ځينو علما کرامو جامع او سنن يو ډول کتاب ښودلى دى چې ما ورته پورته اشاره هم کړيده . ٣- مسند : داحاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې داحاديثو روايات يې دصحابو کرامو دنومونو په ترتيب سره راټول شوى وى له دحضرت انس ټول روايات چې په هره موضوع وي دلته موضوع ته اعتبار نشته په دې ډول کې د کتاب پر سر ليک او عنوان باندې دصحابي نوم ليکل کيږي او دهغه ټول روايات اخستل کيږي لکه مسند بن مالک چې ددغه صحابي څخه څومره احاديث روايات شوى ټول اخيستل شوي دي او د موضوع ته په کې ځاى نه دى ليدل شوى . بيا ځينې حديث پوهان محدثين داصحابو نومونه دتهجي دحروفو په اساس ليکلي وي لومړى دهغه صحابي نوم ليکل چې په سر او پيل کې يې (الف) راځي لکه دانس بن مالک ، ابى بن کعب او بيا ورپسې هغه اصحابو کرامو نومونه ليکي چې په سر او پيل کې (با) راځي لکه براء بن عادب او بلال بن الحارث . ځينې علما کرام بيا د اصحابو کرامو منزل او رتبې ته اعتبارورکوي لومړى د خلفاى راشدينو روايات راغلى لکه مسند احمد او مسند ابو داود الطياليسى په دغه دواړو کې داصحابو کرامو رتبې او منزلې ته اعتبار ورکول شوي دي او بيا ځينې علما داصحابو کرامو نومونه دقبيلو په اساس راخلي دمثال په ډول لومړى د هغه اصحابو نومونه راخلي چې بني هاشم دقبيلى پورې تړاو ولري او بيا ورپسې .... ځينې په ځانگړې ډول ديو صحابي روايت را اخلي لکه مسند ابي بکر څوک دخلفاء راشدينو روايات را اخلي لکه سمند خلفاء اربعه څوک يى د عشره مبشره روايات راخلي لکه( مسند العشرة المبشره )او بيا لا څوک لومړى دهغه صحابي روايت را راخلي چې لومړى مسلمان شوى که په رتبه کې هر څومره کم هم وي او بيا ځينې دلومړيتوب حق اول داهل البدر اصحابو کرامو ته ورکوي په خپل مسند کې لومړى داهل البدر روايات راخلي اهل البدر هغه اصحاب دى چې دبدر په غزا کې يې گډون کړى وى او څوک يا لا لومړى دبيعت الرضوان صحابو کرامو په ايات را اخلي او داسې .... ٤- معجم : داحاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې احاديث په کې دشيخانو د نومونو په ترتيب سره راغلى وى خو حضرت مولانا محمد زکريا دلامع په مقدمه کې ليکي چې دغه تعريف مشيخه وايي او په اصل کې معجم هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې په کې احاديث د حروفو تهجي په ترتيب سره ليکل شوى وى دغه قسم په درى ډوله دى . ١- داستادانو په ترتيب سره داحاديثو روايات ليکل لومړى دمشران استادانو او بيا دکشرانو استادانو روايات ليکل چې دا مدار نه دى . ٢- داصحابو کرامو احاديث دتهجي حروفو په ترتيب سره چې پورته ورته اشاره وشوه دغه تعريف په مسند کې راځي ٣- معجم الاحاديث هغه ډول کتابونه ته وايي چې احاديث په کې دتهجي حروفو په اساس راغلي وي دغه تعريف ته تعجم الاحاديث وايي ٥- مشيخه : داحاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې په کې ديو استاد يا يو شيخ ټول روايات ليکل شوى وي چې په هره موضوع سره وي ځکه چې په دې کې هم موضوع ته باور نه ورکول کيږي . ٦- الترتيب : داحاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې په کې ديوې موضوع په باره کې احاديث راټول او ليکلي شوي وي لکه څرنگه چې په معاجمو او مسانيدو کې معلومه شوه چې موضوع ته اعتبار نه ورکول کيږي دهغه يوې موضوع کې چې دهر چا څخه حديث روايت شوي په کې ليکل کيږي چې ورسره برابروي . ٧- الاطراف : داحاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې په کې دحديث لږه برخه ليکل شوى وى بيا دهمدغه حديث مختلف سندونه چې دغه حديث پرې روايت شوي وي واړه راټول کړي او په يو جلا کتاب کې يې وليکل شي دبيلگې په ډول انما الاعمال بالنيات دغه حديث ټول سندونه راټول کړي نو اطراف بلل کيږي په دې باب کې دابن طاهر المدسى الاطراف الکتب البته او د حافظ جمال الدين المروزى تحفه الاشراف بمعرف الاطرف مشهور دى ابن طاهر المقدسى دسته صحاح دهر کتاب څخه چې حديث اخلي نو هماغه کتاب حواله ورکوي او جمال الدين المروزى صرف دحديث يوه برخه اخلي او په کوم کوم کتاب کې چې سند وي هغه ټول سند راخلي . ٨- العليل : داحاديثو هغه ډول کتاب دى چې په کې داحاديثو دسندونو علتونه ښودل کيږي دحديث پوهانو په اصطلاح د حديث علل دحديث دسند پټ عيب او نقص ته ويل کيږي په دې علتونو باندې هرڅوک نه پوهيږي او دا يو مشکل کار دى ځکه چې دحديث سند په ښکاره سهي او درست وي خو په حقيقت کې په سند کې يو باريک او ډير دقيق نقص او عيب وي او صرف حديث پوهان دا په گوته کولاى شي . ٩- مستدرک : داحاديثو هغه ډول کتاب دى چې د احاديثو دکوم بل لوى کتاب د شرط مطابق ټول احاديث راټول کړي چې په هغه لوى کتاب يې مصنف سهوا يا قصداً دڅه علت له امله په خپل کتاب کې نه وي راوړي . مثال : يو محديث دبخارى د شرط مطابق ټول هغه احاديث راټول کړى چې امام بخاري په خپل کتاب کې دڅه علت له مخې سهواً يا قصداً نه وي راوړي حاکم مستدرک چې په بخاري او مسلم باندې ليکل شوي په دې دواړو کې هغه احاديث دي چې د د واړو د شرط مطابق دى خو په بخاري او مسلم کې دڅه علت له مخې يې مصنفينو په خپل خپل کتاب کې نه دي يادکړي او بيا حاکم پر جلا کتاب دحاکم مستدرک په نامه ليکلى دى . ١٠- مستخرج : د احاديثوهغه ډول کتاب دى چېد داحاديثو د بل کتاب څخه احاديث راواخلي هغه په دې ډول سره چې تخريج کوونکى هر هر حديث دخپل اصل دترتيب برابر دخپل سند څخه جلا په کتاب کې وليکي خو په دې شرط چې پکې پخواني يا وړانديني کتاب مصنف حائل نه وي ددې ډول کتاب دليکلو اساسي او بنسټيز هدف دسند تقويت دى په دې ډول کتاب کې د حديث دوه سندونه وليکل شي يو د وړانديني کتاب سند او بل ددغه کتاب دمصنف خپل سند لکه دابو عوائد مستخرج چې په مسلم باندې ليکل شوى دى چې په دې کې دمسلم د احاديثو سندونه يې دخپلو سندونو سره جلا ليکلى دى . ١١- اربعينه څلويښت حديث داحاديثو هغه ډول کتاب دى چې څلويښت احاديث په کې ليکل شوي وي دعلماء په اصطلاح ورته (چهل حديث ) (څلوېښت حديث) وايي په دې اړوند علماء يو حديث وړاندې کوي چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چا چې زما په امت کې څلويښت احاديث ياد کړ او په حفاظت يې وساتل نو دقيامت پر ورځ به دعلماء په ډله کې وي دغه حديث دعلما کرامو په وينا په ټولو لارو او سندونو ضعيف دى خو بيا هم ډيرو د فضليت له مخې چهل حديث کتابونه ليکلي دي په دې دليل چې دفضليت لپاره ضعيف حديث هم وړاندې کيداى شي . ١٢- اجزا د احاديثو هغه ډول کتاب دى چې دکوم خاص او ځانگړي استاد يا عالم ټول روايات په کې ليکل شوي يو لکه جزا امام مالک . ١٣ – رسائل : داحاديثو هغه ډول کتاب دى چې ديوې ځانگړې مسئلې په باب احاديث په کې راټول شوى وى لکه د امام بخاري جزء رفع الدين . اجزا او رسايل شاه عبدالعزيز جلا جلا شميرلي دى ليکن دمولانا محمد ذکريا په نزد او رايه دواړه يو ډول دي . ١٤- تراجم : داحاديثو هغه ډول کتاب دى چې په کې ډير احاديث په يو سند سره روايت او ليکل شوي وى لکه شافعي عن مالک ، عن نافع ، عن عمر عن رسول الله صلى الله عليه وسلم که په دغه سند څومره احاديث وليکل شي نو تراجم بلل کيږي . ١٥- تعاليق هغه ډول کتاب دى چې داحاديثو متنونه پکې ليکل شوي وي او سندونه يې خذف شوى وى . اوسندونه يې نه وي ليکل شوي ١٦- شرح الاثار داحاديثو هغه ډول کتاب دى چې په کې داحاديثو موضوع په ښکاره ډول متضاده وي او بيا په کې يو مصنف په خپل کتاب کې ددغه تضاد مطابقت يا دترجيح وجه (علت) وښايي نو دغه ډول ته شرح اثار وايي دا کار هغه علماء کرام کولاى شي چې په علم حديث، فقه او پر اصولو پوره پوهه او مهارت ولري لکه د امام شافعي الاختلاف الاحاديث ، دامام طحاوي معاني الاثار او مشکل الاثار ډير ښه کتابونه دي . ١٧- الافراد والغريب د احاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې ديو استاد يا شيخ (تفردات) يا دهمدغه استاد يا شيخ هغه احاديث راټول او وليکل شي چې له همدې څخه روايت شوي وي او د نورو ملگرو يا شاگردانو روايات يې بالکل نه وي او دغه ډول ټول احاديث غريب بلل کيږي په دې باب کې دارالقطنى الافراد ډير مشهور دي . ١٨- غريب الحديث : د احاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې په کې داحاديثودنااشنالغاتو معناگاني شوى او هغه تشريح يې هم ښودل شوي وي دغه کار که څه هم ستونزمن دى خو بيا هم ډيرو علما کرامو کړى دى مشهور کتابونه يې پرې ليکلي دي لکه کتاب الغريب د ابو عبيده قاسم بن سلام ، الفائق دزمحشري ، کتاب الغريبين د ابو عبيده هروي او نور ډير مشهور کتابونه النهايه دابن لااثير الجوزي چې په پنځو ټوکونو کې يې ليکلى دى او بل مجمع البخار دشيخ محمد طاهر پټني چې دا هم پنځه ټوکونو کې دى دلومړى څخه لوى او ستر دى . ١٩- الکتب المولفه في الارعبه دا هغه ډول کتابونو ته ويل کيږي چې هغه احاديث په کې راټول شوى وى چې شپې او ورځې مسنونه دعاگاني په کې ثابتې شوې وي په دې ډول کې گڼ شمير کتابونه ليکل شوي دي لکه کتاب الاذکار و امام نوى او عمل اليوم واليلة دامام نسايي . ٢٠- تخارج داحاديثو هغه کتاب ته ويل کيږي چې دکوم کتاب څخه احاديث وليکلي چې په اصل کتاب کې دسند پرته راغلى وى او په دې کتاب کې د سند سره وليکي . ٢١- زوايد دا ډول کتاب مستدرک ته نيږدى دى دکوم کتاب څخه پاتې احاديث په دغه کتاب کې دزوايدو په ډول وليکي چې په هغه کتاب کې نه وي لکه زوايد دابن حبان على الصححين دحافظ معلطا په تصنيف. ٢٢- المسلسلات د احاديثو هغه ډول کتاب دى چې په کې احاديث په يو ځانگړي صفت سره روايت شوي وي چې داحاديثو ټول روايات يې له پيل څخه تر اخره پورې په يوه ځانگړى صفت کې گډ ، شريک او متفق وي دمثال په ډول يو شاګرد دخپل استاد څخه يو ځانګړې حديث دنورو ټولو احاديثو څخه اول اوريدلى وى يا شاگردانو د خپل استاد څخه يو حديث په داسې حال کې اوريدلى وى چې استاد يې د تحدث په مهال کې دسورت صف يا بقره تلاوت کاوه يا د خپل استاد څخه يې حديث د ستړى مشي يا مصافحې په مهال کې اوريدلى وى . حافظ بن حجر وايي چې په مسلسله احاديثو کې دټولو نه صحيح مسلسل بقراة سوره الصف دى دا هغه احاديث دى چې دتحدث په مهال استاد د سوره الصف تلاوت کاوه د حضرت شاه ولى الله کتاب چې پوره نوم يې له الفضل المبين فى المسلسل من حديث النبى الامين ډير مشهور دى دهغه مهال په مدرسو کې لوستل کيده . غوره مسلسل کتاب دى د صحاح سته ترمنځه د درجو توپير ليک فضل قادرانډيوال دا ليکنه دد١٣٨٠ لمريزکال د چنگاښ پر١٥ چې د ٢٠٠١ کال د جولاى له ٦ سره سمون خوري دپېښور په (سهار)ورځپاڼه کې خپره شوې ده اوس يې يو ځل بيا خپروم دامت د ټولو علما په اتفاق او يوه خوله يا دجمهور علماء په رايه داحاديثو صحيح کتاب بخاري دى ( ان اصح الکتب بعد کتاب الله تعالى) او په دې خبره باندې د جمهورو او ټولو علما اتفاق نقل شوى دى خو د حضرت ابن شافعي څخه يو خبره نقل شوي ده (لا اعلم کتابا اصح من الموطاء ) زه د موطا څخه بل اصح کتاب نه پيژنم ددې خبرې ځواب دا دى چې امام شافعي دغه خبره په هغه وخت کې کړې وه چې صحيحين بخاري او مسلم بالکل(بيخي) ليکل شوې نه وو دامام شافعي مړينه د هجرت ٢٠٤ کې شوي ده نو ددې څخه څرگنديږي چې د حضرت امام شافعي دمړينې پرمهال دحضرت امام بخاري عمر لس کاله وو . همدارنگه ابوعلي نيشاپوري څخه روايت دى چې دمستدرک دمولف حاکم استاد دى وايي ما تحت اديم السماء کتاب اصح من مسلم داسمان دڅرمن چت لاندې دمسلم څخه اصح کتاب بل نشته ددې خبرې هم علماء کرامو ډير ځوابونه کړي دي چې مشهور ځواب يې دادى چې په صحت کې د مسلم غوره والى او د ترجيح مراد او مقصود نه ده بلکې د مسلم دليکلو ښه او غوره ترتيب او ښه نظم په اعتبار سره غوره والى مقصود دى او دغه خبره سهي هم ده ځکه چې په ترتيب او ښه سياق اوسباق کې مسلم په رښتنې ډول د ټولو څخه لوړ دى او د يو مضمون ټول روايات په ټولو طريقو او لارو يوځاى په ډير ښه او غوره دسليقې سره يې روښانه او بيان کړي دى. امام نووي رحمه الله هم دمسلم په شرحه کې پر سندونو باندې خبرې کړي او دهر شي سند يې په شد او مد سره روښانه کړى دى ، دامام مسلم دبيان طرز او لارې ستاينه يې کړيده . په هر حال دبخاري درجه په صحت او قوت کې له مسلم څخه لوړه ده او ددې تاييد له دې څخه هم کيږي چې په بخاري کې (متکلم فيها) روايت له مسلم څخه کم دي. که څه هم دټولوپه ځوابونو کې ويل شوي دي چې په بخاري کې متکلم فيها رواياتو شمېر ٧٨ دى او په مسلم کې پوره ١٠٠ دى متکلم فيها روايت هغه ډول رواياتو ته ويل کيږي چې ځينو علماء کرامو پرې اعتراضونه او نيوکې کړى وي او بيا يې نورو علماء کرامو ځوابونه ويلى وي . هغه روايات چې تخرج يې دواړو کړي وي يعنې متفق عليه وي او متکلم فيها وي د هغه شمير ٣٢ دى نو دمسلم متکلم فيها روايت دبخاري څخه ٢٢ ډير دى يو دليل يې دادى چې امام بخاري دخپل غوره او صحيح کتاب انتخاب( غوره والى) دشپږو سو زرو (شپږ لکو) څخه کړى او امام مسلم صرف د ٣ لکو څخه انتخاب کړى . دبخاري څخه وروسته دويمه درجه دمسلم ده له مسلم وروسته دجمهورو علماء په رايه دريمه درجه د ابوداود ده. خو د سيدالناس( دنيکانو خلکو ) رايه داده چې سنن ابوداود او مسلم دواړه په يوه درجه کې دي خو دغه خبره دجمهورو علماو څخه خلاف ده بله دا خبره هم مشهوره ده چې له ابوداود څخه وروسته د ترمذي درجه ده خو د زياترو محقينو څېړنه او تحقيق دادى چې دنسايي درجه له ترمذي څخه لوړه ده. په دې خبره کې د مولانا محمد زکريا رايه دا ده چې دقياس نفي او قراين همدغه خبره تاييدوي ځکه چې په ترمذي کې داسې روايات چې متکلم فيها دى او پرې ابن الجوزي دوضعې (خود ساخته) حکم لگولى دى٣ دي او په نسايي کې داسې احاديث چې ابن الحوزي پرې دا ډول حکم لگولى دى ١٠ حديث دى او ځينې مغاريه يا اهل العرب تر دې پورې وايي لکه علامه سخاوي په فتح المعيث کې نقل کوي چې دنسايي درجه دبخاري څخه هم لوړه ده دوهمه وجه هغه ده چې دهغه واقعې څخه معلوميږي چې کله امام نسايي سنن تاليف کړ چې قوي او ضعيف دواړه روايات په کې شامل وو نو د وخت بادشاه او امير ترې څخه پوښتنه وکړه اکله صحيح آيا ټول صحيح دي فقال لا فقال الامير فاکتب منه الصحيح مجرداً فلخص منها الصغرى وسحاة المجتهبى يا المجتهتى علامه انور شاه کشميرى رايه داده چې د نسايي درجه دابوداود څخه هم لوړه ده او پر دليل يې دا خبره وړاندې کوي امام نسايي په خپله وايي ما اخرجت فى الصغرى فصحيح مايد صغرى کې ټول صحيح روايات راټول کړيدى . او ابوداود خپل کتاب په باره کې وايي ما لم اذکر فيه شياء فهو صالح ما چې په کوم روايت باندې خبره نه وي کړى نو هغه صالح (سم) دى او داسې روايت په ابوداود کې ډير زيات دي او صالح عام دى صحيح او حسن دواړو ته شامل وي نو ددې څخه معلوميږي چې سنن صغرى نسايي دابوداود څخه افضل دى دټولو څخه وروسته د سنن ابن ماجه درجه ده او په دې خبره دامت علماوو خپل اتفاق او يووالى ښودلى دى ځکه چې په دې کې ډير روايات ضعيف دي دحافظ ذهبي رايه داده چې په دې کتاب کې داسې روايات چې دحجت او استدلال وړ نه دي هغه نيږدي زرو(١٠٠٠) ته رسيږي او داسې روايات چې بالکل ساقط الاعتبار دي چې اعتبار پرې نشي کيداى ٣٠ ته نيږدي دي ابن الجوزي هغه موضعاتو( خودساخته) کې شميرلي دي او حافظ جوزي يوه قاعده کليه وړاندې کړى ده کل ما انفرد ابن ماجه فهو ضعيف هر هغه روايت چې يواځې په ابن ماجه کې وي نو هغه ضعيف دى. نوکوم روايت چې په صحاح سته او په نورو کتابونو کې نه وي پر هغه روايت يې دضعيف حکم کړي دى ليکن حافظ ابن حجر دغه قاعده نه مني او په مطلق ډول له دغې قاعدې سره متفق او يوه خوله نه دى خودغه خبره مني چې په ابن ماجه کې ډير احاديث ضعيف او منکر دي . حضرت شيخ زکريا د (لا مع ) په مقدمه کې ليکلي دي چې متقدمين علما ابن ماجه په اصولي او مهمو کتابونو کې نه شميره لکه څرنگه چې امام نووي په خپل ليکلي اثر تقريب کې مهم کتابونه پنځه ياد کړي دى يعنې دامام نوي په نزد صحاح سته په ځاى صحاح خمسه دي د بخارى ، مسلم ، ترمذي ، ابوداود او نسايي ابن ماجه هغه نه دى راخستې اول من ضعفه الى الاصول ابن ظاهر المقدسي ابن ماجه په صحاح سته کې بايد اصولو کې ابن ظاهر المقدسي رايه داخل کړي . ظاهر المقدسي هغه دى چې دوه کتابونه يې( شروط الائمه السته )او (اطراف الکتب السته ) ډير مشهور دي ځينو علماء کرامو دابن ماجه په ځاى دامام مالک موطا ته( سادس سته) وايې چې زرين بن معاويه په دغه کسانو کې شامل دى نوموړى په خپل کتاب (تجريد الصحاح ) کې دابن ماجه په ځاى د موطاء مالک څخه احاديث نقل کړي دى همدارنگه ابن اثير الجزري په (جامع الاصول لاحاديث الرسول ) کې د صحاح سته احاديث يې په (علايي سنن دارمي) کې په سادس سته کې يې شمارلي دي ابوالحسن سندي وايي چې دطحاوي شرحه( شرح معاني الاثار) دا حق لري چې د صحاح سته و( امهات ) يا اصول هم ورته ووايي دا وې د صحاح سته ترمنځ درجې چې علماء ورته ټاکلې دي دحجت له مخې داحاديثو دکتابونو طبقې ليک : فضل قادر انډيوال دا ليکنه دد١٣٨٠ لمريزکال د چنگاښ پر١٣چې د ٢٠٠١ کال د جولاى له ٤ سره سمون خوري دپېښور په (سهار)ورځپاڼه کې خپره شوې ده اوس يې يو ځل بيا وړاندى کوم لکه څرنگه چې څرگنده خبره ده داحاديثو دکتابونو شميره ډيره زياته ده او ان چې دسلو څخه اوړي نو داسلامي امت علماء کرامو دحجت له مخې داحاديثو دکتابونو ويشل په څو برخو کړي دي چې دبيلگې په ډول يو څو طبقې وړاندې کوو که څه هم د احاديثو په ځينو کتابونو کې ضعيف او کمزوري احاديث هم شته او دصحت او ضعف له مخې مختلف دي نو په دې باب حضرت شاه عبدالعزيز د ډهلي يو محدث يوه ډيره گټوره او لنډه رساله يا په بله وينا يو کتابگوټى ليکلى دى داکتابگوټى ما يحب حفظه ، للناظر نوميږي په دې کې داحاديثو دکتابونو طبقې دصحت او قوت له مخې په ډير ښه ډول په گوته شوي دي حضرت مولانا زکريا خپلو شاگردانو ته دبخاري ددرس پر مها ل ددغه کتابگوټي ارزښت ښوده او ويل به يې چې ټول شاگردان بايد دغه کتابگوټى په يادو زده کړي حضرت شاه عبدالعزيز په دغه کتابگوټى کې دصحت له مخې داحاديثو پنځه طبقې ښودلي دي . لومړى طبقه : هغه کتابونه چې ټول احاديث يې دصحت او استدلال وړ دي ثقه(کره) او قوي بلل کيږي په دغه طبقه کې ټول هغه کتابونه شامل دي چې د(صحيح) په نامه ياديږي لکه بخاري ، مسلم ، صحيحن ، صحيح ابن حزيمه ، صحيح ابن حبان ، صحيح ابوعوانه ، صحيح ابن السکن ، امنتقى ابن ابخار ، مستدرک ابن حاکم او دځينو علماء په خبره موطاء امام مالک پکې شامل گڼي . دويمه طبقه : هغه کتابونه چې حديث يې داستدلال لپاره دراخيستو صالح اووړدى ،که څه هم ټول احاديث يې د صحت رتبې ته نه وي رسيدلىي او دکوم يو حديث دحجت کيدو لپاره دهغه رتبه د صحت درجې ته رسيدل ضروري نه دي بلکه حسن حديث هم داستدلال او حجت له مخې دمنلو وړ وي په دې طبقه کې دغه کتابونه دي ابوداوود ، ترمذي ، نسايي او مسند احمد هم په دغه طبقه کې دى په دې کتابونو کې ځينې ضعيف روايات شته خو هغه احاديث حسن ته نږدې دي او سړى پرې استدلال کولاى شي . دريمه طبقه : دا هغه کتابونه دي چې په کې هر ډول روايات پيدا کيږي داستدلال لپاره دمنلو وړ روايات او داستدلال لپاره دمنلو وړ نه وي هم په کې شامل وي يعنې غير قابل استدلال روايت په دې طبقه کې لکه ابن ماجه ، مسند ابوداود ، الطيالسى ، مسند ابويعلى المصلى ، مسند الزار ، مصنف عبدالرزاق ، مصنف ابوبکر بن ابى شيبه ، سعاجم الثلاثه للطبراني ، سنن البيهقي ، شعب الايمان للبيهي ، سنن دارالقطني ، الحليه لا بى نعيم او دتفسير په کتابونو لکه تفسير ابن مردويه المنشور فى التفسير بالماء ثور . .... څلورمه طبقه : هغه کتابونه دي چې په هر حديث يې دضعيف حکم شوي دى او په دې شرط چې دغه حديث په ځانگړې ډول په همدغه کتاب کې وي او په نورو پورته کتابونو کې نه موندل کيږي لکه دحکيم ترمذي نوادر الامول ، ديلمى منه الفردوس ، الکامل لابن عدى ، کتاب الضعفا ، للعقيلى او د تاريخ کتابونه لکه تاريخ الخلفاء ، تاريخ ابن عساکر ، تاريخ ابن انجار او دتاريخ الخطيب البغدادي .... پنځمه طبقه : دموضوعي حديثونو طبقه ده چې په دې کتابونو کې په ځانگړى ډول موضوعي احاديث راټول شوي دي نو په دې باره دعلم حديث محقيقنو او ناقدينو ، گڼ شمير کتابونه ليکلي دي او صرف دموضوعي احاديثو د راټولو په کوښښ او هڅه کې يې دغه کتابونه ليکلي دي او دهغوى هم اساسي هدف دا و چې ځيني ناپوهه خلک دغه موضوعي احاديث څوک دحجت لپاره وړاندې نه کړي او عام خلک پرې دوکه نه شي په دې لړۍ کې الموضوعات الکبرى ابن الجوزي يو ستر کتاب دى چې ډير شهرت لري او نور گڼ شمير کتابونه هم شته لکه اللالى المصنوعه في الاحاديث الموضوعات الکبرى ، الموضوع فى معرفة الموضوع دواړه دملا على قارى کتابونه دي . تذکرة الموضوعات دشيخ محمد طاهر پټنوي تنزيه الشريعه عن الاخبار الشيعه ، دابن عراق او شوکانى الفوائد المجموعه او دقزويني موضوعات ، المصابيح . ددې بحث په پاييله کې دا خبره څرگنده بريښي چې په( صحاح سته) په شپږو سهي کتابونو کې صحيحين ، بخاري مسلم او د امام مالک موطاء په لومړى طبقه کې شامل دي. سنن ثلاثه، ( ابوداود ، ترمذي او نسايي) په دويمې طبقې او سنن ابن ماجه په دريمه طبقه کې شامل دي په صحاح سته کې کوم يو کتاب په څلورمه طبقه کې نشته پنځمه خو بالکل موضوعي دي چې دحديث يقين(باور) پرې بيخې نه کيږي . شاه ولى الله رحمه الله عليه چې داحاديثو دکتابونو طبقې ښودلې دي په دې کې داحاديثو دصحت او قوة مدار او اساس په کتابونو ولاړ دى نو له همدې امله يې صحيحين بخاري او مسلم په غير صحيحين باندې وړاندې کړي دي نو ددې خبرې معنا دا شوه چې کوم حديث په بخارى او مسلم کې وي نو هغه غوره دى دغه مسلک دمحدث ابن الصلاح دى خو دعبدالحق( دهلوي محدث) بيا دحديث دصحت مدار او اساس پر کتابونو نه بلکې د حديث مدار او اساس د سند په رجالو او دنقد په اصولو باندې ټاکلى دى او دغه مسلک دابن محقق همام هم دى داحاديثو تدوين او ليکل فضل قادر انډيوال دا ليکنه دد١٣٨٠ لمريزکال د غبرگولي پر٢٣ او ٢٤ چې د ٢٠٠١ کال د جون له ١٣ او١٤ سره سمون خوري دپېښور په (سهار)ورځپاڼه کې په ٢ برخو کې خپره شوې ده اوس يې يو ځل بيا خپروم په لومړى مهال کې د احاديثو دليکلو دود د اصحابو کرامو او مشرانو تابعينو په وخت کې نه و په هغه مهال کې نبوي علوم او زده کړې په سينو کې ساتل شوې وې او له يو څخه بل ته سينه په سينه ليږدول کيدل. د تاليف او تصنيف رواج نه و ، په هغه مهال کې دعربو حافظې ډيرې قوي وې نو د احاديثو ليکلوته اړتيا نه پېښيدله. په همدې لامل په هغه مهال کې داحاديثو علم د اصحابو او تابعينو په سينه کې حفظ ( خوندي) پروت و نو کله چې اصحاب او تابعين وفات کيدل نو دا ويره پيدا شوه چې هسې نه د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ښکلې ويناوې او يا نبوي احاديث دمسلمانانو له لاسه ووځي او دنيا به دغوره اصحابو څخه خالي شي نو همدا خبره ددې اساسي لامل وگرځيدله چې احاديث راټول او وليکل شي دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم د رحلت نږدى سل کاله شوى وو ، د هجرت ٩٩يم کال کې عمر ابن عبدالعزيز رح خليفه شو او له دغه خليفه سره دا ويره او انديښنه پيدا شوه چې که ټول اصحاب کرام او تابعين وفات شي نو د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم داحاديث دغه ستره علمي پانگه به مو له لاسه وځي ، دغه علمي پانگه به دهغوي سره قبرونو ته ولاړه شي او مونږ به ترې بې برخې پاتې شو هغه وو چې دغه خليفه عمر ابن عبدالعزيز رح په همدغه کال او د هجرت په ٩٩ دخپل کنټرول لاندې علماء کرامو او داحاديثو حافظانو ته فرمانونه وليږل چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم مبارک احاديث راټول کړي لکه څرنگه چې حافظ ابو نعيم اصفهاني داصفهان په تاريخ کې ليکلي دي کتب عمر بن عبدالعزيز الى الافاق انظروا حديث رسول الله صلى الله عليه وسلم فاجمعوه . ژباړه : عمر بن عبدالعزيز دخپلو سيمو مشرانو ته ليک وليکه چې تاسې درسول الله صلى الله عليه وسلم احاديث ولټوئ او هغه را جمع کړئ يعنې راټول يې کړئ په ځينو رواياتو کې څخه څرگنده بريښې چې عمر بن عبدالعزيز په ځانگړى ډول قاضي ابوبکر ته (هغه وخت دمدينې منورې قاضي او امير و) ليک او فرمان وليکه څرنگه چې امام محمد په خپل کتاب موطآء کې په خپل سند سره نقل کړى دى او امام بخاري په خپل کتاب صحيح بخاري کې باب يقبض العلم لاندې تعليقاً ليکلي دي کتب عمر عبدالعزيز رح الى ابى بکر بن حزم انظر ما کان من حديث رسول الله صلى الله عليه وسلم فاکتبه لى فانى خفت دروس العلم ذهاب العلماء . ژباړه : حضرت عمر بن عبدالعزيز رح حضرت ابوبکر بن حزم ته ليک وليکه چې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم حديث ولټوه او اوئې ليکه او ما ته يې راولېږه. ځکه چې ما ته د علماء کرامو په مړينې سره د دغه علم د ختمېدو وېره او اندېښنه ده. نو د حضرت عمر بن عبدالعزيز په ځانگړې پاملرنې او تحريک د هغه مهال حديث پوهانو او محدثينو د حديثونو راټولول پېل کړل. په لومړي سر کې چې کومو علماء کرامو د احاديثو راټول پېل کړي دي په هغوى کې دوه نومونه ډېر مشهور دي. يو ابن شهاب الزهري رحمه الله وو چې پوره نوم يې محمد بن مسلم بن عبيد الله بن عبدالله بن شهاب الزهري دى. د هجرت په يو سل پنځه ويشت کال کې مړ شوى دى. بل ابوبکر بن حزم دى چې د دوى پوره نوم ابوبکر بن محمد بن عمرو بن حزم دى. د هجرت په يو سل شلم (١٢٠) کال کې وفات شوى دى. که څه هم دغه دواړه نږدې همعصره او همزمانه دي نو څوک په پوره باور سره نه شي وئيلى چې د احاديثو لومړنى راټولونکى په دغه دواړو کې کوم يو دى. د زياتره علماء کرامو ميلان او پام د ابن شهاب الزهري په لوري دى. دغه قول د امام مالک حافظ ابن هجر او علامه سيوطي او نورو دي او د ځينو علماء کرامو پام او ميلان په دې کې دى چې امام بخاري هم په کې شامل دى. د احاديثو لومړى مدون او راټولونکى ابوبکر بن حزم گڼي. د اکثرو او جمهورو تاييد له دې خبرې څخه هم کېږي چې عبدالبر په( التمهيد) کې د امام مالک څخه نقل کړى دى چې حضرت عمر بن عبدالعزيز د مړينې څخه مخکې ورته قاضي ابوبکر بن حزم خپل راټول شوي احاديث ليږلي وو او په دې باندې عبدالبر په (جامع بيان العلم و اهله) کې زياتوي او ليکي چې امام شهاب الزهري ويلي دي چې حضرت عمر بن عبدالعزيز رحمه الله مونږ ته د سنن د جمع کولو امر راکړى دى چې سنن هم د احاديثو په معنى سره دى نو مونږ سنن او احاديث د کتاب په بڼه وليکل بيا مو عمر بن عبدالعزيز رحمه الله ته مو ولېږل او هغه بيا خپل کنټرول لاندې هېواد ته ولېږل. نو له دې څخه معلوميږي چې امام شهاب الزهري د امام ابوبکر بن حزم څخه مخکې احاديث راټول کړي دي نو لومړيتوب حق د امام ابن الزهري ته حاصل دى. په دې لړۍ او برخه کې يو دريم نوم شعبي هم اخېستل کيږي چې هغه نوم د عامر بن شراحيل دى. دغه نوم علامه سيوطي تدريب الراى کې د حافظ ابن هجر عسقلاني څخه نقل کړى دى. امام جمع حديث الى مثله فقد سبق اليه الشعبى. ژباړه : د يو مضمون دپاره د احاديثو د راټولولو کار د ټولو څخه لومړى شعبي کړى دى. چې د هغه د طلاق باره کې هم حديث راټول کړي دي. هذا باب من الطلاق جيم. دا يو ډېر ستر باب دى او د قياس د نښو څخه دا خبره څرگنديږي چې د احاديثو لومړى راټولونکى شعبي شي ځکه چې دلته د هغه دواړو څخه د دې زمانه هم مخکې ده. يعنې شعبي زېږېدنه او ولادت په اوولسم هجري کې شوى دى. او د ابن الزهري زېږېدنه او ولادت په پنځوسم هجري کې شوى دى. خو د دې سره سره د احاديثو په راټولوونکو کې د هغه نوم مشهور نه شو. ځکه د هغه د تدوين د يو ځانگړي مضمون پورې تړاو لري. او هغه هم طلاق دى. او نورو احاديثونو پورې يې څه ارتباط نه درلود. نو له همدې امله يې هر ډول احاديث راجمع نه کړل. نو په لنډ ډول سره سړى ويلى شي چې په ځانگړي ډول د يو مضمون په باب د احاديثو راټولولو لومړى کار د عامر بن شراحيل الشعبي ستره وياړنه او کارنامه ده او په مطلق ډول د احاديثو په راټولولو سلسله دوه قوله دي. عند الاکثر الزهري او عند البعض ابوبکر بن حزم و يظهر اليه ميل البخاري. نو په پاېله کې دا خبره څرگنده شوه چې د احاديثو راټولولو ارزښتمن کار د عمر بن عبدالعزيز په تحريک ا و خوځښت سره پيل شوى چې په رښتيا سره يو د نوښت او ابتکار ښه کارنامه وه. لکه څنگه چې په يو حديث کې راغلي دي. ان الله يبعث هذه الامه على راس کل مائة سنة من يجدد لها دينها اخرجه ابوداؤد فى کتاب الملاحم و کذا الطبرانى. ژباړه : الله په دې امت کې په هر سلو کالو کې يو داسې څوک پيدا کوي چې د دين لپاره ښه کار ترسره کړي. دا حديث ابوهريره مرفوعاً روايت کړى دى. نو د علماء کرامو په اتفاق سره عادل خليفه حضرت عمر بن عبدالعزيز رحمه الله د هجرت لومړۍ پېړۍ نوښتگـر او مجدد گڼلى وو، او علامه سيوطي په دې خبره د علماء يووالى او اتفاق ښودلى دى. په اوس مهال کې چې مونږ مسلمانانو سره د احاديثو دومره خزانه شته، دا د حضرت عمر بن عبدالعزيز د ښه تدبير او کوښښونو ثمره او نتيجه ده. د تدوين کوونکو طبقې : د احاديثو تدوين او راټولول په مختلفو مهالونو، زمانو او دورو کې ترسره شوي دي. لومړى مرحله او دوره هغه ده چې پورته يې يادونه وشو ه چې هغه ته د احاديثو مطلق تدوين ويلى کيږي، چې په دې کې د څه ځانگړي توپير پرته هر ډول احاديث راټول شوي او د کتاب بڼه ورکول شوې ده. تدوين على الابواب : د بابونو په ډول راټولول په دې برخه کې ټول احاديث راټول شوي او د باب با ب په بڼه د هر مضمون لپاره جلا جلا احاديث راټول شوي او بيا کتابي بڼه ورکول شوې ده. درېمه دوره يا مرحله د صحيح حديثونو تدوين او راټولولو وه. په دې دوره کې هغه احاديث راټول شوي چې د سند په لحاظ صحيح او ثقه وي او شرط په کې ځاى ونه لري. لومړۍ دوره د لومړۍ هجري پېړۍ په پاى کې ترسره شوې. دوهمه دوره د دويمې هجري پېړۍ په منځ کې په لاس راغلې. او درېمه دوره د درېمې هجري پېړۍ په سر کې موندل شوې ده. د لومړۍ دورې علماء کرام او راټولوونکي خو مخکې تېر شول چې ابن شهاب الزهري، ابوبکر بن حزم او عامر بن شراحيل الشعبي په کې شامل دي. د دويمې مرحلې علماء کرام ا و راټولوونکي ابن جريح چې نوم يې عبدالمالک بن عبدالعزيز بن جريح هثيم بن لبشرالواسطي، محمد بن راشد، امام مالک او عبدالله بن مبارک هم مشهور دى او په دريمې مرحلې کې د ټولو نه لومړى ښه نوم په کې د امام بخاري دى. حضرت مولانا محمد زکريا د اوجز په مقدمه کې ليکلي دي چې حافظ ابن حجر په وينا د تدوين کوونکو څلور طبقې دي. هغه د وروستي يا دريمې طبقې څخه مخکې يوه طبقه زياتوي. تدوين على المسانيد د سندونو له مخې د احاديثو راټولول دا په حديثونو کې يو خاص ډول نوم دى. په دې ډول کې احاديث د اصحاب کرامو د نومونو په ترتيب سره راټول شوي. په دې کې د مضمون لحاظ نه دى ساتل شوى. په دې طبقه کې حافظ بن حجر د دوو شخصيتونو نومونه وړاندې کوي. يو عبيد الله بن موسى العسبى او نعيم بن حماد الحزاعى او له ده څخه وروسته په لنډ ډول ډېر مسانيد وړاندې کوي. لکه مسند ابوداؤد الطيالسي، مسند حميدي، مسند ابو يعلي او د حضرت امام احمد بن حنبل مسند ډېر مشهور دي. د حضرت زکريا په خيال د امام محمد مسند په دې وخت کې د موجوده کتابونو څخه ډېر لوى او ستر کتاب دى او داسې اورېدل کېږي چې پر هغه درې زره حديثونه دي او دا ډېره د نيکمرغۍ خبره ده چې سره د ډېرو رواياتو هغه قوي دي. همدارنگه شاه عبدالعزيز محدث دهلوي دغه کتاب په دويمه طبقه کې شمارلى دى. يعنې سنن ثلاثه ابوداؤد، الترمذي، نسايي، درجه يې ورکړې ده. د احاديثو ليکل : دا هم د تدوين احاديث يو کوچنى بحث دى. خو د جدي پاملرنې وړ دى. ځکه چې ګمراه او منکرين احاديث د اعتراض په بڼه دا خبره کوي چې د تدوين سلسله څنگه چې پورته يې بشپړه توګه يادونه وشوه د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د رحلت او وفات څخه نږدې سل کاله وروسته پېل شوې ده او دا احاديث ليکلي او ترتيب شوي دي نو څنگه سړى منلى شي چې په دې لويې ، سترې مودې ، وخت او مهال کې سهوه، نسيان او خطا قوي امکان شته. ځکه چې د احاديثو په اوسنيو کتابونو کې يو ډېر پخوانى کتاب موطا امام مالک دى. د دې کتاب ترتيب د ابوطالب مکي په وينا د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د رحلت څخه نږدې يو سل لس، يو سل شل کاله وروسته شوى دى. ځکه چې موطا مالک د هجرت په يو سل و شل، يو سل و دېرش کې تيار شوى دى. د احاديثو منکرين دې ډول اعتراضونو ته زمونږ د امت د علماء کرامو پاخه او قانع کوونکي ځوابونه ويلي دي. په دې اړه يې بشپړ کتابونه ليکلي دي. هغوى د تدوين حديث او کتاب حديث کې توپير نه کوي. په دغو دواړو اصطلاحگانو کې توپير ښکاره دى. يو د حديث تدوين دى چې پورته په ښه ډول پرې رڼا واچول شوه. يو نفس ليکل دي. معنى دا چې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم حديث په ځانگړي ډول ليکل دي په دې دواړو کې دومره توپير دى چې تدوين د حديثونو راټولول او په کتابي بڼه ليکل دي چې وړاندې په نورو کوچنيو کتابونو کې ليکل شوي وي. او د علماء کرامو سره ساتل شوي او لا د ځينو په حافظو کې ياد پراته وو. چې دغه کار د حضرت عمر بن عبدالعزيز په زمانه کې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم له وفات څخه نږدې سل کال وروسته ترسره شو. بل هم د احاديثو ليکل دي چې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په ژوند کې ډېرو اصحابو د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د مبارکې خلې خبرې سمدستي ليکلې چې په دې باندې هم ډېر احاديث دلالت لري. او د احاديثو صحيح کتابونه پرې کتلى شئ. امام بخاري پرې د کتاب العلم لاندې هم حديث نقل کړى دى. د احاديثو ليکل يو وضاحت او ضميمه ، ځوابيه ليکنه دا ليکنه دد١٣٨٠ لمريزکال دچنگاښ پر١٢ چې د ٢٠٠١ کال د جولاى له ٣ سره سمون خوري دپېښور په (سهار)ورځپاڼه کې خپره شوې ده اوس يې يو ځل بيا خپروم دسرطان (چنگاښ) د مياشتې په ٧ مه نيټه دسهار په ملي ورځپاڼې کې دمولانا ابو ثاقب زما په هغه ليکنه چې څه مهال وړاندې دسهار په ورځپاڼه کې په دوو برخو کې خپره شوې وه نيوکه کړى وه خو زه دمولانا صاحب څخه په دې خبره گيله من شوم چې خپل نوم يې په په اسم کنيه سره ښودلى وه او اصلي نوم يې په پرده کې ساتلى دى او دحق په مسئله کې ځان پټ ساتل ښه خبره نه ده نور راځم خپل اساسي هدف ته : محترم ورور مولانا صاحب لومړى نيوکه دا کړې ده البته د ځينو علماء کرامو رايه دغه ده چې يادونه يې کړې ده . خو ياده دې وي چې هغه علما دصحابو کرامو دوخت دتاليف او تصنيف څخه منکر نه وو ما خو داخبره بالکل نه ده کړې چې گوندى دهغه وخت علماء داصحابو کرامو تاليف او تصنيف څخه منکر وو. که مولانا صاحب هغه مضمون په په ځير سره لوستى وي نو په دوهمه برخه کې چې داحاديثو ليکل تر نامه لاندې جلا او ځانگړى عنوان ليکلي وو او لوستونکو ته مې موضوع ښه واضحه کړې وه چې په کې مې د تدوين حديث او کتابت حديث په اصطلاح گانو يو څه رڼا هم اچولې وه يوه برخه به يې د حسن تکرار په ډول ددوهم ځل لپاره راواخلم . ما داحاديثو منکرينو داعتراض دځواب په باره کې هم داخبره ليکلې ده چې زمونږ دامت علما کرامو هغوي ته پاخه او قانع کوونکي ځوابونه ويلي دي او په دې اړه يې بشپړ کتابونه ليکلي دي هغوى دحديث منکرين د تدوين حديث او کتابت حديث ترمنځه توپېر نه کوي او په دغه دواړو اصطلاح گانو کې توپېر ښکاره دى يو دحديث تدوين دى چې دحضرت عمر ابن عبدالعزيز په زمانه کې شوى دى يو دحديث نفس ليکل دي چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم په ژوند کې ډيرو اصحابو دمحمد صلى الله عليه وسلم دمبارکي خولې خبرې سمدستى ليکلې چې په دې باندې هم ډيرو احاديث دلالت کوي داحاديثو صحيح کتابونه پرې سړى کتلى شي امام بخاري هم پرې دکتابة العلم لاندې احاديث نقل کړى دى . داوو زما دهغه مضمون ليکلى عبارت نو ما په دې برخه کې داصحابو کرامو له خدمت څخه نه انکار کړى بلکې د هغوى يادونه مې کړې ده پاتې شوه ستا هغه تفصيل خو ما دلته دلنډيز نه کار اخستى وو او تاسې ته به شايد معلومه نه وي چې ځينې ورځپاڼې په اوږدو ليکنو خپه کيږي او زه به ددې مضمون نوره برخه هم تاسو ته په همدغه ځاى کې وليکم او خپله دغه موضوع په نږدى بشپړه کړ م داحاديثو دليکلو يا کتابت په باب امام بخاري دباب کتابة العلم لاندې درې احاديث نقل کړي دي لومړي دحضرت ابو حجيفه روايت نقلوي چې دحضرت على رضى الله عنه شاگرد دى هغه دحضرت على رضى الله عنه څخه پوښتنه وکړه تاسره کوم کتاب شته ؟ چې په هغه کې نبوي احاديث يا داهل البيت په اړه څه مهم او ځانگړي احکام ليکلي شوې وي حضرت على ورته په ځواب کې داسې وويل لا الا کتاب الله او فهو اعطيه رجل مسلم او فى هذا الصحيفه نه ماسره دالله دکتاب څخه پرته بل ليکل شوي کتاب نشته يا ماسره هغه پوهه ده چې ديو مسلمان سره وي يا هغه امور دي چې په دې صحيفه کې ليکل شوي دي ابوجحفه پوښتنه وکړه ما فى هذا الصحيفه په دې صحيفه کې څه و حضرت على ځواب ورکړ العقل وفکاک الاسيرو ان ولا يقتل مسلم بکافر ، پوهه دبنديانو ، او مسلمان به په کافر نه وژل کيږي موخه دا چې د دبنديانو او قصاص په اړه معلومات په کې ليکل شوي وو. دنسايي په روايت فاخرج کتاباً من قراب سيفه حضرت علي دخپلې تورې له تيکې څخه يو ليک او ليکلي کاغذ روايست دپورتنې باب دوهم حديث دحضرت ابو هريره حديث دى چې دمکې دفتحې په کال يو خزاعى سره يو لثيى سړى مړ کړى و په دې مهال حضرت محمد صلى الله عليه وسلم دحرم دعزت ، ارزښت او تعظيم په باره کې يوه خطبه وفرمايله نو يو يمني سړى دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم خدمت کې حاضر شو او عرض يې ورته وکړ. اى رسول الله صلى الله عليه وسلم دغه خطبه ماته وليکه حضرت محمد صلى الله عليه وسلم وفرمايل اکتبوا لا ىى شا دغه خطبه هغه ته وليکئ چې څه يې خوښه وي . دريم حديث هم دابوهريره دى چې ترې روايت شويدى هغه فرمايي ما من اصحاب النبى صلى الله عليه وسلم احد اکثر حديثاً منى الاماکان من حديث عبدالله بن عمرو بن العاص فانه کان يکتب ولا اکتب . ژباړه : په اصحابو کرامو کې دعبدالله بن عمرو ابن العاص څخه پرته زما څخه زيات روايت کوونکي بل څوک نشته ځکه چې هغه به ليکه او مانه ليکه. داد بخاري حديث دى او په سنن ابوداود کې څه په دې ډول حديث نقل شوى دى چې حضرت عبدالله ابن عمرو بن اعاص وايي چې ما به د رسول الله صلى الله عليه وسلم هره خبره ليکله نو زه ځينو قريشو ددې څخه منع کړم چې په ځينې وخت کې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په غصه کې وي او په ځينې وخت کې په خوشالۍ کې وي دهر حال خبره دنقليدو وړ نه وي حضرت عبدالله ابن عمرو ابن العاص وايې چې ما دغه خبرې حضرت محمدصلى الله عليه وسلم ته يا ده کړه نو حضرت محمد صلى الله عليه وسلم راته وفرمايل چې خامخا يې ليکه. دغصې په حالت کې فانى لا اقول فيهما الاحقا زه په هر حال ې حقه خبره کوم حضرت عبدالله بن عمرو ابن العاص د خپلې ليکلې شوى مجموعى نوم صحيفه صادقه ايښې وو او بيا هم حضرت عبدالله ابن عمرو بن العاص په خپله فرمايي ما يرغبنى فى الحيوة الا لصادقه والوهط. ماته په دينا کې دپاتې کيدو مينه په دوو شيانو ولاړه ده يوه صحيفه صادقه ده او بله دوهط زمکه ده دوهط په ځمکه کې دکښت لارې چارې برابرولي دوهط نوم د نسايي په يو روايت کې هم راغلى دى دغه صحيفة الصادقه دحضرت عبدالله ابن عمروابن العاص دمړينې څخه وروسته يې لمسى شعيب بن محمد بن عبدالله لاس ته ورغله بيا دشعيب څخه يې زوى عمرو روايت کوي لکه څرنگه چې داحاديثو په ډيرو کتابونو کې په دې سلسلې سره نقل دى يعنې عن عمرو بن شعيب عن اليه عن جده هغه ټول احاديث له صحيفې الصادقې څخه اخيستل شوي دى د الصادقې صحيفې څخه پرته نورې ډيرې صحيفى هم شته لکه څرنگه چې مولانا ابو ثاقب ورته اشاره کړې وه خو د تکرار له امله مې نقل نه کړې . دحضرت ابو هريره له خوا روايت شوې ټول احاديث ٥٣٧٤ او دحضرت عبدالله ابن عمرو ابن العاص څخه روايت شوى احاديث ٧٠٠ ته نږدى دى . او حضرت ابوهريره وايي چې زما څخه دعبدالله ابن عمرو ابن العاص احاديث ډير دى ځکه هغه ليکه او مانه ليکه ددې اعتراض او اشکال په باره کې حافظ ابن حجر رحمة الله عليه په فتح الباري کې گڼ ځوابونه کړي دي او دا خبره يې ثبوت ته رسولې چې دابوهريره روايت شوي احاديث دعبدالله ابن عمرو بن العاص څخه زيات دي . داسلامي فتوحاتو څخه وروسته دعبدالله ابن عمرو ابن العاص داوسيدو زيات وخت په مصر يا طايف کې وو او په دغو دواړو ځايونو کې د علماء کرام دعلميت تگ دومره نه وو لکه په مدينه منوره کې وه ځکه چې ابوهريره په مدينه کې اوسيدو د(حديثا منى الاماکان) کې د استثناء منقطع او متصل په باره کې هم ډير ځوابونه ليکل شوي دي چې دليکنې د اوږيدو له امله يې ټول ځوابونه ليکل دلته دامکان څخه وتلې خبره ده ، راځم خپلې اوسنۍ خبرې ته چې ښاغلي مولانا صاحب ابوثاقب پرې نيوکه کړې وه دا چې په لومړي مهال کې داحاديثو ليکل داصحابو کرامو په زمانه کې دود نه وو؟ . ددې خبرې څو لاملونه دي لومړى دا چې داحاديثو ليکل بالذات مقصود نه وو بلکې داد ساتنې يوه وسيله وه او د چا چې حافظه ډيره قوي وي نو دهغه لپاره د ليکلو اړتيا نه وي او دعربو حافظې په هغه زمانه کې ډيرې قوي وې لکه څرنگه چې ما ورته اشاره کړې وه ،بل لامل يې داوه ،چې زياتره خلک په هغه مهال کې په ليک لوست نه پوهيدل ،او ډير کم خلک پرليک لوست پوهيدل ،او له دې سره سره ځينو رواياتو څخه دليکلو ممانت معلوميږي ، لکه څرنگه چې په مسلم شريف کې دحضرت سعيد خدري څخه مرفوعا روايت دى ژباړه حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايي زما څخه دقران پرته بل څه مه ليکئ او که چاوليکه نوهغه دې وران کړي . نو په دې اساس داصحابوترمنځ داحاديثو دليکلو په باب کې اختلاف وه ، ځينويې ليکل روا (جايز)او ځينو يې ناروا(ناجايز) گاڼه نوځکه ډيرو صحابو ډير روايات نه ليکه ،نو ځکه ډيرخو بياهم داحاديثو دليکلو اونه ليکلودرواياتو دتعارض درفع کولو لپاره لنډ ځوابونه په دې ډول دي داحاديثو نه ليکلو حکم عارضي دى او دوخت پورې تړلى دى چې قران او حديث په يو وخت کې دواړه مه ليکئ چې د دواړو ترمينځ التباس او يو والي رانه شي او دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم دمنع څخه مطلب دادى چې دواړه يوځاى مه ليکئ که په دې .ډول يې وليکئ . نو وران يې کړئ او داسې هم ويل کيږي چې نهې مقدمه ده او د اذن او اجازې روايت روروسته راغلي دي نو په دې دنهي روايات منسوخ شول او دليکلو اجازه وشوه . اوس به ښاغلي مولانا صاحب دغه ليکنه ولولي نو ورته معلومه به شي چې د لنډيز څخه څومره تفصيل جوړ شو ما داحاديثو دکتابونو او ورپورې تړلي موضوعاتو په باب ليکنې کړي چې ان شاء الله سهار ته به دخپريدو لپاره ورکړم دنورو ليکوالو درغندو او اصلاحي مشورو په هيله .
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې