Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
پټه خزانه د پښتو ژبې يو واقعي مستند سند گڼم.
دالحاج عبد الباقي هيله من غزنوي سره دفضل قادر انډيوال مرکه 
ياداښت :څو کاله وړاندى( غالبادطالبانود حکومت پرمهال ) چې هيله من دلته په پېښور کې وه نوماورسره دا مرکه کړې وه چې خپره شوې نه وه چې اوس يې خپروم اوس نوموړى په کابل کې دى دا همغه وخت خبرې دي  
محترم هيله من لومړى دخپل ځان پيژندنه وکړئ ؟ 
زما نوم عبدالباقي هيله من، دپلار نوم مى مولانا سلطانعلي دى چې دخپل وخت دپوهانو څخه شميرل کېده په همدې بنسټ داولسي جرگې وکيل شوى هم وو . 
١٣٣٦ لمريز هجري کال دميزان په مياشت کې دغزني په ښار کې زيږيدلى يم لومړۍ زده کړه مې له لومړې ټولگې څخه تر شپږه پورې د(سنايي حکيم )په عالى ليسه ترسره کړي لوړې زده کړې مې په حربي ښوونځي کې وکړې وروسته دکابل پوهنتون دشپې پوهنځې کې مې دشپې له خوا دري ادبيات ولوستل . 
لومړى ښوونکى وم ،وروسته دهېواد دمجلې مسول مدير وم، بيا وروسته دافغانستان د ادارو منصبدار وم . 
١٣٧٢ هجرى لمريز کال مې هجرت کړى او په اوسني مهال کې دميرويس هوتک او وطن په ليسو کې دښوونکي په صفت کار کوم . 
١٣٧٦ لمريز کال پېښور کې دانجمن فرهنگي هجوري په نوم مې يوه فرهنگي ټولنه پرانسته چې په خپل وخت سره يې لويې غونډې هم کړې او ورسره دانجمن فرهنگى سنايي غړيتوب هم لرم چې دهمدى انجمن تر سيورې لاندې د(حديقه ) په نوم يوه مياشتينۍ جريده هم ١٣٧٦ غبرگولې او جون ١٩٩٧ خپره کړه چې وروسته ددوو گڼو له خپريدو وروسته دمالي کمښت له کبله ودريده . 
که دخپلو ليکلې اثار په اړه لږ معلومات راکړئ نو خوښ به شو ؟ 
١- تاريخچه سواد اموزي افغانستان داولسمې پيړۍ څخه نيولى تر اوسنۍ زمانې پورې کتاب ، چاپ کابل ١٣٦٢ هـ لمريز کال 
٢- ديار سنايي په پېښور کې چاپ ١٣٧٣ کال 
٣- قلندران حقيقت مجذوب معاصر غزنه
٤- عرفان وتصوف ((فرهنگ تصوفي)) ١٣٧٤ پېښور
٥- نور عرفان در کلام رحمان بابا ١٣٧٦ پېښور
٦- عرفان اقبال 
ناچاپ اثار
١- تاريخچه مطبوعات غزنه
٢- عشق وانسان از نظر مولانا جلال الدين بلخي
ژباړه 
توبه ، په انس ، هېواد ، اواز ، عرفان ، اردو ، وحدت ، سهار ، خاوره ، بلاغ ، افغانستان او محاذ اخبارو او مجلو کې مې مقالې او شعرونه خپاره شوي دي . 
پوښتنه : آيا کوم بهرنى سفر مو کړى دى؟
ځواب : د حج د مقدسې فريضې لپاره سعودي عرب ته تللى يم چې د هغې څخه بل کوم بهرني هېواد ته نه يم تللى.
پوښتنه : ادب د ژوند لپاره او ادب د ادب لپاره په کومه مفکوره ياست.
ځواب : ادب مطلق د ادب لپاره هم نه دى او ادب مطلق د ژوند لپاره هم نه دى زه د دواړو ترمنځه په درميانه په يوه دريمه لاره قايل يم چې هر يوې مفکورې ته ٥٠ % بايد قايل شې.
پوښتنه : سياست او ادب سره څومره اړخ لگولى شئ.
ځواب : ادب د سياست سره ډېر زيات اړخ لگوي خو بايد ټول ادب سياست نه شي او بل دا چې د سياست څخه پرته پرمختگ نه شي کولاى. خو ټول گډول مناسب نه دي.
پوښتنه : سياست سره مو علاقه او مينه شته؟
ځواب : په اوسنيو حالاتو کې مې د سياست سره بالکل مينه نه شته او په اوس مهال کې اراده لرم چې د صوفي ادب په هکله ډېره څېړنه وکړم او يو څه آثار وليکم او ټولنې ته يې وړاندې کړم.
پوښتنه : د پټې خزانې په هکله خپل نظر څرگند کړئ.
ځواب : زه د پټې خزانې په هکله د قلندر مومند نظريه په کلکه غندم او پټه خزانه د پښتو ژبې يو واقعي مستند سند گڼم.
پوښتنه : د اوسني ځوان نسل څخه څومره ډاډه ياست؟
ځواب : بلکل نه، دا ځکه چې کوم ځوانان دلته په پېښور پاکستان کې رالوى شول هغوى د اسلامي روحيه ډېره پياوړې ده ليکن افغاني روحيه نه لري او کوم ځوانان چې غرب کې رالوى شوي دي نو هغوى نه اسلامي روحيه لري او نه افغاني روحيه.
پوښتنه : تاسې چې په ١٩٩٢ کال کې هجرت کړى نو آيا په تاسې به د کمونست اشتباه نه کيږي؟
ځواب : نه بالکل نه ما د اسلامي گوندونو او په ځانگړي ډول د حزب اسلامي سره اړيکې درلودې او د حزب کارتونه به مې په کابل کې تقسيمول هلته به يې لا ما ته اشرار ويلو، يوه خبره زه درته ويل غواړم هغه دا چې د نجيب حکومت چې د روس مزاري حکومت وه د هغه سره يې خيانت کړى او دې ته مو ملي مبارزې نوم ورکولو خو اوس پرې د پښېمانتيا احساس راځي ځکه چې ما په کوم پاک سپېڅلي نيت د مجاهدينو سره اړيکې درلودې دغه مجاهدين په خپل موخو کې بريالي نه شول او د جهاد مسير يې برعکس کړ.
پوښتنه : په اوسني حالاتو کې د طالبانو د حکومت په اړه څه نظر لرئ؟
ځواب : د ١٣٥٧ کال د کودتا څخه راوروسته چې څومره حکومتونه راغلي د دې ټولو څخه د طالبانو حکومت سلو په سلو کې ښه دى په اسلامي اصولو ولاړ، شريعت يې نافذ دى او هر چا ته اجازه شته چې په ازادانه ډول په افغانستان کې وگرځي.
پوښتنه : په آخر کې ځوان نسل ته څه پېغام لرئ؟
ځواب : ځوان نسل ته ښايي تعليم وکړي او د ژبني مذهبي توپيرونو څخه ځانونه وساتي او خپل ځانونه د پرمختللو ټولنو د کاروان سره يوځاى کړي چې وروسته پاتې وگړي يې پرمختگ وکړي.
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې