Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
الحاج امام الدين ساپى :زمونږپرهېوادبربنډتېرى شوى اوس يواشغال شوى هېواد دى
azan magazine

له اذان مجلې سره دښاغلي الحاج امام الدين ساپي ځانگړې مرکه
زمونږپرهېوادبربنډتېرى شوى  اوس يواشغال شوى هېواد دى
له اذان مجلې څخه په مننه
لومړى داذان مجلې  دمشرتابه ،چلوونكواولوستونكوته خپلې نيكې هيلېاوپيرزوينې ډالۍ  كوم زما نوم امام الدين ساپى دكونړولايت دپيچ درېدوډيگرام دكلي اوسيدونكى اوڅه دبره ٣٣كاله كيږي چي دگران هيواد افغانستانڅخه مهاجرشوي يم . اوس راځم ستاسو پوښتنې ته!
غواړم ړومبي په لنډه توګهپر پښتو ژبې يو څه رڼا واچوم: تاسې ته څرګنده ده چې پښتو يوه لرغونې ژبهده او دنړۍ په ډېرو يادو ژبو كې (۴۰) مقام لري، دنړۍ په دغو بې شمېره ژبوكې دپښتو لرغونى او تاريخي مقام ترلاسه كول، البته د دغې ژبې لوړاوى،پانګه، بډاينه او شتمني ښيي. اوس راځم دې خبرې ته چې دا احساس اوجذبه څنگهپه ما كې  پيدا شوه اوانگيزه يي څه وه. هو! څرنګه چې له ژبې سره مينه دهرانسان يو طبعيي ځانګړتيا ده، خو مونږ ته سربېره پر مينې مجبوريتونه هم شريكشوي دي. په تېره بياكله چې په كال ۱۳۷۱ كې تنظيمونو دكابل ښار ونيولو هغهدګوتو پر شمار كتابونه چې دظاهر شاه د ۴۰ كلن سلطنت په دوره كې چاپ شوي وه،هغه هم دهغو خودغرضو متعصبو ډلو له خوا د اور دلمبو خوراك شول او خپله خوايې پرې سړه كړه، نو كله چې مينه او د دښمنانو دا هڅې سره يوځاى شوې؛ نودهر پښتون په زړه كې يو احساس او جذبه راوټوكېده، چې څه بايد وكړو. له هغوىڅخه زه هم چي دكوچنيوالي څخه راسره دپښتواوپښتنومينه په وينه كي وه نوزههم په دې لټه كې شوم، چې څه بايد وكړم او له كومو لارو څخه بايد كار واخلم. البته زما پر اند د ژبې دغنا لپاره سربېره پر ټولو هغو لارو او طريقو، دوېطريقې ډېرې ارزښتمنې دي: لومړى دا چې ديو مملكت يا ملت واكمن يا مشر چې دملت پر ژبې خبرې كوي ډېر تاثير او ښه رول لوبولي شي ، چې بدبختانه په دېبرخه كې پښتانه همېشه بدقسمته دي. او كه كوم يو پيدا شوى دى، هغه هم  دپردودكلتوراوفرهنگ تراغيزلاندي راغلى ، د پښتوژبې د پرمختګ لپاره  كوم ګامنه دى اخيستى، بيا هم زمونږ د ګوتو پر شمېر يو څو تنو ملي مشرانو په دېلاره كې خپل خواږه عمرونه قربان كړي دي دبېلګي په توګه يې ديادونې وړ بولم،چې دپښتنو بابا خداى بخښلي وزيرمحمد ګل خان مومند پښتو سياسي او علمي ډګرته راويستله. خداى بخښلي قيام الدين خادم، عبدالروف بېنوا، ګل پاچا الفت،عبدالحى حبيبي او صديق الله رښتين، كه نه واى باور وكړئ چې اوس به پښتو دمړو ژبو كتار كې شمېرل شوې واى، چې اوس به يي چانوم هم نه پيژانده دا فكرچې زه يې كووم يا يې زما په شان نور كوي داټول د دغو مشرانو بركت دى. دو يمداچې دژبې علمي كول، په ژبه كې علمي ذخيره پيداكول البته د دې كار لپارهضروري ده چې له نورو علمي ژبو كتابونه وژباړل شي او خلك دغې ژبې ته اړتيااحساس كړي؛ نو ماد دې لپاره دهغې مينې سربېره چې را سره وه، په غير منظمهتوګه مې پرخپل لګښت پركتاب چاپولو پېل وكړو. په ۱۹۹۴ كال د ښاغلي قدرت اللهحداد "د ملي تاريخ فلسفه او پښتونولي" كتاب چاپ او په وړيا توګه مې پروطنوالو ووېشلو او بيا مې "پټه خزانه" د محمد هوتك پښتو اثر د دو يم اودرېيم ځل لپاره چاپ او ووېشلو.  چې له ۱۹۹۴كاله په غيره منظمه توګه مې پهالمان كې كتابونه چاپول، دخپرونو(ورځپاڼو)چاپ سره مې مالي مرسته كوله اوخلكو ته مې رسول، خو په ۱۹۹۶ ميلادي كال مې د ځينو دوستانو په مشورو پهمنظمه توګه كار پېل كړو. په پېښور كې مو "د ساپي د موقوفاتو اداره" پرانستهچې د دې مشري د څه وخت لپاره د حبيب الله رفيع په غاړه وه. يوعلمي جرګه موورته ټاكلې وه، چې هغې په دې برخه كې مرسته كوله. په لومړنيو درې مياشتوكې مونږه ځينې ادبي څېړنيز كتابونه چاپ كړل. وروسته له هغې چې كله رفيعصاحب لاړ، ارواښاديوسفزى راغى. دواړو په مشوره دا پرېكړه وكړه چې مونږ بايددغه كړنلاره د يو څېړنيز مركز پر جوړولو پلې كړو؛ ځكه، چې لومړنۍ اړتيا مودا ده چې د ښوونځي او پوهنتون لپاره كتابونه چاپ كړو دا كار مو وكړو. مونږله ۱۹۹۶ كاله راهيسې تراوسه پورې ټول ۸۶ ټوكه كتابونه په خپل شخصي لګښتچاپ كړي دي. دې كې ۲۲ ټوكه ادبي او تاريخي كتابونه دي، ۳۰ ټوكه يې دطبپوهنځي لپاره دي، ۴ ټوكه دحقوقو دپوهنځي لپاره دي چې الماني حقوقپوهانوپروفيسور ډاكتر رينه داويد او ډاكتر ګونتراګرالمان له اثارو څخه ژباړل شويدي ۸ ټوكه د ادبياتو پوهنځي لپاره، ۴ ټوكه د اجتماعي علومو پوهنځي لپاره،۱۵ټوكه دساينسي علومو لپاره او ۲ ټوكه دشرعياتو دپوهنځي لپاره، د زراعتدپوهنځي لپاره، او داسې نور.دې ترڅنګه د اړتيا له مخې پښتانه په شمال كېدمقالو مجموعه چې ډاكتر جاويد راټوله كړې وه، مونږ چاپ كړه.دا وه په لنډهتوگه ويلى شم چې په بيلابيلو څانگو کې مو به زرگونه کتابونه چاپ او افغانولس عملي ارزښت موپرې غني کړى  څلورمي پوښتني په ځواب كي :گورئ زمونږگرانهيوادافغانستان دجيوپولوټيكي موقعيت له مخي هميشه تر يرغل لاندي راغلي ځكهكه په كوټيله ټكوسره ووايم چي افغانستان دنړي دروازه نوهركله چي دنړئ پهكوم گوټ كي دامپراتورئ څرك ولگيږي نوبيايي جوخت زمونږدهيواد دلانديكولوخيالونه په سركي گرزي په دي هكله ډيري بيلگي لرو له  سكندرمقدونې نه ييراونيسه ترامريكايي (صليبي) يرغلگر) پوري نودهريرغلگرلپاره اړينه ده چيلومړي يي دكلتوراوفرهنگ ستني ړنگي كړي ځكه زمونږټولنه يوه اسلامي افغانيټولنه ده چي اصيلو افغانانو د تل لپاره دخپل دين،ناموس،خاوري اوخپلواكئ پهلاره كي قربانئ وركړي دي اولا وركوي يي اودهمدي قربانيوپه بركت هرزبرځواكاويرغلگردلته ښخ شوي نوځكه يي په نړئ كي اوس دزبرځواكانوهديره بولي داهمبايدروښانه كړم چي هريرغلگرخپل گوډاگيان اولارډيان لري چي دهغوپه مټخپلوموخوته رسيدل غواړي مگربيادي خاوري پخپل غيږكي داسي زمريان هم روزلي ديچي راغلي يرغلگرونه يي دبيرته تگ لاره وركه كړي ده.
دا  پوښتنه .ستاسوپوښتنه تاسوپخپله ځواب كړه .اوپه دوه برخو مو وويشله.
 
يوډول خلك دي چي دامريكايانوجاسوسان اوگوډاگيان ول چي دهمدي ورځي لپارهيي روزلي ول چي داړتياپه وخت كي به تورته سپين اوسپين ته تور وايي دادلمرپهڅيرښكاره ده چي دامريكي جمهور ريس دسيپتمبرپه دولسمه په ډانگ پيلي ييوويله چي داصليبي جنگ دي تردي نامه لاندي به  هغه هيوادونه چي د ديداوامروڅخه سرغړونه كوي هغه به نابودوي ولوكه بين المللي ټولنه  ورسرههمغږي هم نه وي ښه بيلگه يي افغانستان اوعراق دي   دافغانستان په هكلهدنړيوالي ټولني پريكړه داوه چي خپل دښمن به نيسي اودقانون منگولوته به يي  سپاري په هغي كي داپريكړه نه وه شوي چي دافغانستان قانوني دولت (دافغانستاناسلامي امارت ) دي ړنگ كړي اويادعراق په برخه كي خويي پريكړه وكړه چيديرغل اولاندي كولولپاره يي هيڅ رنگه ثبوت نشته مگربياهم دنړئ استكبارياوصليبي قوتونوچي په سركي يي دنړئ يوازيني زبرځواك امريكاچيكبر،غروراوفرغونيت په  نيلي سپورپه افغانستان اوعراق دهوا اوځمكي دلاريبريد وكړاوټول كلتوري،فرهنگي ،مادي اومعنوي شتمني يي دخاوروسره خاوري كړههغه ډله خلك چي خپل الله ج ،وطن،دين ،خاوري ،ناموس اوخپلواكئ ته ژمن ديهغوهرڅه دحقيقت اوواقعيت په تله وتلل اوديرغلگروزور،زرو،مقام ته يي سرټيټنه كړاوديرغلگري امريكا اوناټوهره نادوده ته يي دقلم په ژبه داسي غاښماتونكي ځوابونه وركړه چي خپل ضميراوراتلونكي تاريخ يي روڼ كړدپښتوهغه متلچي :هرهغه څوك چي خپل جوارخوري خپلي خبري كوي);زما داند داخويوروښانه حقيقتدي چي زمونږپه گران هيوادافغانستان بربنډ تيري اويرغل شوي اواوس يواشغالشوي ملك دي او ده جنگ په هكله خودامريكي جمهور ريس په صفاټكووويله چي داجنگ يو صليبي جنگ دي مونږاوتاسي يي دسرپه سترگوگورودكرسميس دورځي نمانځل،دعيسويت د دين خپرول اوتبليغ دغربي كلتورپلي كول (ډيسكو،دهلك دهلك سرهواده ،دښځوبي حجابي ،نڅاگاني ،قران كريم بي حرمتي اونورنور......) چي په ديهكله فكركوم نور اظهارنظرته هيڅ اړتيا نه ليدل كيږي 
-
پوښتنه.يوشميرملي اوعنعنوي مفاهيم چي تل دهيواد دخپلواكئ لپاره ځواب.ړومبي غواړمچي دجرگي تعريف اوجوړښت ته شونټئ رڼاكړم  جرگه داډيره زړه اوعنعنوي خبره دهچي دشوراء اودفيصلوداصولووضع كولوياقانون جوړولومركز دي په پښتنوكي دجرگيغړي دپوهو،صادقو،متدينو اوريښتينوخلكوڅخه ټاكل كيږي لومړي بايد جرگهمارمعلوم شي اوبيا دجرگي ځاي چي كله كله وستل اويا حجري وي نوديوي ستونزيدهواري لپاره جرگه رابلل كيږي اوبيا هغي ته پوره واك وركول كيږي اوبياهغويخپله پريكړه اعلانوي كه چيرته يي پريكړه ونه منل شي نوجرگه ړنگيږياوبيادسره نوي جرگه راغوښتل كيږي اودجرگي يواساسي شرط دادي چي دجرگي غړيدپښتونولي په ټولواصولوبايد خبروي كه چيري په يوه سيمه كي ستونزه حل نه شينودنوروسيموجرگه مار راغوښتل كيږي اوكه ستونزه زياته وي بهرني يرغل شوي وينودنوروسيموپوهان،روحانيون،سپين ږيري اودجرگومشران راغوښتل كيږي اولويهجرگه جوړيږي چي داوربند،جنگ اويانوروبدوحالاتوپه هكله پريكړه وكړي دپليكولولپاره يي چاته ضروت دي؟   اربكي .دجرگودپريكړودعملي كولولپاره ولسدتكړه ځوانانوڅخه يوه ډله ټاكل كيږي ترڅودجرگي پريكړي عملي كړي چي اربكيجرگي اوكام ته مسوليت لري پور دپوروړوڅخه واخلي دكام امنيت وساتي چي دغهاربكي دولتي قوه بلل كيږي اودجرگي ورسپارل شوي دندي ،جريمي،پورونه ،جزاييحقوقي ،مدني اوداسي نورمسايل داربكوپواسطه سرته رسيږي اواجراء كيږي  اوسدپورتنې توضيخاتو په استنادكومي جرگي چي ديرغلگرولخواء رابلل شوي دي دازماپه اندبرعکس کړنه  اودجرگي دمقدسي كليمي سپكاوي دي ځكه جرگه خوبايدديرغلگرودمقابلي په نيت راوغوښتل شي چي دايستلو لپارهيي بايدلازمي لاريچاري ولټوي ترڅوخپله خپلواكي بيرته ترلاسه كړي  مگردلته دجرگي رابللديرغلگرولخواء ترسره كيږي ترڅويي دشتون په هكله  پريكړه وكړياوبياداربكيانوډله دلنډه غرو،چرسيانو،جوارگرواوجانيانوڅخه جوړوي اودكام اوولس دمادي اومعنوي شتمنيودلوټولولپاره گمارل كيږي تاسوبعضونومونوته گوتهنيولي وه دامونږاوتاسو دپخواني شوروي اتحاد ديرغل په دوره كي وليدل چيهغوزمونږدتاريخي ښارونونومونه واړول اويايې ماشومانوته دجنرالي اودهغي څخهپورته رتبي وركړي چي داهرڅه داوس په شان ول مگردهغودماتي ورسته بيرته هرڅهخپل لومړي شكل ته راوگرزيدل اوس هم تاسوته ډاډ دركوم كله چي په گرانهيوادافغانستان كي يوريښتيني اسلامي اوخپلواك ولسي دولت رامنځ ته شي. هرڅهبه  بيرته په تاريخي ارزښتونوسرته ورسيږي اوپخپل تاريخي معياربه هرڅه خپلخپل ځاي ونيسي  پوښتنه  دمرستوپه نامه پيسي داخوښكاره خبره ده چييرغلگروهغسي كسان روزلي ول چي دهغوسره دخاوري ،وطن،خپلواكئ ،دين اوناموسمينه نه وه هغوي امريكايانوسره فقط دپيسواومادياتوپه وجهه يوځاي شوي ولاوهرڅه يي په ارزانه بيه په وپلورل تاسي به دامريكي دجاسوسئ شبكي رپوټلوستي وي په هغي كي ويل شوي چي د دي شبكي په تاريخ كي دالومړي ځل دي چيداسي ارزان قيمته كسان يي پر ارزانه بيه رانيول اودافغانستان سودا موورسرهوكړه نوهرڅومره پيسي چي په هرنامه يي افغانستان ته وركړي هغه مرستي بيرته ددغه څوغلو،داړه مارانواوجانيانوشخصي جيبونوته لويدلي اوبيا دملك نه بهرپهنورو هيوادو كي جايدادونه اخيستي اويا يي په بانكوكي جمع كړي دي.
پوښتنه - دي ته هم په پورتني پوښتنه كي ځواب ويل شوي خوبياهم په لنډه توگهبايد ووايم دكوم ملك حاكمان چي غله اوجانيان وي دهغي ځاي څخه ترقي ،عدالتاوانصاف كډه كوي
ځواب  كله چي كمونيستي رژيم ړنگ شونومجاهدين قدرت تهورسيدل اوهغودقدرت په ويش كابل ښارلوټي لوټي اوشپيته زره كابل ښاريان پكښيووژل شول د دي سره جوخت انارشي اوپه هرښاركي شخصي دولتونه جوړشول خبره ترديورسيده هرچاچي دوه دري ټوپك ماردرلودل هغه دهري نادودي اوظلم اختياردرلوداوهم دملك دټوټه كيدوخطربالكل رالنډ شوي
ووكله چي دطالبانو) تحريكراپيداشونو٩٥٪خاوره يې ترولكي لاندي وه چي ولس دارامئ ساه واخيسته اوهرڅهمصون شول خوبيا هغه دپښتومتل دي چي (بيرته هماغه كټوئ اوهماغه ټيپر) يرغلگروبيرته هماغه غله دسوړوراويستل اويوگډوله دولت يي ترجوړكړ) دي پوښتنيپه هكله مامخكي عرض وكړچي هريرغلگرچي كوم ملك لاندي كړي نولومړي دهغي ملككلتوري اوفرهنگي جرړي اوباسي اوبيايي دطبيعي زيرمولټون پيلوي تاسووليدل چيامريكايانوپه عراق كي  ترټولودمخه اسلامي اثار په موزيم كي دمنځه يوړلاوټول موزيم يي ترغئ په ترغئ كړ يوه ورځ درسول الله (ص)څخه تپوس وشوو چي ايدالله ج پيغمبره ورسته به داسلام ساتونكي څوك وي هغه په ځواب كي وويل  (چيړومبي يي الله ج ساتونكي دي اوبيا يي بابل غرونوته لاس ونيوه چي هلته سړيشته )په هغه وخت كي مطلب داچي پښتانه تركسپين بحيري اوفارس كي حاكمان ول.
پوښتنه: دمرحوم حدادصيب په هكله څه ويل ډيروخت ته اړتيا ده خوزه به دومرهووايم چي دهغي ټول عمرپه ليكلوتيرشوي اوهغه زيارويسته چي هرڅه ډيرسليساوروان وليكي چي هرسړي يي دلوستوسره مينه پيداكړي اوپه منځ كي بايد) ډيرجامع اوسودمن وي اوستاسوخبره په ځاي ده چي هغي يوخاص سبك درلودكه چيرتهتاسي دساپي دپښتوڅيړنواوپراختيامركزويبپاڼه) ٢٠٠٢ع كال څخه تر٢٠١١ع كالپوري وگورئ چي ده هره ورځ يوه ليكنه كوله چي څلوربرخي به يي درلوديسياسي،فلسفي،اقتصادي اوتاريخي اړخونه داسي په کې  رانغښتي ول  لوستونكوتهيې  دومره معلومات وركول چي,څلورپنډپنډ كتابونه يي لوستلي دي د ده بلاثردپښتونولئ فلسفه چي دظاهرشاه دحكومت په زمانه كي يي درحمان باباجايزهاخيستي وه اوبيادوه ځله دساپي دپښتوڅيړنودمركزلخواء چاپ اوهم يوځل پهامريكا كي چاپ شوه اواوس بيايي هم دچاپ اړتياليدل كيږي مرحوم حدادصيبدمرحوم غلام محمدفرهاد(پاپا) ورور وواوهغه په افغانستان كي دافغان ملت گوندجوړكړتردي شعارلاندي وطن،دين اوخپلواكي چي مرحوم حدادصيب دافغان ملتدورځپاڼي مسول مديرپاتي شوي خوكله چي افغانستان دثوركودتاه وشوه نوپاپااوحدادصيب زنداني شول خوكله چي شوروي سرولښكروپه افغانستان يرغل وكړاودهجرتلړئ پيل شوه مرحوم حدادصيب هم پيښورته مهاجرشونوهلته گوندي انتخابات وشولمگرداهغه وخت ووچي په گوندكي ډيروداسي كسانوځاله كړي وه چي) دگوند دتاسيسدشعارڅخه يې  سرغړونه كوله اوپه دروبرخووويشل شوچي يوه ډله دواكمن،مرحومشمس الهداشمس اومرحوم حدادصيب خومرحوم حدادصيب كله چي اروپا اوامريكي تهمهاجرشوواو واكمن اوانورالحق احدي گوند ببرك كارمل ،ډاكترنجيب او رباني تهدمكروريانودكورپه بدله ډالئ كړنومرحوم حدادصيب دافغان ملت سره الله پامانيوكړه ځكه ويل يي چي نورهغه افغان ملت چي پاپاجوړكړي وونشته په تيره بيا كلهچي دانورالحق احدي ترمشري لاندي گوند ديرغلگروپه غيږكي ولويد داچيزماورسره د٢٠٠١ع كال څخه راپديخواء هره شپه تيلفوني اوږدي خبري كولياوډيرڅه يي ماته پريښي په پاي كي په دي راسره اتفاق وكړئ چي مرحوم ريښتينياوصادق مسلمان ،زيږپښتون اودوطن په خپلواكئ اوترقئ مين شخصيت وو روح ييښاداو الله ج دي په جنت فردوس كي ځاي وركړي); په پاي كيزمادتيروتنواونيمگړومعلوماتوپه هكله  داذان دمجلي دمشرتابه اولوستونكوڅخهپه بخښني سره زما دا لږڅه په ډيرمنظوركړي
 په پښتني درنښت
ساپى

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې