Tuesday, 23 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
پر غنم رنګو مين ځوان شاعر عزيز احمد يار

    
ليک س سيرت
مينه دهر څه سره په خپل خپل انداز کې کيږي او دهر څه سره مينه دخپل ذوق او شوق سره تړون لري . زړونه که هر څويې  شاعران دکاڼى سره تشبه کړي خو چې په خپل اصلي جوړښت کې دغوښى دى نو ضرور پکې مينه شته په هرڅه کې چې مينه هغه به دنورو په زړونو کې يا ځان ورځاى  کوي ، نورور زړونو ته لار کوي او يا به په نورو خپل زړه بايلي شاعران هم عجيه به مزاج لري تل دباريکيو او نازکونازکو خيالونو سره لوبې کوي داسې تشبيهات کوي چې په خوب کې ليدل يې هم ګران وي . دشاعرانو يو عادت دا هم وي په هغه دښت او او ډاګ کې چې مرغۍ دستو اوبو پسې ړنديږي شاعر پکې ځان پادشاه کړى دخيالونو نيلى دومره لرى وځغلوي چې دنظر بريښنايي  بازيې  په لوړو وژوور الوت وکړي  له اعجازه حقيقت ته نږدى شي دانځرګل او دهوسۍ په ښکر کې جانان لکه دهېندارى مخې ته کړي دسپوږمۍ ، ګلاب ، زرکې ، ښارو ، هوسۍ لعل ، دشرابو دپيالو او نورو نورو تشبيهاتو سره دجانان وريښمين وريښمن جسم برابر کړي او چې د غزل ليکلو سر اوچت کړي  بيا هماغه فقير په دښت کې ناست وي ځوان شاعر چې په غنم رنګو يې  زړه بايلودي ښکلى انتخاب يې کړيدى که عزيز احمد يار دا انتخاب نه وي کړى نو ډيرو به پر غنم رنګو زړونه بايلودى وي خو دخوشحال بابا په شان يې په ښکاره نارى ندي ويلى چې خله يې راکړه ، شاعر که هر څو ګداوي خو خوي  ورته خداى دغنا ورکړى وى ، نظر يې هېنداره وي هرڅوک ورته په خپل شکل کې ښکاري تشبهات يې هم له ښکلا ډک وي خو احمد يار چې په غنم رنګو زړه بايلو دى يو شاعر او څيړونکو دغنم رنګه تشبه نده کړى په دنيا کې چې مشبه شته نو مشبه به يې هم شته احمد يار چې دپېښور هزار خوانى اوسيدونکى دى وايي  غنم رنګه داسې ښکلا ده  چې کوم زړه کې ځاى ونيسي بيا پکې کور جوړوي داحمد يار په شاعرۍ کې دمينې  رنګ زيات دى او بايد وي پدې عمر کې دجانان سره مينه دانسان په فطرت کې ځاى شويده خو بيا هم احمد يار له بد امنۍ دومره ناخواله کړى چې جانان ندى غوښتى او په بدل کې يې له جنګه امن غوښتى دى دې وايي  
زه خو دخداى نه په دعا کې جانان نه غواړمه
زه خودعا کوم چې وساتي له جنګه خلک
احمد يار يوه نوى تشبه کړى چې امن يې له خايسته ؤ او بدامني يې له بدرنګو سره تشبه کړيده خو دخپلو غنم رنګو تشبه يې نده کړى يواځى زړه يې پرې بايلو دى دي په يوه بيت کې وايي .
زما خو هر ځاى ړوند زړګى په غم رنګو ورځي
خدايزده چې ولې مې خوښيږي غنم رنګه خلک
د څنګ او غيرت انسان يې زيات خوښيږي ځکه خو ورته دخپل چم او ګاونډ اوسيدونکى باننګه ښکاري په يوه بيت کې يې تپوس کړيدى وايي  .
خبر ترې نه يم ستاسې چم کې وسي څنګه خلک
زمونږ چم کې خو اوسيږي ډک له ننګه خلک
که څه هم زياتو شاعرانو ښکلى بې وفا ياد کړيدى
خو احمد يار دخپل غنم رنګ ټول عبيونه پټ کړيدى دومره مينه يې ورسره ښکاره کړى چې دبې وفايي  يادونه يې هيڅ نده کړى دا چې غنم رنګه څومره ښکلا لري ؟ څومره زړونو ته په يو نظر لار کوي ؟ څومره زړونو کې کور جوړوي ؟ څومره زړونه لوټ کوي دا به عزيز احمد يار ته ښه څرګنديږي که رښتيا ووايو غنم رنګه په رښتيا زړه ته لار کوي نور شاعران خو دسپوږمى مخو ښکلا يادوي خو د غنم رنګو په سترګو کې چې څومره اثر وي او زړونه ښکار کوي هومره په نورو سترګو کې نه وي نور ښکلى بې وفا شي له زړونو ووځي خو غنم رنګ چې وفادار وي تل په زړونو کې پاتې وي .

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې