Sunday, 25 June, 2017
 
 
  • د کوچني اختر په مناست د دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې رخصت دى
  • بهرنيو ځواکونو د حزب اسلامي پخوانی قومندان وژلی دي
  • په کراچۍ کې ٤ پوليس وژل شوي دي
  • په چين کې د زلزلې له امله ځمکښويېدنه شوى ١٠٠ کسان ورک دى
  • په مکه معظمه کې د يو ترهگريز بريد مخه نيول شوى
  • طالبانو٢٠ بنديان خوشي کړل
موږ هره فيصله داسلامي اصولو او ملي ګټوپه نظرکې نيولو سره کوو

 

داسلامی امارت وياندذبیح الله مجاهد له CNNتلويزيون سره په مرکه کې :

داسلامي امارت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد نن (2012-02-14) دورځې په جریان کې  دسي ان ان له نړیوال ټلویزیون سره پر روانو حالاتو او سیاسي موضوعاتو مرکه کړې او دهغوئ پوښتنو ته یې ځواب ویلی ،دمرکې بشپړمتن په لاندې ډول دی ،چې لوستولو ته یې تاسو درانه مینوال رابولو.(الاماره )پوښتنه ــ ایا دا امکان لري چې طالبان په یوه لیکل شوې اعلامیه کې بین المللي تروریزم وغندي څرنګه چې امریکا يې غواړي؟ځواب ــ الحمدلله وکفی والصلوة والسلام علی عباده الذين اصطفی  امابعد : اول خو باید ووایم چې مونږ د امریکا او یا د کوم بل هیواد په هدایاتو کار نه کووبلکه هره فیصله د اسلامي اصولو او ملي ګټو په نظر کې نیولو سره کوو، البته د متقابل احترام په صورت کې د ټولو هیوادونو سره په تفاهم باور لرو.اوس به راشو د تروریزم موضوع ته :که چیرې امریکا او د هغه متحدین په افغانستان کې موجوده جهاد او مبارزې ته چې د اشغال د خاتمې لپاره شروع شوې او د خارجي عسکرو تر وتلو او اسلامي نظام تر قایمولو پورې به دوام ولري، تروریزم وايي نو ددې غندل مونږ غیر اسلامي عمل ګڼو، ځکه چې دا جهاد او مبارزه زمونږ دیني وجیبه ده او زمونږ لخوا غندل خویې هیڅ امکان نه لري.خو ددې وجیبې (جهاد او مبارزې) په ادا کولو کې هم مونږ  د ملکي تلفاتو په مخنیوي شرعا مامور یو.پوښتنه ــ آیا همدا اوس په قطر هیواد کې تاسو استازي لرئ چې د امریکایانو سره په خبرو بوخت وي؟که یې نه لرئ نو ایا پلان لرئ چې په نژدې راتلونکي کې خپل استازي ولیږئ؟ځواب ــ د افغانستان اسلامي امارت نماینده د امریکايي هیئت سره د قطر په هیواد کې د اعتمادسازۍ په خاطر مجالس درلودلي دي او پاته شوه دا خبر چې آیا زمونږ استازي به قطر ته ولیږدول شي او که نه دا تر دې پورې اړه لري چې مونږ څه وخت د مذاکراتو مرحلې ته داخلیږو، تراوسه دا کارپه رسمي ډول نه دی شوی، او د مذاکراتو په مرحله کې به طبعا د افغانستان اسلامي امارت لخوا یو هیئت یا ټیم ټاکل کیږي او هغه به قطرته استول کیږی .پوښتنه ــ آیا تراوسه تاسو نه غوښتل شوې ده چې د کرزي حکومت سره په عربستان کې وګورئ؟ که نه ده شوې نو که کوم وخت تاسو نه وغوښتل شي چې په عربستان کې ورسره وګورئ ایا تاسو به یې غوښتنه ومنئ؟ځواب ــ  مخکې تر دې چې ستا د سوال ځواب درکړم باید ووایم چې د امریکایانو سره د تفاهم د شروع کیدلو ترمخه د قطر هیواد د افغانستان اسلامي امارت لخوا د منځګړي په توګه انتخاب شو دا زمونږ خپل انتخاب وه د هیڅ کوم بل هیواد د فشار یا غوښتنې نتیجه نه وه، او امریکایانو هم زمونږ په دغه انتخاب موافقه وکړه.دسعودی عربستان په اړه باید ووایم چې داسې یوغوښتنه تراوسه زمونږ څخه نه ده شوې او که چیرې وهم شي نو زمونږ ځواب به داوي چې د کرزي حکومت بېواکه دی او لیدل به ورسره دقضیې په حل کې  کومه ګټه و نلري.پوښتنه ــ آیا تاسو فکر کوئ چې که چیرې تاسو په قطر کې د امریکایانو سره کومې مثبتې نتیجې ته ورسیږئ نو هغه طالبان چې په ټیټه سطحه فعالیت لري به ستاسو پریکړه ومني؟ځواب: زمونږ په نظام کې د لوړرتبه او یا ټیټ رتبه موضوع مطرح نه ده بلکه د افغانستان اسلامي امارت د یوې منظمې ادارې په توګه کار کوي او ټولې ادارې، دهغه مسئولین او منسوبین د امیرالمومنین تر مشرۍ لاندې د یوه واحد هدف لپاره کار کوي. اوسنۍ خبرې او یا آینده مذاکرات  ټول د امیر په اجازه او هدایت ترسره کیږي او هره هغه پریکړه چې د مشر په تاید د اسلامي اصولو او ملي ګټو په رڼا کې کیږي نو ټول به یې په خوښۍ سره مني او د تطبیق لپاره به یې کار کوي .پوښتنه ــ  ایا فکر کوئ چې د کرزي د حکومت سره خبرې کول ګټه لري یا تاسو غواړئ چې مسقیما د امریکایانو سره خبرې وکړئ؟ځواب ـــ باید ووایم چې دلته د کرزي، د کابل ادارې،افغانانو او یا د امریکایانو او واشنګټن خبر مطرح نه ده  لکه بعضې خلک چې د اعتراض په شکل وايي چې طالبان د خپلو افغانانو سره خبرې نه کوي او د امریکایانو سره یې کوي،اصلا دلته خبر د واکدار او بېواکه مطرح ده او دا د افغانستان ملت او دنیاوالو ته معلومه ده چې په افغانستان کې دمجاهدینوپه مقابل لوري کې اصل واکدار امریکا ده ، د کرزي اود هغه له ادارې نه یې له پيله تراوسه د خپل واک او اشغال دتداوم لپاره ديوې وسيلې په توګه کار اخيستی .پوښتنه ــ که هغه طالبان چې اوس په ګوانتنامو کې بندیان دي خلاص نه شي نو بیا هم د سولې لپاره ستاسو مذاکرات به د امریکایانو سره دوام ومومي؟ځواب ــ د امریکایانو سره تراوسه مذاکرات شروع شوي نه دي نو ددوام خبره يې معنی نه لري. اوس سوال دا دی چې مذاکرات به کله شروع کیږي. نو باید ووایم چې د مذاکراتو لپاره اعتمادسازۍ ته ضرورت دی ترڅو فضا دې ته تیاره شي چې مذاکرات شروع  شي اودا د اعتمادسازۍ مرحله کاملا د امریکایانو پورې اړه لري او هغوی یی باید په اړه اقدام وکړی هغه د ګوانتانامودبندیانو تبادله، د سیاسي دفتر پرانیستنه، د ملګرو ملتو د بندیزونود لیست او هم د امریکا او متحده ایالاتو د جایزې د لیستونو له منځه وړل دي.

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې