Tuesday, 23 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
دبن دوهمه غونډه د نړیوالو تضادونو او ټکرونو یو معجون مرکب وو.

دبن دوهمه غونډه، د دوکتور محمد عثمان روستار ترکی له نظره

 

مرکیال: عمران خلیل

دروانې میاشتې دسمبرپه ۵نیټه دجرمني دبن په ښارکې دافغانستان په اړه یوه ورځنۍ پراخه غونډه ترسره شوې چې نژدې د۱۰۰هیوادونواستازواو دنړیوالوسازمانونونماینده ګانو په کې ګډون کړي وو،دغونډې له پایته رسیدوروسته یو لړ پریکړې هم ترسره او اعلان شوې .ښاغلي عمران خليل دترسره شوې غونډې په اړه دافغانستان دسیاسي چاروڅیړونکي حقوق پوه دوکتورمحمدعثمان روستارتره کی سره مرکه کړې چې لوستولو ته یې تاسو قدرمن مینوال رابولو

 پوښتنه:  دبن دیوې ورځني غونډې له پایته رسیدو سره سم یوپریکړه لیک اعلان شو ،په دې پریکړو کې داسي ځانګړي ارقام نه دي څرګندشوي یوازي دکابل اداري چارواکو ته په توصیواو مشورو باندي تاکیدشوی،ستاسو په نظردا کانفرانس چې مشخصي ژمنې نه پکې ترسترګو کیږي ، دافغانستان دمسلې دحل لپاره به ترکومه حده   منتیج شي ؟ځواب :د بن دوهمې غونډې باید د مخکنۍ اجندآ له مخې په دوه موضوعاتو باندې پریکړه کړې وای :

امنیت او اقتصادي اوږدمهالې مرستې .

لمړی . امنیت :

د بن د غونډې په درشل کې څو پیښي د دې لامل وګرځیدې چه په دي غوڼډه کي د امنیت په برخه کې کومي ځانګړې پریکړې ونه شوې :

الف ـ په غونډه کې د وسله وال مقاومت نه ګډون .

ب   ـ د ډیورنډ د کرښې هغې خوا د پاکستان په عسکري چاوڼۍ باندي د ناټو برید او د پاکستان له خوا د بن د غوڼډې د تحریم اعلام .

ج   ـ د ایران د ذروي دوسیې په وړاندي د نویو تعزیراتو د پلي کولو پیل .

د اسرائیلو له خوآ په ایران باندې د توغندیو د برید ګواښ او د هغه نه د نړیوال نظامي ائتلاف ( ن ، ن ، ا ) چه په افغانستان کې حضور لري احتمالی ملاتړ.

څو ورځې مخکي د امریکا د جاسوسۍ یوه بې پیلوټه الوتکه د افغانستان او ایران د پولو په اوږدو کې د ایران د پولو د ګارد له خوآ وویشتل شوه .

د   ـ په همدغو شپو ورخو کې چه په بن کې د کانفرانس د جوړیدو بند او بست کیده د روسیې او لویدیځو هیوادونو تر منځ د هغه دفاعې سیستم په سر باندې چه لویدیځ وال يي په ختیځه اروپا کی ټینګول غواړي تبلیغاتي ټکر لازیاته پراختیا ومونده، کوم چې د نوموړو پیښو دیو بل سره په تړاو یې د بن په غونډه کې دروند سیوری اچولی وو، له دې عمله په افغانستان کې د امنیت حیاتي موضوع له پامه ولويده .

دوهم . د اقتصادي اوږد مهالې مرستې په مقصد د غونډې د ټولو برخه والو له خوا ژمنه وشوه . خو دا چې کوم هیواد به په کومه اندازه د څو راتلونکو کلونو د پاره د مرستې ذمه واري وکړي، هیڅ ارقام وړاندي نه شول.

د تخیلي مرستې دوام په غیر مستقیمه توګه د سالمې ادارې د جوړیدو په تړاو مطرح شو . خو دلته حکومت د یو لوی کړکيج سره مخ کیږی : اوسنۍ حکومتي ادارې د اشغال ، جګړې او اداري فساد په چاپیریال کې جوړښت موندلی ده . که د سالمې ادارې د جوړیدو په مقصد تصفیه ترسره شي په واکمنۍ کی زیات کسان نه پاتي کیږي . په واقعیت کې حکومتي اداره ړنګیږی .

 

پوښتنه :  دغونډې په جریان کې ټول بحث په هغو مسایلو روان وو چې اصلا ډیر مهم نه بریښیدل،ولي دافغانستان او سیمې پراصلي ستونزه لکه ، امنیت،سوله ،دخارجیانو له لوري دشپې لمخې چاپې،دایمې اډې چی خپله دهیواد او ګاونډویانو لپاره څومره په زیان دي او داسي نورو مسایلوباندي  هیڅ مشخص بحث ونشو،ستاسو په نظر ولي دکانفرانس برخوال له داسي موضوعاتو نه په څنګ تیر شول؟

ځواب : په غونډه کې د سلو نه زیاتو حکومتي او غیر حکومتي استازو ګډون کړی وه . هر یو د افغانستان په چارو کې د خپلو ګټو په محور باندې ځانګړې اجنډا او دریځ درلود .

نو داغونډه د نړیوالو تضادونو او ټکرونو یو معجون مرکب وو.

په افغانستان کی د سولې په اړه د امریکا او ملګرو تر منځ یې له یوې خوا او د سیمې د هیوادونو او ( ن ، ن ، ا ) تر منځ له بلې خوا ټکر او تقابل موجود دي ، چي د هغه په وجهه ( ن ، ن ، ا ) غوڼډې ته د سولې د یو پلان په وړاندي کولو کې بري ونه موند .

امریکا ته په افغانستان کې د ننه د نظامي اډې د جوړولو امتیاز ورکول بله متنازع فیه موضوع ده چې روسیه، چین، ایران او پاکستان د ( ن ، ن ، ا ) سره په تقابل کې واقع کوي .

په لڼډه توګه ! اوسمهال افغانستان په سیمه کې د حساس جغرافیایي موقعیت په درلودلو سره د سیمې د هیوادونو او نړیوالو ځواکونو د ژیوپولتیک او ستراتژیکو سیالیو په ډګر بدل شوی دی . هره غوڼډه چې د سیمې یا نړۍ په کچه د افغانستان د کړکیچ د حل په اړه جوړیږي هرو مرو د هغو سیالیو او حساسیتونو نه اغیزمنه کیږي چه د سیاست لوبغاړس سره بیلوي .

د سیاسي مبصرینو له نظره د افغانستان معضله زیاتره د افغاني فکتور په پام سره د حل لاره موندلی شي . نړیوال کنفرانسونه باید د نوموړي فکتور د تشخص زمینه برابره کړي .

پوښتنه :   دکانفرانس په جریان کې یادونه وشوه  چې په ۲۰۱۴ کې به خارجي عسکر له افغانستانه وزي ،او ځاي به یی دکابل ادارې امنیتي ځواکونو ته پاته کیږي،که رښتیا هم همداسي وي خارجیان له هیواده ووزي دنړیوالې ټولنې یوازي مالي مرستې به  دکابل رژیم خوندي وساتي؟

 ځواب : دلته دوه ټکي د پام وړ دي :

الف ـ امریکایي ملکي او نظامی چارواکو په تکرار ویلي چه په ۲۰۱۴ م کال کې زموږ د عسکرو د شمیر کمیدل د « حالاتو » څرنګوالي سره تړاو لری . د دغه واقعیت په نظر کې نیولو سره چې د « حالاتو » مثبتې یا منفي ودې ( د مثال په توګه د امنیت شته والی یا نشتوالی ) زیاتره د ( ن ، ن ، ا ) په لاس کې ده نو دا احتمال ردولی نشو چې ناټو د ۲۰۱۴ کال نه وروسته د ناامنۍ تر بیلګې لاندې په افغانستان کې پاتي شي .

 ب ـ څه چې امنیتي ملي جوړښتونه نومیږي د غیر مسلکی، ملیشیایي، قومي، او تنظیمي کسانو نه جوړ شوي دي .

اوسنی اجیر پوځ د پیسو په بدل کې د مخالفینو سره جنګیږي . پوځ د جګړې په خاطر کوم عقیدوي او ارزښتي انګیزه نلري .

 په واقعیت کې اوسنی نظام د یرغلګرو ځواکونو له طرفه ساتل شوی، نه د کورني پوځ له خوآ . نو د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره، نظام د ړنګیدو د ګواښ سره مخ کیږي . دلته د مزدورې واکمنۍ د ساتلو په مقصد د امریکا د نظامي اډې د اړتیاوو منطق بربنډه کیږی . چې دا پخپله د یوه هیواد په کورنیو چارو کې « سازمان ورکړل شوی » لاسوهنه شمیرلي شو .

پوښتنه : څه فکر کوي دامریکايانو په مشوره د داډول غونډې له جوړولو نه اصلي مقصد دانه ده چې په افغانستان کې ښکیل یرغلګرځواکونه نور دجګړې دا دروند پيټې نه شي پورته کولاي غواړي دداډول نمایشي کانفرانس او یو لړ پریکړو په کولو سره خپلې اوږې سپکي کړي؟

 ځواب : د امریکا په راتلونکو ټاکنوکې د دیموکرات ګوند برخه لیک د افغانستان اوږد مهالې جګړې دلاسته راوړنو پوري تړل شوی ده .

 امریکایي چارواکي په جګړه کې د ملیاردونو ډالرو د لګښت او د ۱۷۰۰ سرتیرو د تلفاتو په بدل باید په راتلونکو انتخاباتو کې امریکایې رای ورکونکو ته د افغانستان د جګړې د میدان سوغات ځان سره ولری: په اصطلاح د تروریزم ځالې له منځه وړل ، د دیموکراسۍ راوستل ، د ښځو او بشري حقونو تآمینول، د نظامي اډي امتیاز ترلاسه کول، د مزدور حکومت تپل او ساتل هر یو یا په ګډه د لس کلنې جګړې لاسته راوړنې شمیرلی شو . خو امریکا او متحدین یې پدې ندي بریالي شوي چې د جګړې د لارې هغه څه چې د موخو په بڼه ټاکل شوي وو ، تر لاسه کړي .

 د ( ن ، ن ، ا ) په چال چلند باندې د ستراتژیک او ژیوپولتیک فکتور اغیز، د افغانستان د کړکیچ د حل لاره لاپسې پیچلې کړې ده .

 د بن د کنفرانس د جوړیدو اصلي مقصد د لویدیځ تمدن د ارزښتونو د ساتلو د یو میکانیزم جوړول وه۔ پدغه برخه کې توصیه وشوه چې اوسنی لاسپوڅی نظام ځان د کثافاتو د خندق نه وباسي۔

( ن ، ن ، ا ) پخپله دا دنده په غاړه واخیسته چې جګړه مارانو او په جنګي جنایاتو تورن کسانو ته د « تعمید غسل » ورکړي .

 « پای »

 فرانسه

د دسامبر ۹ د ۲۰۱۱ م کال

 دوکتور م ، عثمان روستار تره کی

                                                                                                                                                                                                                                                                

 

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې