Monday, 24 April, 2017
 
 
  • د ملي دفاع سرپرست وزير او لوى درستيز وټاکل شول
  • په خوست کې طالبانو بريد کړى
  • په اچين کې ٣٧ داعش وسله وال وژل شوي
  • د امريکا ددفاع وزير ناڅاپي کابل ته راغلى دى
  • د دفاع وزير او لوى درستيز استعفاوې کړه
  • ميا افتخار حسين :فغانستان او پاکستان سوله يوله بله سره تړلې ده
ديني عالم او د قرآن پاک حافظ وحيد الله حقاني سره د پښتون قام په اړه څو خبرې (مرکه)
 
   
مرکه کوونکى : صفي الله سرورزى

د پښتو ژبې قدرمندو مينه والو! زمونږ د ټولو پښتنو دا فکر دى، چې قام پرستي پښتو او پښتونوالي يوازې او يوازې په هغه چا کې ده، چې په جار قام پرستي کوي او يا د پښتو له ادب سره تړون لري او د ټولو دا خيال دى، چې زمونږديني رهبران او علماء کرام د دې خبرې سخت خلاف دي، ليکن دلته زه تاسو د پښتون عالم دين، د قرآن کريم د حافظ سره ملاقات کوم، چې د خوشحال خان بابا د مزار ترڅنگ په اکوړه خټک کې د ديني علماء کرامو تر سيوري لاندې لوى شوى په هر فن کې پوره مهارت الله ورکړى او هم په ديني او مذهبي طبقه کې ډېر لوى مقام لري، چې ورسره د پښتو ژبې او پښتون قام د يووالي او وحدت تږى هم دى نو دا تاسو او دا مو استاذ وحيد الله حقاني صاحب :

پوښتنه : قدرمند مولانا صاحب! په مننې سره خپل ځان د پښتو مينه والو ته راوپېژنئ. مننه.

ځواب : بسم الله الرحمن الرحيم

قدرمنده! د هر څه نه مخ کې خپلو درنو لوستونکو او د پښتو ژبې مينه والو ته په اخلاص اسلام عليکم ورحمة الله و برکاته وايم. بيا ستاسو ډېره مننه کوم، چې ما ته مو د خپل ژوبل ژوبل قوم سره د خبرو زمينه برابره کړه. نوم مې وحيد الله دى د عبدالجليل زوى. د تازه خان لمسى او د سردار خان کړوسى يم. د کونړ ولايت د سرکاڼي قوم سره تعلق لرم. په کال نولس سوه څلور اويايم عيسوي کې د مردان په قصبه ساپو کلي کې پيدا شوى يم. عصري تعليم مې تر لسمه کړى او ديني تعليم مې الحمد لله کافي کړى. د دې سره سره مې قرآن کريم حفظ هم کړى او د دارالعلوم حقانيه اکوړه خټک نه فارغ يم. تقريباً پنځلس کاله مې په مدرسه تعليم القرآن باړه گيټ کې استاذي وکړه او په هر فن کې مې درس ورکړى. په زرگونو شاگردان په پاکستان او افغانستان کې لرم. اوس پورې دا سلسله روانه ده دعا کوئ چې دا سلسله الله جل جلاله جاري وساتي.

پوښتنه : محترما! خبرې به د پښتو ژبې په هکله کوو. چمتو ياست چې د پښتو ژبې پښتون قام په هکله راسره يو څو خبرې وکړئ.

ځواب : بالکل سرورزويه څنگه چې ستاسو خوښه وي زه تيار يم.

پوښتنه : خپلې ژبې ته کار کولو په باره کې تاسو څه نظر لرئ؟

ځواب : سرورزى صاحب! خپله ژبه يعنې د مور ژبه دا خو د هر انسان، قام او خپل پېژندگلو ده. کوم قوم چې د خپلې پېژندنې نه غفلت اختيار کړي نو تاريخ گواه دى، چې د داسې قومونو نوم نښان ختم شوى او ورک شوى دى. بيدار قومونه د خپل دود، دستور او پېژندنې ساتنه د سر او مال په بدل کوي او کړې يې ده.

پوښتنه : قدرمند قاري صاحب خپل قام لپاره منډې وهل د اسلام له نظره څومره ارزښت لري؟

ځواب : د خپل قام لپاره هلې ځلې دا بالکل د اسلام سره موافق دي. رسول الله صلى الله عليه وسلم ته الله پاک جل جلاله په قرآن پاک کې فرمايي: (و انذر عشيرتک الاقربين) ژباړه : اى د الله رسوله ص خپل نږدې خلک د الله ج نه ووېروه . يعنې اول د خپل قوم د اصلاح کوښښ کوه. دې وجې نه رسول الله ص د ټولو نه اول خپل قوم دين ته راوبللو او دا به يې ورته فرمائيل چې تاسو زما د رشته دارۍ او خپلوۍ خيال وساتئ. يعنې اى زما قومه زه خو په تاسو کې دننه وسيږم زما اخلاق او کردار خو تاسو ته معلوم دى. زما تېره زمانه خو ستاسو وړاندې ده. د هغې خاطر وکړئ او زما خبره ومنئ. د رسول الله ص ژوند مبارک زمونږ لپاره نمونه ده او د خپل قوم لپاره منډې وهل او د دوى فکرونه د اصلاح او د خير لوري ته رابلل بده خبره نه ده.

پوښتنه : د تاريخ په حواله پښتون څوک دى؟ دا خبره چې پښتانه بني اسرائيل دي څومره سمه ده.

ځواب : د پښتون قام سلسله قيس عبدالرشيد تر خوا رسيدلې ده. بيا دا خبره ن قام سلسله قيس عبدالرشيد تر خوا رسيدلې ده.ل قوم لپاره منډې وهل او د دوى فکرونه د اصلاح او د خير لوري ته رابلل بده خبره چې پښتو قام سلسله بني اسرائيلو سره تړي د دې وجه داده چې قيس عبدالرشيد د عيص زوى دى او د عيص سلسله بيا طالوت ته رسي. د طالوت ذکر په قرآن پاک کې راغلى دى، چې د شموئيل عليه السلام په وخت کې د بني اسرائيلو بادشاه وو. ليکن ځنې پوهان دا خبره نه مني او وايي چې پښتون قام ارين سره تعلق لري. خو زه وايم چې پښتون د هر چا سره تعلق ولري نو پښتون يعنې پشتون دا د پشتې بان په معنا راځي او دې قام په هره زمانه کې د اسلام مقدس دين ته ښه پخه پشتي ورکړې او اسلام يې مضبوط کړى. همدا وياړ يې بس کافي دى.

پوښتنه : قدرمنده! فيس عبدالرشيد څوک وو او پيغمبر صلى الله عليه وسلم سره په څومره غزاگانو کې شريک شوى وو؟

ځواب : وايي چې قيس عبدالرشيد د عيص زوى او عيص د سلول او هغه د عتبه هغه د "نعيم"هغه د "مره"هغه د "جند"هغه د جې قيس عبدالرشيد د عيص زوى او عيص د سلول او هغه د عتبه هغه د ه هره زمانه کې د اسلام مقدس دين ته ښه پخه پشتي ورکړې او اسلاه "سکندر"هغه د "زمان"هغه د "حنين"هغه د "بهلول"هغه د "عليم"هغه د "شموئيل"هغه د "تروان"هغه د "قمر"هغه د "دين"هغه د "ابي"هغه د "صليب"هغه د "طلل"هغه د "لوى"هغه د "ساميل"هغه د "تارج"هغه د "ارزند"هغه د "صندول"هغه د "سلم"هغه د "افغنه"هغه د "ارميا"هغه د "سلول"چې لقب يې طالوت وو. طالوت د بني اسرائيلو بادشاه و. ليکن څنگه چې مخ کې ما وويل ځنې يورپي پوهان دا نه مني او وايي چې پښتانه د ارين سره تعلق لري او دا آريايي اجزا دي. بيا هر چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره په غزا کې د شرکت خبره ده نو ويل کيږي چې قيس عبدالرشيد د خالد بن وليد رض په لاس اسلام قبول کړى وو. د مکې د فتحې په وخت يې ډېره مېړانه ښودلې وه او ٨٧ کاله يې عمر وو.

پوښتنه : قيس عبدالرشيد ته پيغمبر صلى الله عليه وسلم کوم لقب ورکړى وو د دې وجه څه وه؟

ځواب : قيس د عبراني ژبې نوم دى. رسول الله ص ورته دا نوم په عربي بدل او د عبدالرشيد په نوم يې ياد کړو او د بطان لقب يې ورکړو، چې د رازدار بهادر او سخت په معنا راځي. دا ډېر بهادر وو دې وجې نه يې دا لقب ورکړو.

پوښتنه : محترم قاري صاحب! د ملکونو ترمنځ سرحد يعنې حدود ټاکل. په دې هکله څه وايئ ځنې خلک دا کار د اسلام نه لرې گڼي.

ځواب : گرانه! نن سبا خو اسلام د الله په فضل ډېر خور دىاو هر قام په اسلام کې داخل دى. د يو بل نه دومره زياته فاصله کې دي،چې د ټولو نه يو ملک جوړول ډېر گران کار دى. ته سوچ وکړه نن اسلام د افريقې تر آخري سرحدونو پورې رسيدلىدى. عرب وگوره، اسيا، يورپي ملکونه ټول په اسلام کې داخل دي. د دې ساتل هم ډېر گران کار دى او دا کار که ناممکن نه دى نو دومره گران دى، چې ناممکن حده پورې رسيدلى دى. لهذا دا خو سوچ هم مکوه چې سرحدات دې ختم شي. ايا دا ممکنه نه ده چې هر اسلامي ملک دې په خپل سرحد کې د وسيدلو باوجود په داسې وحدت کې ځان لا ښه کړي چې د دنيا قومونه يې تماشې کوي. ته وگوره يورپ ته په ټول يورپ کې يوه ايرو چليږي. په يوه وېزه باندې پوره يورپ کتلى شى اسلامي ملکونو ته پکار دي چې لږ تر لږه په لويه پيمانه داسې لاره اختيار کړي چې په دنيا کې د عزت مقام سره ژوند تېر کړي. گوره که په اسلامي ملکونو کې وحدت وي نو کفارو به ولې په مونږ مسلمانانو تيرى کولو. ليکن خبره دا ده چې نن په پوره اسلامي نړۍ کې داسې يو رهبر پيدا نه شو چې د خپل کردار او عمل په برکت مسلمانان د وحدت لوري ته راوبلي.

پوښتنه : ځنې خلک قام او ژبې ته کار کوي د اسلام نه وتلى عمل بولي. په دې هکله ستاسو رايه څه ده؟

ځواب : وروره! اصل کې خبره داسې ده چې د اسلام د نظره د قوميت په خاطر کار کول هله ناجايزه گرځي چې کله اسلام شا ته وغورځوو او يوازې عصب، نسب قام او خيل رامخ کې کړو او قام د اسلام په مقابل کې ودروو. په دې باره کې بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي چې څوک په قوميت باندې مړ شو هغه زمونږ څخه نه دى که نه داسلام په رڼا کې او د اسلام په چوکاټ کې خپل قام ته کار کولو کې هيڅ قسم قباحت نشته. اسلام خو مونږ دې نه نه منع کوي، چې ته د خپل کور او خاندان د ښې روزنې فکر مه کوه. دغه شان هر انسان خپل قام ته د خپل وس په اندازه پړ دى. د علامه اقبال رح د شعر ژباړه داسې ده چې ته که زما نه جوړيږى نو د خپل ځان خو جوړ شه. په يو آيات او يو حديث کې دا نه دي راغلي چې خپلې ژبې ته خدمت مه کوه. ليکن زه خو وايم چې په خپله مورنۍ ژبه کې تعليم د هر انسان حق دى. نن په دنيا کې هغه قامونه په ترقۍ روان دي، چې په خپله ژبه تعليم حاصلوي. يورپي ملکونه وگوره په يو ملک کې هم په اردو، عربي يا پښتو ژبه کې تعليم نشته. زه دا نه وايم چې بله ژبه مه زده کوئ. خو خپلې ژبې ته ثانوي حيثيت ورکول هم پکار نه دي.

پوښتنه : مولوي صاحبه! د پښتو ژبې دشمنان وايي پښتو د دوزخيانو ژبه ده. تاسو دې خلکو ته څه ځواب لرئ.

ځواب : سرورزويه! دا ټول هغه بکواس دى چې مونږ يې هم اورو زمونږ لپاره قرآن، حديث او د تېر شوي و علماوو تاريخ مخې ته پراته دي. له دې نه دا نه ده ثابته ...، زه خو وايم چې نن که په نړۍ کې رښتونى او عملي مسلمانان شته نو هغه هم پښتانه دي که وگوري پښتو او اسلام څنگ په څنگ روان دي. اسلام کې د ميلمه قدر دى... اسلام کې حيا ده نو پښتانه پرې ځانونه وژني. دا د پښتنو پېژندنه ده پښتون قام به انشاء الله سره د دې خپلې پښتو جنت ته ځي.

پوښتنه : جناب حقاني صاحب! پښتانه د ژبې نه بې برخې دي تاسو د يو عالم دين په صفت پښتو ژبې ته څومره کار کړى.

ځواب : زه اديب نه يم، بلکې يو ديني طالب العلم يم خو مختلف ديني کتابونه مې پښتو کې ژباړلي او ليکلې مې هم دي. د دې وجه داده چې ډېرى ديني طالبانه پښتانه دي او دغه طالبان په پښتو پوهيږي او خوښوي يې. نو په دې خاطر چې دوى ته اساني وي د ډېرو درسي کتابونو شرحې مې پښتو ته ژباړلي چې زما په نوم خپاره شوي دي. مشکوة شريف پښتو ژباړه او د معارف القرآن چې اردو ژبه کې دى پښتو ژباړه يې هم چاپ ده. ما ته ډېرو خلکو وويل چې پښتو ته کار مه کوه خو ما د چا هم نه ده منلې او د پښتو ژبې خدمت مې کړى. ما ته په دې خبره ډېر افسوس راځي چې په پښتنو کې ډېر لوى لوى عالمان تېر شوي خو تصنيف او تاليف خوا ته ډېر لږ کارشوى. ما يو کتاب چې خالص درسي کتاب دىاصول فقه. د معنى ا و پښتو شرحې سره مې حرمينو شريفينو کې کړى دى. ډېر مقپول دىپه دې خپل خدمت باندې ما صرف د الله ج نه اجر غوښتى دى او الله دې قبول کړي.

پوښتنه : عالي قدره! تاسو يې يادونه هم وکړه. خبر شوى يم چې تاسو په پښتو ژبه ډېر کتابونه ليکلي او ژباړلي مو دي. دا کوم کتابونه دي او ولې تراوسه د خلکو له نظره په څنگ ياست.

ځواب : سرورزى صاحب! ما مخکې درته وويل چې ما يوازې درسي او ديني کتابونه تشريح کړي دي. خو بيا هم د ځينو نومونه به درته واخلم.

١_ توضيح المپبندى

٢_ بدراليالى (پښتو شرح خيالي)

٣_ نورالتهذيب پښتو شرح، شرح التهذيب.

٤_ قوت الاخيار پښتو شرح نور الانوار.

٥_ تشريحات سواتى پښتو شرح ايسا غوجى.

٦_ تحفة الملکوت پښتو شرح مسلم الثبوت.

دې نه علاوه مشکات شريف، معارف القرآن شريف. دې نه علاوه بې شمېره رسالې او کتابچې ليکلي راسره دي والحمد لله على ذالک. پاتې شوه دا چې دې خلکو له نظره پټ يم نو سرورزويه د صحافت له دنيا نه به پټ وي کنه زما کتابونه خو زرگونو لاسونو ته رسيدلي دي. خو ما هم هڅه نه ده کړې چې ځان اخباري دنيا ته معرفي کړم.

پوښتنه : قدرمند مولوي صاحب! تاسو د پښتو کتابونو د ليکلو او ژباړو سره څنگه مينه پيدا شوه؟

ځواب : اصل کې خبره دا ده چې زمونږ ديني درسي کتابونه ډېرگران او سخت دي. په هر ټولگي کې يو څو کسان په هغې پوهيږي بيا زمونږ درسي طريقه هم ډېره مشکله ده. اسان عبارت به وي استاذان هڅه کوي چې گران يې کړي. د هر عبارت خپل مقصد ا و غرض په کې بيانوي. نو د طالب علمانو ته يوه کرښه عبارت حل کول هم پوره وخت غواړي. ما دا کوښښ وکړو چې د دوى دا وخت بچت شي او هم عبارتونه حل کول ورته اسان شي. د دې وجې نه مې په پښتو ليکل او ژباړو ته مخه وکړه. بله دا چې پښتو ژبه کې دا خدمت په نشت حساب وو دې وجې نه مې په پښتو ژبه کې کارکول پېل کړل.

پوښتنه : مولوي صاحبه! که خداى ج عمر درکړو د پښتو ژبې لپاره به نور څه کول غواړئ؟

ځواب : محترما! که خداى عمر راکړو سره د صحته نو غواړم چې نور هغه مشکل کتابونه په دې خپله مورنۍ ژبه تشريح کړم د اسلام او دين د خدمت سره سره به مې د خپلې ژبې خدمت هم وشي.

پوښتنه : قدرمند استاذ! ټوله نړۍ پښتانه زوروي. ستاسو په اند د نړيوالو له دې نه مراد څه دى؟

ځواب : گوره پښتانه يو عظيم تاريخ لري. د پښتنو تاريخ د بهادرۍ، مېړانې، ننگ او غيرت نه ډک دى. پښتون په خپله خاوره د غيرو حکومت نه دى منلى. په ټوله نړۍ کې افغانستان واحد د پښتنو ملک دى. په افغانستان ډېرو ښکرورو د حکومت خوبونه گور ته وړي. د هلاکو خان، چنگيز خان او انگريزانو تاريخ وگوره. هر يو په افغانستان خپل زور ازمايلى دى خو د شکست سره مخ شوى دى. احمد شاه ابدالي بابا، محمود غزنوي دا پښتانه بچي وو چې يو ځلنده تاريخ لري. پښتانه د خپل ثقافت په بنياد په پوره دنيا کې يو مثالي او بېل حيثيت لري. او کوم صفات چې دوى ته الله ورکړي دي په دېرو لږو قومونو کې ترسرگو کيږي. دې وجې نه سامراجي قوتونه نه غواړي چې پښتانه د دغه اعلى صفاتو سره باقي پاتې شي او په دنيا کې د خپل يو جدا حيثيت سره وپېژندل شي. نو په هر دور کې د پښتنو په وړاندې سازشونه شوي او کيږي، نن که په دنيا کې وگورئ او بيا خپل گېرچاپېره نظر واچوئ. نو هر خوا د پښتنو په خلاف د نفرت يوه فضا خوره شوې. کاش پښتون قوم خپل ځان پېژني د غيرو د سازش نه ځان وساتي خپل دود، دستور وپېژني. نو دې کې شک نشته چې پښتون به په مخ د ځمکه د يو عظيم قوم په حيث خپل ځان معرفي کړي.

پوښتنه : مولانا صاحب! اسلام په خپل ځاى ... په دې وخت کې پښتنو ته څه کول پکار دي، چې د دې کړکيچنو حالاتو نه ووځي؟

ځواب : اول به دا ووايم چې بيټ نيکه د پښتنو د ډېروالي دعا کړې وه. هغه الله ج قبوله کړه. خو له ما سره امين ووايه چې ياالله ج پښتانه نور هم ډېر کړې او د ډېروالي ترڅنگ اتفاق او اتحاد ورپه برخه کړې. د اتحاد او يووالي ترڅنگ دې الله ج په دوى کې د ځان پېژندنې ماده راوژندۍکړي. سرورزويه پښتنو ته پکار دي چې د غيرو سازشونه شنډ کړي. په هر چا باور نه دى پکار. خپل دوست دښمن دې وپېژني. اهمه خبره دا ده چې خپل شناخت (پېژندنه) هېرول نه دي پکار. زما په اند د کړکيچنو حالاتو نه د وتلو دغه يو څو لارې دي او بس.

پوښتنه : خداى فرمائيلي چې تاسو مې په ډلو ووېشلئ چې يو بل وپېژنئ د پېژندلو نه مراد څه شى دى؟

محترما! الله پاک ج په قرآن حکيم کې فرمايي چې تاسو کې ما ډلې ډلې او قبيلې جوړې کړي، چې ستاسو تعارف يو بل ته اسان شي. د دې ايت کريمه مطلب دا دى چې عربوخپل ځان اوچت قوم گڼلو نو الله تعالى ورته وفرمائيل چې ما تاسو مختلف قومونه د تعارف لپاره پيدا کړئ. د دې لپاره نه چې په يو بل باندې فضيلت ثابت کړئ او بيا په آخري خطبه د حج کې د الله ج ستر رسول ص وفرمائيل چې يو عربي په عجمي او عجمي په عربي باندې او تور په سپين او سپين په تور هيڅ فضيلت نه لري، بلکې فضيلت ورته حاصل دى هغه چا لره چې ډېر پرهيزگار وي.

پوښتنه : مولوي صاحبه! پېغمبر ص ته چې په اول ځل وحي يا حکم وشو چې لاړ شه عربو ته په عربو کې قريشو ته په قريشو کې خپلې کورنۍ ته او د يو الله ج لوري ته يې راوبله. په دې کې حکمت څه وو. ولې يې بلې قبيلې ته نه لېږلو؟

ځواب : سرورزوى صاحب! عربو ته الله پاک ج يو خاص مقام ورکړى. د عربي ژبې په فضيلت او وسعت ټوله دنيا قائله ده او عربي ادب ځانته يو لوى حيثيت لري. د عرب معنا ده فصاحت او د عجم معنا ده گونگى ... بل په عربو کې قبيله قريش يو ځانگړى مقام لري. قريش د قرش نه ماخوذ دى او قرش د يو ماهي نوم دى، چې دا په ټولو ماهيانو کې د بېل حيثيت خاوند دى. نو الله پاک ج وغوښتل چې آخري رسول ص په داسې يو قوم او قبيله کې مبعوث کړي چې د دنيا د خلکو په نظر کې لوړ حيثيت والا وي. همدغه وجه وه چې هيڅ چا هم دا پېغور نه دى ورکړى چې ته په يو کمتره خاندان کې مبعوث يې او مونږه تا نه منو. نور يې هر څه ويل خو دا پېغور يې نه دى ورکړى. نو د رسول الله ص رسالت خو عام دى د هر چا لپاره رسول دى. خو مبعوث شوى په يو خاص قوم او خاندان کې... بيا دا يوه فطري خبره ده چې اول به د خپل کور او خاندان ماحول سمول پکار دي نو راځم دې خبرې ته چې اول تبليغ به يې هم دوى ته کولو.

پوښتنه : که داسې وي نو پښتون پښتو ته رابلل او پښتو ته کار کول ولې گناه ده؟ لږ تفصيل سره که خبره وکړئ. مننه.

ځواب : وروره! خبره داسې ده چې الحمدلله مونږه پښتانه يو او مسلمانان هم يو. نو مونږ لره اول د دغې اسلامي رشتې د وحدت خيال ساتل پکاردي. رسول الله ص خپل خاندان ژبې يا قوميت ته نه دي رابللې، بلکې د الله ج وحدانيت ته يې رابللي دا بېله خبره ده ا و بل ما په وړاندې هم دا خبره کړې ده، چې د اسلامي وحدت او چوکات دننه د خپل قوم لپاره منډې وهل څه بده خبره نه ده. مثلاً د يو کس په کور کې خپل ورونه دي او سره په جنگ وي اسلام خو دا نه وايي چې د دوى جوړه مه کوه. اسلام خو ډېر پراخه نظر لري او دانساني حقوقو او رشتو د ټولو نه لرې ساتونکى خو اسلام دى. اسلام خو مونږ په خپلو رويو او کردار محدود کړى نن سبا په وړه خبره په يو بل د کفر ټاپه لگوو حالانکې دا سراسري ظلم او ناجايزه دي. زه خو وايم چې د پښتون وحدت ا و قوت په دې دور کې د اسلام قوت دى ځکه چې په مخ د ځمکه دپښتون نه زيات په اسلام مئين څوک نشته. د پښتون تاريخ د دې خبرو گواه دى.

پوښتنه : مولوي صاحب! د شعر سره مو مينه شته؟

ځواب : سرورزويه! د شعر سره مې مينه شته تر يو حده پورې يو شعر چې د موقعې مناسب وي او راياد شي نو د هغې اظهار کوم خو کار مې ورته نه دى ويلى کنه شعر ښه شى دى.

پوښتنه : قاري صاحب شاعري مو کړې؟

ځواب : نه محترما شاعري مې نه ده کړې. البته کله نا کله که د وخت مناسب مې کوم شعر ويلى وي هغه به وي نوره شاعري مې نه ده کړې.

پوښتنه : قدرمند حقاني صاحب! د شعر په هکله څه نظر لرئ؟

ځواب : د شعر په باره کې راځي چې دا تلاميذ الرحمن دي يعنې د الله شاگردان نو ښه شاعري چې په هغې کې د الله ج او د رسول ص مدحه وي او قوم ته يو فکر ورکول وي ذهن سازۍ او کردار سازۍ په هکله شاعري کول بده خبره نه ده. شعر يو عجيب نعمت دى چې صحيح وي ځکه چې يو ډېر لوى مضمون په مختصرو الفاظو کې بيانوي. دا د شعر او شاعر کمال دى. هغه شاعري بده ده چې په هغې کې د بل عيب بياني وي. نوره شاعري د رسول الله صلى الله عليه وسلم صحابو کرامو رض هم کړې نو دا څنگه غلطه کيدى شي. حضرت حسان بن ثابت رض لوى شاعر وو. حضرت على رض اشعار ويلي دي.

پوښتنه : حقاني صاحب! لر او بر پښتون قام ته څه پېغام لرئ؟

ځواب : سرورزويه لر بر پښتون قام ته پېغام ورکوم چې د علم په گاڼه دې ځانونه سنگار کړي. خپل اختلافات دې شاته کړي. تېر په هېر د راتلونکي لپاره دې د اسلام په چوکاټ کې د وحدت لاره اختيار کړي ځکه چې پښتون قوي وي اسلام به هم قوي وي. د دوى د يووالي په هيله.

مننه قدرمند مولوي چې مونږ ته مو د خبرو وخت راکړو بيا هم مننه.

سرورزويه ستاسو نه هم ډېره مننه چې د خپلو مينه والو سره مو د ملاقات موقع راکړه. و ما علينا البلاغ.

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې