Saturday, 25 March, 2017
 
 
  • په بلخ کې ترافيکي پېښه شوى
  • دتورخم لاره پرانستل شوه
  • يو پوليس نور ٧ پوليسه وژلي دي
  • نوازشريف له افغانستان سره تړلو لارو د خلاصون امر کړى
  • ظفرجگړا د نوروزد جشن په مراسمو کې گډون کوي
  • په روسيه کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کيږي
محمد درود "امیدوار کږه وال" له فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه-احسان الله اميدوار

احسان الله امیدوار خوږیاڼى

۲۵/زمری/۱۳۸۸ هجري لمریز کال.

محمد درود "امیدوار کږه وال"

 له  فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه

 اروا ښاد شاغلی محمد درود (امیدوار کږه وال) د ښاغلي میرزا محمدخان زوی او د ښاغلي شېرزادخان لمسى د ۱۳۱۹ لمریز کال د ننگرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ د کږې بازار په یوه مسلمانه او دینداره کورنۍ کې (۶۹) کاله مخکې سترگې وغړولې، تر اووه کلنۍ وروسته د خوږیاڼیو په لومړني ښوونځي کې شامل او د فراغت سند له ترلاسه کولو وروسته يې د ننگرهارپه  منځني ښوونځي کې  په منځنیو زده کړوپیل وکړ. کله، چې امیدوارکږه وال نهم ټولگي ته بریالی شو؛ مور او پلار یې له هغه سره د مینې او ولسي  دود له مخې ، ور ته کوژده او واده وکړ، چې د زده کړې او تحصیل سلسله یې د وداده د دریاب په اوبو کې لاهو شوه، خوامیدوار کږه وال خپله ځانگړې مطالعه پرې نښوده  او په ځانگړي توگه یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ؛ مروجه علوم یې د هغه ځای له دیني علماوو  زده کړل او له شعر او شاعرۍ سره یې مینې وده وکړه.

 د رحمن بابا کلیات او د پخوانیو شاعرانو شعرونه به یې مطالعه کول، چې  هم خپله شاعر شو. امیدوار کږه وال د خپلې غوښتنې له مخې یو څه موده گڼدونکی پاتې شوی، چې وروسته د ښاغلي عبداللطیف منت بار، چې د هغه خپل، نږدې دوست او ملگرى و، په هلو ځلو د ټولگټو په وزارت(فواید عامې په وزارت) کې په کار وگمارل شو.

 د امیدوار ځواني او زلمیتوب د فواید عامې وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې د ریاست د یوه فني او تخنیکي همکار په توگه سرته رسیدلې، چې د کونړ- جلال آباد، جلال آباد- تورخم، غزني- کټواز، کندهار- گرشک، فراه- هرات، لوگر- کابل، سروبي-گوگامنډه او د بگرام د نوي سړک، لوړې ژورې د خپل لوډر په واسطه  اوارې کړي او قیر ته چمتو کړي دي.

 د بگرام  پر نوي سړک  د کار پر مهال يې  لوډر له څارنې ووت  او د کیڼې پښې د ژوبلیدو له  لامله  يې ډېر وخت په بستر کې تېر کړ.

امیدوار د ۱۳۸۲ ل کال له فواید عامې وزارت څخه متقاعد شو او تر تقاعد وروسته یې هم خپلو ادبي هڅوته دوام ورکړ. امیدوار د خپل ورځني کار په څنگ کې  لنډو کيسو، شعر او شاعري ته مخه کړې وه؛ ښه شعرونه به یې ویل او د هېواد په ورځپاڼو، جریدو او مجلو کې به خپریدل او د خپل عمر په وروستیو شپو ورځو کې يې د کلید او جرگې له مجلو سره  هم قلمي همکاري درلوده او شعرونه به یې خپرېدل. د محمد درود امیدوارکږه وال زیات شعرونه د امیدوار کږه وال په نوم خپاره شوي او د ادب د مینوالو تنده ورباندې ماته شوې ده.

ښاغلي امیدوار کږه وال  ته ، چې ټول عمر ورته نېستۍ خېمه وهلې وه؛ خپل اولادونه یې  نه یوازې د ښوونې او روزنې په جامه پټ او په قناعت ماړه ساتلي، بلکې  په وچه اوسپوره ډوډۍ یې تل قناعت ته اړ کړي هم دي  او له غلا، خیانت او حرامو یې پرې ځان ژغورلی دی.

امیدوار کږه وال په ټوله شاعرۍ کې سپېڅلې مینه، اوچت احساس او له محبته ډکې عاطفې سره لاس یو کړی او په ټولو جگړو کې يې ټولې ناخوالې او بدبختي پخپلو سترگو لیدلي. د هېواد د وروستيو درې لسيزو دجگړیز ناتار په بهير کې  يې دخپل دردیدلي  او ځوریدلي  ولس اوښکوته له خپل شاعرانه درک او احساسه د عاطفې دسمالونه جوړکړي ؛ دخپل خوار ملت اوښکې یې پرې پاکې کړي او د هغوی غږ  یې کبرجنو زړونو اودماغونو ته رسولي دي.

شعر د الفاظو داسې یو ترکیب دی، چې الفاظ یې له تعبیر او تعریفه عاجز دي. دا؛ ځکه،  چې شعر د الفاظو له هنري او روڼ تسلسل څخه جوړیږي او د هنر او اشعارو په ژبه خبرې کوي. په شعر کې د شکل او موضوع تناسب هم د گل د رنگ او بوی غوندې ترکیب شوي، چې یو له بل سره د زړه تړوا لري. که شعر یوازې شکل ولري او د موضوع خوا یې خواره او نيمگړې وي داسې  به ښکاري لکه بې بویه گل ، چې له مصنوعي گل سره یې توپیر نه وي او که یوازې موضوع حقیقت او واقعیت بیانوي بیا به هغه بوی ته ورته وي، چې له یوه بوټي  او یوې پاڼې  را پورته کیږي. مطلب دا، چې ښه شعر ښکلا، ښایست او هنر لري.

 د امیدوار کږه وال روانه اوځوانه شاعري د رنگ او بوی په داسې قافله کې پرمخ ځي، چې زمونږ د وخت ډېرې داسې موضوعگانې، حقیقتونه او واقعیتونه په هنري غېږه کې ساتي او هرچاته د اصلاح گوته نیسي او وخت ته داسې اشاره کوي.

وخته وچ گریوان یې بارانونه، وریــــده غواړي

دې خزان باغچه کې سره گلونه ټولیده غواړي

شاعر او لیکوال تل د نورو په چینه کې غسل کوي، د فکرونو توپان لري او انسان د خپلې پوهې له مخې نیمگړتیاوو ته متوجه کوي. هر انسان له  تېروتنې او خطا سره مخ  دی او اشتباه کوي. کله ناکله په داسې لاره روان شي، چې عقل ورته گوته په غاښ نیسي او پخپلو کړنلارو پښیمانه وي؛ ځکه، نو احساس، عواطف او تخیل د شعر هنر دی. لکه معشوقه ،چې ښه جامه ولري او په راز راز فیشنونو سینگاره وي او په ادبي الفاظو او جملو ولاړه وي، شعر او لیکنه یې درد ولري او د هرچا له حال او احواله باخبره وي ؛ نو شاغر، چې د ټولنې له منځه راوتلی وي او د ټولنې په درد پوه وي او دخپل  ولس له زړه  او نبضه خبر وي،اړينه ده ، چې د مظلوم اوښکې پاکې کړي، پر سپېره مخ او وچو شونډو یې د عاطفې لاس کش کړي او پر تندي یې ښکل کړي. شاعر په دې نيت شعروايي ، لوستونکي يې سره  چاړه و غوښه  نه شي ، د یو سر دوه سترگې، قوي مټې او دوه لاسونه شي. امیدوار کږه وال په  خپل یو شعر کې داسې وایي:

یو د یوسر، دواړه سترگې قوي، مټې، دوه لاسونه

یــــــو هـــــــډوکی،  یوه غــــوښه د یوې کلمې ورونه

شعر د الفاظو یو داسې ترکیب دی، چې الفاظ یې د  تعبیر او اشعارو په ژبه خبرې کوي ؛د بیقدرۍ مسوول يې  هغه څوک دی چا، چې د مظلومانو په تړمو اوښکو دځان په گټه سوداگړي کړې وي او د زړه پر بړاس او سوو،گرمو  ایشوونکيو اسویلو یې د عرش دروازه ټکولې وي او د دې مصداق وگرځي، چې د غریب آهونه اوسوي اسویلي ترعرشه پورې رسیږي او دا ورته وایي، چې:  که د سماوي لطف او مهربانۍ په هیله وي؛ پر هر چا دې زړه  سوی او ترحم وکړي، چې د قدرتمنو له جبر، کړاو او ستم  سره شپې تېر وي، د بل شي توان او قدرت نه لري بې له دې، چې د بړاس او بخار په توگه ساړه - تاوده سوي آهونه او سوي اسویلي د فضا لوري ته وسپاري.

امیدوارکږه وال د شاعرانو له شعرونو سره زیاته مینه درلوده او دخپلو ځانگړيو زدهکړوپه وخت کې یې د پخوانيو اشعار ومطالعه کوله . در ارواښاد اشعار د ولس او خلکو په تله برار اشعار دي، په شعر کې یې خوندور تشبیهات، نازک خیالات او ادبي نزاکتونه په ماهرانه توگه ځای کړي او د ولس ناوړه دودونو او خرافاتوته گوتنيونه کړې او په دغه برخه کې یې ډېر اشعار او ليکنې کړي ، چې د هېواد په ډېرومجلو او ورځپاڼو کې د لنډو کیسو او داستانونو په بڼه خپاره شوي دي.

خدای بخښلي په خپلو اشعارو کې د ټولنې د حقیقي ژوند څرنگوالى په داسې ډول ځای کړى، چې له پښتني الهاماتو ډک ولسي ژوند تمثیلوي. يعنې ژوند يې لکه څنگه، چې دی هسې يې انځور  ترې ولس ته وړاندې کړى دى . امیدوار کږه وال غوښتل، چې پخپل ژوند د خپلې شعري ټولگې چاپ او خپراوى وويني او مینوالوته یې وړاندې کړي،خو دا،چې تر اوسه پورې هیچا د شاعر او معلم کلا او ټاټوبې نه دی لیدلی؛ نو دغه ټولگې  تر اوسه د همدغه لامل له مخې چاپ شوي نه دي.

امیدوار کږه وال دېر مست سړی، ښه شاعر او غوره لیکوال، ادیب او پخپل هېواد مین پښتون و.

 یوه لوبه یې تل په خوله وهاو هغه به یې زمزمه کوله:

دملنگ توره شړۍ لنگ، نرۍ یې ونه ? ملنگ راولئ دننه

امیدوار د هرچا یار و، دهرسړي زړه یې ساتلو او هرچاورته په زړه کې ځای ورکړی و. همدا لامل و، چې په جنازه کې یې نه یوازې دا، چې ډېر زیات مینه وال راټول شوي وه، بلکې ټول غمجن او خواخوږي هم موجود ول.

 مرگ هم د ژوند په څېر حق دی؛ ښه سړی هماغه دی، چې په جنازه کې یې یو څه دوستان، خپلوان  او خواخوږي راټول شي او له الله پاکه ورته بخښنه وغواړي.

امیدوار کږه وال خپلې جنازې ته خلک داسې رابللي:

 راشه جنازې ته

مابه ، چې دروکتل نو ستا سترگې به ټیټې شوې

ته، چې شرمیدې ورنه هغه، سترگې می پټې شوې

راشه جنازې ته د کفن غوټې مې خلاصې کړه

ستړې مې په وړواوږې د خلکو قوي مټې شوې

چا راباندې نه پیرزو کوله د ځوانۍ نخښه

اوس مې مخ چینجي خوري په مابار دخاورو څټې شوې

ویر ژړا مې نشته مسافر، مړی بې کراره وي

وچې په لیمو کې په ما اوښکې غټې غټې شوې

نیم ساعت مې نه پریږدي شمال ته د فاني دنیا

ژرمې ښخوي داخلک، پاتې ورنه گټې شوې

لاړو تاج محل مې په تیاره خونه بدل شولو

پاتې مور، پالنگ، نصیب  مې تیږې خاورې خټې شوې

دلته د رسوخ ثروت خبرې اوبو وړي دي

خپل عمل د لارې مل، غنچې چاته سکروټې شوې

شاه گدا راځي ورته همدا یې ابدي کور دی

دلته بندیوانې ښاپیرۍ، شهزادگۍ جټې شوې

ژر به سرجگ نه کړي که ولي که پیغمبر وی څوک

هره ورځ روان په خاورو پټې نوې سټې شوې

تخت د سلیمان نه، دنیا پاتې د قارون ځنې

ځې به خامخا چې د ژوندون شیبې دې کټې شوې

لاړو آرمانجن ترې (امیدوار ) چې راغلی و

ډېرې کوپړۍ خاورې د چینجیو خوراک چټې شوې

[گلورینې پاڼې "قلمي نسخه، ۳۵ مخ- ۱۱۳ مخونه]

امیدوار کږه وال له ورپیښې شوې ناروغۍ له  لامله د ۱۳۸۸ لمريز هجري کال د زمري د میاشتې په یوولسمه نېټه د ماسپښین په یوه بجه په کابل کې په حق رسیدلی دی. د نوموړي د جنازې لمونځ د خوږیاڼیو په مرکز کږه کې ترسره شو او پخپله پلرنۍ هدیره کې خاوروته وسپارل شو(انا الله و انا الیه راجعون).

 د ارواښاد مړینه د پښتو ژبې ستره فرهنگي ضایعه گڼل کیږي، کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او خواخوږو ته یې د الله تعالی له درباره د زغم غوښتنه کوو او ارواښاد ته د جنت فردوس غوښتونکي یو. روح دې ښاد وي

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې