Friday, 24 March, 2017
 
 
  • په بلخ کې ترافيکي پېښه شوى
  • دتورخم لاره پرانستل شوه
  • يو پوليس نور ٧ پوليسه وژلي دي
  • نوازشريف له افغانستان سره تړلو لارو د خلاصون امر کړى
  • ظفرجگړا د نوروزد جشن په مراسمو کې گډون کوي
  • په روسيه کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کيږي
د کونړ اتيا فيصده خلک له مجاهدينو سره ولاړ دي او اشغالگر يې خوښ نه دي .

   مرکه کوونکى :  مولوي  عبدالغني :

                                                    د کونړ اتيا فيصده خلک له مجاهدينو سره ولاړ دي او اشغالگر يې خوښ نه دي .

ase href="http://www.taand.com/news" />

 

 

ياداښت: دغه مرکه (SCPRD.COM) خبري څانگې ته د برېښناليک له لارې رارسيدلې، چې پرته له لاسوهنې يې وړاندې کوو.
دکونړ ولايت له مسئول محترم عبدالرحيم (آبى الشرک) سره دتورې بوړې ويب پاڼې هراړخيزه مرکه

 

دتوره بوړه ويب پاڼې ځانګړي استازي په دې توانيدلى چې په ( 15.03.2009) نيټه داسلامي امارت دکنړولايت مسئول عبدالرحيم (آبى الشرک) سره مخامخ مرکه ترسره کړي اواکثره هغه پوښتنې چې دډيرو هيواد والوپه زړه کې ګرځي له نوموړي وتلي جهادي شخصيت سره مطرح کړي ، دادى هغه مرکه او پوښتنې چه محترم عبدالرحيم ( آبى الشرک)  ځواب کړي بې له کومې لاسوهنې ستاسې ومخ ته په ليکلې بڼه ږدو .

له دې چې مونږ محترم عبدالرحيم  درمعرفي کوو ښه به داوي چه دهغوى په خپل تعارف اکتفاء وکړو خو دومره بايد ووايو چه نوموړي فعلاً داسلامي امارت لخوادکنړولايت دمجاهدينودمسئول په توګه دنده ترسره کوي  .

 

١  توره بوړه : محترمه ! دمهربانۍ له مخې که دتوره بوړه لوستونکوته ځان وروپيژنۍ؟

ځواب : زما نوم عبدالرحيم( آبى الشرک) دى دکنړ ولايت دماڼوګۍ ولسوالۍ دکوړنګل د درې دلوى کلي اوسيدونکى يم.

٢ توره بوړه : داسلامي امارت په وخت کې اوبيا پس له هغه کله چې دجهاني کفر داشر په ترڅ کې دافغانستان اسلامي امارت ړنګ شو،که په خپلو دندو اوکړنو لږ ړنا واچوۍ؟

ځواب : داسلامي امارت په وخت زمونږ ماڼوګۍ ولسوالۍ په محکمه کې دعضو په صفت مى دنده لرله،دجهاني کفر دراتګ نه پس خپل دامارت دملګرو سره مى رابطه جوړه کړى ده دامارت اسلامي دلاندى جهاد ته موادامه ورکړى ده چه بيا دجوزادمياشتى ٣١ نيټه ١٣٧٦ ش کال يې دکنړولايت  داسلامي امارت لخوا مسئوليت راته سپارل شوى دى.

٣ توره بوړه: په هغه سيمه کې چې داسلامي امارت له لوري تاسې ته دکار لپاره سپارل شوې ده،دخلکو اوملت خواخوږي له مجاهدينو سره په څومره کچه ده اوعام ولس داشغالګرو په وړاندې له مجاهدينو سره څومره مرسته کوي؟

ځواب : دکنړ خلک ٨٠ فيصده دمجاهدينوسره ولاړ دي اشغالګر يې خوښ ندي ولې دکونړ خلک ټول مسلمانان دي پوهيږي چه مجاهدين دټولو مسلمانانو دعزت اوابرو دخوندي کولو په خاطر جهادکوي اواشغالګر زمونږ دبې عزتۍ اوداسلام پاکه خاوره اشغال اوقبضه کولو لپاره راغلي دي نولهذادغه اشغالګرو په ضدمجاهدينوسره څوک پټه اوڅوک ښکاره، خو ښه پوره همکاري او مرسته کوي.

٤ توره بوړه : په تاسو پورې په اړونده سيمه کې داسلامي امارت له مجاهدينوپرته نور مجاهدين هم فعاليت لر ي اوکه څنګه ؟ستاسو له هغوى سره تفاهم اوکاري کړنلاره په څه ډول ده؟

ځواب : داول نه اسلامي امارت دمجاهدينوپرته دنورو فعاليتونه نه وو، اوس دوه کاله کيږي چه يوتعدادخلکو د يرغلګرو په وړاندې فعاليتونه پيل کړي دي خومونږ اختار ورکړى دى چه داسلامي امارت د اهدافو او اصولو، کوم چې په شريعت محمدي (ص) بنا دي، خلاف کار به نه کوئ اواسلامي امارت سره به بيعت کوئ ،دخلاف په صورت کې ستاسو مخنيوۍ به کيږي، په دې اړه مو له هغوى سره خبرې شوي دي او هغوى هم  د امارت په صفوفو کې ديننه د جهاد کولو او امارت ته د وفادارۍ او پوره اطاعت ژمنه کړې ده .

٥ توره بوړه : لکه څنګه چې له ورايه جوته ده اوبهرني يرغلګر دماتيدو په حال کې دي نودهغوى له ماتې اود هيواد له بشپړې ازادۍ وروسته دکاري ظرفيتونو اوپلان په اړه ستاسو څه نظر دى؟

ځواب : دهيواد دبشپړ دازادى نه وروسته انشاء الله دالله تعالى احکام دعالي قدر امير المومنين فرامين چه قرآن کريم اوسنه نبوي صلى الله عليه وسلم سره مخالف اومغاير نه وي نافذوو به اودالله تعالى دکتاب اوسنت  مطابق دخپلو کړنو ته ادامه ورکوو.

٦ توره بوړه : ځينې رسنۍ چې نړيوال ورته بې طرفه وايي، پرطالبانو تورپورې کوي چې دوى ته له بهره مهمات،وسلې اونقدي مرستې ترلاسته کيږي چې کله کله دکفري هيوادونو نومونه هم په دا لړ مستندويو کې راځي ترڅوله امريکا سره خپلې دښمنۍ اورقابتونه وپالي،تاسې په دې اړه څه واياست؟

ځواب : کاشکې دامريکا سره دښمنۍ اورقابتونه دپاللوپه خاطر مونږ سره دوسلو اونقدي پيسو مرسته کړاى واى اوخاصکر داسلامي هيوادونو داسلام په خاطر،خوکومک راسره نه کوي  ضعيف الايمان واله دى دامريکايانونه يريږي مجاهدين دروسانو دوخت نه پاتى او له اوسنيو اشغالګرو نه په جنګ کې نيول شوې اسلحه باندى جنګيږي اوعام مسلمانان داسلامي مسئوليت په خاطر  دنقدي کومک کوي .

٧ توره بوړه: تاسې په نوموړې ولايت کې خپل سږني عمليات دنوروکلونوله جهادي لاس ته راوړنو اوعملياتو سره څنګه ارزيابي کوۍ اوهمدا راز اشغالګر ادعا کوي چې مجاهدين دولسي خلکوله منځه ،کورونو اوځايونو څخه پردوى بريدونه ترسره کوي چې په مقابل کې  يې دوى عام وګړي په نښه کوي اوپه شهادت يې رسوي،ايا دا او دې ته ورته ادعاګانې څومره حقيقت لري؟

ځواب : الحمدلله سږ کال دتيروکلونو په نسبت دمجاهدينوعمليات ډيرزيات دى پدى امريکايان هم اعتراف کوي اودامريکايان ورسره تلفات هم زيات وو دايوه ښکاره خبره ده ددوى دعوى باطلې دي هيڅ حقيقت نه لري دا ادعا ددوى چه مجاهدين دکورونودمنځ نه بريدونه کوي  غلطه اوباطله ده بلکه دوى دکليو خواته ياپه کليوکې پوستى جوړى کړى دي مجاهدين خو له غرونو يا دشاړواودښتونه په دوى بريد اوکړي نوبيا دوى کلي قصداًبمباروي عوام زنانه اوماشومان اوبوډاګان پکې شهيدان کړي داښکاره ده ټول دنياوال پدى پوهه دي.

٨ توره بوړه : داوباما له برياليتوب وروسته دامريکا په ستراتيژي اوجنګي تکتيکونوکې دبدلون ګرمې خبرې روانې دي چې ډيره برخه يې دطالبانوپروړاندې ده ،تاسو ددغوتکتيکونو اوستراتيژيو په بدلون عکس العمل کې دخپل کاري پلان دبدلون په اړه څه ويلاى شي؟

ځواب : داتکتيکونه مخکې کال په کال بوش هم بدلول خومونږه ورسره کړنلاړې بدلولې،  دوى به تکتيکونه بدلوي  اومونږ ته هم الله تعالى دبدلولو هدايت کوي ،جهاد دالله تعالى لاره ده الله تعالى پخپله مجاهدينوته هدايت کوي الله تعالى فرمائي "من جاهدفينا لنهدينهم سبلنا"څوک چه زمونږ په لاره کې جهادکوي نومونږ به ورته خامخا هدايت کوو الله تعالى پخپله وعده وفا کړى ده.

٩ توره بوړه: دامريکا لپاره دقرغزستان دهوايي ډګر تړل دناټو او روسيې داختلافاتو ښکارندوى ده ،ددغې اختلافاتو مثبتې اغېزې دافغانستان لپاره څه کيداى شي؟ همدا راز افغانستان ته دنورو ځواک راتګ به جهادي خوځښت وځپي اوکه به نور هم ګړندى شي،تاسو په دې اړه څه واياست؟

ځواب : داښکاره خبره ده چه دکفارواختلاف دمسلمانانولپاره يومثبته اغيزه لري اوددوى ځواکونوډيريدو سره مسلمانان هيڅ کله نه ځپل کيږي بلکه نور هم ګړندى کيږي دادالله تعالى وعده ده چه کفار مسلمانان نه شي ختمولى اوالله تعالى فرمائي: "ومازادهم الايمان وتسليما " مسلمانانو دکفارو ځواکونوليدوسره ايمان اواسلام زياتيږي کميږي نه .

٠١ توره بوړه : دکرزي اداره اوبهرني ځواکونه وايي چې په نوموړي ولايت کې دبيارغونې ډيرې پروژې په کار لګيادې اوکاري چارې يې ښې اوبې له ستونزې ترسره کيږي ،تاسوپه دې اړه څه واياست؟

ځواب : ددوى پروژو چې کله په کار لاس پورى کړى بريدونه پرى شويدي کارته ندي پريښودل شوي درى مياشتى مخکې زمونږ شوړيک دره کې په سرک لاس پورى کړه بيا پنځلس کسان انجينران اوکاريګر ونيول شول څلويښتو ورځوپورې دمجاهدينو سره بنديان وو بيا دپروژو سره دکارنه توبه تائب يې شوى اوبيا دمجاهدينو لخوا پريښودل شول خوکار اوس هم بند دى .

١١  توره بوړه : له موسيسو سره موپه خپله درسپارل شوې نظامي سيمه کې چلند کوم ډول دى ؟

 ځواب : کومى موسيسى زمونږ په ازادوسيموکې زمونږ په مشوره کار کوي اودکافر لپاره جاسوسي نه کوي نوکار کولى شي اودحفاظت زيمواري زمونږه وي اوکومى موسيسى داشغالګرو په ځايونو کى کار کوي هغوى مونږ کا رته نه پريدو ولى چې داکار دهغوى لپاره کوي اوجاسوسي هم ورله کوي .

١٢  توره بوړه : تاسوداسلامي نړيوالو خوځښتونو نژدې اړيکوال  يادېږئ،دغه خوځښتونه څومره سره په فکر کې ورته والى لري اوددوى کړنلارې اسلامي نړۍ ته څومره په ګټه تماميږي؟

ځواب : دمسلمانانو فکر دټولو يودى چې هغه يو اسلامي خلافت قائمول دي اودکفارو دغلامى نه ځانونه خلاصول دي که ټول مسلمانان په فکر کې يوشي دايوه مثبته اغيزه لري په ډيره ګټه تماميږي.

١٣  توره بوړه : دکرزي اداره اوکرزى خپله بار بار داخبره کوي چې طالبان يومحدود اقليت  دې ،کله يې ١٢ سوه بولي کله ١٦ سوه اوکله دنشت برابر په داسې حال کې چې روزانه دلسګونوطالبانودشهادت ادعاګانې هم کوي خوبيا هم هغه تعداد اواقليت له منځه نه شي وړاى ، چې ددې  راز څه شى دى ، په دې اړه تاسې څه وواياست؟

ځواب : د افغانستان په ر کور کې طالب او مجاهد موجود دى، که طالبان ١٢ سوه اويا ١٦ سوه واى نو اوسه پورى ددوى په وژلو ختم شوى وو دا ددوى غلطى ادعاګانى دي هيڅ بنيادنه لري افغانان اتيا فيصده خلک دمجاهدينو طرفداردي .

١٤  توره بوړه : ټولټا کنې ،ملي پخلاينه اوله طالبانوسره خبرې اترې هغه څه دي ،چې نن سبا دنړۍ په رسنيو کې زمزمه کيږي ،ستاسوپه اندکه طالبان په دغې کې ګډون وکړي،دادهيواد لپاره په روانوسياستونوکې په ګټه دي ؟ اوکه ددې دريواړوپه اړه دريځونه يوڅه نرم شي، نوبيا؟

ځواب : څوچه کفري ځواکونه په افغانستان کې وي په دغه دريواړوکې يو ته هم هيڅ کله تيار نه يو ولى چه په دغودريواړو په اړه نرمى کول روانو سياستونوته اوهم اسلام ته نقصان رسوي په ګټه ندى .

١٥  توره بوړه : ددښمن دهغو ملاتړو په اړه چې نظامي ملاتړى وي داسلامي امارت دريځ وژل دي ،خودهغوپه اړه چې نظامي ملاتړى نه وي ، خوګټه يې دښمن ته رسيږي ،تاسويې په اړه څه دريځ لرئ؟

ځواب : که نظامي ملا تړى يې وي اوکه نه وي خوګټه دښمن ته رسوي زمونږ په دريځ کې وژل دي ولى چه علت يې يودى چه دښمن ته ګټه رسول دي .

١٦  توره بوړه : ستاسو په اند دروان جهاد دبري راز په  څه کې دى ؟

ځواب : دبري راز دمسلمانانو په وحدت اواتحاد کې دى چه يو دعالي قدر اميرالمئمنين ملامحمدعمر مجاهد حفظه الله په قيادت کې وشي اوخپل جهادته ادامه ورکړى شي انشاءالله کاميابي مسلمانانو لره ده.

١٧  توره بوړه : مجاهدين بايد کوم ډول چلند وکړي ،چې ولس خوښ وساتي ؟

ځواب : مجاهدين داميرالمؤمنين دتوصىى خيال وساتي چه هغه فرمائلى دي : له خپل ولس سره تعلق مضبوط ساتۍ اوخپلو خلکو دسرونو اومالونوپوره خيال ساتۍ که مجاهدين پدى توصيه عمل اوکړي نو ولس به خوښ وساتي انشاء الله.

١٨  توره بوړه : هغه پرمختګونه چې دنظامي خوځښت په لړۍ کې شوي تاسو کوم راپه ګوته کولى شئ؟

ځواب : دنظامي خوځښت نه دمخه امريکايان دغرونوڅوکوڅوکوته رسيدل کله چه نظامي خوځښت پيل شو اوس دخپلو بيسونو اومرکزونونه بهر نه راوځي اوکه راوځي نونژدى ساحوته راوځي بياهم مجاهدين کمينونه ورته نيسي اوتلفات ور اړوي اودوه مرکزونه (بيسونه)هم تخليه کړل يودباډيل درى اوبل دديوه ګل درى .

١٩  توره بوړه : که حکومت په نيمګړي اوربندلاس پورې کړي اوداسې توکي په شرطونو کې کيږدي،چې ډيرى يې دطالبانو په ګټه وي ، نو د طالبانوکړنلاره به هغه وخت څه وي؟

ځواب  : څوچه امريکايان په افغانستان کې موجوددي  دادنظامي خوځښت په نتيجه کې دهغوى اوربند اوشرطونه هيڅ معنى نه لري چې ګټه مجاهدينوته ورسوي ،زمونږ کړنلاره  جهادته ادامه ورکول دى آن چه اشغالګر دافغانستان څخه ووځي اوزمونږ  نيول شوي اسيران راخلاص شي اوداسلامي امارت سلطه  په ټول افغانستان حاوي شي.

٢٠  توره بوړه : دبهرنيو ځواکونو دخپلسرو عملياتوپه اړه چې دکابل دحکومت کوم غبرګون په رسنيوکې زمزمه کيږي ،څه فکر کوې چې ددواړو تر منځ به اړى ګړى پيښ شي اويرغلګر به له خپله هوډه په شا نه کړي؟

ځواب : ددوى ترمنځ اړى ګړى پيښيدل دمجاهدينو دعملياتوپه نتيجه کې دى يرغلګر چې دخپله هوډه په شاکيږي به هم دمجاهدينو دعملياتو په نتيجه کې انشاء الله .

٢١ توره بوړه : دراتلونکي پسرلي په اړه دغه ولايت په اړه کوم نوي پروګرامونه په نظر کې لرۍ که څنګه؟

ځواب : انشاء الله ددښمن داستراتيژي مطابق نوى پروګرامونه به جوړوو په ټولو ولسواليوکې دکونړمجاهدين تيار اواماده دي چه په دښمن اويرغلګر بريدونه اوکړي.

٢٢  توره بوړه : دمجاهدينولپاره څه توصيه اوهدايات لرۍ ؟

ځواب : دمجاهدينو لپاره زما توصيه داده چه مجاهدين دى داسلامي امارت داصولو داطاعت  لاندى خپل جهادته ادامه ورکړي چې الله تعالى  په درى ايتونوکې ذکر کړى دى يا ايهاالذين امنوا اذا لقيتم فئة فاثبتو واذکروا الله الايه بعضو علماء ته وو ويلي دي : الله تعالى ټول اداب دجنګ په دى ايتونوکې را جمع کړى دى ابن نجاس رحمه الله چې دايومجاهدکبيرتيرشوى دى ويلي دي : الله تعالى پدې ايتونوکې  جنګيالو ته په پنځو شيانوامر کړى دى داچې په جنګيالو کې را جمع وي نوخامخا به ورسره امداد کيداى شي اګرکه  دوى کم وي اودښمنان يې ډير وي چه هغه:  ١- ثابت قدمي ده  ٢- دالله ذکر ډيرکول دي  ٣- دالله تعالى اورسول الله صلى الله عليه وسلم اطاعت کول دي  ٤- دخپل منځي جنګ نه ځان ساتل دي چه داسبب دبزدلى اوشکست دى کله چه مسلمانان اومجاهدين په اتفاق دى نوددوى مثال داسې دى لکه غشو يوه ګيډى داڅوک بيا نه شي ماتولى اوکله چه دانه دانه يو يوکړى نودهغى دټولو ماتول اسان وي  ٥- دتکليف په وخت صبر کول دي چه دا الله دنصرت سبب اوبنياد دى ،اوکله چه ددى پنځونه کم يو کم شي نودالله تعالى نصرت دهغى په اندازه کمه وي داپنځه خو ابن نجاس  رحمه الله ذکر کړي دي خو شپږم دريم  ايت په دغه ځاى کې ذکر کړى دى چه صحيح نيت سره جهادکول دي  حاصل داټول اوصول اوآداب دجنګ پدى شپږو شيانوکې داخل دي بله توصيه زما مجاهدينولپاره داده دعالي قدر اميرالمومنين ملامحمدعمر حفظه اللع په توصيه چه پدى کې دامير اولائحى اطاعت هم پکې راځي څوچې په ګناه امر نه وي کړى .

٢٣  توره بوړه :  په پاى کې له تاسى څخه ډيره ډيره مننه کوم چې دجهادي کارونه له دى مصروف وخت نه موتوره بوړه ته وخت ورکه اودهغوى پوښتنې موځواب کړې ؟

ځواب  : دتاسو څخه هم ډيره مننه

 

 

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې