Sunday, 25 June, 2017
 
 
  • د کوچني اختر په مناست د دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې رخصت دى
  • بهرنيو ځواکونو د حزب اسلامي پخوانی قومندان وژلی دي
  • په کراچۍ کې ٤ پوليس وژل شوي دي
  • په چين کې د زلزلې له امله ځمکښويېدنه شوى ١٠٠ کسان ورک دى
  • په مکه معظمه کې د يو ترهگريز بريد مخه نيول شوى
  • طالبانو٢٠ بنديان خوشي کړل
مونږ کوشش کړى، چې عام وگړي د طالبانو له خوا په تکليف نه شي

 مرکه کوونکى : عبدالله

دوردگو دنظامي مسوول محترم احمدطه قادري سره مرکه

 

ياداښت: دطالبانو له خوا د ميدان وردگو د نظامي مسوول سره شوې مرکه ايس سي پي آر ډي ته د برېښنا ليک له لارې راغلې، چې کټ مت يې خپروو .

دتوره بوړه ويب پاڼي ځانګړي استاذي په دي توانيدلي چه په ( 01.03.2009) نيټه داسلامي امارت دميدان وردګو له مسئول محترم مولوي احمدطه قادري سره مخامخ مرکه ترسره کړي اواکثره هغه پوښتني چه دډيرو هيواد والوپه زړه کي ګرځي له نوموړي وتلي جهادي شخصيت سره مطرح کړي ، دادي هغه پوښتني چه محترم احمدطه قادري صاحب ځواب کړي له ځوابونو سره ستاسي ومخ ته په ليکلي بڼه ږدو .

له دي چه مونږ محترم قادري صاحب درمعرفي کوو ښه به داوي چه دهغوي په خپل تعارف اکتفاء وکړو خو دومره بايد ووايو چه نوموړي فعلاً داسلامي امارت لخوادميدان وردګو دمجاهدينودمسئول په توګه دنده ترسره کوي  .

 

مرکه کوونکي : زمونږ زړور همکار ښاغلي قاري حمدالله صاحب

 

توره بوړه:محترم مولوي صيب ! لومړى د تورې بوړې نشراتي ارګان ته ځان معرفي کړئ ؟
ځواب:زما نوم مولوي احمد طه قادري، د پکتيکا د ولايت د نکې د ولسوالۍ اوسېدونکى، د پلار نوم مې مولوي مولوي عبدالقادر دى، ښه جيد عالم و چې د ديوبند مدرسې نه فارغ و، زما پلار هلته په کلي کې يوه مدرسه هم جوړه کړې ده چې اوس هم هلته ديني زدکړې د جيدو علماو په واسطه تر سره کېږي . ما خپله شپاړس کاله تعليم کړى دى په مختلفو ديني مدرسو کې، خصوصاً د هجرت په دور کې، په ضياء المدارس مدرسه کې چې په واڼه کې زمونږ د هجرت په کلي کې يوه لويه مدرسه وه هلته مې شپاړس کاله تعليم کړى دى، دغه مدرسه چې د کابل د حضرت صاحبانو د نور المدارس يو قايمقام مدرسه وه په دې ځاى کې مې خپلې ديني، سياسي او عصري علوم لوستي دي . انګريزي، رياضي، جغرافيه او داسې نور... ټول هلته لوستل کېدل، سره له ديني علومو مو ټول عصري علوم هم هملته لوستي دي او د حديثو دوره مې بيا په اکوړه خټک حقانيه مدرسه کې د مفتي محمد فريد صيب نه لوستې ده، او له هغې روسته مو په مقدس جهاد شروع کړې تر دا اوسه پورې د همدې لارې لاروي يو.
توره بوړه: د رسمي دندو په اړه، د امارت سره او يا له هغې نه مخکې د جهاد په کلونو کې مو کومې دندې تر سره کړي دي ددې په اړه که مالومات راکړئ ؟
ځواب: د جهاد په کلونو کې مونږ په خوست، په ګرديز او پکتيا ولايت کې په ارګون کې چې کله به له مدرسې نه رخصت شو نو هلته مو د روسانو او کمونستانو په مقابل کې د مجاهدينو وروڼو سره څنګ په څنګ په جهاد کې برخه اخيستې ده، د خوست د سروبي په محاذ کې، د سروړي د غونډۍ په فتحه کې مونږ شامل و، او د اسلامي امارت پر مهال مو هم مختلف مسئوليتونه اداء کړي دي چې نيږدې يوکال د ننګرهار د قول اردو رئيس ارکان او درې کاله او څو مياشتې د امنيې قوماندان بيا روسته د پکتيا د والي په حيث او بيا د لغمان د امنيې د قوماندان او روسته د کونړ د فرقې مسئول وټاکل شوم .
توره بوړه:او اوس د امارت لخوا کوم خدمت درسپارل شوى دى ؟
ځواب:اوس مهال د وردګو ولايت نظامي مسئول يم، چې نيږدې يو کال يې کېږي.
توره بوړه: که د ميدان وردګو ولايت د مجاهدينو د برياوو په اړه که مالومات راکړئ ؟
ځواب: په ميدان وردګ ولايت کې الحمد لله په دې تېر کال کې د مجاهدينو د نظم او ترتيب سره، سره د مجاهدينو تعداد هم زيات شوى دى، هلته شپږ محاذونه دي چې په هغې مجاهدين خپل خدمت کوي، د نظامي جوړښت سره سرهد نظامي عملياتو سويه اوس الحمد الله ښه شوې ده، تاسو ګورئ چې کفري دنيا ټوله ميدان وردګو ولايت ته متوجه ده، ټول کفري قوتونه اميدان وردګ ولايت ته متوجه دي، خوپه لنډ ډول که ووايم دومره عمليات چې په تېر کال کې په ميدان وردګو ولايت کې شوي دي هيڅ کوم ځاى کې به نه وي شوي، د مثال په توګه په يو شمېر عملياتو کې د دښمن ٣٥ ټانګونه له منځه تللي دي چې سوچه د امريکايانو ټانګونه و او دوه هليکوپټرې سره د عملې ختم شوي دي، ٧ ټانګونه سره د عملې بل ځاى ختم شوي دي چې مجموعه يې ٤٢ ټانګونه تر جوړېږي او دوه وارې يا د دوه کرتو نه زيات د جغتو ولسوالۍ د نرخ ولسوالۍ طالبانو نيولي دي او چک او جلګه ولسوالۍ اوس هم د مجاهدينو لاس کې دي او دښمن نشي کولاى چې دلته راشي، په دې ځاى کې اوس هم طالبان حاکم دي خپل ولسوالان لري او خپل نظم او ترتيب لري، مراجعين لري او خلک ټول طالبانو ته مراجعه کوي، هغوى خپل حقوقي او جزايي موضوعات دلته حل کوي... که په لنډ ډول درته ووايم د وردګو ولايت نيږدې ټوله برخه د طالبانو په کنټرول کې ده. حتى که موسسات او مرستندويه ادارې که د خلکو د مرستې لپاره څه شى راوړي هغه طالبانو ته سپاري او طالبان يې بيا په خلکو ويشي، په حکومت باندې څوک اعتماد نه لري او نه څوک هلته ورځي، کوم سپين ږيري چې حکومت ورغواړي هغوى هم حکومت ته ويلي دي چې په ميدان وردګو ولايت کې ستاسو هيڅ اثر رسوخ نشته دلته د طالبانو حکومت دى او دلته طالبان مسلط دي .
توره بوړه: په داسې حال کې چې تاسو د ميدان وردګو په ولايت کې پر مخ روان ياست، له عامو خلکو سره مو چلند څنګه دى؟
ځواب:الحمد الله تر اوسه پورې خو زمونږ زيات کوشش دى چې عام خلک مسلمانان د طالبانو له لاسه په تکليف نشي ازيت ورته ونه رسېږي ځکه چې هغوى مونږ سره پوره مرسته او کومک کوي، ډوډۍ، چاى، ځاى حتى تر داسې اندازې پورې چې په ځينو مقاماتو کې د طالبانو لپاره مرمۍ او مهمات هم برابروي؛ نو مونږ کوشش کوو چې د خلکو په زړونو حکومت وکړو او خلک خوښ وساتو ځکه چې دا زمونږ ملت دى او په مونږ باندې حق لري، دې ملت قرباني ورکړې ده مخکې د روسانو په وخت کې يې قرباني ورکړې ده او اوس د امريکايانو د تيري پر مهال هم دادى قرباني ورکوي، زمونږه او دټولو ملګرو هيله هم همدا ده چې مونږه د خپل ملت سره متصل پاتې شو او زمونږ او د ملت تر منځ فاصلې پيد نشي .
توره بوړه: داسې څوک شته چې ستاسو او د عامو مسلمانان په منځ کې فاصله پيدا کوي ؟
ځواب:بعضې عناصر داسې وجود لري چې هغوى غواړي چې د طالبانو د عامو خلکو په منځ کې فاصلې پيدا کړي، خپله موجودده ضعيف د اميکايانو چې کوم حکومت دى د هغوى هم دا پاليسي ده چې طالبان په يو او بل نوم بدنام کړي او دا وروښيي چې دا پردي خلک دي. او په يوشکل د اشکالو کوشش کوي چې د عامو خلکو او طالبانو تر منځ فاصلې پيدا کړي . داسې منافقين هم شته چې هغوى د مسلمانانو په صف کې غواړي چې مسلمانان په خپل منځ کې سره وجنګوي، په خپل منځ کې يې په فتنو باندې ککړ کړي، خو الحمد لله هلته د طالبانو کنټرول ډېر ښه دى او داسې کوم مشکل ندى رامنځته شوى .
توره بوړه: مولوي صيب که راته ووايئ چې په ځينو ولايتونو کې عمليات د موسمو نو سره تغير کوي، په وردګو ولايت کې د ژمي او اوړي د عملياتو په اړه که راته څه ووايئ، چې تاسې هم همداسې څه تغيرات لرئ او کنه ؟
ځواب:زمونږ عمليات دوامدار وي هم په دوبي کې هم په ژمي کې، هلته تل عملياتو ته ځکه لاره هواره وي چې د کابل کندهار لويه لاره ددې ولايت په منځ کې تېره شوې ده او دا لاره ددوى د تګ راتګ لپاره هم ډېره مهمه ده ځکه چې خپل اکمالات ورباندې کوي، مونږ غواړو چې ددوى تګ راتګ په دې لاره وتړو، دد ښمن چې کوم عناصر دي د هغوى تګ راتګ هم په دې لاره وتړو او کوم پرسونل چې په دې لاره تګ راتګ کوي هغه هم ددوى په مخ وتړو، نو هلته عمليات د هوا د يخنۍ او ګرمۍ سره څه خاص تغير نه کوي .
توره بوړه:د امريکاراتلونکي نوي قطعات،ننګرهار، وردګ او لوګر او ځينو نورو ولايتونو ته خاص شوي دي، ددې څه علت کېدلاى شي ؟
ځواب: پدې خو بايد ټوله دنيا خبره ده، چې سږ کال په ټول افغانستان کې او په خاصه توګه په وردګو ولايت کې سخته مبارزه شوې ده، دا ولايت کابل ته ډېر نيږدې هم دى چې په کابل باندې يې ډېر زيات تاثر پرېوځي، نو دښمن غواړي چې دا ولايت له خپلې سلطې لاندې راولي، خو مونږ د دشمن په کثرت، قلت او وسايلو باندې هيڅ اعتبار نه لرواو نه ورنه ډارېږو، زمونږ په لوى خداى باور دى او په دې هم باور لرو که دا اشغالګر هرڅومره راشي دوى به خامخا ماتې خوري. ځکه چې د ملت ملاتړ زمونږ سره دى د امريکايانو سره هيڅوک ملاتړ نه لري، خلک له امريکايانو نه منفور دي، افغان ولس هيڅکله دا نه غواړي چې غير خلک او پردي خلک دي امريکايان يهودان او روسان دې راشي او د افغانانو په ځمکه دې مسلط شي، نو که دوى هرڅومره راشي مونږ هيڅ تشويش ورنه نه لرو، مونږ الحمد لله ډېر زړور مجاهدين، منظم او عقيدوي ځوانان لرو، چې د هغوى په مقابل کې جنګېدلاى شي .
توره بوړه: لکه څنګه چې امريکا خپله پاليسي د نوي رئيس جمهور اباما په راتګ سره بدلوي، ستاسو په فکر اسلامي امارت به هم ددوى په مقابل کې کومه نوې کړنلاره غوره کړي، که څنګه ؟
ځواب: په دې اړه سياسي خلک، هوښيار خلک پوى دي چې د نړۍ دغه کفري ځواکونه ټول سره يو دي، ددوى استخبارات او او نظامي قوتونه پاليسيانې جوړوي، او اولسي حکومتونه ددې مسئلو تصميم ګيري نشي کولى، دا استخبارات او نظامي شبکې چې کومه پرېکړه وکړي، ملکي حکومتونه او پارلمانونه ددې په مقابل کې هيڅ نشي کولى، د امريکايي استخباراتو سي اى اى او اف بى اى پاليسي همداده چې مسلمانان هرچرته وي ختم يې کړي او د هغوى ځواک او مرکزنه له منځه يوسي، مدرسې يې ړنګې کړې مسجدونه يې وران کړي، او هغه ه مجاهدين چې ددوى مقابل کې مبارزه کوي په يو نوم او بل نوم يې دنيا ته تورن کړي، دوى خپله پاليسي د ملکي حکمتونو لپاره نه بدلوي، هغه وخت به دوى خپله پاليسي بدلوي چې کله دوى ضربه وويني او د مسلمانانو ځواک وويني، د مسلمانانو وحدت وويني، د مسلمانانو اجتماع وويني، بيا دوى خپله پوهېږي او خپله بيا ددوى پاليسي هم بدلېږي، ترڅو چې خپله پاليسي خپله ديموکراسي پر مخ بېولاى شي او لاره ورته پيدا کولاى شي تر هغه وخته خپل کوښښ کوي خو الحمد لله اوس د افغانستان مسلمانان پدې باندې ټول پوهېږي چې دغه ډيموکراسي چې افغانستان ته امريکايانو راوړې ده دا د اسلام او د ١٤ کلن جهاد د اهدافو سره مخالفه ده، مونږ چې کوم څوار لس کاله جهاد کړى و هغه ددې لپاره و چې په افغانستان کې يو واقعي اسلامي نظام راشي، امنيت راشي، ملي حاکميت راشي، ملي استقلال راشي خو ددې بهرنيو اشغالګرو په وجود کې دغه يوشى هم تحقق نه مومي، نه ملي حاکميت شته او نه ملي استقلال شته .
توره بوړه:که چېرې امريکايان داسې يوه پاليسي جوړه کړي چې يو اندازه خلک يې ورسره ومني، نو په داسې وخت کې چې د ملت ډېره برخه ددوى نوې پاليسي ورسره ومني په دې صورت کې به بيا د اسلامي امارت دريځ څه وي ؟
ځواب: د لته د اسلام او اسلامي نظام خبره ده، که دښمن داسې پالسيانې جوړې کړي، چې زمونږ مسلمان ملت وغولوي، دا په يو او بل نوم غولول خو دوى ډېر کړي دي، لکه دا اوس چې يو امريکايي قوماندان په ميدان وردګو ولايت کې د اربکيو د جوړولو خبره وکړه، دا پلان دوى په ټول افغانستان کې لري، چې وروسته د وردګو والي او کرزي ددې دا نوم بدل کړو، ددې لپاره چې مسلمانان وغولوي د ( نظم عامه ) فرقې عنوان يې ورکړو. چې دا ( نظم عامه ) فرقه پخپله د امريکايي اربکي دي، چې په عراق کې يې د مسلمانانو تر منځ اختلافات جوړ کړي و، مسلمانان يې يو په بل باندې وژل، خو افغانان نور نه غولېږي او دوى به دغه پاليسۍ او پلانونه له ځان سره وړي، که افغانان رښتيا هم ددى په دې درواغجنو خبرو غولېدلى نو په ميدان وردګو ولايت کې به يې دغه د اربکيو رامنځته کېدل منلي واى، خو الحمد لله ټول وردګو ولايت سپين ږيرو او مشرانو مونږ ته اطمنان راکړى دى چې که چا اربکي جوړول اول مخالف به يې مونږ يو، تاسو ته په آرام کېنئ دوى سره به مونږ پخپله مقابله کوو، او که چېرته تاسې ته اړتيا پېښه شوه بيا به تاسې تا آواز کوو چې اوس دغه اربکي تاسې هم راسره ختم کړئ . نومونږ په دې مطمئن يو چې افغانان مسلمانان غيرتي او مجاهدين خلک دي، قهرمانان خلک دي د کفارو په پاليسيو پوى خلک دي د غرب ديموکراسي ورته مالومه ده او په هرڅه الحمد لله پوهېږي، چې دا نظامونه څه فايدې لري او څه نقصانات لري که نه.
توره بوړه:محترم مولوي صيب، د سولې په نوم باندې هم دښمن ډېر اوازونه پورته کوي، ددې څه علت کېدلاى شي ؟
ځواب: تاسو ته ښه مالومه ده چې دوى د افغانستان ملت ته د صلحې دغه نارې زياتې وهي، چې بايد طالبان د حکومت سره صلحه وکړي، طالبان دې د حکومت سره خبرو ته کېني، خو د صلحې لپاره د امريکايانو او د يهودو په مقابل کې، په اسلام کې خپل چوکاټ دى، خپل اصول او مقررات دي، چې صلحه بايد په څه شکل وشي او څه ډول وشي، آيا صلحه په دې شکل وشي چې مسلمانان دې د تاثير لاندې وي، آيا صلحه پدې شکل وشي چې ددوى د بدرنګې ډيموکراسۍ قانون حاکم وي او که صلحه داسې کېږي چې اول به اسلامي نظام وي بيا به د يهودو سره صلحه کېږي، دا هيڅ امکان نه لري چې د غرب قانون دې حاکم وي او مجاهدين دې ددى يهودو سره صلحه وکړي، صلحه به هغه وخت کېږي چې اسلامي نظام حاکم شي. لکه څنګه چې تاسې خبر يئ د امير المومنين پيغام مطبوعاتو کې خپور شوى دى چې ويلي يې دي، مونږ نه سعودي ته خط ليکلى دى او نه په دې شرايطو کې مونږ صلحه کوو، ترڅو چې ټولې اشغالګرې قواوې له افغانستان نه نه وي وتلې، ترڅو چې دا د دوى غربي اساسي قانون له منځه نه وي ختم شوى، يو اسلامي نظام نه وي راغلى تر هغه وخته پورې نه څوک صلحه کوي اونه صلحه امکان لري .
توره بوړه: امريکا له روسيې نه د لوجستيکي اکمالاتو لپاره لاره وغوښتله د ددومره انتشار لامل به څه وي ؟
ځواب: بنيادي خبره خو داده چې اوس امريکايان په افغانستان کې د ماتې په حال کې دي، اوس که د نړۍ په هره برخه کې مسلمانان دي د امريکايانو په مقصد باندې پوى دي چې دوى يواځې د مسلمانانو دښمنان دي او بس، يو سليبي جنګ يې شورع کړى دى، د پاکستان په لاره چې کوم اکمالات کېدل هغوې کې هم ددوى لوجيستيکي اکمالات د خنډونو سره مخامخ شوي دي، نو دوى ځکه غواړي چې د اکمال يوه بله لاره پيدا کړي، هلته به هم داسې مسلمانان پيدا شي چې هغه لاره هم په دوى بنده شي .
توره بوړه:په اسلامي نړۍ کې، اسلامي خوځښتونه تقريباً فتحې ته نيږدې شوي دي، مثلاً په غزه کې د اسرايلو عقب نشيني، په سومال کې د تورپوستو سمومالي لښکرو ماتې، له عراق نه د امريکايانو تېښته او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د مشرانو نعرې او سورې دا ټولې څه پايله لري؟
ځواب:داخو الحمد لله ټولو ته مالومه ده چې امريکايان په خپلو پاليسيو کې چې د مسلمانانو سره په دښمنۍ ولاړه وه په عراق او افغانستان کې کې يې ډېر بېګناه خلک شهيدان کړل، اوس ددنيا ټولو مسلمانانو ددوى په خلاف پاڅون کړى دى او مسلمانان به که خداى کول کاميابېږي.
توره بوړه: قرغسستان په غير مشروط او غوڅ ډول د امريکا هډه هلته تړي، دا جرئت څنګه تعبيروئ ؟
ځواب:اوس د دنيا ټول کفري او اسلامي هېوادونه له امريکايانو سره يې ملاتړ د ضعف په حالت کې دى، امريکايان په افغانستان کې خپل هدف لري چې ددې لپاره نور اسلامي او کفري ملکونه هم کاروي، خو ددوى اتحاد اوس د ضعف په حال کې دى، ژر تر ژره به د قرغسستان په څېر نور هېوادونه هم ددوى له ملاتړ نه لاس واخلي .
توره بوړه:او د مجاهدينو په عمومي وضيت مو که خبر کړئ ؟
ځواب: الحمد لله په تېر کال کې برياوې ډېر وې او په راتلونکي کال کې هم دا اميد لرو، تاسو ته مالومه ده چې د هلمند او قندهار زياتره ولسوالۍ د طالبانو د حاکميت لاندې دي، په زابل غزني وردګو کې ډېر ولسوالۍ د طالبانو د تسلط لاندې دي خپلې ادارې خپل نظام او خپل چلند لري، دښمن د ضعف او د شکست په حال کې دى.
توره بوړه:د جهاد په وختونو کې مو له کوم جهادي تنظيم سره جهادي روابط درلودل ؟
ځواب:زه خپله د خدام الفرقان په تنظيم کې چې روسته بيا حرکت انقلاب اسلامي شو، رئيس يې اسماعيل جان آغا د کابل د هزاره جاتو مشر و او د نجم المدارس د مدرسې په غزني کې تاسيس کوونکى و، چې په عصري او ديني علومو کې يې هلته زدکړې ورکولې، او د جهاد په وخت کې مونږ مختلف ملګري و، ملا بدرخان شهيد، ملا بدرالدين شهيد، ملا محمد ګل شهيد، دا ټول زمونږ د جهاد د وخت اميران و، مونږ په خوست کې هم جنګېدلو او پکتيا کې هم جنګېدلو، چې هرچېرته به د دښمن سره مقاومت و مونږ هغې سنګر ته ورتلو .
توره بوړه: مولوي صيب تاسې ته تورې بوړې مجله درسېږي؟ که دې مجلې ته څه پيغام لرئ ؟
ځواب: زما ورسره ډېره مينه ده! د تورې بوړې مجاهدين زما ډېر ملګري دي، ټول مجاهدين دې مجلې سره مينه لري، دا مجله د مسلمانانو آواز خلکو ته رسوي، د مجاهدينو آواز خلکو ته رسوي، بس دا د اسلامي مطبوعاتو يوه لړۍ ده، له هرڅه نه مخې بايد دا وويل شي چې هرڅوک په هرځاى کې چې مسلمان وي بايد د امريکايانو په مقابل کې په مقدس جهاد ميدان ته راودانګي، دا سنګرونه به تر هغې تاوده وي تر څو چې مونږ اسلامي نظام په خپل ګران هېواد کې حاکم کړى نه وي او اسلامي نظام په هېوادکې په کامله توګه عملي شوى نه وي، دې ارمان ته د رسېدلو لپاره بايد هر مسلمان او هر مجاهد خپل مقاوت ته د دښمن په مقابل کې دوام ورکړي او خپل ځان ورته تل تيار او اماده کړي.
او د دښمن اغراض او اهداف خپلو ملګرو او ورونو ته ښکاره کول بيا ددې مجلو او جهاد مطبوعاتو کار دى.
توره بوړه:تاسې نه ډېره ډېره مننه چې خپل قيمتي وخت مو راکړ ؟
ځواب :  تاسې نه هم مننه

 

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې