Sunday, 25 June, 2017
 
 
  • د کوچني اختر په مناست د دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې رخصت دى
  • بهرنيو ځواکونو د حزب اسلامي پخوانی قومندان وژلی دي
  • په کراچۍ کې ٤ پوليس وژل شوي دي
  • په چين کې د زلزلې له امله ځمکښويېدنه شوى ١٠٠ کسان ورک دى
  • په مکه معظمه کې د يو ترهگريز بريد مخه نيول شوى
  • طالبانو٢٠ بنديان خوشي کړل
د پښتنو قامي مشرمحمد افضل خان(خان لالا)

  لیک: نصیر ستوری

د پښتنو قامي مشرمحمد افضل خان?خان لالا
 

 

پښتو مین په تا یم، که وم وم که نه وم نــه وم

هرکله به دې ستایم ،که وم وم که نه وم نه وم

پښـتو کـه رانـه لاړه، نـو هر څه بـه رانـه تـلـلـې

نـو بـیـا تـالا والا یـم، که وم وم که نه وم نه وم

(مومند بابا)

پښتون قوم ډېر زوړ او پخوانی تاریخ لري. د یو قوم په حیث پښتانه تل د ستونزو او کړکیچونو سره مخ شوي دي، چې د سوکالۍ او پرمختیا زمانه يې لنډه او د ستونزو اوربړو دوره يې ډېره اوږده ده. دې قوم په ملي او قامي شعور باندې سمبال ډېر نومیالي مشران زیږولي دي، چې ،پير روښان بابا، میرویس خان بابا،خوشحال خان بابا، احمدشاه بابا، فقیر ايپی،صنوبر حسین کاکاجي، وزیر محمد گل خان باباس،خان عبدالغفارخان بابا (باچاخان)، ترنگزو حاجی صیب اوخان اودل سمد خان بابا،او په ورستیو لسیزو کې خان عبدالولي خان ،کبیر ستوری ، محمد افضل خان (خان لالا)،اجمل خټک بابا ، محمود خان اڅکزی او اسفندیار ولي خان اود یو ډېرشمېر نورو قامي مشرانو نومونه د یادونې وړ دي، چې د خپلو سیاسي هلو ځلو په دوران کې يې د پښتون قام او پښتنو د ابادۍ او سوکالۍ لپاره ډېر تکلیفونه ، ستونزې او مصیبتونه گاللي دي اوپه خپل خپل وخت کې د قوم په فکر، نظر او ارادوکوټلي اثرات پریښودي دي . په موجوده وخت کې په پښتو، پښتونولۍ مین ،د پښتنوروحاني، سیاسی، قامي او ولسي نومیالى مشر ښاغلی محمد افضل خان، چې په سیاسي کړیو او د پښتنو په منځ کې په (خان لالا) شهرت لري،یو گڼ اړخیز سړیتوب (شخصیت) دى ،چې له نوم، قلم ، سپیڅلي کرکټر، ټینگ عزم، میړانې او مبارزو سره يې په لږه او یا ډیره اندازه هر پښتون/ افغان اشنا دی . خان لالا دباچاخان د عدم تشدد دنظريې پیرو،د پښتون/ افغان قامي وحدت د سیاسي مفکورې او نظريې ستر لارښود او د پښتون قوم یو مخلص، خوږمن لیډر ،لیکوال او ادیب دی،په خپله خبره ، وعده، ملگرتیا او دوستۍ ولاړ مشر دى، چې پخه حوصله اوچت عزم اود استدلال ډېر زیات صلاحیت لري، د راتلونکې وخت په لوړو او ژورو رسا نظر لري . د پښتنو د یووالي ابادۍ ،سوکالۍ اود لرو او برو پښتنو د قامي وحدت د حس د راژوندي کولو، دقامی پېژند اود پښتني کولتور د ودې او پرمختیا لپاره يې ډېر ې تونزې او ربړې گاللي دي، بې دریغه مالئ او ځاني قربانۍ يې ورکړي. چی لدې امله د پښتنو په زړونو کې تلپاتې ځای لري. دا، چې ددوه کالو راهسي د سوات په سیمه کې بې شمیره بې وزله پښتانه په ډېره بې دردۍ سره بې گناه وژل شوي او په سیمه کې وېره خوره شوې ده ،ډېر اوسیدونکي يې له سوات څخه کډې کولو ته اړ شوي، خو خان لالا دپښتون قام او ددې بې وزله ولس دحوصلې او ډاډ په خاطر په سوات کې له خپل ولس سره پاتې شو، سره له دې، چې خان لالا ته د دوستانو، خپلوانو او سیاسي ملگرو له خوا څو څو وارې د سوات د نا ارامه سیمې څخه د راوتلو په کلکه ټینگار شوی او کیږي.خو خان لالا له سوات څخه وتو ته تیار نه شو او د پښتو، پښتونولي پگړۍ يې هسکه وساتله.او هر راز مصیبتونو ته يې اوږه ورکړه، په تېر 2008 کال کې په خان لالا د سوات په ښکلي سیلانۍ سیمه کی د پښتون قام ددښمنانو له خوا مرگونی بریدونه وشول او اوس هم دمرگ له کواښ او یو لړ زیاتو ستونزو سره مخ دی. د کورنۍ ډېر غړي يې د پښتون قام ددغه دښمنانو له خوا د 2008 ع کال راپدې خوا بې گناه په شهادت رسیدلي دي. کورونه، مارکیټونه او یوه ډیره ښکلې حجره ?جالي گودر? يې په بمونو الوزول شوی دی. له ده سره ناسته ولاړه او په تېره بیا پيژندگلوی د هر پښتانه لپاره دویاړ خبره ده، زه د پښتون قام دې غیرت مند مشر ته،چې د پښتون دقامي وجود تشخص، پیژند،، قامي وحدت اود قام خدمت ته يې د ژوند هره گړۍ وقف کړې ده د لوی خدای له درباره ډېر عمر غوښتنه کوم او دده غظمت ته د سلام په وړاندی کولو سره دده په ژوند لیک (بیوگرافي) لنډه رڼا اچوم: ښاغلی محمد افضل خان ?خان لالا? د سوات د لوی خان ارواښاد خان محمد حبیب خان زوی،د 1931 ع کال د جنورۍ د میاشتې په لومړۍ نیټه د سوات په درشخیله کې زیږیدلی دی. لومړنۍ زده کړه يې دسیدو شریف په ودودیه ښوونځي کې کړې ده.د BAبې ای ډگري يې داسلامیه کالج پېښور نه اوپه پولیټیکل ساینس کې MAایم ای ډگری يې د گورنمنټ کالج لاهور نه ترلاسه کړې. د قانون ډگری LLBيې د پېښور پوهنتون Lawلا کالج نه اخستې ده. ښاغلی خان لالا اگریکلچریسټ Agriculturist دی . د طالبعلمۍ د زمانې راهيسې په سیاست کی فعال دى. د سوات بار کونسل بنسټ ایښودونکی ،صدر (مشر) او دعوامی نیشنل گوندANP د پښتونخوا سوبی صدر(مشر) پاتې شوى او اوس دعوامي نیشنل گوندANP مرکزي مشر او د مرکزي جرگې غړى دی. (۳) خان لالا محمد افضل خان د شپږو میاشتو ، چې دسوات نه دخپلې کورنۍ دنورو غړو سره یو ځای د سوات د والي له خواجلا وطن شو او ددېر په ریاست کې يې د جلاوطنۍ ورځې او شپې تېرې کړې. په 1940 ع کال کې يې د سوات د والي سره روغه جوړه وشوه او بېرته سوات ته راغی. په 1949 ع کال کې يې دوه ورونه د سوونو ملگرو سره ونیولى شول او یوځل بیا د دوو وروڼو او نورو ملکرو سره وشړلی شو، چی د جلاوطنۍ دا شپی ورځې يې په خیبر او ملاکنډ ایجنسیو کې تېرې کړې او په 1953 ع کال کې يې د سوات والي سره بیا روغه وشوه اوبېرته سوات ته راغی. کله، چې په کال 1969 کې د سوات ریاست په پاکستان کې شامل کړی شو نو یو کال پس په 1970 ع کال کې دملاکنډ ډویژن نه دنیشنل عوامي پارټۍ (NAP) په ټکټ د سوبايې اسمبلۍ ممبر شو. دNAP او د جمیعت علما يې اسلامJUI په گډ حکومت کې دمولانا مفتي محمود صیب په کابینه کی د کرنې (زراعت)،لوکل باډیز Local Bodies او اطلاعاتو وزیر شو. کله، چې په کال 1973 کې دپاکستان دمرکزی حکومت له اړخه د بلوچستان سوبايې حکومت په زور ختم کړی شو، نو خان لالا ددغه غیر جمهوري کړنې په ضد دخپل احتجاج د څرگندولو په غرض د سوبايې کابینې نه استعفی ورکړه، چې ورپسې دده په پل نورې کابینې هم قدم کیښود او ټولی سوبايې کابینې استعفی ورکړه. له دې څخه لږه موده وروسته د هغه وخت سوبايې گورنر اسلم خټک له خوا د اسلم خټک د خور محترمې کلثوم سیف الله په کور کې خان لالا ته د سوبې د وزیر اعلی د منصب پیشکش وشو، چې ده قبول نه کړو. خان لالا د حکومت د غیر جمهوري پالیسۍ د مخالفت په جرم په کال 1973 کې د پاکستاني واکدارانو له خوابیا بندي شو،اوپه کال 1975 کې، چې په نیشنل عوامي پارټۍ (NAP) بندیز ولگیدو، خان لالا يې د گوند د نورو سرمشرانو سره په حیدر اباد کې جیل ته واچاوه، په ده او دده په ملگرو په یو خصوصی ټریبونل کې مقدمه وچلولی شوه. مگر دجیل، قید، بند او زورونې مصیبتونو د افضل خان لالا عزم او د هغه نظرې سره جوخت تړون ته شکست ور نه کړی شو او په کال 1977 کې د بند نه خلاص شو. د جنرال ضیا الحق د مارشلا په دور کې ده ته د پیښوردجیل د سپرنټنډنټ صاحب زاده صیب اود بونیر دگلپانۍ د زرین خان په ‌‌‌ذریعه په مرکز کې د وزارت پیشکش وشو،چی خان لالا رد کړواو په خپلو اصولو ټینگ پاتې شواو دا خبره يې ثابته کړه، چې د اصولو په وړاندې منصب هیڅ حیثیت نه لري. په همدغه دور کې يې د جمهوریت دبحالۍ په تحریک ایم ار ډی MRDکې فعاله ونډه واخسته او پدې جرم یوځل بیا د بندي خانې تورتم ته وسپارلی شو. خان لالا د ژوند په هره مرحله کې د اصولو ساتنه کړې ده. د اصولو سره تړون او د نظريې سره جوخت پیوستون د هغه دسړیتوب( شخصیت)دوه اړخونه دي. همدغه وجه ده، چې په کال 1989 کې کله د عوامي نیشنل گوندANP مشرانو دIJI ائی جی ائی(اسلامي جمهوري اتحاد) سره د اتحاد اعلان وکړو نو خان لالا په واضحه الفاظو دغه فیصله رد کړه او د 1990 ع کال د فبرورۍ د میاشتې په یولسمه نېټه يې د پیښور په پریس کلب کی د خپلو ملگرو په مرسته د ای این پی (حقیقي) په نوم خپل گوند اعلان کړو. بیا وروسته په همدې کال د جولای په میاشت کی په پیښور کې د یو قومي کنوینشن په موقعه د پښتنو قام پرستو دوو ډلو یعنی ای این پیANP (حقیقي) او قومي انقلابي پارټۍ QIPد یو ځای کیدو فیصله وشوه او د نوې پارټۍ نوم پښتونخوا قومي پارټۍPQP کیښودی شو او محمد افضل خان (خان لالا) ددغه نوی گوند مرکزی صدر (مشر) وټاکلی شو او افراسیاب خټک د گوند جنرل سیکرټري منتخب شو. ښاغلی خان لالا د 1990 ع کال د نومبر په میاشت کی د PDA پی ډی ای(People Democratic) Alliance) له خوا د وزیر اعظم کرسۍ ته کاندید و، چی پدغه موقعه يې ټاکلی شوی وزیر اعظم ته د مبارکۍ په دوران کې په خپل تقریر کې وویل چی زه د ?پښتونخوا? د سوبې اوسیدونکی یم دغه الفاظو د اسمبلۍ په پنجابي غړو لړزان راوستو او په یو ه چغه يې د پښتونخوا په ذکر احتجاج وکړ. خان لالا، چې په کومه میړانه او جرائت دغه نوم اسمبلۍ ته ورساوه دا د هغه یوه تاریخي کارنامه وه، چې نن داسمبلۍ په تالار کې څوک د پښتونخوا د نوم د مخالفت جرات نه شي کولی.(۱) خان لالاپه کال 1993 کې د پاکستان په مرکزي کابینه کې د کشمیر د چارو او د شمالي علاقه جاتو وزیر شو اوپه 1996 په 12 اکتوبر دپاکستان په مرکزي کابینه کې د روغتیا ریلوی او Population Welfareوزیر شو.(۴) له دې وروسته يې د پارلماني سیاست څخه لاس واخست او یوازې قامي خدمت ته يې ملا وتړله. خان لالا په سیاسي نظریاتو کې سپیڅلی او ډاگیز موقف لري ، په خپلو وینا گانو کې يې په پښتنو کې دقامي وحدت د احساس په راژوندي کولوتل زور اچولی او وايې، چې: ?قامي وحدت یوازې د لاندې پښتنو مسله نه ده، بلکې د ډيورند کرښې پوره قام ویشلى دی او دا یوه قامي مسله ده . په تاریخي حواله کندهار او کابل د پښتنو ټاټوبی دی نو یقینا، چې دا د پورته افغانانو هم فریضه ده، چې د پښتنو قامي وحدت په مسله خپل سیاسي رول ولوبوي.? خان لالا د پښتنو قامي وحدت په هکله واضح دریځ لري، چې:? تر څوپورې پښتون خپل قامي وحدت نه وی حاصل کړی،تر هغې د پښتون قام مشکلات او محرومې نه شي ختمیدی . د یو قام دغړي په حیث دوى احترام نه شي گټلی. اود سوکالۍ احترام او عزت ژوند نه شي موندلی?. (۶) او دا ئی عقیده ده چی په یوه هیواد کې د پښتنو وجود په ټوټو،ټوټو ویشلی ساتل یو ناوړه، غیرانساني، غیر قانوني او د بشري حقونو دجملې نه بهر خبره ده،چې هیڅ اخلاقي،ائینې او قانوني جواز نه لري. ? پښتون قام یو وحدت و او یو وحدت دی، د غاصب له لاسه پر کال 1983 کې څلور ټوټې شوی دی، چې تر اوسه څلور ټوټې پروت دی. په خپلو کې سره بیا یو کیدل ددې قام ايیني، قانوني او فطري حق دی. د پښتون قام داسې په ټوټو کې ویشل صرف د استعماري مقاصدو لپاره شوی دی، او باید دغه استعماري عمل په څټ واړولی شی. مونږ تر هر څه د مخه خپل پښتون قامي وحدت غواړو .کوم قوت، چې د پښتنو په وحدت کې مرسته کوي زما دوست دی او کوم قوت چې د پښتنو وحدت کې خنډونه مخې ته کوي زما دښمن دی . د پرامن جدو جهد په وسيله پښتون قامي وحدت زمونږ مرام دی . چې زمونږ قومي وحدت حاصل شي ،نو دلته امن راځي ?.(۵) په 2006 ع کال دفبرورۍ په میاشت کې، چې کله عوامي نیشنل پارټۍANP په خپله بنسټیزه (منشور) کی دا جمله ورزیاته کړه چی? مونږ په سوله ایزه توگه د پښتنو قامي وحدت غواړو? نو د خان لالا مرام او هدف ته پکې ځای ورکړل شو او د پښتونخوا قومي پارټۍPQP د عوامي نیشنل پارټۍANP سره یو ځای شوه، چې دا د ټولو پښتنو ارمان و او خان لالا پوره کړ. همدارازښاغلي خان لالا په خپل لگښت په2000 ع کال 2001 ع کال 2004ع کال او 2005 ع کال دوه وارې په پيښور کی د پښتون/افغان قامي جرگي او دوه وارې دډیورند په کرښه په ډیره زغرده سره په پیښور کې نړیوال سمینارونه جوړ کړي، چې له ټولې نړۍ څخه پکې گڼ شمیر پښتنو سیاستوالو، ادیبانو، لیکوالانو، شاعرانو او ژورنالستانو برخه اخستې وه. ددغه سمینارونو، غونډو او جرگو دمقالو او وینا گانو ټولگې يې په کتابي بڼه کې چاپ کړي او پښتنو ته يې وړاندې کړې دي. همداراز د نړۍ په گوټ گوټ کې يې د پښتون قامي وحدت د یون سره خپل اواز ملگری کړی او ځان يې ورته رسولی دی ،چې د همدې مرام او هدف په خاطر څو څو ځله يې په خپل لگښت په نړۍ کې خورو ورو پښتنو ته ځان رسولی اوڅو څو وارې جرمني ته هم راغلی او د پښتنو ټولنیز ولسولیز گوند PSDPپه بیلابیلو غونډو کې برخه اخستلی(۵) له دې سر بیره يې د ?پښتونخوا غږ ?په پښتو او اردو ژبې چاپ کړی او د? پښتون قامي وحدت? تر سرلیک لاندې د پیغام په بڼه یوه رساله په پښتو، انگریزي او اردو لیکلې، چې د پښتنو د قامي وحدت لارې چارې يې په کې په گوته کړې دي پښتون قام ته وړاندې کړې. ددې پیغام په وروستۍ برخه کې ښاغلی خان لالا لیکلي دي ،چې: ?زه درب ذولجلال بې حد شکر گذار یم، چې ما د یو پښتون په حیث ځپلی پښتون (افغان) قام ته دا مختصر شان پیغام وړاندی کړو. او پوره باور لرم ،چې ددی منتشر قام هر غړی چې هر ځای وي،په هر حال کې وي،او د هرې پيشې مالک وي ، په خپل فکر او قلم د امن او مینې په لار د خپل قام د وحدت او تشخص د حصول طرف ته راوگرځوي، او ددونیا ټولو مهذبو قامونو او انسان دوست تنظیمونو ته دا خواست کوم، چې د افغان (پښتون) قام سره خپله فعاله سیاسي او اخلاقي مرسته مل کړي، چې په پېړيو پس دا ځپلی قام د غا صب د تقسیم د ناوړو شکنجو نه ځان خلاص کړي او خپل قامي وحدت تر لاسه کړي.? (۲) پښتون په بنيادي توگه امن دوسته او جمهوري خوښې قام دی په نړۍ کې پښتون واحد قام دی، چې باچا يې جرگې خوښ کړی دی . يعنې باچا يې هم په هاغه وختونو کې په جمهوري طریقه انتخاب شوی دی . چې چالا اروپا کې د جمهوریت ټکی نه و اوریدلی امید دی چې د نړۍ جمهوری طاقتونه به د پښتنو د قامي وحدت مرسته او ملاتړ وکړي .

اخستونځي: ۱) ? پښتونخوا غږ? لیکوال: محمد افضل خان لالا چاپ: ملت پرنټرز لاهور، کال ۱۹۹۴ ۲) ?پښتون قامی حدت? لیکوال محمد افضل خان لالا ، خورونکی پښتونخوا پبلکیشنرز، پیښور کال ۱۹۹۶ نامبر ۳) پښتونخوا مجله اتلسمه گڼه، دپښتنو ټولنیز ولسولیز کوند خپرونه،کال ۱۹۹۷ ۴) ?ځلنده ستوری? دسوات د ماما خیلو منظوم تاریخ،خپرونکی د ماماخیلو د خانانودېره، سوات کال ۱۹۹۸ ۵) ? پښتون/افغان قامي جرگه? ۱۴ او ۱۵ نوامبر ۲۰۰۰م، ترتیب او خپرونکی : پښتونخوا قامي پارټۍ : اهتمام د پښتونخوا د پوهنې دېره ۶) ?ډیورنډ کرښه?په پیښور کې د شوې سیمینار د مقالو او وینا گانو ټولگه،ترتیب : محمد افضل خان لالا، اهتمام د پښتونخوا د پوهنې دېره،کال ۲۰۰۴

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې