Saturday, 25 March, 2017
 
 
  • په بلخ کې ترافيکي پېښه شوى
  • دتورخم لاره پرانستل شوه
  • يو پوليس نور ٧ پوليسه وژلي دي
  • نوازشريف له افغانستان سره تړلو لارو د خلاصون امر کړى
  • ظفرجگړا د نوروزد جشن په مراسمو کې گډون کوي
  • په روسيه کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کيږي
امير کروړ جهان پهلوان

  پوهاند استاذ صديق الله رښتين

امير کروړ جهان پهلوان

 امير کروړ د امير فولاد سوري زوى دى . امير پولاد ملک شنسب له زامنو څخه و، چې په غور کې يې پادشاهي کوله، امير کروړ په (139هـ - 756 ع ) د غور په منديش کې پاچا شو. دى يو تکړه غښتلى کلک او محکم سړى و په يوه تن به د سلو تنو سره جنگېده نو ځکه کروړ او جهان پهلوان بلل کېده .

پټه خزانه د تاريخ سوري په حواله ليکي (( چه دا اميران له پېړيو څخه په غور کې و، او د هغه (سور) اولاده ده، چه د(سهاک) له پښته و)) امير کروړ د پښتو يو زبردست شاعر دى.  وايي، چې دى يو عادل، ضابط سړى او د ښې وينا خاوند و او هر کله به يې شعرونه ويل، هغه وخت ، چې په جنگو کې يې ډېرې فتحې وکړې، نو يو زبردست حماسې شعر يې ووايه، چې ((وياړنه)) يې بولي د دې شعر يو څو بندونه دا دى :

 

زه يم زمرى پر دې نړۍ له ما اتل نشته

په هندو سند و پر تخار و پر کابل نشته

بل په زابل نشته

له ما اتل نشته

غشي د من مې ځي بريښنا پر ميرڅمنو باندې

په ژوبله يونم يرغالم پر تښتېدونو باندې

په ماتېدونو باندې

له ما اتله نشته

زما د بريو پر خول تاويږي هسک په نمنځ و په وياړ

د اس له سوومې مځکه ريږدي غرونه کاندم لتاړ

کړم ايوادونه او جاړ

له ما اتل نشته

زما د تورې تر شپول لاندې دى هرات و جروم

غرج و باميان تخار بولي نرم زما په اودوم

زه پېژندويم په روم

له ما اتل نشته

پر مروز ما غشي لوني ډارې دښن راڅخه

د هرې رود پر څنډو ځم تښتې پلن راڅخه

رپي زړن راڅخه

له ما اتل نشته

خپلو وگړو لره لور پېرزوينه کوم

دوى په ډاډينه ښه بامم ښه يې روزنه کوم

تل يې ودنه کوم

له ما اتل نشته

پر لويو غرو مې وينا درومې نه په ځنډو په ټال

نړۍ زما ده نوم مې بولي پر دريځ ستا يوال

دا شعر د پښتو يو ډېر قيمتي ، پوخ او متين شعر دى . د پښتنوالۍ د زړورتيا او شجاعت اصلي خيالات په کې ښکاره او څرگند دي . وزن يې هم ملي او د پښتو له خالصو اوزانو څه دى .

د پښتو ډېر پخواني لغات په کې راغلي دي لکه : اتل = نابغه او پهلوان ، من = عزم اراده، څمن= دښمن،ژوبله = جنگ ، يونم=ځم، يرغالم= يرغل کوم، او دوم = سپاس چاره، دښن= د شمن ، پلن= پياده ، زړن= دلاور لو پيرزوينه رحم، بامم= پرورش ورکوم، دريځ = منبر، ستايوال=مداح .

د امير کروړ د شعر د پوخالي او متانت څخه ثابيږي، چې پښتو د اسلام تر مخه هم خامخا شعر او ادب درلود، مگر تر څو پورې ، چې بله پخوانۍ نمونه نه وي پيدا شوي، نو دا شعر د پښتو لومړى شعر او امير کروړ د پښتو اول شاعر گڼل کيږي. شيخ کټه په خپل کتاب ((لرغوني پښتانه)) کې ليکلي دي، چې امير کروړ په (154هـ) کې مړ شوى دى .
[رښتين صديق الله ، د پښتو ادب تاريخ، پښتو ټولنه، 1325ل.هـ کال 9-10مخونه ]

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې