Sunday, 25 June, 2017
 
 
  • د کوچني اختر په مناست د دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې رخصت دى
  • بهرنيو ځواکونو د حزب اسلامي پخوانی قومندان وژلی دي
  • په کراچۍ کې ٤ پوليس وژل شوي دي
  • په چين کې د زلزلې له امله ځمکښويېدنه شوى ١٠٠ کسان ورک دى
  • په مکه معظمه کې د يو ترهگريز بريد مخه نيول شوى
  • طالبانو٢٠ بنديان خوشي کړل
زه دا درناوى  د خپل  ټول عمر پانگه او دخپلې مورنۍ ژبې پښتو  برکت گڼم - مرکه

 

زه دا درناوى  د خپل  ټول عمر پانگه او دخپلې مورنۍ ژبې پښتو  برکت گڼم - مرکه

 

محمد عارف ((همدرد ساپي))

 

 

هر انسان ته دې خدای(ج) داسې مهربانه مور او پلار په برخه کړي، چې پر خپل اولاد غوره، خو پوره تعليم وکړي -    مرکه

درنو لوستونکيو!  د ورځ مجلې خپلواک او نوښتگر خبريال محمد عارف ((همدرد ساپي)) په ((ساپي مرکز)) کښې د کوزې پښتونخوا له  نامتو، ليکوال، شاعر او استاذ همايون خان ((همدرد))سره په زړه پورې مرکه کړې، چې پخپله ځوانه ځوانۍ کښې د ډېرو هنرونو ژورو ته ورکښته شوى او خپلو پښتنو ته يې هر اړخيز هنري اوتخليقي نوښتونه وړاندې کړي، تاسې ته يې  د ورځ  په پاڼو کښې درپېژنو.

 دا تاسې او دا مو له همدردسره  د همدرد خبرې -  (( ورځ))

 

همدرد ساپى -  ښاغلی استاذهمايون خان همدرد!  لومړی تاسې ته ښه راغلاست  وايو، چې ((د ساپي پښتو څېړنواو پراختيا مرکز)) ته مود راتگ زيار گاللى او د ورځ  مجلې سره مو زمونږ د مرکې  هيله ومنله ؛ سره له دې، چې  ليکنې مو لر او بر پښتانه  لولي، خو که د ورځ  مجلې درنو لوستونکيو ته که ځان را وپېژنئ، خوښ به شو؟

همايون خان همدرد- مننه همدرد ساپى صاحب! زه  لومړی ټولوته سلام وړاندی کوم او بيا له تاسې او ((د ساپي پښتو څېړنواو پراختيا مرکز)) له ټولو درنو مشرانو او کشرانومننه کوم، چې زه  مو د مرکې  وړ او لايق وگڼلم.

د ځان په اړه به دومره ووايم، چې:  نوم مې همايون خان  او((همدرد)) مې تخلص دی.  د پلار نوم مې مشال خان دی؛ په قوم او قبيله خويشکي يو، چې د خويشکو کلی نن هم په نوښار ضلعه کښې  د کابل  پرمست  سين آباد، ودان او ډېرپښتانه په کښې ژوند تېروي . ما هم دې فاني نړۍ ته پر ١٩٦٧ع کال د همدغه کلي په يوې بېوسې کورنۍکښې سترگې وغړولې .

دا يوه خبره کول غواړم، چې پر ما باندې د مور او پلار ډېر احسان دى،  ماته يې قلم په لاس کښې راکړى او له کتاب سره يې اشنا کړی يم. زه د هغو دغه احسان نه شم هېرولى .

هر انسان ته دې خدای(ج) داسې مهربانه مور او پلار په برخه کړي، چې پر خپل اولاد غوره، خو پوره تعليم وکړي .

همدرد ساپى -  که د خپلو زدکړو په اړه راته  څه وواياست؟

همايون همدرد -  همدرد ساپىصاحب! ما خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کلي کښې تر لسم ټولگي تر سره کړې؛ بيا مې دژبې ځانگړې زده کړې پرويټ وکړې او ليسانس  مې ترې،  چې زمونږ خلک ورته (B.Ed) وايي ، تر لاسه کړ.

اوسمهال د پېښور پوهنتون  په پښتو څانگه کښې په زده کړه بوخت يم، چې دلته ته  ورته (MPhil) ويل کيږي..

دغه راز غواړم، چې د پښتو ژبې  د پياوړتيا او د پښتنو د ادبي، فرهنگي، سياسي اوټولنيزې واکمنۍ او ځواکمنۍ د دود په پلوئ نورې زده کړې هم تر سره کړم او پر هغو کارونو څېړنې وکړم، چې پښتانه يې د نيمگړتيا احساس کوي او هغه څه، چې د پښتو ژبې حق دى،  هغه هم  دوی ته ورسوم . يعنې غواړم ډاکټري يا PhD هم  په کښې تر لاسه کړم.

همدرد ساپى -  همايون همدرد صاحب!   دا راته ووياست، چې اوسمهال کومې دندې تر سره کوئ؟

همايون همدرد-  زه ، چې کله له لسم ټولگي څخه فارغ شوم ؛ نو ما د خپل کلي  په لومړنيو  ښونځيو  کښې د ښوونکي سپېڅلې دنده ٩  کاله  تر سره کړې ده . بيا مې د پښتو ژبې د لغتونو د ترتيبولو لپاره  په يو ه ښوونيزه ( تعليمي) اداره کښې، چې څه نا څه ٧  کاله يې کار  کړى و،٨ اته مياشتې کار وکړ.سره له دې مې خپلې لوړې زده کړې هم مخکې وړې  او د ښوونکي په توگه به مې هم  کارکاوه .

 يوکال په بنوکالج کښې  د پښتو ژبې ښوونکى وم او اوس  دمردان  په طورو کالج کښې د پښتو ژبې تدريس کوم. کله، چې  لږ  څه  فارغه وخت پيدا کړم؛  نو بيا يا ډرامه وليکم  اويا مړى او ژوندى په کښې وپالم. دا هم د يادونې وړ ده، چې کله نا کله  په کښې شعر او شاعرۍ ته هم  مخ  ور واړوم.

همدرد ساپى -  دا راته وواياست، چې څنگه له شعر اوشاعرۍ سره مخ شوئ ؛ لومړی شعر موکله ليکلى  او په دغه ډگر کښې مو هڅوونکي څوک دي؟

همايون همدرد-  همدرد ساپى صاحب! دا زما د ماشومتوب  هيله او مينه وه.  نن ،  چې زه څه کوم دا هرڅه راباندې مينې وکړل .گورو به ، چې مينه راباندې نور څه کوي .

زه، چې کله د شاعرۍ ډگر ته راتلم؛  هغه مهال  ښځو ته د تعليم دومره زمينه برابره نه وه .

په هره توگه  په څلورم ښوونځي کښې وم ؛ زما مشر ورور شمشېر علي، چې اوس دلته په يو سکول کښې د پښتو ژبې استاذ دی ، يو شمېر کتابونه کورته راوړل.  لکه : وفات نامه- رشيدالبيان  او د علي حيدر جوشي يو کتاب جماعت .

  همدرانگه د يو شاعر فدا ((مطهر)) د (( اور لمبې او دردونو))  شعري ټولگه  مې ولوستله؛ نو زما د شاعرۍ جذبه  او الهام  هم د همدغو کتابونو له لوستلو سرچينه اخلي .

په کور کښې به مې دمومن خان اوشيرينۍ، يوسف خان او شيربانو ولسي داستانونو لوستل؛  استاذميرحسن اخون او برکت شاه بابا به د کلي په جومات کښې نعتونه اورول؛ نو مابه ترې ډېر خوند اخستو.  ما به ويل، چې ياره!  زه به شعر وليکم.  دغه سوچ او فکر راسره و؛  نو هماغه و، چې يوه شپه مې په ذهن کښې داسې څه گرځېدل  راگرځېدل؛ نو راپاڅېدم  کښېناستم،  ډيوه مې ولگوله.هغه وخت  بجلي  نه وه؛  نو د ډيوې  په رڼا کښې ما دا شعر وليکه، چې  ټول راته ياد نه دی:

 

نن مې وکړلو دنيا ته يو نظر
سوچ مې وکړ راته پېښ شولو خطر

 

دا شعر مې په ١٩٨٠ع کال کښې وليکه او په دې وخت کښې زه د شپږم ټولگي زده کوونکى وم.

بيا مې ورپسې وروسته  يو څو نورې غزلې وليکلې. داغزلې مې خپلو خوږو استاذانو او درنو ملگرو فرهاد محمدغالب ((ترين))، استاذ ډاکټر پرويز مهجور ((خويشکي)) او نورو ته وښودلې. دوی زه له لاسه  ونيولم او پښتو اکاډمۍ ته يې بوتلم .  په هغه وخت کښې مې له ډاکټر صاحب راج ولي شاه خټک سره پېژندنه پيدا شوه . دوى  ورته وويل : نن مو څه بل شانتې شاعر ميلمه دی؛. تاسې ډېر شاعران ليدلي او د هغوشعرونه مو اوريدلی دي، خو نن دا زلمی وگورئ،  چې څه وايي.

 ما، چې هلته يو څو غزلې ورته ولوستلې ؛ نو ډاکټر صاحب راج ولي شاه او سلما شاهين  دا يقين نه کولو، چې دا شعرونه دې زما وي .غالب صاحب ورته وويل:  دا د ده خپل شعرونه دي.

ډاکتر  راج ولي شاه خټک صاحب له لاسه ونيولم او ښاغلي محمد نواز ((طاهر)) ته يې، چې د پښتو اکاډمۍ مشر و وروپېژندلم ؛ هغه  هم  له ما پوره خوښي ښکاره کړه او سلما شاهين مې پر شاعرۍ يو کالم  وليکه.

هغه مهال زه د (٨) اتم ټولگي زده کونکی وم، خود ښوونځي مشر بختيار صاحب  سربېره پر يو ستاينليک يو څو نور ې ډالۍ د ښوونځي په استازيتوب را وسپارلې .

کله، چې پښتو اکاډمۍ  د حمزه  بابا په ياد ځانگړى نمبر خپرولو ما هم  د ((خيبر ډيوه))  نومى  نظم وليکه ، چې بيا د حمزه بابا د ياد دمقالوپه ټولگه  کښې خپور شو. د ملي شتون د غوښتونکيو او د حمزه بابا دټولنيز ميراث د لارويانو له  برکته  ورو وروخپلوخلکو، مشرانو او ريډيو پېښور وپېژندم او خپلوخلکو مې  شاعري د ډاډ وړ وگڼله . 

داوه زما د هڅې اوهڅونې لاره.   کله، چې ما لومړۍ غزل وليکله؛  نو له خوشحالۍ څخه په جامو کښې نه ځايېدم او کله، چې زما د ((خيبر ډيوه)) شعر چاپ شو او بيا ما ولوست له خوشحالۍ خوب نه راتلو. حتا  له خوشحالۍ  به مې ډوډۍ هم  زړه ته نه کېده او خپل نوم  او شعر به مې ملگرو ته ښودو، چې يار!  زما شعر چاپ شوی دى.  ددوى هڅونه وه، چې  په يو کال کښې مې ١٦ کتابچې له شعرونو  ډکې کړې اودومره مينه مې ورسره پيدا شوې وه ، چې  پښتو اکاډمۍ ته به دخپل استاذ ډاکټر صاحب راج ولي شاه خټک ليدلوته ورغلم ؛ د شعر او ژوند پر نورو اړخو نو به مې ورسره بحث کاوه ؛  نوسلما شاهين به، چې  وليدم، له ډېرې مينې  به يې  ورکوټى شاعر ونومولم او ناستو مشرانو ته به يې وويل: وړوکی شاعر بيا راغلى .

دا؛ ځکه، چې زه د عمر له مخې ډېرځوان او د ١٤ کالونو وم.

د همدغو ملگرو مينه او د ډاکټر صاحب راج ولي شاه خټک هڅونه وه، چې زه يې  له ډېرو تېروتنو وژغورلم . ډاکټر صاحب اوسمهال زمونږ د پښتو څانگې  مشر استاذ هم دى.

دا زما لپاره د خوشحالۍ ځاى دى، چې د خپل استاذ په علمي ملاتړ خپلې  علمي اوهنري چارې پرمخ وړم .

همدرد ساپى - تاسو ته ستاسو فن څه دربخښلي دي؟

همايون همدرد- زما فن ماته ډېر څه رابخښلي، چې اوس په خپلوخلکو کښې له مينې،  عزت، شهرت او درناوي  ډک ژوند تېروم . زه دا درناوى  د خپل ټول عمر پانگه او دخپلې مورنۍ ژبې پښتو  برکت گڼم.

همدرد ساپى ? تاسې خپل لومړى شعر په کومه مشاعره کښې لوستى او له چا سره مو په کښې وپېژندل  او هم دا وواياست ، چې ستاسې  لومړى   شعر راډيو او که تلويزيون  خپور کړى دى؟

همايون همدرد-  مننه همدرد صاحب! غوره پوښتنه دې وکړه. ما خپل لومړی شعر د حمزه بابا په ياد نمبر ته ليکلى دى، خو د هغې  ادبي مشاعرې برخوال شوى هم يم، چې د پېښور  راډيو څانگې په  ١٩٨٦ ع کال کښې  جوړه کړې وه. په دغه مشاعره کښې مې له ډېرو خدای بخښليو استاذانوسره لومړنۍ او وروستنۍ ليدنه وشوه، چې يو يې گران استاذ ارواښاد سمندرخان (سمندر) صاحب و. بل د اردو  ژبې له خداى بخښلي شاعر رضا (حمداني) ،فارغ (بخاري)) او اشرف ((بخاري)) سره له ناستې برخمن شوى يم.

دا ژوندۍ مشاعره وه،  چې په درې  ژبو (اردو، پښتواو هندکو)وړاندې شوه . دغه راز مې له ډېرو نورو ژونديو  او ويښو شاعرانو او ليکوالو سره ليدل کتل وشول .

د يادونې وړ يې بولم ، چې هغه مهال د راډيو پېښور مخکښو مشرانو خپل  جوړ کړي اميلونه هم زمونږ  غاړې ته واچول .

همدرد ساپى ? که دا راته ووايست،  چې  د کوموادبي جرگو د ناستو برخوال شوي ياست او له  چا مو فني  او هنري زده کړې  کړي دي؟

همايون همدرد- زه  ډېروادبي جرگو ته تلى يم ، خو  په (( پښتو ادبي ټولنې جرگه- (خويشکي)) کښې ډېرکښېناستم  او  ډېرې زده کړې مې په کښې کړي .

بله د نوښار مرکزي ادبي جرگه ده، چې مشر يې ارواښاد سيداکبر صابر صاحب و. ارواښاد صابر زما ښه استاذ،ملگری او خواخوږى و.هغه به زه له ځان سره بوتلم او هلته به مې له  نورو شاعرانواو اديبانو سره ليدل - کتل وشول او دهغوی شعرونه به  مې واورېدل.

بله  د قلندر صاحب ادبي جرگه وه،  چې د ((ساهو ليکنو مرکه)) پېژندل شوې او مشري به يې هم پخپله قلندر صاحب کوله.

بله ادبي غونډه د دوستانه ملگرو ((مردان ادبي ټولنه)) وه.  دلته مونږ ورتلو او  خپل کلامونه به مو اورول ؛ نو دغه ادبي ټولنې زما دمينې او کړنې مدرسې وې . ما، چې هر څه ياد کړي له  همدغو مدرسو او استاذانو مې ياد کړي  اوزه ترې نن د پوره خوشحالۍ احساس کوم.

همدرد ساپى ? همدرد صاحب! دا راته وواياست، چې کله د شاعرۍ ډگر ته راوتلئ؛ له کومو ستونزو سره، خو به مخ شوي نه ياست، ځکه ډېر خلک ورسره مخ شوي اول زه پخپله مخ شوى يم؟

همايون همدرد- (په خندا) ستاسو خبره بالکل سمه ده . د پښتنو په ډېروکورنيو کښې دا پېښې رامنځته کيږي، خو زه  د پاک الله رضا ده د ښې برخې لرونکى يم. کله، چې زما ماما امانت خان ((امانت))خبرشو، چې همايون خان شاعري پيل کړې؛ نو راغى او زما مور ته يې مبارکي ورکړه، چې :  زوى دې شاعر شوى ، مور مې په خوار مشې  ويلو له دوديزې ستونزې خلاص کړم او د کورنۍ له خوا نه يوازې  ډاډ راکړشو، بلکې د ملي او فرهنگي تاريخ لوري ته هم و هڅول شوم . اوس راباندې هغوی هم خوشحاله دي؛ نو دا وه زما دژوند ځانگړې قيصه  چې ومې کړه.

همدرد ساپى ? استاذ همايون  همدرد صاحب!  دا((همدرد))  تخلص  مو څنگه غوره کړى دى ؟

همايون همدرد- مننه همدرد ساپى صاحب! دا پوښتنه ما له تاسې کوله( په خندا) خو رامخکې شوئ . په هره توگه زه به دومره ووايم ، چې:   ډېرماشوم وم، خو زړه سوى مې لرلو. ورو ورو دردمن شوم ؛ملگرواوخپلوانو مې دغه زړه سوى له غريبو اوبېوسه خلکو سره ليده. ما به هم ، چې له وسه  څه کېده د ښوونځي  د پېر له ملگرو سره به مې کول . زه به خپل يو استاذ، چې ((ضميرگل)) نوميده څارلم. کله، چې هغه ته  څرگنده شوه، چې شعر هم ليکم؛ نو ما ورته وويل، چې:  زه ځان ته يو تخلص گورم. هغه راته وويل چې ستا تخلص  ((همدرد)) شو.  د پوهنې او مطالعې په ډگر کښې هم وپوهېدم، چې د همدرد په تخلص  کښې ، خو پوره مسووليت پروت دی او  گټه يې پوره  ډېره ده.

 ما يوکتاب کتلو په هغې کښې ليکل شوي وه: الله تعالی فرمايي : ای بندگانو! که  جنتونه غواړئ؛  نو لمونځونه او اودسونه وکړئ، نيک ، نيک کارونه  وکړئ؛ زه به درکړم  جنتونه او که غواړئ،  چې ما ووينئ او ما سره مو خبرې وشي؛ نو تاسې زما له بندگانو سره همدردي وکړئ .

وگورئ ، چې څومره لوی مقام  د همدردانو دى. جنتونه الله پيدا کړي او هرڅه له الله سره دي او مونږ يې هم پر احکامو له حکم کولو پرته بله دنده نه لرو.

زه ډېر زيات خوشحاله شوم، چې دعارف خان ((همدرد ساپي)) په شان مينه ناک  زلمی مې وليد، چې په دومره کم عمرکښې ورسره د همدردۍ ملي فکر پيدا شوی اوځان همدرد بولي. ما ستاسې  له ليدنې ډېره خوشحالي محسوس کړه . الله پاک دې  زمونږ  معاشره او ټولنه  له بې دردۍ وژغوري. خدای (ج) دې عارف همدرد ته د داسې همدردۍ پوره توفيق ورکړي،  چې دخپل ددرديدلي ، ژړيدلي  او بېوسه شوي ملت د ((همدرد)) په توگه سر لوړى ژوندو کړاى شي (آمين).

همدرد ساپى ? ښاغلى همايون همدرد! تاسې د شاعرۍ او ژباړې ترڅنگه  نه يوازې دا، چې استاذي کوئ ، بلکې  ډرامې او افسانې هم ليکئ. که دا راته وواياست،  چې دغه هنر ته موڅنگه مخه کړې او بيا  دا وواياست ، چې  لومړۍ  ډرامه مو راډيواو که  تلويزيون  خپره کړې ده؟

همايون همدرد-  همدردساپى صاحب!  ډېره ښه پوښتنه مووکړه، خو زه د د ومره وياړ وړ نه يم. دا ستاسې او د پښتنو مينه ده،  چې زه يې اړ کړم او دا هنرونه يې پر ما زده کړي دي .

په هره توگه لکه څنگه، چې مې له شاعرۍ  سره مينه وه او شته ؛ دغه راز  مې له  ډرامو او افسانو ليکلو سره هم  مينه رامنځته شوې ده.

ما به د راډيو پېښور له څپو دخپلوخوږو استاذانو ډاکټر محمد اعظم اعظم ، نورالبشر نويد، سعدالله جان ((برق)) او  نورو ليکوالو ډرامې اورېدلې او يا به مې په تلويزيون کښې ليدلې؛ نو ما به ويل،  چې يار! زه به هم کله ډرامې وليکم او يا  به  زما  ډارمې هم په TV کښې وښودل شي !  هر وخت به راسره همدا فکر و. يوه ورځ کښېناستم او يو څه خيال مې له ځان سره جوړ کړ. يعنې يو څه مې وليکل ، د پېښور راډيو ته روان وم،  چې په لاره کښې  راسره خپل نژدې ملگرى عاشق حسين (( اکبر پوري))مخ شو. ماته يې وويل، چې دا څه دي او چېرته يې  وړئ. ما ورته وويل ، چې د راډيو لپاره مې ډرامه ليکلې او راډيو ته يې وړم. هغه راته وويل: ډارمه داسې نه اخلي؛ ددې ډرامې لنډيز به پر يوه پاڼه وليکئ او هغه به د راډيو دفتر ته ورکړئ، هغو به يې وگوري  بيا به له تاسې پوره ډرامه وغواړي. زه وپوهيدم او بېرته د کور لوري ته راستون شوم؛ ځکه  دغه وخت زه  د اتم  ټولگي زده کوونکى وم اوپه دې اړوند مې تجربه هم  نه وه.

ما، چې کومه لومړۍ  راډيو ډرامه ليکلې وه ((انتقام)) نوميده؛ دوه يمه  ډرامه مې، چې دا هم  راډيو ډرامه وه ((بايلات ))نوميده، خو افسوس، چې د راډيو له څپوخپرې نه شوې.

دا دوه يمه  ډرامه ، چې ((بايلات )) نوميږي،  د هغه مهال  د پېښور په(( هېواد))جريده کښې خپره شوه.

بيا مې يوه بله  ډرامه ((مشالونه)) وليکله ، چې په ١٩٨٩ ع کال  په PTV کښې د نژدې ملگرو ميا حفظ الحق ( کاکاخېل) او دښاغلی محب الله (شوق) په هڅو ، خپره شوه.

سربېره پر دوى  د ډرامو ليکلو ته پروډيوسر جهانزيب  سهيل صاحب نه يوازې هڅولى يم، بلکې  ډېر زيار يې گاللى، چې خپراوي ته يې هم چمتو کړي .

همدرد ساپى ? ښاغلی همايون همدرد! تاسې  به تر دې دمه  څومره ډرامې ليکلې وي ؟

همايون همدرد-ما يو شمېر ډېرې ډرامې PTV او AVT خيبر ته ليکلي دي. لکه ((مشالونه)) ((مبارکۍ))(( بدل)) ((گرېوان)) ((ډيوه)) ، ((گوډپېر))، ((انکار))(( تش لاسونه)) ،((تصوير))، (( د زهرو گوټ ))،((تړون)) ، ((د درد خواږه))، (( درد)). دا لنډې يا يو برخيزې  ډرامې دي او هغه ډرامې، چې په PTV کښې پرله پسې خپرې شوې، دا دي:  ((زول))، ((آئينه))، (( بېوزله))او ((پرهر)) . بېوزله  په اردو کې هم ريکارډ شوې ، چې  ډېر ژر به خپره شي.

هغه ډرامې، چې پر AVT خيبر خپرې شوي  او يا  اوس خپريږي. هغه دادي:

((وختونه))، چې يو څلويښت  برخې لري ، ورپسې(( دوران)) ډرامه ٢٠ برخې لري .(( ماما سُودم  ته  شين دی))  مزاحيه ډرامه ده، چې اتلس برخې لري .

((خير تا له خير ماله)) دا هم مزاحيه ده.(( ديوالونه)) چې دا هم په اردو کښې ريکارډ شوه. بله ډرامه ((چنغله)) ده .

د((يکه زار)) تر سرليک لاندې پروگرام ته مې ((د موسی خان او گل مکۍ))، ((قطب خان او نازو))،((مومين خان اوشيرينۍ))،((ملتان خان))،((ښادي خان او بېبو))، ((ظريف خان مابى)) او ((چمنی خان)) ډرامې ليکلي. دا داستانونه ما د ډرامو په بڼه جوړ کړي او ريکارډ شوي  هم دي .

ورپسې مې ((ماما او خوريه په ښار کښې))، ((اختر دې مبارک شه!))، ((تپوس مپوس نشته او سنډا خرڅيږي)) وليکلې، چې  داټولې ډرامې په AVT خيبرکښې خپرې شوې دي.

همدرد ساپى ? همايون همدرد صاحب! تاسې په دې ځوانه ځوانۍ کښې  ډېر هنري مډالونه او ادبي ايوارډونه تر لاسه  کړي؛ ددې لامل  څه دى او چا در په برخه کړي دي؟

همايون همدرد- دا زما دمورنۍ ژبې پښتو برکت دی، چې زه يې  ونازولم او دا د پښتنو دمينې او پېرزوينې ارزښت دى، چې پرې  وپېژندل شوم.

 کله مې، چې PTV ته ډرامې وليکلې؛  نو زما ډرامې به خلکو خوښولې او نور به هم د غوره ډرامو ليکلو ته وڅېدم  په دغو ډرامو کښې زما يوه ډرامه ((مات  ازغى)) نوميږي،  چې په ١٩٩٨ع کال کښې خپره شوې او ما پرې لومړنى ايوارډ د PTV  له چارواکو تر لاسه کړ.

دوه يمه  ډرامه ((تش لاسونه)) نوميږي، چې دا ډرامه هم PTV په ٢٠٠٢ع کال کښې خپره کړې او دوه يم ايوارډ ترې را په برخه شو.

دغه راز مې دAVT خيبر په هغه پروگرام کښې، چې په لومړي ځل د ليکوالولپاره برابرشوى و او((١٢))ډرامې يې وچلولې،  چې يوه  په کښې زما  ((درد)) نومې  ډرامه هم وه. خلکو زما ډرامه ((درد))  ډېره خوښه کړه او AVT خيبر د((درد))  ډرامې  ايوارډ  په لومړي ځل  ماته راکړ. دا زما لپاره د سرلوړۍ خبره ده او کوښښ به کوم،  چې نور ډېر سرلوړي کار ونه تر سره کړم.

د يادونې وړ بولم، چې ما د ماشومانو لپاره هم څه نا څه کتابونه ليکلي، چې (آواز)، ((غږ))(( د حق آواز)) او(( څانگه)) نوميږي . دغه راز مې د PTV  د ماشومانو خپرونې پروگرام ته د ((ستوري)) او(( مشالونه))  پروگرامونه ليکلي دي .

همدرد ساپى ? ښاغلی همايون ((همدرد))!  تاسې ته  يوه خواشينوونکې پېښه رامنځته  شوې وه، چې  ډېر پرې  پرېشانه  وئ؛ که هغه پېښه  رڼه کړئ ، چې څنگه رامنځته شوې؟

همايون همدرد- مننه! ښه اړخ  ته مواشاره وکړه. ما هم اړينه گڼله ، چې ټولو لوستونکيو ته ور ورسيږي. په هره توگه زما له نومه د پېښور اوسيدونکي  شېرعلي د(( مومن)) زوى ناوړه گټه پورته  کړې ده. ده له خلکو پيسې  راټولې کړي،  چې گواکې دى همايون ((همدرد)) دى او تاسې ته  به  نه يوازې  ډرامې وليکم، بلکې کار  او روزگار به هم درته  برابر کړم.

دغه راز ده ويلي: دا په ټي وي،  چې تاسې کومې  ډرامې گورئ، دا ما ليکلي دي. دغه راز يې ويلي، چې په  بهرنيو هېوادونو کښې ډېر ښه تعلقات لرم اوتاسې به  بهرنيو هېوادونو ته وليږم.  پر دغواوتو بوتو ، خبرو اترو يې له خلکو  په لکونو کلدارې  غلا کړي دي .

زه خپلو درنولوستونکيو او ملگرو ته وايم،  چې له دغه بد سړي څخه ځان وساتئ او د خلکو پر بې ځايه  خبرو ونه غوليږئ .

ما دا خبره حکومت ته کړې او په ((اخبارونو)) کښې راغلې، خو د ورځ  مجلې درنو لوستونکيو ته دا هم ور زياته وم،  چې ددغه  غل سړي په نيولوکښې له  ما سره مرسته وکړئ .

همدرد ساپى ?  تر دې دمه موڅومره آثار چاپ او خپاره شوي دي او څومره ناچاپ پاتې دي؟

همايون همدرد? د چاپ شويو او خپاره شويوآثارونومونه مې دادي :

((سپلنى)) دا زما شعري ټولگه ده، چې په ١٩٩٠ع کال کښې چاپ شوې .

((گلگون)) شعري ټولگه ده ، چې په  ١٩٩٤ ع کال کښې چاپ شوې .

 ((په پښتو ادب کښې مغلواله))  نثري ټولگه  ده ، چې په ١٩٩٨ ع کال کښې چاپ شوې .

د ((خوشحال خان خټک تنقدي شعور)) مې څېړنيزکتاب دى، چې په ١٩٩٨ ع کال کښې چاپ شوى.

يو بل کتاب ، چې ما او ډاکټر محمد زبير (حسرت) سره په گډه ليکلی ((رودادونه)) نوميږي. دا د مرکزي ادبي جرگې  د څو کلونوگزارشو نه دي ، چې په  ( ٢٠٠٠ع)  کال کښې چاپ شوى دى .

 ((نقش فريادي )) چې د فيض احمد (فيض) د اردو کتاب منظومه ژباړه ده.

((ساندې)) د مرثيو ټولگه  ده، چې په  ١٩٩٨ ع کال  چاپ شوې ده .

دغه راز زما هغه کتابونه،  چې چاپ شوي نه  دي، دادي:.

 (( پښتو ادب کښې چاربيته))، چې د  MPhilتحقيقي مقاله ده..

د(( ساحر لودياني  نظمونه))  مې پښتو ژباړه ده.

د ټايگور افسانې مې ((سلگۍ)) نومولي او پښتو ته  را ژباړل  شوې دي.

((کږې کرښې )) زما د کالمونوټولگه ده.

(( انشايې او خاکې))نثري ليکنه ده.

 ((کلام )) مې شعري ټولگه ده.  

((ژوند رنگ)) مې د ١٢ ډرامو ټولگه ده.

همدرد ساپى ?  په خپلو ډرامو کښې موکومه ډرامه پوره خوښه  ده؟

همايون همدرد? ياره همدردساپى صاحب! زما الفاظ او زما ډرامې، زما بچي دي؛ ماته ټول بچي گران او خوښ دي، خو په بچو کښې هم هغه بچی ډېر گران او زړه ته نژدې وي، چې  غوره اغېز څرگندکړي. زما هم په خپلو ليکل شويو او وړاندې شويو ډرامو کښې ((تش لاسونه))، ((مات ازغى )) او (( درد))  ډرامې ډېرې؛ ځکه خوښې شوي ، چې ايوارډونه  پرې راکړ شوي دي .

همدرد ساپى ?  همايون همدرد صاحب! مينه مو کړې که در سره شوې ؟

همايون همدرد? همدرد ساپىصاحب! مينه ډېره خوږه کلمه ده. پرته له مينې  ژوند نيمگړى دى .

وگورئ! بې مينې ژوند خوند نه لري . زه  دا منم،  چې ما مينه کړې، خو دا نه وايم،  چې له ((همدرد)) سره مينه شوې ده؛ ځکه، چې ما له هرچا سره دخپلې مينې همدردي څرگنده کړې، خو په مينه کښې ناکام پاتې شوى يم. هغه مينه، چې ما غوښتله ماته  په برخه را ونه رسيده او دې لږ څه ډېر دردولی  يم.

زه هغه وخت د لسم ټولگي زده کونکی وم؛ ناداني  وه ، ډېره ناداني . اوس پرې خوشحاله ؛ ځکه يم، چې ما مدرسې ولوستې او  زده کړه را په برخه شوه. دا د مينې برکت دى؛ گورو به ، چې مينه  نور څه کول غواړي .

په هره توگه الله پاک  د ژوند د ملگرې په توگه يوه ډېره ښه ، بي بي او عاجزه ميرمن را په برخه کړې، چې خفگان  ته مې نه  پريږدي، بچي راسره دومره  مينه کوي، چې نور؛ نو چاته ترې اوزگار نه يم .

همدرد ساپى ?  که کوم څوک وغواړي، چې  ښه شاعر يا ښه ليکوال شي ؛ لومړی بايد څه وکړي؟

همايون همدرد?شاعري او ليکوالي کوم ټاکلی لارښود نه لري، چې سړی يې راواخلي اوکار پرې پيل کړي؛ ځکه، چې  هر غوره کار پرله پسې زيار ، هڅه او مينه غواړي ، پرته له مينې يو کار هم سر ته نه رسيږي. د بېلگې په توگه ستا که له يو کارسره علاقه نه وي؛ هغه، ته په لسو کلونوکښې هم نه شې زده کولی. که مينه دې ورسره وي؛ هغه، ته په لسو ورځو کښې زده کولى شې.

 شاعري او ليکوالي هم دغه شان ده ، خو زده کړه او مطالعه  د انساني  ژوند د ښه کولو لپاره  ډېره غوره او آسانه لاره ده. سړی  بايد د ژوندپه هر اړخ کښې يو څه مطالعه ولري او که يو سړی  د شعر او ادب کتابونه  راواخلي  او ټول حفظ  هم کړي، شاعرکيدی نه شي؛ ځکه ، چې شاعري الهامي اغېز دى .

د زده کړې له مخې به پر شعر خبرې وشي، پر ليکوالۍ به ښه پوره کره کتنه وړاندې کړئ، خو ليکوال به نه شئ او شا عرکېدلى  هم نه شئ.

همدرد ساپى ?  ځينې خلک وايي، چې شعر د درد او غم له زغمه پرته ليکل کيدی نه شي. داخبره تر کومه حده سمه ده؟

همايون همدرد? شاعري د درد، غم، ښادۍ او خوشحالۍ سره پوره تړاولري، خو که يو شاعر خوشحاله وي، د خوشحالۍ سندرې ليکي او، چې کله خفه وي  شعرونه به يې هم له خفگان او درده  ډک وي . د بېلگې په توگه يو سړی ژاړي او تاسې ورته دخندا خبرې کوئ؛. نو څه فکر کوئ هغه ته به خندا ورشي؟ نه ! هغه به هماغسې ژاړي . دلته د شاعرۍ خبره د غم پورې راغله. شعر د شاعر د زړه غږ وي اوکومه خبره، چې له  زړه راوزي ؛ اړينه ده ، چې اغېز به لري ، خو بيا هغه زړه، چې په ټول عمر کښې  د خوشحالۍ احساس ور په برخه شوى نه وي،  د زړه دې خبرې ته شعر وايي ، نور تاسې پرې سوچ وکړئ .

همدرد ساپى ?  د پښتو ادب داوسنۍ اوپخوانۍ شاعرۍ توپير په څه کښې  دی؟

همايون همدرد? د مشرانو تر مقامه رسېدل  ډېر گران کار دی او پوره هنري زيار ته  په کښې اړتيا ليدل کيږي؛ ځکه، چې د اند و ژوند پېژندنه پر له پسې هڅه  او زيار غواړي.

د پخوانيو شاعرانو لکه خوشحال خان خټک بابا، رحمان بابا، حمزه بابا، غني خان، اعظم خان شيدا، حميد بابا، سمندرخان ((سمندر))ژوند او ژواک  زمونږ دکړنې او ژبې بنسټ اوستنې دي او زمونږ نننۍ پښتو پرې  ژوندۍ ده ، چې ملي او تاريخي شتون مو گڼل کيږي.

دا مشران زمونږ د پښتنو هغه ځلاند ستوري دي، چې په تېرو درې پېړيوکښې د کرکې او غرض لرونکيو عناصرو يې د درناوي مخه را ته ډپ کړې وه او له اوسنيو يې د تاريخي بهير لړۍ داسې په لته ووهله،  چې  تر ډېره موخپل مشران په ژوندوني د سپکاوي  ښکارېدل او له مرگه وروسته به يې درناوي ته هڅېدلو او د ارمان چغې به مو ور پسې وهلې.

اوس هم، چې شاعر  مړ شي؛ نو ژوندی شي او،  چې ژوندی وي، څوک يې  نه پېژني .

پکار، خو داده، چې شاعر او ليکوال په ژوندوني لکه څنگه ، چې ورته اړتيا وي ؛ وستايل شي، عزت يې وشي او وهڅول شي . که بيا مړه هم شي؛ نو دارمان کولو په ځاى به يې مونږ کولتوري، ادبي او ټولنيزې هڅې وغځوو او يا پرې نوې زياتونه رامنځته کړو، چې په دې توگه به مو د تاريخي شتون ماتې کړۍ له يو بل سره ونښليږي .

وگورئ!  يوويشتمه پېړۍ روانه ده، خو مونږ د خوشحال خان (خټک بابا)  په شان بل ((خټک)) پيدا نکړ. په خيبر کښې مو بل ((حمزه))  پيدا نکړ . هغو، چې کومه شاعري کړې؛ ژوندۍ ده او ترهغې به ژوندۍ وي، چې  ولسي او ملي پښتانه ژوندي وي .

اوسنيو ډېروشاعرانواو ليکوالانوهم په اوسني پېر کښې روانې ناخوالې او نادودې زغملي او ښه شاعري  يې ټولنې ته وړاندې کړې . لکه زمونږ بابا  اجمل خټک صاحب، قلندر موند اوداسې نورښاغلي او درنه شاعران او ليکوالان . همدرانگه په بره پښتونخوا کښې استاذ ړنگ، عبدالروف (قتيل)خوږياڼي، حبيب الله (رفيع) پير محمد ((کاروان)) ، شفيع الله (بابرزي) او نورو داسې ډېرو شاعرانو ، چې ښه ښه شعرونه ليکلي.

هغو، چې گډوډ شعرونه دمارکيټ چلونې لپاره ليکي ؛ اړينه ده، چې پښتو ته به تاوان رسوي . ددغو شاعرانو شعرونه ژر مري ، خو خپله تر ډېره ژوندي وي.

همدرد ساپى ?  همايون همدردصاحب! تاسې په خپلو ډراموکښې دملي چاپېريال انځور وړاندې کوئ  او که  خيالي  انځورونه ورته جوړ وئ ؟

همايون همدرد? همدرد ساپى صاحب ! ډېره ښکلې پوښتنه دې وکړه . زه ، چې کله په کور کلي او چاپېريال کښې يوڅه ووينم  يا يې د چا له خولې  واورم، پرې کار پيلوم اوڅه ور سره خپل ټولنيز خيالي رنگونه گډ کړم؛ نو بيا، چې کله هغه ډرامه په TVکښې خپره شي، دخلکو  پام خپل چاپېريال ته راوگرځي، چې دا خيالي جوړښت  نه ، بلکې  همدا خلک دي، چې په ټولنه او معاشره کښې گرځي را گرځي.

هڅه کوم، چې خلکو ته په چاپېريال کښې ددوى د اړيکو فکري او رواني شتون د انځور په بڼه وړاندې کړم او د ښو او بدو پر پايلو يې وپوهوم . بيا ؛ نو دا د خلکو پرېکړه ده، چې  کومه لاره غوره کوي.

همدرد ساپى ?  استاذه!  د پښتو پر يو شمېر اوسنيو خپرو شويو ډرامو او فلمونو نيوکې کيږي آيا دغه نيوکې په ځای دي او که  کوم لامل لري؟

همايون همدرد? زه  به دا خبره خپلو پښتنو او د مارکيټ  مينوالوته څرگنده  کړم، چې پښتانه په حيا،غيرت.، پت ، سپېڅلتيا، عزت، اسلام او ايمان  ټينگ او ولاړ خلک دي.دوی ويني او گوري، چې  يو شمېر بې حيا اوکوڅه ډوب خلک په خپلو کښې سره کښېني يو،يو ته خبرې کوي ؛ بل،  بل ته . دوى يو څوروپۍ په خپلو کښې واچوي؛  فلم  يا ډرامه پرې  ريکارډ کړي او بيا ،  چې څه  د دوی خوښه وي، نندارې ته يې په دې هيله وړاندې کوي ، چې دخلکو په زړونوکښې اخلاقي او کولتوري مينه ووژني، بېلابېلې کرکې راوپاروي او د هېواد پر  درنو ليکوالو ملنډې ووهي.  

زه د بې حيا ډرامې او فلم د ليکلو، جوړولو او نندارې ته د وړاندې کولومخالف يم؛ ځکه، چې په ټولنه کښې نه يوازې ليکوال ، بلکې اداکار هم پرې خپل  عزت او درناوى له لاسه ورکوي او خلک ورته په سپکه سترگه گوري. پښتو يوشمېر فلمونه، خو بيخي  د کتو نه دي، بايد دولت دې ته پوره پاملرنه  وکړي.؛ د خلکو اندېښنې په ځاى دي او بايد، چې د پښتنومعاشرتي  ارزښتونه ژوندي و ساتل شي. زمونږ  دډرامو  موخه  د معاشرې او ټولنې  اصلاح ده، نه د معاشرې او ټولنې  خرابول . هغو دې داخبرې له ذهنه وباسي، چې وايي :  ډرامو له خلکو لاره ورکه کړې ده.

همدرد ساپى ?  سمه ده؛ نو د ژوند پوره خوند په څه کښې گورئ؟

همايون همدرد? همدرد ساپى صاحب!  ډېرې ورانې، خو آسانې پوښتنې کوئ( په خندا). دژوند ټول خوند په عاجزۍکښې دى او انسان بايد عاجزي غوره کړي،چې رښتيا ويل ورسره تړلي دي؛ ځکه ، نوزمونږ خوږ نبي حضرت  محـمد(ص) هم عاجزي  خوښه کړې وه . همدا لامل دى، چې په نړۍ کښې غوره ژونداو د ښه ژوند آسانتياوې  له غوره اخلاقي اړيکو سره تړل شوي دي .

اخلاقي ژوند، چې سړی اختيار کړي، ژوندبه  يې روښانه وي اومينه  به يې له انسان سره په اخلاص  تر سره کيږي؛ ځکه مينه کول ثواب لري، خو د علم او پوهې شتون  ور سره  يوه ډېره  اړينه  خبره ده .

همدرد ساپى ?  هو! د ژوند خوشحالي د لټون او هڅې دوه يم نوم دى، چې په غوره اړيکوکښې پر بېلابېلوبڼوڅه نا څه څرگنديږي. تاسې که د خپل داسې يوارمان  يا ارمانونود تر سره کولوهڅه   لرئ ؛په اړه يې  د ورځ  درنو لوستونکيو ته څه  نا څه وواياست؟

همايون همدرد? همدردساپى صاحب ! زه په دې ارمان يم، چې کاشکې يو شمېر ارمانونه بيخي نه وای؛ ځکه  دومره به  نه کړيدو. اوس، چې ارمان راځي؛ نو ډېر ارمان دی، چې يو څه  پرې ووايم.

د مرگ په وخت کښې د کامل ايمان سره تلل او له خپلو بېوزولو پښتونو او دنړۍ له ټولو مسلمانانو سره د زړه همدردي لرل ان شاالله.

تر ټولو لوی آرمان مې دادی، چې بې پښتوپښتانه پښتو ومني اوپه نړۍ کښې سرلوړي شي.

دغه راز لر او بر نه يوازې  يو افغان شي، بلکې  د ښه  ژوند خاوندان هم وگرځي  او په خپله خاوره کښې د خپل اختيار لرونکي شي.

دا زما ارمانونه دي ، چې په  تر سره کيدويې پوره ډاډمن يم.

همدرد ساپى ?  همايون همدردصاحب! يوه داسې خبره راته وکړئ، چې تر اوسه مو چاته نه وي کړې ؟

همايون همدرد? همدردجانه!  ډېره عجيبه پوښتنه دې وکړه( په خندا). زه شاعر او ليکوال سړی يم؛ څه  مې ، چې په زړه کښې  ول،  هغه مې خپلو خلکو ته ويلي. که په سوچ کښې مې ناڅرگنده  څه را ښکاره شي؛ نو اړينه ده، چې را څرگندبه شي.

همدرد ساپى ? استاذ همايون همدرد صاحب! دورځ  مجلې درنو لوستونکيوته دخپل ژوند يوه  خوږه خاطره  وړاندې کړئ؟

همايون همدرد? ((د خيبر  ډيوه)) نظم، چې چاپ شو او ((مشالونه)) ډرامه  مې، چې په تلويزيون کښې خپره شوه،دامې  خوږه خاطر ده .

همدرد ساپى ? استاذه!  څو اولاده او وروڼه لرئ؟

همايون همدرد? درې لوڼې او دوه زامن لرم. دمشر زوی نوم مې (( زرک) ) دى، چې دامهال په ٨ ټولگي کښې زده کړې کوي . دوه يم زوی مې (( معز عبدالله)) نوميږي، چې دا مهال په لومړي ټولگي کښې زده کړې کوي . ورپسې مې مشره لور ((زرغونه)) ده،  چې هغه هم اوس مهال په شپږم ټولگي کښې زده کړې تر سره کوي ورپسې مې دوه يمه لور((واورين))  نوميږي، چې په درېيم  ټولگي کښې زده کړه کوي او کشرۍ لورمې (پغونده) نوميږي، چې په لومړي ټولگي کښې زده کړې تر سره کوي.

زه يو مشر ورو لرم، چې ((شمشېر علي )) نوميږي.  هغه هم د خپل کلي په لومړنيو ښونځيو کښې  د پښتوژبې ښوونکى دى.

همدرد ساپى ? ځانگړى اقتصاد ي ژوند مو څنگه دی؟

همايون همدرد? د الله پاک شکراو دخپلې مورنۍ ژبې پښتواو دود برکت دی، چې حيا او عزت مې خوندي ساتل شوى؛ د ژوندانه پړاوونه روان دي ، دچا قرضدارى   نه يم او پرته له الله پاکه بل چا ته احتياج  شوى نه يم ، خو مردان  ته نژدې  د  ريسالپور په يوه کرايه  کور کښې شپې سبا کوم .

همدرد ساپى ?  استاذه! بهرنيو هېوادونو ته مو سفرونه کړي؟

همايون همدرد? : نه!( په خندا) ما، خو تر اوسه پاسپورټ هم ندی جوړ کړی .  دامې يو تلپاتې ارمان دی، چې يو ځل به د خپلو نيکونو ټاټوبي افغانستان ته ځم او د غه ولسي خاوره  به نه يوازې دا، چې وينم بلکې  ښکلوم به يې هم .

همدرد ساپى ?  همايون همدرد صاحب! د افغانستان دريدلي او ځوريدلي ملت ته څه پيغام لرئ؟

همايون همدرد? پيغام ورکول، خو ډېرگران کار دی، خو يو غږ مې حق دى، چې ټول به پخپلو هلو ځلوملي يوالی خوندي کوو، د روانې کرکې، جنگ او وحشت څېرې به بربنډې کړو. مونږ غواړو، چې په خپل ولسي ټاټوبي کښې مو سوله او وروالي په برخه شي اودا د پښتنو پراخ  هېواد يو ځل بيا د مينې اومحبت  په پراخه ډگربدل شي.

همدرد ساپى ?  ښه ښاغلی همايون ((همدرد)) صاحب! مونږ ((دساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز)) مشران او کشران له تاسې او له ښاغلي طارق محمود(ضيا)  مننه کوو، چې له مصروفيتونوسره سره مو  تشريف راوړى  او د مرکې  وخت  مو را کړى دى . مننه کامياب او بريالي اوسئ .

همايون همدرد? همدرد ساپى صاحب!  دا مننه به زه له تاسو وکړم؛ له قتيل صاحب، له ښاغلي  عجب خان اکرامي، له فضل قادر انډيوال ، نجيب الله اکرامي، ظفر اقبال ورک، خليل الله قتيل زوى او له ټولو درنو کارکوونکيو، چې زه مو د مرکې وړ وگڼلم او ما ته مو په ورځ مجله کښې برخه راکړه. بريالي، سرلوړي او خوشحاله  اوسئ او خداي مو د قلم وينه تازه لره.  مننه.

[ ورځ  مجله ? د نهم کال لومړۍ او دوه يمه گڼه ،١٣٨٧ ل.هـ]

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې